الحمدلله رب العالمین، و الصلاة والسلام علی سیدنا محمد و علی آله و صحبه اجمعین.
د نني ماښام (درس ته) ټولو غوږنیوونکو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
الله تعالی د موږ ته د خیر علم رانصیب کړي او الله تعالی د ټولې چارې راته آسانه کړي. الله تعالی په قرآن کریم کې (د کفارو په اړه) فرمایلي دي:
وَ قَالُواْ لَوْلاَ نُزلَ هَذَا القُرْآنُ عَلَی رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْیَتَیْنِ عَظِیمٍ (سورة زخرف:۳۱)
«دوی (کافرانو) وویل: ولې دغه قرآن د دوو ښارونو(مکې او طائف) له لویو سړیو څخه پر یوه نازل نشو؟»
ځینې کافرانو د رسول الله ﷺ په پیغمبری او رسالت باندې اعتراض کولو؛ ځکه دوی د نبوت لپاره دوه کسان (عروة بن مسعود ثقفي او ولید بن مغیره) کاندید کړي یا نومولي وو.
مګر الله جل جلاله فرمایلي :
اللَّهُ اَعْلَمُ حَیْثُ یَجْعَلُ رِسَالَتَهُ (سورة الانعام:۱۲۴)
«الله ډیر ښه پوهیږي، چې د خپل رسالت چارې چېرته (چاته) وسپاري»
په هر حال یو له هغو کسانو څخه چې مشرکینو د نبي کېدلو لپاره کاندید یا وړاندیز کړی و، د طایف اوسیدونکی عروه بن مسعود ثقفي و. خو کلونه وروسته د مکې مشرکینو همدغه عروة بن مسعود ثقفي د خپل استازي په توګه رسول الله ﷺ ته د یوه ماموریت د ترسره کولو لپاره ولېږلو، تر څو د رسول الله ﷺ سره د حدیبې د صلحې د تړون په اړه خبرې اترې وکړي، که څه هم نوموړی د تړون په ترسره کولو ونه توانېد چې بیا وروسته د سهیل بن عمرو په نامه یوه کس دغه تړون ترسره کړ.
خو جالبه دا وه، کله چې عروة بن مسعود ثقفي (د مکې جنوب ته د یوې ورځې مزل وروسته) د حدیبې سیمه کې د مسلمانانو کمپ ( د اوسېدلو ځای) ته ورسېد، نو له یوې بلې نړی سره مخ شو. نوموړی د کمپ د دننه حالاتو حیران کړ، هغه مخکې داسې څه نه و لیدلي؛ کله به چې رسول الله صلی الله وسلم اودس کولو نو صحابه کرامو به دا کوښښ کولو چې له یو او بل مخکې شي، تر څو د رسول الله صلی علیه وسلم د بدن څخه جلا شوې اوبه راواخلي او په خپلو لاسونو او مخونو یې وموښي، تر څو د الله د رسول برکتونه حاصل کړي، کله به چې د رسول الله یو ویښته هم ولوېدلو، نو دوی به په بیړه هغه د برکت لپاره اخیستلو او کله به چې رسول الله دوی ته د کوم کار حکم وکړ، په ډیره چټکی به یې عملي کولو.
همدارنګه کله چې عروة بن مسعود ثقفي د رسول الله ﷺ سره خبرې کولې، په یو نفر یې نظر پرېوت، چې له سترګو پرته یې ټول بدن پټ او مسلح و، عروة بن مسعود ثقفي د رسول الله مبارکې ږیرې ته لاس ور اوږد کړ، مسلح کس د عروة لاس د خپلې تورې په موټي ووهلو او ورته ویې ویل: «لاس دې در ټول کړه مخکې لدې، چې واپس روغ در ونګرځي.»
عروة بن مسعود ثقفي وویل: زه فکر کوم چې دا کس ستاسو تر منځ تر ټولو شریر او غوسه ناک دی. رسول الله ﷺ وموسکل او ورته یې وویل: دا ستا وراره مغیره بن شعبه دی.
عروة بن مسعود ثقفي د مغیره بن شعبة رضي الله عنه دې حالت ډېر حیران کړ، چې خپل وراره یې د رسول الله ﷺ ملګری او د هغه د ساتنې لپاره مؤظف کړل شوی و او د خپل تره حتی لاس یې پرې نښود چې د حضرت ﷺ په ږیره مبارکه ولیګیږي.
وروڼو او خویندو! تاسو به بار بار زما څخه دا واورئ ، چې هر کله موږ د هغه وخت کیسې کوو نو باید ځان د هغوی په جامعه کې تصور کړو او ځان د هغوی پر ځای وګڼو او هڅه وکړو چې د هغوی په رقم فکر ژوند وکړو او هغه شرایط درک کړو، چې دوی پکې ژوند کولو.
