فراماسونري یا فري میسن لغوي معنی آزاد ګِل کاران (خټګر)، معماران او جوړونکي ده، معاصره بڼه یې په 1717م کال انګلنډ کې رامنځته شوې، پداسې حال کې چې د دې خفیه تنظیم شجره تر فرعونیانو او قبل المیلاد پورې رسیږي یا هم د فرعونیانو له پاتې شونو او اثارو څخه په استفادې یې د خپلو مقاصدو او موخو د تحقق په پار کاروي؛ لومړی ځل د کنایټ ټمپلر په نوم یوې یهودي ډلې چې په اروپا کې استوګن وه او ځانونه یې صلیبیان او عیسویان معریفي کول د پاپ لخوا په 1035م کال کې د اسلامي نړۍ پر وړاندې د صلیبي جګړو په پیل سره د بیت المقدس د نیولو په پار صلیبي لښکرو کې داخل شول، دوی غوښتل د صلیبیانو له طاقت په استفادې بیت المقدس ته ځان ورسوي او هیکل سلیماني ورغوي، نوموړو په صلیبیانو کې ځانونه مدغم کړل چې بلاخره په 1096م کال کې صلیبیانو د همدې کنایټ ټمپلر ډلې پر مټ چې ځانونه یې په صلیبیانو کې پټ کړي او صلیبیان ښودل بیت المقدس اشغال کړ؛ د وخت په تېریدو سره صلیبیانو ددوی اصلیت تشخیص کړ او پاپ د کنایټ ټمپلر د مشر په دار کولو امر وکړ، د رهبر له وژلو بعد یې د افرادو په قتل عام هم پیل وکړ او له مرګ ژغورل شوي د کنایټ ټمپلر پاتې شونې سکاټلنډ ته وتښتیدل، دوی د سکاټلنډ په ازادۍ او جګړو کې مخکښ رول ولوباوه؛ د سکاټلنډ او انګلنډ له اتحاد وروسته یې د فعالیت ساحه نوره هم پراخه شوه، وروسته همدې د برتانیې یهودو چې همدا کنایټ ټمبلر وه خپل نوم فری میسن ته بدل کړ، جورج واشنګټن او بنجامین فرانکلن چې د امریکا دا رامنځته کېدو مخکښې څیرې دي هم د دې تنظیم غړي وه؛ همدې فري میسن یوه داسې امریکا وزیږوله چې ټول واک یې د همدوی په لاسونو کې ولوېده، فلسطین ته د یهودو را انتقال او یهودي دولت ته زمینه سازي هم د فري میسن کار وه؛ یهودو چې په سر کې یې فري میسن وه د بانکي سیسټم په رامنځته کولو او د کاغذي کرنسۍ په ترویج چې ماشین یې ددوی په لاسونو کې وه د نړۍ حاکمان شول؛ IMF, World bank هم ددوی بانکونه دي، هېوادونو ته قرض ورکوي او وروسته خپل اهداف پرې پر مخ وړي.
د نړۍ پر اقتصاد له ولکې بعد دوی د نړۍ په جغرافیه، سیاست او هر اړخیز واک ترلاسه کولو په لټه او د یو سترګي دجال د ظهور لپاره په لار خلاصولو او لښکرو برابرلو بوخت دي، چې Media houses، fashion industry, tv channels, , Hollywood, Bollywood تر خپل کنټرول لاندې لري او پر مټ یې د انسانیت د ذهنونو د تسخیر هڅې کوي. د دې دجالي تنظیم کارکوونکي په ظاهر او د انسانانو د تېر ویستلو لپاره داسې شعارات له خپلو ادرسونو ملتونو ته ور تلقینوي چې موږ د نړۍ د تعمیر لپاره په کار او زیار بوخت یو، همدارنګه د ښځو حقوق، صحت، تعلیم، د فقر پر وړاندې مبارزه، بشري حقوق او ازادي زموږ له اولویتونو څخه دي؛ دا دجالي تنظیم د همدې شعاراتو تر نامه لاندې د خلکو په تېر ایستلو سره خپل خفیه او سري مقاصد پر مخ وړي، د دې تنظیم غړو ځانونه د نړۍ سترو سترو چوکیو او پوسټونو ته رسولی لکه: صدارتونو، وزارتونه، د سترو کمپنیو ملکیت، د اسلحو جوړونې صنعت تر خپل واک لاندې راوستل او داسې نور، نوموړي ځانونه د نړۍ تر ټولو ځیرک او پوه انسانان ګڼي؛ فري میسن په لومړیو کې خپل کارونه په پټه او سري بڼه ترسره کول مګر د وخت په تېریدو سره یې خپل تعلیمات په ښکاره بڼه پیل او نړۍ ته وړاندې کړل چې د فری میسینري په نوم مکاتب، ادارات او نور تعلیمي مراکز یې ځای ځای جوړ کړي دي
