د مرکې مدیر:
اوس نو په دې اړه خپل نظر راکړئ چې دلته له نژدې راتلونکو خطرونو څخه د خلاصون او د هغوی د مقابلې لپاره له نوې شامي ادارې اوسنی توان څومره دی؟
استاد عبدالعزیز الحلاق:
زما ګرانه وروره! په الله قسم، زما په نظر دا پوښتنه له هغو پوښتنو څخه ده چې ځواب ورکول یې ډېر سخت دي، ځکه دا له هغو مسئلو څخه ده چې ذهن ناارامه کوي او صحنې ډېرې ورسره مختلفې کېږي. ځکه زه وینم چې د نوې شامي ادارې مسئولانو، ډېرو هغو مشرانو چې د انقلاب نښې وې، د جهادي ډلو پخوانیو منتظمینو او د انقلابي شخړو تنظیموونکو، ډېر خنډونه لا ژور کړي وو او ډېرې داسې کندې یې ایستلې وې چې له دې یو له بل سره تړلو خطرونو سره د مقابلې توان له منځه وړي. الله دې هغوی وبښي، هغوی د الله له لارې پرته په انقلابي، فکري او عملي لارو د بدلون په راوستلو کې برخه واخیسته، حال دا چې هغوی ټول د آزادۍ، عدالت او له ظلم څخه د خلاصون هیله لرله او اوس یې هم لري. خو ډېرو یې د انقلاب په مهم پړاو کې دا هېر کړل چې د آزادۍ حقیقت، مرکز او د تاج ملغلره دا ده چې موږ ټول د الله بندګان شو.
زموږ ډېرو انقلابي مجاهدینو وروڼو دا هېر کړي چې د انقلاب او جهاد تر ټولو لوی مقصد، تر توان پورې په اسلامي شریعت عمل کولو سره د الله رضا حاصلول دي او له همدې امله موږ د انقلاب په کلونو کې ولیدل چې هغوی د دین د قائمولو لپاره ګمراه کوونکې لارې غوره کولې. په الله قسم! تاسې له کله راهیسې له مسلمانانو سره جګړه، د هغوی وینه تویول او د هغوی وژل او پرې برلاسي کېدل د الله د رضا او د هغه د دین د قائمولو شرعي وسیله ګرځولې ده؟
زموږ انقلابي وروڼو ولې ځانونه یوازې د بریا او ماتې تر منځ په دوو لارو کې محدود کړل؟
دا د انقلابیانو تر منځ پخوانۍ کورنۍ جګړې وې چې راتلونکې کې به هم پاتې شي، چې په پایله کې یې زرګونه مجاهدین شهیدان شول. همدا کورنۍ جګړې د دې تر ټولو لوی خنډ وګرځېدې چې هغوی پر یوه کلمه راټول شي او د هغوی تر منځ په سمه، ټینګه او دوامداره توګه اصلاح ونه شوه. موږ په تاریخ کې داسې کوم انقلاب نه مومو چې پکې وینه تویول سپک ګڼل شوي وي او له ضرورته زیاته جګړه شوې وي او بیا یې په پایله کې دوامداره سوکالي او ټینګه بریا راغلې وي. په نژدې زمانه کې د نويیمې لسیزې په پیل کې د کابل پر فتح او د شوروي اتحاد پر ماتې خلکو ډېره خوشالي کړې وه، امت ډېر جذباتي شوی و، شاعرانو ورته شعرونه ولیکل، ترانه ویونکو ورته ترانې وویلې، ټولې جهادي ډلې پر یوه کلمه راټولې شوې او د مجاهدینو حکومت جوړ شو او هغو وروڼو چې له یو بل سره یې دښمني لرله، د کعبې د دروازې مخې ته کلکې لوړې وکړې چې په نېکۍ او تقوا کې به له یو بل سره مرسته کوي او بیا چې په خپلو کې کومه وینه تویونه وشوه، هغه ټولو ولیدله.
زما ګرانه وروره! هره ناحقه توی شوې وینه یو لعنت لري چې نه کوم انقلابي ته د الله د رحمت په پراخوالي کې ځای ورکوي او نه کوم مجاهد ته. د هغې وبال نه په دنیا کې د هغه لمن پرېږدي او نه په آخرت کې، بلکې چېرته چې وي او چېرته چې لاړ شي، دا لعنت خامخا پرې اغېز کوي. په دې اړه زموږ لپاره د رسول الله ﷺ دا حدیث بس دی:
لن يزال المؤمن فِي فُسْحَةٍ مِنْ دِينِهِ مَا لم يصب دمًا حرامًا.
«مؤمن تر هغه وخته د خپل دین په پراخوالي کې وي تر څو چې ناحقه وینه توی نه کړي.»
نو سیدنا عبدالله بن عمر رضی الله عنهما، د دې حدیث د پایلو په درک کولو سره چې خپله یې روایت کړی و، خپل مشهور قول وفرمایه:
إنَّ من ورطات الأمور التي لا مَخْرَجَ لمن أوقع نفسَه فيها سفكَ الدم الحرام بغير حلِّه.
«له هغو تباه کوونکو کارونو څخه چې څوک پکې ځان وغورځوي بیا ترې د خلاصون لار نه وي، یو هم ناحقه وینه تویول دي، هغه چې الله تعالی حرامه کړې ده.»
