هغه وخت چې د اسلامي امت بنسټګر او د الله تعالی محبوب پیغمبر صلی الله علیه وسلم د نبوي مسجد په صحن کې د اسلامي نظام د بنسټ ډبره کېښوده؛ د هر مؤمن هویت یوازې لا إله إلا الله شو؛ همدا طيبة کلیمه د هر مسلمان تذکره او نشنلیټی شوه، پر همدې مبارکې کلیمې مزین توغ؛ عرب، عجم، سپین، تور، د لوړې او ټیټې طبقې وګړي په یوه غولي راټول کړل، عربي ژبی مؤمن عالم به د حبشي مسلمان تر شاه په یوه صف کې ولاړ وه، معیار تقوی وه، نه ژبه او رنګ؛ بلکې پوله عقیده وه، هېچا نه ویل: چې ته له موږ څخه نه یې؛ ځکه ټول د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر بیرغ لاندې راټول وه؛ د امت جغرافیه په نقشو او پولو نه اندازه کېده؛ بلکې د اذان تر وروستي غږ پورې غځېدلې وه، کاروانونه به له اندلس تر خراسانه او تر هنده بې له وېرې تېرېدل، د یوې مسلمانې خور عزت به د ټول اسلامي خلافت مسئولیت ګڼل کېده، مؤمنان به د شپې ارام بیده کېدل ځکه پوهېدل چې د ستر فاروق رضي الله عنه په څېر یو څوک شته چې د فرات پر غاړه د یوه اوښ د لغزش پوښتنه هم له ځانه کوي؛ سکون ځکه موجود وه چې زړونه د ایمان په رڼا منور وو؛ انسان د مادیت غلام نه وو؛ مسجد یوازې د عبادت ځای نه، بلکې د امت د فکر، سیاست، تربیې، د جګړیزو فونونو د زده کړې معسکر، د تحکیم مرجع او د وحدت مرکز و. له اندلسه تر سمرقنده، له بخارا تر قاهرې، له یمنه تر قسطنطنیې پورې به که یو مسلمان تک تنها روان وو، ځان به یې پردی نه احساساوه ځکه امت یې کور او ځان یې ددې کور غړۍ بللو او ددې کور سرپرستي د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په څېر مشر ته ور له غاړې وه. خلیفه به ځان د رعیت خادم ګڼلو، نه مالک؛ عدالت تر دې حده حاکم وه چې د یهودي او مسلمان تر منځ به قاضي د حق په تله پرېکړه کوله، نه د دین او قوم په اساس. د خپلو مؤمنو ورونو د نصرت په تکل به له هر لوري خلک راخوځېدل، د شام له غرونو، د مصر له نیله، د موصل له کوڅو، د بغداد له مدرسو، د خراسان له دښتو به مسلمانان د یوې نعرې په اورېدو راپاڅېدل:
چا به زغره اغوسته، چا به آس تیاراوه، چا به توره تېزوله او چا به خپله مور وروستۍ ځل ښکلوله، ځوانان به د شهادت په شوق روان وو او سپین ږیرو به د دعا لاسونه پورته کول؛ هلته عرب، کرد، ترک، عجم، افغان، هندی او بربر سره اوږه پر اوږه ولاړ وه؛ ژبې بېلې وې، رنګونه جلا وه، خو مقصد یو وه؛ د اسلام تحکیم او د خپلو ورونو نصرت، هغه امت واحد قیادت درلود، له سمرقنده تر مراکش پورې به مسلمان په زړه کې د یو امت ساه اخیسته، د ژبو توپیر و، د رنګونو تفاوت و، خو قبله یوه وه، قرآن یو و او درد یو و، کله چې به د نړۍ په یوه څنډه کې د وامعتصمااا چیغې راپورته شوې، د بلې څنډې زړونه به تر هغه نارامه وه چې د عموریې خښته پر خښته جوړه ایښې وه. مګر موږ دا هرڅه هغه وخت له لاسه ورکړل چې د صهیو_صلیبي نړۍ دامونو ښکار شوو، د دنیا په مینه کې مو اخرت هېر کړ، له خپل هدف پر شا شوو او د تفرقې تخم راکې زرغون شو.
