اعوذ بالله من الشيطان الرجيم
بسم الله الرحمن الرحيم
وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ ط إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ ط إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوًّا مُبِينًا (بني اسرائيل: ۵۳)
«او تاسې (مسلمانانو) بندګانو ته ووایاست چې داسې خبره کوي چې هغه تر ټولو غوره وي، ځکه شیطان د خلکو ترمنځ فساد اچوي. په رښتیا سره شیطان د انسان ښکاره دښمن دی.» (بیان القرآن)
ما تاسې ته مخکې هم یو ځل دا خبره عرض کړې وه چې د ډېرو فتنو او جګړو لامل بدزباني او بدګماني وي (په پورته ذکر شوي ایت کې) الله تعالی فرمایي: اې پیغمبره! زما بندګانو ته ووایه چې هغوی هغه خبره وکړي چې تر ټولو غوره وي، ځکه شیطان په یقین سره هغوی په خپل منځ کې جنګوي، بې شکه چې شیطان د انسان ښکاره دښمن دی.
د ژبې ساتنه خورا زیاته اړینه او ضروري ده. نبي کریم ﷺ فرمایي:
«بده ژبه چې په هر څه کې چې شامله شي، هغه بدرنګه کوي. (او د دې خلاف) حیا چې په هر څه کې چې شامله شي، هغه خوش نما او ښکلې کوي. » (رواه الترمذي کتاب البر والصلة (۲/۱۸))
د بدې ژبې په پرتله، ښه ژبه یعني ښې خبرې کول خپل یو مقام او خپل یو اغېز لري، تر دې چې الله تعالی ښه خبره له هغه مالي خیرات څخه هم غوره ګرځولې ده چې تر هغه وروسته بده ژبه او د احسان اړول وي. د احسان اړولو او پېغور ورکولو په اړه، الله تعالی فرمایي:
قَوْلٌ مَّعْرُوفٌ وَمَغْفِرَةٌ خَيْرٌ مِّن صَدَقَةٍ يَتْبَعُهَا أَذًى (البقره: ۲۶۳)
«د نادارۍ پر مهال) مناسبه خبره کول او بخښنه کول، تر هغه خیرات خورا غوره دي چې ورپسې (بل ته) ازار او تکليف رسول کېږي.» (بیان القرآن)
د صدقې او خیرات هدف دا وي چې د انسان زړه خوشحاله او ډاډه شي. خو که تاسې چاته یو څه مال ورکړئ او وروسته ورباندې پېغور ورکړئ، طعنه ورکړئ، احسان ورباندې واچوئ او هغه سپک کړئ، نو بیا تر داسې صدقې دا ډېره غوره ده چې هېڅ مال او خیرات ورنکړئ، بلکې د هغې صدقې پر ځای یوازې په مینه او ښه طریقه خبره ورسره وکړئ. هغه صدقه چې ورپسې درد او تکلیف وي، هغه ضایع او بربادېږي. بدګماني تل په زړونو کې بېلتون راولي چې دا د شیطان کار دی، ځکه شیطان د دې لارې د خلکو په زړونو کې غوسه، کینه، نفرت او د نفاق تخم شیندي. په هر حال، د ژبې ساتل خورا اړین دي. د ژبې په اړه علماء کرام فرمایي:
«جٍرْمُهُ صَغِيرٌ وَجُرْمُهُ كَبِيرٌ»
«د ژبې جسامت وړوکی دی خو ګناه او جرم یې خورا لوی دی.»
