په شام کې د جهاد راتلونکی (څلورمه برخه)

النازعات: محترم ابو اسامه! ستاسې د بیان له مخې په شام کې چې له جهادي مشرتابه څخه کوم انحرافات شوي دي، ستاسې په نظر د هغو لاملونه او اسباب څه دي؟

استاد عبدالعزیز الحلاق: زما په اند له سمې لارې څخه د دغه ډول انحراف لاملونه، د صهیونیستي او صلیبي لوېدیځ په هغه بې ساري مکر، فرېب او دوکه کې نغښتي دي چې د خپلو سیمه ییزو قطري او ترکي پراکسي اجنټانو له لارې یې په شام کې د مجاهدینو له مشرتابه سره ترسره کړل. د دې کار په پایله کې، په شام کې د مجاهدینو قیادت له خپلو هغو اکابرو او مشرانو جهادي قائدینو سره فکري، منهجي او تنظيمي اړیکې پرې کړې چې په اصل کې همدا د جهادي کاروان لارښوونکي وو او دوی یې لومړی عراق او بیا شام ته راوستلي وو. له بده مرغه، لوېدیځ د خپل دغه مکر او غولونې په وسیله په خپل دغه پلان کې بریالی شو، کوم چې هغوی له «القاعده تنظیم سره د تړاو پرې کولو» په نوم یاد کړ؛ خو دا کار په حقیقت کې د وروڼو ترمنځ د فکري، منهجي او تنظيمي اړیکو د بشپړ له منځه وړلو په معنی و. لکه څنګه چې ما وړاندې وویل، صهیونیستي او صلیبي لوېدیځ په اوسني عصر کې د شیطان د ښکاره مظهرونو څخه یو مظهر دی، چې تر ټولو ستر ماموریت یې د مېړه او مېرمنې ترمنځ جلاوالی راوستل، ورور له ورور سره جنګول، د مور او پلار پر وړاندې د اولادونو راپارول او د تنظیم د غړو هڅول دي ترڅو د خپلې مخلصې ډلې او هغو ځان بښونکو قائدینو مخالفت وکړي چې د دوی لپاره د یوې خوندي پناه ګاه حیثیت لري. د دغو موخو او چارو د ترلاسه کولو لپاره له شیطان سره د حیلو، بهانو او بې ځایه عذرونو هیڅ کمی نشته؛ نو ځکه، هر څه چې پېښ شول خلاصه یې د دغه تاریخي پړاو د ډېرو څارونکو او مبصرینو لپاره په بشپړه توګه روښانه او معلومه ده.

«لوېدیځ په ترکیه او قطر کې خپلو ایجنټانو ته دا دنده وسپارله او د الجزیرې ټلویزیون ځینو رسنیزو کارکوونکو ته یې مسؤولیت ورکړ. دغو کسانو پخوا په دې سیمه کې د جهادي ډلو له مشرانو سره د استخباراتي کار تجربه درلوده. هغوی ته مسؤولیت ورکړل شو چې د لوېدیځ دا پلان نه یوازې په شام کې، بلکې په یمن، شمال لوېدیځې افریقا او سومالیا کې د شته وروڼو مخې ته هم کېږدي. په دې پلان کې د غټو مالي او مادي مرستو د ورکړې ترڅنګ، دا ډاډ هم ورکړل شوی و چې له دې وروسته به دوی نه څارل کېږي او نه به په بې پیلوټه (ډرون) الوتکو ویشتل کېږي. همدارنګه په دې شرط کې دا هم شامل وو چې دوی به په سیمه کې د امنیت په ساتلو کې تر یو حده منل کېږي.

نو په شام کې وروڼو دا زړه راښکونکی وړاندیز ومانه، خو په یمن، شمال لوېدیځې افریقا او سومالیا کې وروڼو دا لوبه د جهاد راتلونکي ته یو خطر وګڼله او ویې نه منله. په همدې کې د شام د مشرتابه اصلي انحراف پټ دی.

دلته ستاسې د معلوماتو لپاره باید ووایم چې د «اړیکو پرې کولو» یا «جلاوالي» وړاندیز تر ټولو لومړی پخپله د القاعده امیر ډاکټر ایمن الظواهري کړی و، خو په دوو شرطونو: لومړی دا چې په شام کې د مجاهدینو ترمنځ یووالی راشي او دویم دا چې هلته یو اسلامي حکومت جوړ شي چې په ترڅ کې یې د شام خلک د ځان لپاره یو امیر وټاکي. یوازې له دې وروسته (نه تر دې وړاندې) القاعده خپل تنظیمي تړاو پرې کاوه، په شام کې یې وروڼو ته مبارکي ورکوله او له هغه وروسته به زموږ ترمنځ یوازې اسلامي او جهادي ورورولي پاتې کېده.

