په شام کې د جهاد راتلونکی (دریمه برخه)

النازعات ادارہ:
بسمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الحمد لله رب العالمين، ولا عدوان إلا على الظالمين، والصلاة والسلام على رسولنا الأمين، وعلى آله وصحبه أجمعين، أما بعد.
محترمو لوستونکو! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
نن به ان شاء الله له محترم استاد ابو اسامه عبدالعزیز الحلاق صاحب سره په شام کې د جهاد د راتلونکي په اړه د خپلې پخوانۍ ناستې دوامداره مرکه وړاندې کړو. د دې مرکې په لومړۍ برخه کې زموږ خبرې په اوسنۍ زمانې کې د شامي جهاد پر حقیقت او په نږدې راتلونکي کې پر ورپېښو ګواښونو راڅرخېدې او موږ د دمشق له آزادۍ وروسته په لومړۍ میاشت کې د نوې رهبرۍ او د هغې د سیاسي او دیپلوماتیکو فعالیتونو په اړه پر اندېښمنو اټکلونو او وېرو بحث کړی و.
نن د دې مرکې په دغه برخه کې به، ان شاء الله، پر دې خبرې وکړو چې په دې پړاو کې د اسلام د مجاهدینو پر غاړه کوم مسئولیتونه راځي او د دمشق له آزادۍ وروسته په افق کې راڅرګندېدونکي تر ټولو مهمې اغېزې او پایلې کومې دي. همدارنګه به دا هم وڅېړو چې په دغه وضعیت کې علماء او دعوت ګران باید د ورسپارل شوې امانت له مخې څه وکړي او د تل په څېر به دا خبرې موږ د شامي انقلاب تاریخ او د هغه په منځ کې د انقلابیانو اړوند ستونزو او قضیو ته هم راکاږي. موږ له خپل مېلمه، محترم استاد ابو اسامه عبدالعزیز الحلاق صاحب څخه هیله کوو چې خپلو درنو لوستونکو او آزادو مجاهدینو ته هغه لارښوونې او نصیحتونه وړاندې کړي چې دی یې د اوسني پړاو لپاره تر ټولو مناسب بولي.
نو له همدې امله، موږ خپلو درنو لوستونکو او محترم استاد ابو اسامه عبدالعزیز الحلاق صاحب ته ښه راغلاست وایو. زه له تاسې څخه غوښتنه کوم چې د سختو او بې ‌پرې پوښتنو لپاره پراخه سینه ولرئ او د دغو پوښتنو پر صراحت او بې ‌باکۍ تنګ نه شئ او ما ته اجازه راکړئ چې د شام د جهاد د راتلونکي په اړه خبرو ته دوام ورکړم.
نو مهرباني وکړئ موږ د شام د آزادۍ پر مهال د «ردع العدوان» له معرکې څخه د ترلاسه شوو مهمو ګټو په اړه خبر کړئ او هم دا روښانه کړئ چې د «طوفان الاقصی» او «ردع العدوان» له څپو څخه رازېږېدلې مهمې او سنګینې پایلې او اغېزې به څه وي؟
استاد عبدالعزیز الحلاق:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته. زما ګرانه وروره! الله تعالی دې برکت درکړي او هغو کارونو ته دې ستا لارښوونه وکړي چې د هغه خوښېږي. الله دې تاته د دې مېلمه پالنې او د نېک ګومان په بدل کې تر ټولو غوره اجر درکړي. زه له الله تعالی څخه دعاګو یم، چې ما او تاته په وینا او عمل کې د رښتینولۍ او امانتدارۍ توفیق راکړي او ما، تا او لوستونکي ټول د خپلو پرهېزګارو بندګانو په ډله کې شامل کړي. آمین، آمین.
تر کومه ځایه چې ستاسې د پوښتنې تړاو دی، نو زه داسې پوهېږم او حقیقي علم خو یوازې له الله تعالی سره دی، چې د «ردع العدوان» له معرکې څخه ترلاسه شوې تر ټولو مهمې ګټې او مثبت اړخونه هغه وخت په سمه توګه درک کېدای شي، چې د شامي جهاد د رامنځته کېدو او بیا راژوندي کېدو اسباب وپېژندل شي. په دې توګه موږ کولای شو چې د هغه پرتله د معاصر جهاد له نورو خوځښتونو، لکه د عراق، افغانستان او سومالیا له جهادونو سره وکړو. د عراق او افغانستان جهاد د یوه ښکاره کافر دښمن پر ضد جهاد و؛ داسې دښمن چې کفر یې د ټول امت پر وړاندې څرګند او معلوم و. د دغه کافر دښمن پر ضد د امت د علماوو هڅونه، ترغیب او بلنه هم روښانه، پرېکنده او پیاوړې وه او د مسلمان امت د اکثریت په نزد دا د اسلامي او ولسي اجماع په څېر یو منل شوی دریځ ګڼل کېده.
خو تر کومه چې د شام د انقلابي جهاد خبره ده، نو دا زموږ د ولس له لوري د یوې استبدادي او کافرې واکمنۍ پر ضد جهاد و. دغه حکومت که څه هم د اسلامي حکومت دعوه او بڼه لرله، خو په شرعي لحاظ له دین څخه مرتد حکومت و او نن سبا پر اسلامي هیوادونو باندې په مسلطو اکثریت حکومتونو کې دا خصوصیت موندل کېږي، چې دا حکومتونه له دین څخه مرتد شوي دي. له همدې امله، د دې مرتد دښمن پر ضد د امت د علماوو هڅونه او ترغیب د عراق او افغانستان د جهادونو په پرتله نه یوازې ډېر کمزوری و، بلکې ځینو کسانو دا د الله په لار کې جهاد نه، بلکې فتنه او کورنۍ جګړه بللې ده. په داسې حال کې چې د امت ډېرو علماوو، مشائخو او د دین داعیانو دا شرعي قتال او د الله په لار کې جهاد ګڼلی او همدا په شرعي او فقهي لحاظ تر ټولو سمه فیصله ده.
