څو ورځې وړاندې د علم او دعوت لوی خدمتګار، د تقوی او اخلاص نمونه، زینة المحدثین شیخ القران والحدیث حضرت مولانا محمد ادریس ترنګزی رحمه الله په داسې حال کې چې د پېښور یوې مدرسې «جامعه نعمانیې» ته د حدیثو د تدریس له پاره روان و، د زمانې د بد نامه، نامرده او نامراده ډلې داعش له خوا په بې رحمانه برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد. د هغه رحمه الله رحلت یوازې د هغه د کورنۍ یا تر هغه پورې د یوې محدودې حلقې ضایعه نه ده، بلکې د علمي فضا او دیني چاپېریال لپاره ستره خلا ده. الله تعالی دې د هغه شهادت قبول کړي، درجات دې یې لوړ کړي، قبر دې یې له رحمت او نور څخه ډک کړي او د هغه ټول علمي، دعوتي او اصلاحي خدمات دې د قیامت په ورځ د هغه لپاره د نجات وسیله وګرځوي. الله تعالی دې د هغه کورنۍ، شاګردانو او مینه والو ته صبر جمیل او اجر عظیم ورکړي. انا لله و انا الیه راجعون.
له ټولنې څخه د داسې علماوو او صالحینو کوچېدل باید په موږ کې دا احساس پیدا کړي، چې د علمي میراث قدر وپېژنو. کله چې علماء له نړۍ څخه ځي، دا عادي تګ نه وي، بلکې د علم یو باب هم ورسره تړل کېږي او د هدایت یوه ډیوه هم ورسره خاموشه کېږي. حضرت عبدالله بن عباس رضی الله ددې آیت مبارکه په تفسیر کې فرمايي:
أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا وَاللَّهُ يَحْكُمُ لَا مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِ وَهُوَ سَرِيعُ الْحِسَابِ )الرعد:۴۱)
«د دنیا خرابي په دې کې ده، چې فقهاء، علماء او اهل الخیر خلک یې ورڅخه وفات شي، مجاهد رحمه الله هم همداسې فرمایي، چې له دې څخه مراد دا دی، چې علماء یې وفات شي.»1
د اسلامي امت تر ټولو لوی امتیاز دا دی چې دا امت یوازې د کتاب امت نه دی، بلکې د علم، فهم، روایت او امانت امت هم دی. الله تعالی چې خپل وروستی دین او شریعت نازل کړ، نو د هغه د حفاظت لپاره یې داسې خلک پیدا کړل چې د نبوت تر چتر لاندې وروزل شول، مستقیما یې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له مبارکې سینې څخه سینو ته علوم انتقال شوي وو، د وحی له سرچینې یې علم اخیستی و، له همدې امله یې د نسلونو تر منځ د هدایت دا مشعل ژوندی وساته. همدا خلک د امت د علماوو هغه طبقه وګرځېده، چې د انبیاوو د میراث ساتنه یې وکړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
فَضْلُ العَالِمِ عَلَى العَابِدِ، كَفَضْلِ القَمَرِ عَلَى سَائِرِ الكَوَاكِبِ، إِنَّ العُلَمَاءَ وَرَثَةُ الأَنْبِيَاءِ، إِنَّ الأَنْبِيَاءَ لَمْ يُوَرِّثُوا دِينَارًا َلَا دِرْهَمًا إِنَّمَا وَرَّثُوا العِلْمَ، فَمَنْ أَخَذَ بِهِ أَخَذَ بِحَظٍّ وَافِرٍ.2
«د عالم فضیلت پر عابد داسې دی، لکه د سپوږمۍ فضیلت پر ټولو ستورو باندې او بېشکه علماء د انبیاوو وارثان دي او بېشکه انبیاوو هیڅ دینار او درهم د میراث په توګه نه دی پرېښی، بلکې هغوی علم په میراث پرېښی دی، نو چا چې هغه تر لاسه کړ، خورا لویه برخه یې تر لاسه کړه.»
ترڅو چې زموږ په زړونو کې د دین عظمت ژوندی وي، د دین له نښو، شعائرو او د علم له حاملینو سره به ادب کوو، ځکه علماء د الله او د هغه د رسول د کلام ترجماني کوي. هغوی خلکو ته د قرآن کریم تفسیر بیانوي، د سنتو حکمت تشریح کوي، د حلال او حرام تر منځ فرق روښانه کوي او د فتنو په تیاره کې د امت لپاره د بصیرت څراغونه بلوي. د هغوی مقام د دې په خاطر نه دی لوړ، چې له خطا څخه پاک دي، بلکې ځکه لوړ دی، چې خپل عمرونه یې د دین د فهم او خدمت لپاره وقف کړي دي.
