څو میاشتې وړاندې ښاغلي احمد الشرع د دمشق ښار په یوه کنسرټ کې ګډون وکړ، هلته نڅاوې وشوې او سندرې وویل شوې، د سندرې الفاظ ډېر فحش وو. کله چې خیر غوښتونکو خلکو پرې نیوکه وکړه، نو د احمد الشرع ځینو مینه والو وروسته د هغه یوه ویډیو خپره کړه چې نوموړی پکې وایي: دا ټول زما په علم کې نه وو او څه چې وشول، باید نه وای شوي، او داسې نور…
خو نن مې د سوریې د هغې وزارت اعلان ولید چې هغوی یې د کلتور وزارت بولي، خو باید د بېهودګۍ وزارت ورته وویل شي؛ اعلان یې کړی چې یوه فاحشه سندرغاړې دمشق ته راولي او د دغې فاحشې هرکلی په دې الفاظو کېږي:
«اصاله دمشق ته بېرته راګرځي… د آزادې سوریې په غېږ کې؛
د کلتور وزارت تر سرپرستۍ لاندې، سوریایي سندرغاړې اصاله نصري به د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر په ۱۷مه د دمشق په الفیحاء تالار کې یو هنري محفل وړاندې کړي. دا محفل د سوریایي هنر او کلتور د درناوي او له آزادۍ وروسته د دمشق د ښار پر سټېج باندې د شام د لور د بېرته راستنېدو د لمانځنې لپاره ترسره کېږي.»
اصاله د آزادې سوریې غېږ ته راځي…
که اسلام نه وي منل شوی، که قرآن دستور نه وي نو پر داسې آزادۍ دې خاورې واوړي، دا هېواد او دا لښکر هېڅ هم نه دي
موږ چې دا ولوستل، ولې مو زړه درد وکړ؟ ولې مو زړونه له اوره ډک شول؟
ځکه چې په شام کې موږ وینه توی کړې ده، زموږ د اهل سنتو ماشومان د سارین ګاز په وسیله د ساه بندېدو له امله وژل شوي دي، زموږ د اهل سنتو د زرګونو لوڼو عزتونه لوټل شوي دي، له الماسو، لعلونو او ملغلرو څخه هم ډېر ارزښتناک د اسلام مشران زموږ په دې خاوره کې وژل شوي دي، زموږ میندو، د عفراء او خنساء رضی الله عنهما په څېر، خپل زامن د استشهادي عملیاتو لپاره رخصت کړي دي. د همدې شعار په خاطر موږ د احمد الشرع سره اوږه په اوږه ولاړ وو، هغه مهال چې ده وویل: «نحن للشريعة فداء»، «موږ د شریعت لپاره قربان یو». زموږ امت له وزیرستان، افغانستان، عراق، یمن او اروپا څخه خپل غوره زامن د همدې شعار د ملاتړ لپاره ولېږل او دقربانۍ لپاره یې وړاندې کړل…
دا هر څه د دې لپاره شوي وو چې احمد الشرع د خپلې نوې لادینه حکومت له لارې د اصاله په نوم د یوې فاحشې هرکلی وکړي؟ او دې فاحشې ته د شام لور ووایي؟
نه، نه!
دا داغ داغ رڼا، دا د شپې ځپلی سهار
دا هماغه سهار نه دی، د کوم چې موږ انتظار کاوه!
دا هغه سهار نه دی چې د هغه د هیلې په لټه کې
ملګري روان شوي وو، چې هر ځای به وي، خامخا به یې ومومي
د اسمان په دښته کې د ستورو وروستی منزل
خامخا به کوم ځای د سستو څپو د شپې ساحل وي
خامخا به کوم ځای د غمجن زړه بېړۍ تم شي
دا ډېره ممکنه ده چې د دې فاحشې د هرکلي پر سر شور او غوغا راپورته شي او احمد الشرع او د هغه حکومت ته بیا «غیرت» ورشي؛ نو ځکه موږ دلته څو ثابتې خبرې یو ځل بیا تکراروو. نه د دې لپاره چې موږ له احمد الشرع سره یوازې دښمني لرو، بلکې د دې لپاره چې موږ او تاسې د اسلامي امت زامن او لوڼې، د شام له تجربې څخه زده کړه وکړو، ونه غولېږو او دغه تېروتنې بیا تکرار نه کړو، شام ایډیال ونه ګڼو، او د ناسم کار لپاره ناسمه توجیه ونه کړو:
• احمد الشرع د ټرمپ ډېر محبوب دی او د ټرمپ په حضور کې یې هم شونډې ډېرې مسکۍ مسکۍ کیږي. د روم له قیصر سره عمر بن الخطاب رضی الله عنه هم اړیکې لرلې او د شام امیر سیدنا معاویه بن ابي سفیان رضی الله عنهما هم لرلې؛ خو د «الحب في الله» او «البغض في الله» معیارونه خو موږ له همدغو درنو صحابهوو رضی الله عنهم څخه زده کوو. د هغوی اسوه دا نه وه چې سپینې ماڼۍ ته لاړ شي او لېونی شي، د امریکایي «سینټکام» له مشر سره له خپلو مېرمنو سره یوځای ملاقاتونه وکړي او مجاهدین د ادلب په زندانونو کې بندي کړي (فالعیاذ بالله).
• هند قبوات د هغه وزیره ده، چې په ښکاره یې د LGBTQ+ ملاتړ کړی دی.
• دا چې ډیموکراسي ایمان ده او که کفر، له علماوو څخه یې وپوښتئ؛ خو احمد الشرع خو تر پرون پورې هغه کفر باله. نن د هغه د سلطنت نوم «الجمهورية العربية السورية» دی.
• صلیبي جنرال پیټریاس هېڅکله له ملا عمر او هبة الله اخوندزاده څخه دا نه و پوښتلي چې: حضرت! تاسو ټوله ورځ دومره بوخت یاست، کارونه مو ډېر دي، آیا د شپې د خوب لپاره فرصت پیدا کوئ؟ خو دغه صلیبي جنرال د احمد الشرع لپاره ډېر اندېښمن دی چې هسې نه هغه د شپې خوب ته وخت ونه لري!
• ټرمپ احمد الشرع ته یو لیک ولیکه: «احمده! ته به یو لوی مشر شې او متحده ایالات به له تا سره مرسته وکړي!»
فکر وکړئ! چې نه ضال (ګمراه) شئ او نه مُضل (نور ګمراه کوونکی)!
❊❊❊❊
