د مجاهد پیغام (د ابوعبیده د وروستي پیغام پښتو ژباړه)

بسم الله الرحمن الرحيم

اِنْ يَّمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِّثْلُهٗ ۭ وَتِلْكَ الْاَيَّامُ نُدَاوِلُھَا بَيْنَ النَّاسِ ۚ وَلِيَعْلَمَ اللّٰهُ الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاۗءَ ۭ وَاللّٰهُ لَا يُحِبُّ الظّٰلِمِيْنَ؀

که چېرې تاسو ته څه زخم رسیږي، نو یقیناً (کافر) قوم ته (هم) د دې په شان زخم رسېدلی دی او دا ورځې (حادثې) دي چې مونږ یې د خلکو په منځ کې په وار سره اړوو را اړوو او لپاره د دې چې الله مؤمنان معلوم کړي او له تاسو څخه شهیدان واخلي او الله له ظالمانو سره مینه نه کوي.1

الحمد لله رب العالمين ناصر عباده المجاهدين ومذل الكفره والمشركين الذي شرفنا بالجهاد واصطفى منا الشهداء والصلاه والسلام على نبينا المجاهد الشهيد الذي تقدم الصفوف وطلب الشهاده في مظانها القائل صلى الله عليه وسلم لوددت ان اغزو في سبيل لله فاقتل ثم اغزو فاقتل ثم اغزو فاقتل اما بعد!

اې په غزه، لوېدیځه غاړه، قدس، اشغال شوي داخل او دیار هجرت (شتات) کې زموږ غښتليه او قرباني ورکوونکيه فلسطیني ملته! اې زموږ د عربي او اسلامي امت پرګنو! اې د مقاومت په جبهو کې د وینې او وسلې وروڼو! اې د نړۍ ټولو ازادي غوښتونکو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

هر د بصیرت او پاک فطرت خاوند ته په ډاګه شوې ده چې موږ له داسې رذیل او پست دښمن سره مخامخ یو چې د اخلاقو په ځای یوازې د هغو ضد (بداخلاقي) لري، د جګړو په اړه د ولسونو په دودونو نه پوهېږي او د تړونونو درناوي او حرمت ته غاړه نه ږدي. هغه یو ځل بیا د وضعیت په لوستلو کې تېروتنه وکړه او غلطه ارزونه یې وکړه؛ زموږ نرمښت یې کمزوري او زموږ ځنډ او تامل یې شاته تګ وګاڼه. خو هغه په دې ونه پوهېد چې موږ نه هېروو او نه بښنه کوو او د حساب کتاب فاتوره (پاڼه) به تر هغه وخته پرانیستې پاتې وي ترڅو چې هغه د الله په اذن سره دا حساب دروند او پوره پرې کړي او که چېرې زموږ بې‌جرأته دښمن داسې ګومان کوي چې زموږ د مشرانو په شهادت رسولو سره موږ ضعیفوي، نو په پوه دې شي، چې د دوی وینه هغه تېل دي چې زموږ کښتۍ د سختیو د ماتولو لپاره مخې ته بیایي. دا زموږ د مبارزې د رښتینولۍ، رهبرۍ، له خپل ملت سره د پیوستون او د دوی په ځای د خپلو سرو د قربانولو نښه ده.