لکه نن د اسلامي امت پر یوې کوچنۍ جغرافیې ټول نړیوال کفر یرغل وروړی، د دوه میلیارده اسلامي امت د سترګو پر وړاندې یې نسل وژنه روانه ده، د مسلمانو ورونو او خویندو پر غوښو او هډونو مو خپلې اسلحې ازمایي، نښان ویشتونکي یې د مؤمنانو پر بچیانو نښې زده کوي، مګر پدې لویه اسلامي نړۍ چې د هېوادونو په نوم په ۵۷ سرخلاصو زندانونو کې محاصره کړای شوي دي؛ ددې توان نه موندل کیږي چې د خپلو ورونو نصرت وکړي، یو غړپ اوبه او یوه مړۍ ډوډۍ ور ورسوي. د اسلامي امت د ذلت ستوری هغه وخت پر اسمان راښکاره شو چې لومړی یې ایل کړو او بیا یې بېل کړو.
زموږ دپاشلتیا کیسه داسې پیل شوه:
د 1914 م کال په وروستیو کې چې لومړۍ نړیواله جګړه هم د پیل په درشل کې وه، انګلستان یو داسې پلان ترتیب کړ چې عرب د عثماني اسلامي خلافت پر ضد عملي پاڅون ته چمتو او راپاڅوي؛
لومړۍ طرحه: داسې چمتو شوه چې عربستان د مصر له پولې د فارس تر خلیج له عثماني اسلامي خلافت جلا او پر یو داسې چا اداره کړي چې د صلیبیانو ( انګریزانو) نژدې دوستان یا لاسپوڅي وي.
دوهمه طرحه: په چل او دجل سره عربي غولیدلي او پیسه دوسته مشران باید د کفارو ( انګریزانو) ملګري یا مطیع کرای شي.
دا چې شریف حسین په عربو کې منل شوی دیني شخص او په خلافت کې یې هم زیاته پیژندګلوي لرله ځکه ددې طرحې د عملي کولو لپاره غوره کړای شو.
دریمه طرحه: فلسطیني عربو ته له عثماني خلافت څخه د جګړې د ګټلو په صورت کې د ازادۍ وعده ورکړل شوه بله خوا صهیونیستي مشرانو ته د یهودي دولت جوړونې او ترې په لوړه کچه مایه.
لومړیو کې لارډ کیچنر Lord Kitchener او بیا هنري مک ماهون Henry Mc Mahon د شریف حسن شريف بن علي چې د مکې مکرمې اوسیدونکی وه او عثماني خلافت د حجاز والي او اداره کونکی ټاکلی وه؛ خلافت نوموړي ته د قدر په سترګه کتل او د اسلام، مکې او مدینې منورې په خاطر یې د لوړ منصب څښتن ګرزولی وه؛ همدارنګه عبدالعزیز بن سعود، عزیز علي مصري، امام یحیی او نورو د وخت عربي مشرانو سره پټ او په غیر مستقیم ډول په مکاتبه کې شول، وروسته یې مجالس او منظم تګ راتګ پیل کړ، صلیبیانو چې په رأس کې یې انګریزان او فرانسویان وه عربو ته په ښکاره ډاډ ورکړ؛ داسې که عرب د متحدینو چې انګلستان، فرانسه او روسیه وه په پلوۍ د عثماني اسلامي خلافت پر ضد ستر پاڅون چې د جهاد لفظ به یې ورته کاراوه پیل کړي نو هغه لوی عربي دولت چې د شریف حسین له خوا وړاندې شوی او د فلسطین په شمول حجاز، اردن، سوریه، لبنان، عراق او د ترکیې ځینې برخې هم په بر کې نیسي موږ متحدین ( انګلستان، فرانسه او روسیه) به یې په رسمیت وپیژنو او په پرمختګ، سوکالۍ او هر رنګ مرستو در رسولو کې به خپلې هڅې ونه سپموو.