ماته داسې ښکاري او اصلي علم خو یوازې الله ته دی، چې د شام نوې اداره د دې خطرونو د مقابلې توان نه لري او نه هم په ډېرو چارو کې بریالۍ کېدای شي. دا نه کومه وړاندوینه ده، نه اټکل او نه د غیبو علم، بلکې دا یوه تاریخي مشاهده ده چې زموږ د اسلامي، انقلابي او جهادي تاریخ د ورته او مشابه پېښو د مطالعې په پایله کې رامنځته شوې ده؛ مګر که الله تعالی هغوی په خپل رحمت ونازوي او د خالصې توبې توفیق ورکړي، څو د خلکو حقوق بېرته ور وګرځوي، نو بیا زه هیله لرم چې الله تعالی به هغوی وبښي او هدایت او توفیق به ورکړي. کنه نو د داسې چا لپاره په افق کې د رڼا څرک لیدل او له دې تړلو ستونزو او زیانونو څخه د وتلو له پاره الهي توفیق حاصلول ډېر سخت دي، ځکه څوک چې د الله د شریعت مخالفت کوي، الله تعالی یې د هماغه په شان ادب کوي او څوک چې غواړي د الله پر تقدیر غالب شي، مغلوبېږي.
د مرکې مدیر:
نو بیا حل څه دی؟ آیا هغوی سپین بیرغونه ورپوي او د صهیوني ـ صلیبي دښمن پر وړاندې وسلې کښېږدي؟
استاد عبدالعزیز الحلاق:
هېڅکله نه او باور وکړئ چې د سپین بیرغ پورته کولو او د دښمن پر وړاندې د وسلو ایښودلو سره هغوی ژوندي پاتې کېدای نه شي. د هغوی لپاره یوازې یوه آفاقي لار شته او هغه دا چې د شریعت مطابق جهاد کوي او خپلې موخې ته ورسېږي. هغوی له دې پرته بله چاره نه لري چې پر ځان د شویو ظلمونو او د الله له بندګانو سره پر ترسره کړو ظلمونو توبه وباسي او الله ته بېرته رجوع وکړي او بیا له الله سره خپل عهد نوی کړي. بیا به هغوی د جهاد تجارت د بېرته پیلولو لپاره له الله سره بیعت نوی کوي، چې د همدې له لارې به له دردناک عذابه خلاصون ومومي. د جهاد مسئولیتونه او غوښتنې ورځ تر بلې زیاتېږي، که موږ یې خوښوو که نه. موږ باید دا درک کړو چې الله تعالی هغوی آزمویلي دي او د جهاد د غوښتنو په وسیله به یې نور هم وازمويي، ځکه د شام خاوره د سترو جګړو خاوره ده او پر دې خاوره نازل شوي مصیبتونه او د هغې په تقدیر کې د الله لوی حکمتونه دي. ځینو خلکو ګومان کاوه چې د محلي جهاد او نړیوال جهاد تر منځ هېڅ اړیکه او همغږي نشته، خو کله چې هغوی محلي جهاد ته ترجیح ورکړه او الله تعالی هغوی ته د محلي بشاري حکومت د ړنګولو او ماتولو توفیق ورکړ، نو نن په څرګند ډول ویني چې نړیوال دیوال په هره مسئله کې له محلي دیوال سره دومره کلک تړلی دی چې هغوی یې هېڅ تصور هم نه درلود. او دا نوی حقیقت به اوس یا په راتلونکي کې، شامي مجاهدین د خپلې خوښې خلاف تر فشار لاندې، نړیوال جهاد ته اړ کړي، نه د اختیار له مخې. خو نن دوی د نړيوال جهاد او نړيوالې مزدورۍ پر دوه لارې ولاړ دي؛ يا به پر خپلو جهادي اصولو او بنسټونو ثابت قدمه پاتې کېږي او يا به د نړيوال صهيوني ـ صليبي کمپاین د اجنټانو په توګه او د نصيري حکومت په څېر د صهيوني وجود د سرحدي ساتونکو په حيث، په ماڼۍ کې خپل پاتې کېدل تضمينوي. او زه د نوې شامي ادارې خپلو وروڼو ته په مينه او خواخوږۍ نصيحت کوم چې که هر څو د الله تعالی له تقدير څخه د تېښتې هڅه وکړي او که هر څو د نړيوالې ټولنې او نړيوال نظام پر وړاندې نرمښت اختيار کړي او د هغوی تابع شي، هغوی به یې تر هغه وخته ونه مني څو چې د هغوی د ملت پيروي ونه کړي. لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي:
وَلَنْ تَرْضٰى عَنْكَ الْيَهُوْدُ وَلَا النَّصٰرٰى حَتّٰى تَتَّبِعَ مِلَّتَھُمْ ۭ قُلْ اِنَّ ھُدَى اللّٰهِ ھُوَ الْهُدٰى ۭ وَلَىِٕنِ اتَّبَعْتَ اَھْوَاۗءَھُمْ بَعْدَ الَّذِيْ جَاۗءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ مَا لَكَ مِنَ اللّٰهِ مِنْ وَّلِيٍّ وَّلَا نَصِيْرٍ (سورۃ البقرۃ: ۱۲۰)
«يهود او نصارا به تر هغه وخته درڅخه راضي نه شي څو چې ته د هغوی د دين پيروي ونه کړې. ووايه: بېشکه د الله هدايت هماغه رښتينی هدايت دی او که ته د علم له راتلو وروسته بيا هم د هغوی د خواهشاتو پيروي وکړې، نو د الله له عذابه به نه کوم دوست درسره وي او نه کوم مرستندوی.»
دلته موږ په خپلو سترګو د ستر شام د خاورې په بله برخه (یعني فلسطين او غزه) کې د خپلو وروڼو، د «کتائب القسام» جهاد وينو، هغوی دا حقيقت درک کړی چې د دوی د جهاد محلي ماډل ورو ورو هغه دېوال ته نژدې کېږي چې هغه له نړيوال جهاد څخه بېلوي. په حقيقت کې نن هغوی له فلسطين څخه بهر مسلمان ځوانان هڅوي چې د هېواد دننه او بهر صهيونيستان او د هغوی متحدين په نښه کړي او په دې توګه یې نړيوال جهاد ته را پاروي، لکه څنګه چې د مصري سرتېري محمد صلاح، د اردن د ماهر الجازي او د امريکايي مراکشي قاضي عبدالعزيز په عملياتو کې وليدل شول. نو لازمه ده چې د شام د جهاد اهل هم له ځان سره محاسبه وکړي او په هره کچه خپله تګلاره بيا و ارزوي.