ونصبت نفسي للــرماح دريئه
ان الكــريم لمثـــلها لفعول

«ما خپل ځان د نېزو لپاره ډال کړ بېشکه چې سخي (شریف) انسان د داسې کارونو کونکی وي

موږ د شهادت او شهیدانو په دې مقام کې یو او زموږ د ویاړلې غزې د خلکو د هغې روانې وینې د سېلاب په سیوري کې یو چې له درواغجنو تړونونو او غولوونکو تفاهمونو سره سره لا هم نه ده درېدلې. موږ د خپل ملت او امت ټول شهیدان، مشران او مجاهدین یادوو، د دوی پاکو ارواو او صابرو کورنیو ته سلامونه او درناوی لېږو. په دې برخه کې موږ د خپلو هغو سترو مشرانو یادونه کوو چې په دې وروستیو کې شهیدان شوي دي او په ځانګړي ډول د ستر شهید قومندان عزالدین الحداد «ابو صهیب» یادونه کوو چې د القسام غونډونو لوی درستیز و. هغه خپل سفر د جهادي هلو ځلو له پیل څخه پیل کړ، بیا یې زموږ د ملت د مقاومت بېلابېل پړاوونه وڅارل او په جهادي کارونو کې یې یو په بل پسې پرمختګ وکړ. د ډېرو اتلوالو عملیاتو څارنه یې وکړه او ډېرې رهبري کوونکې دندې یې پر غاړه لرلې، چې تر ټولو مهمې یې د غزې لواء مشري او د جنګي وسلو د څانګې مسؤلیت و. همدارنګه د اکتوبر د اوومې نېټې په پلان جوړونه، چمتووالي او څارنه کې یې مرکزي رول درلود. وروسته یې د غزې په شمالي برخه کې د دفاعي عملیاتو مشري وکړه چې دښمن ته پکې درانه زیانونه واوښتل. تر هغه چې د محمد الضیف او محمد السنوار په څېر له دوو سترو مشرانو څخه وروسته یې په یوه خورا حساس پړاو کې د القسام د لوی درستیز مشري پر غاړه واخیسته او په بشپړ حکمت او وړتیا سره یې پرمخ بوتله، ترڅو چې الله پاک ورته له خپلې کورنۍ او مجاهدو شهیدانو زامنو سره یوځای د شهادت لوړ مقام ور په برخه کړ او له خپلو مجاهدینو شهیدانو زامنو سره یوځای شو. همدارنګه موږ د لوی شهید مشر «محمد عوده (ابو عمرویادونه کوو. هغه سخاوتمند او خاموش سړی چې په هر ډګر کې یې خپل نښان او اغېز پرېښود او په پټه یې کار کاوه. هغه د امت د لوی شهید «ابو خالد الضیف» نږدې ملګری و او د القسام کنډکونو کې د نظامي تصنيع یعني وسلو جوړولو له لومړنیو بنسټګرو څخه و. هغه د شمال د لوا، د وسلو او جګړې د خدماتو د څانګې مشري وکړه، مخکې له دې چې د پوځي استخباراتو د څانګې مشري په غاړه واخلي ترڅو د اکتوبر د اوومې د عبور په پلانولو او څارنه کې اساسي رول ولري، لکه څنګه چې د طوفان الاقصی په جریان کې یې په شمال لوا کې د دفاعي عملیاتو څارنه وکړه چې دښمن پکې سخت ګوزارونه وخوړل. بیا زموږ شهید خپله لاره د لوی مشر «عز الدین الحداد» څخه وروسته د درستیزوالۍ په مشرۍ پای ته ورسوله، مخکې له دې چې د عرفې په مبارکه ورځ له خپل مشر زوی او کورنۍ سره یوځای د عظيم شهادت مقام ته ورسیږي.

زموږ پیاوړی فلسطیني ولسه، زموږ لوی امته، د نړۍ ازادي غوښتونکو! موږ په داسې حال کې چې د شهید عز الدین القسام کنډکونه د خپل مرابط ولس دغه اوسنی حالت وینو، په لاندې ټکو ټینګار کوو:

لومړی: ترڅو دغه ډارن دښمن پوه شي چې د (صحابه کرامو) زید، جعفر او ابن رواحه (رضي الله عنهم) شهادت د مسلمانانو د مشرانو د ختمیدو یا د دوی د دعوت د له منځه تلو نښه نه وه، بلکې برعکس هغه د «سيف الله المسلول» زیږون و. نو د هغه څه زیری ولرئ چې تاسې به خفه کړي اې د الله دښمنانو! تاسې هیڅ نه دي کړي. له موږ څخه داسې مشران پاتې دي چې ستاسې لپاره ځواکونه راټولوي، داسې مشران چې د قرآن او سنتو له خوږو چینو څخه خړوب شوي او د خپلو لویو شهیدانو مشرانو تر لاس لاندې روزل شوي دي، نو د هغوی علم او حکمت یې جذب کړی دی. دوی د رباط او چمتووالي په ډګرونو کې لوی شوي، تجربو پخ پاخه کړي او جګړو تېره کړي دي ترڅو نن داسې تېرې تورې شي چې قسم یې خوړلی چې د خپلو اسلافو لاره به نه پرېږدي. د الله په اذن سره به په دوی کې هیڅ تغيیر او بدلون ونه مومئ. او زموږ تاریخ ته مراجعه وکړئ او ترې وپوښتئ اې د ځمکې تر ټولو ګمراه خلکو! کله زموږ عزم کمزوری شوی او کله پر موږ داسې سخت پړاو تېر شوی چې ستاسې د مقابلې لپاره مو سړي پکې نه وي موندلي؟ الله تعالی ته زموږ سفر به ونه دریږي او دغه بیرغ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پورته کړی دی، هېڅکله به سقوط ونه کړي.

دوهم: د شهادتونو جنایتونه او زموږ د خلکو، ملت او مقاومت کوونکو د ورځني قتل عام لړۍ چې ماشومان، سپین ږیري او ښځې یې قرباني شوي دي او په غزه تړانګه کې د اوربند د تړون د نقضولو او له خپلو ژمنو څخه د اشغالګرو د سرغړونې ټول شاهدان، منځګړي او تضمین کوونکي د حقیقت له شېبې سره مخ کوي نو تاسې چېرته یاست؟ ستاسې رول چېرته دی؟ او ستاسې تضمینونه چېرته دي؟ موږ چې کله له امریکا پرته نورو منځګړو ته خطاب کوو، نو خپل ملت او د خپل امت بچیانو ته خطاب کوو چې د مظلوم او ظالم ترمنځ یو شان قضاوت مه کوئ او په غزه کې له خپلو وروڼو سره د شرف داسې دریځ غوره کړئ چې تاریخ یې ثبت کړي او ټولې هڅې باید یوځای شي ترڅو اشغالګر چې زموږ، ستاسې او د ټول امت او د دې نړۍ د هر ازادي غوښتونکي دښمن دی، مهار کړل شي او هغه (اشغالګر) خپلو ژمنو ته تسلیمېدو ته اړ کړي، نه دا چې زموږ له مظلوم او ځورېدلي ملت څخه د نورو امتیازاتو او تېرېدنو غوښتنه وشي.