د صلیبي نړۍ هڅو او زیار رنګ راووړ، عربي نشنلیستي فکر ته یې د خپلو روزل شویو ګوډاګیانو، مادیت، پیسو او غولونکو شعارنو پر مټ هوا ورکړه او په نتیجه کې عربو په 1916م کال کې د عثماني اسلامي خلافت پر وړاندې لوی پاڅون پیل کړ؛ انګلستان او فرانسې د لاندې طریقو په کارولو سره عرب د عثماني اسلامي خلافت پر ضد پاڅون ته چمتو کړل:
۱. د مک ماهون او شریف حسین خطونه:
د عربو د راپارولو اصلي محرک د مصر لپاره د انګلستان عالي کمیشنر هنري مک ماهون او د مکې د والي شریف حسین بن علي ترمنځ پټې لیدنې او مکتوبونه وو.
۲. د مېډیا او پروپاګند کارول (د ملتپالنې او قوم پرستۍ روحیه):
متحدینو د عربو ترمنځ د عثماني اسلامي خلافت په وړاندې کینه او د عربی هویت احساسات راژوندي کړل، دوی ته یې وویل چې عثماني ترکانو ستاسو حقونه تر پښو لاندې کړي او تاسو د هغوی له غلامۍ څخه د ځان ژغورلو حق لرئ؛ مکه معظمه ستاسو ده، مدینه منوره ستاسو ده، قرآن ستاسو په ژبه ده، پیغمبر له تاسو څخه ده نو ترکان څوک دي چې پر تاسو دې حکومت وکړي او لکه غلامان مو د خپلو موخو لپاره کاروي.
۳. د لارنس آف عریبیا (Lawrence of Arabia) رول:
انګلستان د ټوماس اډوارډ لارنس (T. E. Lawrence) په نوم یو تکړه استخباراتي افسر عربو ته واستاوه، لارنس په عربي کلتور او ژبه پوهېده، نوموړي د عربو په دودیزو جامو کې د هغوی منځ ته ورغی، باور یې ترلاسه کړ او د عثماني اسلامي پوځ پر ضد یې د چریکی او ګوریلايي جګړو تکتیکونه ور وښودل؛ هغه د عربو بېلابېل قبایل چې خپلمنځي اختلافات یې لرل د عثماني ترکانو پر ضد یو موټی کړل نوموړي هغه عرب عیسویان هم د مسلمانو عربو سره د عربي نشنلیزم په مفکوره د اسلامي عثماني خلافت پر ضد یو صف کې ودرول.
۴. مالي او پوځي ملاتړ:
انګلستان او فرانسې عرب پاڅون کونکو ته په پراخه کچه عصري وسلې، مهمات او پیسې ورکولې، د سرو زرو په مټ یې د هغو قبایلو ملاتړ هم وپېره چې په لومړیو کې یې له عثماني خلافت سره وفاداري لرله.
۵. په جګړه کې بریا او د عثماني پوځ پر شا تمبول:
عربي ځواکونو د لارنس په مشرۍ په ډېر مهارت سره د عثماني اسلامي خلافت د اکمالاتو تر ټولو مهمه لاره، یعنې د حجاز د اورګاډي پټلۍ والوزوله او د عثماني پوځ ارتباطات او روابط یې فلج او پرې کړل، عرب پاڅون کوونکي وتوانېدل چې مهم ستراتیژیک ښارونه لکه عقبه، دمشق او حلب له عثماني اسلامي خلافته څخه ونیسي او په دې توګه عثماني سلطنت په سیمه کې سختې ماتې وخوړې. مګر د پردې تر شا یو بله سِري لوبې هم جریان درلوده داسې چې د عثماني خلافت له نړیدو وروسته د خلافت عربي متصرفات چې فلسطین هم پکې شامل وه انګلستان او فرانسې تر خپل منځ په لیکلي بڼه له مخکې سره ویشلي وه.
متحدینو د عربي پاڅون کوونکو پر مټ په مفته او بغیر له خِسارې په عثماني اسلامي لښکرو بریالي شول او یو پر بل پسې ېې تر خپل واک لاندې هېوادونه ورته پریښودل؛
لکه کپټن لیدا هرټ لیکي: چې دا ټول د عربو مرسته وه چې چې د ترکي عثمانیانو د لښکر څلورمه برخه یې مکمله تصفیه کړه پداسې حال کې چې دا هغه تیار چمتو کړای شوی پوځ وه چې د برخلیک ټاکونکې جګړې لپاره چمتو وه مګر عربو یې په مفته کار یک سره کړ.
