دښمن پیژندنه (صهیونېزم اوماسونیت)

د أقصی مسجد په یوه غره او غونډۍ باندې جوړ شوی ده، چې ددې غره یوه برخه صهیون (یا Zion) نومیږي، او د صهیونیزم کلیمې نسبت هم همدې غره ته کیږي، یهود ځکه دې غره ته په تقدس قایل دي چې ددوی په وینا: هغه زمان چې داوود”علیه السلام” له حبرون ښار څخه راغی نو یې همدلته د صهیون پر غره باندې د ځان لپاره یو قصر او عبادت خونه جوړه کړه؛ د صهیونیزم کلیمه ډیره ستر او پخوانی تاریخي پس منظر لري چې یادونه یې په انجیل کې د داوود “علیه السلام” د حکمرانۍ ترڅنګ شوې.

اوسني یا معاصر صهیونیت Zionism یو سیاسي، نشنلستي، افراطي او دین ته منسوب حرکت او فکر دی چې د یهودي خلکو لپاره د یو مستقل او ځانګړي هېواد او خاورې جوړولو ملاتړ کوي چې له نیله تر فراته د اوږدوالی په لرلو چې مرکز به یې فلسطین وي دعوه داران دي.

د دې حرکت مؤسس تیودر هرتزل دی، د ۱۹م پیړۍ په آخرو کې یې د صهیونیزم بنسټ په اروپا کې کېښوده، ۱۹۴۸م کال کې د فلسطین په مقدسه خاوره کې ددوی د ناولو قدمونو له ایښودلو را وروسته خپلو لوړو پوړیو ته ورسېده.

صهیونیت یا صهیونیزم بیلابیلې برخې او ډولونه لري چې یو بل سره د اعانت او مرستې په تکل په ګډه په کار بوختې دي، سیاسي صهیونیزم د یهودو د تحکیم ټولې چارې په غاړه لري، نظام یې چلوي، طرحې ورکوي او داخلي او خارجي پالیسي کنترولوي؛ مذهبي صهیونیزم خپلو وګړو ته د سیاسي صهیونیزم د مشروعیت ورکولو مسؤلیت په غاړه لري او کلتوري صهیونیزم د یهودي اثارو، ژبې او کلتور د تحفظ په پار ګړندۍ هڅې کوي.

د صهیونیزم اساسي هدف د ټولې نړۍ څخه د یهودو راټولول، فلسطین ته انتقالول، یو یهودي دولت جوړول او بیا له همدې ځایه په ټوله نړۍ حکمراني کول او نړۍ تسخیرول دی. همدا صهیونیزم دی چې اسرائیلي غاصب رژیم چلوي، پلانونه او طرحې ورته چمتو کوي، د لوی اسرائیل دعوه پر مخ وړي، د بیرغ په منځ کې یې دوه آبي لیکې یو د فرات او بل د نیل سیندونو په معنی دي، چې له فرات تر نیل ددې اسلامي جغرافیې د ملکیت تر لاسه کولو لپاره خپل ټول قوت په کار اچوي.

