په جګړه کې د ایډیالوژۍ اهمیت او د الله تعالی د حاکمیت لپاره د جګړې ستراتیژیکه اړتیا

KABUL, AFGHANISTAN - AUGUST 15: Taliban take to the streets during a national holiday celebrating the first anniversary of the Taliban takeover on August 15, 2022 in Kabul, Afghanistan. A year after the Taliban retook Kabul, cementing their rule of Afghanistan after a two-decade insurgency, the country is beset by economic and humanitarian crises. Western governments have frozen billions of dollars in Afghan assets as it presses the Taliban to honor unmet promises on security, governance and human rights, including allowing all girls to be educated. (Photo by Paula Bronstein /Getty Images) *** BESTPIX ***

داسې ګڼ شمېر مثالونه شته چې په هغو کې وروسته پاتو بدوي یا قبیلوي ټولنو په خپلو چریکي جګړو کې په خورا مسلح او د صنعت له پلوه په رسېدلو قدرتونو باندې سترې بریاوې ترلاسه کړې دي. د افغانستان او ویتنام معاصرې بېلګې د هر چا په ذهن کې شته، خو ډېر نور مثالونه هم شته؛ لکه الجزایر، جنوبي یمن، ایتوپیا، د ایرلنډ د خپلواکۍ جګړه او د هایټي انقلاب یا نور.

کېدای شي ځینې دا استدلال وکړي چې دا خالصې یا مکملې پوځي بریاوې نه وې؛ د بېلګې په توګه، ځینې سیمې ډېرې لرې وې او سخته جغرافیه یې لرله، یا دا چې لویو قدرتونو د استعمار لپاره داسې میکانیزمونه او طریقې رامنځته کړې، چې نور یې مستقیم پوځي حضور ته اړتیا نه لرله. خو بیا هم، په دې ټولو قضیو او د معاصرو سیاسي واقعیتونو په جوړولو کې چریکي ځواکونو او د هغوی پوځي بریاوو مهم رول لوبولی دی.

که دې ټولو قضیو ته وګورو، ښکاري چې دا نسبتاً جلا جلا پاڅونونه وو چې محدود سیمه‌ییز اهداف یې لرل؛ لکه له خپلو پلرنيو ټاټوبو څخه د بهرنیو ځواکونو ایستل، په دوی کې ځینو یې د یوې پراخه او نړیوالې سوسیالیستي پروژې د یوې برخې په توګه له ځان سره د شوروي ملاتړ هم درلود، ډېر نور یې له دغه ډول ملاتړ څخه بې برخې وو، خو بیا هم بریالي شول. دا په رښتیا هم یو نه انکارېدونکی ثبوت دی چې په شریعت عمل کوونکی او د چریکي جګړې پر بنسټ ولاړ یو همغږی خوځښت کولی شي، حتی له صنعتي منابعو پرته هم، په اغېزناک ډول له لویو قدرتونو سره مقابله وکړي. دا خبره په ځانګړي ډول هغه وخت لا زیات صدق کوي چې د خوځښت یا حرکت د اوسیدو په سیمه کې دننه د افرادو، پوهې او مالي سرچینو د انتقال لپاره اغېزمنې لارې موجودې وي.

د دې ستراتیژۍ لومړنۍ او تر ټولو بنسټیزه اړتیا دا ده چې باید دا ومنل شي چې شریعت د معاملې وړ څیز ندی؛ هرڅوک چې له شریعت پرته بل هر څه لټوي (له شریعت پرته په نورو قوانینو پسې روان وي) اګر که ورته بهانې ولټوي او دلیلونه ورته راوړي، په کفر کې واقع دی او باید ورسره جګړه وشي، دا هم له عملي او هم له اخلاقي پلوه یوه اړینه اړتیا ده. د اسلامي سیاسي نظریې له مخې، د شریعت احکام او ورباندې عمل کول په حکومت کې د ملا د تیر حیثیت لري او د مشروعیت اصل جوړوي (د اسلامي سیاسي نظریې له مخې یو حکومت تر هغه مشروعیت نشي ترلاسه کولای تر څو چې په شرعي احکامو باندې عمل ونکړي)، همدارنګه په هغه وخت او شرایطو کې چې سرچینې کمې وي، (اسلامي حکومتولي) د معاصرو حکومتونو د بڼو په پرتله ډېر ارزانه او د عملي کېدو وړ ده، ځکه چې په اسلام کې حکومتولي عبادت ګڼل کېږي؛ دا د توحید مسئله هم ده.

