حضرت ابن عباس رضي الله عنهما حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته په هغه ورځ راغی چې هغه په نیزه ووهل شو
(او د شهادت په حالت کې و) او ورته یې وویل:
«ای امیرالمؤمنینه! تا هغه وخت اسلام قبول کړ چې خلک کافران و، له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دې یوځای هغه مهال جهاد وکړ چې خلکو یې ملاتړ پرېښی و. رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې نړۍ څخه په داسې حال کې رحلت وکړ چې له تا څخه راضي و او ستا د خلافت په اړه دوو کسانو هم اختلاف ونکړ، ته به د شهید په توګه له دنیا ځې»
عمر رضي الله عنه وفرمایل: «دا خبره بیا تکرار کړه.» ابن عباس رضي الله عنهما بیا هماغه خبرې تکرار کړې.
نو عمر رضي الله عنه وفرمایل:
«په هغه ذات قسم چې له هغه پرته بل معبود نشته، که د ځمکې پرمخ ټول سره او سپین (زر) زما وای نو ما به هغه ټول د قیامت د ورځې د لومړي حساب او د الله تعالی د حضور د وېرې څخه د ځان د خلاصون لپاره فداء (صدقه) کړي وای.»
المستدرک علی الصحیحین
