د محمد رسول الله علیه ألف ألف صلوات و ألف ألف تسلیمات د ولادت بابرکته میاشت ده. هغه صلی الله علیه وسلم خو د یوه مؤمن بنده د ژوند اصلي او مرکزي نقطه دی. د هغه صلی الله علیه وسلم پیروي او اِتباع د دنیا او اخرت بریا ده. د الله تعالی په امر، د هغه صلی الله علیه وسلم سپېڅلی ذات په مصیبتونو او پریشانیو کې یو پناه دی؛ په دې دنیا کې پر هغه باندې په کثرت سره درود او سلام ویل د مصیبتونو د لیرې کېدو سبب ګرځي، او د اخرت په ورځ د محشر مالک او قاضي جل جلاله هغه صلی الله علیه وسلم د محشر شفاعت کونکی ګرځولی دی او په دې سره یې هغه صلی الله علیه وسلم د کائناتو له تر ټولو لوی مصیبت څخه د خلاصون ذریعه جوړ کړی دی. له الله تعالی وروسته د عظمت لرونکی ذات د هغه صلی الله علیه وسلم دی، هغه صلی الله علیه وسلم خو تل مؤمنو بندګانو ته یاد وي، خو بیا هم د ربیع الاول په میاشت کې د هغه صلی الله علیه وسلم یاد، د هغه صلی الله علیه وسلم د مبارک ولادت په نسبت څو چنده زیاتېږي. د هغه صلی الله علیه وسلم مدح کول یو ډېر لوړ عمل دی او د هغه صلی الله علیه وسلم اطاعت او منل تر ټولو ستر عمل دی، بلکې د هغه صلی الله علیه وسلم اطاعت کول پخپله د ستاینې تر ټولو غوره او لوړه بڼه ده. دنیا چې نن ورځ په کومو سختو تورو تیارو کې راګیر ده، په داسې حالت کې د هغه صلی الله علیه وسلم یاد په هر حساس او مؤمن زړه کې وخت په وخت نور هم زیاتېږي. اللھم صل وسلم علی نبینا ومولانا وقرۃ أعیننا محمد!
موږ دا کرښې لیکلې چې له اوس څخه یو کال مخکنی یو خبر زموږ د سترګو په وړاندې تېر شو او هغه زموږ ټول هوش او حواس معطل کړل. د خبر سرلیک دی:
Rape them with a rusty bar: Message sent to Israeli troops…
« د مسلمانانو د ښځو بې عفتي (عصمت دُري) په زنګ وهلو اوسپنیزو سیخونو او تېغونو وکړئ!».
که څوک دا کرښې په جذباتو تعبیر کړي، نو باور وکړئ زموږ موخه هم همدا د احساساتو او جذباتو راپارول دي. د عقل او هوش لپاره د دغې مجلې راتلونکې پاڼې شته او د خدای لپاره موږ د عقل او هوش دښمنان مه ګڼئ، بلکې موږ ته د دې دعوې اجازه راکړئ چې موږ سرفروشه مجاهدین په خپله د عقل او هوش خاوندان یو. خو موږ د هغه عقل غوښتونکي یو چې زموږ د نبي صلی الله علیه وسلم د لوی نیکه ابراهیم خلیل الله علیه الصلاة والسلام عقل و، هغه عقل چې له لمر، سپوږمۍ، ستورو او په خپلو لاسونو له جوړو شویو بتانو څخه یې په خورا بلیغ انداز کې انکار وکړ او هغه عقل چې هغه یې د نمرود په اور کې په خوښۍ سره ورګډ کړ، هغه عقل چې د وحیې د علم تابع و. هغه وحیې چې د تر ټولو لوړ معرفت، احکامو او تفقه مجموعه ده، نو ورسره د خلکو هڅوونکې، هغوی ته ترغیب ورکوونکې، راپاروونکې، د جذباتو زیاتوونکې او د غیرت را ننګوونکې هم ده.
یاد شوی خبر په حقیقت کې اسرائیلي سرتېرو ته د اسرائیلي ولس له لوري لېږل شوی یو پیغام دی. دا څومره دردناک وضعيت دی او په څومره غم او الم سره موږ دا خبره رانقلوو چې د دجال پیروان وایي چې د مسلمانانو د ښځو بې عفتي (عصمت دري) په زنګ وهلو اوسپنیزو سیخونو او تېغونو وکړئ!
