د عصر معجزه! تر ځمکې لاندې غزه!


د اسلام په لومړي دفاعي سنګر کې د قسام صادقینو رجالو ددې نایابه شبکې پر مټ ټولې عسکري محاسبې وننګولې، عسکري مفاهیم او نظریات یې چلینج کړل.

د غزې ځمکه که له پاسه د بمونو، توغندیو، اور او وژنې یوه ډارونکې ننداره ده، مګر ترې لاندې د یوې پټې، خو د فعالې جګړې مرکز هم دی؛ د دښمن بشري قوت څه چې روباټونه یې هم په کشف کې پاتې راغلل بلکې د Lavender او Gospel په نوم یې AI سیسټمونه هم فلج او ناکام شول.

ددې نایابه تونلونو ویستلو فکر چې د مقاومت د اکیسجن بڼه یې غوره کړې له کومه را پیدا شو؟

هغه وخت چې په 2005م کال یرغلګر د شارون په رهبرۍ له غزې ووتل او حماس د غزې کنټرول په لاس کې واخیست؛ صهیونیستي رژیم له څلور طرفه، هوا، اوبو، او د ځمکې له لارې غزه محاصره کړه؛ او غزه په یوه سرخلاصي زندان چې میلیونونه مسلمانان پکې اوسیدل مبدل کړای شو؛ مصر خپل طرف او غاصب رژیم د اشغالي فلسطین له طرفه غزة په کانکریټي دېوالونو را تاو کړه؛ مقاومت د یوې بدیلې لارې د پیدا کولو په لټه کې شول، تر څو خپل تحرکات تنظیم او د راتلونکي محاسبات وسنجوي؛ د تونلونو ویستلو فکر د لومړی ځل لپاره د غزې د اسلامي پوهنتون له یو تن استاد سره پیدا شو، چې نوموړی د کتائب القسام د یوې ځانګړې قطعې مسؤل وه، نوموړي دا فکر رهبرۍ سره شریک او پر طرحه کار پیل او د عمل میدان ته راوړاندې کړای شو، لومړیو کې دا تونلونه له بهر نړۍ سره د روابطو ساتلو چې هدف یې مصر ته ویستل وه پیل شول، وروسته دې نظریې پرمختګ وموند ستر شول او ستراتیژیکه بڼه یې غوړه کړه؛ د تونلونو ویستلو پیل داسې وه چې د کورونو له داخل چې سر به یې پټ وه ویستل کېدل تر څو یې مصنوعي سپوږمکۍ، صهیونیستي جاسوسان، ډرون او نور څارونکي وسایل نکړي کشف، مکمل نقشه ترتیبېده، د انجینرۍ ټیم د هدایت پر اساس پیل به یې د کور له داخله او پای به یې هم د یو کور داخل ته رساوه؛ د تونلونو خاورې به لومړی په همدې کور کې ساتل کېدې وروسته به تدریجً بحر ته اچول کېدې.

دا تونلونه به د بشري ځواک پر مټ جوړېدل بغیر لدې چې په وسایلو دې تکیه وشي او له همدې امله نه اټکلیدونکی کم مصرف پرې راغی.

کتائب القسام ددې تونلونو لپاره یوه د وحدة الانفاق په نوم یوه ځانګړې قطعه جوړه کړه، داد غزې د روانې جګړې تر ټولو پټه، خو اغېزمنه برخه ده، دا یوه منظمه، تخنیکي او پوځي شبکه ده چې هدف یې د اشـغال پر ضد مقاومت ته ستراتیژیکه برلاسي ورکول دي، د دې واحد کار یوازې د عادي تونلونو جوړول نه دي، بلکې دې دلګۍ یو بشپړ تحت‌الارض (ځمکې لاندې) نظام رامنځته کړی دی، چې د جنګي تجهیزاتو ذخیره، د مقاومت د مجاهدینو خوځښت، د قوماندې مرکزونه، د بندیانو ساتنه، او د حملو تنظیم پکې تر سره کېږي.

وحدة الانفاق له هغو انجنیرانو، تخنیکي متخصصینو، او تجربه‌کارو کارګرو څخه جوړه دلګۍ ده چې د جګړې د اړتیاوو مطابق پیچلي او ژور تونلونه جوړوي، د تونلونو دننه فضا یوازې خامه غارونه نه دي دا جوړښتونه د برېښنا سیستم، د هوا جریان، مخابراتي تجهیزات او حتی د تګ راتګ لپاره واړه وسایط لري، ځینې تونلونه دومره پراخ دي چې د حماس سرتیري پکې په موټرسایکلونو حرکت کوي د قوماندې لپاره ځانګړي خونې، د اسنادو خوندي ځایونه او د ټپيانو بسترځایونه هم پکې شامل دي؛ پدې تونلونو کې اوسېدل غیر د قسام له روزل شویو افرادو نورو ته محال دی.