د مرکې مدير:
تاسې د نړيوال جهاد او محلي جهاد د دوو لارو په اړه خبرې وکړې، دا دواړه لارې د شام په انقلاب کې د سترو فکري او تحريکي شخړو او اختلافاتو سبب شوې. رښتيا دا دي چې ما نه غوښتل دا بحث زموږ خبرو ته راکش کړم، خو کوم حقيقت چې تاسې بيان کړ، هغه د بحث، څېړنې او فکر لپاره ډېر مهم ځای لري. د حق، علم او انصاف د معيارونو په نظر کې نيولو سره، تاسې څه وينئ؟ آيا د شام خلک اوس د دې توان لري چې له نړۍ سره وجنګېږي او د نړيوال جهاد ډګر ته داخل شي، لکه څنګه چې د القاعده د نظرياتو پلويان يې ويني؟
استاد عبدالعزيز الحلاق:
زما ګرانه وروره! باور وکړه چې د شام دښمنان هماغه کسان دي چې د خپلو ورځنيو پارونو، ځورونو، د شام د خاورې د نيولو، د هغې د شتمنيو د غلا کولو او د هغې د پوځي او ستراتيژيکو وړتياوو پر ضد د يرغل له لارې پرې فشار راوړي. که داسې نه وي، نو ته راته ويلای شې چې د عزتمندو شامي خلکو د سپکاوي او د دوی د نوې ادارې او حکومت د تحقير د مخنيوي حل لاره څه ده، هغه چې اوس یې د ورځني معمول بڼه خپله کړې ده؟
د مرکې مدير:
ښايي د شام د اوسني حالت مناسب حل دا وي چې د مشهورو سياسي لارو له لارې د خبرو اترو او ډيپلوماټيکو مذاکراتو مېز ته ولاړ شي؟
استاد عبدالعزيز الحلاق:
شامي خلک له يوې لسيزې څخه زياته موده کېږي چې پاڅون کوي او په آستانه او نورو ځايونو کې د خبرو اترو او مذاکراتو پر مېز ناست دي، خو آيا هغوی د دې نړيوال صهيوني ـ صليبي کمپاین د اجنټ (بشار) پر ضد د خپلو هيلو او د بشري حقونو د غوښتنو په ترلاسه کولو کې حتی يو ګام هم مخکې تللي دي؟
يقينا شاميانو له دغو بې ګټې وسيلو څخه هېڅ هم ترلاسه نه کړل، او که هغوی باور درلودای چې له دغو لارو به څه تر لاسه کړي، نو د نصيري حکومت او د هغه د متحدينو پر ضد به يې وسلې نه پورته کولې. زما په اند موږ پر دې ټکي سره متفق شوي يو او بايد دا بحث همدلته پای ته ورسوو، خو داسې ښکاري چې زموږ ترمنځ فکري واټن پراخ دی.
د مرکې مدير:
نه، دا دومره پراخ نه دی. هو، موږ په دې خبره متفق يو چې د پخواني محلي نصيري حکومت په اړه چې د الله شکر دی نسکور کړل شو دا خبره سمه وه، خو زما پوښتنه دا ده چې د شام خلک به، له خپلې کمزورۍ او وېش سره، د نړيوالې ټولنې او نړيوال نظام مقابله څنګه وکړي، هغه چې لا هم د شام د خاورې پر ځينو برخو قبضه لري؟
په داسې حال کې چې موږ اوس وينو چې هغوی او د سيمې او نړۍ نور هېوادونه د نوې شامي رهبرۍ د محلي جهاد د خپلولو او له القاعده څخه د خپلو ريښو د پرېکولو له امله تود هرکلی کوي.
استاد عبدالعزيز الحلاق:
زه له تاسې سره په دغو ټکو کې سخت اختلاف لرم. د سيمې هېوادونو او نړيوالې ټولنې د شام د نوې رهبرۍ هرکلی د القاعده له تنظيم څخه د بېلتون له امله نه دی کړی او نه به يې وکړي، بلکې هغوی ځکه هرکلی کړی چې ګومان کوي نوې شامي رهبري د دين له اصولو او شرعي قواعدو څخه د لېرې کېدو او د خپلو ديني، اخلاقي او انقلابي اصولو د پرېښودو پر لاره روانه ده. له همدې امله نن دمشق ته راتلونکي پلاوي يوازې له تشويقونو، ګواښونو او لارښوونو سره راځي. کله ناکله هغوی ګازره وړاندې کوي او بيا په بل وخت کې یې په لښته وهي. نوې رهبري اوس له يوې وېروونکې نړيوالې غلا سره مخ ده، تر څو هغوی رام او ټيټ کړل شي او دې ته اړ کړل شي چې د نړۍ د نړيوال کلب شرطونه ومني او نړيوالې دايرې ته داخله شي. که هغوی په دې کې بريالي نه شي، نو موږ به د هغوی پر ضد يوه ښکاره جګړه ووينو، هغه چې پر شامي خلکو به خپل غاښونه همېشه ښکاره ساتي. که زه د نوې رهبرۍ وروڼو ته کوم نصيحت وکړم، هغه دا دی چې د الله پر کتاب او د هغه د رسول ﷺ پر سنتو ټينګ ولاړ پاتې شي او پر خپلو ايماني اصولو او بنسټونو ثابت قدمه واوسي.
