په افریقا کې د جهادي مسیر ګړندی بهیر

د یویشتمې پیړۍ په سر کې د سپټمبر د یولسمې عملیاتو د تاریخ بڼه بدله کړه، د حق او باطل صفونه یې سره جلا کړل او نړیوال کفر یې د جګړې عملي میدان ته راکاږل؛ له دې عملیاتو څخه را وروسته صلیبیانو د یو کوچني خو صادق ټولي چې دنیا یې د اخرت په مقابل او خپل ځانونه پخپل رب پلورلي وه پر وړاندې عالمي اشر وکړ؛ اورونه بل شول، جګړې پیل شوې، اسمان د B52 او ډرون له شوره ډک شو؛ او زندانونه له هغو کسانو څخه مالامال شول چې د خپلو خاورو څخه یې د پردیو د یرغل د خاتمې په پار مټې رانغاړلې وې او ظالم ته یې نه ویلي وو.

د غرب مخالف په هر فرد پسې غرونه وپلټل شول، غارونه پسې وسوځول شول او د نړۍ تر ټولو پیاوړي پوځونه یې د له منځه وړلو لپاره راووتل؛لسیزې تېرې شوې د اسلام دښمنانو فکر کړی وه چې هر څه مو پای ته ورسول، ریښې مو یې وچې کړلې ، رهبري یې ختمه ده او اغیز یې له منځ تللی؛ خو تاریخ تل د خاموشیو تر شا پټ رازونه لري؛ لکه د صحرا تر شګو لاندې چې اور پټ وي، همداسې ځینې فکرونه د ظاهري خاموشۍ تر شا ژوندي پاتې کېږي او کله چې زمانه مناسبه شي، بیا د طوفان په څېر را پورته شي؛ ددې کاروان کیسه هم هوبهو همداسې ده؛ له هغوی چې پرون زندانونه ډک وه، د الله تعالی په دې پراخه ځمکه کې یې د یوې ګوتې هومره ځای هم د اوسېدو لپاره نلرلو او یوازې د مرګ مستحقین بلل کېدل؛ نن بیا راپورته شوي دي د خپل رب په نصرت د یو داسې لښکر یونوال دي چې په شرق او غرب کې د اسلام لپاره پورته شوي دي. دا چې په وروستیو کې د افریقا له دښتو څخه د اسلامي او جهادي ډلو د تحرکاتو خبرونه راځي، چې په ځانګړې توګه یې مونږ د نصرة الاسلام والمسلمین ډله یادولای شو هغه چې څه وخت مخکې یې د مالي هېواد کې ستر بریدونه وکړل، نو له ډېرو خلکو سره دا پوښتنه مطرح کیږي چې دا ډله څوک ده؟

۲۰۱۷م کال په غربي افریقا کې چې مرکزیت یې د مالي هېواد وه څلورو سترو جهادي حرکتونو چې انصار الدین، کتائب ماسینا او المرابطون یې لوی حرکتونه وو، اتحاد وکړ او نصرة الاسلام والمسلمین په نوم یې د یوې څانګې په بڼه د الشیخ أیاد آغ غالي تر قیادت او رهبرۍ لاندې را څرګند شول، نصرت الإسلام والمسلمین له مالي څخه تر بورکینا فاسو، نیجر، توګو، بنین او حتی شمالي نایجریا پورې خپل پراخ نفوذ غځولای او لاهم د غځېدو په حال کې ده؛ همداراز په لوېدیځ مالي، په ځانګړي ډول د کایس په سیمه کې یې حضور پیاوړی کړی چې د سرو زرو مهمه سیمه ده.

دا وسلواله جهادي ډله له عوامو سره د نرمۍ لارې چارې کاروي، له محلي مشرانو سره تړونونه کوي، د اسلام احکام یې پخپلو نیول شوو ساحو کې پلي کړي، د ښځو حجاب او د نارینه او ښځو جلاوالی یې راوستی، خپل تبلیغاتي پیغامونه په بېلابېلو ژبو خپروي.

