پر عمل د دوام برکتونه

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم اما بعد:

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د یوه حدیث مفهوم دی:

«ښه عمل هغه دی، چې دوام ورباندې وشي

دا مضمون نبي کریم صلی الله علیه وسلم په بېلابېلو طریقو او مختلفو اندازونو بیان کړی دی. کله یې فرمایل:

«إِنَّ أَحَبَّ الْأَعْمَالِ إِلَى اللَّهِ أَدْوَمُهَا وَإِنْ قَل »

کله یې فرمایل: «خير الْأُمُور أدومها »

کله یې فرمایل: «خیر الأعمال ما دیم علیها »

همدا راز څو ځایه موږ ته نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا ترغیب راکړی دی، چې کوم اعمال موږ کوو، نو دائمي یې وکړو. (داسې نه چې کله یې وکړو او کله یې نه وکړو، بلکې هره ورځ یې په پابندي سره وکړو.)

پر ځینو اعمالو د نبي ﷺ د دوام نه کولو حکمت

نبي کریم ﷺ ځینې اعمال په خپله په دوام سره نه دي ترسره کړي، د دې لوی سبب دا دی چې که چیرې نبي کریم ﷺ پر دغو اعمالو دوام کړی وای، نو دا به د امت لپاره یو قانون ګرځېدلی وای، چې پر هغه عمل کول به پر امت واجب شوي وای او له دې سره به پر امت مشقت راغلی وای. له همدې امله نبي کریم ﷺ درې ورځې تراویح ادا کړې دي او امت ته یې دا ترغیب ورکړی دی، چې دا د کولو شی دي، خو پخپله یې مداومت نه دی ورباندې کړی. ځکه هغه صلی الله علیه وسلم امت له سختي څخه ژغوری، چې هسې نه دا عمل پر امت واجب شي. همدارنګه ډېر داسې اعمال دي چې نبي کریم ﷺ یو ځل ترسره کړي دي او امت ته یې دا ترغیب ورکړی چې دا د کولو کارونه دي، خو خپله یې پر هغو دوام نه دی کړی، ځکه چې نبي کریم ﷺ غوښتل امت له سختۍ او مشقت څخه وساتي، تر څو دا اعمال پر امت واجب نه شي.

نو له دې څخه دا نتیجه اخیستل نه دي پکار چې ګواکې پر یو عمل د نبي ﷺ دوام نه دی ثابت، نو پر هغه عمل دوام کول ښه کار نه دی. (دا نتیجه اخیستل غلط دي)، ځکه که نبي کریم ﷺ پر دغو اعمالو هم دوام کړی وای، نو دا ټول اعمال به پر امت واجب شوي وای.

پر عمل دوام کول ډېر ستر برکتونه لري.

(د حضرت والا دا بیان د سهار له لمانځه وروسته شوی و، ځکه چې په سهار کې عموما د خوب غلبه وي، نو کله چې حضرت والا ځینې ملګري ویده ولیدل، نو په لوړ آواز یې وفرمایل: راویښ شئ! او ورسره یې یو لطیفه هم بیان کړه، چې له امله یې مجلس خوشحاله شو او سستي له منځه ولاړه. لاندې هماغه لطیفه را نقل کېږي، چې د هغه وخت له حالاتو سره مناسب مزاح هم پکې شته، او یو مهم سبق هم پکې دی، چې عموما د کار په وخت کې ویده کېدونکي تاوان ویني. دا لطیفه غالبا د پښتو د یوه متل شالید دی، چې لنډ مطلب یې دا دی: ویدو خلکو ته نر کټی رسېږي.)