هغه یوه قبیلوي ټولنه وه، چېرته چې قبیله او خپلوي ډېره مهمه وه او عروة بن مسعود ثقفي په ښکاره ډول د حیرانتیا په حالت کې و، چې څنګه اسلام د هغه خپل وراره مغیره بن شعبة دومره بدل کړی دی.
عروة بن مسعود ثقفي چې کله قریشو ته ورغلو هغوی ته یې وویل: اې قریشو! ما د جهان پاچاهان لیدلي، د فارس د امپراطور، قیصر او نجاشي سره مې لیدنې کړې دي، خو ما د هغوی سره داسې ملګري ونه لیدل، چې دومره فدا کاره او په اطاعت کلک وي، لکه څومره چې د رسول الله ﷺ ملګري وو. کله به چې رسول الله هغوی ته د کوم کار امر وکړ، هغوی به په ډېره بیړه ترسره کولو او کله به چې رسول الله ﷺ خبرې کولې هغوی به داسې غلي ناست وو، لکه مرغان چې د دوی پر سرونو ناست وي او کله به چې هغه اودس کولو نو هغوی به په ډېره بیړه د هغه له بدن څخه جلا شوې اوبه راخیستې او هر کله به چې د هغه یو ویښته ولوید، نو دوی به په ډېره بیړه ترلاسه کولو.
نو اې قریشو! محمد ﷺ چې تاسو ته کوم وړاندیز کړی، هغه ومنئ؛ ځکه زه فکر نه کوم، چې د هغه ملګري به له هغه څخه لاس واخلي.1
د مسلمانانو په لیدلو به کافرانو لاندې برداشتونه اخیستل:
-
هغوی به هېڅکله رسول الله ﷺ چاته تسلیم نه کړي.
-
هغوی به هېڅکله له رسول االله ﷺ سره خیانت ونه کړي.
-
هغوی به هېڅکله رسول الله ﷺ یوازې پرېنږدي.
-
هغوی به د رسول الله ﷺ د ساتنې لپاره تر آخري سلګۍ وجنګېږي.
زما خوږو وروڼو او خویندو! دا د محمد ﷺ وخت و او د صحابه کرامو په اړه د عروة بن مسعود شاهدي وه. وختونه فرق کوي، څو ورځې مخکې قرآن کریم د یوه امریکایي عسکر لخوا د نښې ویشتلو د هدف لپاره وکارول شو.
دا کار چیرته وشو؟
جواب: دا کار په یوه اسلامي هیواد او د اسلامي نړی په زړه کې ترسره شو.
د مسلمانو غبرګون څه و؟
جواب: د مسلمانانو غبرګون خاموشي وه.
له دې نه مخکې کله چې ډنمارک کې د کارتونونو پېښه رامنځته شوه، د اسلامي ملکونو لخوا سخت غبرګون وښودل شو، خو له دې څخه وروسته په سویډن کې تردې لاسخته پیښه رامنځته شوه، خو غبرګون کم و او اوس خو بیخي کم دی.
وروڼو او خویندو! زموږ دښمنان په مسلسله توګه زموږ د احساساتو په کمزوري کولو باندې کار کوي، کله به چې دغه پیښې د لومړي ځل لپاره رامنځته شوې، نو هر مسلمان به د دې په باره کې فکر کولو او د دې کار غندنه به یې کوله او اندېښمن به و. خو ورو ورو زموږ دښمنانو موږ له دې حالت سره عادي کړو او اوس تر دې لا وحشتناکې او لویې پیښې رامنځته کیږي، د اسلام په لوړه کچه سپکاوی کېږي، خو د مسلمانانو غبرګون په نشت حساب دی.
وروڼو او خویندو! لږ راسره تم شئ، تر څو خپل ماضي ته لاړ شو، د صحابه کرامو تابعداري او قرباني وګورو، تر څو زموږ روحیه را ژوندۍ کړي.
کعب بن اشرف یو فصیح یهودي مشر و، کله چې په بدر کې د مسلمانانو د بریا خبر مدینې منورې ته ورسېد، نوموړي وویل: که دا خبره ریښتیا وي چې مسلمانانو په بدر کې بریا ترلاسه کړې، نو زموږ لپاره مرګ تر ژوند غوره دی؛ ځکه د قریشو مشرانو ماتې خوړلې ده. وروسته له دې یې د شعرونو ویل پیل کړل او په شعرونو کې به یې د مشرکینو پر ماتې افسوس کاوه او د رسول الله ﷺ او مسلمانانو پر ضد به یې خبرې کولې. بیا کعب بن اشرف مکې ته ولاړ تر څو مشرکینو ته خپل شعرونه ور واوروي او د دوی سره په غم کې شریک شي، هغه نورهم دې کار ته ادامه ورکړه آن تر دې چې په خپلو شعرونو کې یې د مسلمانانو د میرمنو نومونه هم یادول، نو رسول الله ﷺ وفرمایل:
من لي بکعب أبن الأشرف فأنه قد أذى الله و رسوله
«څوک به مې د کعب بن اشرف څخه خلاص کړي، هغه الله تعالی او د هغه رسول ﷺ ته زیان رسولی دی.»
