قال الله تعالی:
إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ ( الأنبیاء: 92 )
دغه ستاسې امت په حقیقت کې یو امت دی او زه ستاسو رب یم، نو تاسې زما عبادت وکړئ.
قال رسول الله صلی الله علیه وسلم:
ليسَ منَّا مَنْ دعا إلى عصبِيَّةٍ وليس مِنَّا مَنْ قاتَلَ علَى عصَبِيَّةٍ وليس مِنَّا مَنْ ماتَ علَى عصبِيَّةٍ. (سنن أبي داود)
څوک چې قوم پرستۍ ته بلنه ورکوي، زموږ (مسلمانانو) له جملې څخه نه دی، څوک چې د قوم لپاره جګړه کوي، زموږ څخه نه دی، او څوک چې د قوم پرستۍ لپاره ووژل شي، زموږ څخه نه دی.
ملت پالنه، قوم پرستي، Nationalism یوه استعماري او پردۍ راوړل شوې پدیده ده چې د نژادي، توکمیز، کلتوري او ژبني تعصب په توګه له اسلامي اصولو او قوانینو سره په ټکر کې ده؛ ملت پالنه د یو قوم پر نورو ټولو ملتونو د برترۍ او لوړواي باور او خپل قوم ته د مطلقې او غیر مشروطې وفادارۍ او په خپل ملت د فخر کولو عقیده ده.
یحیی محمد الیاس پخپل کتاب فکري جګړه کې نشنلیزم داسې تعریفوي: نشنلیزم یو فرد ته دا عقیده ور تلقینوي چې زما نسل تر ټولو غوره نسل دی، موږ تر ټولو غوره ملت یو او یوازینی قوم چې د حاکمیت او تحکیم مستحق دي زما ملت دی. چې ښه مثال یې د هټلر په رهبرۍ نازیان دي چې د نن المان سبا جهان تر شعار لاندې یې ځانونه د نړۍ د تحکیم مستحقین ګڼل.
۱۹ او ۲۰مه میلادي پیړۍ د معاصر نشنلیزم زرینه دوره بلل کیږي چې په غرب کې لومړی ځل را منځته شوه؛ په اروپا کې د نشنلیزم د خپراوي او را منځته کیدنې دوه لامله له ځانه سره لرل.
اول: له دین سره مخالفت
دوهم: دا پدیده د دوی د فطرت یوه برخه وه.
د نشنلیزم حرکت اروپا کې پیل شو، افراط پکې وشو او ورو_ورو او کرار_کرار د نړۍ د تسخیر او نیولو لپاره د یوې بهانې په توګه وکارول شوه؛ ملت پالنه په جرمني کې نازیزم او ایټالیا کې د فاشیزم د حکومتونو د رامنځ ته کېدو لامل شوه؛ د فرانسې د انقلاب سره هم مهاله د ژوندی دې وي پاچا پر ځای ژوندی دې وي ملت جمله رایج او د ملت پالنې مفکورې وده ومونده.
د 200 کلنو صلیبي جګړو له مکررو ماتو بعد غرب پدې فکر وکړ تر څو د اسلامي امت معنوي شیان درک کړي؛ او د خپلو ماتو بدله په بدیله لار واخلي، له زیات تحقیق او څیړنو بعد دې نتیجې ته ورسیدل تر څو په اسلامي نړۍ کې د خلافت پر ځای دیموکراسي، د امت د وحدت پر ځای نشنلیزم او د شریعت پر ځای سیکولریزم وتپي؛ ددې هدف د تحقق په پار یې پیل وکړ.
ملت پالنه د ۱۹م پیړۍ په وروستیو کې اسلامي نړۍ ته د غرب لخوا د عیسوي مبلغینو او مستشرقینو پر مټ را وارده کړای شوه؛ د غرب له طرفه په اسلامي نړۍ کې د نشنلیزم او ملت پالنې ترویج د دوه اهدافو د تحقق په پار تر سره شو.
لومړی: د مسلمانانو ویشل، تر منځ یې د اسلام پر بنا د رامنځته شویو اړیکو نړول، یو د بل پر وړاندې درول او یو پر بل د ځان لوړ او بهتر ګڼلو فکر ور تلقینول.