همدا وجه ده چې شامي جهاد زموږ د اسلامي هېوادونو ډېری ظالم او جابر واکمنان سخت اندېښمن کړي دي، بالکل داسې لکه څنګه چې د عرب پسرلي خوځښتونو هم اندېښمن کړي وو. له همدې امله، د اسلام د مخالفینو ډېری ډلې د شامي جهاد بریا د ټول نړیوال نظام لپاره یو بنسټیز او وجودي ګواښ ګڼي. حقیقت دادی، چې د دې جهاد شرعي حیثیت او مشروعیت خپله د دمشق له آزادۍ څخه هم ډېر خطرناک ګڼل کېږي؛ ځکه د دې جهاد بریا به د «جهاد فی سبیل الله» تر شعار لاندې او د «مجاهدینو» په نوم ترلاسه کېږي، هغه کسان چې د سیمه‌ییزو طاغوتي حکومتونو پر ضد بغاوت کوي او دا جهادي کامیابي به د هغو فکري بنسټونو او مادي تخمونو له لارې رامنځته شي چې د القاعدې کاروان د سیمې زړه ته راوړي وو.
نن چې ته د سیمې یو ظالم او جابر واکمن وینې چې د شامي انقلاب او د دمشق له آزادۍ وروسته د شام د نوې ادارې د مشرانو ستاینه کوي، نو پوه شه چې دغه جابر واکمن که یې درک کوي او که نه په حقیقت کې د سیمه‌ییزو طاغوتي واکمنانو پر ضد د دې ډول انقلابي فکر او د «جهاد فی سبیل الله» د مفکورې شرعي مشروعیت مني، یا لږ تر لږه د هماغه جهادي واقعیت تر فشار لاندې سر ټیټوي او هغه مني هغه واقعیت چې د چا له اجازې پرته یې ځان د سیمې پر طول او عرض تحمیل کړی و. په دې ځانګړي او ستر جهاد کې دا مسئله خورا مهمه ده چې د داسې جهاد په اړه به د «ترهګرۍ» ټاپه لرې کولو په برخه کې د مسلمانو هېوادونو پر سر د واکمنو سیمه‌ییزو طاغوتي حکومتونو دریځ او موقف وازمایل شي او همدارنګه به دا هم وارزول شي چې نړیوال حقوقي نظام تر کومه حده د بدلون وړتیا لري. ځکه دا د نړیوالې ټولنې په هغه چلند کې یو لوی بدلون دی چې د هغې پدیدې پر وړاندې یې غوره کوي کومه چې دی یې «د مرتدو او جابرو طاغوتونو پر ضد جګړه او د معاصرو صلیبي اجنټانو پر ضد وسله‌واله مبارزه» بولي. نو دا ښکاره انقلاب او پاڅون به د علماوو، حکومتونو او نړیوال نظام له لوري د انقلابونو د منلو بهیر ته یو نوی اړخ ورکړي او همدارنګه به زموږ په اسلامي نړۍ کې د نورو ظالمو او جابرو حکومتونو د لېرې کېدو او د هغوی د واکمنیو د نسکورېدو په لړۍ کې هم یو نوی جهت او ځواک ور زیات کړي.
زما ګرانه وروره! ما هېڅکله دا تمه نه لرله چې د «طوفان الاقصی» او «ردع العدوان» د څپو له امله راپیدا شوې سترې او خطرناکې پایلې به ټوله سیمه تر خپل اغېز لاندې راولي او دا چې د «طوفان الاقصی» او د هغه په پایله کې د رامنځته شوې «ردع العدوان والطغیان» معرکې څپې به د سیمې نور ټول جابر حکومتونه او استبدادي نظامونه هم تر خپل اغېز لاندې راولي او له منځه به یې یوسي. نو هر څه خپل ټاکلی وخت لري، خیر او ښېګڼه حتمي راتلونکې ده او سهار نږدې دی، نو د انتظار کوونکي خلک چېرته دي؟
النازعات اداره:
محترم استاده! د شام مجاهد ځوانان د ډېرو انتقادي او بنسټیزو پوښتنو په اړه فکر کوي. د شامي جهاد په ډګر کې له دغو پوښتنو څخه تر ټولو ستره پوښتنه دا ده چې په دې پړاو کې زموږ مسؤلیت څه دی او پر موږ اوس څه واجب دي؟ نو تاسې څه فکر کوئ چې په دې پړاو کې د علم خاوندانو، د دعوت د څښتنانو او د الله په لار کې د جهاد د پلویانو مسؤلیت څه دی او پر هغوی څه واجب دي؟ همدارنګه، ستاسې په اند که د القاعدې پخواني مشائخ نن زموږ تر څنګ وای او په دمشق کې یې د مجاهدینو بریا او د ښار آزادي لیدلې وای، نو هغوی به څه ډول سپارښتنې او لارښوونې کړې وای؟
استاد عبدالعزیز الحلاق:
زه یقین لرم چې د دې پړاو فرائض او واجبات ډېر ستر او ډېر زیات دي او د هغو د ترسره کولو لپاره قوي او منظمې هڅې، لوړې حوصلې او رښتیني عزم ته اړتیا ده. له دغو واجباتو څخه تر ټولو مهم دا دي:
۱. د الله د توحید لوري ته بلنه ورکول، د الله بندګان هغه ته نږدې کول، د هغوی په زړونو کې د الله د کلام، قرآن کریم او د هغه د رسول ﷺ د سنتو مینه ځای پر ځای کول، د کلمه توحید یعنې «لا إله إلا الله محمد رسول الله» د معنی د روښانه کولو اهتمام کول، د اسلامي عقایدو او نظریاتو وضاحت کول او خلک له هر ډول شرک او د هغه له بېلابېلو داخلي لارو څخه خبردارول. په ځانګړي ډول د عبادت او حاکمیت په شرک باندې تنبیه کول او دا بیانول چې په خپل ځان، خپلو ټولنو او د حکومتونو په نظامونو کې د اسلامي شریعت نافذول د توحید فی الحاکمیة د اړتیا د بشپړېدو لپاره ضروري دي. او دا ټول باید په ډېر نرم او له محبت څخه په ډک انداز وړاندې شي، تر څو خلک له دین او د خیر له کارونو څخه کرکه ونه کړي او په دې مسئله کې باید د شریعت په چوکاټ کې د عامه افکارو او د خلکو د ذوق رعایت هم وشي.