نن ورځ د نصرة الإسلام والمسلمين غورځنګ د ساحل تر ټولو با نفوذه او د ملت تر منځ منل شوی حرکت دی چې د خپل برم د اعادې هیلې یې ور پورې تړلې دي، له ۲۰۱۷ کال راهیسې تر ننه شیخ ایاد اغ غالي د نصرة الاسلام والمسلمین (JNIM) جهادي حرکت رهبري په غاړه لري.

څو هفتې مخکې په یوه پوځي بدلون او تندریز برید کې چې د تېرې لسیزې تر ټولو پراخ بلل کېږي، د نصرة الإسلام والمسلمين (JNIM) ابطالو د ازواد د آزادۍ غښتونکو له جبهې (FLA) سره په همغږۍ د مالي هېواد په بېلابېلو سیمو کې بې‌ ساری هممهاله بریدونه ترسره کړل، چې له امله یې د شمال مهم ښارونو ونیول او د مالي رژیم او د هغوی د روسي متحدینو په صفوفو کې څرګند سقوط رامنځته شو.

دا عملیات چې د اپرېل په ۲۵مه پیل شول له شماله تر منځنۍ او جنوبي برخو وغځېدل، پدې ترڅ کې د پلازمېنې باماکو او شاوخوا سیمو کې پر مهمو پوځي مرکزونو بریدونه وشول، چې پکې موټر بمونه، بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) او حتی هغه استشهادي، چریکي او نفوذي مجاهدین هم شامل وو چې د پوځ په جامو کې نفوذ کړی وه، د دغو بریدونو له امله د دفاع وزیر ساديو کاماراووژل شو، د استخباراتو مشر مودیبو کونيسخت ټپي شو او راپورونه ښيي چې د پوځي شورا مشر اسیمي ګویتا هم د برید هدف ګرځېدلی وه، په شمال کې مجاهدین وتوانېدل چې د هېواد د منځ او شمال ترمنځ مهم اکمالاتي لارې پرې کړي، او هغه پوځي اډې یې کلابندې کړې چې مالي او روسي ځواکونه پکې مېشت وه، وروسته یې د ځینو اډو د پرېښودو لپاره خبرې پیل کړې، چې دا د جګړې په ډګر کې د ځواک د توازن د بدلون ښکاره نښه ده؛د دې بې مخینې بریدونو تر ټولو مهم هدفونهد مالي د ولسمشر آسیمي ګویتا استوګنځای، د دفاع وزیر ساديو کامارا دفتر، د باماکو په پلازمېنه کې د موديبو کیتا نړیوال هوايي ډګر او د کاتي ښار پوځي اډې وې؛ له دې سره هممهاله، د اسلام لښکر د موبتي ښار د بشپړې فتح اعلان او همدارنګه یې په سېفاري او ګاو کې د پوځ ډېری مرکزونو د فتح اعلان وکړ، سربېره پر دې چې د ازواد د آزادۍ جبهېسره په ګډو عملیاتو کې یې د کیدال ښار هم فتح کړ.

د جماعت نصرت الاسلتم والمسلمین ویاند ابوحذیفة البمباري پخپل ویډیویي پیغام کې ددې معرکو اړوند وایي: د نصرة الاسلام والمسلمین حرکت په ډېر ویاړ او درناوي سره د مجاهدینو د ځواکونو زړورتیا، مېړانه، چټکتیا او ټینګه اراده ستایي، چې د اپرېل په ۲۵مه نېټه یې په ټولو جبهاتو کې په ځواک او دقت بریدونه ترسره کړل، د دوی زړورتیا او د الله په لاره کې قرباني به د مالی هيواد د ازادۍ لپاره په تاریخ کې د یو بېلګې په توګه پاتې شي موږ خپلو هغو شـهیدانو ته دعا کوو چې ددې سپیڅلې معرکې په ډګرونو کې شـهيدان شول هغه زمریان چې خپلې وینې یې د خپل هدف لپاره ورکړې، له الله تعالی څخه غواړو چې هغوی د جنت په لوړو درجو کې ومني، قبرونه یې روښانه کړي، کورنیو ته یې صبر او اجر ورکړي او زموږ ټپیان وروڼه ژر روغ کړي څو بېرته د جهاد میدانونو ته راستانه شي.