دوهم: د اسلامي هېوادونو استعمار، پدې اساس غربیانو د نړۍ پر نورو خلکو د لوړاوي او بهتریت فکر په درلودلو سره د اسلامي نړۍ د استعمار او شتمنیو لوټل د خپل ځان حق ګڼلو.
لکه د امریکا د خارجه وزارت وزیر کیسینجر Henry Kissinger په كال 1970م کې چې د خلیج هېوادونو د یو رهبر سره د تیلو د تړون پر سر یې څه لفظي جنجال راغی داسې الفاظ وکارول، موږ به د الله تعالی دا غلطي ور اصلاح کوو چې ماشینونه یې زموږ په هېوادونو یعنې غرب کې پیدا کړي، تیل او زیرمې ستاسو مسلمانانو په خاوره کې پیدا کړي؛ په هر قیمت چې وي دا زموږ حق دی درڅخه یې اخلو. (نعوذباالله من ذالک) اسلامي نړۍ ته د ملت پالنې د مفکورې د را لیږد وخت یو داسې وخت وه چې عثماني اسلامي خلافت کمزوری شوی و؛ د عثماني اسلامي خلافت آخري خلیفه سلطان عبدالحمید ثاني رحمه الله و؛ نوموړی عالم، د امت غمخوار، د قدس ساتونکی او مشفق رهبر و؛ پدې زماني مقطع کې په نړۍ کې یهود په پراګنده ډول هرې خوا ته پراته وه، واحد مرکز او هېواد یې نلرلو، صلیبیانو وغوښتل چې په یو غشي دوه ښکاره وکړي او دا د فتنو جرړه یهود له ځانه لرې او ځانونه د دوی له شره په امان وساتي، نو د یو پلان په نتیجه کې فلسطین چې د اسلامي نړۍ په زړه کې او همدارنګه یې دوی ته هم حیاتي ارزښت درلوده پیشهناد کړ، یهودو هم په ورین تندي دې پیشنهاد ته لبیک وویل؛ ډاکتر تیودر هرتزل Theodor Herzl په ځلونو کوشش وکړ تر څو له خلافت څخه چې په رأس کې سلطان عبدالحمید ثاني رحمه الله وه په دوکه کولو سره د فلسطین خاوره وپیري مګر هر ځل ناکام شول؛ یهودو لدې ماتې او ناامیدی بعد د غرب په ملتیا د عثماني اسلامي خلافت نړولو ته مټې را بډ وهلې؛ او د نشنلیزم شیندل شوي تخم ته یې په اوبه ورکولو شروع وکړه؛
د مصلحینو، تجارانو، علماوو او مسلمانانو په جامو کې یې د قافلو_قافلو اشخاصو د لیږد لړۍ پیل کړه؛ ترکانو ته به د دوی د دوست، غمخوار او مصلح تر نوم لاندې ورغلل او ورته به یې ویل چې چنګیز، تیمور، عثمانیان، د هند مغل او سلجوقیان ټول تاسو واست او پر نړۍ خصوصً اسلامي نړۍ د تحکیم حق هم ستاسو دی، نورو ته اجازه مه ورکوئ، تل یې تر خپل تسلط لاندې ساتئ، محکوموی یې نو به ستاسو حاکمیت بقاء مومي، لدې بعد به عربانو ته ورغلل چې قرآن ستاسو په ژبه دی، پیغمبر ستاسو له ټبره ده، مکه او مدینه منوره ستاسو په خاوره او مالکین یې یاستی، خلفاء راشدین له تاسو څخه واست، اته پیړۍ د اسلامي نړۍ د رهبرۍ مرکز او اداره ستاسو په لاسونو کې وه او داد جنګیز اولاده ترکان اوس په تاسو حکومت کوي، خلافت خو ستاسو حق دی او باید یې بیرته ترلاسه کړئ.
پدې طریقه یې د ترکانو او عربو یا په بله اصطلاح د خلافت د مرکز او عربو تر منځ واټنونو را منځته کېدو ته لاره هواره کړه.
