کله چې هم مونږ د تمدن نوم اخلو نو ذهن ته مو ښارونه، چراغونه، علم، آرامي او سوکالي راځي او باید چئ همدا شیان مو ذهن ته راشي ځکه کله چې مونږ تمدن تعریفوو نو د ابن خلدون تعریف هم مخې ته راځي هغه په خپل تعریف کې وايي چې تمدن هنر، رفاه او د ژوند د وضیعت ښه کیدو ته ویل کیږي چې په پایله کې یې ژوند ته آساني راځي1 نو عموماً تمدن کې خلک یوازې هغه څه ویني چې د انسان د ژوند آساني ورسره تړلې وي، خو داسې نه ده بلکې ویلای شو چې حتی د سوله ایزو او تر ټولو آرامو تمدنونو تر شا هم د لښکرو او یو سمبال فوځ لاس شته وو او همدا فوځ باعث کیږي تر څو تمدنونو وغوړیږي. اسلامي تمدن د بشري تاریخ له هغو لویو تمدنونونو څخه دی چې یوازې یې د عبادت، اخلاقو، فقهې، ادب او فلسفې په ډګرونو کې نه، بلکې د دولت جوړونې، امنیت، نظام، پوځي نظم، ستراتیژۍ، لوجستیک، انضباط، سرحدي ساتنې، د وسلو د جوړونې او د جګړې اړوندو علومو په برخه کې هم ژور او تل پاتې اغېز پرې ایښی دی. کله چې د اسلامي تمدن د زرینې دورې، د عباسي، اموي، اندلسي، سلجوقي، ایوبي، غزنوي، مغل۔۔ مملوکي او عثماني پړاوونو یادونه کېږي، نو زیاتره د علمي، ادبي او فلسفي پرمختګونو نومونه اخېستل کېږي او باید چې همدا یادونه وشي ځکه چې په دغو دورو کې جهانیانو د مسلمانانو لخوا له پرمختګ پرته بل څه نه دي لیدلي؛ خو دا حقیقت هم باید له پامه ونه غورځیږي چې د دغو ټولو علمي او فرهنګي غوړېدنو تر شا یو مهم بنسټیز عامل د اسلامي نړۍ سیاسي ثبات، نظامي توان، د سرحدونو ساتنه، د تجارتي لارو امنیت، د پوځي ادارې پیاوړتیا او د جګړې اړوند علومو کې پرمختګ و.
په ځینو غربي درسونو کې د تمدن په هکله یوازې دا درس ورکول کیږي چې ګواکې تمدن د سوله ایزو حرکتونو په مرسته جوړیږي د ځینو نورو نظریه خو بیا د هېټلر نظریه ده چې غواړي په وچ زور او ځواک سره یو تمدن له منځه یوسي او همداسې ځینې نور بیا غواړي چې په وچ زور سره تمدن جوړ کړي، البته چې د دې کار لپاره جګړې هم کوي خو لکه مونږ ته چې معلومه ده هغه جګړې چې د اسلامي لارښونو په رڼا کې نه وي نو هغوی یوازې شر راوړلی شي او یوازې د خلکو د تباهی باعث کیږي او بس!
تمدن یوازې د کتابتونونو مدرسو، مسجدونو او علمي مناظرو په برکت نه غوړېږي؛ تمدن د امن، ثبات، نظم، د دولت د اقتدار، د لارو د خوندیتوب، د سرحدونو د ساتنې، د بهرنیو یرغلونو د دفع کولو، او د داخلي فتنو د مهارولو په فضا کې وده کوي. همدا وجه ده چې قرآن کریم د روحانیت او اخلاقو تر څنګ د قوت، چمتووالي، نظم، صبر، ثبات، دښمن پېژندنې او د دفاعي توان د جوړولو تعلیم هم ورکوي. د اسلام له نظره ځواک یوازې د ظلم او استبداد وسیله نه ده، بلکې د حق د ساتنې، د دین د دفاع، د مظلوم د ملاتړ، د سرحدونو د خوندیتوب، د فتنې د مخنیوي او د امن د ټینګښت وسیله هم ده.