دوی د نړۍ تر ټولو پیسه دار او شتمن خلک په شعوري یا غیر شعوري ډول خپل تنظیم ته داخلوي او د نوموړو له شتمنۍ څخه په استفادې خپل اهداف پر مخ وړي، د فري ميسن تنظیم په ظاهر د ښځو د حقوقو دعوه کوي مګر پخپلو غونډو، مراسماتو او جلسو کې هیڅ ښځه نه پریږدي، ایلومیناتي خفیه تنظیم هم له فري میسن څخه زیږیدلای یو خفیه تنظیم دی چې د illuminatus لاتیني کلیمې څخه اخیستل شوی چې معنی یې رڼا، روښنایي او روشنفکري ده؛ بنسټ ایښودونکی یې آدام وایسهاوپت نومیږي چې په ننني المان کې یې د نوموړي خفیه تنظیم د بنسټ ډبره کیښوده، آدام وایس هاوپت په لوموړیو کې د فري میسن تنظیم غړۍ وه چې وروسته یې د خپلو نورو ۹ تنو ملګرو چې دوی هم فري میسنان وه ایلومیناتي تنظیم تشکیل کړ، د دې تنظیم غړي د دې دعوه داران دې چې موږ په یو داسې علم منور یو چې پر مټ یې هر ناممکن کار ممکن کولای شو او د نړۍ نور انسانان له دې علم څخه محروم دي، د ایلومیناتیانو هر څه پر جادو بناء دي او خپلې ټولې کړنې په پټه او د نړۍ له سترګو لرې انجاموي؛ د ۱۷۸۰م کلونو په شاوخوا کې د کاتولیک کلسیا په اشاره د وخت پاچا د ایلومیناتیانو په شمول د فراموسونرانو د تنظیمونو د بندولو حکم وکړ، مګر دوی خپل کارونه د پردې تر شا له مخکې څخه په زیات سرعت پر مخ وړل پیل کړل چې په نتیجه کې د فرانسې د انقلاب په راوستو هم بریالي شول یعنې د فرانسې د انقلاب راوستو تر شا هم د ایلومیناتیانو رغنده رول موجود وه.
ایلومیناتیان چې یو شخص خپل تنظیم ته داخلوي لومړۍ د رازونو د ساتلو قسم ترې اخلي، دوهم شیطان به په خدایۍ نیسي او عبادت به یې کوي؛ د دې تنظیم غړي د ځانګړو مراسمو په جریان کې انسانان؛ په ځانګړې توګه پیغلې، حسینې نجونې او کوچني ماشومان د شیطان په نوم حلالوي چې دا حقیقیت مو د اپسټین په فایلونو کې ولیده؛ د دې وحشي صفته امریکایي جفري اپسټین په اسنادو او فایلونو کې ښکاره راغلي دي چې بې شمیره کم عمره ترکۍ ښایسته نجونې به د نوموړي په جزیرة کې پلورل او د ځانګړو پروازونو له لارې هلته قاچاق کېدې، تر څو لوړو پوړو او شتمنو کسانو ته د جنسي استفادې لپاره وړاندې شي.
د اپستین په قضیه کې یوه زړه بوږنوونکې او وحشیانه کړنه داده چې دوی نه یوازې پر ماشومانو جنسي تېري کول، بلکې هغوی یې له جنسي تېري وروسته وژل، دهغوی وینې به یې څښلې او له دې شیطاني کار به یې خوند اخیسته؛ یو فایل کې رازي چې د امریکا ولسمشر بوش ولاړ دی، یوه ماشومه یې پر مخکې حلالوي، بیا لاسونه او پښې ترې قطع کوي، بیا یې نس څېرې کوي کولمې ترې راباسي او بیا یې stool یا فاضله مواد خوري.