د اوس د قبیلې یوه انصاري صحابي محمد بن مسلمه رضی الله عنه ځواب ورکړ: زه دا کار کوم. آیا ته غواړې، چې هغه په قتل ورسوم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: هو.
محمد بن مسلمه چې د کعب بن اشرف یهودي په قتل رسولو وعده یې وکړه، بېرته کور ته راغلو او په فکر کولو یې شروع وکړه او دا کار نسبتاً سخت معلومېده؛ ځکه کعب بن اشرف په یوه یهودي سیمه کې، د خپلو ملګرو په منځ او په یوه کلا کې اوسېدلو، نو ځکه دا کار ډېر سخت و اوهمدې شیانو نوموړی ډیر اندېښمن کړ. حتا د هغه اندېښنه دومره ډېره شوه، چې خوراک او څښاک به یې نه کولو، فقط دومره به یې کولو چې ژوندی پاتي شي او په ٣ ورځو کې به یې یو ځل خوراک او څښاک کولو.
وروسته دا خبر رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورسېد، رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه راوغوښت او ورته ویې ویل: څه درشوي اې محمد بن مسلمه؟ آیا دا رښتیا ده چې ته خوراک او څښاک نه کوې؟
هغه ځواب ورکړ: هو
رسول الله ﷺ د هغه نه پوښتنه وکړه: ولې؟
هغه وویل: ما د تا سره د یوه کار وعده کړې وه، خو نه پوهېږم چې دا کار به وکړای شم کنه؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وویل: «أنما عليك الجهد»
ژباړه: ستا کار فقط هڅه ده، نور یې الله تعالی ته پرېږده.
نو اوس به لږ ودرېږو او وبه ګورو، چې د صحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم اجمعين مینه او جذبه څومره وه؟
ګورئ! هغه دومره اندیښمن و، چې حتی خوراک او څښاک یې نشوی کولی او خپل عادي ژوند ته یې دوام نشو ورکولای. د هغه لپاره دا یوه ډېره جدي خبره وه، چې د رسول الله ﷺ سره یې وعده کړې وه او ورته اندېښمن و، چې آیا دا کار به ترسره کړی شي او که نه؟ تر هغو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وویل: ته دې خپله هڅه وکړه، نور یې الله تعالی ته پرېږده. د دې خبرې له اورېدو څخه وروسته د هغه حالت ښه شو، خوراک او څښاک یې پیل کړ.
اوس به خپل ځان ته توجه وکړو او دا به ووایو چې موږ څومره اندېښمن یو؟ کله چې د رسول الله مبارک د عزت خبره راځي، موږ څومره اندېښمن یو؟ کله چې د اسلام د عزت خبره راځي، موږ څومره اندېښمن یو؟ کله چې د قرآن کریم د عزت خبره راځي، موږ څومره اندېښمن یو؟ او موږ دا خبرې څومره جدي نیسو؟
محمد بن مسلمه دری شپې او ورځې د خپلې وعدې او د هغې د پوره کولو په اړه فکر کولو . نو موږ هم د صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین په څېر روحیې ته ضرورت لرو.
محمد بن مسلمه د خپل هدف د آسانه کېدلو لپاره داسې وویل: یا رسول الله! نو آیا ته ماته اجازه راکوې، چې ستا پر ضد خبرې وکړم.
( خپلې موخې ته د رسېدلو لپاره دا د پلان یوه برخه وه، چې په ظاهراً به محمد بن مسلمه د رسول الله ﷺ مخالفت کوي، تر څو هدف ته په اسانۍ ورسیږي).
نو رسول الله ﷺ ورته وویل: هرڅه چې غواړې وه یې وایه.
محمد بن مسلمه د خپل قوم (انصارو) د یوه کوچني ټولي سره د کعب بن اشرف لیدلو ته ورغلو تر څو یو دام ورته تیار کړي، یو له هغو کسانو څخه چې د محمد بن مسلمه سره تللی و، ابو نائله و چې ویل کیږي دا د کعب بن اشرف رضاعي ورور و، کله چې دوی کعب بن اشرف ته وروسیدل ورته وه یې وویل: محمد صلی الله عليه وسلم زموږ لپاره یوه ستونزه او مصیبت ګرځیدلی او عرب ټول زموږ سره د هغه پر سر شخړه کوي او موږ یې د هغه پر سر خپل دښمنان ګرځولي یو.
کعب بن اشرف وویل: تاسو ته ما دا خبره مخکې کړې وه او تاسو به د دې نه بدتر حالتونه ووینئ.