په هغه وخت کې د شام قیادت د دغو دواړو شرطونو له پوره کولو وړاندې لا، د «جلاوالي او اړیکو پرې کولو» پرېکړه وکړه او د هغې اعلان یې هم وکړ. خو له دې هم مهمه خبره دا وه چې په اصل کې څه پېښ شول، هغه یوازې یو تنظیمي جلاوالی نه و، بلکې هر ډول اسلامي، فکري، منهجي او تنظيمي اړیکې یې په بشپړه توګه له منځه یوړلې. همدا علت و چې د شام قیادت د خپلو څو تنو پېژندل شویو غړو په واسطه، پر خپلو هغو پخوانیو مشرانو او غړو باندې توند او پرله پسې بریدونه پیل کړل چې له القاعده سره پر خپل پخواني بیعت باندې کلک ولاړ وو. هغوی د خپلو رسمي ویاندویانو له لارې په ښکاره توګه د القاعده له نورو څانګو، په ځانګړې توګه د یمن او شمال لوېدیځې افریقا له څانګو څخه وغوښتل چې خپله بیعت مات کړي، تړون او عهد پرېږدي او د یوې سختې غدارۍ اعلان وکړي. له همدې ځایه هغه انحرافات چې قطر او ترکیې په پوره ځواک سره پالل، لا پسې پراخ او زیات شول؛ او موږ یوازې الله سبحانه و تعالی ته شکایت کوو.

د شام په مشرتابه کې د دغه انحراف د منلو، پرې د ډاډه کېدو او د هغه د دوام یو لامل هغه نظریاتي او منهجي فشار دی، چې له دوی څخه ډېری کسان ورسره مخ شوي وو. دا یو داسې چاپېریال و چې د سمو او معتدلو افکارو د ودې لپاره بیخي مناسب نه و؛ په ځانګړې توګه هغه نظریات چې په «بوکا ښوونځي» (یعني په عراق کې د امریکایانو په کیمپ یا بوکا قیدخانې) کې پېدا او پالل شوي وو او دوی بیا له هغو افکارو سره همغږي شول چې په «صیدنایا ښوونځي» (یعني په شام کې د بشارالاسد د صیدنایا زندان) کې چمتو شوي وو. زه په دې یقین لرم چې په بندخونو کې د ظلم او ستم د فشار لاندې د دغه منهج او فکري او نظریاتي ګډوډۍ یو لوی نظریاتي او منهجي ټکر رامنځته کړ، چې د هغې خاورې او غبار د شام د انقلاب له پیل څخه پورته شو او په تېرو کلونو کې خورا لوړ اوج ته ورسېد. د عراق د بوکا له زندان څخه د فارغو شویو کسانو فکر او د شام د صیدنایا له زندان څخه د سند په ترلاسه کولو سره د راوتلو کسانو سوچ، یو ځای شو او د داسې یو نوي ذهنیت د رامنځته کېدو لامل شو چې په منهج، فکر، نظریاتو او عملي تطبیق کې یې له انحراف سره د ځان برابرولو بشپړه وړتیا درلوده. په شام کې د سخت غبرګون له امله د شام د خلکو پر شعور باندې د دغو انحرافاتو اغېزې لا پسې زیاتې شوې، چې له هغه وروسته د عراق او شام پر ځینو برخو باندې د داعش ډلې کنټرول ترلاسه کړ او د بې ګناه خلکو د وینې تویدو روږدي شول. د دغه وضعیت په رامنځته کېدو کې تر ټولو مهم لاملونه د عزیمت له لارې څخه لیرې کېدل، د الهي احکامو په پر ځای کولو کې د شرعي رخصتونو او رعایتونو په پام کې نه نیول او د اړتیاوو او ضرورتونو په پلمو د ډېرو منع شویو کارونو ترسره کول وو. په دې ټولو کې تر ټولو لوی جرم د مخالف نظر لرونکو کسانو د وینې تویدو جرئت و. دا کوم پټ راز نه دی چې د دغه ډول «بوکا ــ صیدنایي» ذهنیت شتون او د هغه خاوندان په خپلو قانوني، تنظیمي او ټولنیزو پرېکړو کې د دې اغېزې، په نړۍ کې د هیڅ یو انساني ملت لپاره برم او عظمت نشي پېدا کولای او نه هم د هغه ملت لپاره د ویاړ لامل ګرځېدای شي. له همدې امله زه باور لرم چې د شام قیادت به خپل فکري او نظریاتي توازن او پر سم منهج باندې استقامت بېرته ترلاسه نکړای شي؛ او د دغه مشرتابه لپاره به دا ممکنه نه وي چې خپل بندي شعور له «فکري ګوانتانامو» او «نظریاتي زندان» څخه ازاد کړي، پرته له دې چې کومه لویه پېښه رامنځته شي چې دوی له هغو «دوستانه» او «وروڼو» هېوادونو څخه جلا کړي چې دوی ورپسې زړه تړلی او د هغوی په غېږ کې یې ځانونه وراچولي دي. زه داسې نه انګېرم چې د ناصحانو نصیحت او لارښوونه به د هغوی د توازن او استقامت په بېرته راګرځولو کې کوم مهم رول ولوبوي، که څه هم د نصيحت او لارښوونې فریضه سرته رسول اړین دي؛ خو د اکثریت انسانانو معمول همدا پاتې شوی چې هغوی د تباهۍ او هلاکېدو تر سهار پورې په نصیحت باندې نه پوهېږي.