د ملتپالو یا نشنلیستي حکومتونو ریښې له پروټسټانت (د عیسوي مذهب له یوې نوعې) څخه سرچینه اخلي، نو د شریعت او نشنلېزم ترمنځ جګړه د صلیبي جګړو یوه معاصره بڼه ده. د یوه چریکي خوځښت یا حرکت بریا په دې پورې تړلې ده چې خلک راټول کړي او هغوی دې ته قانع کړي چې د خپل هدف لپاره په بشپړه توګه مرګ ومني، له همدې ځایه ویلای شو چې نیمه ملتپال او نیمه اسلامپالې (یا هغه چې نیم نشنلېست او نیم مسلمان وي) تګلارې به یې د مسلمانو ټولنو په منځ کې ځای ونه نیسي.

که څوک په اخلاص سره د نشنلېزم لپاره جګړه کوي، نو تر ړوند بیرغ لاندې د جګړې له امله یې مرګ د جاهلیت دی او د همدې جګړې له امله به په دوزخ کې وي، دلته ښکاري چې اسلامي پوهه په مستقیم ډول د نشنلېزم د جګړه‌ییزې قوې اغېزمنتیا کموي. (کمول په دې معنا چې که څوک په دې خبر شي، نو هغه د نشنلېزم لپاره په جګړه کې مرګ ته نه دی تیار او دا یعني چې قوت یې کم شو)، همدا شان که څوک سالمه اسلامي پوهه ولري، یوازې هغه وخت په اغېزناک ډول جګړه کولی شي چې په زړه کې ډاډه وي چې د یوه رښتیني اسلامي هدف لپاره جګړه کوي.

داسې ښکاري چې نن ورځ ډېر لږ کسان داسې شته چې په دې پوهیږي چې انګېزه د ټکنالوژیک او عددي ځواک (چې هغه هم مهم دی) په پرتله څومره زیاته مهمه ده. که وکتل شي په تاریخ کې بل داسې هېڅ ځواک نه شته چې د لومړنیو مسلمانانو څخه زیاتې بریاوې یې خپلې کړې وي په داسې حال کې چې د دوی دښمنان د شمېر او قوت په لحاظ ډېر زیات برلاسي او قوي ښکارېدل، البته که د دواړو لورو ترمنځ د ځواک توپیر ته وکتل شي.

که څه هم په دې بریاوو کې ګڼ عوامل شامل وو، خو دیني انګېزه یې تر ټولو لویه او مهمه برخه وه. همدا اصل نن هم صدق کوي؛ د بریا تر ټولو مهم عامل د خپلې موخې پر حقانیت او رښتینولۍ نه ماتېدونکی باور دی، د هغه مسلمان لپاره چې پوهه ولري د الله تعالی د حکم د نافذېدو لپاره جګړه یوازینۍ هدف وي، نه دا چې د انسانانو یوه ډله پر بله ډله واکمنه شي.

د اسد د رژیم په نسکورولو کې د احمد الشرع بریا پر یوې دوه اړخیزې تګلارې ولاړه وه، چې په هغې کې یې د توحید بیرغ او د نشنلېزم بیرغ یو د بل تر څنګ رپاوه. هر څوک په دې نه وو قانع، خو د نصیري رژیم وضعیت او چلند دومره وحشتناک و چې ډېرو مسلمانانو دا د اړتیا له مخې ومنله او ورسره یې قبوله کړه. واک ته له رسېدو لږ وروسته، هغه اسلامي هویت په بشپړه توګه څنډې ته کړ او د نړیوالو د ملاحظاتو له امله یې د توحید بیرغ له ټولو رسمي مراسمو او دفاترو څخه لرې کړ، دا په دې معنا، لکه څنګه چې د سوریې د خلکو له اوسني وضیعت ښکاري، که سوریه بلې جګړې ته اړه شي، نو تر ډېره باید د اسلامي هویت پر ځای د ملي روایتونو پر اساس جګړه وکړي. یو له هغو لاملونو څخه چې له امله یې مسلمان ملت او دولتونه تل له لویدیځ ملت او دولتونو سره په شخړو کې کمزوري ثابت شوي، دا دی چې مسلمان دولتونه د اروپایي دولتونو په پرتله نسبتاً نوي او مصنوعي دي. د بېلګې په توګه، فرانسوي او برتانوي ملتونه د سلګونو کلونو جګړو، مذاکراتو او کلتوري او ارثي یووالي په پایله کې رامنځته شوي دي. دغه دولتونه د انګلیسي کانال، د پیر او آلپ د غرونو په څېر د واقعي جغرافیایي تقسیماتو پر بنسټ جوړ شوي وو. سربېره پر دې، د سلګونو کلونو جګړو او د هغوی د پوهانو د بحثونو له لارې، خلکو په پراخه کچه دا مفکوره منلې وه چې د یوه ملت خلک د خپل برخلیک د ټاکلو حق لري؛ هغه مفکوره چې په پای کې د مسیحي الهیاتو له مفاهیمو سرچینه اخلي، لکه د انسان الوهیت، د عیسی علیه السلام الهي طبیعت، د عیسی علیه السلام د تقلید وجوب، او دا وړتیا چې د وحیې تر څنګ د عقل له لارې هم د خدای اراده وپېژني. له همدې امله، په اسلامي هېوادونو کې ملتپالنه او نشنلېزم عموماً د اروپایي ملتپالنې او نشنلېزم په پرتله سطحي او ګډ وډ ښکاري (که څه هم دواړه ډوله په خپل ذات کې کرکجنې دي).