محمد بن مسلمه ورته وویل: ښه، موږ به صبر وکړو او وبه ګورو چې دا حالت څه وخت ختمیږي ( محمد بن مسلمه کوشش کوي، چې د کعب بن اشرف باور ترلاسه کړي) او ادامه ورکوي. اې کعبه دې کس زموږ اقتصاد سخت ضعیفه کړی، نو موږ دلته تا ته د دې لپاره راغلي یو، چې یو څه درنه پور کړو او د هغې په مقابل کې یو څه په ضمانت کې درته پریږدو.
کعب بن اشرف وویل: نو بیا خپل اولادونه راته پرېږدئ.
هغوی وویل : که چېرې موږ تا ته خپل اولادونه پريږدو، نو په راتلونکي کې به خلک هغوی ته وایي، چې ستاسو پلرونو تاسې د کم مال په مقابل کې په ضمانت پریښودلي وی او دا به د دوی د لپاره شرم وي.
کعب بن اشرف وویل: بیا نو خپلې میرمنې راته پریږدئ.
دوی وویل: څنکه موږ کولی شو، چې خپلې میرمنې له تا سره پریږدو، حال دا چې ته ډېر ښایسته یې. بلکې موږ به د خپل ځان سره وسلې راوړو او هغه به تا ته په ضمانت کې پرېږدو.
محمد بن مسلمه خپل پلان جوړ کړ، چې که بل وخت موږ د وسلو سره راشو، نو هغه به هېڅ شک ونکړي.
هغوی د کعب بن اشرف سره وخت وټاکلو او بېرته ورته د شپې ناوخته راغلل؛ ځکه دا مناسب وخت و، کعب بن اشرف ته یې ورغږ کړ.
د کعب بن اشرف ښځې کعب ته وویل :زه په دې غږ کې د وینو بوی احساسوم.
کعب ورته وویل: اندېښنه مه کوه، دا زما ملګری محمد بن مسلمه او زما ورور ابو نائله دی. د دې څخه دا څرګندیږي چې دوی له یو بل سره د جاهليت له زمانې څخه ملګرتیا درلوده.
کعب بن اشرف د دوی د لیدلو لپاره لاندې ښکته شو.
محمد بن مسلمه د خپلو ملګرو سره یوه نښه (شفر) ایښې و، چې کله ما د کعب بن اشرف سر ونیولو نو تاسو د خپلو تورو ګذارونه پرې وکړئ!
کله چې کعب بن اشرف راښکته شو نو دوی ورته وویل: راځه د شپې تېرولو لپاره شعب العجوز ته ولاړ شو او هلته به خبرې وکړو.
هغه وویل : سمه ده
په دې سره دوی وکولی شول چې کعب بن اشرف له خپلې کلا څخه لرې یوه ځای ته چې شعب العجوز نومیږي یوسي.
کله چې دوی هلته ورسیدل نو محمد بن مسلمه کعب ته وویل: واو، دا بوی چې ستا له ویښتانو څخه راځي ډېر ښکلی دی ( د هغه ویښتانو د مشکو یا د نورو عطرو بوی کولو.) آیا زه کولی شم بوی یې کړم؟
کعب بن اشرف وویل : هو بوی کړه
مسلمه د هغه پر سر لاس کېښود،هغه یې د ځان طرف ته راکش کړ او د هغه ویښتان یې بوی کړل او ویې ویل :
دا ډیر ښکلی بوی ده. (دا یو امتحان و)
محمد بن مسلمه دوهم ځلې وویل : آیا بیا یې بوی کړم؟
کعب بن اشرف یهودي :هو، بوی یې کړه.
محمد بن مسلمه وایي : په دوهم ځل مې کعب بن اشرف راونیولو او نورو کسانو د تورو ګذارونه پرې پیل کړل، خو دوی ونشوی کولی چې کعب بن اشرف ووژني، کعب بن اشرف د مرستې چیغې وکړې او د کلا ټول خلک په یو وخت راپاڅېدل؛ نو ماته را په یاد شول، چې زما سره خو خنجر شته، هغه مې راوویست او کعب بن اشرف یهودي مې په ګیډه کې پرې وواهه او لاندې مې راکش کړ تردې چې د شرمګاه هډوکي ته یې ورسید بیا مې خوشی کړ.2
دا هغه څه و چې محمد بن مسلمه او د اوس قبیلې انصارو د کعب بن اشرف یهودي سره وکړل، فقط او فقط د دې له خاطره چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته یې بدې خبرې کړې وې.
ابن تیمیه رحمه الله په خپل کتاب «الصارم المسلول علی شاتم الرسول» کې دا داستان د (رایستل شوې توره د هغه چا په وړاندې چې د محمد صلی الله عليه وسلم سپکاوی یې کړی وي) تر نامه لاندې ذکر کړی. هغه دلته څو مهم ټکي بیانوي چې موږ یې باید ووایو: تر هر څه مخکې هغه د سیرت د یوه عالم، الواقدي څخه یو روایت نقل کوي، الواقدي د پېښو د پایلو په اړه بحث کوي؛ ځکه دا یوه ډېره قوي او مهمه پیښه وه، هغه پېښه چې پایلې یې ډیرې ښې وې.