النازعات: محترم استاد! شاید تاسې پوهېږئ او درک کوئ چې د شام ولس د القاعده تنظیم او د هغې د نظریاتي او تحریکي پرېکړو په اړه خورا ډېر او مهم تحفظات لري. د شام د ډېرو انقلابي ځوانانو ترمنځ دا خبره عامه ده چې القاعده د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې او د جغرافیې او تاریخ پر څنډه ولاړه ده. دوی د دې کار علت د یو داسې غیر منطقي او غیر حقیقت پسندانه نظریې پورې تړل ګڼي، چې هغه د «عالمي جهاد» نظريه ده. په داسې حال کې چې د شام خلکو له «سیمه ییز او ځايي جهاد» سره د تړاو له لارې په یوازې یوولسو ورځو کې هغه څه ترلاسه کړل چې القاعده په دېرش کلونو کې د خپل نړیوال جهاد له لارې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې وه. نو محترم ابو اسامه! ایا د خپل سیمه ییز او ځايي جهاد له لارې د شام د خلکو د دغې لویې بریا له لیدلو وروسته، له نړیوال جهاد سره د القاعده د تړاو د ګټورتیا په اړه ستاسې نظر بدل شوی دی؟

استاد عبدالعزیز الحلاق: زما ګرانه وروره! زه تاته په ډاګه او صفا وایم چې د دمشق له ازادۍ وروسته، د څو داسې لاملونو له امله چې زه یې په بل فرصت کې درسره شریکولای شم، له نړیوال جهاد سره زما ژمنتیا، تړاو او وفاداري لا پسې زیاته او پیاوړې شوې ده. خو د دې معنی دا نه ده چې زه د نوي شام د سوځولو او د صهیونیستي – صلیبي لوېدیځ سره د یوې نړیوالې جګړې په بټۍ کې د هغه د ورغورځولو غوښتنه کوم، په داسې حال کې چې شام لا دمخه په خپلو وینو سور دی او د دې کار لپاره چمتووالی نلري. زما وروره! تاسې باید پوه شئ چې په اوسني دور کې د نړیوال جهاد بیرغ پورته کونکو (یعني القاعده) هیڅکله دا غوښتنه نه ده کړې او نه یې هڅونه کړې چې شام دې د نړیوال جهاد پر مرکز بدل شي؛ پرته له دې چې هغوی د اسلامي شریعت د غوښتنو له مخې د لوېدیځ، ختیځ او صهیونیستي نیواک څخه د شام د خاورې پر پاکولو او د نُصیري اسد حکومت د نسکورولو پر اړتیا ټینګار کړی دی. نه یوازې دا، بلکې د القاعده مشرانو لا د ۲۰۱۲ کال راهیسې د شام مشرتابه او په ځانګړې توګه جولاني صاحب ته نصیحت کړی و چې هغه ښکاره نښې او علامې پرېږدي چې څارونکو او مبصرینو ته دا تاثر ورکوي چې د شام جهاد له نړیوال جهاد سره تړلی دی.

که تاسې د شیخ ابو یحیی اللیبي رحمة الله علیه هغه لیک وګورئ چې د شام د انقلاب په لومړي کال کې یې جولاني صاحب ته استولی و، نو تاسې ته به پوره پته ولګېږي هغه څوک چې د شام په خاوره کې د نړیوال جهاد له پلان سره راغلي وو، هغه پخپله جولاني صاحب او د هغه ملګري وو، چې تر عراقي فکري مکتب پورې تړلي وو. دا په داسې حال کې ده چې د القاعده مشرتابه هغوی له دې کاره منعه کول او ان پر هغوی یې ټینګار کاوه چې دښمنان بې اغېزې کړي خو هغوی داسې ونه وېروي چې د دښمن د پارېدو لامل شي.

بهر حال، په پورتني دلیل کې هغه څه چې زما عزم او یقین لا پسې پیاوړی کوي، دا دي چې زه هم د نورو خلکو غوندې د بشارالاسد د حکومت نسکورېدل او پر هغې د مسلمانانو بریا په خپلو سترګو احساسوم. خو په حقیقت کې، موږ د کوم انقلاب پوره بریا او فتحه نه ګورو او نه هم دا انقلاب او بریا، په تاریخ کې د ثبت شويو انقلابونو له معیارونو سره برابري کوي. ځکه له کومه وخته چې انقلابیانو دمشق ته د ننوتلو سره د هغه د ازادۍ اعلان وکړ، موږ په سمدستي توګه په سویلي شام کې د صهیونیستي قبضې مداخله او پر یوې لویې سیمې باندې د هغوی د قبضې اعلان هم ولید. د دې معنی دا ده چې د هیئت تحریر الشام لخوا غوره شوې د سیمه ییز او ځايي جهاد نظریه د ټول شام د ازادولو وړتیا نلري او نه هم په نړۍ کې د یو رښتیني انقلاب د بریا شرایط پوره کوي. پر دې سربېره، د هیئت تحریر الشام جهاد ته سیمه ییز او ځايي جهاد ویل هم د اعتراض وړ خبره ده؛ ځکه سیمه ییز او ځايي جهاد هغه جهاد ته ویل کېږي چې د ټولو هغو غاصبینو پر وړاندې وشي چې پر یو اسلامي هېواد یا سیمې یې برید کړی وي.

