د فتحې پنځمه کلیزه مو مبارک شه …!

لن نرضي بجزء محتل ..
لن نترك شبرا للذل
«موږ د (اسلامي ځمکو) د هېڅ برخې اشغال نه منو، او نه به هم یوه لوېشت ځمکه ذلت (کفارو) ته پرېږدو»

د فتحې پنځمه کلیزه مو مبارک شه …!

پنځه کاله وړاندې د الله تعالی په ځانګړي نصرت او د مجاهدينو د پرله پسې جهادونو، قربانيو او فداکاريو په نتيجه کې په افغانستان کې د غربي خِرس ژامې ماتې شوې او ددې خوني ښامار ملا یې تکه تکه کړه.
د دې ورځې په مثل او د دې ورځې د ياد تازه کولو په خاطر هر کال، موږ دا بریا لمانځو، ددې فتحې په مناسبت سپين محمدي بيرغونه پورته کوو، جهادي او حماسي ترانې وايو، په سړکونو او کوڅو کې د تکبير له زمزمو سره ګرځو او د الله تعالی ددې عظیم نعمت شکرانه اداء کوو.
موږ دا ورځ د نشنلستي نظامونو په څېر نه لمانځو، چې د سندرو او موسيقۍ په بې روحه او مادي ښکلا یې ښايسته کړو او په دې ورځ عامو مسلمانانو ته د خپل وطن او ځمکې د عبادت پیغام ورکړو، نه؛ هيڅکله نه!
بلکې موږ د حق او باطل تر منځ د ابدي بيلتون پيغام په کې لېږدوو، د هغې دائمي جګړې انځور په کې ترسيموو، چې د جابرو فرعون صفته کفارو پر وړاندې د توحيد د لښکر استقامت او مبارزه په کې تر ثمره رسېږي.
د اسد څلورويشتم يوازې د افغانستان د فتحې ورځ هېڅکله نه ده، بلکې دا په معاصر دور کې د نړیوال کفر، د ابو جهل د غرور د خاورې کېدو او د قرآن کریم د هغو وعدو د رښتیني کېدو ورځ ده چې الله سبحانه و تعالی له خپلو مؤمنو بندګانو سره کړې وې. کله چې موږ د دې لویې بریا حقیقت ته ګورو، نو تر هر څه لومړی باید خپل نظر د مادي اسبابو له بنده ازاد کړو.
دا فتحه د پرمختللو وسلو، مادي قوت یا نړیوالو استخباراتي لوبو زېږنده نه وه، بلکې د ایمان، اخلاص، اوږده هجرت، د مهاجرو مجاهدینو د ستړیاوو، د یتیمانو د اوښکو او د شهیدانو د پاکو وینو د برکت هغه معنوي پایله وه، چې د دنیوي عقل زامن ورته هک حيران پاتې شول.
ځيرک اوسېدل په کار دي، کفار، نشنلستان او د هغوی همفکره خلک هڅه کوي، چې دا ورځ یوازې د یو سیمه ییز ملي تاریخ په چوکاټ کې بنده کړي، د دوی هدف دا دی، چې د دې نصرت روح له منځه یوسي او د مسلمانانو په زړونو کې د قرآن کریم د وعدو د تصدیق جذبه مړه کړي.
خو زموږ د ټولو مسؤولیت بیا دا دی، چې له دې فکر څخه ځانونه او عام مسلمانان وژغورو او د دې امت يوه نړۍ هيلې او اميدونه له خاورو سره خاورې نه کړو. او که چیرې زموږ په منځ کې څوک دا هڅه وکړي چې د دغې سترې بریا ورځ ته د مادي نشنلیزم او د خاورې د عبادت داسې یو تأثر ورکړي، نو دا به پر دین، جهاد او د شهیدانو پر پاکو وینو باندې تر ټولو ستر ظلم وي او د هر ویښ او باایمانه شخص لپاره د دغسې باطلو افکارو مخالفت او د هغوی ځپل فرضِ عین دي. خو کله چې موږ د مجاهدینو او د دې مبارک صف تګلارې او بیانونو ته په پوره انصاف سره ګورو، نو روښانه کېږي چې د دغې ورځې له لمانځلو او یادولو څخه چې کوم رښتینی تأثر عوامو او نړۍ ته ورکول کېږي، هغه د خاورې د عبادت پیغام نه دی، بلکې د جهاد د ضرورت او د هغه د بې ساري افادیت تأثر دی.
دا فتحه يوه شغله ده، چې د افغانستان له غرونو او رغونو څخه د نړۍ ټولو کلابندو او مظلومو مسلمانانو ته رڼا ورکوي او هغوی ته دا هیله ورکوي چې د باطل زبرځواکونه که هر څومره غښتلي وي، د ایمان د ځواک پر وړاندې د درېدو توان نه لري.

الله تعالی دې موږ ته توفیق راکړي چې د دې ورځې عظمت او جلال همداسې دنګ وساتو، د نورو اسلامي خاورو د ازادۍ لپاره هڅې او دعا وکړو او په خپل ژوند کې د نورو اسلامي خاورو د ازادۍ او ورباندې د سوچه اسلامي حاکمیت شاهدان واوسو، الله تعالی دې اسلامي امارت د سوچه اسلامي او په نبوي منهج د بناء خلافت پیلامه وګرځوي، څو د الله تعالی کلمه لوړه او باطل نور هم ذلیل او رسوا شي، آمین.

Exit mobile version