۲. د داسې ټولنې د جوړولو لپاره کار کول چې پر قرآني عقیده ولاړه وي او د جهادي ژوند د سختیو او ستونزو د زغملو توان ولري، داسې ټولنه چې د غزې د ټولنې په شان وي. که موږ وکولای شو چې په شام کې د خپلو خلکو اکثریت د غزې د خلکو د مشهور او منل شوي فکر تر کچې ورسوو، نو زما په اند دا به د شام د اسلامي پلان لپاره یوه ډېره ستره او ځلانده بریا وي.
۳. د شام د خلکو په عمومي ډول او د شام د نوي پوځ په ځانګړي ډول روحاني او پوځي روزنې ته پاملرنه کول، ځکه دا د دعوت، چمتووالي، تعلیم او له دې سره سره د پوځي، ایماني او جهادي جوړونې مرحله ده. دا د عامو او خاصو خلکو په زړونو کې د توحید د تصور د ټینګولو، هغوی ته د زهد او قناعت، زړورتیا، سرښندنې، قربانۍ او انغماسي او استشهادي روزنې ورکولو مرحله ده، تر دې چې شامي ټولنه د شام د اسلامي نظام د دفاع کولو، د مجاهدینو د کفالت، ساتنې او مرستې کولو، د هغوی د کورنیو، کونډو او یتیمانو د چارو د سمبالولو، او په خپله خاوره کې د راتلونکو سترو جګړو د سختیو، مصیبتونو او لګښتونو د زغملو وړ وګرځي او دلته د نوې شامي ادارې لپاره ضروري ده چې د خلکو مجهز کولو او دې ته چې وسلې یوازې د دولت تر واک پورې محدودې نه وي، پاملرنه وکړي. همدارنګه باید خپل خلک، په عمومي ډول د سیمې خلک او په ځانګړي ډول د شام خلک، د صهیوني ـ صلیبي خطر او د هغه د موخو په اړه خبر کړي او د سیمې خلک د هغو سترو جګړو لپاره چمتو کړي چې حتما به د لوی شام (یعنې سوریې، اردن، فلسطین او لبنان) په خاوره کې رامنځته کېږي.
۴. باید دولت په کرنه او اقتصاد کې پیاوړی کړل شي، څو خپلواک او باعزته راتلونکی ولري، پر خپلو اصولو ولاړ پاتې شي او د نړیوال نظام د مکارو لوبغاړو پر لور د مرستې لاس ونه غځوي.
۵. باید د راتلونکي لپاره داسې کار پلان شي چې له دې ظالمانه او ناعادلانه نړیوال نظام څخه غچ واخیستل شي او دغه نظام او ملګري ملتونه په اوږدمهاله ډول ورو ورو کمزوري کړل شي؛ هغه نړیوال نظام چې د شامي ولس د دردونو او کړاوونو پر وړاندې یې رضایت څرګند کړی دی. باید هڅه وشي چې لوی شام په ځانګړي ډول او اسلامي امت په عمومي ډول له ټولو بهرنیو غاصبانو او سیمه‌ییزو جابرو واکمنانو څخه آزاد شي او ورسره د جهاد په نورو ډګرونو کې له جنګېدونکو مجاهدینو سره مرسته وشي، په ځانګړي ډول له هغو کسانو سره چې د هماغو دښمنانو پر وړاندې ولاړ دي کوم چې د شامي انقلاب دښمنان وو، څو دغه دښمنان ونه شي کولای خپل صفونه بېرته منظم کړي او د شام ډګر ته بیا راستانه شي.
د القاعدې د پخوانیو مشائخو د سپارښتنو په اړه، که فرض کړو چې هغوی زموږ سره په دمشق کې د مجاهدینو فتحه او د ښار ازادي لیدلې وای، نو زه باور لرم چې د عربي پسرلي د انقلابونو په پیل کې د هغوی خبرې او نصیحتونه لا هم د تطبیق وړ دي. خو زما په اند که هغوی نن زموږ ترمنځ موجود وای، نو پر لاندې دریو مهمو نصیحتونو به یې ډېر ټینګار کړی وای:
لومړی نصیحت:
زه په دې کې هېڅ شک نه لرم چې د مجاهدو ځوانانو لپاره به د القاعدې د پخوانیو شیخانو بلنه دا وه چې د شام له نوې رهبرۍ سره په تعامل کې صبر، زغم، تدبر او نرمي خپله کړي. نه یوازې دا، بلکې هغوی به یې دې ته رابلل چې د رهبرۍ خبرې واوري، اطاعت یې وکړي، د خیر او نېکۍ نصیحت ورته وکړي او د خیر، راستۍ او تقوا په چارو کې ورسره همکاري وکړي. همدارنګه به یې هغوی د حکمت او بصیرت په وسیله حق ته د بلنې، د نېکۍ د امر او له بدۍ د منع کولو لوري ته رابلل. ځکه په دغو ورځو کې د شام نوې رهبري تر هر وخت زیاته اړتیا لري چې د الله یاد ورپه زړه کړل شي، د الله نعمتونه ورته یاد کړل شي او د الله د سنتو لوري ته متوجه کړل شي. هغوی ته اړتیا ده چې د تېر وخت له تجربو څخه اخیستل شوي درسونه او ترې ترلاسه شوې له حکمت ډکې خبرې په نرمۍ سره ور ورسول شي. پر علماوو، داعیانو او د علم پر زده کوونکو لازمه ده چې دغه مهمه دنده ترسره کړي.
