نحمده و نصلي علی رسوله الکریم اما بعد!
الله تعالی د انسان په فطرت کې ډېرې ښې ځانګړنې ايښې دي او دا ځانګړنې د انسان لپاره ډېرې اړينې دي. له دغو ځانګړنو څخه يوه هم «ویره» ده. ویره هغه صفت دی چې الله تعالی د انسان په طبيعت کې ايښی دی. ویره ډېره ګټوره ده، ځکه د همدې له امله انسان د ځان ساتنه کوي. تاسې ګورئ، مثلا تاسې پر غره روان یاست او په لاره کې داسې درز يا ځوړند ځای وي چې د لوېدو خطر پکې وي، نو هلته به څنګه تېرېږئ؟ په احتياط سره، ځکه وېريږئ چې هسې نه ولوېږئ. همدارنګه هر هغه ځای چې انسان پکې د خطر احساس وکړي، احتياط کوي. (مثلا) تاسې په کوم ځای کې مار ووينئ، نو د ويرې له امله به يا به لرګی راواخلئ او د ځان د دفاع له پاره به مار ووژنئ او يا به له هغه ځايه تېښته وکړئ. کوچني ماشومان وګورئ، تر هغه وخته چې د پوهې او شعور عمر ته نه وي رسېدلي، عموما ویره نه لري، له همدې امله کله ناکله له مار سره هم لوبې کوي. (لنډه دا چې) ویره ډېره ګټوره ځانګړنه ده. د همدې وېرې له امله انسان په دنيا کې له زيان او کړاو څخه ځان ژغورلی شي او له مرګ وروسته د قبر او دوزخ له عذابه هم خوندي کېدای شي. الله تعالی فرمايي:
﴿وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَىٰ فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَىٰ﴾ (النازعات: ۴۰–۴۱)
«او هغه څوک چې د خپل رب د حضور له ودرېدو څخه وېرېدلی وي او خپل نفس يې له ناروا غوښتنو څخه منع کړی وي، نو بېشکه جنت به د هغه استوګنځای وي.»
الله تعالی فرمايي چې د چا په زړه کې د خپل رب وېره وي، هغه به خپل نفس له خواهشاتو او هوا څخه منع کوي. دوزخ د خطر او عذاب ځای دی، نو کله چې يو انسان د ويرې له امله له ګناهونو ځان وساتي، همدغه وېره يې جنت ته رسوي. نو مطلب دا چې وېره يوه ډېره ګټوره ځانګړنه ده.
ګټوره وېره هغه ده چې په اعتدال کې وي
يوه خبره دا ده چې انسان وېره پر ځان مسلطه کړي. دې ته «وهم» ويل کېږي. په ياد ولرئ چې هر شی چې له خپل حد څخه واوړي، په بد خوی او منفي صفت بدلېږي. (مثلا وېره را واخلئ) د ويرې اصل دا دی چې انسان له خپل خالق څخه ووېرېږي او د همدې وېرې په نتيجه کې د هغه حکمونه پر ځای کړي، خو ځينې خلک پر ځان داسې وېره مسلطوي چې د دې نعمت ناسم استعمال کوي؛ ځکه د ويرې اصلي مقصد دا دی چې انسان د دنيا له زيانونو او ستونزو ځان وساتي او هم د الله تعالی له نافرمانۍ او ګناهونو څخه وژغورل شي، خو هغه کسان چې تل د يو ډول وېرې تر اغېز لاندې وي، غالبا د دنيا، دنیوي شيانو او د هغوی د له منځه تلو بېځايه اندېښنې لري. په دې توګه دغه ګټور نعمت بې ګټې او زيانمن ګرځوي. که له دې سره «وهم» هم مل شي، نو تاوان يې لا زياتېږي.
د ټينشن او ډيپريشن حقيقت او تر ټولو آسانه درملنه
نن سبا دا پر خپل ځان وېره مسلط کول يوه لويه ناروغي ده. د دې يو مهم لامل دا دی چې زړونه د الله له وېرې او د آخرت له فکره تش شوي دي. ځکه په کوم زړه کې چې د الله وېره او د آخرت فکر وي، هلته بيا له نور (مخلوق) څخه وېره او اندېښنه ځای نه نيسي. الله تعالی پر يوه انسان دوه غمونه نه را جمع کوي، (پر انسان تل یو غم وي) يا به د دنيا غم ورسره وي او يا به د آخرت. په هر حال، وهم د دې زمانې يوه لويه ناروغي ده. همدغه وهم ته خلک نن سبا ټينشن او ډيپريشن وايي. دا ناروغي څنګه پیدا کېږي؟ دا (عموما داسې پيدا کېږي چې انسان له وخته مخکې د راتلونکي بار پر ځان واخلي) مثلا فکر کوي، چې «سبا به څه خورم؟ زما ښځه او اولادونه به څه خوري؟» ستا ښځه او اولادونه فقيران کله شول چې ته ورته اندېښمن يې؟