هغه مسیحي عربان چې د غرب په پوهنتونونو کې وروزل شول، له لوړو او معتبرو اسنادو سره بیرته خپلو هېوادونو ته راستانه کړای شول، وزارتونه، ریاستونه، د حکومتونو کلیدي بستونه، اخبار، مجلې، تلویزونونه او هر څه یې په واک کې ورکړل، چې بیا همدوی د عربي نشنلیزم په نوم حرکتونه پیل کړل؛ غرب چې په رأس کې یې برتانیه وه عربي نشنلستانو ته ویل چې تاسو موږ سره د اسلامي عثماني خلافت په نړولو کې مرسته وکړئ، پوځونه مو زموږ په اختیار کې راکړی، لیکوالان، شاعران او پوهان مو دیته وهڅوی چې د خلافت پر خلاف اشعار او لیکنې وکړي، په بدل کې به موږ تاسو ته یوه عربي امپراطوري جوړه کړو؛ او پدې سره غرب او نشنلیست عرب سره یو ځای او د اسلامي عثماني خلافت په نړولو یې پیل وکړ.
په اسلامي نړۍ کې د ملتپالنې داعیان څوک وه؟!
په حجاز کې شریف حسین او په شام کې شامات د ترکانو په ضد پاڅون وکړ؛ بل ابو خلدون ساطع حصري یو د نشلیزم د بارزو څېرو څخه شمیرل کېده.
مصطفی الشهابي به ویل هر څوک چې د عربي ملت پالنې په لار کې ووژل شي شهید ده؛ محمد معروف به ویل: عربان له عربي ملتپالنې مخکې په تباهۍ او ژورو تیارو کې وه؛ جمال عبدالناصر د مصر پاچا خو عربي ملت پالنه مقدس دین او بنسټیزه عقیده وګرزوله.
عبدالرحمن الکواکبي به ویل: چې باید د عثماني خلافت پر ځای د مکې مکرمې په ښار کې د یو عربي خلیفه تر نظر لاندې عربي خلافت او حکومت جوړ کړای شي.
لومړی ځل د امریکا او غرب په ملتیا په بیروت کې د عربي ملت پالنې د تقویې او پرمختګ ورکولو په تکل سازمانونه او ټولنې جوړې شوې، چې په رأس کې عربي عیسویان ورته ټاکل شوي وه.
د جنوب لویځې اسیا، شمالي او شمال لودیځې افریقا عربو لپاره د عربي اتحادیې په نوم ټولنه د انګلیسانو تر څار لاندې په 1945م كال مارچ په 22 تأسیس شوه چې د بنسټ ډبره یې د برتانیې د لومړي وزیر انټونی اډن په لاسونو کېښودل شوه چې اوس یې ۲۳ هېوادونه غړيتوب لري.
نور ګوندونه لکه د بعث ګوند، د قحطاني سازمان، د عرب ځوانانو ټولنه چې په پاریس کې د زده کړو په موخه جوړه شوه او مخفي کارونه یې کول، د عهد سازمان، د هنرونو او فنونو ټولنه چې د امریکایي تبشیري پلاوي لخوا تأسیس شوه.
ددې ټولنو او اتحادیو فعالیتونه دا وه چې غړي راجذب، ددوی تبلیغات نشر او د نشنلیزم فکر عام کړي. په نتیجه کې د غرب دې هڅو د اسلامي عثماني خلافت په زړه کې مصطفی کمال اتاترک وزیږاوه، مصطفی کمال اتاترک یو یهودی الاصله ترکی وه یعنې د ډونمه یهودو له جملې څخه وه چې په ظاهره یې ځان مسلمان معریفي کاوه مګر خپل کور کې به یې هماغه پخوانۍ یهودیت پاله.
اتاترک چې پوځ ته داخل شو ناڅاپي د جنرالۍ رتبې ته ورسېده او حیثیت یې په اسلامي نړۍ کې په لوړېدو شو، د خلافت په خاندان کې یې محبوبیت وموند، په کومه جګړه کې به چې اتاترک وه هلته به فتح د عثمانیانو په برخه وه، ماتې خوړلې جبهې ته به چې اتاترک ورغی ناڅاپي به تله 180درجې واوښته او بریا به د اتاترک د پوځ په برخه شوه، د اتاترک بریاوو او د صلیبیانو نمایشي ماتو اتاترک د غازي او خالد بن ولید په لقبونو ونازاوه.