درېیم: په ټولو ځایونو کې زموږ مرابط ملت او زموږ د عربي او اسلامي هېوادونو مجاهدینو ته وایو چې تاسې نن د دغو وینو خاوندان (اولیاء الدم) یاست او د وخت فرض دا دی چې د حق او باطل په دې معرکه کې په عملي توګه ورګډ شئ، ځکه چې چوپتیا یا د بې‌ پلوۍ غوره کول نور د منلو وړ نه دي. له الله تعالی او بیا له تاسې څخه زموږ هیلې نه پرې کېدونکې دي او موږ د خپل امت له ټولو بچیانو، جریانونو او ځواکونو څخه خپله غوښتنه بیا تکراروو چې اختلافات یوې غاړې ته کړي او خپله قبله د امت د لومړي نمبر دښمن په لور سمه کړي، ځکه هغه امت چې څو ورځې وړاندې د خپل رب د بلنې د لبیک ویلو لپاره په یو میدان کې ودرېد او د عرفات غره ته وختل ترڅو د اسلام یو شعار را ژوند کړي، نو پکار ده چې د خپلو مظلومو بچیانو د نصرت او مرستې لپاره د جهاد او سرښندنې لوړو څوکو ته هم وخېژي او (که هغوی له تاسې څخه په دین کې مرسته وغوښته، نو پر تاسې فرض ده چې مرسته ورسره وکړئ). ستاسې دښمن د غزې د هغو مبارزینو پر وړاندې خپله کمزوري وښودله چې په خپلو ساده وسلو یې هغه ذلیل کړ او د هغه اتل مجاهد امجد النتشه پر وړاندې چې په نیول شوې لوېدیځه غاړه کې یې په خپل موټر باندې هغوی تر پښو لاندې او هلاک کړل. تاسې ته د هغو ازادي غوښتونکو بېلګه شته چې د فلسطین پر پولو یې پر دښمن بریدونه وکړل او د مقاومت د ټولو هغو ځواکونو بېلګه چې صهیونیسټي دښمن ته یې د ماتې خوند ور وڅکلو؛ او همدارنګه د عزتمن لبنان بېلګه چې اتلو بچیانو یې حماسې رامنځته کړې. نو پر هر هغه چا دې سلام وي چې له فلسطین سره ودرېدل او د هغه نصرت یې وکړ او د دښمنانو او بې‌غيرته خلکو سترګې دې هېڅکله خوب ونه ویني. او په پای کې، اې د غزې سخي مله، او اې د غزې صابرو ښځو، اې د دې ځمکې سپین ږیرو، ځوانانو او ماشومانو! اې د شهیدانو کورنیو او د سرښندنې سمبولونو! موږ ستاسې ویناوې تعقیب کړې، ستاسې شعارونه مو واورېدل او د شهیدانو مشرانو په مخه ښه کې مو ستاسې د خلکو ګڼه ګوڼه او لاریونونه وکتل. پر موږ حرام دي چې له دې وینې، له دې هوډ او له دغو قربانیو سره خیانت وکړو. نو لومړی پر خپل رب، بیا پر ځان او پر خپل مقاومت باوري اوسئ. موږ به هغې لارې ته دوام ورکړو چې زموږ مشران پرې شهیدان شول او د هغه څه لپاره به هڅې کوو چې تاسې ورته قرباني ورکړې ده. موږ به تاسې ته او د خپلو مجاهدو زامنو د ملاتړ او غېږ کې نیولو په چاره کې تل وفادار پاتې شو.

دا قربانۍ که څه هم ډېرې لویې دي، خو د الله په مرسته به یو ښکاره بری راوړي، ځکه هیڅ داسې توره تپه تیاره نشته چې ورپسې سپېده چاود او بریا رانشي. د هغه شاعر خبره څومره پر ځای ده چې وایي:

كــم وحـشة جاء بعدها انس
وظلـمة منــها الــنور يقـتبس
لا سيف امضى في كل معركة
مــن امـل الناس بعدما يئسوا

«څومره وېره او یوازيتوب و چې ورپسې مینه او انس راغی او څومره تیارې وې چې رڼا ترې واخیستل شوه. په هیڅ جګړه کې داسې تېره توره نشته لکه د خلکو هغه هیله چې له ناهیلۍ وروسته پیدا کېږي

والله غالب على امره ولكن اكثر الناس لا يعلمون

وانه لجهاد .. نصر او استشهاد
والسلام عليكم ورحمه الله وبركاته
❊❊❊❊

1 آل عمران: ۱۴۰

Exit mobile version