همدارنګه دا فکر کول چې«دا ماشومان به لوی شي، د دوی د ودونو بندوبست به څنګه وکړم؟ دا له وخته مخکې ویره ده. دا اندېښنه ځکه پیدا کېږي چې موږ ماشومان لا له وخته مخکې لوی او ځوان ګڼو او بیا پرېشانه کېږو. دا په ځان د وېرې مسلط کول دي. که په زړه کې د الله تعالی ویره وای، نو دا ډول نورې وېرې به نه وې. همدارنګه دا اندېښنه چې که مې دنده ختمه شوه، زه به څه کوم؟ زما خو بل کار نشته! (دا ټول ناسم خیالات او بېګټې سوچونه دي، داسې فکرونه دي چې انسان بېځایه اندېښمنوي، نو باید په هر صورت ځان ورڅخه وساتل شي.) پخوا دا ناروغي په غیرمسلمانانو او فاسقو خلکو کې وه، چې مثلا ویل به یې، که زما ماشومان لوی شي، واده وکړي، نو څه به خوري؟ له کومه به روزي پیدا کوي؟ خو اوس دا ناروغي آن په مسلمانانو، بلکې په هغو کسانو کې هم راغلې چې ظاهراً دینداره ښکاري. دوی هم وایي، چې دا ماشومان لوی شي، له کومه به خوري؟ دا فکر وکړه چې دا ماشوم خو اوس هم خوراک کوي، نو اوس یې له کومه خوري؟ (د الله له خزانو یې خوري، نو په راتلونکي کې به یې هم د الله له خزانو څخه خوري، ته ولې بې له کوم دلیل څخه خفه یې؟) کوم خدای یې چې اوس ورکوي، چې را لوی شي، نور هم زیات ورکوي. ځکه فکر مه کوئ او وېرېږئ مه! له دننه څخه مه وېرېږئ؛ (یعني له خپل باطن څخه وېره لرې کړئ) ځکه ته چې هر وخت لوېږې، له خپل باطنه لوېږې. له بهره دې څوک نشي راپرځولای، بلکې ستا خپل «دننه حالت» دې راپرځوي. نو پر ځان ویره مه مسلطوئ، (بلکې داسې فکر وکړئ) چې هر څه کېږي، ګورو به یې. کله چې موږ ټول پوهېږو چې زموږ رب الله تعالی دی او هغه زموږ خیرغواړی دی، نو بیا څوک موږ ته زیان رسولای شي؟ (هېڅکله نه) البته له خپله نفسه باید ووېرېږئ، هسې نه چې نفس مو له الله تعالی څخه لرې کړي.
د غیر ضروري وېرې د زیانمنوالي په اړه د یوه فرضي مثال په وسیله په زړه پورې وضاحت
د غیر ضروري وېرې د زیانمنوالي په اړه یوه افسانه راپه یاد شوه. هیضه یوه ناروغي ده. یو ځل پر اوښ سپره کوم ځای ته روانه وه، په لاره کې یو کلیوال ورسره مخ شو. کلیوال له هیضې وپوښتل: ته څوک یې؟ هیضې په ځواب کې وویل: زه هیضه یم! کلیوال وپوښتل: چېرته ځې؟ هیضې وویل: عراق ته ځم. کلیوال وویل: ته عراق ته د څه له پاره ځې؟ ځکه ته خو سراسر آفت یې او په تا کې هېڅ خیر نشته، نو بیا عراق ته ستا د تګ موخه څه ده؟ (ځکه هیضه یوه خطرناکه او مرګونې ناروغي ده.) هغې وویل: زه به عراق ته لاړه شم او شل زره کسان به ووژنم. په هر حال، هیضه عراق ته ولاړه. څه موده وروسته بېرته له هغه ځایه راستنېدله. په دې موده کې دا خبر مشهور شو چې په عراق کې د هیضې ناروغۍ له امله یو لک کسان مړه شوي دي. دغه کلیوال هم دا خبره له یوې خوا واورېده. (هغه فکر وکړ، چې هیضه خو ډېره دروغجنه ده، د تلو پر مهال یې ویل چې زه به شل زره کسان ووژنم، خو هلته یې د شلو زرو پر ځای یو لک کسان وژلي دي.) کلیوال خلک خو د کلک فکر او کلکې ژبې خاوندان وي، (نو هغه هیضې ته ډېر غوسه و.) هغه خلک چې په غرونو کې اوسي، (عموما) د قوي فکر او کلکې ژبې څښتنان وي. نو کلیوال له ځان سره فکر وکړ چې د بېرته راتګ پر مهال به له هیضې سره ووینم او پوښتنه به ترې وکړم چې ولې یې د تلو پر مهال راسره ناسمه خبره کړې وه. په هر حال، د هیضې د بېرته راتګ پر مهال یې ورسره ولیدل. کلیوال چې ورسره مخ شو، لومړی یې همدا پوښتنه ترې وکړه: تا خو ویلي وو چې شل زره کسان به ووژنم، نو بیا هلته ولې یو لک کسان مړه شول؟
هیضې وویل: اې کلیواله! ما هېڅ ناسمه خبره نه ده کړې. زه خو یوازې د شلو زرو کسانو د وژلو له پاره تللې وم او هماغه شل زره کسان مې وژلي دي. پاتې اتیا زره کسان د وېرې او وهم له امله مړه شوي دي. (ځکه هلته دا خبره مشهوره شوې وه چې هیضه راغلې ده، هیضه راغلې ده نو کمزوري او ډارن خلک ناهیلې کېدل او مړه کېدل، تر دې چې په پای کې اتیا زره کسان یوازې د وېرې له امله مړه شول.)
د وېرې د له منځه وړلو طریقه
د دې کیسې د بیانولو موخه دا ده چې انسان باید بې له دلیله ویره ونه کړي. کوم چې واقعي خطرونه دي، له هغوی سره احتیاط وکړئ، خو فرضي او خیالي وېرې بالکل مه کوئ. د وېرې د له منځه وړلو یوه غوره لاره دا ده چې له الله تعالی سره خپله اړیکه پیاوړې کړئ. (ان شاء الله تعالی، له الله تعالی سره اړیکه به د هر غم درملنه ثابته شي.)