هر هغه ګام چې نوې اداره فکر کوي په هغه سره لوېديځ ته دوکه ورکوي، په حقيقت کې په هغه سره خپل ځان، خپل ولس، خپله امت او خپل نېک سپاهيان غولوي. هغوی بايد پر دې يقين ولري چې انسان په فطري ډول د خپلو وهمونو او خوبونو د ساتلو شوق لري او له واقعي حقايقو څخه تېښته کوي. هېڅ فرق نه کوي چې هغوی د خپلو شرعي او انقلابي اصولو په پرېښودو سره څومره د نړيوال منل کېدو هيله لري، په پای کې به له نړيوالې ټولنې څخه هېڅ خير ترلاسه نه کړي. دلته د افغانستان اسلامي امارت په مشرۍ د دوی وروڼه موجود دي، چې د افغانستان له فتحې او د افغان خاورې له بشپړې آزادۍ درې کاله وروسته هم په نړيواله کچه هېڅ هرکلی ترې ونه شو، خو په خپل چاپېريال کې په پراخه توګه هرکلی ترې وشو او عام قبوليت يې ترلاسه کړ. هو! د ايمان د خيمې په هر ځای کې ترې هرکلی وشو. او که د شام نوې رهبري پوه شي، نو همدا يې زرینه او حقيقي سرمايه ده، ځکه مسلمان دولت د کمزورو مسلمانانو او د هغوی د دعاوو په برکت بريا ترلاسه کوي، لکه څنګه چې په صحيح حديث کې بيان شوي دي.
د مرکې مدير:
محترم ابو اسامه! راځئ په واقعيت پسنده ډول خبرې وکړو، تر هغه چې موږ د القاعده د نظرياتو حامل پاتې شو، نړيواله ټولنه به موږ ته د واک او اختيار د نيولو اجازه رانه کړي او ښايي تاسې وينئ چې اوس په شام کې د القاعده له غړو سره څه روان دي. په داسې حال کې چې د دوی مجاهدين پرله پسې په نښه کېږي، حتی د هغوی د «حراس الدين» تنظيم د انحلال له اعلان وروسته هم. په دغو حالاتو کې تاسې څه فکر کوئ؟ آيا د شام خلک کولای شي د القاعده د منهج له لارې د سترو قدرتونو مقابله وکړي؟
استاد عبدالعزيز الحلاق:
ستاسې دا وړانديز ډېر عجيب دی. که موږ د خپلو اشغالګرو دښمنانو انتظار کاوه چې هغوی به موږ ته د واک د نيولو، د اختيار د کارولو او د هېواد د کنټرول اجازه راکړي، نو بيا مو له پيله وسله ولې پورته کړه؟ او په دې مبارک جهادي انقلاب کې مو لسګونه زره شهيدان ولې وړاندې کړل؟ او که رښتيا هم موږ دا انتظار درلود چې صهيوني ـ صليبي اشغالګر به موږ ته اجازه راکړي او د واک د نيولو پروانه به راکړي، نو بيا خو بايد ديارلس کاله مخکې مو خپل دين او اسلام پرېيښی وای!
د دې مسئلې د حقيقت د درک لپاره دې خبرې ته پام وکړئ چې نن د «حراس الدين» په نوم د تنظيم غړي، د هغه د انحلال له اعلان وروسته هم په نښه کېږي، ځکه صهيوني ـ صليبي لوېديځ ته دا درک شته چې هغوی لا هم د خپل دين پر اصولو او د اسلام پر بنسټونو ولاړ دي او له دغو اصولو څخه له هېڅ يوه نه اوړي. صهيوني ـ صليبي دښمن به پر دې ځمکه هغه مجاهد پرېنږدي چې پر خپل دين او د هغه پر لويو اصولو ټينګ ولاړ وي، که له هر تنظيم سره تړاو ولري، بلکې هغه ورسره لوبې کوي، ناز ورکوي، تر دې چې رام يې کړي او د خپل فريب په جال کې يې راګير کړي. که څه هم تاسې فکر کوئ چې له القاعده بېلتون به مجاهدين د صهيوني ـ صليبي عذاب څخه وژغوري، خو موږ ټولو وليدل چې صهيوني ـ صليبي لوېديځ هغه څوک هم په نښه کړ چې د بېلتون د پرېکړې اجازه يې ورکړې وه، یعني شيخ ابو الخير شهيد رحمه الله. نو راځئ له دغو فريب ورکوونکو مغالطو څخه ځانونه وساتو.
صهيوني ـ صليبي لوېديځ اوس د شام مجاهدين په دې ازموينه کې ازمويي چې د اسلامي ترهګرۍ پر ضد مقابله وکړي او موږ هيله لرو چې د شام مجاهدين په دې امتحان کې ناکام شي. زما ګرانه وروره! ته بايد په دې پوه شې چې د شام دښمنان به مجاهدينو ته هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د شام پر خاوره حقيقي او بشپړ واک ترلاسه کړي او له دې پرته نو يوازې د وينو سمندرونه دي. شوقي هم دا حقيقت په خپل شعر کې داسې بيان کړی دی:
وللحريةِ الحَمْرَاءِ بَابٌ
بِكُلِّ يَدٍ مُضَرَّجَةٍ يُدَقُ
د آزادۍ دروازه په وینو سره ده، چې په وينو لړلي لاسونه یې ټکولای شي.