که د اسلامي تاریخ لومړیو پړاوونو ته وکتل شي، نو وبه وینو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې یوازې یوه روحاني ټولنه نه، بلکې یو منظم دولت جوړ کړی وو؛ هغه دولت چې پکې جومات، قضاء، بیت المال، مواخات یا ورورولي، میثاق، استخبارات، لښکر، قومانده، ساتندوی ځواک، سرحدي تدابیر او د جګړې اصول ټول موجود وو. له همدې ځایه د اسلامي تمدن د نظامي تفکر، دفاعي فلسفې او پوځي تمدني شعور بنسټ او اساس را شروع کیږي. وروسته د خلفای راشدینو په دوره کې دا بنسټ لا پیاوړی شو، او د اموي او عباسي خلافتونو په مهال د پوځ، سمندري ځواک، سرحدي رباطونو او پهره داریو، کلاوو، اسلحو، برید او دفاعي ستراتیژۍ، او د جګړې اړوندو صنعتونو په پراخېدو سره د اسلامي تمدن د علمي او اقتصادي ودې لپاره زمینه لا نوره هم مساعده شوه.
د دې موضوع اهمیت په دې کې دی چې که چېرې اسلامي تمدن د عظمت په بحث کې که یوازې د فقهاوو، مفسرینو، محدثینو فلاسفهوو او طبیبانو ونډه وڅېړل شي، خو د هغو نظامي بنسټونو، دفاعي علومو او پوځي هڅو یادونه ونه شي چې د همدې علمي فضا د خوندي کولو لپاره یې کار کړی، نو انځور نیمګړی پاتې کېږي. بیت الحکمه، نظامیه مدرسې، د اندلس علمي مرکزونه، د قاهرې مدرسې، د سمرقند او بخارا علمي چاپېریال، او د استانبول سترې ادارې ټول هغه مهال غوړېدلای او پراخېدلای شوې چې د دولت تر شا یو داسې ځواک موجود وي چې سرحدونه وساتي، لښکرې وروزي، لارې خوندي کړي او د بهرني ګواښ پر وړاندې د امت دفاع وکړي، له همدې امله دا مقاله د دې موضوع د روښانولو هڅه کوي چې نظامي هڅې او پوځي علوم د اسلامي تمدن په غوړېدنه کې څومره مهم وو؟! دغه اهمیت د قرآن، سنت، سیرت، د خلفاوو د تجربې، او د اسلامي تاریخ د لویو دولتونو له مثالونو څخه څنګه ثابتېږي؟ او ولې د اسلامي تمدن د تاریخ په لوستلو کې باید د ”علم “ او” قوت“ ترمنځ اړیکه یو ځای مطالعه شي؟ دلته به موږ وښیو چې اسلام د عسکريت، دفاع او ځواک تصور د اخلاقو، عدالت، نظم او علم تر چتر لاندې راوستی؛ او دا چې پوځي علوم د اسلامي تمدن لپاره یوازې د جګړې د وسیلې حیثیت نه درلود، بلکې د دولت جوړونې، اداري پیاوړتیا، صنعتي ودې، لوجستیکي نوښت، د سمندري او ځمکني ترانسپورت د پراختیا، او د علمي تولید د ساتنې لپاره یې حیاتي رول ادا کړی دی. تمدن هغه وخت تمدن کېږي چې په ټولنه کې د انسان د مادي او معنوي اړتیاوو د پوره کولو لپاره منظم نظام، ارزښتونه، اداره، امنیت، اقتصاد، علم، اخلاق او عدالت موجود وي. که یو ملت علم ولري خو د خپل علم د ساتنې توان ونه لري، که اقتصاد ولري خو لارې یې ناامنه وي، که کتابتونونه ولري خو د یرغلګرو له وېرې هره شېبه د سوځېدو په خطر کې وي، که پوهان ولري خو د فتنو او ګډوډیو له امله د تدریس او تحقیق فرصت ونه لري، نو هغه تمدني ودې ته نه شي رسېدای چې تاریخ یې یادونه په درناوي وکړي. له همدې ځایه د تمدن او ځواک اړیکه څرګندېږي.
په اسلامي فکر کې قوت د تمدن ضد مفهوم نه دی، بلکې د تمدن ساتونکی مفهوم دی. اسلام انسان ته نه وايي چې یوازې زاهدانه انزوا غوره کړه او د نړۍ له نظام، سیاست، ځواک، اقتصاد او دفاع سره کار مه لره؛ بلکې اسلام د انسان د فردي تزکیې ترڅنګ د امت د اجتماعي بقا او عزت فکر هم کوي. قرآن کریم مؤمنانو ته د تقوا، صبر، توکل، عدل، شورا او احسان تر څنګ د ”استعداد“ او ”قوت“ امر هم کوي. دا چمتووالی یوازې د جګړې لپاره د وسلې نیول نه دي، بلکې د هر هغه مادي او معنوي ځواک رامنځته کول دي چې د امت عزت، امنیت او بقا ورباندې ولاړ وي.