د الله په فضل او رحمت سره دا ټول عمليـات په څرګند او پرېکنده بریالیتوب سره پای ته ورسېدل د بریدونو دقت، د مجـاهدينو ترمنځ بشپړ همغږي، د دښمن سخته ماتې او هغه درانه زیانونه چې د نظام ځواکونو ته اوښتي، یو ځل بیا ښيي چې زموږ ځواکونه په ډګر کې بشپړ برلاسی لري او حاکم نظام ډېر کمزوری او ناسم دی، موږ غواړو ځینې مهم ټکي په څرګند ډول بیان کړو:

د نصرة الاسلام والمسلمين مجاهدینو د «کیدال» ښار د فتح عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړل چې دا کار د «ازواد د ازادۍ جبهې له ملګرو سره په نږدې همکارۍ کې ترسره شول.

همدارنګه هغه هممهاله او سخت بریدونه چې په غاو، سیفاري او کاتي ولایتونو کې ترسره شول او همدارنګه د باماكو د هوايي ډګر شاوخوا او په جنوبي سیمو کې پر مهمو ځایونو بریدونه ټول زموږ د مجاهدینو له لوري ترسره شوي دي.

د دې پوځي رژيم د ظالمانه واکمنۍ په وړاندې، چې مالي یې ګډوډۍ او ذلت ته ټېل وهلې، موږ د مالي ولس ټولو مهمو قشرونو ته جدي او عاجل غږ کوو: اوس د حقیقت وخت دی باید مالي د سقوط له کندې وژغورل شي موږ ټولو رښتینو وطنپالو ته بلنه ورکوو چې سره یو موټی شي: سیاسي ګوندونه، ملي پوځ، دیني مشران، دودیز مشران او د ټولنې ټول قشرونه، څو د الله کلمه لوړه شي او مالي خپلواکي او عزت بېرته ترلاسه کړي.

دا اړینه ده چې د دې پوځي رژيم واکمني د ټولو مشروع لارو له لارې پای ته ورسول شي، خو موږ خبرداری هم ورکوو چې یوازې د طاغوتي نظام نسکورول بسنه نه کوي بلکې باید د داسې ګډوډۍ مخه هم ونیول شي چې هېواد په بشپړ سقوط کې ښکېلوي، موږ د یوه سوله‌ ییز، مسؤل او هر اړخیز انتقال غوښتنه کوو، چې بنسټیز هدف یې د یو نوي مالی جوړول وي او د اسلامي شریعت پلي کول یې له مهمو لومړیتوبونو څخه وي، دا یو دروند، خو ګډ او مقدس مسؤلیت دی چې مالي یې نور انتظار نشي کولی. ویاند حفظه الله همدارنګه د طاغوتي رژیم د تسلیم شویو پوځیانو هرکلی وکړ او نور یې هم راوبلل تر څو خپل ځانونه له هلاکته وژغوري.

ابو حذیفه الانصاري په پای کې وویل چې زموږ عملیات به په پلازمېنه باماكو او د كاتي په سیمو کې دوام وکړي او ادعا یې وکړه چې دا معرکه د اسلام د تحکیم، د کمزورو او مظلومو خلکو د ملاتړ لپاره را روانه ده.

د مالي پوځ د ناکامۍ لاملونه د محاصرې په ماتولو کې؛ جغرافیایي ستونزې او چریکي جګړه ده؛ د محاصرې سیمې پراخې او نیمه وچې دي، چې ډېر فرعي سړکونه پکې د دولت تر کنټرول لاندې نه دي، نو څارنه او خوندي کول یې ډېر ستونزمن دي، د پوځ حرکتونه ورو او د اټکل وړ دي، خو برعکس، دا سیمې لکه تنګې لارې او ځنګلي سیمې مجاهدینو لپاره مناسب چاپېریال برابروي چې په اسانه د موټرسایکلونو له لارې تګ راتګ وکړي.