همدا رنګه فایلونو کې رازي چې هلته به د انسانانو غوښې خوړل کېدې، وینې به یې څښل کیدې، ذبح کیدل به! اپسټین دا هر څه په یوازې ځان نکول بلکې تر شا یې همدا مکمل صهیونیستي، ماسوني او ایلیومیناتي سازمانونه موجود وه چې د هغوی طرحه او پالیسي نوموړي پر مخ وړه.
ایلومیناتیان د انسانانو پر ذبح کولو سره انګیري چې شیطان پدې کړنو خپل خارق العاده قوت دوی ته ورکوي، او پر مټ یې له شیطانه غیبي مدد غواړي؛ ایلومینانتیان ۱۳ نسلونه لري چې ټول یې د نړۍ په اقتصاد او بانکونو واکمن دي، د ډیویډ راګ فیلر او راګ چایلډ خاندانونه د امریکا د Federal Reserve Bank څښتنان دي چې امریکا ته یې په قرض ورکولو د خپل ځان غلامه ګرزولې، د ښځو حقوق، د بشر حقوق، بیارغونه، برداشت، امن، انسانیت، انسانیت له مذهب لوړ دی، ساینسي ترقي، انساني ارتقاء چې د خپل معنوي پلار چارلس ډاروین نظریه ترویجول غواړي؛ پورتني اصطلاحات د دوی د هغه تسخیرونکې اسلحې دې چې په غیر شعوري بڼه پرې ملتونه له منځه وړي یا په بله اصطلاح په شاتو کې زهر ورکول دي.
د ایلومیناتیانو تر ټولو مشهور شیطان او معبود لوسیفر نومیږي چې همدا ابلیس دی او د دریابونو تر ټولو زورور خدای یې ګڼي، بل معبود شیطان یې بوفمیک دی چې د وزې شکل لري او په نړیواله کچه بیخي زیات تبلیغ ورته کیږي، خصوصًا د لوبو په میدانونو کې چې د رونالډو، میسي، ویرات کوهلي او نورو ورزشي ستورو له تصویرونو سره یې جوړه ټومبلی وي؛ په شیطاني کلیساګانو کې د همدې وزې شکله شیطاني معبود بوفمیک ستره مجسمه ایښودل شوې وي چې پیروان یې منظم ورزي او عبادت یې کوي؛ ایلومیناتي تنظیم ۳۷ درجې لري چې په ټوله نړۍ کې یې څانګې خوروې ورې دي او مرکز یې اسرائیل او امریکا کې دی، خلک په پیسو، شهوت او شهرت د ځانونو غلامان ګرزوي چې په دوی کې یې ځانګړی هدف ځوانان وي، د ایلومیناتي دجالي تنظیم اساسي هدف په نړۍ کې د مذاهبو خصوصًا د اسلام له منځه وړل او د شیطان عبادت ترویجول او ورته دعوت دی، د الله تعالی او مذهب تصور د انسان د ذهن زیږنده بولي او دا فهم په لوړه کچه د رسنیو او نورو لارو څخه د نړۍ د هر فرد تر غوږونو رسول غواړي تر څو خلک ملحدین یا اقلاً په خپل دین شکمن کړي.
فحشا، عریاني او عیاشي ترویج ته د ترقی نوم ورکوي، د پردې تر شا د نشه یې توکو د عامولو تر ټولو ستر سپانسران همدوی دي مګر پر ظاهر یې پر وړاندې د مبارزې مبارزې او ختمولو چیغې وهي.
ددوی د استخدام طریقه کار داسې دی چې لومړی طریقه د نړۍ د زورورو تنظیمونو بارسوخه غړي په پیسو یا بلیک میل کولو سره د خپل لاس الې ګرزوي لکه د فري میسن غړي چې ظاهر د فري میسن غړي ځانونه بولي مګر کار او فعالیت د ایلومیناتیانو په نفع کوي.