ژبه د غوښې یوه وړوکې ټوټه ده چې د غاښونو تر شا پټه ده خو په دې ژبې سره پر نورو خلکو طعنې ویل کېږي… درواغ په همدې ژبه ویل کېږي… که چا څوک ووژل او بیا د هغوی ترمنځ روغه جوړه وشوه، نو ځینې شریر او بدخواه خلک د مقتول کورنۍ ته طعنه ورکوي چې که تاسې واقعاً زړور وای، نو د خپل مقتول غچ به مو اخیستی وای. د دې خبرې په اورېدو یو ځوان راپاڅي، وسله پورته کوي او د روغې جوړې سره سره یو بل څوک وژني! اوس وګورئ چې دا جرئت او دا لوی جرم چا رامنځته کړ؟ دا هر څه ژبې وکړل. لنډه دا چې د ژبې ګناهونه او جرمونه خورا ډېر او لوی دي، لکه: شیطانت چغلي، درواغ، غیبت او د انسانانو ترمنځ جګړې اچول او داسې نور. له همدې امله د ژبې ډېره کلکه ساتنه پکار ده. تاسې دا فکر مه کوئ چې په یوه خبره څه کېږي؟ ځکه چې د انسان د خبرې خورا لوی وزن وي. د بېلګې په توګه: که یو څوک په خپله ژبه خپلې مېرمنې ته ووایي چې «تاته مې ۳ طلاقه درکړل»، نو په دې سره سمدستي طلاق واقع کېږي او مېرمن ترې بېلیږي. یو کس تر ډېره وخته ژاړي او چیغې وهي چې «ماته واده وکړئ! ماته واده وکړئ!» بالاخره واده یې وشو او ۵ لکه روپۍ یې هم مصرف کړې. خو بیا وروسته په غوسه کې راغی او په ژبه یې وویل: «تاته مې درې طلاقه درکړل.» نو مېرمن یې ترې جلا شوه. اوس تاسې ووایاست چې په دې خبره کې څومره وزن و؟ همدا رنګه، که یو سړی د دوو شاهدانو په شتون کې بل سړي ته ووایي چې «ما خپله لور تاته په نکاح درکړه» او هغه بل سړی ورته ووایي چې «ما قبوله کړه». (اوس وګورئ، دا یوازې څو خبرې وې) خو د دې خبرو اثر څه شو؟ هغه نجلۍ د تل لپاره د دغه سړي د کور شوه او په هغه حلاله شوه.
د لقمان حکیم رحمة الله علیه یوه واقعه
(مشهوره ده چې) د لقمان حکیم رحمه الله مالک هغه ته وویل: یوه اوزه حلاله کړه او د هغې د غوښې تر ټولو غوره او خوندوره برخه ماته راوړه! حضرت لقمان حکیم هم اوزه حلاله کړه او د خپل مالک لپاره یې د هغې ژبه راوړه. بله ورځ مالک بېرته لقمان حکیم ته وویل: بله اوزه حلاله کړه او د هغې د غوښې تر ټولو ککړه او بده برخه ماته راوړه. هغه په دویمه ورځ هم اوزه حلاله کړه او د خپل مالک حضور ته یې بیا هم همغه ژبه راوړه. مالک (حیران شو او) ورته ویې ویل: دواړه ځله دې یو شی راووړ؟ (سره له دې چې باید دواړه دې بېلابېل شیان راوړي وای، ځکه چې خواږه او ترخه یو د بل ضد دي او کله چې ضد وي نو جلا جلا به وي، او که یو ځای وي نو په دویم ځل دې ولې ژبه راوړه، په دې کې څه ځانګړی حکمت دی؟) لقمان حکیم ورته وویل: که دا ژبه ښه (او نرمه) شي، نو تر دې بله خوږ او غوره شی نشته. او که دا بده (او ترخه) شي، نو تر دې بله بده او ککړه نشته. په هر حال له بدې ژبې ځان وساتئ. بده ژبه په یو حدیث کې د نفاق نښه ګرځول شوې ده. (د نبي کریم ﷺ د مبارک فرمان مفهوم دی چې): کوم خلک چې بده ژبه کاروي، هغوی منافقان دي. بي کریم ﷺ د منافق څلور نښې ښودلې دي چې په هغو کې یوه دا هم بیان شوې ده: «وَإِذَا خَاصَمَ فَجَرَ» (کله چې جګړه او بحث کوي، نو بده ژبه او ښکنځلې کاروي).
نبي کریم ﷺ فرمايي:
«مَنْ سَكَتَ نَجَا»(رواه الترمذي (۲/۷۶) کتاب في صفة القیامة: باب المؤمن یری ذنبه)
«څوک چې خاموش پاتې شو، هغه نجات او بریا وموندله.»
په یو بل حدیث مبارک کې راغلي دي (چې مفهوم یې دی): «کوم څوک چې پر الله او د هغه پر رسول ایمان لري، هغه دې یا ښه خبره وکړي او یا دې خاموش پاتې شي.» په هر حال! زه دا غوښتنه کول غواړم چې د خپلې ژبې خورا ډېر خیال ساتئ، ځکه د ژبې زخم نه رغېږي، خو د تورې او نېزې زخم رغېږي.