د نصرة الاسلام والمسـلمین مجاهدینو د منظم پوځ برعکس د جګړې په جریان کې یوه واحده مرکزي قومانده کوچنیو کوچنیو دلګیو ته منتقل کړې، چې د نیمه خپلواکو کوچنیو ډلو په بڼه کار کوي، دا سیستم دوی ته دا توان ورکوي چې ژر د حالاتو سره عیاره شي او پرته له دې چې ډېرې سرچینې مصرف کړي خپل نفوذ پراخوي، دا د دوی تر ټولو لوی قوت او د مالي دولت تر ټولو لوی ضعف بلل کېږي.

مخالف لوري ته روسي ځواکونه د د ویجاړۍ او وحشت سیاست کاروي له تسالیت څخه د وتلو پر مهال د اوبو مهمې سرچینې ویجاړې کړې، تر څو د بېرته ستنېدونکو اوسېدونکو د ژوند شرایط خراب کړي؛ د بې ګناه وګړو وژنې او د مخورو اشخاصو اختطاف او ترور یې روزمره چارې ګرزیدلي، د جګړې په میدانونو کې له عوامو څخه د ډال استفاده کوي او له ژوند سره یې لوبې کوي، کورونه یې د دفاع مورچلونه ګرزولي.

د دې معرکې ځانګړتیا بیا په دې کې ده چې پدې وروستیو کلونو کې د ازواد د ازادۍ غوښتونکو ځواکونو او د نصرة الإسلام والمسلمين مجاهدینو تر منځ بې‌ساری میداني او هر اړخیزه همغږي او اتحاد رامنځته شوی ده، د ازواد حرکت له مجاهدینو سره د شریعت په تطبیق او ټولو اصولو ته په غاړه ایښودو اتحاد کړی او د یو اسلامي شرعي نظام په تحکیم رضا شوي دي،

ازواد د ازادۍ جبهې عمومي منشي بلال اغ الشريف دا خبره رد کړه چې ګواکې ازوادي خوځښتونه سیکولر دي او ټینګار یې وکړ چې موږ هېڅکله سیکولریزم نه دی منلی، بلکې اسلام یې اساسي مرجع ده،

هغه څرګنده کړه چې د ازواد ټولنه یوه دینداره ټولنه ده او اسلام پکې بشپړ او متوازن دین دی، چې د منځلاریتوب پر بنسټ ولاړ دی، او همدا لاره د ازواد د ازادۍ جبهه (FLA) تر نن ورځې تعقیبوي.

ددې دواړو متحدینو ترمنځ یو تکتیکي ائتلاف جوړ شوی، چې دوی ته یې دا توان ورکړی تر څو هم‌ مهاله بریدونه ترسره کړي؛ هغه بریدونه چې د مالي له لرې شمال څخه را پیل او د پلازمېنې تر شاوخوا سیمو پورې په فاتحانه ډول راورسیدل.

دا فتوحات او سوبې ناڅاپي نه وې، بلکې د یو ستراتیژیک پلان، اعداد او تفکر زیږنده وه چې کلونه یې په بر کې نیولي، چې له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې بڼه اخیستل پیل کړي وو؛ د نصرة الاسلام والمسلمین وسلوالو لومړی د حکومتي ځواکونو د اقتصادي ځواک پر کمزورتیا تمرکز وکړ، په ځانګړې توګه د تیلو هغه کاروانونه چې له سینګال او عاج ساحلونو راتلل مرکز ته نه پریښودل کیدل او خپل هدف یې ګرزول، دې وضعیت د سلګونو د تېلو ټانکرونو د ویجاړېدو، د بیو د لوړېدو او د ګڼو پټرولو پمپونو د تړل کېدو لامل شو، چې په پایله کې یې د دولت لوژستیکي وړتیا فلج او د پراخ برید پر وړاندې یې احتیاطي ځواک کمزوری شو.

همداراز، پر ګاو او تمبکتو ښارونو د بریدونو بهیر لنډمهاله درول شوی، څو سیمه‌ ییزو مشرانو او منځګړو ته فرصت ورکړل شي چې د حکومتي او روسي ځواکونو د سوله‌ ییز وتلو زمینه برابره کړي او د جګړې مخه ونیسي، دا هر څه په داسې حال کې دي چې د روسي ځواکونو هوايي عملیات او بې‌هدفه بمبارۍ ونه توانېدې د جګړې توازن بدل کړي.