او د ځوانانو لپاره دا هم ضروري ده چې پوه شي د دمشق ازادي او د شامي انقلاب بریا پر خپلو ځینو دښمنانو باندې، د علم، فقهې او پوهې د خاوندانو په نظر، د اسلام او مسلمانانو لپاره په اوس او راتلونکي کې یوه ډېره ستره نېکي ده. همدا هغه حالت دی چې نن موږ د شام په خاوره کې پکې ژوند کوو، که څه هم دا هغه بشپړ حالت نه دی چې موږ یې هیله لرله او زموږ په ذهنونو کې یې انځور موجود و. خو بیا هم د شر او بدۍ یوه اندازه له منځه تللې ده او دا داسې څه دي چې مؤمن ته یو څه راحت او خوښي ورکوي. سره له دې، زموږ هیله دا ده چې دا ګام به ان شاء الله د راتلونکې خیر زېری او د یوې سترې دروازې د پرانیستل کېدو وسیله وي.
او هغوی ته دا هم ضروري ده چې پوه شي دا فتوحات د هغو مجاهدینو د وینو ثمره ده چې د دفاع، جهاد او د ظلم پر وړاندې د مقاومت روحیه یې راژوندۍ کړه او د دغو انقلابونو په رامنځته کولو کې یې برخه واخیسته. نو څوک چې په شام کې د فاتحانو ریښې نه ویني، د جهاد تخم ته نه ګوري او د دې فتحې هغه مېوه نه ویني چې د مجاهدینو په وینو تر لاسه شوې ده، هغه له خپل ځان پرته له هر څه ړوند او له لارې بې لارې شوی دی او ځوانان باید د سترګو د رپ په اندازه هم شک ونه لري چې ان شاء الله له دغو بدلونونو او فتوحاتو څخه تر ټولو زیات ګټه اخیستونکی به اسلامي امت وي او بیا مخلص مجاهدین او د دین داعیان دي چې د دغو فتوحاتو له برکته برخمن کېږي او تر ټولو وړاندې د دې عمومي خیر په ګټه کې داخلېږي.
شیخ عطیة الله رحمه الله فرمایي:
«موږ پر ځوانانو ټینګار کوو چې د چارو ښه درک ولري، له تنګ نظرۍ، تشنج او جنجال څخه ځان وساتي او د بېلابېلو اسلامي خوځښتونو له غړو سره لکه په تونس کې له «النهضة» غورځنګ یا نورو وروڼو سره په شخړو کې ونه لوېږي، بلکې د رغوونکو او مثبتو کارونو لپاره چمتووالی پیل کړي. په خپله بلنه کې دې نرمي، مهرباني او ښه اخلاق خپل کړي، د خلکو لپاره دې پراخ زړی ولري او د هغوی د فهم او درک توپیرونه دې په پام کې ونیسي او دا دې په یاد ولري چې زموږ امت له سختو او پېچلو پړاوونو څخه تېرېږي او اوس یې لا د هغه زوال له حالت څخه د راوتلو هڅه پیل کړې ده چې له لسیزو بلکې پېړیو راهیسې پکې راګیر و!
ځوانان باید د اړتیا وړ شعوري کچې ته ورسېږي او دا ټول صفات د دین لپاره له مبارزې، د دین لپاره له غیرت او حمیت، د حق له بیانولو او د منهج له روښانولو سره هېڅ ټکر نه لري.»
بلکې هغوی په دې کې هغه ځانګړنې هم شاملې کړې دي چې موږ یې پورته یادونه کړې ده:
«نرمي، مهرباني، بشپړ ادب او اخلاق، او له ټولو مسلمانانو بلکې له ټولو انسانانو سره په چلند کې د خواخوږۍ، رحمت او احسان صفتونه غالب ساتل. دا خپل اصل وګرځوئ: زه کولی شم نېکي او خیر وکړم، حقه خبره وکړم او رښتیا ووایم، خو په بشپړ ادب او ښې طریقې سره. او زه کولی شم له فتنې او ګډوډۍ جوړوونکو مسئلو څخه ځان وساتم او پوه شئ الله دې تاسې ته برکت درکړي چې حق درجې لري. ځینې درجې یې داسې دي چې په هېڅ حالت کې یې په قول او عمل کې پرېښودل روا نه دي او ځینې نورې درجې داسې دي چې د مخالفت یا خنډ په صورت کې پرېښودل کېدای شي (چې دې ته عذر ویل کېږي). نو دا خبره ښه درک کړئ او خپل زړونه د ګټورو علومو د پوهېدو او د شعور او فهم د کچې د لوړولو لپاره پرانیستي وساتئ .»