جنرال آلن بي خپل د جنګ وزارت ته لیکي: هغه وروستی بریاوې چې موږ تر لاسه کړې د عربي لښکرو ستره ونډه راسره مله وه او پدې لار کې یې له موږ سره نه هیریدونکې مرستې کړې دي.
پدې جګړه کې متحدینو له عربو څخه په استفادې وکړای شول چې ځانونه بریا ته ورسوي، په مقابل کې نه یې خپلواک او لوي عربي سلطنت ورته جوړ کړ، نه یې فلسطین ورته وسپاره او نه یې میاشتنیو پیسو لیږد دوام وموند. بلکې انګریزانو خپل وفادار او لاسپوڅی شریف حسین هم په کرار پرینښود پر ضد یې وهابي ابن سعود راپورته او د سیاست له نړۍ یې حذف کړ؛ یوې لرې پرتې جزیرې ته وتښتېده او پاتې ژوند یې هلته د وجدان په عذاب کې تېر کړ.
د جګړې له پای ته رسېدو او د اسلامي عثماني خلافت له ماتې بعد هر بریالي هېواد ځانګړي استعماري اهداف لرل چې له مخکې یې طرحه کړي وه او پخپله بریا یقیني وه، چې له جملې څخه یې متحدینو غوښتل د عثماني خلافت پراخې سیمې چې له جملې یې فرانسې د سوریې او لبنان استعمار لپاره، انګلستان د عراق، ماوراء النهر او فلسطین استعمار لپاره سترګې پټې کړې وې تر څو له همدې لارې د هند د استعمار چارې هم ورته اسانه او پر خپلو حریفانو یې هم نظر وي د ځان لپاره خوښې کړې وې.
۱۹۱۵م کال د استعماري قوتونو د خپلو استعماري اړتیاوو د پوره کولو او تحقق په پار د انګلستان او فرانسې تر منځ په لندن کې خبرې اترې پیل شوې چې مارک سایکس د انګلستان او ژورژ پیکو د فرانسې د پلاوو مشري په غاړه لرله؛ وروسته د همدې کال د مارچ په اتلسمه د روسې او انګلستان او فرانسې او انګلستان تر منځ یو پټ تړون لاسلیک شو؛ لدې تړون وروسته په ۱۹۱۶م کال د می پر ۱۶ مه انګلستان، فرانسې او روسېې په پتروګراد کې یو بشپړ پټ تړون لاسلیک کړ چې وروسته د سایکس او پیکو د تړون په نامه ونومول شو، پدې تړون کې پدې پریکړه وشوه چې د عثماني اسلامي خلافت له نړېدو وروسته به د عثماني خلافت خاورې د ترکیې د ځینو برخو په شمول به د پورته درې هېوادونو تر منځ چې له مخکې هر یوه ځانته هېوادونه او مستعمرې غوره کړې وې تقسیمیږي دا تړون دومره سري او پټ طرحه کړای شوی وه چې د متحدینو له جملې ایټالیا هم پرې له سره خبره هم نه وه. دې درې استعماري هېوادونو د کاغذ پر مخ د اسلامي عثماني خلافت خاورې پدې ډول تر خپل منځ وویشلې؛
لومړی: سوریه د لبنان په شمول د فرانسې تر مسقیم استعمار لاندې راتلل، د عراق شمال د موصل په شمول د فرانسې تر غیر مسقیم استعمار لاندې د یوه عربي امیر چې ددوی لاسپوڅی به وي اداره کول.
دوهم: د عراق، بغداد، بصري به شمول فلسطین د انګلستان تر مستقیم استعمار لاندې راتلل، او د فلسطین له جنوب د ایران تر سرحده په غیر مستقیم ډول د انګلستان تر استعمار لاندې راتلل او د یو خپل غلام عرب امیر په توسط کنترولول.