همدا وجه ده چې د اسلامي تمدن په تاریخ کې د پوځ د تنظیم، د عسکرو د ثبت، د دیوانونو د جوړولو، د سرحدي مورچلونو د ټینګولو، د لښکرو د معاشاتو، د اسونو او وسلو د ساتنې، د کلاوو د جوړولو، د بحري بېړیو د رامنځته کولو، د لارې او پوستې د امنیت، او د جاسوسي او استخباراتي شبکو د فعالولو موضوعات د تمدني پروژې یوه برخه وه. مسلمانانو درک کړې وه چې که د دولت دفاعي ملا ماته شي، نو نه مدرسه خوندي پاتې کېږي، نه بازار، نه قافله، نه ښار، نه کتابتون، او نه د علم د تولید هغه فضا چې د تمدن د غوړېدو لپاره اړینه ده. بلکې دا اصل تر اوسه پورې د ځینو با احساسه وګړو په زړه او ذهن کې ژوندی دی هغه ډول لکه څنګه چې د فلسطيني معاصر جهادي حرکت یا حماس یو پخوانی مشر او مؤسس عزالدین القسام وايي: « چې د مسجدونو د ښایسته کولو مصارف باید په وسلو وشي، ځکه که چېرې مو ځمکه له لاسه ورکړه نو دیوالونو سینګار به څه ګټه وکړي؟!»
د اسلامي تمدن په لومړیو پېړیو کې مسلمانانو له روم، فارس، قبط، بربر، ترک، هندي او نورو تمدنونو سره تماس پیدا کړ. دا تماس یوازې فکري او تجارتي نه و، بلکې پوځي هم و. له همدې تماسونو څخه مسلمانانو زده کړه وکړه، خپل نظامونه یې اصلاح کړل، د جګړې د وسایلو په جوړولو کې یې پرمختګ وکړ، د سمندري او ځمکني ځواک په برخه کې یې نوې تجربې حاصلې کړې او په عین وخت کې یې د جګړې لپاره خپل اخلاقي اصول هم وساتل. یعنې که له یوې خوا یې د کفارو سره د جګړې لپاره د لویو اسلحو په جوړلو فکر کاوه له بل طرف یې بیا د همدې اسلحو په واسطه د ملکي وګړو د ژوند د خونديتوب لپاره هم فکر کاوه او تل به یې د اخلاقو او انسانیت په چوکاټ کې د ننه شیان جوړول او د هغوی استعمال یې هم د خپل دین د مبارکو لارښوونو په رڼا او د انسانیت په چوکاټ کې کاوه مطلب د کفارو سره په تعامل کې یې خپل اسلامي او انساني ارزښتونه هېڅکله تر پښو لاندې ندي کړي بلکې همېشه یې هغوی یاد ساتلي دي. همدا تعامل د دې لامل شو چې اسلامي تمدن د ” قوت“ او” علم“ ترمنځ یو داسې توازن رامنځته کړي چې د نورو ډېرو تمدنونو په تاریخ کې یې بېلګې لږې یا بیخي نه لیدل کېږي.
که د تمدن تعریف یوازې په علمي تولید، فلسفي مناظرو او هنري لاسته راوړنو پورې محدود شي، نو بیا به د اسلامي تمدن نیمه کیسه لوستل شوې وي؛ ځکه د تمدن د دې باغ او ګلستان ساتونکي هغه پوځونه، هغه سرحدي مجاهدین، هغه انجنیران، هغه سمندري قوماندانان، هغه کلا جوړوونکي، هغه وسلې جوړوونکي، هغه لوجستیکي مدبرین او هغه سیاسي مشران وو چې د علم او ټولنیز ژوند لپاره یې امن تأمین کړ، له همدې امله د اسلامي تمدن په غوړېدنه کې د نظامي هڅو او علومو ارزښت د یوې فرعي موضوع په توګه نه، بلکې د اصلي تمدني ستنې په توګه باید مطالعه شي.
د قرآن کریم له نظره د قوت، چمتووالي او دفاع اصل
اسلام د سولې دین دی، خو د بېوسۍ دین نه دی؛ د رحمت دین دی، خو د ذلت او غلامۍ دین نه دی؛ د اخلاقو دین دی، خو د خپل ځان، امت او حق د دفاع د پرېښودو دین نه دی. قرآن کریم د مسلمانانو د روحاني روزنې ترڅنګ د هغوی د ټولنیز او دفاعي چمتووالي لپاره هم لارښوونې کوي. د دې لارښوونو تر ټولو مشهور او جامع اصل د سورة الأنفال دا مبارک آیت دی:
﴿وَأَعِدّوا لَهُم مَا استَطَعتُم مِن قُوَّةٍ وَمِن رِباطِ الخَيلِ تُرهِبونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُم﴾ 2
او تاسو قوت او تړلي آسونه تیار کړئ، څومره چې استطاعت یا وس لرئ، چې په دې سره به تاسو د الله دښمنان او خپل دښمنان وېروئ!