دوهم نصیحت:
د القاعدې تنظیم به ځوانانو ته بلنه ورکوله چې له دې تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي، د الله د دین تبلیغ وکړي، د توحید او جهاد دعوت خپور کړي، د هېواد د آبادۍ او پرمختګ او د خلکو د خدمت لپاره په دولتي ادارو کې شامل شي او خپلې اداري، سیاسي، رسنیزې، پوځي او اقتصادي وړتیاوې او مهارتونه داسې وروزي چې د هغه جهاد مهم ملاتړي وګرځي چې یوه ورځ به ان شاء الله بیت المقدس فتحه کړي او د دې خاورې د ناپاکو صهیونیستانو له شتون څخه د پاکولو لړۍ به پیل کړي. همدارنګه دې خپل ټول هغه وروڼه خوندي کړي چې د هر اړخیز چمتووالي په ډګر کې کار کوي. د دولت په بنسټونو کې د حق د منهج او سمو عقائدو د خاوندانو شتون، په ټوله سیمه کې د اسلام د ملاتړ لپاره د کار کوونکو ځوانانو د ساتنې او خوندي کولو لپاره ډېر مهم ارزښت لري.
شیخ عطیة الله رحمه الله فرمایي:
«نن ورځ د اسلامي امت مصلحین، مجاهدین او داعیان باید له دې تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي او د دې انقلاب له بریا وروسته د ترلاسه شویو آزادیو او فرصتونو په رڼا کې او وروسته له دې چې ډېر خنډونه له منځه تللي او ګڼ محدودیتونه مات شوي دي، نه ستړې کېدونکي دعوتي، تعلیمي، تربیوي، اصلاحي او احیايي فعالیتونه پیل کړي. »
درېیم نصیحت:
هغوی به پر مجاهدو ځوانانو ټینګار کاوه چې د اوسني پړاو سمه پوهه ترلاسه کړي، اوسني حالات په ژوره او دقیقه توګه درک کړي، د دې مرحلې فرضونه، واجبات او مستحبات وپېژني او په دې اړه اړینه عمومي تفقه حاصله کړي. ځکه نن چې په شام کې څه ترلاسه شوي دي، هغه جزوي فتحه او ازادي ده، بشپړه نه ده او کوم اهداف او مقاصد چې تر لاسه شوي، هغه یوازې ځینې ضروري اهداف دي، نه ټول او نه هم زیاتره. له همدې امله د انقلاب سفر لا هم اوږد دی، انقلاب لا پای ته نه دی رسېدلی، بلکې جهاد خو اوس پیل شوی دی. که د سوریې نوې اداره د نړیوالې ټولنې او لوېدیځ تسلط په وړاندې له کمزورۍ او د منهج له ضعف سره مخ وي، نو علماء، داعیان، ټول مجاهدین او تر شا یې شامي ولس باید د دې ناوړه کمزورۍ او سستۍ ښکار نه شي. بلکې باید د حق په بیانولو کې ټینګ او د صحیح منهج په روښانه کولو کې څرګند وي. الله دې پر شیخ عطیة الله رحمه الله رحم وکړي، هغه فرمایلي دي:
«القاعده د هر ډول بدلون غوښتونکې نه ده، مګر هغه بدلون چې جزئي، مرحله وار او د حکمت او ستراتیژۍ پر بنسټ وي. او القاعده پوهېږي چې دا بدلون به هم جزئي او مرحله وار وي، ځکه هغه بشپړ بدلون چې مطلوب دی، سمدستي ممکن نه دی. القاعده یو حقیقي، بنسټیز او انقلابي بدلون غواړي، داسې بدلون چې پایله یې داسې حالت وي چې د الله کلمه تر ټولو لوړه وي او د الله شریعت یوازینی حاکم او غالب وي. په همدې حالت کې به اسلامي امت خپله ازادي، عزت او وقار یوازې د الله د حاکمیت تر سیوري لاندې ترلاسه کړي. د دې معنی دا ده چې دین په بشپړه توګه یوازې د الله لپاره وي او حاکمیت هم یوازې د الله وي او همدا د اسلامي سلطنت هغه مفهوم دی چې د القاعدې او ټولو مجاهدینو مطلوب دی. نو د تونس او مصر د انقلابونو حالت همداسې و، که نیت او اراده یې سمه هم وه، هغوی هغه څه ترلاسه نه کړل چې غوښتل یې او نه یې هغه څه ترلاسه کړل چې القاعدې غوښتل، خو دا ویلای شو، چې القاعدې ان شاء الله د هغو اهدافو د ترلاسه کولو په لاره کې مرسته کړې ده، کوم چې یې غوښتل، د لارې په بنسټ اېښودلو کې او په سهولت فراهم کولو کې یې برخه اخیستې ده. همدارنګه القاعدې د دې انقلابونو د بنیاد اېښودلو او زمینې ورته برابرولو کې مرسته کړې، د امت د خلکو له زړونو څخه یې د وېرې خنډ مات کړی، د مقاومت روحیه یې پکې پوکلې او د ظلم او ظالمانو پر ضد یې د انکار او عزت احساس ژوندی ساتلی دی. د دې تر څنګ نور ډېر عوامل او اسباب هم شته چې که خبرې ورباندې وشي، ډېر څه ویل کېدای شي. بیا یو ډېر مهم عامل هم شته، هغه دا چې: امریکا یې تر یوه حده بې اغېزې کړه او د مستقیم نفوذ او استعماري واکمنۍ له دایرې یې وایسته.
الله تعالی د مجاهدینو د دې ډلې په برکت امت ته ډېر څه ورکړي دي. الله دې هغوی ته غوره بدله ورکړي او مرسته دې یې وکړي. دا د هغوی لپاره یوه غوره ازموینه وه چې په عراق، افغانستان او د نړۍ په نورو سیمو کې یې امریکا او د هغې متحدین دې ته اړ کړل چې سر ټیټ کړي او پر هغوی یې دومره ویره، ذلت او فشار واچاوه چې په نورو دردناکو ستونزو، جګړو، شخړو او اضافي لګښتونو کې راګیر شول، که داسې نه وای، نو امریکا به د عربي پسرلي انقلابونه له لومړۍ ورځې یوازې نه پرېښودل، بلکې حتمي به یې په تونس یا مصر کې پوځي مداخله کړې وای.