نو کله چې برتانویان یا امریکایان د خپلو هېوادونو لپاره خپل ژوند قربانوي، هغوی د خپلو نیکونو د میراث لپاره جګړه کوي، د هغو سختو مبارزو لپاره چې د ظالمو اشرافو او فاسدو مذهبي مشرانو پر وړاندې د عامو خلکو د حقونو د خوندي کولو په موخه شوې وې او تر دې هم وړاندې، هغوی د خدای د هغه انساني انځور لپاره جګړه کوي چې د پېړیو راهیسې یې عبادت کړی دی، ځکه چې معاصر نشنلېزم د مسیحي الهیاتو نچوړ او خلاصه ده. (د دې برعکس) کله چې په مسلمانو هېوادونو کې خلک د نشنلېزم لپاره جګړه کوي، هغوی په اصل کې د هغو پردیو او تر ډېره د تصادفي وېشونو او سرحدونو لپاره جګړه کوي چې مستشرقینو لخوا ورباندې د قومي او ژبني توپیرونو له مخې تحمیل شوي دي. نو په دې کې هېڅ شک نشته چې د انسان فطرت به په واقعي توګه د داسې کمزورو ایډیالوژیو لپاره له ځان څخه تېرېدل نه مني. او دا خبره د جګړې په ډګر کې هم څرګندېږي.

په لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې کې داسې ګڼې جګړې وې چې په هغو کې د نشنلېزم لپاره ډېر زیات اروپایان ووژل شول، حتی له هغو څخه څو چنده زیات څومره چې د النکبه1 له پېښې څخه وروسته تر نن ورځې د عربو او اسرائیلو په (نشنلېستي) جګړو کې وژل شوي دي. (هغه جګړې چې کومه شرعي ایډیالوژي یې نلرله بلکې یوازې د عربي خاورې د خلاصون فکر ورسره وو)، نو ښکاري چې د (همدې نشنلېزم لپاره د کفري او مسلمانانو هېوادونو) د ځان قربانولو چمتووالی هېڅ د پرتلې وړ نه دی، او دا ښکاره کوي چې غربیان ولې تل د جګړې په ډګر (د نشنلېستي مسلمانانو څخه) قوي ثابت شوي دي.

په حقیقت کې، په تېره لسیزه کې په سوریه او عراق کې د امریکایي هوايي بریدونو له امله د هغو کسانو تلفات چې د نشنلېزم د له منځه وړلو لپاره یې جګړه کوله او ووژل شول، د عربو او اسرائیلو د ټولو ملتپالو جګړو له مجموعي تلفاتو هم زیات دی. دا (قربانۍ) هم د هغو کسانو د باور انعکاس دی چې د (نشنلېزم ضد) ایډیالوژۍ لپاره یې جګړه کوله.

دا باور چې مادي عوامل له ایډیالوژیکو عواملو څخه ډېر مهم دي، پخپله د مادیت یوه بریا ده، او د مادیت پلویان د هغو شیانو له مخې هڅول کېږي چې تر ټولو غوره مادي پایلې ولري.

∗∗∗∗

1 النبکه هغه پیښې ته اشاره ده چې په هغه کې تقریبا ۷۰۰ زره فلسطینیان په یوه شپه کې له خپلو کورونو څخه وشړل شول او پرځای یې یهودي دولت جوړ او صهیونستان واکمن شول.

Exit mobile version