لکه حاجیان؛ راځئ د شیطان ترڅنګ، شیطاني خواص او اشخاص هم په کاڼو وولو!

د حق او باطل له معرکې پرته نورې ټولې شخړې او جګړې ډېرې وروسته شروع شوې دي، یوازینۍ هغه معرکه چې حتی دنیا ته د انسان له را ښکته کېدو مخکې پیل شوې ده، د حق او باطل تر منځ معرکه ده. هغه وخت چې شیطان تکبر وکړ او د الله تعالی په واسطه ورټل شو نو د باطل سنګر یې جوړ او په هره ممکنه لاره یې د انسان سره دښمنۍ ته مخه کړه. الله تعالی هم خپلو بنده ګانو ته خپل دغه ابدي دښمن ور وپیژانده، له هغه سره یې د دښمنۍ توصیه ورته وکړه، د خپل نصرت وعده او د ملګرتیا ډاډ یې ورکړ.

د رحمت له دره شړل شوی شیطان له آسمانونو بند کړل شوی دی، په دنیا کې هم ورته د هر مسلمان کور سنګر او د هر مؤمن نفس ورته زندان دی!

د ذوالحجې میاشت په شیطان او شیطان صفته کسانو باندې لا زیاته سخته وي، ځکه په دې میاشت کې د حج فریضه اداء کیږي. حج هم لکه د جهاد سنګر داسې خصوصیات لري او دواړه یو له بل سره ډېر ورته والي لري، له خپل کور او کلي څخه مسافر کېدل، د خپل مال مصرفول، ستړیاوې او تکلیفونه ګالل او په لسګونه نور ورته والي شته، نو ځکه خو په یو حدیث شریف کې چې ابن ماجه او أحمد روایت دی کړی دی، راځي چې زمونږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم زموږ مور حضرت عایشې رضي الله عنها ته وفرمایل چې د ښځو لپاره داسې جهاد دی چې په هغه کې قتال نشته او هغه حج او عمره دي.

څرنګه چې ټول پوهیږو چې د مسلمان امت په زرګونو کسان د کفر او فتنې د دفع لپاره په سنګرونو او د جهاد په ګرمو میدانونو کې شپې او ورځې تیروي، همدا شان په میلیونونو مسلمانان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د حج د مبارکې فریضې د اداء کولو لپاره د حجاز په لور سفر کوي، اجر او ثوابونه ترلاسه کوي او د خپل نفس او شیطان، کفر او فتنو په وړاندې له خپل ځان او امت څخه دفاع کوي، نو موږ ته هم لازمه ده چې نه یوازې دوی ته دعاوې وکړو، مرستې ورسره وکړو او په کورنیو یې پام وکړو، بلکې تر ټولو مهمه دا چې د دوی څخه د پاتې خلکو، کورنیو، افرادو او تر ټولو مهم دا چې د خپل ځان اصلاح ته ځانګړې توجه وکړو.

لکه څنګه چې د حج د لویې فریضې په شپو او ورځو کې په میلیونونه کسان د شیطان په طرف کاڼي ولي، مونږ ته هم لازمه ده چې د شیطانانو، شیطاني خواصو (خویونو او عادتونو) او اشخاصو پر وړاندې کاڼي وار کړو، دوی ورټو، ذلیله یې کړو او خپله ټولنه ترې وساتو. په دې لاره کې باید چې له هېڅ ډول قربانۍ څخه شاته نشو او څنګه چې په سنګرونو کې ناست مجاهدین قرباني ورکوي مونږ هم باید چې هماغه ډول قرباني ورکړو.

په یقین سره ویلای شو چې صهیونیزم د دې وخت تر ټولو ستر شیطان دی، اسرائيل د دې شیطان ځاله او امریکا یې تر ټولو لویه ملاتړ کوونکې او ساتونکې ده، نو باید اسلامي امت ورته متوجې او تر ټولو وړاندې د دې ستر شر او شیطان پر وړاندې سنګر جوړ کړي. نه یوازې صهیونیزم بلکې نورو ډېرو بدو صفاتو هم زمونږ د اسلامي ټولنې په لوري هجوم راوړی دی، د هر مسلمان وجیبه جوړیږي څو پر وړاندې یې راپورته شي.

د دې بدو صفاتو څخه ځینې خو یې ډېر زیات عام شوي هم دي، د مثال په ډول کولای شو چې د بې حجابۍ، چل، دوکې، ناحق قتلونو، دښمنیو، حسد، غیبت، دوه مخۍ، غلاوو، د مسلمان ورور له ملاتړ شاته کیدو او نورو په سلګونو هغه بدو، ناخوښو، ناروا او رذیله صفاتو او اعمالو ته اشاره وکړو چې زمونږ په ټولنه کې یې هره ورځ وینو. نو باید چې د دې هرڅه په وړاندې راپورته شو، په ټولنه کې یې بد معرفي کړو او هغه کسان چې دا ډول او دې ته ورته نور ناروا کارونه کوي، هماغه ډول په کاڼو وولو لکه څنګه چې شیطان په کاڼو ویشتل کیږي، او په هماغه ډول یې پر وړاندې سنګر جوړ کړو لکه مجاهدین چې سنګر جوړوي.

په آخر کې له الله تعالی څخه هیله لرو چې مونږ ټولو ته د خپل دین د خدمت توفیق راکړي. آمین یا رب العالمین!

Exit mobile version