موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو، چې د اسلامي امت وضعیت زیات په کې خراب دی، د صهیون – صلیب ظلمونه او وحشتونه په خپل اوج کې دي، د الله تعالی شریعت غالب نه دی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم شریعت چې د ټولو ستونزو حل په کې دی، پر نړۍ نه عملي کېږي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت وروسته دور ته که نظر وکړو، نو معلومه به شي، چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم حرص دا وو، چې د الله تعالی پیغام تر قبائلو پورې ورسوي او د هغه صلی الله علیه وسلم د دعوت اساسي نکتې دا وې، چې د الله تعالی وحدانیت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم رسالت ومنئ او د هجرت په صورت کې پناه راکړئ او د جهاد پر مهال زما نصرت وکړئ. د مثال په توګه کله چې هغه صلی الله علیه وسلم د بنو عامر قبیلې ته د اسلام دعوت ورکړ، نو هغوی ورته ویل چې اې زموږ وروره ته موږ ته د څه شي دعوت راکوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «زه تاسې ته ددې خبرې بلنه درکوم چې ماته پناه را کړئ او د جهاد پر مهال مې مرسته وکړئ»
له دې خبرې څخه موږ ته یو اصل څرګندېږي، هغه دا چې د اسلام د دعوت له پاره د یوې ځمکې تر لاس لاندې لرل ډېر زیات اړین دي، یو داسې ځای ډېر اړین دی، چې ته په کې د خپل پیغام بوټي وکرې او هلته داسې خلک موجود وي، چې دا بوټي اوبه کړي. نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د دعوت له پیل سره د داسې ځمکې تلاش پیل کړ چې مرکز یې وګرځوي او له هغه ځایه خپل پیغام خپور کړي. د رسول الله صلی الله علم خو د ټول انسانیت په تاریخ کې له بل چا سره نه و، نه شته او نه به چاته ورکړل شي، د هغه صلی الله علیه وسلم فصاحت هم همداسې د کمال درجې و، هغه صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی جوامع الکلم ورکړی و، خو له دې سره سره په مکه مکرمه کې د دیارلس کلن دعوت په نتیجه کې محدود شمېر صحابه کرامو رضی الله عنهم اسلام قبول کړ، له دې څخه ښکاري، چې د «توحید د کلمې» د تاثیر باوجود ځینې عناصر نور هم شته، چې د دعوت د خپرولو له پاره ډېر زیات اړین دي. بیا الله تعالی د مدینې منورې ځمکه ورته مسخره کړه، انصارو د هغه صلی الله علیه وسلم دعوت قبول کړ، نو په څو کلونو کې په سلګونو خلک د اسلام دائرې ته داخل شول. له دې څخه دا معلومېږي، چې د دعوت شاته د یوه قوت لرل اړین دي او باید په مختلفو خاورو او ځایونو کې قوت ولټول شي. دا پیغام زموږ او ستاسې په دې زمانه کې لا ډېر واضح دی، ځکه د نړۍ له شرقه تر غربه له اسلامي امارت پرته بله داسې ځمکه نه شته چې د اسلام قوت په کې څرګند وي، که څه هم مدرسې، خانقاوې او مساجد په زرګونو دي. دا حالات داسې ولې دي؟ ځواب معلوم دی، ځکه چې خلکو د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم پر دین عمل پرېښی دی، حال دا چې دا دین او لار یې ډېر واضح او اسانه دي او په شرعي نصوصو کې یې په ډیرو ځایونو کې ځانګړتیاوې بیان کړې دي. الله تعالی فرمایي:
یَا أَیُّہَا الَّذِیْنَ آمَنُواْ مَن یَرْتَدَّ مِنکُمْ عَن دِیْنِہِ فَسَوْفَ یَأْتِیْ اللّٰہُ بِقَوْمٍ یُحِبُّہُمْ وَیُحِبُّونَہُ أَذِلَّۃٍ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ أَعِزَّۃٍ عَلَی الْکَافِرِیْنَ یُجَاہِدُونَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰہِ وَلاَ یَخَافُونَ لَوْمَۃَ لآئِمٍ ذَلِکَ فَضْلُ اللّٰہِ یُؤْتِیْہِ مَن یَشَاء ُ وَاللّٰہُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ( سورۃ المائدۃ:۵۴)
اې مؤمنانو! که ستاسې څخه څوک له خپل دین څخه واوړي (نو وادې وړي)، الله به نور ډېر داسې خلک پیدا کړي چې الله ته ګران وي او الله هغوی ته ګران وي، چې له مؤمنانو سره به نرمي کوي او پر کافرانو سختي، چې د الله په لار کښې به جد وجهد وکړي او د هېڅ ملامتوونکي له پړې اچولو څخه ونه وېریږي. دا د الله فضل دی، چاته یې چې خوښه شي ورپه برخه کوي یې، الله د پراخه وسایلو څښتن او پر هر څه پوهیږي.