د دې آیت عظمت په دې کې دی چې اسلام دلته د مسلمانانو څخه د” قوت“ د اعظمي چمتووالي غوښتنه کوي.” ما استطعتم“ دا معنا لري چې هر هغه څه چې ستاسو له وسه کېږي، هره هغه وسیله هره هغه روزنه، هر هغه تدبیر، هر هغه صنعت، هر هغه مهارت او هر هغه نظام چې د امت د دفاع لپاره اړین وي، باید رامنځته شي. دا آیت د وخت او مکان له قید څخه هم تر ډېره پورته دی؛ ځکه قوت یوازې د یوې زمانې ځانګړې وسله نه ده، بلکې د هر عصر مطابق هغه ټول توانونه پکې شامل دي چې د دفاع او ځان ساتنې لپاره مهم وي
مفسرینو د «قوة» په معنا کې بېلابېل اړخونه ذکر کړي دي، ځینو یې د وسلو، ځینو د رمي یا ویشتلو، ځینو د آسونو، ځینو د کلاوو، ځینو د حربي تدبیر، او ځینو د عقل، سیاست، تنظیم او صنعت یادونه کړې ده. د همدې تفسیرونو له مخې څرګندېږي چې قرآن یوازې د خامې جذباتي جګړې دعوت نه ورکوي، بلکې د منظم، عاقلانه، صنعتي او حساب شوي چمتووالي دعوت ورکوي. دلته «قوت» د فزیکي زور ترڅنګ علمي قوت، صنعتي قوت، لوجستیکي قوت، استخباراتي قوت، اقتصادي قوت او د رهبرۍ قوت هم رانغاړي.
د دې آیت په پای کې د «ترهبون به عدو الله وعدوكم» جمله هم ژوره معنا لري؛ مقصود یوازې جګړه نه ده، بلکې د داسې قوت رامنځته کول دي چې دښمن له یرغل او فتنې څخه منع شي. یعنې ځواک د سولې د ساتلو وسیله هم ده. کمزوری ملت د جګړې بلنه ورکوي؛ خو قوي ملت د جګړې مخه نیسي، همدا دنن ورځې اصل او د نن ورځېد نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو یوه مهمه موضوع ده، خو قرآن کریم یې بنسټیزه معنا پیړی مخکې بیان کړې ده.
همدارنګه قرآن کریم په بل ځای کې د طالوت او جالوت په قصه کې د عددي کموالي باوجود د ایمان، صبر، نظم او پوځي انضباط ارزښت ښوولی دی. په بدر، احد، احزاب او حنین کې د مسلمانانو تجربو وښودله چې یوازې عدد کافي نه دی؛ بلکې رهبرۍ، اطاعت، د موقف پېژندنه، د جبهې ساتنه، او د امر تعمیل د بریا او ماتې تر منځ لوی توپیر جوړوي، قرآن کریم د احد د پېښې له لارې امت ته دا درس ورکوي چې د نظامي امر څخه سرغړونه، د غنیمت په شوق د مورچل پرېښودل او د قوماندې د نظم ماتول څومره درنې پایلې لري. نو له قرآني نظره نظامي چمتووالی یوازې وسله نه، بلکې انضباط، اطاعت، استقامت، حوصله، اخلاص او د امر منل هم دي. 3
له دې ټولو څخه دا پایله راځي چې د اسلامي تمدن پوځي بُعد د دین له متن څخه جلا نه دی؛ بلکې د دین د اجتماعي او تمدني فهم یوه برخه ده. قرآن د مسلمانانو د عقیدې او عبادت ترڅنګ د هغوی د قوت، امنیت، تدبیر او دفاع بنسټونه هم ږدي، او همدا بنسټونه وروسته د اسلامي تمدن په غوړېدو کې په عملي ډګر کې څرګند شوي هم دي او مونږ ټولو په خپلو سترګو باندې لیدلي او همدا شان مو په تاریخونو او د سیرت په کتابونو کې لوستلي دي.