لطیفه: «ویده خلکو ته نر کټی رسېږي»

دوې ښځې وې، دواړو یوه یوه مېښه لرله، او د الله شان دا و، چې دواړې مېښې د بچي زېږولو په حال کې وې. اوس د مېښو د خاوندانو ترمنځ دا دود دی چې ماده (ښځینه) تر نر کټي ډېره خوښوي، ځکه له مادې څخه نور بچیان هم کېږي او هم شیدې ورکوي. له همدې امله (د دې ګټو په نظر کې نیولو سره) کټۍ یعني ماده زیات خوښوي.

بهر حال له دغو دواړو ښځو څخه یوه ویده وه. د الله شان دا شو چې د هغې ویدې ښځې مېښې ماده یعني کټۍ وزېږوله او د هغې ویښې ښځې مېښې نر کټی وزېږاوه، ځکه چې د مېښو خاوندان ماده خوښوي، نو هغې ویښې ښځې ژر خپل نر کټی د ویدې ښځې د مېښې خواته کړ او کټۍ یعني ماد یې خپل ځان ته واړوله. کله چې سهار شو، ویده ښځه هم راویښه شوه. کله چې راپاڅېده، ویې کتل چې د هغې د مېښې ترڅنګ نر کټی ولاړ دی، یعني نر بچی. هغه ډېره خواشینې شوه. نو هغې بلې ښځې ته ولاړه، ویې کتل چې له هغې سره ماده بچی ولاړ دی. په افسوس یې ورته وویل: «هې خورې! ستا خو کټۍ شوې ده، زما خو نر کټی دینو هغې ښځې ورته وویل: «هو خورې! ویده خلکو ته نر کټی رسېږي.» (مطلب دا دی چې که هغه په هغه وخت کې ویده نه وای، نو ماده به یې ترلاسه کړې وای، ځکه د هغې مېښې خو ماده زېږولې وه، خو د ویده کېدو له امله یې تاوان وکړ او بلې ښځې چل ورسره وکړ، نو ویده کېدل په هر حال کې تاوان لري.)

بیا حضرت والا وفرمایل: خوب یوازې د آرام او تازه‌ګۍ لپاره وي، تر څو په عبادت کې قوت پیدا شي. خوب د خوب لپاره نه وي. په هر حال، پر عمل د دوام ډېر برکتونه دي.

پر عمل دوام کول نتیجې لري

پر عمل دوام کول پایلې لري. که کله عمل وي او کله نه وي، نو له هغه څخه نتیجه نه ترلاسه کېږي. ما خپل حالات حضرت شیخ(مراد قطب الاقطاب، ریحانة الدهر شیخ الحدیث حضرت مولانا محمد زکریا مهاجر مدني نور الله مرقده دی) ته په لیک کې ولیکل. ما څو لیکونه حضرت ته استولي وو. ټول لیکونه ما هغه وخت ولیکل چې ما ته د (خلافت) اجازه راکړل شوې وه. له دې وړاندې ما لیک نه و لیکلی، ځکه حضرت شیخ ما ته ژر اجازه راکړې وه، نو د لومړي لیک موقعه نه وه برابره شوې.

حضرت به ما ته په وار وار د لیک په ځواب کې دا لیکل چې:

«د معمولاتو پر پابندۍ خوښي راته حاصله شوه او پر معمولاتو پابندي کول د پرمختګ زینه ده

ما بیا بیا غوښتنه هم وکړه چې نور ذکر راکړل شي. حضرت شیخ وفرمایل: نه، همدا بس دی (یعني یوازې همدا څلور مسنون تسبیحات). حضرت شیخ رحمه الله تعالی د ډېرو اوږدو اذکارو قائل نه وو، چې انسان زیاتې وظیفې او زیات ذکرونه وکړي، بلکې د حضرت شیخ رحمه الله تعالی هیله دا وه چې انسان سم پر لار روان وي، همدا بس دی؛ دا نه چې خامخا اوږدې اوږدې وظیفې وکړي.