دا آیت زموږ او ستاسې د اوسنیو حالاتو ډېره ښه ترجماني کوي، چې کله له دین څخه مخ واړول شي، نو هغه کوم صفات دي، چې دین ته د ور ګرځېدو له پاره اړین دي؟ په دې آیت کې الله تعالی پنځه صفات بیان کړي دي، نو پر موږ او تاسې لازمه ده، چې په خپلو ځانونو کې دا صفات پیدا کړو.
له الله تعالی سره مینه
له مسلمانانو سره نرمي کول او د رحم رویه اختیارول
په نیکي نصیحت کول
له کفر سره په سختي باندې مخامخ کېدل (دا صفات د اسلام د یوې مهمې عقیدې «موالات او معادات» له اصل سره تړاو لري، چې مؤمن یوازې له مؤمنانو سره دوستي کوي او له کفارو سره دښمني کوي.)
پنځم صفت دادی، چې الله تعالی فرمایي:«د الله تعالی په لار کې جهاد کوي او د کوم ملامتي ویونکي له ملامتي څخه نه وېرېږي.» نو د الله تعالی په لار کې د ملامتي ویونکي له ملامتي څخه نه وېرېدل او خلک د الله تعالی د دین په لور را بلل دوه ډېر مهم صفات دي.
هغه خلک چې فکر کوي، پر ځمکه به د اسلام له سایې پرته د دین دعوت وکړي او اسلامي حکومت به قائم کړي، نو دا د هغوی خام فکر دی او یقیني خبره ده چې هغوی د دین د منهج او مسیر صحیح او سالم فهم نه لري. که موږ دا صفات په خپل ځان کې پیدا کړو، نو موږ به د شریعت د غلبې له پاره یو قوي اساس په لاس کې ولرو.
ددې موضوع اړوند یو حدیث له حضرت حارث الاشعري رضی الله عنه روایت شته، هغه رضی الله عنه فرمایي:
«الله تعالی حضرت یحیی علیه السلام ته پر پنځو خبرو باندې د عمل کولو او بني اسرائیلو ته د تبلیغ کولو حکم وکړ، خو هغه په دې امر کې تاخیر وکړ، نو حضرت عیسی علیه السلام ورته وفرمایل: الله تعالی تاته پر پنځو خبرو د عمل او تبلیغ کولو امر کړی و، نو اوس که ته غواړې دعوت یې ورکړې او که نه، زه یې دعوت کوم.»
دلته یوه مهمه نکته ده، هغه دا چې الله تعالی له هر شي څخه بې پروا دی او د تبدیلي سنت هم هیڅ استثناء نه لري. لکه څنګه چې موږ ولیدل، د الله تعالی په انبیاوو علیهم السلام کې یوه په خپل کار کې لږ ځنډ وکړ، نو الله تعالی بل نبي ته وحی وکړه، چې «که هغه د الله تعالی پیغام رسوي او که نه، ته یې ورسوه.» نو موږ څوک یو، چې د الله تعالی پر احکامو به عمل نه کوو او الله تعالی به زموږ پر ځای بل څوک نه راولي. (دحضرت عیسی علیه السلام ددې خبرې په ځواب کې) حضرت یحیی علیه السلام وویل، چې زه وېرېږم، چې ته به له ما څخه مخکې شې، نو زه به په عذاب کې مبتلا شم. نو یې ټول خلک په بیت المقدس کې سره را ټول کړل، تر دې چې مسجد له خلکو څخه ډک شو. نو هغه وویل: الله تعالی ماته د پنځو خبرو حکم کړی دی، چې زه به خپله هم عمل ورباندې کوم او تاسې ته هم ورباندې د عمل کولو حکم کوم.