د اسلام دښمنان به اهلِ اسلام ته نه حقيقي واک ورکړي، نه حقيقي آزادي او نه هم واقعي ملي او وطني خپلواکي؛ بلکې هغوی به يوازې هغه وخت، د خپلې خوښې خلاف، د مسلمانانو پر وړاندې سر ټيټ کړي چې شامي مجاهدين وکولای شي هغوی د سياسي، نظامي او اقتصادي سپېڅلې جګړې په داسې ډنډ کې راګير کړي چې ستړي يې کړي او خپله اراده پرې تحميل کړي، لکه څنګه چې زموږ وروڼو په افغانستان کې ورسره وکړل. هماغه وخت به دښمن د مجاهدينو تر اغېز لاندې راشي او د مجبورۍ له امله به ورته غاړه کښېږدي، ځکه چې د خپلو سيمه ييزو او نړيوالو ګټو ساتلو ته اړ وي او دا به يې دې ته مجبور کړي چې له مجاهدينو سره د مساوات پر بنسټ تعامل وکړي. دا هغه وخت رامنځته کېږي چې مجاهدين په ډګر کې د دښمن پر وړاندې خپلې وړتياوې، ځواک، خپل حقوق او د اسلام دفاع ثابته کړي، خپل وقار وساتي او خپلې آزادۍ او خپلواکۍ ته ټينګ پاتې شي او شامي مجاهدين دا ستره وړتيا لري چې دغه مطلوب قوت ترلاسه کړي. هغوی کولای شي له خپلو جغرافیایي او سیاسي ظرفيتونو څخه د خپلو ګټو لپاره استفاده وکړي، پرته له دې چې په خپلو اصولو کې بې کنټروله نرمښت او امتيازات ورکړي؛ او يا دې بيا اعلان وکړي چې د خپل هېواد، نظام او خپل اسلامي هويت پرېښودو ته تيار دي. که نه، نو موږ به يوازې خپل کمزوري زړونه غولوو، زاړه خيالي وهمونه به څټو او خپل ولس او اتلان به د تباهۍ کندې ته ټېل وهو.
زما ګرانه وروره! ستا د خبرو له انداز څخه داسې احساس کوم چې ته د القاعده تنظيم او د اسلامي امارت د نظريې او د نړۍ پر صهيوني ـ صليبي قبضې د مقابلې د هغوی وړتياوې کمې ګڼې، حال دا چې ته د فکري او منهجي اړخونو له مخې د اوسني شامي تجربې په لټه کې يې. زه غواړم پر دې لږ تبصره وکړم:
موږ ولې د اوسني شامي تجربې هغې بريا ته ګورو چې دمشق يې تر خپل کنټرول لاندې راوست، حال دا چې موږ د هغې انحراف، فساد، ظلم، جګړې او تدريجي بدلونونه په خپلو سترګو ليدلي دي، او بيا هم خپل ځوانان د افغانستان اسلامي امارت له تجربې څخه لرې ساتو؟
زما مقصد دا نه دی چې د افغانستان تجربې بيا تکرار شي، ځکه دغه تجربې د هر ميدان، هرې سيمې او هر هېواد د پيچلو حالاتو د اختلاف له امله عينا نه شي تکرارېدای؛ بلکې زما مقصد دا دی چې له دغو تجربو، د دښمن سره د تعامل، د اسلوبونو او لارو چارو او د سياست، ادارې او حکومتدارۍ په ډګر کې د اهلِ اسلام له منهج څخه استفاده وشي.
هو، د شام اوسنی تجربه کېدای شي يوه بريالۍ انقلابي نمونه وي چې تقليد يې وشي، خو زما يقين دا دی چې د دې تجربې تقليد يوازې هغو خلکو ته مناسب دی چې د واک، څوکۍ او اقتدار غوښتونکي وي. ښايي که ته د «مايلز کوپلينډ» کتاب «The Game of Nations» ولولې (که څه هم له نيمګړتياوو خالي نه دی، خو له ګټې يې انکار نه شي کېدای) نو ته به هغه مقصد ته ورسېږې چې زه يې بيانول غواړم.
موږ ولې د خپلو اوسنیو بحرانونو په اړه له واقعيت پالنې څخه تېښته کوو؟ پر واقعيت ولاړ پاتې کېدل او له وهم، دوکې او تشو هيلو څخه ځان ساتل زموږ د ګډ مصلحت غوښتنه ده. خوبونه، وهمونه او شعارونه موږ ډېر غولوي او زموږ د اوسنیو ستونزو د منطقي حل په اړه مو بېلارې کوي؛ نو ځکه موږ ته پکار ده چې پر نېغه لار ولاړ شو او د شيطان له لارو، بېلابېلو طريقو او د هغه له دننيو او بهرنيو دروازو څخه ځانونه وساتو، لکه څنګه چې په سنن نسائي کې راغلي دي:
خَطَّ لَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَطًّا، فَقَالَ: ((هَذَا سَبِيلُ اللَّهِ)) ، ثُمَّ خَطَّ خُطُوطًا عَنْ يَمِينِهِ وَعَنْ شِمَالِهِ فَقَالَ: ((وَهَذِهِ سُبُل، عَلَى كُلِّ سَبِيلٍ مِنْهَا شَيْطَانٌ يَدْعُو إِلَيْهِ)) ، ثُمَّ تَلَا { وَاَنَّ ھٰذَا صِرَاطِيْ مُسْتَقِـيْمًا فَاتَّبِعُوْهُ ۚ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيْلِهٖ ۭذٰلِكُمْ وَصّٰىكُمْ بِهٖ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ( الأنعام:۱۵۳)
«رسول الله ﷺ يوه کرښه راکش کړه، بيا يې د هغې ښي او چپ لوري ته نورې کرښې راکش کړې، وروسته يې وفرمايل: «دا د الله نېغه لار ده، او دا نورې لارې دي چې پر هرې يوې يې شيطان ناست دی او خلک ورته رابولي.» بيا يې دا آيت تلاوت کړ:
«او دا زما نېغه لار ده، نو همدا تعقيب کړئ، او په نورو لارو مه ځئ، ګنې هغه به مو د الله له لارې جلا کړي.»»
صهيوني ـ صليبي لوېديځ زموږ په زمانه کې د شيطان له مظاهرو څخه يو مظهر دی، او همدا وجه ده چې هغه د ابليس لعين هغه تګلاره تعقيبوي چې زموږ د نيکه حضرت آدم عليه السلام د غولولو لپاره يې کارولې وه. د دې تګلارې درې بنسټونه دي:
وسوسه:
﴿فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ﴾
«شيطان د دواړو په زړونو کې وسوسه واچوله.»