د اسلامي تاریخ مطالعه دا حقیقت ښکاره کوي چې هر کله په امت کې د علماوو احترام کم شوی، د امت فکري توازن هم ګډوډ شوی دی. هغه ټولنې چې د علم پر ځای احساساتو ته تسلیم شوې، ډېر ژر د افراط، تعصب او بېلارۍ ښکار شوې دي. ځکه عام انسان خو نه شي کولی چې یوازې د ظاهري مطالعې په وسیله د دین ژور فهم ترلاسه کړي. د قرآن عظیم الشان د الفاظو تر شا حکمت، د احادیثو تر شا اصول، د فقهي اختلاف تر شا اسباب او د امت د تعامل تر شا علمي بنیادونه هغه څه دي، چې کلونه کلونه زحمت او ژور بصیرت غواړي. له همدې امله اسلام د اهل علم لوري ته د رجوع کولو حکم کړی دی. الله تعالی فرمایي:
فَسْـــَٔـلُوْٓا اَهْلَ الذِّكْرِ اِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ (سورة النحل: ۴۳)
«نو که تاسې په خپله نه پوهېږئ، د علم له خاوندانو پوښتنه وکړئ»
خو د علماوو احترام باید د شخصیت پرستۍ بڼه هم وانخلي. ځینې خلک داسې حد ته رسېږي، چې د خپلې خوښې د علماوو هره خبره د قطعي حق په توګه اخلي، د هغوی هر اختلاف د ایمان او کفر مسئله ګرځوي او د هغوی په نوم د امت تر منځ نفرتونه خپروي. دا فکر د اسلام له روح سره موافق نه دی. د اسلام سترو ائمه کرامو، محدثین عظامو او فقهاوو په خپل منځ کې اختلاف سره کړی دی، خو اختلاف یې د ادب، تواضع او انصاف په چوکاټ کې و. هغوی د یو بل خطا ته د اجتهاد په سترګه کتل، نه د خیانت او بددینۍ په نظر. همدا د اسلامي تمدن ښکلا وه چې علمي اختلاف یې د ټکر او دښمنۍ پر ځای د امت د فکري پراخوالي سبب ګرځاوه.
له بلې خوا نن سبا ځینې خلک د آزاد فکرۍ او عقل پرستۍ تر نوم لاندې د علماوو سپکاوی کوي، نیتونه یې تر سوال لاندې راولي او د دیني علم ارزښت کموي. په ځانګړي ډول د معاصرې زمانې د رسنیو او ټولنیزو شبکو له پراخېدو وروسته هر څوک ځان د دین قاضي ګڼي. څوک چې یو څه معلومات ولولي، څو محدود کتابونه مطالعه کړي یا څو خبرې واوري، داسې ګمان کوي چې د سلګونو کلونو علمي میراث یې درک کړی دی. له همدې ځایه د استهزاء، تحقیر او بې ادبۍ فضا پیدا کېږي چې د امت فکري وحدت کمزوری کوي. حقیقت دا دی چې دیني علم یوازې معلومات نه دي. معلومات هر څوک راټولولی شي، خو علم د فهم، تقوی، تدبر او بصیرت نوم دی.
په دې زمانه کې نو تر ټولو ډېره اړتیا اعتدال ته ده او اعتدال دا نه دی چې حق او باطل سره ګډ شي او نه هم دا دی چې هره خبره په مصلحت توجیه شي؛ بلکې اعتدال دا دی چې انسان د انصاف له سترګو نظر وکړي، دلیل ته غاړه کېږدي او احساسات د علم تابع کړي. که کوم عالم حق وایي، باید ومنل شي او که خطا ورڅخه کېږي، نو اصلاح دې په ادب او انصاف سره وشي. که له کوم ثقه عالم څخه یوه غلطي وشي، نو هیڅکله باید د هغه قدر د هغې غلطي په وجه کم نه شي، دا غلطي د هغه قدر هیڅکله نه شي کمولای، بلکې احترام او قدر کول یې بیا هم واجب دی، خو په هغه مسئله کې چې غلطي ورڅخه صادره شوې ده، باید پیروي یې هم ونه شي، ځکه حق ددې ډېر حقدار دی، چې پیروي یې وشي او که اړتیا پېښه شي، نو په هغه صورت کې بیا د حق بیانول ضروري دي. که څه هم د علمي نقد او شخصي توهین تر منځ لوی فرق شته، خو نن ورځ ډېر خلک په دې فرق نه پوهېږي او یا یې د حسد او عناد له امله قصدا نه لحاظ نه کوي. د اسلام تعلیم انسان ته دا دی، چې حق د اشخاصو په وسیله مه پېژنه، بلکې اشخاص د حق په تله وتله. نه هر مشهور انسان د حق معیار دی او نه هر مخالف انسان د باطل علامت دی. د انصاف تقاضا دا ده چې د هر چا خبره د قرآن، سنت، د امت اصولو او د سلفو د فهم په رڼا کې وکتل شي. د علماوو تر منځ اختلاف ته هم باید د رحمت او علمي تنوع په سترګه وکتل شي، تر هغه چې د ادب او اخلاص په چوکاټ کې وي. ضرر هغه وخت پیدا کېږي چې اختلاف د تعصب او د شخصیتونو د جګړې بڼه واخلي. نن امت له دوو لویو افراطونو سره مخ دی، یو طرف ته غلو او بل طرف ته استخفاف دی. یو لوری علماء له بشري حدودو پورته وړي او بل لوری یې تر عادي خلکو هم ښکته ګڼي. حال دا چې د اسلام لاره د توازن، ادب او انصاف لاره ده. عالم محترم دی، خو معصوم نه دی؛ او که خطا ورڅخه وشي، اصلاح یې په ادب کېږي، په سپکاوي او تحقیر سره نه کېږي.