په اوسنیو بېلګو کې د افغانستان، عراق، سومالیا او د شمالي افریقا د هېواد «مالي» جهاد او د شام نور جهادونه شامل دي. دغو ټولو په یو وخت کې پر خپل هېواد باندې د برید کونکو ټولو نیواکګرو مقابله وکړه، چې په ځینو جبهو کې دوی د صلیبي ائتلافونو پر وړاندې ودرېدل، چې په هغو ائتلافونو کې تر څلوېښتو زیات هېوادونه شامل وو، په داسې حال کې چې هغوی په خپله سیمه، ملک او چوکاټ کې دننه پاتې کېدل او جهاد یې کاوه. خو یوازې له یو نیواکګر یا د هغه له سیمه ییز ایجنټ سره جګړه کول او بیا د نورو لویو نیواکګرو پر وړاندې له جهاد څخه ډډه کول او یا د شام د خلکو پر وړاندې د هغوی د ظلمونو او جرمونو سره سره بیا هم د هغوی سره د ګډو اړیکو د جوړولو هڅه کول، زما په محدوده رایه کې، دا د هغه ځايي او سیمه ییز جهاد سمه بڼه نه ده چې تاسې یې بیان کوئ.

هو، له شرعي او فقهي پلوه دا جواز لرلای شي چې د ځینو پر وړاندې جګړه وشي او ځینې نور تر هغه وخته بې اغېزې وساتل شي ترڅو چې موږ هغوی ورو ورو له خپلې خاورې څخه وباسو. خو، له ټولو نیواکګرو څخه د هېواد د پاکولو لپاره د دغه ډول جهاد معرفي کول د یو ځايي او سیمه ییز جهاد په توګه، داسې یو څه دي چې زما په اند په حقیقت کې په شام کې تر سره شوي نه دي. له دې هم ورهاخوا، د هیئت تحریر الشام ځینو عراقي ویاندویانو خو لا له یو کال څخه زیات وخت وړاندې اعلان کړی و چې جهاد پای ته رسېدلی دی. او نن تاسې وینئ چې د شام د انقلاب نښې (یعني مشران) د روسي او امریکایي اشغال سره د اړیکو په عادي کولو تطبیع/Normalization بوخت دي، او هغوی په دې برخه کې د شام د ولس او اسلامي امت لخوا د مطرح کېدونکو ګڼو اندېښمنوونکو پوښتنو ځوابونه په خپل سري او د خپلې خوښې په توګه لټوي.

کله چې هغوی د تېرو وختونو د کومې داسې تجربې او د خلکو د تشویش د کمولو د داسې یوې لارې په لټه کې شول چې د بهانې او حیلې په توګه ورڅخه ګټه پورته کړي، نو هغوی ته له صهیونیستي – صلیبي لښکرکشۍ سره د ملګرتیا په برخه کې د سعودي له تجربې پرته بل څه په لاس ورنغلل. ال سعود له امریکایانو سره د شویو تړونونو له لارې خوندیتوب او نظامي ځواک ترلاسه کړ. له همدې امله، نن موږ ګورو چې د شام د انقلاب نښې (یعني مشران) د محمد بن سلمان د لیدلوري (وژن ۲۰۳۰) په کاپي کولو او د هغو هېوادونو تر شا په منډو وهلو پسې خورا لېواله دي چې داسې هیڅ بریا یې نه ده ترلاسه کړې چې امت پرې ویاړ وکړي او یا په نړۍ کې د دغه امت مقام او منزلت لوړ کړي. که چېرې هغوی د چین یا جاپان د اقتصادي او صنعتي تجربې په لور تللي وای، نو دا کار له عقلي او شرعي پلوه خورا کامل او غوره و. او الله پر خپل کار غالب دی خو ډېری خلک پرې نه پوهېږي.

اوس زه چې څه ګورم هغه دا دي چې د سوریې له انقلاب سره تړلي زموږ وروڼه، د نظامي او سیاسي تړونونو له لارې په خپله خاوره باندې د اشغال او نیواک منلو او له نیواکګرو سره د اړیکو د عادي کولو په لاره روان دي؛ داسې تړونونه چې هغو لویو نیواکګرو قدرتونو او پوځونو ته ــ چې د شام له انقلاب څخه وېرېږي د شام په خاوره کې د هغوی په اډو او پنډغالو کې د پاتې کېدو اجازه ورکوي. ښايي هغوی پر دې باوري شوي وي چې د سعودي عربستان د شاهي هېواد تجربه په دې برخه کې تر ټولو مهمه تجربه ده، په کومه کې چې د نظامي خوندیتوب د تړونونو په پلمه د حرمین شریفین په خاوره کې صهیونیستي – صلیبي شتون ته قانوني بڼه ورکړل شوه. په داسې حال کې چې په حقیقت کې، دا د اسلامي هېوادونو او د مسلمانانو پر خاوره باندې یو ښکاره او څرګند اشغال دی. او داسې ښکاري چې د شام د انقلاب د مشرانو لخوا د دغه ډول ذلت آمیزه تګلارې د غوره کولو لامل دا دی چې د انقلاب د ډېری مشرانو ذهنیت د «جالوتي کمپلیکس» ښکار شوی دی، چې دا یو پخوانی سیاسي شعار دی:

لَا طَاقَةَ لَنَا الْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنُودِهِ (سورۃ البقرة: ۲۴۹)

«نن له موږ سره د جالوت او د هغه د لښکرو سره د جنګېدو هیڅ ځواک او توان نشته

زه تاسې ته په ډاګه او صفا وایم چې بې شکه وخت به هغه ټول کسان چې د اسلام د سرلوړۍ لپاره په رښتینې توګه کار کوي، د القاعده د پیغام او منهج منلو ته اړ کړي؛ خو دا اړینه نه ده چې هغوی ټول دې په القاعده تنظیم کې مدغم شي او یا دې د هغې له څانګو سره یو ځای شي. د دې علت دا دی چې زه په دې یقین لرم چې د القاعده پیغام او منهج، یو مستند قرآني منهج او تګلاره ده چې بنسټ یې پر قرآن او سنت او پر هغې نقل باندې ولاړ دی چې له سم عقل سره پوره موافقت او سمون لري. دا یو داسې منهج او چلند دی چې په دنیاوي ژوند کې د ملتونو د عروج او زوال لپاره ټاکل شوي کائناتي اصول او د الله سبحانه و تعالی سنت او تګلاره په پام کې نیسي. او یوازې الله تعالی سمې لارې ته لارښوونه کونکی دی.

النازعات: په حقیقت کې محترم ابو اسامه! تاسې د نړیوال جهاد په اړه زما په ډېرو تصوراتو او د سیمه ییز او ځايي جهاد په تړاو زما په ذهن کې چې کوم فکرونه پاخه شوي وو، په هغو کې سخت ګډوډی او خلل راوست. زه غواړم چې تاسې ماته او نورو مینه والو وروڼو ته، په یو ساده او اسانه پوهېدونکي انداز کې د القاعده د منهج له مخې د نړیوال جهاد نظریه تشریح کړئ او دا هم ووایئ چې دا د نورو جهادي ډلو د ځايي او سیمه ییز جهاد له نظریې څخه تر کومه حده توپیر لري؟

استاد عبدالعزیز الحلاق: د دې پوښتنې ځواب خورا اوږد دی او ډېر اقتباسونه غواړي، همدا راز له ویونکي څخه د لا زیات وضاحت او تفصیل غوښتنه کوي چې ښایي د دې مرکې پاتې ټول وخت هم ونیسي. له همدې امله، څنګه چې تاسې زه دې موضوع ته داخل کړم، نو هیله ده اجازه راکړئ چې زه دلته د القاعده د پیغام، د نړیوال جهاد په اړه د هغې د نظریې او د اسلامي امت د اوسني بحران د حل لپاره د هغې لخوا د وړاندیز شویو لارو چارو یو څه تشریح وکړم، کوم چې ډېری خلک پرې نه پوهېږي.

د نوولسمې پېړۍ په پیل کې د عثماني خلافت د ځواک او یووالي له منځه تلو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د مسلمانانو د هېوادونو د وېشلو لپاره د صلیبي جګړو د پیل او د مسلمانانو د خاورې له ټوټې ټوټې کېدو وروسته، د ښکېلاکګرې صلیبي لښکرکشۍ پر وړاندې د مبارزې او مقاومت لپاره ګڼ شمېر جهادي خوځښتونه راپورته شول. مجاهدینو راغلو ښکېلاکګرو او صلیبي ځواکونو ته پرله پسې ماتې ورکړې؛ خو د سپین پوستي نیواکګر (بهرني صلیبي ښکېلاک) له تش په نامه وتلو او د هغې په بدل کې د نسواري پوستي نیواکګر (دننه مرتدو ایجنټانو) له چمتو کولو او واک ته رسولو وروسته، دا جهادي بیداري تري تمه شوه او د هغې د پرمختګ سرعت کنټرول کړل شو.

په هغه وخت کې، اسلامي امت په ناخبرۍ او سادګۍ سره پر دغې فریب کارانه بریا باندې خوښي وښودله او د ازادۍ جشنونه یې ولمانځل؛ د هغوی ګومان دا و چې ګوندې رښتنې ازادي، خپلواکي او عدالت یې ترلاسه کړی دی. خو دلته یو خورا مهم ټکی د پام وړ دی چې د نصرانیانو صلیبي لښکرو د خپل تاریخ په اوږدو کې د اسلامي امت د جهادي لارو د څارلو او د هغو د ژر مهارولو خورا لوړه وړتیا ښودلې ده؛ او معاصر تاریخ دا ثابته کړې ده چې هغوی د سیاسي ډیپلوماسۍ له لارې د خپلو نظامي ماتو د جبرانولو او بیا د هغو د یوې لویې ستراتیژیکې بریا په بدلولو کې خورا لوړ لاس لري.