او د جګړو په میدان کې به خلکو او پوځ نارې وهلې او ویل به یې: د ترکانو خالد بن ولید د عربو د خالد بن ولید تاریخ را ژوندی کړ.
پدې طریقه او د صلیبیانو په همکارۍ اتاترک پوځ او خلافت کې ژور نفوذ وکړ، محبوبیت یې وموند او پر وړاندې یې چې هیڅ خنډ نشو پیدا نو یې د خپلې اصلي څیرې په را برملا کولو پیل وکړ، لومړی یې په 1910م کال د اسلامي امت او عثماني خلافت ویاړلی خلیفه او سلطان عبدالحمید ثاني رحمه الله عزل او پر ځای یې د نوموړي وراره وټاکه چې تش په نوم وه.
وروسته بلاخره په 192۴م کال کې یې د عثماني خلافت رسمي لغوه اعلان او ځان یې د ترکیې حاکم اعلان کړ؛ د خلافت له لغوې سره سم یې اسلام هم لغوه اعلان کړ؛ له مساجدو یې موزیمونه جوړ کړل چې تر ټولو مشهور مسجد ایاصوفیا وه چې د اسلام ستر غازي محمد الفاتح د قسطنطینیې له فتح بعد له عیسویانو پیرلی او په مسجد بدل کړی وه اتاترک په موزیم بدل کړ.
همدا رنګه د قران په چاپېدو بندیز ولګیده، په پوځ کې په لمانځه او تلاوت بندیز ولګیده، عربي رسم الخط ممنوع وګرزول شو، 2۴ کاله ترکانو اذان وانه وریده او ورته به ېې ویل که اذان کوی نو په ترکي ژبه به یې کوئ.
24 کاله ترکان له حج څخه محروم وه؛ ایتاترک به ویل هغه کتاب نور د منلو وړ ندی چې د انځر او زیتون یادونه پکې شوې نعوذ بالله من ذالک.
د عمر په اخر کې الله تعالی په یو داسې مرض اخته کړ چې وجود به یې ویلې کېده او له همدې مرضه مردار شو، د نوموړي له هلاکېدو کلونه وروسته طبابت او ډاکترانو ومونده چې ددې مرض دوا زیتون دي.
پدې توګه ایتاترک یوه داسې سیکولر ترکیه په میراث پریښوده چې د اسلام او 600 کلن عثماني خلافت هیڅ اثر نه پکې تر سترګو کېده.
غرب او صلیبیانو د عثماني خلافت په نړونه او استعمار هم بسنه ونکړه او لدې څخه په ویره کې چې امت بیا ځل متحد نشي نو یې د اسلامي هېوادونو د قومونو تر منځ د نفاق په تخم شیندلو پیل وکړ؛ مصریانو ته به یې ویل: تاسو خو عمرو بن العاص په زور او جبر مسلمانان کړی، تاسو خو اصل کې قبطیان یاست، څومره ستر او لرغونی تاریخ لری، دنیا ستاسو په تمدن سره پیل شوې، هرمونه، مومیایي جسدونه، د نیل څپې مو هېر کړ؟! پدې دجل کې یې مصریان ښکیل کړل.
عراق کې یې بابلي نشنلیزم ته وده ورکړه؛ ورته به یې ویل: ایا د حمورابي قانون مو هېر کړ؟!
تاسو خو د نړۍ د تمدن بنسټ ایښودونکي یاست.
او پدې طریقه یې د چې د اسلام تاریخ او میراث د خلکو او مسلمانانو له ذهنونو حذف کړي، د پخوانیو قومونو د اثارو پلټولو باندې پیل وکړ، د خټې د جوړ بت قیمت یې میلیونونو ته لوړ کړ، د اوسپني سکو، خوراکي ظروفو او نورو اثارو پلټنو او را پیدا کولو ته یې خلک هڅول تر څو مسلمانان د اسلام د تاریخ په ځای د جاهلیت له تاریخه سره بلد او د هغوی په اصطلاح اصیل فرهنګ او ور پورې تړلې اړیکه ور معریفي کړي.