قسمونه خوړل او باور ورکول:
﴿وَقَاسَمَهُمَآ اِنِّىْ لَكُمَا لَمِنَ النّٰصِحِيْنَ﴾
«او قسم يې ورته وخوړ چې بېشکه زه ستاسې خيرخواه يم.»
دوکه کول:
﴿فَدَلّٰىهُمَا بِغُرُوْرٍ﴾
«نو په دوکه يې دواړه وغولول.»
فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطٰنُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وٗرِيَ عَنْهُمَا مِنْ سَوْاٰتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهٰىكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هٰذِهِ الشَّجَرَةِ اِلَّآ اَنْ تَكُوْنَا مَلَكَيْنِ اَوْ تَكُوْنَا مِنَ الْخٰلِدِيْنَ 20 وَقَاسَمَهُمَآ اِنِّىْ لَكُمَا لَمِنَ النّٰصِحِيْنَ 21ۙ فَدَلّٰىهُمَا بِغُرُوْرٍ ۚ فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْاٰتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفٰنِ عَلَيْهِمَا مِنْ وَّرَقِ الْجَنَّةِ ۭوَنَادٰىهُمَا رَبُّهُمَآ اَلَمْ اَنْهَكُمَا عَنْ تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَاَقُلْ لَّكُمَآ اِنَّ الشَّيْطٰنَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُّبِيْنٌ 22
«بيا شيطان دواړو ته وسوسه واچوله څو د هغوی هغه شرمځايونه چې ترې پټ وو، يو بل ته ښکاره کړي، او ورته ويې ويل: ستاسې رب يوازې ځکه له دې ونې منع کړي ياست چې هسې نه فرښتې شئ يا تلپاتې ژوند ومومئ. بيا يې ورته قسمونه وخوړل چې زه رښتيا ستاسې خيرخواه يم. په دې ډول يې دواړه په دوکه راکوز کړل. کله چې دواړو د هغې ونې خوند وڅاکه، نو شرمځايونه يې يو بل ته ښکاره شول او د جنت پاڼې يې پر ځان نښلول پيل کړل. بيا رب ورته غږ وکړ: آيا ما تاسې له دې ونې نه وئ منع کړي؟ او آيا ما نه وو ويلي چې شيطان ستاسې ښکاره دښمن دی؟»
هوښيار انسان هغه دی چې پر نېغه لار روان وي او د رب العالمين د شريعت مطابق حکومت وکړي. موږ له الله تعالی څخه مرسته، استقامت او توفيق غواړو، او الله تعالی ښه پوهېږي.
د مرکې مدیر:
محترم استاده! له تا سره په خبرو اترو کې زموږ د لومړۍ برخې وخت پای ته ورسېدی او یوازې پنځه دقیقې وخت له ما سره شته،، نو مناسبه به دا وي، چې ته د شام د جهاد په اړه د خپلو اندیښنو څرګندونه وکړه او خبرې پای ته ورسوه، موږ به له تاسره په دوهم قسط کې د شته پوښتنو او موضوعاتو په اړه خبرې وکړو، ان شاء الله.
د شام په منظر نامه کې ستا منطقي اندېښنې څه دي؟
استاذ عبدالعزیز الحلاق:
حقیقت دا ده چې زه د شام د اوسني قیادت او شامي ولس په اړه له هماغه شي وېرېږم، له کوم شي څخه چې زموږ نبي ﷺ پر خپل امت وېرېده. لکه څنګه چې په بزار، طبراني، شهاب قضاعي او نورو کتابونو کې په حسن سند روایت شوی:
عن عَمْرِو بْنِ عَوْفٍ الْمُزَنِيُّ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ جَدِّه قال: سَمِعْتُ رَسُولَ الله ﷺ يَقُولُ:«إِنِّي أَخَافُ عَلَى أُمَّتِي مِنْ ثَلَاثٍ: مِنْ زَلَّةِ عَالِمٍ، وَمِنْ هَوًى مُتَّبَعٍ، وَمِنْ حُكْمٍ جَائِرٍ رواية: «إِنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَى أُمَّتِي مِن بَعْدِي أَعْمَالًا ثَلَاثَةً..»
حضرت عمرو بن عوف مزني رضي الله عنه وايي: ما له رسول الله ﷺ څخه واورېدل چې فرمایل یې: «زه پر خپل امت له درېیو شیانو وېرېږم: د عالم لغزش، د نفس د غوښتنو پیروي او د ظالم حاکم حکومت.»
او په بل روایت کې راغلي: «له ما وروسته چې پر خپل امت تر ټولو ډېر له کومو اعمالو وېرېږم، هغه درې دي…»
او په صحیح مسلم کې راغلي دي:
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «إِنَّ الدُّنْيَا حُلْوَةٌ خَضِرَةٌ، وَإِنَّ اللهَ مُسْتَخْلِفُكُمْ فِيهَا، فَيَنْظُرُ كَيْفَ تَعْمَلُونَ، فَاتَّقُوا الدُّنْيَا وَاتَّقُوا النِّسَاءَ، فَإِنَّ أَوَّلَ فِتْنَةِ بَنِي إِسْرَائِيلَ كَانَتْ فِي النِّسَاءِ.
له حضرت ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي ﷺ وفرمایل: «بېشکه دنیا ډېره خوږه او شنه ده، او الله تعالی تاسې پکې خپل ځایناستي ګرځوي، څو وګوري چې تاسې څنګه عمل کوئ. نو له دنیا څخه ځان وساتئ او له ښځو څخه هم ځان وساتئ، ځکه د بني اسرائیلو لومړنۍ فتنه د ښځو په (معامله) کې وه.»