ما ته یې مسنون تسبیحات راښودلي وو. ما به هغه ۳۰۰ ځله (هره تسبیح ۳۰۰ ځله) ویله. حضرت شیخ رحمه الله تعالی به فرمایل چې همدا بس دي. په هر حال، زه دا عرض کوم چې حضرت به ما ته بیا بیا لیکل چې:

«پر معمولاتو پابندي د پرمختګ زینه ده

یاد ولرئ! دلته (کربوغه شریف، خانقاه دارالایمان والتقویٰ او جامعه زکریا کې) چې کوم اعمال د رمضان په مبارکه میاشت کې کېږي، له رمضان وروسته هم همدا اعمال دلته ترسره کېږي. همدا صلوة التسبیح (او نور اعمال لکه د اشراق،څاښت، تهجد او اوابین لمونځونه همدارنګه د سورة یاسین او سورة ملک تلاوت، د درود شریف حلقه، د اسماء الحسنی ذکر، د دولسو تسبیحاتو تفصیلي او انفرادي ذکر او اجتماعي تعلیمات) له رمضان څخه پرته په نورو میاشتو کې هم کېږي. په خانقاه کې صلوة التسبیح لازم ده. لازم په دې معنی نه، چې شرعي واجب ده، بلکې مطلب یې اداري پابندي ده، تر څو د نېکو او ښو کارونو عادت پیدا شي. دلته په خانقاه کې پر دې اعمالو د پابندي کولو هدف دا دی چې (عموما) کله چې انسان څلوېښت ورځې پر یوه عمل دوام وکړي، نو وروسته هغه کس په خپل چاپېریال کې هم دا عمل کولی شي. له همدې امله دلته داسې اعمال ورباندې ترسره کېږي چې (په عام ډول) یې انسان هر ځای کولی شي.

پر عمل په دوام کولو باندې استقامت نصیب کېږي

همېشه د یوه عمل په کولو سره په انسان کې استقامت پیدا کېږي. ځکه پر انسان بېلابېل حالتونه راځي؛ کله زړه غواړي چې نېک عمل وکړي او کله زړه نه غواړي. نو که پر عمل دوام وي، انسان به په هر حال کې عمل کوي، که زړه یې وغواړي او که یې نه وغواړي، دې ته استقامت ویل کېږي. استقامت ډېره لویه شتمني ده او کرامت د استقامت تر پښو لاندې پروت دی. مشایخ فرمایي:

الإِسْتِقَامَةُ فَوقَ الْكَرَامَةِ

«استقامت (د قدر، قیمت او ګټو له مخې) له کرامت څخه لوړ ده

پر عمل د دوام کولو له فائدو دوه ژوندي مثالونه

که استقامت حاصل شي، نو لوی هدف ترلاسه شو، آیا تاسې نه دي لیدلي چې مثلا یوه سیمه ده، چې هره ورځ لږ لږ شبنم ورباندې اوري، کله کله باران هم ورباندې کېږي، نو په دې سیمه کې فصل ښه شین کېږي (ددې برعکس)که په یوه سیمه کې په ناڅاپه ډول بیخې زیات باران وشي او بیا له هغه وروسته ټول کال بلکل باران ونشي، نو په داسې حال کې فصل د آماده کېدو پر ځای خرابیږي.

