د جهاد مجسم انځور؛ شهید ملا محمد ادریس ابو یوسف رحمه الله

افغانستان؛ د امپراطوریو هدیر، د جهاد روزنتون، او د اسلام هغه نه تسخیریدونکی سنګر چې له پېړیو پېړیو راهیسې له طوفانونو سره په ټکر دی، د هندوکش په واورو پوښلو څوکو کې یې د غیرت او شهامت کیسې لا ندي یخې شوې؛ د کنړ او هریرود څپې د هر یرغلګر خوبونه له ځانه سره وړي؛ دا خاوره یوازې د اسیا په زړه کې د جغرافیې یوه ټوټه نه، بلکې د جهاد، شهادت، ویاړ، غیرت او نه ماتېدونکي عزم الګو ده.

د برتانیوي امپراطورۍ ځواکمن لښکرونه ددې غرونو په تنګو درو کې ورک شول؛ د شوروي اتحاد درنو وسلو او زغروالو ځواکونو د افغان د فولادي ایمان له قوت سره سیالي ونه شوه کړای، دلته هره دره یرغلګرو ته تنور وه، هر کلی د ازادۍ مورچل او هر مؤمن د خپل دین د دفاع یو ژوندی مثال وه.

دوه لسیزې مخکې د مغروره امریکا هم پدې ازمېښت کې راښکېله شوه، د اسلام بچیانو په همدې خاوره کې ورته قبر وکینده او له ټول غرور سره یې پکې دفن کړه؛ د اسلام دا جغرافیه د زمانې د هر زورور پر وړاندې لکه د فولادو دیوال ولاړه وه، او لا هم ولاړه ده؛ پدې هېواد کې د نورو ښارونو تر څنګ غزني لکه په شګو کې پروت غمی داسې دی، له همدې ځایه د اسلام پوځونه د ستر سپه سالار محمود غزنوي رحمه الله په قیادت کې د هند پر لور خوځېدل او د تاریخ پر پاڼو کې یې د جهاد په باب کې داسې کارنامې درج کولې چې لا تر اوسه د زمانې په حافظه کې ژوندۍ دي، له همدې ځایه د سومنات غرور ونړېده، دا ښار یوازې د تورو او جګړو کیسه نه وه/ ده؛ بلکې د علم، ادب او فرهنګ هغه مرکز هم وه چې د پوهانو، شاعرانو او مفکرانو رڼا یې له هرې پولې هاخوا خپرېدله.

هغه شپه د بادونو شپه وه، هغه شپه چې د کلي پر خامو دېوالونو د وېرې سیوري ګرځېدل، د یرغلګرو د ټانګونو غرها او د مرمیو غږونو د شپې خاموشي په هیبت بدله کړې وه، په همدې تورتم کې په یوه وړه نړېدلې کوټه چې د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ لیوانو په کلي کې موقیعت درلوده کې یو ماشوم وزېږېده؛ نه د شتمنۍ تر سیوري لاندې، نه په یوه ماڼۍ او پرمختللي صحي مرکز بلکې د محرومۍ په غېږ کې؛ داسې لکه د تندر له منځه چې یوه وړوکې رڼا راپورته شي.

پر یوسف مخي بچي خپل پلار جان چې حاجي عبدالعزیز نومېده د محمد یعقوب نوم کیښود، ګلالی ماشوم ورو ورو غټیده، په خبرو، خاپوړو او قدم وهلو یې پیل وکړ، مورجانې هم په وړه ژبه خبرې ورسره کولې کله ناکله به یې له نورو ورونو سره یوځای له ځانه سره کروندې ته د خپل پلار څنګ ته بوتلو او پلار جان د خپل بچي په لیدلو خپله ټوله ستوماني هېروله.

محمد یعقوب چې را ستر شو مور یې مسجد ته ولیږه او ابتدایې درسونه د مسجد له امامه سره ولوستل ورپسې یې څو کاله د غزني ولایت په مشهوره مدرسه نورالمدارس فاروقیه کې خپل تعلم وکړ، دغه راز یې د سیمې په کلیوالو مدرسو کې هم درسونو ویلو ته ادامه ورکړه.

