پخواني خلک متل کوي چې غمی په ایرو کې پټ وي، ریښتیا هم کله کله خلکو ته نه معلومیږي چې په چاپیریال کې یې څه روان دي او بې توپیره چلند ورسره کوي، په داسې حال کې چې همدا چاپیریال د لویو پېښو او حادثو لپاره چمتوالی نیسي. نن ورځ دقیقاً په همداسې حال کې ژوند کوو، زموږ چاپیریال په مستقیم او غیر مستقیم شکل د یوه طوفان په لور حرکت پیل کړی دی، په دې خاوره، بلکې په ټولو اسلامي خاورو کې یوه ځوان نسل په روزل کېدو دی چې سترګې یې کیسې لري، هره ورځ د خپلو مشرانو او همزولو له لوري او یا خپله د رسنیو له لوري د کفارو ظلمونه او وحشتونه ویني او په ذهن کې دا خبره لیکي چې د بشریت دښمن صهیونیزم او کفار دي.
دوی د نړی د مسلمانانو تار تار ګریوانونه ویني، دوی د خپل شهید پلار پوښتنه کوي او د هغه د کارنامو په اړه پوښتي، دوی د خپلو مقدساتو د حرمت په اړه اوري او لولي، دوی په هره معنا خپل دښمن پیژندلی دی چې یوازې وحشت یې زده دی او یوازې وحشت کولای شي. دوی په خورا شوق او ذوق له ټوپک سره ناسته ولاړه کوي او د خپلو پلاستیکي اسلحو خیال ساتي، چې دا هر څه د بصیرت خاوندانو ته زیري ورکوي او د بصیرت خاوندان پوهیږي چې د دې نسل له ځوانېدو سره سم به کوم طوفان راپورته کیږي او بیا به دا طوفان کومې بیړۍ خپل منزل ته رسوي او کومې بیړۍ به د سمندر په منځ کې ټوټې ټوټې کوي.
په دې وروستیو کې یو شمېر ویډیوګانې او واقعات د رسنیو پرمخ نشر شوي دي چې دا ادعا لا پسې قوي چې دا نسل په تېره یوه پیړی کې یو بې مثاله نسل دی، په اوله ویډیو کې ښکاري چې یو خبریال له یو ماشوم څخه د هغه د آرمان په اړه پوښتنه کوي او ماشوم په ځواب کې ورته وايي چې زما تر ټولو لویه هیله او آرمان دا دی چې قبول شهادت راته نصیب شي.
په یوه بله واقعه کې راځي چې په همدې تېره میاشت کې یوې ماشومې له خپلې مور سره خبرلې کولې او د خبرو په جریان کې شپږ کلنه ماشومه خپلې مور ته وايي چې زما زړه غواړي چې ژر شهیده شم، مور یې ترې پوښتنه کوي چې ولې یې د شهادت لپاره دومره بیړه ده؟ نو لور په حیرانتیا پوښتي چې آیا تاسې جنت ته د تللو لپاره بیړه نه لرئ؟ په واقعه کې راځي چې د دې په اورېدلو سره مور بې ځوابه شوه.
البته چې د ماشومانو هغه ويډیوګانې به هرچا لیدلې وي چې د غزې له مبارکې خاورې څخه نشریږي هلته چې مشر ورور خپلې کشرې خور ته په داسې حال کې د کلمې تلقین ورکوي چې دواړه د صهیونستي اشغالګرو په حمله کې زخمي شوي دي او په روغتون کې پراته دي. په ویډیو کې ښکاري چې د دواړو عمر د لسو کلونو څخه کم ښکاریږي.
له دې هرڅه ښکاریږي چې را روان نسل یو بې مثاله نسل دی او بې مثالي توب یې په دې کې دی چې د خپل دین او ارزښتونو باندې تر هر چا ښه خبر او د خپل دین د احکامو په ښه تطبیق باندې یې زړه آرام اخلي. البته چې باید یادونه وکړو چې دا هغه یو څو نمونې وې چې مونږ راوړې له دې ور هاخوا هر ماشوم یو مجاهد دی، د خپل مقدساتو د آزادۍ آرمان او هیله لري او تل په دې هڅه کې دی چې په یوه شکل سره د خپل زړه بړاس وباسي، هغه که د لوبو په شکل سره د سنګر جوړول وي او که د خپلو پلاستیکي ټوپکونو په مرسته د خیالي صهیونستي عسکرو قتل عام وي.
په آخر کې لومړی له الله تعالی څخه هیله لرو چې په دې نسل کې برکت واچوي او په زړه کې یې د جهاد او شهادت جذبه ژوندۍ او ګړندۍ وساتي او بیا له خپلو مشرانو او د کورنیو له مشرانو څخه هیله لرو چې د دې ځوان نسل روزنې او تربیې ته خاصه توجه وکړي او له هرې ممکنې لارې څخه د دې نسل د تربیې لپاره کار واخلي، د ماشومانو لپاره د ماشومانو په ژبه کتابونه او رسالې ترتیب کړي او د دې ځوان او مسلمان نسل پر وړاندې خپل مسؤولیت په ښه شکل سره اداء کړي. الله تعالی د له مونږ ټولو څخه د خپل دین خدمت واخلي، آمین.
ځوان مسلمان نسل بې مثاله دی!