تر دې مهاله د مالي مرکز باماکو د اسلامپالو تر شدیدې محاصرې لاندې ده، ستر ستر ښارونه او ایالتونه د دوی لاسونو ته لویدلي، امریکا د خپل سفارت ویستلو فکرونو کې ډوبه ده، د فرانسې زور اوبه شوی، روسان خپلې قرارګاوې تخیله کوي او شیبه پر شیبه د اسلام پر خاوره د اسلام توغونه وزرونه رپوري.

بل خوا په شرقي افریقا کې د حرکة الشباب المجاهدین چې په شرقي افریقا کې القاعدې څانګه ده او په مربوطه شاوخوا هېوادونو کې په جهاد بوخت دي له یو کال څخه زیات وخت راهیسې یې په صومال کې خپل نفوذ پراخ کړی.

د الشباب وسلوالو د تېر کال په فبرورۍ کې د رمضان المبارک عملیاتو په نوم پراخ پوځي عملیات پیل کړل او له هغه وخت راهیسې یې پرله‌ پسې پرمختګ کړی دی، دوی د جنوبي او مرکزي صومالیا پراخې سیمې فتح کړې دي؛ اوس مهال الشباب مجاهدین د هېواد شاوخوا ۳۰ سلنه خاوره تر خپل کنټرول لاندې لري.

په مرکزي صومالیا کې د موکوکوري، تاردو او بُک آکابلې ترمنځ د یوه مهم ستراتیژیک مثلث په جوړولو سره، الشباب د څو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره خپل شمالي او جنوبي نفوذ لرونکې مفتوحه سیمې سره ونښلولې، دې کار دوی ته دا توان ورکړی چې د حکومتي ځواکونو اکمالاتي لارې او شریانونه پرې کړي. الشباب د پلازمېنې موګادیشو شاوخوا سیمو ته هم رسېدلي دي، چیرې چې دوی له ښار څخه د ۴۰ تر ۵۰ کیلومتره واټن کې څو کلي او مهمې سیمې نیولې دي، اوس دوی دا وړتیا لري چې مهمې لویې لارې ګډوډې کړي او له چاودېدونکو موادو ډک موټرونه (VBIED) په اسانۍ سره د ښار تر مرکز پورې د عملیاتو لپاره ورسوي. د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې، د الشباب استشهادي تعرویضي مجاهدینو په موګادیشو کې د ملي استخباراتو او امنیت ادارې (National Intelligence and Security Agency – NISA) پر دفتر برید وکړ، دې برید وښوده چې مجاهدین د فدرالي حکومت تر ټولو خوندي تاسیسات هم په نښه کولای شي. په موګادیشو کې حکومتي ځواکونه وروسته له هغه لا کمزوري شول چې د سعودي عربستان تر فشار لاندې د متحده عربي اماراتو پوځي روزونکي له صومالیا څخه ووتل، ریاض د خپلې مالي مرستې څخه د فشار د وسیلې په توګه کار واخیست او له موګادیشو یې وغوښتل چې له ابوظبۍ سره خپلې اړیکې پرې کړي.

د روان کال د جنورۍ په ۱۲مه، د صومال حکومت له متحده عربي اماراتو سره د امنیتي، دفاعي او سمندري همکارۍ ټول تړونونه لغوه کړل، دا پرېکړه پر فدرالي ادارو او ټولو سیمه‌ییزو ادارو نافذه وه او پکې د ګورډن پوځي کمپ او همدارنګه د بربېره، بوصاصو او کسمايو په بندرونو کې د اماراتي فعالیتونو د سمدستي بندولو امر شوی وه.

مجاهدین د افریقا له شرقه تر غربه اوس مهال پراخ حضور لري، سترې سترې ساحې یې په واک او په لسګونو زره روزل شوي افراد ورسره په پوځي برخه کې په کار بوخت دي.

❊❊❊❊

Exit mobile version