کله چې د امریکا تکبر، غرور او استعماري هیلې اوج ته رسېدلې وې، هماغه مهال مجاهدینو، د الله په فضل، لومړی ځل هغې ته د ذلت او ماتې خوند ور وڅکی، تر دې چې د حال په ژبه داسې ښکاره کېده لکه وایي: «سترګې یې ویني خو لاس لنډ دی»، یعنې سره له دې چې اراده او درک شته، خو د هدف د ترلاسه کولو توان له لاسه وتلی دی، لکه یو وخت چې د اسلامي امت حالت و. نو ټول حمد یوازې الله لره دی. د انصاف خاوندانو او د حق منونکو په نزد دا د مجاهدینو یوه ستره لاسته راوړنه او لویه بریا ده.
زه بېرته وایم چې موږ د دې انقلابونو ملاتړ ځکه کوو چې په هغوی کې د خیر یو اړخ شته، لکه څنګه چې ما مخکې په څو جملو کې یادونه وکړه او ځکه چې دا یو داسې پړاو دی چې هیله لرو له هغه وروسته به ډېر خیر خپور شي. له همدې امله القاعده د هغو کسانو له ډلې څخه ده چې د الله په فضل او کرم سره له دې انقلابونو څخه تر ټولو زیاته خوشحاله او تر ټولو زیاته ګټه اخیستونکې ده. نو دښمنان دې په خپله غصه کې مړه شي.
له همدې امله ما د دې انقلاب له لومړیو شېبو راهیسې ملاتړ کړی او ورسره روان شوی یم. او د امت په خوښۍ کې مې ګډون کړی، سره له دې چې په دې بهیر کې شته ابهام او ګډوډي راته معلومه ده، موږ ورڅخه ناخبره نه یو، خو له صحنې لرې یو، ځکه القاعده د امت خیر غواړي او تر وسه پورې غواړي کوچنی او لوی زیان ترې لرې کړي. د همدې موخې لپاره القاعده رامنځته شوې ده. هره هغه نېکي چې امت ته ورسېږي، القاعده ورسره ولاړه ده، پرې خوشحاله کېږي او مخالفت یې نه کوي. القاعده دا نه غواړي چې خیر دې یوازې د همدې په لاس ترسره شي او یوازې همدا دې د نېکۍ مستحق وګڼل شي. بلکې د القاعدې موخه د خیر، نېکۍ او سمون تحقق دی او د حق، عدل، رحمت او احسان غلبه ده او دا په خپل بشپړ شکل یوازې د الله تعالی د شریعت تر حاکمیت لاندې رامنځته کېدای شي او یوازې د یوه حقیقي اسلامي سلطنت تر سیوري لاندې شونې ده، هغه سلطنت چې موږ یې په خپلو ټولو هېوادونو کې د قیام هیله لرو، که څه هم پر کافرانو بد لګي! او ځکه چې په یوه ټاکلي پړاو کې د مطلوب خیر بشپړ ترلاسه کول ناشوني وي، نو موږ هڅه کوو چې تر خپله وسه پورې یې لږ تر لږه یوه برخه ترلاسه کړو. »
ماته ددې نصیحتونو اندازه له دې ځایه کېږي، چې دا ډول نصیحتونه به د القاعدې پخوانیو مشرانو خپلو مجاهدو زامنو ته په داسې شرایطو کې کول او زه دلته له خپلو ځوانو وروڼو غوښتنه کوم چې د عربي پسرلي د انقلابونو په پیل کې د شیخ اسامه بن لادن رحمه الله وروستي بیان ته مراجعه وکړي، همدارنګه د دغو انقلابونو په اړه د شیخ عطیة الله اللیبي رحمه الله او شیخ ابو یحیی اللیبي رحمه الله مرکې ولولي. همدارنګه د شیخ ابراهیم الربیش رحمه الله یوه ځانګړې وینا هم شته چې عنوان یې «الثورات وموسم الحصاد» (انقلابونه او د فصل د رېبلو موسم) دی او د شیخ البلیدي رحمه الله بیانات هم کم اهمیت نه لري. دا ټول بیانات او ویناوې ډېر مهم نصیحتونه او لارښوونکي اصول لري. والله تعالی أعلم.
النازعات اداره:
زما محترم استاده! هغه کسان چې د شام د جهاد پېښې او د انقلاب د دیارلسو کلونو لوړې ژورې ګوري، داسې احساس کوي چې دا بهیر ډېر پېچلی او له بدلونونو ډک و، په ځانګړي ډول د القاعدې له تنظیم څخه د «فک الارتباط» (اړیکې پرې کولو) له مرحلې وروسته. ستاسو په نظر، ایا د دمشق له آزادۍ وروسته به هم موږ نوي چټک بدلونونه او تاو راتاوونه ووینو؟ او په نږدې راتلونکې کې په شام کې د جهاد راتلونکی څه ډول ښکاري؟
استاد عبدالعزیز الحلاق:
زما ګرانه وروره! راځئ چې له بصیرت څخه کار واخلو او د حق لپاره بې پرې پاتې شو، څو په شام کې د خپل ولس د بریا په اړه زموږ مینه او خوښي، د حق په چوکاټ کې د شام د نوې ادارې ملاتړ، د دین او منهج لپاره زموږ غیرت او د حق د څرګندولو او د صحیح منهج د روښانه بیانولو هڅې، له یو بل سره په ټکر کې واقع نه شي. دلته غواړم په بشپړ صراحت سره درته ووایم چې زموږ په معاصره نړۍ کې، د ټولو ډلو، تشکیلاتو او ائتلافونو ترمنځ، له «پخوانۍ جبهې سره د اړیکو پرې کول» داسې څه نه وي، مګر دا چې ورسره له «نوې جبهې سره د اړیکو د تړلو تړون» هم موجود وي. له همدې امله، کله چې یو هوښیار انسان د نړیوالتوب (ګلوبلایزېشن) له دورې وروسته د نړۍ په شرایطو کې د کوم لوري په اړه له «پخوانۍ جبهې سره د اړیکو پرې کولو» خبر واوري، نو سمدستي به له «نوې جبهې سره د اړیکو د تړون» په لټه کې شي او دا به وڅېړي چې دغه تړون له کوم لوري سره شوی دی.