کله هم چاته پیغور مه ورکوئ
حضرت امام کسائي رحمه الله او حضرت امام یزیدي رحمه الله دواړه مشهور قاریان دي. امام کسائي رحمه الله د کوفې و. یوه ورځ د هارون الرشید رحمه الله په دربار کې امام کسائي رحمه الله د لمانځه د امامت لپاره وړاندې کړل شو، هغه لمونځ شروع کړ. غالباً د ماښام لمونځ و. امام کسائي رحمه الله چې کله سورۃ الکافرون تلاوت کاوه، نو په کې ونښت (یعني غلطي ترې وشوه او په کلمو کې ګیر شو، ځکه نو مجبور شو بل سورت یې تلاوت کړ). کله چې لمونځ مکمل شو او سلام یې وګرځاوه، نو امام یزیدي رحمه الله ورته وویل: «د کوفې قاري په سورة الکافرون کې ونښت.» یعني پېغور یې ورکړ. بیا (شاوخوا یو کال وروسته) د الله تعالی شان داسې شو چې امام یزیدي رحمه الله د لمانځه ورکولو لپاره وړاندې شو، کله چې هغه لمونځ شروع کړ، نو په خپله سوره الفاتحه کې ونښت (غلط شو). اوس مسئله دا ده چې که یو څوک د سورۃ الفاتحه څخه وروسته په کوم بل ځای کې غلط شي، نو د قرآن مجید هغه ځای پرېږدي او بل سورت لولي، لمونځ یې صحیح کېږي. خو د سورۃ الفاتحه متبادل نشته، ځکه چې سوره فاتحه لوستل په لمانځه کې واجب دي، له همدې امله د هغې ځای بل سورت نشي نیولی. نو کله چې هغه په سوره فاتحه کې ونښت، مجبور شو سمدستي سلام وګرځوي. څرنګه چې هغه د پاک زړه خاوند و، نو د دې غلطۍ له امله سمدستي پوه شو چې دا د هغه پېغور پایله ده (او دا د الله والاوو نښه ده، ځکه چې هغوی معصوم نه دي، غلطي ترې کېږي، خو سمدستي پوهېږي او توبه باسي). ځکه نو د سلام ګرځولو سره سم، امام یزیدي رحمه الله دا شعر ووایه:
اِحْفَظْ لِسَانَکَ لَا تَقُلْ فَتُبْتَلٰی
اِنَّ الْــبَلَاءَ مُوَکَّلٌ بِالْمـَنْطِقِ
«خپله ژبه وساته، زیاتې خبرې مه کوه که نه په ازمېښت کې به اخته شې، ځکه چې بلاګانې او مصیبتونه له خبرو (ژبې) سره تړلي دي.»
په حدیث شریف کې راځي:
«اَلْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِّسَانِهِ وَیَدِهِ» (أخرجه البخاري (۱/۶) کتاب الایمان: باب أی الاسلام افضل)
«(کامل) مسلمان هغه دی چې نور مسلمانان یې د ژبې او لاس له ضرر څخه خوندي وي .»