په اسلامي هېوادونو کې د ازادۍ د جشنونو له لمانځلو وروسته، د مسلمانانو پرګنو او عامو خلکو ته دا احساس وشو چې هغوی په حقیقت کې د ازادۍ، خپلواکۍ او عدالت په څېر هیڅ شی نه دی ترلاسه کړی؛ بلکې دا نسواري پوستي ځايي مرتد ایجنټان، د بهرني صلیبي ښکېلاک په پرتله خورا توندلاري، کینه کښ او مجرم ثابت شول. هغوی په دې پوه شول چې دا ځايي حکومتونه چې خلکو ورته اسلامي ویل او لا یې هم اسلامي ګڼي او دا واکمنان چې پر اسلامي هېوادونو مسلط کړل شوي دي، دا ټول د مسلمانانو پر خاورو باندې د صلیبي لښکرکشۍ یوازې تش په نامه ایجنټان او د هغوی ګوډاګیان دي. په هغه وخت کې د جهادي خوځښتونو پام د دغو ځايي حکومتونو او د مسلمانانو د هېوادونو د واکمنانو پر وړاندې د جګړې لور ته واوښت او د ځايي او سیمه ییز جهاد نظریه راپورته شوه؛ چې په ترڅ کې یې د هر هېواد خلکو په خپل هېواد کې له خپلو واکمنانو او ځايي ظالمو حکومتونو سره د جګړې او مقابلې کلک عزم وکړ. خو د یوې اوږدې مبارزې او هڅو وروسته، هغوی د دغو حکومتونو په نسکورولو کې په بشپړه توګه پاتې راغلل؛ نو هلته ورته دا یقین حاصل شو چې دغه ځايي حکومتونه د کفر د مشر یعني امریکا او د هغو صلیبي ښکېلاکګرو هېوادونو لخوا په پوره توګه ملاتړ کېږي چې له دوی سره یې تړونونه کړي دي.

په هغه حساس پړاو کې، د جهادي تحریکونو ډېری غړي د شکونو، شبهاتو او فکري ګډوډۍ ښکار شول. له همدې امله له دوی څخه ځینو د دعوت او تبلیغ کار ته مخه کړه، ځینو په خپل منهج باندې بیا کتنه وکړه او فکري او نظریاتي شاتګ یې غوره کړ او خورا ډېرو کسانو د وسله والې مبارزې له لارې د دغو حکومتونو رانسکورول ناشونی کار وباله. په دې توګه له هغوی څخه ډېری کسانو سیاسي لارې غوره کړې، په ډیموکراتیکو ټاکنو کې یې ګډون وکړ، دغو ایجنټو حکومتونو او ګوډاګیو نظامونو ته یې شرعي مشروعیت ورکړ او هغوی یې په رسمیت وپېژندل او د هغوی تر چتر لاندې په پارلمان کې د اپوزیسیون د رول لوبولو لپاره داخل شول. نورو بیا د پوځي کودتاګانو یا ولسي پاڅونونو د رامنځته کولو لاره غوره کړه؛ په داسې حال کې چې ځینو نورو بیا پر خپل هماغه لومړني لیدلوري باندې ټینګار کاوه، یعني د وسلې پورته کول، د ځايي حکومتونو پر وړاندې جهاد کول او له هغوی سره تر هغه وخته جنګېدل ترڅو چې حکومتونه یې نسکور کړل شي.

د اسلامي امت کښتۍ چې په کومو فکري، سیاسي او ټولنیزو څپو کې ډوبېدونکې وه، د دغه سخت او سنګین بحران تر سیوري لاندې په اسلامي هېوادونو کې د القاعده تنظیم مشران راویښ او لوی شول؛ او الله سبحانه و تعالی د هغوی په برخلیک کې لیکلي وو چې هغوی په ناڅاپي او غېرمتوقع توګه د شیخ عبدالله عزام رحمة الله علیه تر مشرۍ لاندې د افغان جهاد له کاروان سره یو ځای شي. افغان جهاد په پیل کې د افغانستان د کمونیستو واکمنانو پر وړاندې و، خو کله چې افغان مجاهدین د کمونیستي حکومت د نسکورولو اډانې ته نږدې شول، نو شوروي اتحاد د خپل ملګري او متحد حکومت د ژغورلو او پاتې کېدو لپاره راودانګل او په دې توګه د یو اشغالګر په توګه افغانستان ته داخل شو. هلته نو له هغوی سره یوه اوږده جګړه پیل شوه چې پوره یوه لسیزه یې دوام وکړ او دا جګړه د افغانستان په سوبه او بریا او همدا راز د هغه وخت د دوه قطبي نړیوال نظام د یو قطب یعني شوروي اتحاد د واکمنۍ په بشپړ نړېدو او نسکورېدو پای ته ورسېده. دې تاریخي پېښې په مجاهدو ځوانانو کې د راتلونکي هدف لپاره د مناسبې تګلارې په اړه د ذهن جوړونې، ژور فکر او څېړنې لاره پرانیستله.