لومړۍ خبره داده، چې د الله تعالی عبادت وکړئ او له هغه سره هیڅوک شریک مه نیسئ، چاچې له الله سره بل څوک شریک کړ، د هغه مثال داسې دی، لکه یو سړی چې په خپل خالص مال (سرو زرو وغیره) باندې یو غلام واخلي او هغه ته ووایي، دا زما کور دی، دلته کار کوه او ماته فائده ورسوه. خو هغه غلام د خپل مالک پر ځای بل چاته ګټه رسوي، نو آیا په تاسې کې به څوک وي، چې پر داسې غلامي راضي شي.
همدا راز الله تعالی تاسې ته د لمانځه حکم کړی دی، نو کله چې تاسې لمونځ کوئ، بل لوري ته توجه مه اړوئ، ځکه الله تعالی خپله څېره د هغه بنده په لور اړوي، چې په لمانځه کې بې توجهي نه کوي.
او د روزې حکم کوي، چې مثال یې داسې دی، لکه له یوه سړي سره چې له مشکو څخه ډک لوښی وي، نو هر څوک هغه او د هغه خوشبو خوښوي. په داسې حال کې چې د روژه نیونکي د خولې بوی الله تعالی ته تر مشکو زیات خوښ دی.
او تاسې ته د صدقې حکم درکړل شوی دی، چې مثال یې داسې دی، لکه یو څوک چې دښمن بندي کړی وي او د هغه لاسونه وتړي او د وهلو له پاره یې مخته کشوي او صدقه هغه بچ کړي. (مفهوم)
او د الله تعالی ذکر کوئ، ځکه د الله تعالی ذکر انسان له شیطان څخه داسې ژغوري، لکه د دښمن پر وړاندې چې کلا د انسان ساتنه کوي. پر دې خبره په اضافې سره رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: او زه تاسې ته د پنځو خبرو حکم کوم، د کومو چې الله تعالی ماته حکم کړی دی :
• سمع
• طاعت
• هجرت
• جهاد
• او جماعت
له دغه حدیث څخه موږ ته څرګنده شوه، چې په پیل کې له یادو شویو پنځو شیانو څخه مقصد د اسلام ارکان دي (چې بې له هغو ایمان نه پوره کېږي)، خو له وروستیو پنځو شیانو پرته بیا د اسلامي خلافت بنسټ نشي اېښودل کېدای. دا کټ مټ داسې ده لکه یو انسان چې پخپل ځان او زړه کې د اسلام په شتون اقرار وکړي، خو پخپل ژوند او عمل کې د غیر الله قوانین او احکام پلي کړي. په داسې حال کې چې د محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم اسلام خو دا حکم کوي چې په نړۍ کې باید یوازې د اسلام حکومت قائم وي؛ ځکه اسلام یوازې د ځینو مذهبي او عبادتي مراسمو نوم نه دی. له همدې امله په وروستیو پنځو شیانو باندې عمل کول خورا اړین دي.
نو کوم خلک چې غواړي د الله په لاره کې د هجرت او جهاد له قربانیو پرته دې اسلام تطبیق شي، نو بې شکه هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښوونو په اصلي روح نه دي پوه شوي؛ او که پوه شوي هم دي، نو د هغو د تطبیقولو پر ځای یې ځانونه په نورو اسانه عبادتونو مصروف کړي دي، ځکه د جهاد کول ورته سخت کار ښکاري؛ لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالی پخپل کتاب کې د دغه ډول چلند او رویې یادونه کړې ده. د کفارو همدا هڅه ده، چې د مسلمانانو هیڅ اسلامي حکومت قائم نشي.
نن ورځ ډېر داسې خلک په نظر راځي، چې وايي چې ټول امت ته اړتیا نشته چې د جهاد لپاره ووځي، دا خبره بې شکه حق ده، خو حقیقت دا دی چې د دې خبرې د بیانولو اصلي موخه او نیت سم نه دی. دا خبره سمه ده چې د فرضِ کفایه په حالت کې ټول امت ته د جهاد لپاره د وتلو اړتیا نشته، ځکه له دښمن سره د مقابلې لپاره د امت یوه ډله هم بسنه کوي. خو د دې معنی دا نه ده چې د فرضِ عین حکم هم همداسې دی، حال دا چې کله دښمن د مسلمانانو پر ځمکو د فساد د خپرولو په نیت حمله وکړي، نو د هغه پر وړاندې قتال له ایمان راوړلو وروسته تر ټولو مهم کار دی. په داسې حال کې چې د فرضِ عین حکم په هغه وخت کې پای ته رسېږي او په فرضِ کفایه باندې بدلېږي کله چې له دښمن سره د مقابلې لپاره ځواک او قوت پوره وي.