صهیونیت او صهیوني فکر د نړۍ په حکومتونو کې لوی لاس لري، په نړۍ کې په مختلفو او زړه راښکونکو نومونو په سلګونو سترې سترې ټولنې لري خو هدف یې همدا یو صهونیت ته کار کول او د خپل هدف د تر لاسه کولو لپاره ددوی استعمال او واک ته رسول دي. د نړۍ ستر مفکرین، سرمایه دار، د غټو کمپنیو مالکین، د وزارتونو، جمهور ریاستونو او نړیوالو سترو موقفونو لرونکي د صهیونیزم د فکر د تأثیر لاندې دي او هم یې تر تأثیر لاندې راولي؛ دوی په نړۍ باندې د یو داسې یهودي دولت د حاکمیت دعوه داران دي چې مرکز یې فلسطین وي او د دې هدف د تحقق لپاره شپه او ورځ په هڅو او زیار بوخت دي. صهیونیزم د نړۍ مفکرین، رهبران او ستر تجاران په خپل دام کې په داسې ډول ښکیلوي چې، لومړی خپل ټارګیټ شوی شخص په مختلفو بهانو په خپل جال کې راښکیلوي، او بیا په ډول ډول لارو له نوموړي شخص د خپلو ګټو د تحقق په پار استفاده کوي، د تجارت، سیاست، صنعت او عسکرۍ په برخه کې بیا د خپل ځان په نفع تړونونه پرې لاسلیکوي، چې د جفري اپسټین دجالي جال یې ښه مثال ده؛ نوموړي به خپلې دجالي جزیرې ته د نړۍ ستر مفکرین، میلیونران، بیلیونران، د غټو کمپنیو مالکین، مشاورین، ساینس پوهان، د وزارتونو، جمهور ریاستونو او نړیوالو سترو موقفونو لرونکي اشخاص را دعوتول چې له جملې څخه یې د فرانسې شهزاده، ستر او مشهور ساینس پوه Stephen Hawking، کامیډینه Chris Tucker، ایلن ماسک، بیل ګیټس، د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر او د شاباک پخواني مشر تر څنګ جوبایډن، بارک اوباما، هیلري کلنټن، میشل اوباما د بريټانیا اوسني او پخواني چارواکي، د عربي نړۍ طواغیت چې په سر کې یې MBS چې محمد بن سلمان یې بولي، د اماراتو حاکم، او نور په لسګونو او سلګونو مخ کښان هم د دې وحشت له کلیدي لوبغاړو څخه وه؛ چې د انسانیت ټولې پولې یې ونړولې حتی چې د حیوانیت تر سرحد هم اوښتي وه. د صهیونیزم افکار او عقاید چې له خپل تحریف شوي تلمود څخه یې را خیستي په لاندې ډول دي:

  1. ټول افراد یې اسرائیل دي: غیر یهود خپل حرکت ته د خپلې استفادې لپاره استخداموي تر ګټې اخیستنې بعد یې په یوه نه یو بهانه وژني.
  2. پدې باور دي چې په نړۍ به زموږ واک رازي، یهود خپل ماشومان له کوچني والي پدې فکر روزي چې زموږ یو ژغورونکی را روان دی، پر ټوله نړۍ به واکمن یو او پر موږ واجب دی چې په مخ کې یې پراته ټول خنډونه له منځه یوسو او خپل دا ژغورونکی دجال ګڼي.
  3. یهود غوره نسل دی او نور ټول د دوی غلامان دي.
  4. خلکو کې باید خپله ویره خپره کړو چې د دې ویرې له امله زموږ په پټو سترګو اطاعت وکړي.
  5. د ولسونو تر منځ اقتصادي بحران راپیدا کړئ، کله چې کمزوري شي قرضونه ورکړئ په دې طریقه به خپل اهداف پرې تپو.
  6. د ازادۍ ټکی په خلکو کې ډیر عام او ورتلقین کړئ ځکه د ازادۍ ټکی خلک له الله جل جلاله سره جګړې ته هڅوي.
  7. موږ یو داسې پټ ځواک لرو چې هیڅوک یې ماتولای نشي، په پټه لګیا دي، په سختی سره کار او فعالیت کوي او ددې ځواک غړي وخت په وخت بدلیږي.
  8. خلک په لوبو ګیمونو داسې مصروف کړئ چې خپلو ګریوانونو ته په سرښکته کولو وخت پیدانکړي.

د صهیونیستي حرکت خطرناک او وژونکي افکار او اهداف د دوی په کتاب “د یهودي مشرانو پروتوکولونه” کې لیدلای شئ، دا یو داسې کتاب دی چې دوی پټ ساتلی وه، کله چې برملا شو ترې انکاري شول، خو د همدوی کتاب ده چې دوی خپلې طرحې او اهداف پکې درج کړي.