ورځې، میاشتې او کلونه همداسې تیریدل، پر هیواد د کمونیستي نظام واک او روسي اشغال د زور، جبر او وحشت یوه عجیبه ننداره تېره شوې وه، کمونیستي لیوان پخپل منځي جګړو او رقابتونو اخته یو بل خوړل چې د وخت د زبرځواک شوروي اتحاد بې سر او سامانه سرې لښکرې تودو اوبو ته د رسیدلو لیدل شوي خوب په تعبیر د امپراطوریو هدیرې ګران هیواد افغانستان ته راداخلې او د اشغال توره بلا راننوته، پر عصري وسلو سمبال وحشي صفته درنده ګانو د مظلوم ملت پر داړلو پیل وکړ، داسې ظلمونه یې پیل کړل چې قلم یې د لیکلو او ژبه یې د ویلو توان نلري؛ دې مظالمو د افغان غیور ولس هجرت ته اړ کړل چې د ابو یوسف ملا ادریس کورنۍ هم یو له دوی څخه وه، محمد یعقوب لا کوچنی وه چې د جلاوطنۍ ترخه یې وڅکل، د ځوانۍ غوټۍ یې لا غوړېدلې نه وه چې روسان مات او هېواد مو د اسلامي نظام د تحکیم پر ځای د خپل منځي جګړو په ازمایښتي لابراتوار مبدل شو؛ دریم عمر رحمه الله د شر او فساد د ټغر په ټولولو سره پر ګران هېواد اسلامي نظام حاکم، حدود پلي او د میلیونو شهیدانو ارمان چې د اسلام تحکیم وه د الله تعالی په نصرت د تحقق میدان کې عملي نړۍ ته وښوده.

غربي نړۍ لدې څخه په وېره کې چې ګواکې نور اسلامي امت ددې بې مثاله اسلامي نظام تقلید ونکړي په اسلامي افغانستان یرغل وکړ او امارت یې ونړاوه؛ وخت په تیریدو د یرغل پر وړاندې د مجاهدینو کوچني کوچني تحرکات پیل شول، مجاهدینو بیرته خپلې زنګ وهلې ټوپکې پاکې او په پټه جهادي فعالیت پیل کړ ، چې په غزني ولایت کې د لومړي جهادي فعالیتونو د سرلارو د صف د یونوالو له جملې څخه یو هم نوی راټوکیدلی زلمی ابویوسف ملا ادریس وه؛ د ده ملګري وایي د نوموړي شخصیت ټول د جهاد له شوق او جذبې جوړ شوی وه، د امریکایي یرغل په لومړیو کلونو کې نوموړی کم عمره وه او په خپلو درسونو بوخت وه له مدرسې څخه به په پټه جهادي عملیاتو ته تللو.

قاري عبدالستار سعید د شهید ابو یوسف ملا ادریس تقبله الله د جهادي ژوند اړوند پخپله تحقیقاتي لیکنه کې لیکي:

۱۳۸۵ لمریز کال تر اواخرو ملا ابو یوسف د قاري محمد نعیم تر قوماندې لاندې جهادي فعالیت کاوه، قاري محمد نعیم په غزني کې د جهاد له بنسټګرو مجاهدینو څخه ګڼل کیږي، نوموړي په پیل کې د چاقو په واسطه له یوه عسکر څخه وسله اخیستې وه، بیا یې په همدې وسله جهاد ته دوام ورکړ، تر څو چې یې ډیر ملګري او امکانات پیدا کړل، قاري محمد نعیم له اندړو ولسوالۍ علاوه په قره باغ، واغز، خوګیاڼو او د غزني مرکز کې هم فعالیت کاوه چې ابو یوسف ملا ادریس یې له تکړه او فداکارو ملګرو څخه وه.

په ۱۳۸۵ هـ ش کال کې د قاري محمد نعیم په مشرۍ مجاهدینو په واغز ولسوالۍ کې له امریکایانو سره لوی جنګ وکړ چې په نتیجه کې یې امریکایي او داخلي عسکرو ته درانه تلفات ورسیدل، دغه راز د مجاهدینو اړخ ته قاري محمد نعیم او ورسره درې نور ملګري شهیدان شول، د نوموړي له شهادت وروسته د ملګرو د مشورې په اساس ابویوسف ملا ادریس د همدې ډلګۍ مشر وټاکل شو چې بیا یې شاوخوا دیارلس کاله د یوه موفق او فداکار جهادي قائد په حیث د مجاهدینو دغه ډلګۍ رهبري کړه او سترې کارنامې یې د تاریخ حافظې ته وسپارلې.