حضرت کعب رضي الله عنه په مدینه منوره کې اوسېدی او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم پوره اطاعت یې کاوه. (په داسې حال کې چې په حدیث شریف کې د دې خبرې ذکر دی، چې په مسجد نبوي صلی الله علیه وسلم کې عبادت کول د الله په لاره کې له جهاد سره برابر دي). له دې پرته حضرت کعب رضي الله عنه له سابقینو اولینو څخه و او په بیعت عقبه کې هم شامل و، چې د اسلام په تاریخ کې ډېر زیات اهمیت لري؛ په لنډه توګه دا چې هغه یو جلیل القدر صحابي و، خو د تبوک د غزا په موقع کې چې هغه د اسلام له لښکر څخه شاته پاتې شو، نو هیڅ چا دا ونه ویل چې: «دا څه خبره ده، تاسې خو په مدینه منوره کې اوسېږئ نو جهاد ته څه اړتیا ده؟» او یا دا چې: «ته خو په حرم شریف کې لمونځونه کوې او درسونه ورکوې، له همدې امله ستا درجات او مرتبې له مجاهدینو څخه هم لوړې دي». نه! داسې هیڅ کومه خبره ونه شوه؛ بلکې تر پنځوسو ورځو یې توبه هم قبوله نشوه.
په اسلامي امت او تر هغه وړاندې تېرو شوو امتونو کې هم چې هر چا له جهاد څخه مخ اړولی دی، د هغوی په اړه همدا ډول مفاهیم په قرآن مجید کې راغلي دي. کله چې د حضرت موسی علیه السلام قوم هغه یوازې پرېښود (او غزا ته له تلو یې انکار وکړ)، نو الله سبحانه و تعالی هغوی هم فاسقان وبلل:
قَالَ رَبِّ اِنِّىْ لَآ اَمْلِكُ اِلَّا نَفْسِيْ وَاَخِيْ فَافْرُقْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ الْقَوْمِ الْفٰسِقِيْنَ (سورۃ المآئدہ: ۲۵)
«موسی وویل: اې زما ربه! زه له ځان او خپل ورور پرته پر بل چا واک او اختیار نلرم، نو ته زما او د دغو فاسقانو (نافرمانو) خلکو ترمنځ جلاوالی راوله».
همدا راز د تبوک په غزا کې له لښکر څخه شاته پاتې شوو کسانو ته هم فاسقان ویل شوي دي. خو نن ورځ حالت دا دی چې د دین له ملاتړ او نصرت څخه شاته پاته کېدونکي کسان ځانونه ګناهګار نه ګڼي، بلکې برعکس ځانونه ډېر د طاعت او امر منلو خاوندان بولي؛ هغوی د خپلې دغې ګناه په بدوالي نه پوهېږي، چې په غندنه کې یې ګڼ شمېر قرآني ایاتونه نازل شوي دي. دا داسې ایاتونه دي چې د جهاد تحریض کوي، له هغه څخه د شاته پاتې کېدونکو کسانو غندنه کوي او په دنیا پورې نښتو کسانو ته بد وايي.
خو دا غندنه د چا ده؟ دا پخپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام رضي الله عنهم دي چې ورته سخته خبره کېږي چې «اې د ایمان خاوندانو تاسې ته څه در پېښ شوي دي؟» او په لاندې ډول تنبیه او ملامتیا ورته کېږي:
یَا أَیّهَا الَّذِیْنَ آمَنُواْ مَا لَکُمْ إِذَا قِیْلَ لَکُمُ انفِرُواْ فِیْ سَبِیْلِ اللّه اثَّاقَلْتُمْ إِلَی الأَرْضِ أَرَضِیْتُم بِالْحَیَاۃِ الدُّنْیَا مِنَ الآخِرَۃِ فَمَا مَتَاعُ الْحَیَاۃِ الدُّنْیَا فِیْ الآخِرَۃِ إِلاَّ قَلِیْلٌ (سورۃ التوبة:۳۸)
«اې د ایمان خاوندانو! تاسې ته څه در پېښ شوي دي، کله چې تاسې ته وویل شي چې د الله په لاره کې (د غزا لپاره) ووځئ، نو تاسې په ځمکه پورې دروندوالی کوئ؟ ایا تاسې د آخرت په بدل کې د دنیا په ژوند راضي شوي یاست؟ په داسې حال کې چې د دنیا د ژوند مادي ګټه د آخرت په پرتله خورا لږ او ناڅیزه ده».