تحت رایة الطوفان خندق خباب کتاب لیکونکی شهید محمد زکي حمد د جګړې په جریان کې د وحدة الانفاق د دلګۍ چې نوموړی یې هم غړی وه وایي:

د طوفان الأقصی د مبارکو عملیاتو په جریان کې د تر ټولو سختو دندو څخه یوه د هغو تونلونو ترمیم وه چې د اسرائیلي ځواکونو له خوا بمباریدل، او موږ یې د همدې جګړې په جریان کې د بیا ترمیم په پار له خورا ابتدايي وسایلو استفاده کوله؛ د یو متر تونل د بېا رغولو لپاره د لسو مجاهدینو د ټولې ورځې هڅو او کار ته اړتیا وه او هر مجاهد به چې کله بیرته د استراحت لپاره راستنېده نو د ددې سخت کار او هڅو دروندوالی به یې په خپلو تنونو کې له ورایه احساسېده، موضوع یوازې تر همدې سخت کار پورې محدوده نه وه؛ بلکې د تونلونو د ترمیم لپاره د سوځېدلو او بمبار شویو کورونو څخه د لرګیو او فلزاتو راټولول، د بریښنا او اوبو د پایپونو بیا ترمیمول هم وه؛ چې دا ټولې ډېرې ستړې کوونکې او خطرناکې دندې وې، څو مجاهدین د دغو کارونو په جریان کې په بشپړه ویجاړې شوې سیمه “بیت حانون” کې شهیدان شول، دوی به بهر له تونله وتل، پر سر به یې د یرغلګرو ډرون ګرزېدې، لارې، کوڅې او کورونه له یرغلګرو ډک وه، مګر دوی بیا هم له خپل مسؤلیت نه پر شا کېدل، چې پرله‌ پسې د الوتکو له خوا څارل کېده او اسرائیلي پوځ تر دوی لوړ په چتونو کې یې پر سرونو ګرزېدل را ګرزېدل!

د امت د شهید یحیی سنوار تقبله الله په یوه وینا کې وایي: د غزې تونلونه 500 کیلو متره اوږدوالی څخه هم زیات پراخوالی لري؛

دا دوه قسمه تونلونه دي: لومړی لوژیستیکي او عملیاتي تونلونه؛ عملیاتي تونلونه بیا پخپل ځان کې په دوه ډوله دي دفاعي او هجومي.

لوژیستیکي تونلونو کې موټر هم دننه کیدای شي، ستر_ستر بار میزایلو د ځای پر ځای کېدو مجال هم لري.

هجومي او دفاعي تونلونه موقتي دي له استفادې بعد یې مقاومت خپله ورانوي او یایې دښمن ته پریږدي، مګر ستراتیژیک او لوژیستیکي تونلونه همیشني وي، دلته رهبري اوسي، له همدې ځایه طرحې او پلانونه چمتو کیږي.

د تونلونو شکلونه هم د جوړښت او ډیزاین له مخې په دوه ډوله دي:

ارنب او عنکبوتي؛ چې په ارنب کې دفاعي او هجومي شامل دي؛ او عنکبوتي لویې_لویې شعبې لري د وتلو او ننوتلو لارې یې مجهولې دي؛ او یوازې محدود خلکو ته معلومې وي؛ د 500 کیلو متره اوږدوالي سره دا تونلونه د ژوروالي له پلوه هم د ارزښت وړ دي، ژوروالی په مختلفو سیمو او جګړیزو تکتیکونو ته په کتلو سره فرق کوي، له لس مترو نیولې تر دیرش مترو پورې ژوروالی لري چې BBC انګلیسي برخې خبریال د تحقیق پر مهال هم دې موضوع ته اشاره کړې وه.

د دې تونلونو تر شا د ډېرو خلکو هڅې پرتې دي، ځینې یې د کار پر مهال ټپیان شوي، ځینو همدلته د شهادت جام پر سر اړولی، دلته رجالو میاشتې میاشتې په تورو تیارو کې بغیر لدې چې د لمر وړانګې یې بدن حس کړي کار کړی، مختلف امراض او شکنجې یې ګاللي، دا هر څه د یو ستر او مقدس هدف لپاره تر سره کېدل، دلته یو انګیزه موجوده وه، د حریت خواږه یې حس کول، او د راتلونکې یوې سترې معرکې ته په چمتووالي بوخت وه.

د أقصی د طوفان د مبارکو تعروضي عملیاتو په جریان کې سلګونه نیول شوي صهیونیستي وګړي همدې تونلونو ته را منتقل کړای شول.

وحدة الظل:

دا ځانګړې قطعه د جلعاد شالیط یهودي پوځي له ژوندي نیولو وروسته په 2006 م کال د القائد الکبیر شهید محمد الضیف تقبله الله په امر تأسیس شو؛ دا قطعه تر ۲۰۱۶م کال همداسې پټه ساتل شوې وه، د اسیرانو ساتل، انتقال او ترتیب یې وظیفه ده، 5 کاله یې شالیط د موساد له سترګو پټ وساته او بیا یې له 1000 څخه د زیاتو فلسطیني بندیانو په مقابل کې خوشې کړ؛ د وحدة الظل د افرادو شمیر نا معلوم، د قسام سیوری بلل کیږي، هر زلمی یې داسې روزل شوی چې په انګلیسي او عبراني ژبه پوره حاکم وي.