دوهمه طریقه د معاهداتو ده: د دې معاهداتو پر مټ شهرت غوښتونکي خلک شهرت ته، پیسه دوست خلک میلیونران او بیلونران کوي، د واک او تحکیم تږي حاکمیت او لوړو پوسټونو ته رسوي، د دوی هدف ته له رسولو بعد پرې خپل اهداف پوره او پر مخ وړي، د نړیوال بانک او IMF پر ټاکلو کې د ایلومیناتیانو رضایت یو له اساسي شرایطو څخه ده؛ د ریګن، بوش او بوش ابن، اوباما او ټرمپ تر څنګ د نړۍ د زبرځواکونو هېوادونو خصوصًا غربي هېوادونو مشران د دې تنظیم غړي دي او وه؛ د ایلومیناتیانو د معاهداتو یو ستره برخه فلمي ستوري، ډمان او سندرغاړي تشکیلوي چې د پیسو او شهرت پر مټ یې تر لوړو رسوي او بیا یې په مقابل کې خپل اهداف پرې پر مخ وړي چې لیډي ډاګا، جیسټن بیبر یې ښه مثالونه دي؛ چې د جیسټن بیبر په سندرو کې د شیطان عبادت ته ښکاره بلنه او د ابلیس توصیف موندل کیږي.
په نړۍ کې د جنګونو تر شا د همدې خفیه شیطاني تنظیمونو لاسونه دي، د اسلحو سترې کمپنۍ یې په کار بوختې دي او د دې کمپنیو د بازار موندنې لپاره نړۍ کې جګړې په لار اچوي، د انساني نسل د محدودولو لپاره رنګارنګ وباګانې لکه کرونا، هانټا او نورو تر شا هم همدا ایلومیناتیان دي، د دې بل هدف یې اقتصادي انحصار هم دی چې پر مټ یې د ټولې نړۍ د خلکو شتمني ولوټي.
په نړۍ کې د مصنوعي فقر راوستنې اصلی مجرمین همدوی دي هغه افریقا چې د زراعت له مخې د نړۍ تر ټولو د پراخو ځمکو او مناسبو اب هوا لرونکې ده او د نړۍ تر ټولو زیات سره زر، الماس او نور قیمتي توکي لري مګر خلک یې له لوږې د ونو پاڼې خوري، له حیواناتو سره یو ځای غیر صحي اوبه څښي او د ژوند له لومړینو ضروریاتو څخه هم ندي برخمن د دوی تر شا هم د همدې دجالي شیطانانو لاسونه دي.
د الحاد او لادینیت خپراوي لپاره شپه او ورځ په زیار او هڅو بوخت دي، په زرګونو راډیوګانې، ټلویزونونه، سایټونه، مجلې او اخبارونه یې ورته وقف کړې دي!
د ایلومیناتیانو او فري میسن تر منځ ډیر مشترکات موجود دي چې له جملې څخه یې یو هم ددوی نښې او علامې دي چې تر ټولو مشهوره یې All Seen Eye ده، دوی لدې علامې څخه په اقتباس وايي چې په نړۍ کې هیڅ شی زموږ له سترګو پټ ندي او نه پټ پاتې کیدای شي، بلکې د هر شي په لېدو او تشخیص قادر یو، او همدا د دوی د مسیحا دجال د سترګې اقتباس هم دی، چې ورته له پیړیو راهیسې په انتظار او راتګ ته یې په زمینه سازۍ بوخت دي، د دوی بله نښه او علامه د بوم یا کونګ نومي مرغه ده چې د غربي تهذیب د روایاتو په اساس د عقلمندی نښه ده، له تندر سره مل بریښنا او 666 چې د شیطان چاپ بلل کیږي يې نورې نښې دي؛ ایلومیناتیان خپلو پلویانو ته وایي چې مه څه اورئ، مه یې وایئ او نه به یې ګورئ، صرف اطاعت به کوئ.
د هر مؤمن او با احساسه مسلمان ځوان له فرائضو او مسؤلیتونو څخه دي چې د دې شیطاني خفیه تنظیمونو له دجل خبر اوسي، پر وړاندې یې مبارزه وکړي، نور فکري ملګري یې له دسایسو او علایمو اګاه او پر وړاندې مبارزې ته چمتو کړي.
موږ پر الله تعالی جل جلاله باور لرو، شیطاني او دجالي قوتونه چې هر څومره د مسلمانانو د له منځه وړلو کوښښونه او هڅې وکړي مګر الله تعالی تر ټولو ښه تدبیر جوړونکی او د دوی رسوا کونکی ذات دی، شکست او ماتې ددوی ازلي برخه ده او غلبه او نصرت د مسلمانانو دی.
إن شاءالله
❊❊❊❊