نن زموږ په منځ کې څوک دا جرات کولای شي چې خپل پلار، تره یا استاد ته ووایي چې ایا تاسې د دنیا په ژوند راضي شوي یاست؟ ایا تاسې فلسطین نه وینئ چیرته چې له ۸۰ کلونو راهیسې جهاد روان دی او تاسې یوه مرمۍ هم نه ده ویشتلې او ستاسې پښې یو ځل هم په دې لاره کې په خاورو نه دي لړل شوې؟ داسې ولې دي؟ ځکه چې تاسې د دنیا په ژوند راضي شوي یاست. خو هیڅ څوک داسې نشي ویلای، د دې علت د دین له سمې لارې څخه ناخبري ده، که څه هم په دې اړه خورا ډېر قرآني ایاتونه شته.
دویمه ستونزه دا ده، چې کوم ځوانان د دین لپاره د قربانۍ ورکولو جذبه لري، له بده مرغه په هغوی کې د سمع او طاعت کمی دی، نو ځکه د قائد او مشر خبره نه اورېدل کېږي او نه یې اطاعت کېږي او په دې توګه دا ډول چانسونه هم ضایع کېږي. دا ځوانان په بېلابېلو فرضِ کفایي کارونو کې لګول کېږي لکه د علم حاصلول؛ خو پوه شئ که چېرې ټول خلک هم عالمان شي، په نړۍ کې به دین قائم نشي. ځکه دین یوازې په هغه حالت کې قائمېدای شي، کله چې د سمع او طاعت، نصرت او جهاد پر شرعي اصولو باندې پوره عمل وشي. ځوانان باید په دې پوه شي چې د دین په فهم او درک کې یوه لویه تېروتنه روانه ده او په هغوی کې داسې صفات پېدا کېږي چې الله سبحانه و تعالی یې یادونه د جهاد پرېښودونکو په غندنه کې کړې ده او الله هغوی ته فاسقان ویلي دي.
نو کوم خلک چې له غزا او قتال څخه له شاته پاتې کېدونکو کسانو سره ناسته خوښوي، بې شکه هغوی پوهه نلري، که څه هم هغوی له غوره او نړیوالو پوهنتونونو او مدرسو څخه زدکړې کړې وي او د ټولې نړۍ خلک له هغوی څخه فتوا اخلي، بیا هم هغوی حقیقي علم نلري؛ ځکه دا د الله جل جلاله فرمان دی، چې:
رَضُواْ بِأَن یَکُونُواْ مَعَ الْخَوَالِفِ وَطُبِعَ عَلَی قُلُوبِهمْ فَہُمْ لاَ یَفْقَهُونَ (سورۃ التوبة:۸۷)
«هغوی په دې خبره راضي شول چې له شاته پاتې کېدونکو (ښځو او معذورانو) سره ناست پاتې شي، د هغوی پر زړونو مهرونه لګول شوي دي، نو ځکه هغوی په هیڅ شي نه پوهېږي».
نو هغه مفتي اعظم چې د ډېرو کتابونو مؤلف هم دی، په هیڅ نه پوهېږي؛ ځکه له چا سره چې حقیقي علم وي، هغه له الله تعالی څخه وېرېږي. لکه څنګه چې یوې ښځې یوه عالم ته وویل: «اې عالمه!» نو هغه په ځواب کې ورته وویل: «عالم هغه څوک دی چې له الله څخه وېرېږي.» علم دا نه دی چې له تاسې سره خورا ډېر روایتونه او نقلونه وي، بلکې علم دا دی چې تاسې په وېره، خشوع او تقوا سره د الله عبادت وکړئ. په پورته یاد شوي ایات کې د الله د حکم مطلب دا دی، چې که چېرې دغو کسانو لږ علم درلودای او په زړونو کې یې کلک ایمان وای، نو د الله د رضا د ترلاسه کولو لپاره به د نېکيو لور ته په منډه تلل.