الواقدي داسي لیکي: یهود او مشرکین دواړه یو ځای، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د سهار په وخت کې راغلل او ورته ویې ویل: زموږ یو عزتمند او مشر سړی تیره شپه په قتل رسول شوی؟
هغوی داسې وویل: قُتِلَ غیلة
(غیلة) د ترور یا د پټې وژنې په معنا دی، یعنې د کعب بن اشرف وژنه یوه ناڅاپي وژنه وه نه مخامخ جګړه، هغه په داسې حال کې وژل شوی چې هېڅ خبر نه و.
هغوی وویل: کعب په داسې حال کې وژل شوی چې بې ګناه و او کوم جرم یې نه و کړی، ولې کعب بن اشرف ووژل شو؟
دا د دوی پوښتنه وه، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته یې وړاندې کړه؛ ځکه د مسلمانانو او یهودو ترمنځ یوې معاهدې شتون درلود او دا هغه معاهده ده چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم مدینې ته راغلو د ټولو یهودو سره یې د سولې معاهده وکړه.
خو اوس کعب بن اشرف ولې او څنګه وژل شو؟
محمد صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل:
انه لو قر کما قر غیره ممّن هو علی مثل رأیه مغتیل
ولاکنه نال منا الذی وهجنا بشعرو ومن یفعل هذا احد منکم الا کان السیف.
«که هغه آرامه وی لکه څنګه چې نور خلک آرامه دي، که څه هم د ده په شان نظریه لري؛ نو دی به نه و وژل شوی. مګر هغه زموږ سپکاوی وکړ او په خپلو شعرونو باندې یې موږ بدنامولو او که ستاسو څخه بل هر څوک داسې کار وکړي نو زموږ به ورسره د تورې معامله وي.»
حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دا خبره وکړه، چې ډېر خلک شته چې په زړونو کې د کعب بن اشرف یهودي په څېر باور او فکر لري خو هغوی نه وژل کیږي دا ولې؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم ادامه ورکړه او وه یې ویل:
هغه د ایمان نه راوړلو له امله نه دی وژل شوی، هغه له دې امله نه دی وژل شوی. چې د رسول الله سره یې کرکه او نفرت لرلو او هغه له دې امله ندی وژل شوی، چې د مسلمانانو سره یې نفرت و.
داسې ډېر کسان شته چې کعب په څېر فکر او باور لري، خو موږ هغوی ازاد پرېښي او وژلي مو ندي؛ که چیرته کعب بن اشرف هم د نورو خلکو په څېر آرام وی. موږ به نه وژلو مګر هغه په موږ پسې خبرې کولې او هغه موږ د خپلو شعرونو په واسطه بدنامولو.
محمد صلی الله عليه وسلم یو ځل بیا دوی ته په ډاګه وویل: که چېرې له تاسو یهودو او مشرکینو څخه بل څوک دا کوښښ وکړي، چې په خپلو خبرو باندې زموږ د بدنام کول هڅه وکړي، نو موږ به همدغه شان تعامل ورسره کوو. بیا به زموږ او تاسو ترمنځ بغیر له تورې بل څه نه وي؛ نه به خبرې وي، نه به بښنه وي، نه به اړیکې وي او د پخلاینې هیڅ کوښښ به نه وي، بلکې توره به وي.
محمد صلی الله عليه وسلم دا خبرې ښې ورته روښانه کړې، وروسته یې هغوی راوغوښتل ترڅو لاسلیک ترې واخلي، هغوی ټولو رضایت وښودلو او دایې ومنله، چې وروسته له دې به په محمد صلی الله عليه وسلم پسې بدې خبري نه کوي.
ابن تیمیه وایي: دا هغه دلیل دی، چې مسلمان هڅوي تر څو هغه څوک ووژني چې د الله او د هغه د رسول الله سپکاوی کوي حتی، که هغه له مسلمانانو سره تړون هم ولري.
ابن تیمیه په خپل کتاب کې بعضو هغو شکونو او دلیلونو ته هم ځواب ورکړی، چې ددې حکم په خلاف هغه ته وړاندې شوي وو او په دې داستان سره یې پورتنی خبره ثبوت او غلطو شکونه او دلیلونه رد کړل.
همداراز ځینو خلکو کوښښ کولو، چې ددې حدیث معنا بدله کړي او ووایي، چې کعب بن اشرف یهودي ددې پاره ووژل شو چې کافران یې د مسلمانانو سره جنګ ته هڅول نه د هغه خبرو له امله.
ابن تیمیه وایي: نه ! کعب بن اشرف د هغه د شاعری په خاطر ووژل شو، چې آن مکې ته تر تلو مخکې یې دا کار پیل کړی وو. او د هغه وژل ددې لپاره نه و، چې مکې ته تللی او خلک د مسلمانانو خلاف جنګ ته هڅوي؛ بلکې دقیقاً د هغه وژل د هغه د شاعری له امله وو.