او په صحیح مسلم کې راغلي دي:
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ أَنَّ رَسُولَ اللهِ ﷺ قَالَ: « أَخْوَفُ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمْ مَا يُخْرِجُ اللهُ لَكُمْ مِنْ زَهْرَةِ الدُّنْيَا» قَالُوا: وَمَا زَهْرَةُ الدُّنْيَا؟ يَا رَسُولَ اللهِ، قَالَ: «بَرَكَاتُ الْأَرْضِ» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ، وَهَلْ يَأْتِي الْخَيْرُ بِالشَّرِّ؟ قَالَ: لَا يَأْتِي الْخَيْرُ إِلَّا بِالْخَيْرِ، لَا يَأْتِي الْخَيْرُ إِلَّا بِالْخَيْرِ، لَا يَأْتِي الْخَيْرُ إِلَّا بِالْخَيْرِ.»
له حضرت ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «پر تاسې چې له کوم شي څخه تر ټولو ډېر وېرېږم هغه د دنیا هغه ښایست او زینت دی چې الله تعالی به یې درته راوباسي.» صحابه کرامو رضي الله عنهم وپوښتل: «ای د الله رسوله ﷺ! د دنیا ښایست او زینت څه شی دی؟» هغه ﷺ وفرمایل: «د ځمکې برکتونه.» هغوی وویل: «ای د الله رسوله ﷺ! آیا خیر هم د شر سبب کېدای شي؟» هغه ﷺ وفرمایل: «خیر له خیر پرته بل څه نه راولي، خیر له خیر پرته بل څه نه راولي، خیر له خیر پرته بل څه نه راولي.»
او په صحیح بخاري کې راغلي دي چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
فَوَاللَّهِ لاَ الفَقْرَ أَخْشَى عَلَيْكُمْ، وَلَكِنْ أَخَشَى عَلَيْكُمْ أَنْ تُبْسَطَ عَلَيْكُمُ الدُّنْيَا كَمَا بُسِطَتْ عَلَى مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ، فَتَنَافَسُوهَا كَمَا تَنَافَسُوهَا وَتُهْلِكَكُمْ كَمَا أَهْلَكَتْهُم
«په الله قسم! زه پر تاسې له فقر او بېوزلۍ نه وېرېږم، بلکې زه پر تاسې له دې وېرېږم چې دنیا به پر تاسې هم هغسې پراخه کړل شي لکه له تاسې څخه پر مخکینیو خلکو چې پراخه کړل شوې وه، بیا به تاسې هم د هغې لپاره یو له بل سره سیالي کوئ لکه هغوی چې کوله، او هغه به تاسې هم هغسې غافل کړي لکه هغوی یې چې غافل کړي وو.»
ستر عالم او لوی شیخ ابو قتاده فلسطیني حفظه الله یوه کوچنۍ رساله لیکلې ده چې نوم یې دی: «ورقة في البعث الحضاري وبيئته» (د تمدني راژوندي کېدو او د هغه د چاپېریال په اړه یوه مقاله).
هغه په دې رساله کې د دې ستر حدیث ډېره ښه شرحه کړې ده. دا یوه ارزښتمنه رساله ده چې د دې دور خلک یې باید په دې بې ثباته پړاو کې ولولي.
زما ګرانه وروره! په دې کې هېڅ شک نشته چې زموږ نبي ﷺ له کوم شي څخه وېره لرله، شام ډېر پخوا او دوه میاشتې وړاندې (یعنې د مرکې پر مهال) د دمشق د آزادۍ پر وخت موږ هغې مرحلې ته رسېدلي وو او نن موږ ډېر فکري، شرعي او جهادي مشران وینو چې خوشحال دي، جشنونه نيسي او هماغه څه (اکثره په طنزیه لهجه کې) وايي او زمزمه کوي چې امیر احمد شوقي د مصطفی کمال اتاترک د ملاتړ او ستاینې پر مهال ویلي وو:
الله أكبر كم في الفتح من عَجَبِ
يَا «أَحْمَدَ الشَّرْعِ» جَددْ أَحْمَدَ العَرَبِ
حَذَوْتَ حَذْوَ صَلَاحِ الدِّينِ فِي
فيه القِتَالُ بِلَا شَرْعِ وَلَا أَدَبِ
الله اکبر! په دې فتح کې څومره عجایب دي
اې «احمد الشرع» د عربو نوې احمده!
تا د صلاح الدین د مثال پیروي کړې ده،
په جګړه کې دې نه د شریعت خیال وساتی او نه د اخلاقو او ادب
بیا وروسته له دې چې امت دوکه وخوړه، خلکو په مصطفی کمال اتاترک کې د ارتداد، کفر او زندقې نښې ولیدلې. زما ګرانه وروره! زه هیله لرم چې موږ دا خبره ډېره لرې ونه ګڼو، ځکه نن موږ په هغه زمانه کې یو چې زموږ ګران نبي ﷺ یې خبر راکړی و.
له حضرت انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
يَكُونُ بَيْنَ يَدَيِ السَّاعَةِ فِتَنٌ كَقِطَعِ اللَّيْلِ الْمُظْلِمِ يُصْبِحُ الرَّجُلُ فِيهَا مُؤْمِنًا وَيُمْسِي كَافِرًا وَيُصْبِحُ كَافِرًا وَيُمْسِي مُؤْمِنًا، وَيَبِيعُ أَقْوَامٌ دِينَهُمْ بِعَرَضِ الدُّنْيَا.
«له قیامت څخه مخکې به داسې فتنې راشي لکه د تورې شپې تیارې ټوټې. په هغو کې به سړی سهار مؤمن وي او ماښام به کافر شي او ماښام به مؤمن وي او سهار به کافر شي. ځینې خلک به د دنیا د لږ مال او سامان په بدل کې خپل دین خرڅ کړي.»