تل له خبرو کولو وړاندې سوچ کوئ
له همدې امله، تاسې چې کله هم کومه خبره کوئ، لومړی فکر وکړئ چې دا خبره روا ده که ناروا؟ که چيرې هغه (خبره) ناروا وي، نو سمدستي یې پرېږدئ. او که جائز وي، نو بیا سوچ وکړئ چې آیا په دې کې کومه ګټه شته که نه؟ یعني چټي او بې مانا خبره خو نه ده؟ که ګټوره وي، نو بیا وروسته فکر وکړئ چې دا خبره په کوم ډول او انداز کې وکړم؟ ځکه کله چې انداز ښکلی وي، نو خورا زیات او ښه اغېز کوي. د بېلګې په توګه: که کوم راغلي مېلمه ته د ډوډۍ خوړلو بلنه ورکوئ، نو د دې لپاره څو ډوله انداز کېدی شي: یو انداز دا دی: «راشئ له موږ سره ډوډۍ وخورئ.» بل انداز دا دی چې تاسې ترې وپوښتئ: «ایا تاسې له موږ سره ډوډۍ خورئ؟» (خو پام کوئ!) داسې پوښتنه کله هم مه کوئ، ځکه په دې کې دا وېره وي چې که مېلمه ډېر زیات بې تکلفه او نږدې نه وي، نو هغه به هیڅکله درته ونه وایي چې «هو، زه ډوډۍ خورم.» بلکې هغه به په منفي (نه) کې ځواب درکړي. خو دا چې هغه ستاسې سره بې حده بې تکلفه وي، نو په هغه صورت کې بیا داسې پوښتنه کومه د شرم خبره نه ده. که داسې نه وي، هغه به د حیا او شرم له امله «نه» ووایي. تاسې مېلمه ته اختیار مه ورکوئ (یعني دا پوښتنه مه ترې کوئ چې: ایا ډوډۍ خورئ؟) بلکې داسې ورته ووایئ: «راشئ له موږ سره ډوډۍ وخورئ.» له مېلمه څخه کله هم دا مه پوښتئ چې «آیا ډوډۍ خورې؟» که کله د کوم مصلحت له امله پوښتنه کول غواړئ، نو بیا ډېر غوره انداز غوره کړئ.
حضرت سیدنا ابراهیم علیه السلام ته مېلمانه (پرښتې) راغلل. کله چې هغوی تشریف راوړ، نو حضرت ابراهیم علیه السلام (له هغوی څخه له پوښتلو پرته) د هغوی لپاره د ډوډۍ برابرولو انتظام پیل کړ. ځکه خو په لږ وخت کې ابراهیم علیه السلام یو خوسی حلال کړ او هغه یې ورېت کړ او د هغوی مخې ته یې راووړ. وګورئ، دا د انبیاوو علیهم السلام عادت او د هغوی اخلاق دي.
ځینې وختونه داسې شک وي چې ښايي مېلمه ډوډۍ خوړلې وي، نو ځکه په داسې موقع د احتیاط په توګه د پوښتنې اړتیا پېښېږي. په داسې وخت کې د پوښتلو غوره طریقه دا ده چې تاسې ورته ووایاست: «تاسې تشریف فرما شئ، زه ډوډۍ راوړم.» اوس که مېلمه ډوډۍ خوړلې وي، هغه به تاسې منع کړي او که یې نه وي خوړلې، نو بیا تاسې ورته ډوډۍ ورکړئ. خو په داسې انداز خبره مه کوئ چې له تاسې سره ناست خلک وشرمیږي، ذلیل شي یا رسوا شي. (بلکې د خپلو ملګرو هر ډول مراعات وساتئ او خبرې تل تللې او حساب شوې کوئ).
د یو ځل خبره ده چې زه او زما یو ملګری باید له اسلام اباد څخه کراچۍ ته په الوتکه (فلایټ) کې تللي وای. څرنګه چې له موږ سره وخت لږ و، له همدې امله موږ سهار وختي ووتلو او هوایي ډګر ته د ژر تر ژره رسېدو لپاره مو په تېزۍ سره سفر پیل کړ. څرنګه چې وخت لږ او واټن (فاصله) زیات و، نو موږ په بېړه کې وو، د الله قدرت و چې په لاره کې پولیسو ودرولو. زما ملګري پولیس ته وویل: «تاسې بې شکه زموږ تلاشي واخلئ، خو هیله ده مهرباني وکړئ لږ ژر ژر یې واخلئ، ځکه زموږ د الوتکې د پرواز وخت کېدونکی دی او دا وېره شته چې هسې نه ناوخته شو.» پولیس د دې خبرې په اورېدو سره سم، موږ ته له تلاشۍ اخیستلو پرته د تلو اجازه راکړه دا د ښکلي او نرم انداز برکت و، وړاندې حضرت صاحب د عاجزۍ له مخې وفرمایل چې: که چېرې زه د هغه په ځای وای، نو شاید ما به ورته ویلي وای چې «یاره! زموږ خپل کار دی، تاسې موږ ولې دروئ؟» په هر حال، هر هغه خبره چې تاسې یې کول غواړئ، که هغه سمه او روا هم وي، بیا هم د هغې خبرې لپاره لومړی پر خپل انداز او طریقه فکر کوئ او په خورا غوره او ښکلي انداز کې یې د بیانولو او وړاندې کولو هڅه کوئ.