په ۱۹۹۵ میلادي کال کې د القاعده تنظیم ډېری مشران له اوږدو بحثونو، پوره غور او فکري تدبر وروسته پر دې خبره متفق او همنظره شول چې د مسلمانانو د مقدساتو د ازادولو تر ټولو سمه او د پلي کېدو وړ لاره دا ده چې د دغو مرتدو ایجنټانو حقیقي باداران او مالکان په نښه کړل شي؛ ځکه همدا هغه کسان دي چې دا ګوډاګیان یې واک ته رسولي او پر موږ یې مسلط کړي دي. دا هغه دښمنان دي چې پخپله خو په خپلو پوځي اډو کې پټ ناست وي، خو زموږ خپل خلک او هېوادوال زموږ پر وړاندې د جګړې لپاره مخې ته کوي؛ په دې توګه هغوی په خپلو هوټلونو، هوایي اډو او په بحرونو کې په شته پوځي اډو کې نه یوازې دا چې خوندي پاتې کېږي، بلکې له هغه ځایه پر موږ بمبارۍ هم کوي او زموږ کورونه نړوي. له همدې ځایه د نړیوال جهاد نظریه او تصور راپورته شو، چې په تېورۍ، تفکر او عملي ډګر کې یې ګڼ شمېر بنسټونه شامل دي. د دغې نظریې لومړی رسمي اعلان په ۱۹۹۶ میلادي کال کې وشو، کله چې شیخ اسامه بن لادن رحمة الله علیه له افغانستان څخه یو بیان جاري کړ چې سرلیک یې و: «د حرمین شریفین پر مقدسه خاوره باندې د قابضو امریکایانو پر وړاندې د جهاد اعلان: له جزیرة العرب څخه مشرکین وباسئدا د ۱۴۱۶ هجري قمري کال د ربیع الثاني لومړۍ نېټه (د ۱۹۹۶ کال د اګسټ ۱۵مه) وه. شیخ اسامه رحمة الله علیه په دغه بیان کې دا واضحه کړه هغه دښمن چې موږ باید خپلې ټولې هڅې پرې راټولې کړو او پر وړاندې یې د جهاد اعلان کوو، هغه صهیونیستي صلیبي ائتلاف دی چې په اوسني دور کې د کفر تر ټولو ستر سرغنه او مشر دی. په دغه بیان کې ویل شوي وو چې

«ټولو په دې خبره اتفاق کړی دی چې «کله چې لښته کږه وي، نو سیوری یې نشي سیده کېدایله همدې امله، پر دغه تر ټولو مهم دښمن باندې د برید لپاره د پام رااړولو او تمرکز اړتیا ده، چا چې له څو لسیزو راهیسې اسلامي امت پر قومي هېوادونو او وړو وړو ملکونو باندې له وېشلو وروسته، په یو سخت بحران، ګرداب او لاره ورکوونکو دښتو کې اچولی دی. په اسلامي هېوادونو کې چې هر کله کوم د اصلاح او بېدارۍ دعوت راپورته کېږي، نو دا یهودي او صلیبي ائتلاف په سیمه کې د خپلو واکمنو ایجنټانو له لارې، په بېلابېلو طریقو سره د دغه اصلاحي دعوت د له منځه وړلو او ځپلو دنده هغوی ته سپاري. کله ناکله دا ائتلاف د وخت او ځای د مناسبت له مخې، دغه دعوت په یو وسله وال ټکر کې راګېروي او په خپل لومړني پړاو کې یې له منځه وړي. په اوسنیو حالاتو کې د ټولو مسلمانانو لپاره تر ټولو سمه تګلاره کټ مټ همغه ده چې علماوو کرامو ورته لاره ټاکلې ده؛ یعني د کفر د دغه مشر ــ امریکا ــ د لیرې کولو او ماتولو لپاره کار وشي چې پر ټوله اسلامي نړۍ یې غلبه موندلې ده او د کوچنیو زیانونو په زغملو سره د لویو زیانونو د مخنیوي او ترې د بچ کېدو فکر وشي، یعني د کفر پر تر ټولو لوی سرغنه باندې وار وشي. نو ځکه، که چېرې واجبات او شرعي دندې په خپل منځ کې یو له بل سره په ټکر کې راشي، نو په هغو کې باید تر ټولو مهم کار ته لومړیتوب ورکړل شي. دا کوم پټ او پناه راز نه دی چې د دغه غاصب امریکایي دښمن پر شا تمبول او ماتول، له ایمان راوړلو وروسته تر ټولو لومړی او مهم فرض دی او هیڅ بل شی پر هغه مقدم کېدای نشي

«په دغه بیان کې دا هم ویل شوي دي چې:

«پر دغه تېري کوونکي او بریدګر دښمن باندې بریا موندل او د هغه په شا تمبول، د مسلمانانو د ټولو پرګنو او طبقو له ګډون او یووالي پرته ناشونی کار دی؛ او دا چاره پر هر مالدار او غریب، لوړپوړي او ټیټ‌ پوړي باندې په یو شان واجب ده. د دې ترڅنګ، د ځینو اختلافي او جنجالي مسائلو په پام کې نه نیول هم اړین دي؛ ځکه په دغه حساس پړاو کې د دغو اختلافي مسائلو د پرېښودلو زیان، پر اسلامي هېوادونو باندې د کفرِ اکبر یعني امریکا د ولکې، تسلط او د اشغال د دوام له زیان څخه خورا کم او ناڅیزه دی.