د شهید ابویوسف د بریا تر ټولو مهم راز د نوموړي اخلاص وه، هغه له الله تعالی سره ډېره د اخلاص معامله درلوده، هر دم او قدم یې یوازې د الله تعالی د رضاء لپاره وه، په اتلس کلن جهادي ژوند کې هیڅ کله ونه لیدل شول چې نوموړي د شهرت، نمایش او منصب هڅه کړې وي، هغه خپل ټول ژوند یې د جهاد لارې ته وقف کړی وه او ټول فکر او ذکر یې د جهادي پلانونو او فعالیتونو په اړه وه.

د شهید ابویوسف تقبله الله بله ځانګړتیا په جهادي امورو کې مشوره او هر کار ته استخاره کول وه، د هغه استخاره هغسې نه و لکه د خلکو تر منځ چې مشهوره ده، هغه دا چې په هره استخاره کې باید خوب ولیدل شي، بلکې کله به یې چې کوم جهادي کارته اراده وه اودس به یې تازه کړ، لمونځ به یې اداء کړ او که به وخت کم و، سر به یې ورپټ او یوه شېبه به مراقبه شوه له هغه وروسته به چې به یې هر اړخ ته دزړه میلان شو، به هغه اقدام کې به خیر او بریا وه.

شهید سعید ابو یوسف محمد ادریس تقبله الله به له عملیاتو مخکې لومړی ترصد یا هدف تشخیصاوه او معلومات به یې را ټولول د شهید ابویوسف یوه داسې ځانګړتیا وه چې په ډیرو کمو مجاهدینو کې لیدل شوې ده او باید ووایو چې د نوموړي د جهادي بریاوو یو لوی سبب هم د نوموړي دقیق ترصد اخیستل وه.

د نوموړي ملګري وایي چې د شهید ابو یوسف عادت داسې جوړ شوی وه چې تر څو به یې د دښمن د مرکز یا بل هر هدف په اړه مکمل معلومات نه وه را ټول کړي په خپله به یې سیمه نه وه لیدلې او ترصد به یې تکمیل کړی نه وی نو عملیات یې ورباندې نه کول حتی د جهاد به اولو کلونو کې چې مجاهدینو د واغز ولسوالۍ په مرکز عملیات کول، نوموړی د تذکرې جوړولو په بهانه د ولسوالۍ مرکز ته ورغلی و او ټول معلومات یې حاصل کړي وه، د غزني په زندان ستر عملیات، د مقر او قره باغ ولسوالیو کې په اربکیانو عملیات، د غزني په ښار فاتحانه عملیات، د جاغوریو په ولسوالۍ عملیات او نورو سترو بریدونو کې له عملیاتو وړاندې شهید ابویوسف ملا ادریس تقبله الله په خپله د شپې او ورځې د دښمن ساحه لومړی کتله، بشپړ ترصد یې اخیسته، د هغه له مخې یې پلان جوړاوه، مجاهدین به یې ورباندې پوه کول او بیا به یې عملیات اجراء کول.

نوموړی به اکثرا له یو بل تن مجاهد سره په عادي لباس کې د شپې یا د ورځې د دښمن سیمې ته ورتللو، دقیق معلومات به یې راټولول، د دښمن دفاعي مورچې او استحکامات به یې تثبیتول، د دې لپاره چې دښمن خبر نه شي کله به د شپې مهال په لوڅو پښو د دښمن د مراکزو خواته ورتلو، په لویو عملیاتو کې به تر یوې هفتې په ډیره رازدارۍ د ترصد په چارو بوخت وه او بیا به یې د برید پلان جوړاوه، نوموړي به ویل که مجاهدینو ته هدف مفصل ونه ښودل شي او په پټو سترګو د حملې امر ورکړل شي په دې به مو الله تعالی نیسي، دا چې د نوموړي په اکثرو عملیاتو کې د مجاهدینو تلفات ډیر کم او بریاوې به یې ډیرې وې، یو علت یې هم د نوموړي دقیق او مفصل ترصد ګڼل کیږي.