ویې لولئ! په انګلیسي، عربي او دري ژبو په اسانۍ سره موندل کیږي

دوهم ماسونیت

دا کلیمه او اصطلاح له صهیونیزم سره ژور ربط لري، تر دې چې یو د بل تکمیلونکي دي. د ماسونیت کلمه په انګلیسي کې د فریمیسن او په پښتو کې د ازادو ګِل کارانو په معنی سره ده. د دې نوم تاریخي شالید داسې دی:

یهود په دې دروغ او باطل فکر او عقیده باندې دي چې سلیمان “علیه السلام” د خپلې پاچاهۍ په دوران کې په مسجد اقصی کې یو معبد جوړ کړی وه د سلیماني هیکل په نوم، چې وروسته پر یهودو د بخت نصر د یرغل په نتیجه کې چې په لسګونه زره یهود یې ژوندي وسوځول، په اوبو کې واچول او د فلسطین ښارونو ته یې اور ورکړ نو یې سلیماني هیکل هم ونړاوه، چې په دې سره دا هیکل یوازې د تاریخ د پاڼو یوه برخه وګرزیده، ماسونیت یو پټ، پیچلی، خطرناک، تروریستي او ویجاړونکی یهودي تنظیم دی. دا تنظیم ډیره تاریخي مخینه لري چې له اسلام مخکې همدې تنظیم د نصرانیت د له منځه وړلو لپاره کار کاوه.

بڼسټ ایښودونکی یې هیروډیس بلل کیږي، د حرکت د تاریخ په اوږدو کې مختلف نومونه او رمزونه درلودل. ددې تنظیم غړي له ځانه سره د هندسي اشکالو له جملې پرکال او قایمه زاویه تل ساتي چې د هیکل د جوړولو په معنی ده او پخپلو نښو کې یې هم همدا دوه اشکال وجود لري. یهود خصوصا ماسونیان خپلو نسلونو او خلکو ته دا ور تلقینوي دا هیکل به موږ بیرته جوړوو، یوه ورځ به خامخا مسجد الاقصی نړوو او پر ځای به یې سلیماني هیکل جوړوو، هرکله مو چې اقصی ونړوله او پر ځای مو سلیماني هیکل جوړ کړ، یو ځل به بیا پر نړۍ زموږ واکمني او حاکمیت پیلیږي!

ځینې محققین پدې باور دي چې د هیکل سلیماني تر نامه لاندې دوی خپلو ولسونو ته دوکه ورکوي بلکې په اصل کې دوی د نمرود د هیکل جوړونې پلان لري. د دې هدف د تحقق لپاره دوی شپه او ورځ په کار بوخت دي، د مسجد الاقصی لاندې یې ستر ستر تونلونه ویستلي چې ګواکې یوه ورځ به د زلزلو له امله نړیږي، د بیا جوړولو اجازه به یې مسلمانانو ته نه ورکوو او پر ځای به یې همدا خپل هیکل ورغوو!

د دې تنظیم غړو ته ځکه فریمیسن یا ازاد گِل کاران وایي چې: ددوی په باور همدوی به هیکل سلیماني جوړوي او دوی یې انجینران دي. یهودو ددې هیکل نقشه او یوه کوچنی نمونه له مخکې تیاره جوړه کړې ده، مختلفې کمپنی، سازمانونه او ادارې همدې هدف ته د رسیدو په لار کې شپه او ورځ په کار، هڅو او طرحو جوړولو بوختې دي، خپلو یهودي خلکو ته دا ورتلقینوي چې فلسطین زموږ د پلرونو او نیکونو ځای دی، مدینه منوره او د عربي جزیرې زیاتې برخې زموږ خاورې دي، نو موږ باید خپلو خاورو ته بیرته وروګررزو او دا هیکل جوړ کړو.

د مارتن شورت په وینا: په برتانیا کې په سلګونو زره او په امریکا کې تر درې میلیونونو ماسونیان موجود دي، دوی داسې روزل شوي چې د دوی له جملې څخه به ته له یوه څخه هم وانه ورې چې نوموړی ووایي زه ماسوني یم، نوموړی زیاتوي چې د ماسونیت معنی د شیطان کور ده او دا د شیطان دین ده.