زه پوهېږم چې د نوې پېژندنې او هغه پلان په اړه، چې د شام د نوې ادارې مشرتابه ورسره خپل تړاو ټینګ کړی، تر دې وړاندې ډېر څه ویل شوي دي او نن دا موضوع ډېرو خلکو ته معلومه ده. خو تر ټولو خطرناکه خبره دا ده چې له دې تړاو سره د چټک استحکام او د هغه له پروژې او سیمه‌ییزو وسایلو سره په ستراتیژیک ائتلاف د بدلېدو سرعت حیرانوونکی دی.
له همدې امله زه باور لرم چې په شام کې د جهاد راتلونکی له ډېر پخوا راهیسې خورا سختو او پېچلو پړاوونو ته داخل شوی دی. همدارنګه زما په اند د شام د جهاد د راتلونکي طرحه او پلان په ۲۰۰۶م کال کې جوړ شوی و، یعنې د شامي جهاد او شامي انقلاب له پیل څخه ډېر مخکې. که څه هم صهیوني ـ صلیبي لوېدیځ د «اعتدال ‌پال دیموکرات اسلام» خپل تصور جوړ کړی و، داسې اسلام چې دوی یې منلی او ورسره جوړجاړی کولی شي، خو په دې کې هېڅ شک نشته چې هغوی د همدې چوکاټ په دننه کې د «اعتدال‌ پال دیموکرات جهاد» خپل تصور هم وړاندې کړی و، داسې جهاد چې دوی یې منلی او ورسره جوړجاړی کولی شي. د رینډ کارپوریشن له خوا په ۲۰۰۶م کال کې د انجل رباسا (Angel Rabasa) تر څارنې لاندې یوه ستره څېړنه خپره شوه چې عنوان یې و: «له القاعدې وروسته» Beyond Al-Qaeda)). د دې څېړنې په غور سره لوستل به موږ ته د هغو خبرو حقیقت را څرګند کړي چې ما پورته یادې کړې دي، ځکه دغه څېړنه، چې په دوو لویو ټوکونو کې خپره شوې، یوه دقیقه نقشه وړاندې کوي او د شام د جهاد د راتلونکي، د هغه د ټولو پېښو، بدلونونو او د نننیو حالاتو لپاره په خورا ښه ډول پلان جوړوي. هر څوک چې زما د خبرو په رښتینولۍ شک لري، د همدې څېړنې ژوره مطالعه ورته بسنه کوي، څو د شام د راتلونکي په اړه د هغوی د پلان جوړونې او د هغې د عملي پلي کېدو ترمنځ د همغږۍ اندازه درک کړي.
د صهیوني ـ صلیبي لوېدیځ تر واک لاندې نړیوال نظام په تېرو دوو لسیزو کې د «اعتدال ‌پالو مسلمانانو د شبکو» په جوړولو او د «مدني دیموکرات اسلام» (Civil Democratic Islam) په ټینګښت کې بریالی شوی دی او د اوسنۍ لسیزې تر پیل پورې لوېدیځ د «مدني اعتدال‌پالو جهادي سازمانونو» Moderate Civil Jihadist Organizations)) په رامنځته کولو کې هم سترې بریاوې ترلاسه کړې دي. همدارنګه لوېدیځ د ځینو جهادي خوځښتونو پر افکارو او تمایلاتو د خپل نفوذ په ټینګولو کې هم بریالی شوی دی. هغوی یې له هغه منهج او لارې څخه، چې لوېدیځ یې نه خوښوي، اړولي او هغه مسیر ته یې سوق کړي چې لوېدیځ یې منلی او ورسره جوړجاړی کولی شي. سربېره پر دې، صهیوني ـ صلیبي لوېدیځ پر دغو تنظیمونو دا لیدلوری او تصور هم تپلی دی چې د «اعتدال ‌پال جهادي خوځښت» د جګړې اصلي دښمن څوک دی او هغه دښمن څوک دی چې اعتدال ‌پال مجاهدین یې باید کمزوری او بې ‌اغېزې کړي. لوېدیځ د خپلو معیارونو له مخې د معتدلو مجاهدینو لپاره د هغو اشغالګرو دښمنانو یو لست ټاکلی دی چې د هغوی پر ضد د جهاد اجازه ورکوي. په دې کې بشار الاسد، د ایران–لبنان حزب الله، ایران او روسیه شامل دي. خو برعکس، د صهیونیستي او امریکایي اشغال په اړه هغوی د دې پر ضد د ژبې، مال، لاس او وسلو په وسیله له جهاد څخه منع کوي او حتی دا هم منع ګڼي چې هغوی اشغالګر صهیونیستي یا اشغالګر امریکایي وبلل شي. له همدې ځایه د شام د جهادي قیادت تر منځ یو نوی، ډېر انحرافي او ګمراه کوونکی سیاسي تصور رامنځته شوی دی، هغه دا چې اشغالګرو (امریکایي) مشرانو ته د ولسمشرۍ د بریا مبارکي ورکول او د اشغالګر (امریکایي) دولت لپاره د ځواک او سوکالۍ هیله کول.