دا چې په افغانستان کې د الله تعالی تر رفضل وروسته د علماوو، مجاهدینو او عامو مسلمانانو په قربانیو یو اسلامي نظام قائم شوی دی، نو دا خاوره تر ټولو ډېره ددې لائقه ده، چې د ټولې نړۍ د ټولو علماوو قدر په کې وشي، هم په واقعي ژوند کې او هم په ټولنیزو رسنیو کې، برابره خبره ده، که هغه علماء له موږ سره موافق وي، که مخالف، پرته له هغوی چې علماوو یې په ګمراهي باندې تصریح کړې وي، ځکه د امت بقا یوازې په احساساتو نه، بلکې په علم، حکمت او انصاف کې ده. نو که موږ د خپلو علماوو قدر ژوندی وساتی، د ادب روح مو پیاوړی کړ او د اعتدال لاره مو خپله کړه، نو الله تعالی به راته د هدایت لارې پرانیزي او د فتنو په تیارو کې به راته د بصیرت څراغونه روښانه وساتي او که له دې امورو سره بې پروا شو، د علماء کرامو پر وړاندې همداسې تونده ژبه وکاروو، لکه نن سبا چې د شیخ الحدیث حضرت مولانا محمد ادریس رحمه الله په شان کې وکارېده او یا د شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني صاحب حفظه الله په اړه اوس هم کارول کېږي، په داسې حال کې چې مفتي تقي عثماني صاحب نه یوازې په عجم کې بلکې په عربي نړۍ کې هم یو د قدر وړ او عالم شخصیت دی، خلک یې احترام کوي، اسلامي، فقهي او علمي خدمتونه یې بې ساري بلل کیږي، د دې ډول لایقو دیني شخصیتونو احترام یو لازمي کار دی او د دوی پر وړاندې د هر لفظ کارول باید چې له ادب او احترام ډک وي، کنه نو هسې نه چې د هغه خلکو په ډله کې حساب شو، چې لاسونه یې د علماوو په وینو سره د، د علماوو غوښې مسمومې دي او څوک چې یې پر وړاندې له سختې ژبې کار اخلي، الله تعالی یې تر مرګ مخکې زړه وژني.
او د حدیث مبارکه مفهوم دی، چې څوک د یو چا په شان کې یوازې د «أق» کلمه ووایي، د «أقتل» یعني «ویې وژنه» کلمه پوره نه کړي، هم د مسلمان په قتل کې له قاتل سره شریک دی، چې په داسې حال کې به نوزموږ نه په دنیا کې څه خیر پاتې شي او نه به هم آخرت ته کومه توښه یوسو. اعاذنا الله من ذالک.
له الله تعالی څخه دعاء کوو، چې موږ ته په رښتېنې معنی د علماء کرامو د ادب کولو توفیق را نصیب کړي، موږ د هغوی خادمان جوړ کړي، له هغوی سره د معتدل چلند توفیق را کړي او د علم، عالم او شریعت له ګستاخي او بې ادبي څخه مو وساتي.
و ما ذالک علی الله بعزیز
❊❊❊❊
1 وَقَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ فِي رِوَايَةٍ: خَرَابُهَا بِمَوْتِ فُقَهَائِهَا وَعُلَمَائِهَا وَأَهْلِ الْخَيْرِ مِنْهَا. وَكَذَا قَالَ مُجَاهِدٌ أَيْضًا: هُوَ مَوْتُ الْعُلَمَاءِ. تفسير ابن كثير ت سلامة (4/ 472)
2 سنن الترمذي حديث رقم (2682)