په نبوي سیرت کې د نظامي تیاري، مهارت او تدبیر مقام
که د قرآن کریم آیاتونه د اسلامي فکر بنسټ جوړوي نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت د دې بنسټ د عملي تطبیق میدان دی. نبوي سیرت موږ ته د اسلام د دفاع، پوځي مهارت، استخباراتي تدبیر، منظمې صف بندۍ، لوجستیک، روزنې او د جګړې د اخلاقو یو بشپړ درس او مکتب وړاندې کړی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې مبلغ نه و، بلکې رهبر، قاضي، معلم، د دولت مشر او د جګړې د حالاتو امیر هم و.
د حدیث له مخې رسول الله صلی الله علیه وسلم د سورة الأنفال د ”قوة“ تفسیر په ”الرمي“ سره کړی دی او په حدیث شریف کې فرمايي چې: «ألا إن القوة الرمي» یعني خبردار چې له قوت څخه مراد ویشتل دي.4 دا حدیث څو مهم درسونه لري. لومړی دا چې اسلام مهارت ته اهمیت ورکوي؛ یعنې قوت یوازې د وسلې په لرلو نه، بلکې د هغې په سم استعمال، تمرین او مسلکي وړتیا پورې تړلی دی. دویم دا چې اسلام د تخصص ارزښت پېژني؛ هر عصر کې ”رمي“ د هغه وخت د مؤثر پوځي مهارت سمبول دی او یوازې متخصصین کولای شي چې د خپل وخت د ویشتلو اسلحې په مؤثره توګه سره استعمال کړي، نو نن یې معنا د عصري پوځي مهارتونو، تخنیکي وړتیاوو، دفاعي انجینرۍ او ستراتیژیکو وسایلو د زده کړې تر حده غځېږي. درېیم دا چې اسلام د تیارۍ د دوام غوښتنه کوي، نه د اتفاقي او موسمي احساساتو.
نبوي سیرت راښيي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په غزواتو کې د جګړې له شروع مخکې مشوره کوله، جغرافیه یې سنجوله، استخباراتي معلومات یې راټولول، د لښکر مورال یې لوړ ساته، د صفونو تنظیم یې کاوه، ساتندوی ځواکونه یې ټاکل، د شپې او ورځې حرکتونه یې څارل او حسابول، او حتی د خندق په غزوه کې یې له عربي دودیزو لارو پرته د دفاع نوې لاره وکاروله. د خندق حفره یا ژور کانال د دې ښکاره مثال دی چې اسلام له نورو ملتونو څخه د ګټورې نظامي تجربې او استراتیژی کاپي کول او را اخیستل منع نه ګڼي؛ بلکې که یوه تګلاره د حق، عدالت او دفاع په خدمت کې وي، اسلام یې د کارولو اجازه ورکوي.
په بدر کې د اوبو د ځایونو کنټرول، په احد کې د غره پر شا د غشو ویشتونکو ټاکل، په حنین کې د ناڅاپي برید پر مهال د صفونو بیا تنظیم، په تبوک کې د اوږد واټن لپاره پوځي تدارکات، او په فتح مکه کې د لږې وینې تویېدو لپاره د ستراتېژیک فشار کارول او نور ټول ښيي چې نبوي مشري د پوځي مدیریت، لوجستیک او تدبیر له پلوه څومره عالي او ژوره وه.
نبوي سنت د جګړې اخلاقي حدود هم ټاکي؛ د ماشوم، ښځې، راهب، بېوسلې او غیر محارب انسان وژنه منع ده؛ په اسلام کې د خیانت، مثله کولو، د ونو بېځایه پرېکولو او د فساد خپرولو مخه نیول کېږي؛ د امان او عهد رعایت لازمي ګڼل کېږي؛ اسیرانو سره د انساني چلند لارښوونه کېږي. له دې څخه معلومېږي چې اسلامي پوځي تمدن یوازې د فتوحاتو ماشین نه و، بلکې یو اخلاقي حقوقي نظام هم و. د همدې اخلاقو په برکت اسلامي ځواک د تمدن د جوړولو وسیله وګرځېد، نه د محض تخریب. په حقیقت کې نبوي سنت د اسلامي تمدن د پوځي فلسفې هغه زېرمه ده چې وروسته یې د خلفاوو، فقهاوو، قاضیانو، قوماندانانو او دولتونو د پوځي ادارې او نظامي علومو د پراختیا لپاره فکري بنسټ برابر کړ. که د نبوي سیرت دا برخه له پامه وغورځول شي، نو د اسلامي تمدن د دولتسازۍ او تمدنسازۍ انځور نیمګړی پاتې کېږي.