کعب بن اشرف د خپلې شاعرۍ په واسطه، د کفارو په وژل شويو تأسف ښکاره کولو، هغوی یې جنګ ته هڅول، د اسلام د سپک، بد نام او ټیټ معرفي کولو تر څنګ به یې د کفارو دین غوره معرفي کولو.
دا ټول دې هغه د ژبې ضررونه وو او هغه کومه فزیکي جګړه کې ګډون نه و کړی ؛ بلکې هغه مسلمانانو ته فقط د ژبې له لارې ضرر رسولو. دا د هغه چا لپاره ثبوت او دلیل ګرځیدلی شي چې په دې موضوع کې بحث کوي.
او دا خو روښانه شوه، چې د هغه چا وینه چې هغه الله او د الله رسول ته د شاعری یا خبرو له لارې توهین او سپکاوی کوي د هیچا لپاره خوندي نده.
دا وه د کعب بن اشرف کیسه او د اوس قبیلې عمل چې ترسره یې کړ.
کعب ابن مالک وایي: د اوس او خزرج قبایلو به د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر سر له یو او بل سره سیالي کوله، لکه دوه آسونو؛ کله به چې یوې قبیلې داسې کار ترسره کړ، چې محمد صلی الله عليه وسلم به پرې خوښ شو، بلې به هم غوښتل چې ترسره یي کړي.
د هغوی ترمنځ سیالي په رتبه ، دولت ، ښکلي کور، ښکلې ښځې په نکاح کولو او ښکلیو سپرلیو پر سر نه وه، بلکې د دوی سیالي پر دې وه چې څوک به محمد صلی الله عليه وسلم ډېر خوشحاله کړي.
خزرج قبيلې یوه غونډه جوړه کړه او ویې ویل، چې د اوس قبیله د محمد صلی الله عليه وسلم د یوه دښمن په قتل کولو بریالی شوه. موږ به هم د هغو په څېر یو کار وکړو او پوښتنه یې وکړه، چې تر کعب بن اشرف وروسته بدترین کس څوک دی؟
دوی دې پایلې ته ورسېدل، چې د کعب بن اشرف وروسته بدترین کس ابو رافع ده.
هغوی خپله خبره رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وکړه او ورته ویې ویل: موږ هم غواړو د ابو رافع سره همداسې وکړو، لکه څنګه چې اوس قبیلې د کعب بن اشرف سره وکړل. محمد صلی الله عليه وسلم د هغوی پلان تایید کړ او اجازه یې ورکړه.
دوی ولاړل تر څو ابو رافع په قتل ورسوي. زه به کیسه لنډه کړم؛ ځکه موږ دلته د کیسې د جزیاتو په اړه نه غږیږو، بلکې دا د یوه ثبوت په خاطر راوړوو او که غواړی چې په تفصیل یې وګورئ، نو بیا د سیرت کتابونو ته مراجعه وکړئ.
عبدالله ابن عتیق وکولای شول، چې په یو چل کلا ته دننه شي او بیا د ابو رافع تر کوټې ورسیږي ځکه هغه کیلي ګانې ترلاسه کړې وې، خو هغه نشوای کولی چې ابو رافع وویني؛ ځکه د شپې ناوخته وو او تیاره ډېره ه وه .
نو څه یې وکړل؟
هغه ابو رافع ته غږ کړل، ابو رافع!
ګورئ! دا ډېر جرئت غواړي، چې ته د شپې ناوخته د هغه کس په اطاق کې، چې غواړې هغه قتل کړې، غږ ورباندې کوې.
هغه همداسې مخته ولاړ او غږ یې کړل اې ابو رافع چیرته یې؟
ابو رافع د عبدالله غږ ته ځواب ورکړ او عبدالله بن عتیق وایي : زه د ابو رافع په غږ پسې شوم او ابو رافع مې وواهه خو مړ مې نه کړو او هغه د کومک چیغه وکړه.
عبدالله بن عتیق په فکر کولو کې ډیر ماهر و، هغه زر شاته ولاړ خپل غږ یې بدل او بېرته راغلو د مرسته کوونکي په شکل راغلو.
ابو رافع څه غواړې؟
ابو رافع : تباه دي شي، دلته یو څوک غواړي ما ووژني.
عبدالله بن عتیق وایي : ما د غږ د راتلو ځای بیا ولیدو، خو په وژلو یې ونه توانېدم. هغه بیا د کومک چیغه وکړه، زه د دوهم ځل لپاره پر شا ولاړم او خپل غږ مې بدل کړ، خو ګورم چې دا ځلې ابو رافع اوږد پروت دی، ځکه په هغه دوه ځلې حمله وشوه.
عبدالله بن عتیق وایي : ما خپله توره د هغه په خېټه کې دننه کړه او ترهغو مې دننه کړه چې ما یې د هډوکي د ماتېدو غږ واورید. (د هډوکي د ماتیدو نه مطلب داده، چې نور ابو رافع ژوندی نه دی).