پر همدې موضوع باندې یو بل حدیث شریف هم شته چې حضرت حذیفه رضي الله عنه روایت کړی دی. هغه فرمایي: خلکو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د خیر په اړه پوښتنې کولې، خو ما له دې وېرې چې هسې نه په شر کې ښکېل شم، د شر په اړه پوښتنه وکړه. ما وویل: یا رسول الله! موږ په جاهلیت او شر کې وو، نو الله ستاسې په برکت موږ ته خیر راورساوه، ایا له دغه خیر څخه وروسته بیا هم کوم شر شته؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو! ما وویل: ایا تر دغه شر وروسته بیا هم کوم خیر شته؟ هغه وفرمایل: هو، خو په هغه کې به لوګی وي. ما عرض وکړ: ایا له دغه خیر څخه وروسته بیا هم کوم شر شته؟ نو پیغمبر علیه السلام وفرمایل: هو او هغه دا دی چې داسې کسان (علماء) به وي چې د دوزخ پر دروازو به ولاړ وي، څوک چې د هغوی بلنې ته ځواب ووایي، هغوی به پکې وغورځوي.
نو لکه څنګه چې تاسې وینئ، نن ورځ په اسلامي نړۍ کې دا شر په خورا بد ډول خپور شوی دی. هغه داسې چې د عربو او اسلامي نړۍ واکمنان د خپلو رسنیو او نورو ادارو په مرسته خطرناک افکار، او مادي او کفري قوانین عاموي. په دې توګه هغوی سهار او ماښام خلک د جهنم د دروازو لور ته رابولي (ولا حول ولا قوة الا بالله). په هر لوري، راډیو، تلویزیون او اخبارونو کې د الله او د هغه د رسول پر وړاندې کفر خپرېږي او هیڅوک نشته چې د دغه منکر مخه ونیسي! همدا خو هغه مشران او ائمه دي چې خلک جهنم ته رابولي. په دغسې حالاتو کې موږ ته څه کول پکار دي؟
حضرت حذیفه رضي الله عنه هم د خپلو پوښتنو په جریان کې کله چې دغه حالت ته ورسېد چې «د خلکو مشران به هغوی دوزخ ته رابولي»، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې وپوښتل: کله چې داسې حالات وي نو څه باید وکړو؟ پېغمبر علیه السلام وفرمایل: «د مسلمانانو یوې ډلې ته پکار دي چې د هغوی پر وړاندې د مقابلې لپاره ودرېږي».
اسلامي امت هیڅکله په دې کچه په داسې یوه لویه فتنه کې نه و ښکېل شوی، لکه څنګه چې اوس دی. ځکه که پخوا به کومه بدي په مسلمانانو کې داخلېدله، هغه جزوي او محدوده وه؛ یعنې یوازې پر څو کسانو یې اغېز و. خو د ټولنیزو رسنیو او معلوماتي وسائلو له امله نن دا فتنه عامو خلکو ته رسېدلې ده؛ ځکه د دغو رسنیو یوه نه یوه وسیله (لکه موبایل، تلویزیون او داسې نور) په هر کور کې شتون لري، نو ځکه له دغې فتنې څخه هیڅوک خوندي پاتې نه دي. پخوا به داسې وو که چېرې کوم عالم ګمراه کېدی، نو د هغه افکار به په یوه محدوده سیمه کې پاتې کېدل او یا که پاچا به فاجر او فاسق شو، نو د هغه فجور به یوازې تر خپل قصر او محل پورې محدود و. خو نن ورځ ټول خلک د طاغوتي نظام غلامان شوي دي او د اسلام په تاریخ کې داسې حالت پخوا کله هم نه دی پېښ شوی.
کله به چې د دین څخه د لیرېوالي یا د عقائدو د خرابۍ کومه اندېښنه پېدا شوه، نو د مسلمانانو یوه ډله به داسې وه چې په خپلو هڅو به یې دا بې لاري او خرابوالی بېرته سماوه؛ خو نن د امت مشران، علماء او فقهاء ټول د طاغوت تر اغېز او ولکې لاندې دي، پرته له هغو د ګوتو په شمار علماوو څخه چې الله جل جلاله پرې ځانګړی کرم او لورینه کړې ده. د دغو علماوو دلیل دا وي، موږ د حق خبره نشو کولای؛ ځکه کله چې موږ غواړو حق ووایو، زموږ ذهنونه په کورونو کې د خپلو اولادونو او مېرمنو لپاره اندېښمن او پریشان شي چې هغوی به بیا چېرته ځي؟ او زموږ به څه حال کېږي؟ خو اخري خبره داده، چې د امت ددې ټولو بد بختیو او ناخوښه حالاتو سرچینه له جهاد څخه مخ اړول او د اسلامي خلافت د قائمولو له فریضې څخه شاتګ دی.
و إنه لجهاد؛ نصرٌ أو استشهادٌ
❊❊❊❊
