د غزې ولس د حال په ژبه

دا غزه ده! د عزت، شجاعت او د معاصر تاریخ د کربلا غوندې د سرښندنې چيغه! دا یوازې د ځمکې یوه داسې وړه ټوټه نه ده چې په جغرافیه کې محدوده وي، بلکې دا د اسلامي امت د غیرت، د الیاسین ۱۰۵ د راکټونو د غږ او د رباطتر ټولو کلکه او نه ماتېدونکې کلا ده. د دې مبارکې ځمکې د سرلوړي ولس حال د الله تعالی د دې مبارک فرمان ښکاره مصداق دی چې فرمایي:

الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ» (ال عمران: ۱۷۳)

هغه كسان چې خلكو (منافقانو) ورته وويل: “ستاسې پر خلاف لویې لښكرې راغونډې شوې دي، له هغو څخه ووېرېږئ .”- نو ددې په اورېدو یې نور هم ايمان پياوړى شو او هغو (مؤمنانو) ځواب ورکړ چې زموږ لپاره خداى كافي دى او هماغه ډېر ښه كار جوړوونكى دى.

کله چې موږ د غزې غږ پورته کوو، موږ د نړۍ د فرعونيانو او غاصبو صهیونیستانو پر وړاندې د هغو حقپالونکو مجاهدینو د وینو قصه بیانوو چې په خپل ایثار او مېړانې یې د معاصرې نړۍ د استکبار غاښونه ور مات کړل او د ازادۍ او کفر ماتولو رښتونې معنی یې ثابته کړه. له کلونو کلونو راهیسې په غزه کې زموږ په غیورو خویندو، وروڼو او تنکیو ماشومانو باندې د کفر او نفاق د نړیوال اتحاد لخوا یو ظالمانه او وحشیانه حصار تپل شوی دی. د دښمن زړونه دومره تور دي چې هغوی زموږ د ملت پر وړاندې له پاکو اوبو، رڼا او درملو نیولې تر هر انساني حقه پورې هر څه بند کړي دي. خو ایا هغوی په دې وتوانېدل چې زموږ د تندې په مټ زموږ عزم مات کړي؟ هېڅکله نه! که څه هم نن زموږ د تنکیو ماشومانو مړي په خاورو کې پراته دي، زموږ میندې او پلرونه د خپلو شهیدانو پر جنازو د الحمدللهاو د احتساب چغې وهي او زموږ ښوونځي، مقدسات او روغتونونه د دښمن د وحشي بمباریو ښکار کېږي، خو دا ټول دردونه زموږ د جهاد لمبې نورې هم تېزوي. د نړیوالو بې کفایته سازمانونو او د منافقو واکمنانو مړژواندی سکوت د دې خبرې څرګند ثبوت دی چې د نړۍ په مظلومانو د زړه سواندې هېڅوک نشته، پرته له الله تبارک و تعالی او د هغه د مخلصو بندګانو له تورو. دښمن په خپلو مدرنو الوتکو، ټانکونو او جاسوسي شبکو مغرور دی، خو هغوی د ایمان په معجزه، د غزې د تونلونو په اسرارو او د الله اکبرپه غږ نه پوهېږي. غزه تسلیمي نه پېژني؛ ځکه چې دلته مقاومت او جهاد د یو څو کسانو کار نه دی، بلکې دا یوه سپېڅلې عقیده ده چې د هر غزه وال، د هرې کونډې او د هر یتیم په رګونو کې لکه د وینې غوندې بهېږي. زموږ مېړني مجاهدین نن د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه مبارک حدیث رښتينې نمونه ده چې فرمایي:

«لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي عَلَى الدِّينِ ظَاهِرِينَ، لَعَدُوِّهِمْ قَاهِرِينَلَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ إِلَّا مَا أَصَابَهُمْ مِنْ لَأْوَاءَ، حَتَّى يَأْتِيَهُمْ أَمْرُ الله وَهُمْ كَذَلِكَ. قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَأَيْنَ هُمْ؟ قَالَ: بِبَيْتِ الْمَقْدِسِ وَأَكْنَافِ بَيْتِ الْمَقْدِسِ».

«زما د امت یوه ډله به تل پر دین باندې ثابته وي، پر خپلو دښمنانو به غلبه لرونکې وي هر څوک چې د دوی مخالفت وکړي، دوی ته زیان نه شي رسولی، پرته له هغې تنګسې او سختۍ څخه چې دوی ته به رسیږي، تر هغه چې د الله امر راشي او دوی به په همدې حال وي. ورته وويل شول: اې د الله رسوله! دوی چیرته دي؟ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په بیت المقدس کې او د بیت المقدس په شاوخوا (اکنافو) کې

هغوی نن د غزې په ځمکنۍ غېږ کې د ټول اسلامي امت د کبر او لوړتیا ساتونکي دي. موږ نړۍ ته وښودله چې کله په زړونو کې د شهادت شوق او د ایمان رڼا وي، نو بیا د دښمن تر ټولو پرمختللې وسلې او زغروال ګاډي هم د مجاهد له خوا د هډوکو ماتونکې او نږدې فاصلې (نقطة الصفر) څخه په نښه او په ایرو بدلېږي.دا قربانۍ، دا د زلمیو بهېدلې وینې او د بې ګناه ماشومانو فریادونه به هېڅکله بې ځایه لاړ نه شي. زموږ د هر شهید وینه د هغه مبارک سهار لپاره رڼا ده چې د بریا تکبیرونه به د اقصی جومات په انګړ کې انګازې وکړي. تاریخ به زموږ دا کلابندي، زموږ لوږه او زموږ مظلومیت ولیکي، خو د هغه ترڅنګ به زموږ د سرلوړۍ، د غاړې نه ټیټولو او زموږ د شمشاد په څېر ولاړ د ارمان داستان هم تر ابده پورې ژوندی ساتي. ترڅو چې زموږ په رګونو کې د وینې وروستی څاڅکی وي، موږ به د الله تعالی د دې وعدې پر اساس مبارزه کوو چې فرمایي:

« وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ» (ال عمران: ۱۳۹)

بې زړه کېږئ مه، اندېښمن کېږئ مه. همدا تاسې برلاسي ياست، كه تاسې مؤمنان اوسئ.

موږ د حق د اعلاء او د کفر د ذلت لپاره خپلې غزا ته دوام ورکوو.موږ د خپل رب جل جلاله پر بریا پوره باوري یو، د سپېڅلې ازادۍ سپېدې را نږدې دي او زموږ د غاصبو دښمنانو د تېښتې او ذلت ورځ را رسیدونکې ده.

وإنه لجهاد.. نصرٌ أو استشهاد!

❊❊❊❊

Exit mobile version