په حقیقت کې دا د جهادي تصوراتو کې یو ډېر لوی انحراف دی. له همدې امله زه له هغو ځوانانو سره ډېر خواخوږی یم چې له جهاد سره مینه لري، خو له پوهې پرته د جګړو اور ته ورټېل وهل کېږي او د جګړو د سون مواد ګرځول کېږي، ځکه هغوی په هغو داخلي او خارجي توطئو خبر نه دي چې د دوی پر ضد او د شام د مبارک جهاد پر ضد روانې دي او همدارنګه د صهیونیستي–صلیبي لوېدیځ له پلانونو ناخبره دي.
په مقابل لوري کې بیا زه د الله تعالی پر وعدو یقین لرم او دا هم منم چې دا مبارک جهاد به ان شاء الله د بیت ‌المقدس پر لور روان وي، ځکه چې شام د صدق او وفا مرکز او د اسلام زانګو ده. دا د الله له خوا خوښه شوې او د هغه له ځمکې څخه غوره شوې سیمه ده، چې د خپلو بندګانو له منځه هغه کسان په کې راولي، چې غوره کړي یې وي. الله د شام او د هغه د خلکو ذمه واري اخیستې ده او ملائکو خپل وزرونه ورباندې غوړولي دي. د شام او د شام د خلکو لپاره دا خبره بس ده چې زموږ نبي ﷺ د شام لپاره د برکت دعا کړې او موږ ته یې خبر راکړی چې د منافقانو لپاره پر مؤمنانو غالب کېدل حرام دي. نن موږ د الله په فضل شام وینو چې له خالص شر څخه د خیر پر لور بدلېږي، خو لا هم د هغه په خیر کې څه ناڅه تیاره شته. موږ له الله تعالی څخه دعا کوو چې د شام د وروڼو په چارو کې د اسانتیا اسباب برابر کړي او د هغوی کارونه سم کړي.
په شام کې د جهاد د راتلونکي په اړه زما د خبرو خلاصه دا ده چې په راتلونکي کې د شام د جهاد واقعي بیا راژوندي کېدل یوازې هغه وخت ممکن دي چې اهلِ جهاد په داسې یوه لاره او صف کې سره راټول شي چې یو له بل سره تړلي وي او یو بل ته ځواک ورکوي. کله چې زه د «شام»خبره کوم، نو زما مطلب زموږ د لوی شام سیمه ده، یعني له اوسني شام څخه تر فلسطین، لبنان او اردن پورې. زما په ساده نظر، د شام خلک یوازې هغه وخت خپل لوی شام ته پرمختګ ورکولای شي چې یووالی او قوي اړیکه سره وساتي. د شام عقاب یوازې په دوو تړلو وزرونو الوت کولای شي: یعني د «طوفان الاقصی وزر» او د «ردع العدوان وزر».
د دې عملي ثبوت دا دی چې “طوفان الاقصیٰ” د “ردع العدوان” د بریا لپاره په سیمه کې د سیاسي او پوځي شرایطو په رامنځته کولو کې لوی رول لوبولی دی، لکه څنګه چې د شامي انقلاب ډېرو مشرانو هم دا خبره منلې ده. په هغوی کې یو کمانډر احمد الدالاتي دی چې په دې وروستیو کې یې په MBC چینل کې په خپله مرکه کې همدا خبره کړې ده. له همدې امله د «طوفان الاقصی» د جوړوونکو او د «ردع العدوان» د رامنځته کوونکو تر منځ له همغږي، یووالي او متقابل تړاو څخه انکار نه شي کېدلای. اوس یا خو به د دې دواړو صفونه یو د بل لپاره مرستندوی او ملاتړ کوونکي وي، یا به په راتلونکې کې «طوفان الاقصی» «ردع العدوان» تېر کړي (اغېزمن/محدود کړي)، یا به برعکس حالت وي، لکه څنګه چې د «طوفان الاقصی» د جوړوونکو صف بندي او د ایران له پلان سره د هغوی اتحاد د دې لوري نښه ښيي. نو هغه لوری چې دوی پرې روان دي، د «ردع العدوان» د جوړوونکو له صف بندۍ او اتحاد سره په ټکر کې ښکاري.
که الله دې دواړو ډلو ته اسانتیا ورکړي چې له یو بل سره همغږي او همکاري وکړي، پرته له دې چې د امت د اهدافو خلاف اتحاد وکړي یا د بهرنیو پلانونو تر اغېز لاندې لاړ شي، نو د شام د جهاد راتلونکی به د الله په اذن کامیابۍ او توفیق ته روان وي. په دې برخه کې زه د نوط شامي ادارې وروڼو ته مشوره ورکوم چې په لبنان کې د خپلو سني وروڼو خیال وساتي، مرسته ورسره وکړي او د هغوی د جهادي پرمختګ لپاره کار وکړي، څو هغوی د سیمې لپاره یو ملاتړ او جهادي تکیه شي. هغوی باید په لبنان او غزه کې د کتائب القسام له وروڼو سره د اړیکو او ورورولۍ د پُلونو جوړولو ته پاملرنه وکړي او په لبنان کې د شیعه محور پر ځای د یوه لبناني سني محور، بلکې د سني تهاجمي محور په جوړولو کې خپله ونډه واخلي. او الله تعالی ښه پوهېږي.

(ادامه لري، ان شاء الله)

❊❊❊❊

Exit mobile version