عبدالله وایي: زه له زینو څخه ښکته کېدلم، خو زه ګډ وډ شوی وم فکر مې کولو چې زینې خلاصي شويدي، خو نه یوه زینه پاتې وه، ولوېدلم او پښه مې ماته شوه.
وروسته بیا زه خپلو ملګرو ته ورغلم او هغوی ته مې وویل: ما ابو رافع ووژلو، خو زه غواړم اطمیناني شم، تاسو ولاړ شئ او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته خبر ورکړئ زه دلته پاتې کیږم تر څو خبر ترلاسه کړم.
وګورئ! هغوی څومره غوښتل، چې کار په یقیني توګه ترسره شي. هغه خپله پښه ماته کړه، د ابو رافع د ملا هډوکی یې ورمات کړل خو بیا هم غواړي چې انتظار وکړي، تر څو د ابو رافع د مرګ خبر ترلاسه کړي.
د فجر وخت و، چې خبر خپور شو؛ د حجاز سوداګر ابو رافع قتل شوی دی.
عبدالله بن عتیق چې دا واورېدل، نو څه یې وویل؟
آیا داسې یې وویل، چې دا عمل غلط او د تاوتریخوالي وړ دی، موږ دا یو غیر اسلامي عمل بولو او دا عمل غندو.
عبدالله بن عتیق وویل : کله چې ما دا خبر واورېد، چې ابو رافع وژل شوی او دا خبر مې ترلاسه کړ، نو قسم دی چې ما په ټول ژوند کې داسې خوږې خبرې نه وې اوریدلې، لکه دا خبره چې د حجاز سوداګر ابو رافع وژل شوی دی.
دا هغه څه وو چې عبدالله بن عتیق وویل.
دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د دوی مینه وه.
وروسته له دې عبدالله بن عتیق مدینې ته ولاړو او کله چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم نوموړی ولید، نو دا خبره یې ورته وکړه:
افلح الوجه
«ستاسو مخونه دې کامیاب وي.»
هغوی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په جواب کې وویل : ستا مخ دې کامیاب وي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم، عبدالله بن عتیق او ورسره ملګري یې ټول خوشحاله وو. [صحیح البخاري/ ۵:۳۷۱]
کله چې محمد صلی الله عليه وسلم مکه مکرمه فتح کړه، هغه غوښتل چې ددې سپیڅلي ښار فتح پرته له کوم تاوتریخوالي ترسره شي، هغه غوښتل چې مکه مکرمه د سولې په فضا کې وي او د وینې تویېدلو څخه مخنیوی وشي، رسول الله صلی الله عليه وسلم په ډېره عاجزۍ مکې ته ننوت، د الله تعالی شکر یې ادا کوو او هغه ته یې سجدې کولې.
هلته نه کومه ځان ښودنه وه، نه کومې سندرې وې، نه کومه وینه تویېدنه وه؛ بلکې سوله او آرامي وه!
أذهبو فأنتم الطلاقاء
ولاړ شئ تاسو ټول ازاد یی!
ددې سربېره چې محمد صلی الله عليه وسلم ټولو ته عفوه وکړه، خو یو تور نوملړ هم موجود و، چې په هغه کې د هغو کسانو نومونه وو چې باید وژل شوي وی او رسول الله وفرمایل 🙁فقتلهم و ان کانو معلقین علی استار الکعبه)3
ژباړه: هغوی مو چې هر چېرته ولیدل ویې وژنئ، حتی که د کعبې په پردو یې هم ځانونه نیولي وو.
که څه هم د نړی تر ټولو سپیڅلی ځای مکه ده او تر هغه هم سپیڅلی ځای حرم شریف دی، او که چا به د کعبې په پردو ځان نیولو یا به یې هغه لمس کولو نو هغه به پرېښودل کېدلو؛ حتی د جاهليت په زمانه کې دا د مشرکینو یو قانون هم ګڼل کېده. خو دلته رسول الله صلی الله عليه وسلم وویل: دا کسان ووژنئ، حتی که د کعبې پردې یې هم نیولې وې.
هغه کسان څوک وو؟
په دغه نوملړ کې د عبدالله ابن خطل په نوم کس او د هغه دوې وینځې وې، چې د رسول الله پر ضد به یې سندرې ویلې او ساره د ابو لهب وینځه وه.
عبدالله ابن خطل دوه وینځې درلودې، چې د محمد صلی الله عليه وسلم پر ضد به یې سندرې ویلې حتا دوی به غونډې جوړولې او هلته به یې د محمد صلی الله عليه وسلم پر ضد سندرې ویلې. دغه دوې وینځې په دې نوملړ کې د یو بلې وینځې سره شاملې وې چې هغه ساره د ابو لهب وینځه وه .