په داسې یو حالت کې، پر هر مسلمان باندې لازمه ده چې د دغه بریدګر دښمن او د مسلمانانو پر خاورو د قابض کفرِ اکبر (امریکا) پر وړاندې د اسلامي امت د پاڅولو، هڅولو او خوځولو لپاره خپله ټوله ممکنه هڅه او توان په کار واچوي؛ هغه دښمن چې د مسلمانانو دین او دنیا دواړه تباه کوي. له ایمان راوړلو وروسته د دغه غاصب دښمن له ماتولو او شاته تمبولو پرته بل هیڅ کوم عمل ډېر واجب نشي کېدای. دا هماغه د اسراییلو او امریکا ګډ ائتلاف دی چې نن د حرمین شریفین او بیت المقدس پر مقدسه خاوره باندې قابض دی او ولکه یې پرې کړې ده. مسلمانانو ته باید دا نصیحت وشي چې د اسلامي امت د بېلابېلو ډلو، تنظیمونو او ولسونو ترمنځ په کورنیو او خپلمنځي جګړو کې له ښکېل کېدو څخه په کلکه ډډه وکړي؛ ځکه د دې کار پایلې خورا درنې او خطرناکې دي. د امریکایي اشغالګرو ځواکونو د شتون په حالت کې هر ډول خپلمنځي او داخلي جګړه، که هر څومره دلیل او شرعي جواز هم ورته وویل شي، یوه خورا لویه او سنګینه تېروتنه ده؛ ځکه دا ډول جګړې یوازې د دې لامل ګرځي چې د جګړې تله د نړیوال کفر په ګټه وڅرخېږي.”»

په دغه بیان کې دا هم زیاته شوې ده چې:

«دا خبره له تاسې څخه پټه نه ده چې اوسني حالات د هغو منظمو وسله والو ځواکونو او د دښمن د لښکرو ترمنځ د نابرابرۍ او نشتون توازن ته په کتو، د جګړې د مناسبو او ځانګړو طریقو پر اړتیا ټینګار کوي. دا ډول معرکه او جګړه داسې سپکو او خورا ګړندیو ځواکونو ته اړتیا لري چې په بشپړ پټوالي او رازدارۍ سره خپل کار مخته وړي. په بل عبارت، دا د یوې چریکي جګړې غوښتنه کوي چې له منظمو وسله والو ځواکونو پرته نور عام مسلمانان هم وکولای شي پکې برخه واخلي.

تاسې پوهېږئ په دې پړاو کې د یو منظم وسله وال پوځ د داسې یوې تګلارې څخه ژغورل چې د صلیبي دښمن له لښکرو سره په روایتي جګړه کې ښکېل شي، په اصل کې پوهه او د هوښیارۍ کار دی؛ خو دا چې د دغه منظم پوځ د غړو لخوا په جلا او انفرادي توګه خورا کلک او زړور بریدونه ترسره کېږي.

یعني منظم پوځونه پخپلو پخوانیو بڼو کې له خوځولو څخه وساتل شي، ترڅو د دښمن د غبرګون او ځوابي بریدونو دروند اغېز پر پوځ باندې ونه لوېږي؛ خو دا چې کومه لویه، برلاسې ګټه په پام کې وي او یا دښمن ته داسې یو لوی او ویجاړونکی ګوزار ورکول مقصود وي چې د هغه بنسټونه وران کړي، د هغه جوړښت او هېکل ولړزوي او د هغه په ماتولو او پر شا تمبولو کې پوره مرسته وکړي. د دې ترڅنګ د مسلمانانو د وینې د تویدو په برخه کې باید تر وروستي حده احتیاط وشي، ترڅو زموږ لاسونه د مسلمانانو په وینو رنګ نه وي؛ که څه هم موږ پوهېږو چې نن ورځ پر اسلامي هېوادونو باندې کوم مصیبتونه او سختۍ را روانې دي او عام مسلمانان چې ذلیل او سپکېږي، د دغو ټولو مصیبتونو پوره مسؤولیت پر همدغو حکومتونو باندې راځي؛ خو د دې ناروغۍ اصلي ریښه او د دغو ټولو مصیبتونو او دردونو اصلي سرغنه او مشر غاصب امریکایي دښمن دی. له همدې امله، زموږ هڅې باید د هغه په وژلو، له هغه سره په جګړه کولو، د هغه په تباه کولو، د هغه په ماتولو، د هغه په څارلو او د هغه لپاره په کمین کې په ناستې باندې متمرکزې وي، ترڅو چې هغه د الله سبحانه و تعالی په حکم سره ماتې وخوري او ان شاء الله هغه پړاو به هم راورسېږي چې تاسې مسلمانان به د مسائلو په هوارولو کې خپل رول ولوبوئ، ترڅو د الله کلمه لوړه شي او د کافرانو غرور، تکبر او واکمني خاورې ایرې شي؛ او تاسې به پر تېري کونکو باندې په فولادي لاسونو سره کارنده ګوزارونه وکړئ، مسائل او چارې به خپل اصلي حالت ته بېرته وګرځوئ، حقونه به خپلو حقدارانو ته وسپارئ او خپله رښتینې اسلامي فریضه به سرته ورسوئ

(ادامه لري ان شاء الله)

❊❊❊❊

Exit mobile version