کله چې برتانیې اسلامي هندوستان مستعمره کړ؛ له 190 کاله استعمار او لوټنو بعد چې کله بیرته وتل نو یې هغه اسلامي هندوستان بت پرستو هندوانو ته وسپاره، مسلمانانو وغوښتل چې د خپل ځان لپاره یوه اسلامي جغرافیه ولري، اسلام حاکم وي او موږ یې تر چتر لاندې په امن او امان کې ژوند وکړو، پدې لار کې د لکونو مسلمانانو وینې توی شوې د پاکستان په نوم جغرافیه تشکیل شوه، مګر مسلمانانو خپل اتحاد ونشو ساتلای او بیا همدلته په دوه برخو وویشل شول چې یو د بنګله دیش په نوم هېواد تشکیل شو، چې په همدې لار کې لکونو مسلمانانو یو د بل وینې وبهولې، دا هېوادونه د اسلام په نوم جوړ شول مګر اسلام پکې حاکم نشو، بلکې هماغه د غرب او برتانیې قوانین حاکم پاتې شول.
د برتانیې هغه امپراطوري چې لمر پکې نه ډوبیده درې ځلې د افغان په خاوره کې د الله تعالی په نصرت ماته او دړې وړې شوه، دوی پدې فکر وکړ چې د افغانستان او نورو مسلمانو ګاونډیو ورونو تر منځ داسې مشکلات ایجاد کړي چې تل لدې ناسوره وکړیږي؛ او زموږ سره بیا د مقابلې وخت ونه مومي.
د افغانستان او ایران تر منځ یې د فخري او مکمهان په نوم سرحدات تشکیل کړل چې تر ننه د اوبو او نورو مشکلاتو له امله یو د بل ګریوانونو ته لاسونه اچوي؛ همدارنګه 1893 م کال د برتانوي هند د بهرنیو چارو سکرتر مارتمیر ډیورنډ له خپل شپږ کسیز پلاوي سره کابل ته راغی او د چهلستون په ماڼۍ کې یې د وخت له حاکم عبدالرحمن خان سره د دوه مسلمانو ملتونو پر سینو د بیلتون او دښمنۍ مهرونه وټومبل؛ هغه دوه ورونه چې غم او درد یې یو وه، د دښمن پر وړاندې یې د یو بل نصرت کاوه، کله به لومړی مهاجر بل انصار وه او کله به دوهم مهاجر او لومړی انصار وه؛ د غرب په دام کې ښکیل شول، ورو_ورو د دواړو ملتونو تر منځ د نفاق، نفرت او دښمنۍ تخم شیندل کېده، دا تخم را شین شو، وده یې وکړه، ځوان شو او اوس په ثمر راغلی.
د مثال په ډول نن ورځ یو افغان ته د یو یهودي، امریکایي، چینایي او سور روسي نوم واخله دومره یې بده نه مني لکه له خپل مسلمان پنجابي وروره چې بده وړي؛ همدارنګه یو پنحابي ته تر انګریز او بت پرست هندو خپل مسلمان پښتون ورور بدتر دښمن ښکاري.پدې طریقه کفارو د مسلمانانو تر منځ درزونه ایجاد کړل، او پداسې سرحدي جغرافیو کې یې بند کړل چې تر ابده به یو د بل دښمني پالي او له خپل ورور له نصرته به لاس په سر وي؛ یو بل به وژني، جنګونه به سره کوي او غربیان به د خیر په غونډۍ ورته ناست وي.
پدې حربه صلیبیانو د مسلمانانو اقتصادونه پخپل کنټرول کې واخیستل، زیرمې یې لوټ کړې، غربت یې پرې حاکم کړ او نور په سلګونو ناخوالو سره یې مخ کړل.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ په نوم سرحدي کرښې ددې دواړو ملتونو خلک یو د بل دښمنان وګرزول، د عراق، ایران او ترکیې تر منځ کردي مسئلې یو د بل رقیبان کړل، د ایران او سعودي تر منځ، د سعودي او یمن تر منځ د قطر او سعودي تر منځ، د مصر او سوډان تر منځ، د ایران او افغانستان تر منځ سرحدي کرښو او اوبو یو د بل پر وړاندې دښمنان وګرزول.