مدینه منوره؛ چېرې چې تمدن او منظم فوځي ځواک رامنځ ته شو
د اسلامي تمدن عملي پیل د مدینې له دولت څخه کېږي. مکه د ایمان، دعوت، صبر او ابتلاء مرحله وه؛ خو مدینه د دولت، قانون، ټولنیز جوړښت، اقتصاد، دفاع، سیاست او تمدني نظم مرحله ده. دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې ټولنه جوړه کړه چې پکې عبادت او سیاست، روحانیت او اداره، علم او دفاع، مسجد او میدان، مواخات یا ورورولي او امنیت ټول په یو منظم چوکاټ کې سره یو ځای شول.
د مدینې دولت له پیله د داخلي او خارجي ګواښونو سره مخ و. له یوې خوا قریش، له بلې خوا یهودي قبایل، له درېیمې خوا منافقین، او له څلورمې خوا د شاوخوا قبایلو نامعلوم دریځونه موجود وو. په داسې چاپېریال کې که مدینې دفاعي نظم نه درلودای، نو نه به دا نوې ټولنه پاتې شوې وای او نه به وروسته اسلامي تمدن د ودې فرصت موندلی وای. له همدې امله د مدینې دولت د خپل لومړي جوړښت له اولې ورځې د امنیتي او دفاعي شعور پر بنسټ جوړ او ولاړ و.
هغه تړون چې «میثاق مدینه» نومیږي، په حقیقت کې یوازې یو سیاسي تړون نه و، بلکې د مدني امنیتي نظم اساس هم و. پکې د ښار د دفاع، د ګډو ګواښونو پر وړاندې د ګډ دریځ او مبارزې، د داخلي شخړو د حل، او د وفادارۍ حدود روښانه شوي وو. دا د تمدني دولت هغه نښه ده چې د قانون، امنیت او مشارکت تر منځ توازن ساتي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د لښکر جوړولو لپاره بېلابېل قبایلي ځواکونه یوازې په احساساتي ډول نه راټولول، بلکې هغوی ته یې نظم ورکاوه، بیرغونه یې ټاکل، قوماندانان یې ټاکل، استخباراتي مأموریتونه یې ورکول، او د اړتیا په وخت کې یې بدیل پلانونه هم درلودل. د غزواتو او سریو تاریخ ښيي چې مدینې کې یو فعال امنیتي دولت و، نه یوازې یوه دیني ټولنه.
د مدینې د دولت په نظامي جوړښت کې څو مهم عناصر لیدل کېږي:
۱. قومانده او اطاعت: د هر لښکر لپاره ټاکلی امیر، او د هغه اطاعت د نظامي نظم بنسټ و.
۲. استخبارات او معلومات: د دښمن د حرکت، شمېر، لوري او نیت په اړه معلومات راټولېدل.
۳. تدبیر او مشوره: د جګړې پر ځای، وخت، صف بندۍ او د دفاع پر طریقه مشورې کېدې.
۴. اقتصادي ملاتړ: د جهاد او دفاع لپاره د مال مصرف ته خلک تشویقېدل، ځکه پوځ بې لګښته نه چلېږي.
۵. اخلاقي کنټرول: ځواک د ظلم وسیله نه، بلکې د حق او امن د ساتنې وسیله وه.
۶. ټولنیز مشارکت: ټولنه له دفاعي مسؤلیت څخه جلا نه وه؛ شتمن، غریب، ځوان، سپینږیري، ښځې او نارینه هر یو په خپل ډول د دولت د بقا په پروژه کې برخه لرله.
له همدې امله مدینه د اسلامي تمدن د لومړۍ پوځي مدني اکاډمۍ حیثیت لري، همدلته مسلمانانو زده کړل چې د دین ساتنه یوازې په وعظ نه کېږي؛ د حق د بقا لپاره اداره، نظم، قانون، اقتصاد او دفاعي ځواک هم ضروري دي. وروسته د راشدینو، امویانو او عباسیانو ستر نظامونه د همدې مدني نبوي بنسټ پر اوږو ودرېدل.
د خلفای راشدینو دوره: د عقیدې له ځواک څخه د منظم پوځ تر جوړښت پورې
د خلفای راشدینو دوره د اسلامي تمدن د نظامي ودې او سیاسي پراختیا له مهمو مرحلو څخه ده. په دې پړاو کې مسلمانان له یوه سیمهییز دولت څخه د یوه پراخ نړیوال ځواک په لور ولاړل. خو دا پراختیا د ګډوډو یرغلونو او بېنظمه جګړو نتیجه نه وه؛ بلکې د عقیدوي روح، اخلاقي انضباط، اداري تدبیر، پوځي سازمان، د قوماندې د وحدت او د رهبرۍ د قوت ګډ محصول و.