کله چې دوی یو نفر په خپل تنظیم کې داخلوي او خپل رهبر ته یې ورولي نو یې یوه وحشتناکه منظره ورته چمتو کړې وي، سترګې یې تړل شوې وي، کله چې سترګې پرې خلاصې کړي، نو یوه تیاره کوټه وي، هرې خواته د انسانانو کوپړی او هډوکي پراته وي، بدشکله انسانانو تورې او نیزې همده ته نیولې وي، ویره اچونکې کالي یې اغوستې وي، دا هرڅه ددې لپاره کوي چې د نوموړي په زړه کې رعب او ډار واچوي، تر څو تل د دوی مطیع واوسي بیا همدلته تعهدونه ترې اخلي داسې چې: خپل دین به پریږدې او د شیطان عبادت به پیلوې، همدا رنګه به ټول قوت د دجال د راتلو استقبال ته پکار اچوې، خپل ټول واک به موږ ته سپارې، که چیرې دې لدې حرکت څخه د وتو اراده وکړه دا پړۍ چې ته وینې د شا له طرفه بدې غاړه کې در اچول کیږي او پخپله به د خپل ځان قاتل یې، که دې د ماسونیت له رازونو یو راز هم افشا کړ نو د ماسونیت د قانون پر اساس بدې سر له تنې جدا کیږي. ددې هر څه له منلو وروسته او په دې طریقه یې خپل تنظیم کې داخلوي.

دوی په نړۍ کې د لوړې پایې خلک پخپل تنظیم او حرکت کې داخلوي لکه رئیسان، وزیران، د مؤسیساتو او کمپنیو مالکین او داسې نور چې د دوی په واسطه په اسانۍ هدف ترلاسه کولای شي، کله چې یو څوک نور ددوی د استفادې وړ نه وي بیایې په یوه نه یوه بهانه وژني، لکه ټکر، د زهرو په واسطه، زندان، له طیارې راغورځول، په شرابو یې وژل او داسې نورې طریقې ترڅو ددوی رازونه او اسرار افشاء نشي.

دخپلو اهدافو د تحقق لپاره له داسې نومونو او رمزونو استفاده کوي چې هرڅوک پرې نه پوهیږي؛ چې له جملې څخه یې یو هم یوه سترګه ده چې د دجال په معنی ده، او دوی له پیړیو پیړیو یې راتګ ته منتظر دي.

د ماسونیت اهداف:

  1. د ټولو دینونو نړول: دوي پدې هڅه کې دي چې د انسان او الله تعالی تر منځ رابطه له منځه یوسي او بشریت د الحاد په ناولي ګرداب کې غرق کړي !
  2. نا مشروع او حرامې اړیکې مباح ګڼل او عامول: د ماسونیت یو له اهدافو څخه داده چې د انسانیت او حیوانیت تر منځ فرق له منځه لاړ شي، د نامشروع او حرامو اړیکو د عامولو په پار یې زرګونه سایټونه، اشخاص او کمپنۍ په کار بوختې دي تر څو د خلکو اخلاق فاسد، فحشا عامه او یوه داسې ټولنه رامنځ ته کړي چې هلته د خور، مور، ښځې او محرم فرق پکې نه وي موجود.؛ خلک دې ته تشویقوي ترڅو له خپلو محارمو سره ناوړه اړیکې جوړې او د زنا تر سرحده ورسیږي. دیته زمینه مساعدوي تر څو ځوانان او پیغلې په فحشاء کې مبتلا شي؛ د ښځې او میړه تر منځ اختلافونه راپاروي د boy friend او girl friend له لارې.
  3. د اختلافاتو تخم شیندل: دوه ملتونه د مختلفو نومونو او شعارنو لاندې یو د بل په مقابل کې راپاڅوي، کله یو حمایه کوي او دا بل پرې کمزوری کوي او بیا همداسې برعکس په یو هېواد کې لږه کي د اکثریت پر ضد راپاروي، حمایه کوي یې او د ځانګړې جغرافیې ورکولو وعدې ورسره کوي، چې دا لوبه سلګونه کلونه په اسلامي ممالکو کې روانه ده او د خپل خوښې اشخاص یې واک ته رسولي.
  4. جګړې : د نړۍ د اسلحو ټولې کمپنۍ د همدوې یهودو او د یهودو تر لاس لاندې اشخاصو په ملکیت کې دي، ددې اسلحو د بازار موندنې لپاره ضرور ده چې جګړو ته زمین سازي وکړي او اسلامي نړۍ ددې اسلحو د خرڅلاو او استعمال لپاره بهترین بازار او لابراتوار دی!
  5. کوښښ کوي چې په رسنیو واکمن وي او د خپل ځان په نفع یې د یوې خطرناکې وسلې په توګه استعمال کړي.
  6. تدریجي نسل وژنه: د مسلمانانو تر منځ داسې دواګانې توزیع کوي چې د زیږون مخه پرې ونیسي !
  7. ښځه د یوې حربې په توګه استعمالول.