راځئ لومړی عبدالله ابن خطل وګورر، چې څنګه شو ؟
هغه په حقیقت کې د کعبې په پردو ځان نیولی و، خو د مسلمانانو څخه یو تن منډه کړه او هغه یې په قتل ورسولو.
اوس راځئ، چې د دغو ښځو جالبه موضوع بیان کړو:
وروڼو او خویندو! په لومړي قدم کې باید دا ووایم، چې په اسلام کې د ښځو وژل منع شوي او خپله محمد صلی الله عليه وسلم د ښځو له وژلو منع کړې ده، خو بیا هم پدې نوملړ کې د ښځو نومونه راغلي وو، چې باید ووژل شي.
دوهم: که چیرې ښځې د مسلمانانو خلاف جګړه کې برخه واخلي او ووژل شي ستونزه نه لري، خو دې ښځو هېڅ داسې جګړه کې ګډون نه و کړی؛ بلکې دوی په بشپړ ډول تسلیمې شوې وې.
دریم : حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د مکې ټولو خلکو ته عفوه وکړه، خو دغه ښځې یې له نورو جلا کړې.
همدارنګه دا خبره هم باید وکړو چې دغه ښځې خو وینځې وې او آزادې نه وې او په د اسلام له نظره په جزا کې د آزادۍ مسئله هم اهمیت لري، نو وینځه خپله آزادي او اختیار نه لري؛ نو د هغوی جزاء هم کمه ده. دغو ښځو په خپله خوښه د رسول الله صلی الله عليه وسلم سپکاوی نه کولو بلکې د خپلو بادارانو(ابو لهب ، عبدالله بن خطل) امر یې پر ځای کولو.
ولې سربېره پر دې دلایلو بیا هم د هغوی د وژنې امر وشو ؟
ابن تیمیه داسي وايې: دا یوه روښانه موضوع ده، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سپکاوی او غندنه یو لوی او عظیم جرم دی؛ ځکه سره له دومره عواملو، چې رسول الله ﷺ د مکې خلکو ته امن ورکړی و، سربیره پر دې چې دوی ښځې او وینځې وې، خپله آزادي او اختیار یې نه درلود او په هېڅ جګړه کې یې ګډون نه و کړی، خو بیا هم دوی ته د لویې سزا ورکولو امر وشو؛ دا موږ ته ښکاره کوي، چې د محمد صلی الله عليه وسلم سپکاوی څومره لوی جرم ده.
الحویرث بن نقیذ هم په تور لیست کې شامل و؛ ځکه هغه د خپلې ژبې په واسطه رسول الله ﷺ اذیت کولو. هغه په خپل کور کې پټ و، علي بن ابي طالب د هغه کور ته ورغلو، مګر د کور نورو کسانو هغه ته وویل: چې الحویرث د مکې څخه بیرون صحراء ته تللی دی، کله چې علي بن ابي طالب ولاړ، هغوی الحویرث بن نقیذ ته وویل: علي ستا پوښتنه کوله. علي بن ابي طالب د الحویرث کور شاته پټ شو، کله چې الحویرث غوښتل بل کور ته وتښتي، نو ویې نیولو او ویې وژلو.4
بل مثال د شاعر کعب ابن زُهیر دی، د هغه ورور هم شاعر او د هغه پلار زُهیر بن ابي سلمه هم یو له غوره شاعرانو څخه و او هغه معلقات (د جاهليت په زمانه کې عربي اوږدې قصیدې) هم درلودل ، چې عربو به په کعبه راځوړندول تر څو د دغه کار ارزښت او ښکلا وښیي. د هغه زامن کعب او بُجیر دواړه شاعران وو، خو بجیر مسلمان او کعب مسلمان نه و او ده به د خپلو شعرونو په واسطه د رسول الله ﷺ سپکاوی کولو.
کله چې مسلمانانو مکه فتح کړه، بُجیر خپل ورور کعب ته یو لیک واستوو او ورته ویې لیکل: محمد صلی الله عليه وسلم هغه شاعران وژني، کومو چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سپکاوی کړی دی. کعب چې په دې وخت کې په مکه کې نه و، خو بُجیر هغه ته مخکې له مخکې وویل، چې محمد صلی الله عليه وسلم هغه کسان په قتل رسوي کومو چې د هغه صلی الله عليه وسلم سپکاوی کړی او کوم چې پاتې دي، لکه عبدالله بن زبعریه او مغیره بن ابي وهب هغه هم د تیښتې کوښښ کوي.
رسول الله که څه هم مهربانه و او هغه به خپل دښمانان بښل خو دا ډول عمل به چې چا ترسره کړی و، د هغوی لپاره به حالات بدل وو، چې دا د جرم په لوی والي دلالت کوي!
ادامه لري، ان شاء الله
❊❊❊❊
1 صحيح البخاري
2 صحیح البخاري۵:۳۶۹
3 ابن اسحاق
4 ابن هشام/ ۸۱۵ مخ