دریم: له ارمنستان رانیولې، د کوردستان په شمول د ایران تر سرحده د روسیې د مستقیم استعمار لاندې راتلل.
د سایکس او پیکو ددې تړون له مخې اسلامي نړۍ ټوټه_ټوټه شوه او تر ننه له یوالی او یو موټی کېدو محرومه شوه، فلسطین له عربي او اسلامي نړۍ څخه جلا کړای شو او د یهودو په نوم سرطاني غده یې پکې غرس کړه. د سایکس او پیکو د محرم تړون ټولې مادې د جګړې له پایته رسېدو څخه وروسته هوبهو یو بل پسې عملي کړای شوې، دې تړون د عربي پاڅون هیلې له خاورو سره خاورې او ټولې هڅې یې په باد لاړې، دومره یې وکړل چې د اسلامي امت وحدت یې ونړاوه، د خپلو ورونو په مقابل کې د اسلام د دښمنانو نصرت وکړ او هغوی یې پر خپلو مسلمانو ورونو بریالي او له خلافت محروم کړل.
استعماري قوتونو د تېلو زیرمې، کاني منابع او ټولې سوق الجیشي سیمې له اسلامي عربي ولسونو څخه غصب کړې. لدې تړون وروسته یهودو ځانګړې خاوره له ځان لپاره ومونده، پکې میشته شول، اصلی اوسیدونکی یې به زور او جبر ترې وویستل، قوت یې حاصل کړ، او به ۱۹۱۷م کال نومبر په ۹ انګلستان په رسمي بڼه فلسطین د یهودو ټاټوبی اعلان کړ چې پدې سره د صهونیزم د پیړیو پیړیو خوب د تحقق جامه په تن او د بریا په لور رهي شول. سایکس او پیکو هغه شوم خنجر دی چې د اسلامي امت د یوالي هغه ستره قلعه او هغه لویه او مقدسه امپراتوري چې پېړۍ پېړۍ یې د ورورولۍ او وحدت فضاء حاکمه کړې وه خاورې ایرې کړه؛ سایکس او پیکو د اسلامي نړۍ هغه سپېڅلی او واحد وجود، چې د مدینې له نوره یې سرچینه اخیستې وه، د غربي ښامارانو په منګولو کې په ۵۷ ټوټو وویشله، هر یو ټوټه د غوښې داسې یو جلا شوی بند شو چې له خپلې بلې برخې سره یې هر رنګه ارتباط قطع شو داسې یوه جراحي چې نه یې د درد لپاره د ترحم درمل درلودل او نه یې د ټپونو د ګنډلو لپاره د انصاف تار.
دا دجالي کرښې یوازې پر خاوره ونه کښل شوې، بلکې د زړونو په منځ کې یې د فولادو داسې دیوالونه ودرول چې ورور یې د ورور له درد او نصرت څخه بې خبره او محروم کړ. ښکېلاکګرو یوازې په وېشلو بسنه ونه کړه؛ هغوی د دغو نویو جوړو شوو خپلو لاسپوڅو طاغوتي پاچاهیو او پولو پر سر داسې څوکیداران او مرییان کېنول چې ظاهري بڼه یې د ختیځ وه جامې او ژبه یې د مسلمانانو په تن وه، خو روح او اراده یې د غرب او صلیب په مېزونو کې بندیوان وو، د خپل ولس د ساتنې پر ځای د ښکېلاک د ګټو وفادار پاسبانان شول، بیا یې نو د تاریخ تر ټولو لویه او منظمه غلا پیل کړه، د دې امت د وجود له رګونو څخه یې د تورو سرو زرو (تېلو) او کاني توکو په بڼه د زمکې وینه وڅښله، د مسلمان په خپل کور کې د نعمتونو سیندونه بهېدل، خو اولادونه یې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د پردیو درشلونو ته په تمه ناست وو، هغه شتمني چې باید د امت د لوړوالي، علم او ټکنالوژۍ لپاره لګېدلې وای، د غرب د تجملاتو او مالي امپراتوریو بقا یې تضمین کړه/ کوي یې.
❊❊❊❊