یهودو د طوفان الاقصی د عملیاتو په جریان کې نیول شویو بندیانو پسې د غزې لویشت لویشت خاوره واړوله، خښته یې پر خښته پرې نښوده، او دا په تاریخ کې تر ټولو ستر سري او استخباراتي عمل وه چې مقاومت خپل تونلونه پټ وساتل او هیڅ قوت پدې و

د سعد بن معاذ رضي الله تعالی عنه دعا

نه توانېده چې کشف دې کړي؛ د کتائب القسام ویاند شهید ابوعبیدة تقبله الله په یو پ

د خندق په غزا کې د کفارو او مسلمانانو ترمنځ خندق پروت وو او یو پر بل یې مستقیم یرغل نشو کولای، بلکې مسلمانان محاصره شوي و او دواړو طرفونو یو پر بل غشي اورول، په همدې وخت کې سعد بن معاذ رضي الله عنه د یو تن قریشي حبان العرقة له لوري په لاس وویشتل شو او سخت ټپي شو، له لګېدو وروسته سعد رضي الله عنه داسې دعا وکړه چې: «خدایه! تاته خو معلومه ده چې زه له دغه قوم سره چې ستا رسول یې درواغجن وباله او له خپل وطن یې وشړلو، په هومره مینه او جذبه جهاد کوم چې د بل چا په وړاندې مې دومره جذبه نه راپاریږي؛ خدایه! زه خو اټکل کوم چې زمونږ او د دوی جنګ نور پای ته رسیږي، که زمونږ او د دوی ترمنځ جنګ ختم نه وي نو زما لاس جوړ کړه چې ورسره وجنګېږم او که ته زمونږ او د دوی ترمنځ جنګ پای ته رسوې نو زما زخم اوبلن کړه چې ترې مړ شم. (رواه بخاري)

او د دعا په پای کې یې وویل: «يا الله! تر هغه مې مه مړ کوه، چې په بني قریظه و (خاینو یهودانو» مې سترګې یخې نه وي.» (ابن هشام) یغام کې وویل:

تاسو به په هیڅ صورت خپل یو بندي ته هم ونه رسیږی مګر د قسام په خوښه او توافق سره او دا یې عملاً ثابته هم کړه؛ او داد تاریخ تر ټولو سترو عملیاتو له جملې څخه وه چې دوی بندیان داسې پټ وساتل چې یرغلګرو یې حتی مړو ته هم لاسرسی نکړ پیدا؛ ژوندي خو هسې خوب او خیال ثابت شو، یرغلګرو د خپل هر بندي په اړه د معلوماتو په بدل کې 5 میلیونه ډالر انعام ایښی وه، ټوله غزه کې چې مصنوعي لوږه او تنده چې تاریخ یې ډیر کم مثالونه لري پرې راوستله شوه قسامي مجاهد خو څه چې یو عام غزه وال هم د ذرې په اندازه معلومات نه ورکړل او نه یې په پیدا کېدو وتوانېدل؛ او ددې هر څه کریډټ همدې وحدة الظل ته حاصلیږي!

غازیان له همدې تونلونو راوتل د الیاسین_105 پر مټ یې يرغلګر دې ته اړ کړل چې خپل د 1970م کال پخواني ټانګونه بیرته رامیدان ته کړي، ځکه د میرکافا نوی نسل یې د ختمېدو سره مخ کړ، همدا رنګه یې یرغلګر د پوځیانو له کمښت سره مخ کړل! د غزې دې تونلونو ثابته کړه چې په دفاعي جهاد کې څومره له لوړ ارزښت څخه برخمن دي، په معاصر زمان کې کفري نړۍ له پر مختللو اسلحو، هوایي ځواک، رهبري شویو توغندیو او له سترو جاسوسي شبکو څخه برخمن دی، بل طرف مقابل کې یې جهادي حرکتونه لدې یو څخه هم ندي برخمن او په دفاعي حالت کې قرار لري؛ نو لازمه ده چې د دښمن د بندیانو د ساتنې، ځان ساتنې اسلحو ذخیره کولو، هوايي بریدونو پر وړاندې د ځان، رهبرۍ او وسایلو ساتنه، د څارنې drones, satellites څخه پټ تحرکاتو په پار، د لوژستیکي تګ راتګ خوندي لارېو په شکل، د ناڅاپي راښکاره کېدو او نورو مختلفو مجالونو کې ترې استفاده وشي او په پراخه پیمانه وکیندل شي!
كما أنتِ هنا مزروع أنا،

ولي في هذه الأرض آلاف البذور.

ومهما حاول الطغاة قلعنا، ستنبت البذور.

أنا هنا، في أرضي الحبيبة، الكثيرة العطاء،

ومثلها عطائي يواصل الطريق، ولا يخطئ المسير

Exit mobile version