د ابوبکر صدیق رضی الله عنه دوره: د بقا جګړه او د دولت د ټینګښت بنسټ
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو، اسلامي دولت له ستر بحران سره مخ شو؛ ارتداد، د زکات انکار، د پیغمبری د درواغجنو مدعیانو راپورته کېدل، او د عربو قبایلو د مرکز نه منل د مدینې دولت د ړنګېدو خطر زیات کړی و. په دې نازک حالت کې حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه یوازې وعظ او نصیحت باندې اکتفاء ونه کړه؛ بلکې د دولت د بقا لپاره یې قاطع نظامي اقدامات هم وکړل. د ردت جګړې په حقیقت کې د اسلامي تمدن د بقا جګړې وې، که هغه مهال دولت کمزوری شوی وای، نو نه به وروسته د اسلامي تمدن ستر بابونه پرانیستل کېدل او نه به د اسلام سیاسي تمدني موجودیت خوندي پاتې کېده.
د ابوبکر رضی الله عنه هوډ وښودله چې دیني اصول او سیاسي اقتدار سره تړلي دي. د زکات انکار د فردي عبادت موضوع نه وه، بلکې د اسلامي دولت د مالي او حقوقي نظام پر ضد سرغړونه وه. له همدې امله د ردت جګړې یوازې نظامي نه، بلکې تمدني ارزښت هم لري: دوی د امت وحدت، د قانون حاکمیت، د دولت اقتدار او د راتلونکي تمدن د ودې بنسټ وساته.
د عمر فاروق رضی الله عنه دوره: له فتوحاتو څخه تر نظامي ادارې
د حضرت عمر رضی الله عنه په دوره کې اسلامي پوځ یوازې یو جګړه کونکی ځواک نه پاتې کېږي، بلکې په تدریج سره منظم دولتي شکل خپلوي. عراق، شام، مصر او فارس ته د فتوحاتو پر مهال عمر فاروق رضی الله عنه د پوځ د تنظیم، د عسکرو د ثبت، د معاشاتو، د دیوان، د، د لښکرو د استوګنې، او د سرحدي تدابیرو په برخه کې داسې بنسټونه کېښودل چې د اسلامي تمدن د دولتسازۍ په تاریخ کې ډېر ارزښت لري.
دیوان الجند د همدې پړاو ستره لاسته راوړنه ده. د عسکرو نوملړ، د هغوی حقونه، وظیفې او امتیازات ثبتېدل. دا کار پوځ له قبایلي شکل څخه دولتي ادارې ته واړاوه. همداراز بصره، کوفه او فسطاط په څېر ښارونه یوازې د استوګنې ځایونه نه وو، بلکې د پوځ، ادارې، اقتصاد او تمدن ګډ مرکزونه وو. په دې توګه پوځ او ښار جوړونه سره وتړل شول.
حضرت عمر رضی الله عنه د سرحدي سیمو د ساتنې، د قاضیانو او والیانو د څارنې، د پوځ د اخلاقو او د بیت المال د منظم مصرف په برخه کې هم ځانګړې پاملرنه لرله. د هغه په فکر کې پوځ باید د امت ساتونکی وي، نه د امت بار. له همدې امله د پوځي ادارې اصلاح د تمدني ودې د بنسټ په توګه ودرېده.
د عثمان او علي رضی الله عنهما پړاوونه: سمندري ځواک او داخلي ازموینې
د حضرت عثمان رضی الله عنه په دوره کې اسلامي سمندري ځواک د پام وړ پرمختګ وکړ. د شام والي معاویه رضی الله عنه د بحري ځواک پر جوړولو کار وکړ، او مسلمانان د مدیترانې په سمندري فضا کې د خپل حضور خاوندان شول. دا پرمختګ یوازې نظامي نه و؛ بلکې د سوداګرۍ، د ټاپوګانو د امنیت، د ساحلي ښارونو د دفاع او د سمندري تمدني شبکو د پراختیا لپاره هم حیاتي و.
د حضرت علي رضی الله عنه دوره بیا تر ډېره د داخلي فتنو او سیاسي شخړو تر سیوري لاندې تېره شوه. خو د دې دورې یوه لویه زده کړه دا ده چې کله امت داخلي اختلافاتو او کورنیو شخړو ته ولوېږي، نو د تمدن د ودې سرعت کمېږي او پوځي انرژي د بهرني دفاع پر ځای په داخلي فرسایش کې مصرفېږي. دا تجربه وروسته اسلامي تاریخ ته یو ستر درس شو او هغه دا چې: داخلي وحدت د تمدن او پوځي ځواک د بقا شرط دی.