یوه عامه غلط فهمي او د هغې لرې کول

په همدې ډول، که یو چا په یوه ورځ کې په لکونو ځله ذکر وکړ، یعني د ټول کال ذکر یې په یوه ورځ کې ترسره کړ او بیا ټول کال غافل پاتې شو، نو داسې کس به هماغسې غافل پاتې شي. د دې پر ځای که هغه کس دا ذکر پر ټول کال ووېشي او هره ورځ (مثلاً) یوازې څو ځله د «الله» د لفط ذکر وکړي یا د «لا اله الا الله» ورد وکړي، نو د دې ګټه به له مخکې څخه زیاته وي. لنډه دا چې په دې ډول کولو کې ګټه زیاته ده. په دې کې کله کله انسان ته غلط فهمي پیدا کېږي (چې مثلاً هره ورځ په عمل کې هغه خوند نه وي، نو فکر کوي ښایي ګټه هم ونه لري، حال دا چې خبره داسې نه ده). زما یو ملګري راته وویل چې زه هره شپه تهجد نه کوم، همدارنګه ذکر هم هره ورځ نه کوم او نور نوافل هم همداسې دي چې هره ورځ نه بلکې کله کله یې کوم او دا یې هم راته وویل چې دا ځکه کوم چې کله کله چې کوم خوند وي، هغه هره ورځ نه وي. (په اصل کې که څه هم دا خبره غلطه ده، خو په ظاهره) دا خبره سمه ښکاري چې کله کله خوند وي، لکه غوښه چې کله کله وخوړل شي خوند کوي، خو که هره ورځ وخوړل شي نو خوند خو پرېږده، سړی ترې ستړی کېږي. زموږ ملګري ته دا غلط فهمي وه چې دا اعمال کله کله کول شاید ښه وي، حال دا چې دا غلطه ده. مثلا تا به لیدلي وي چې بشپړه تیاره وي، بیا ناڅاپه رڼا شي، نو انسان ته یو ډول خوشالي پیدا کېږي. خو که دا رڼا همداسې پاتې شي، نو ایا دا خوشالي به بیا بیا کېږي؟ نه، بلکې یوازې په لومړي ځل کېږي. دا خبره په ډېرو شیانو کې لیدل کېږي چې لومړی ځل خو خوشالي وي، خو بیا بیا نه وي (بلکې هماغه حالت پاتې وي، خو احساس یې د لومړي په شان نه وي). عطر ته وګوره، هر څومره ښه عطر وي، کله چې انسان یې ولګوي، په پیل کې یې بوی ډېر احساسېږي، خو وروسته ورو ورو دا احساس کمېږي، تر دې چې داسې ښکاري لکه بوی چې نه وي، حال دا چې بوی موجود وي، خو احساس یې ختم شوی وي. د دې وجه دا ده چې انسان له هغه شي سره عادت شوی وي. نو د دې خوند احساس نه کوي. له همدې امله د تهجد او نورو اعمالو چې په کله کله کولو کې خوند وي، هماغه خوند که دا اعمال تل ترسره شي هم وي، خو د دوام له امله هغه خوند نه احساسېږي.

پر عمل دوام په نا محسوس ډول اثر کوي

پر عمل باندې مداومت په نا محسوس ډول اثر کوي. لکه یو نل چې لاندې یې یوه ډبره وي، او له هغه نل څخه تل یو یو څاڅکی پرې څاڅي؛ د دې څاڅکو اثر په نا محسوس ډول وي چې په ظاهره نه ښکاري، خو له یو وخت وروسته په هغه ډبره کې نښه پیدا کېږي. که دا ټول څاڅکي راټول شي او په یو ځل پر هغه ډبره واچول شي، نو هېڅ نښه به پرې ونه شي. همداسې پر عمل د دوام اثر ډېر ژور وي. نو په هر حال! تاسې باید پر عمل د دوام اهتمام وکړئ.

پر عمل د دوام د ترلاسه کولو طریقه

تاسې به دا اهتمام څنګه کوئ؟ دا تاسې د شریعت له اصولو څخه زده کولی شئ. مثلا په شریعت کې کوم شی فرض وي (لکه لمونځ، روژه، حج، زکات او نور)، که هغه پاتې شي نو څه کېږي؟ قضا کېږي (مثلا که لمونځ پاتې شي، په بل وخت کې یې قضا راوړل کېږي). همدارنګه، تاسې چې کوم اعمال کوئ که څه هم فرض نه وي (لکه تسبیحات، تهجد او نور نفلي اعمال)، که تاسې غواړئ چې پر دغو اعمالو باندې په اهتمام سره دوام وساتئ، نو بیا چې کله دغه اعمال پاتې شي، د هغوی قضا وکړئ. مثلا که تاسې د قضای حاجت لپاره بیت الخلا ته داخل شئ، او د داخلېدو وروسته درته یاد شي چې تاسې دعا ونه ویله او د سنت طریقې سره سم داخل نه شوئ، نو (په دې وخت کې دا مه وایاست چې بل ځل به پام وکړم) بلکې پر عمل د دوام حاصلولو لپاره سمدستي بېرته راووځئ او بیا په صحیح طریقې سره داخل شئ.