دا مسلمانې ښځې، د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت لوڼې دي، زموږ او ستاسې میندې، خويندې او لوڼې دي. هغه میندې، خويندې او لوڼې چې پلرونه، وروڼه او زامن یې لا پخوا وژل شوي او د ودونو سیندونه یې وچ کړل شوي دي؛ اوس دغو نیم ژواندو ښځو ته د ژوندي پاتې کېدو په حالت کې د مرګ ورکولو لپاره دا ډول حربې هم ازمویل کېږي، چې د دې کار لپاره له اسرائیلي پوځیانو سره د هغوی ټول یهودي قوم ولاړ دی او له دغو نامرده یهودانو سره امریکا او د هغوی ټول متحدین صف پر صف او کلک ولاړ دي.
په غزه کې د دغه انسان ضد بربادۍ اوس درې کاله پوره کېدونکي دي. په غزه کې داسې بربادي راوستل شوې ده چې د انسانانو په تاریخ کې مخکې هیڅکله په کوم ځای کې نه ده لیدل شوې. او له داسې سختې بربادۍ وروسته هم سخته چوپتیا، یا که چوپتیا نه وي نو غیر مؤثرې لارې او تګلارې، د خپل وار راتلو ته انتظار کول او د جهاد خپل سرې او غلطې تشریح ګانې، یا له هغو پوځونو څخه د جهاد هیله لرل چې پخپله د هغوی پر خلاف جهاد فرض دی؛ دا هغه چلندونه دي چې دښمن ته نور جرئت ورکوي او زموږ د ناکامۍ سبب ګرځي. که څه هم موږ په خورا ښه توګه واورېدل چې په فلسطین کې د روان اسرائیلي تېري پر وړاندې جهاد فرضِ عین دی، خو دا فرضِ عین څه شی وي، دا څنګه اداء کېږي او د فرضِ عین جهاد له غوښتنو او فتواوو وروسته، په عملي توګه د دغه جهاد د پلي کولو ګام په ګام لاره څه ده؟ د دغو پوښتنو ځواب یا خو بېخي غوښتل شوی نه دی او یا که له کوم ځای څخه کومه کمزوری غوندې د پوښتنې غږ پورته شوی هم ده، نو د اورېدو شرف نه دی ور په برخه شوی.
په غزه کې له تش په نامه اوربند وروسته هم شپه او ورځ عام وژنه روانه ده، بلکې همدا عام وژنه اوس تر غربي غاړې پورې غځېدلې ده. بس د دغو کرښو پای پر همدې غوښتنې کوو، چې زیات نه، دا ځل د فرضِ عین جهاد لپاره له کورونو څخه د وتلو غږ هم نه کوو، بس یوازې یو کار کوو. له علماء کرامو، پوهانو او دیني مشرانو څخه په هر هغه سټېج او پلیټ فارم باندې چې امکان لري، همدا وپوښتئ چې د غزې د مسئلې اغېزمن حل څه دی؟ خو دا خبره په ذهن کې وساتئ چې د حل معنی هغه څه وي چې مسئله پای ته ورباندې ورسېږي! د جهاد د فرضِ عین کېدو معنی څه ده؟ او که چېرته جهاد فرضِ عین وي، نو هغه څنګه اداء کېږي؟ او که جهاد فرضِ عین نه وي او فرضِ کفایه وي، نو څه باید وشي چې کفایت وکړي او دا فرضِ کفایه اداء شي؟ لیکونه ورته ولیکئ، په مخامخ لیدنو کې وپوښتې ورڅخه وکړئ، په ټولنیزو رسنیو کې دا پوښتنه راپورته کړئ او چیرته او په هر څومره کچه چې مو توان وي، نو پوښتنې وکړئ. وپوښتئ چې په ربیع الاول کې د کوم رحمة للعالمین صلی الله علیه وسلم ولادت شوی و، د هغه دین او د هغه غیرتمنه اسوهٔ حسنه په دغو شرایطو کې موږ ته څه وایي؟
❊❊❊❊