هغه وخت چې زموږ ولسونه سره متحد شول د کمونیزم مفکوره یې ونړوله، د کمونیزم او روس خلاف ستر جهاد وشو، وروسته له 14 کلونو د وخت ابر قدرت جماهیر شوروي په 15 ټوټو تقسیم شو چې د یو تاریخي شکست ترخه یې وڅکل.
موږ د کمونیزم پر خلاف یونیم میلیون شهیدان ورکړل، د همدې په دوه چنده تعداد مو زخمیان او معیوبین ورکړل، 6 میلیونه افغانان ګاونډیو او نورو هېوادونو ته مهاجر شول چې هغه وخت کې د افغانستان دریېمه برخه نفوس یې تشکیلاوه.
همدې قربانیو کمونیزم مات او اتحاد جماهیر شوروي په 15 ټوټو وویشه؛ پر ځای ددې چې اسلامي نظام حاکم کړي، د شهیدانو له وینو سره وفا وکړي او یو الګو اسلامي حکومت را منځته کړي، پخپلو منځو کې ونښتل، د پښتون او فارسیبان په نوم یې د یو بل بې دریغه وینې وبهولې، د کورت او قوروت په سر یو بل ووژل شول، د پیتې او سیده پزې په سر یو د بل سرونه له تنو بیل شول، له مسلمانو پیغلو تیونه پرې کړای شول، په سرونو کې میخونه ټک وهل شول، په انسانانو رقص مرده تجربه کړای شو.
دا کارونه هغه چا کول چې ځانونه د روس خلاف د جهاد فاتحین معریفي کول، مګر د قوم پرستي او چوکۍ نیشې یې هر څه په اوبو لاهو کړل.
اسلام د نژادي او ژبنيو سرحدونو د ماتولو لپاره خپلو پیروانو ته د توحید او اخوت لارښونه کوي، په اوسني پېچلي عصر کې د یو مسلمان ځوان تر ټولو لومړنی مسؤلیت دا دی چې د قوم پالنې او ژبني تعصب د غولونکو او ویجاړونکو چینو پر وړاندې لکه کلک بند ودرېږي؛ قوم پالنه هغه زهرجن مرض دی چې د حبیب مصطفیٰ صلی الله علیه وسلم په قول د جاهلیت بوی ترې پورته کېږي، مخلص او مجاهد ځوان باید د امت د لوېدلي جوړښت د راټولولو او بیا برم د فکرونو د غوړولو او د یووالي د رښتینې غېږې د پراخولو لپاره شپه او ورځ هڅه او کار وکړي ترڅو د ملي او ژبني تفریق تر پردو لاندې پټې شوې بدبختۍ له منځه یوسي او زړونه بېرته د امت د اتحاد او یوالي رڼا ته راوبولي.
ځوان نسل د نوې نړۍ د استعماري، نشنلیستي او تحریفي پلانونو تر مستقیم هدف لاندې دی؛ هلته چې د فکري جګړې او دجالي مکرونو ناپاکې وسلې د پټ نفاق تخمونه شیندي، د دې روښانه جګړې په ډګر کې د ځوان بیداري او بصیرت خورا حیاتي دی ترڅو د کفارو د بي پروایۍ او د کلتوري تاړاک د جلوو ماهیت وپېژني او خپله ټولنه د هغوی له روحاني او فکري اغېزو خوندي وساتي، دا مبارزه یوازې یو ادعا نه، بلکې د الهي امانت پیروي او د هغو معنوي اغزیو ایستل دي چې د نفاق او درز جوړولو په نیت د امت په جسد کې دننه ایستل شوي دي، یوازې د الهي حبل المتین پر بنسټ رښتینی یووالی، ژوره پوهه او د دجالي افکارو افشا کول کولی شي امت له دغې پېچلې فکري اشغال او تورو تیارو څخه راوباسي.
❊❊❊❊