په ټوله کې د خلفای راشدینو پړاو د اسلامي تمدن لپاره دا حقیقت تثبیت کړ چې عقیده او قوت، اخلاق او اداره، عدالت او نظام، او فتوحات او مدنيسازي باید سره یو ځای پر مخ ولاړ شي. د همدې دورې له تجربو وروسته اسلامي تمدن د لویو امپراتوریو د جوړولو ظرفیت وموند.
په آخر کې ویلای شو چې د اسلامي تمدن د غوړېدنې تاریخ که په ژور نظر وکتل شي، نو روښانه کېږي چې د دې تمدن د علمي، فکري، اقتصادي او فرهنګي عظمت تر شا یو مهم رکن او ستنه نظامي هڅې، دفاعي شعور او پوځي علوم وو. اسلام مسلمانانو ته یوازې د عبادت او اخلاقو درس نه دی ورکړی، بلکې د قوت، نظم، تدبیر، چمتووالي، دفاع، رهبرۍ او مسؤولیت درس یې هم ورکړی دی. قرآن کریم د «وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة» په اصل سره امت ته دا وښوده چې بقا، عزت او امن د تیاري، مهارت او قوت غوښتنه کوي. نبوي سیرت دغه اصل په عملي دولت، منظم پوځ، استخباراتي تدبیر، صف بندۍ، لوجستیک، مشورې او د جګړې په اخلاقو کې مجسم کړ.
د خلفای راشدینو په دوره کې همدا نبوي بنسټ د دولتسازۍ، د پوځ د تنظیم، د دیوانونو د جوړولو او د اسلامي قلمرو د خوندي کېدو او پراختیا سبب شو. اموي او عباسي خلافتونو دا جوړښت لا پسې پراخ کړ، او د اندلس، ایوبي، مملوکي او عثماني پړاوونو تجربو وښودله چې پوځي قوت کله د سرحدونو ساتونکی، کله د علمي مرکزونو محافظ، کله د سوداګریزو لارو ضامن، او کله د امت د بقا د وروستي مورچل په توګه عمل کړی دی.
همدارنګه نظامي علوم په اسلامي تمدن کې یوازې د جګړې د هنر نوم نه و؛ بلکې د جغرافیې، فلکیاتو، طب، ریاضي، فلزکارۍ، انجینرۍ، ناوبري، لوجستیک او ادارې له ګڼو علومو سره یې ژوره اړیکه لرله. له همدې امله د پوځي اړتیاوو له برکته د تمدن نورې علمي او تخنیکي څانګې هم پیاوړې شوې. دا هر څه ښيي چې د اسلامي تمدن د غوړېدنې کیسه یوازې د مدرسې او کتابتون کیسه نه ده؛ دا د مسجد او مورچل، د قلم او تورې، د عالم او مجاهد، د قاضي او قوماندان، او د علم او قوت د ګډ کار کیسه هم ده.
په پای کې ویلی شو چې د اسلامي تمدن د زرینې دورې د سم فهم لپاره باید د «علم» او «نظامي قوت» تر منځ مصنوعي بېلتون ختم کړو. اسلامي تمدن هغه وخت غوړېدلی چې عقیده یې ژوره وه، اخلاق یې ژوندي وو، علم یې فعال و، اقتصاد یې روان و، او دفاعي توان یې موجود و. کله چې له دې عناصرو څخه کوم یو کمزوری شوی، د تمدن ودې ته زیان رسېدلی دی. له همدې امله د اسلامي تمدن د تاریخ دا باب نن هم موږ ته دا درس راکوي چې عزت، علم، امنیت او خپلواکي د یو بل بدیل نه دي؛ بلکې یو د بل شرطونه دي. هغه امت چې غواړي د خپل تمدن، هویت او ارزښتونو ساتنه وکړي، باید د ایمان او علم تر څنګ د قوت، تیاري، صنعت، تدبیر او دفاعي شعور بنسټونه هم پیاوړي کړي.
❊❊❊❊
1 د ابن خلدون مقدمه
2 سورة الانفال:۶۰
3 د دې د زیاتې تشریح لپاره کولای شئ چې د سیرة النبي له کتابونو څخه استفاده وکړئ!
4 رواه مسلم و ابو داود