د اندلس تاریخ زموږ لپاره دا پېښه ساتلې ده چې د مجاهدینو ډېرو امیرانو او مشرانو په پیل کې د قسطلیې (هسپانیې) د واکمنانو خوشامد وکړ، بیا یې ښکاره ارتداد اختیار کړ او په څرګند ډول د الله له دین څخه ووتل. نه یوازې دا، بلکې عیسویت یې ومانه، صلیبونه یې واغوستل او د غرناطې او قرطبې په کلیساوو کې یې بپتسمه واخیسته، حال دا چې تر دې وړاندې هغوی د توحید او جهاد له امامانو او د شهادت له غوښتونکو څخه شمېرل کېدل.
موږ له الله تعالی څخه د هغه د احسان، لطف، کرم او رحمت په وسیله دعا غواړو چې پر اهلِ شام رحم وکړي. موږ له الله تعالی څخه غوښتنه کوو چې پر موږ او په شام کې زموږ پر خلکو خپل لطف او کرم وکړي او د دین په قائمولو او د رب العالمین د شریعت په نافذولو سره زموږ خوبونه پوره کړي، اسلامي هیلې نامراده نه کړي، او موږ او زموږ امت، چې د دې مبارک جهاد مرسته او ملاتړ یې کړی، ناامیده نه کړي.
زه خپلو علماوو او مشایخو ته وصیت کوم چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر فرضِ عین په ښه توګه ترسره کوي، نصیحت، لارښوونه، احتساب او رهنمایي ته دوام ورکړي او دا په یاد ولري چې پر موږ، پر واکمن، پر حکومت او پر ولس، بلکې پر ټولو د علم او علماوو شرعي سرپرستي شته. نو هغوی باید دا ديني او اسماني سرپرستي ژوندۍ وساتي، څو موږ یې سبا د شوقي د ژړا او ماتم په څېر ژړاوې او فریادونه کوونکي ونه وینو.
هغه په ژړا او فریاد سره وايي، حال دا چې قوم هم ورسره ژاړي:
بَكَتِ الصَّلاةُ وَتِلْكَ فِتْنَةُ عابث
بالشرع عربيد القضــــاء وقاح
أفتى خُزَعيلَةً وَقَالَ ضَلالَةً
وأتى بكفر في البِلادِ بَواحِ
إِنَّ الغُرور سقى الرئيس براحه
كيف احتيالك في صريع الـراح
نَقَلَ الشرائع والعَقَائِدَ وَالقُرى
هُمْ أَطلقوا يَدَهُ كَقَيْصَرَ فِيهُمُ
والناس نقل كتائِب في الساح
حَتَّى تَناوَلَ كُلَّ غَيرِ مُبــــاح
غرته طاعات الجموع وَدَولَةٌ
وَجَدَ السَوادُ لَهــا هـــوى المرتاح
فَلتَسمَعُنَّ بِكُلِّ أَرضِ دَاعِيـــــــا
يدعو إلى الكَذَّابِ أَو لِسَجاحِ
وَلتَشهَدُنَّ بِكُلِّ أَرضِ فِتَنَةً
فيها يُباع الدينُ بَيعَ سَماح
يفتى على ذَهَبِ الْمُعِزّ وَسَيفِهِ
وهوى النفوس وحقدها الملحــاح
«لمونځ ژړا ته اړ شوی او دا داسې فتنه ده چې له شریعت سره لوبې کوي، د قضا او عدالت سپکاوی کوي او له بې حیایۍ ډکه ده.
درباري ملا فتوا ورکړه، د ګمراهۍ خبرې یې وکړې او په هېواد کې یې ښکاره کفر خپور کړ.
غرور واکمن مست او مغرور کړ، نو ته ووایه، له هغه چا سره چې د نشې له امله لوېدلی وي، څنګه چل او فریب کولی شې؟
هغه د شریعت، عقایدو او ښارونو اصول بدل کړل، او داسې ازاد شو لکه قیصر چې په دوی کې وي.
خلک یې د لښکرو په شان ساحلونو ته روان کړل، تر دې چې هر ناروا شی روا وبلل شو او استعمالېده.
د خلکو اطاعت او د دولت ځواک هغه دوکه کړ او ساده ولس هم هغه خپل محبوب وګاڼه.
ته به په هره سیمه کې یو بلونکی ووینې چې د کوم دروغجن نبي یا سجاح لوري ته بلنه کوي.
او ته به په هره سیمه کې فتنې ووینې، چې هلته دین په ښکاره توګه پلورل کېږي.
نن سبا فتوا د سرو زرو، تورو، د نفس د غوښتنو او په زړونو کې د پټو کینو پر بنسټ ورکول کېږي.»
د مرکې مدیر:
محترم استاد عبدالعزیز الحلاق! الله دې ستاسې په ژوند کې برکت واچوي او اسلام او مسلمانانو ته دې ستاسې له علم او تجربې څخه ګټه ورسوي. حقیقت دا دی چې له تاسې سره دا مکالمه ډېره ګټوره، خوندوره او له فکري لحاظه ژوره وه او زما هیله دا ده چې د شام د جهاد د راتلونکي په اړه لا نور هم پراخ بحث وشي. خو ان شاء الله د دې لړۍ په راتلونکې برخه کې به بیا ستاسې له حضور څخه استفاده وکړو او تر راتلونکې لیدنې او مکالمې پورې موږ له الله تعالی څخه دعا غواړو چې موږ، تاسې او ټولو مسلمانانو ته هدایت او سمه لار نصیب کړي او زموږ د امت او د شام د مسلمان ولس لپاره د خیر فیصلې وکړي، داسې خیر چې په هغه کې د اطاعت کوونکو عزت وي، د کفر او شرک د لارو سپکاوی وي، نافرمانانو ته هدایت نصیب شي، او ټولې ستاینې یوازې د الله رب العالمین لپاره دي.
❊❊❊❊