د ماسونیت عقاید:

  1. اسونیان په الله تعالی”جل جلاله” په رسولانو او اسماني کتابونو کافران دي.
  2. غیبیات نه مني.
  3. د هدف تر لاسه کولو لپاره هره وسیله جایز ګڼي لکه د ښځې استعمال، رشوت، وژل او داسې نور.

ماسونیت سراسر یهودیت دی، د صهیونیزم اکثریت مشران ماسونیان دي.

په صلیبي جګړو کې د مسلمانانو پر خلاف د عیسویانو مرستندویان او د لښکر پوځیان پاتې شوي دي.

دکتور حسان حلاق د لبنان د پوهنتون استاد وايي: د برتانیې سفیر په استانبول کې خپل خارجه وزارت ته په استول شوي راپور کې په تفصیل سره ویلي وه چې: عثماني خلافت هم همدې ماسونیانو، صهیونیستانو د اتحاد او ترقي د حرکت په توسط کمزوری او ونړاوه؛ د یهودو، ډومنه یهودو چې په ښکاره یې ځانونه مسلمانان ګڼل او په پټه یهود وه، صهیونیستانو، ماسونیانو او د اتحاد او ترقي ګوند تر منځ ډیرې ژورې اړیکې وې، او ټولې طرحې او پلانونه چې اتحاد او ترقي تنظیم عملي کولې د همدې ماسونیانو وې او د سلطان عبدالحمید الثاني رحمه الله د استعفاء تر شا هم همدوی وه.

د کفر د تیارو لښکرې که هر څو د مکر، فریب او دسيسو جالونه وغځوي الله تعالی یې شنډوي؛ تاریخ شاهد دی چې د باطل ماڼۍ هر ځل د خپل غرور په وزن نسکورې شوي، او د حق هغه سپېڅلی څراغ چې د وحی له آسمانه بل شوی، د طوفانونو په څپو کې لا روښانه ځلېدلی دی؛ الله تعالی فرمایي:

وَمَكَرُوا وَمَكَرَ اللَّهُ ۖ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ (سورة آل عمران:۵۴)

او هغوی چلونه جوړ کړل او الله پټ تدبیر وکړ او الله له ټولو تدبیر کوونکو نه غوره دی.

نو د مؤمن زړه باید د دښمن له ویرې او قوت څخه نه، بلکې د خپل رب په وعده ډاډمن وي، الله تعالی د خپل دین د ساتنې لپاره په هره زمانه کې داسې رجال پیدا کړي چې زړونه یې د یقین په رڼا ژوندي، ارادې یې د غرونو په څېر ټینګې، او قدمونه یې د حق پر لار ثابت وي، د حق کاروان کله هم بې لارښوده نه دی پاتې شوی؛ هر عصر خپل مجاهد، خپل عالم، خپل داعي، او خپل وفادار ساتونکی زېږولی دی، څو نړۍ ته وښيي چې د الله تعالی دین د انسانانو په پرېښودو نه ورکیږي، بلکې د رب العالمین په نصرت تلپاتې او بریالی پاتې کېږي.

مأخذونه

پروتکل های بزرګان صهیون

استاد مولوي عبدالهادي مجاهد

قناة الجزیرة

❊❊❊❊

Exit mobile version