د یوه پښتو متل کیسه

(د پورته خبرې په مناسبت، حضرت یو پښتو متل او د هغه شالید کیسه بیان کړه. لاندې هم متل او هم کیسه را نقل کېږي)

په پښتو ژبه کې (په یوه ځانګړې سیمه کې) دا متل دی: «دانګلي نه دانګلي» د دې مانا دا ده: دا ټوپ وهل د نه ټوپ وهلو په شان دي (نو یو ځل به بیا ټوپ ووهم). د دې متل کیسه دا ده چې د یوه ځای یو سړي غوښتل له ویالې څخه واوړي، نو ټوپ یې وواهه، خو د الله شان دا شو چې بلې غاړې ته و نه رسېد، بلکې اوبو ته ولوېد (ټوپ یې لنډ شو). نو کله چې له اوبو راووت، بیا یې له هماغه ځایه د ټوپ وهلو اراده وکړه او ویې ویل: «دانګلي نه دانګلي» یعني دا لومړی ټوپ وهل بالکل داسې دی، لکه هیڅ ټوپ چې نه وي وهل شوی، نو ځکه بیا ټوپ وهم. همداسې، تاسې هم هغه عمل چې د سنت خلاف وي، اصلا عمل مه شمېرئ، بلکې له سره یې د سنت مطابق ترسره کړئ. همدارنګه که تاسې مسجد ته د سنت خلاف طریقه داخل شوي یاست، نو (چې درته یاد شي) بېرته راوځئ او په سمه طریقه جومات ته داخل شئ. په دې کار سره به تاسې ته (استقامت نصیب شي) او د عمل اهمیت به پیدا شي او په تاسې کې به پخوالي (پختګي) رامنځته شي. او یاد ولرئ پخې مېوې ګټورې وي، نه خامې. (همدارنګه، پاخه انسانان خوښ وي، نه خام، چې نن یو څه وي، سبا بل څه). پاخه خلک هغه دي چې استقامت لري. الله تعالی پر حق باندې د استقامت ستاینه کړې ده. د الله تعالی ارشاد دی:

إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (البقرة: ۱۵۳)

بېشکه الله تعالی له صبر کوونکو سره دی.

او بل ځای فرمایي:

وَاللَّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ (آل عمران: ۱۴۶)

او الله تعالی له صبر کوونکو سره مینه لري.

صابرین یعني هغه کسان چې ټینګ ولاړ وي. نو هغه څوک چې پر اعمالو نه ټینګېږي، هغوی به په میدان کې څنګه ټینګېږي؟ هغه څوک چې پر لمانځه، ذکر او نورو اعمالو ټینګ نه وي، نو په داسې انسان کې د ټینګ درېدو صفت نشته، ځکه نو هڅه وکړئ چې کوم اعمال کوئ، پر هغو دوام وکړئ. ان شاء الله یو وخت به یې ګټه حتما احساس کړئ او د عمل اصلي ګټه خو په آخرت کې ښکاره کېږي، پر اعمالو دغه دوام ستاسې پر اخلاقو هم اغېز کوي او هغه خلک چې پر اعمالو دوام نه لري، د هغوی په اخلاقو کې هم خاموالی وي. په یاد ولرئ! هغه څوک چې پر عمل دوام کوي، تل به باکرداره وي.

❊❊❊❊

Exit mobile version