د شهید ابویوسف رحمه الله بل معمول دا وه چې د عملیاتو له پیل وړاندې به یې مجاهدین راټول کړل، اول به یې ختمونه وکړل، د فتحې او نصرت د نزول اذکار به یې ډیر ډیر وویل، ورپسې به یې ملګرو ته په پوره اخلاص او د زړه له تله تقریر وکړ، دجهاد، قربانۍ، شهادت او ایثار فضائل به یې ورته بیان کړل، ملګرو ته به یې د اخلاص توصیه وکړه، دهغوی روحیات او جذبات به یې تازه کړل او یوه تندریز برید او فاتحانه عملیاتو ته به یې اماده کړل، ورپسې به یې په ډیر تضرع او اخلاص اوږده دعاء وکړه، د الله تعالی په دربار کې به یې وژړل او مجاهدین به یې هم وژړول، د فتحې اونصرت خواستونه به یې وکړل او له دعا وروسته به یې سمدستي د عملیاتو اقدام کاوه+ په دې ډول به مجاهدین په روحي لحاظ کاملا جهاد ته آماده او د الله تعالی د نصرت اسباب به مهیا شوي وو.

قاري عبدالستار سعید صاحب لیکي: شهید ابویوسف له رسمي مسؤلیت سره ډیره علاقه نه درلوده، حتی مسؤلیت به ورباندې بوج و. نوموړي د خپلې ډلګۍ د مشرۍ نه علاوه څه موده د اندړو ولسوالۍ د نظامي ولسوال د کفیل په حیث، ورپسې د غزني ولایت معاون او بیا څو کاله د غزني د نظامي قطعې د مشر په حیث مسؤلیت ترسره کړی دی.

نوموړي په غزني ولایت کې د جهادي عملیات هغه مخکښ مجاهد و چې له خپلو ملګرو سره یې په اکثره عملیاتو کې شرکت درلود. د بیلګې په توګه د رشیدانو ولسوالۍ لومړنۍ فتحه، د واغز، اندړو، ګیرو، خواجه عمري، دوه ځله جغتو، دهیک او خوګیاڼو ولسوالیو په فتوحاتو کې یې فعال حضور درلود.

د اربکي سازي پروژه چې د پاڅون په نوم د امریکایانو لخوا پیل شوه، مهم مرکز یې په غزني ولایت کې د اندړو او مقر ولسوالۍ وې. شهید ابویوسف د نور مجاهدینو په همکارۍ د دې فتنې په محو کولو کې اساسي نقش درلود. په اندړو ولسوالۍ کې دګنډهیر، صاحب خان او میرهزار په سیمو کې د اربکیانو پوستې د نوموړي په قومنده دوه ځله له منځه یووړل شوې، دغه راز د حبیب ګوډلو، ګردیزي کلا، ملنګو او نورو کلیو پوستې هم له اربکیانو سره ختمې شوې. په دې عملیاتو کې د اربکیانو ګڼ قومندانان هم ووژل شول. بالاخره اربکیان چې د اندړو ولسوالۍ تر یو ثلث زیاته سیمه یې اشغال کړې وه مکمل ختم او د یو لړ چټکو عملیاتو په لړ کې د دې ولسوالۍ مرکز هم له اجیرو عسکرو څخه ونیول شو. د مقر ولسوالي د اربکیانو بله مهمه سیمه وه. شهید ابویوسف چې د غزني قطعه یې رهبري کوله له ګڼو نورو مجاهدینو سره یې د روژې په ۲۵ له دقیق ترصد وروسته د مقر په اربکیانو عملیات پیل کړل. تر دې چې تر اختر پورې یې ټولې سیمې ترې تصفیه کړې او د اختر ورځې یې هم په مقر کې تېر کړې. دغه راز د قره باغ د پورته حصې په تصفیه کې د نوموړي لوی نقش و.

د شهید ابویوسف په مشرۍ د ترسره شویو عملیاتو له جملې بل هم د غزني د زندان ماتول. نوموړي په خپله د زندان ترصد وکړ، شاوخوا سیمې یې وکتلې او په پوره رازدارۍ یې پلان د هغه وخت د څو ولایاتو د قطعې له مسؤل الحاج پیر اغا سره شریک کړ. د هغه وخت د غزني والي مولوي محمد قاسم صاحب وایي: پلان داسې نیول شوی و، چې په عملیاتو کې به ۱۰ تنه فدایان او ۳۰۰ تنه نور تکړه او تجربه کار مجاهدین برخه اخلي، له دې جملې فدایان او ۴۰ تنه د ابویوسف د ډلګۍ مجاهدین چې د زندان دماتولو له رازه خبر کړای شوي وو، ځانګړې لارښوونې ورته شوي وې او ددوی وظیفه دا وه چې په مشخص ډول به په زندان برید کوي، هلته به ننوزي او زندانیان به له پنجرو څخه راوباسي. دغه کامیاب عملیات چې په ترڅ کې یې ۴۵۰ تنه بندیان د دښمن له منګولو آزاد کړای شول، د شهید ابویوسف لخوا رهبري کیدل او نوموړی د بندیانو د خلاصون لپاره خپله زندان ته داخل شوی و.

بل مهم عملیات چې نوموړي په کې بارز نقش درلود د غزني په ښار فاتحانه عملیات و. د دې عملیاتو لپاره هم شهید ابویوسف د ښار له ټولو خواوو د شپې او ورځې ترصد وکړ، د دښمن پوځي ځایونه یې تثبیت کړل. د جنګ په وخت نوموړي د غرب لخوا پر ښار د عملیاتو رهبري کوله چې په ترڅ کې یې امنیه قومنداني، دموی مبارک کنډک، څلورمه حوزه، د خشک قرارګاه او لسګونه پوستې فتحه او دښمن ته دروند زیان واوښت.د غزني ښار فاتحانه عملیاتو دښمن سخت وویراوه، ډیره ځواکونه یې سیمې ته راوستل. شهید ابویوسف او ورسره مجاهدین څه موده قره باغ ته لاړل او هلته له څه عملیاتو وروسته یې د دښمن د توجه اړولو لپاره د جاغوریو په ولسوالۍ عملیات پیل کړ. د جاغوري ولسوالۍ چې په تیرو کلونو کې په کې جهادي عملیات نه وي شوي. مجاهدینو د محلي پولیسو کمربند مات کړ، د انګورو بازار او د ولسوالۍ اکثره سیمې یې ونیولې د ملیشو قومندانان لکه باشي حبیب او حیدر ووژل شول او دښمن ته درانه زیانونه واوښتل.

د شهید ابویوسف د جهادي کارنامو په لړ کې وروستی مهم فعالیت په ننګرهار کې د داعشیانو په خلاف بریالي عملیات و. داعشیانو چې د ننګرهار په جنوبي ولسوالیو او د سپین غر په حاکمو نقطو کې یې پخې مورچلې جوړې وې. د مجاهدینو په وړاندې یې مسلسل مقاومت کاوه. د ګڼو نورو ولایاتو د نظامي قطعو په شان ملا ابویوسف هم له ۱۴۴ تنه مجاهدینو سره ننګرهار ته لاړ. په داعش د سرتاسري برید د پیل په مهال نوموړي ته له شمال اړخه د خوګیاڼو ولسوالۍ د زاوه سیمه ورسپارل شوې وه چې ورپسې د بغدادي سنګر په نوم د داعش تر ټولو محکم سنګر او د وزیرو تنګی و چې داعش د خلافت مرکز باله.

د نوموړي په مشرۍ مجاهدینو د زاوه سیمې له تصفیه وروسته د بغدادي سنګر په فتحه او د وزیرو تنګي په نیولو کې هم اساسي نقش درلود. داعشیانو دې سیمې ته ورتلونکې لارې په ماینونوپوښلې وې. خو مجاهدینو له ټولو خطراتو سره سره پرمختګ ته دوام ورکړ، د وزیرو تنګي په نیولو سره د داعش جنګي روحیه وځپل شوه چې بیا یې تر پایه مقاومت ونکړای شو.

شهادت:

د شهید ابویوسف ملګری مولوي مظهري وایي د وزیرو تنګي له نیولو وروسته ملا ابویوسف له نورو ملګرو سره د دې سیمې په څمڅۍ نومي کلي کې د اسلامي امارت له بل مشر ملا مزمل سره مجلس درلود. سخت باران وریده. ابو یوسف ناڅاپه ولاړ شو او ویل یې چې د مجلس لپاره به مناسب ځای پیدا کړو. نوموړی په همدې کلي یوه مسجد ته ورننوت، مسجد ته له ورننوتو وروسته دروند انفجار وشو. چې له امله یې د مسجد چت راپریووت او ملا ابو یوسف له یو تن بل ملګري ابوبکر سره ترې لاندې او د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل.

انا لله و انا الیه راجعون

Exit mobile version