د باطلو محورونو ترمنځ شطرنج
د ۲۰۱۵ میلادي کال د مارچ په ۲۶ تاریخ د سعودي عربستان هوایي ځواک په یمن کې د حوثیانو پر ضد هوایي عملیات پیل کړل، چې وروسته بیا د همدې کال په می میاشت کې حوثیانو هم د سعودي عربستان پر نجران سرحدي ښار برید وکړ، له هغه وروسته د دواړو لورو ترمنځ سرحدي توغندیز بریدونه زیات شول، بیا په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب اوربند وشو او د سعودي او حوثیانو تر منځ سرحدي بریدونه تر ډېره کم شول، خو د ۲۰۲۶ میلادي کال د اکتوبر میاشتې په پیل کې یو ځل بیا دا تاوتریخوالی زیات شو.
دا جګړه د سعودي عرب او د هغه د اتحادیانو په وینا د حرمینو شریفینو د دفاع او حفاظت مقدس جنګ دی او حوثیان بیا وایي، چې د حرمینو دفاع د یزید لښکر نه شي کولای، دغه وضعیت عام مسلمانان څه چې خواص هم په اضطراب او د فکر په خطا کې واقع کړي دي، ځینې د سعودي عربستان په طرف دریځ نیسي، حوثیان بد ګڼي او ځینې د حوثیانو ملاتړي او د سعودي عربستان مخالف دي، خو که د وضعیت دقیق درک، ځمکني واقعیتونه او شرعي اړخ په نظر کې ونیسو، نو یو اصل ثابت په نظر راځي او هغه دا چې په نړۍ کې اوسني روان جنګونه ټول د حق او باطل، یا اسلام او کفر نه دي. یعني داسې نه ده، چې که دوې ډلې سره جنګېدې، یوه به حتما حق او بله به ناحقه وي، بلکې ډېر ځایونه داسې دي، چې له دې جنګیدونکو ډلو څخه یوه هم پر حق نه وي، بلکې یوه دریمه ډله حق وي، ځکه دا یو حتمي امر نه دی، چې خامخا به یو جانب له دې جنګېدونکو څخه حق وي.
په ساده الفاظو ددې موضوع د وضاحت لپاره د ایران او امریکا مثال وړاندې کوو. ایران یو مستقل محور دی او د یوه لوی شر سرچینه هم ده او همدا راز امریکا مستقل محور دی او د یوه عالم شر او بدبختۍ د کلاګانو د بنیاد تیږه ده. دا دواړه قطبونه د اسلامي امت پر وړاندې مجرمان دي او زموږ په تاریخي جغرافیه کې یې یوازې تخریب، وېش او تباهي رامنځته کړې ده او دا حقیقت له هغه چا پټ نه دی، چې په شام، عراق، یمن او افغانستان کې یې د دوی د ځواکونو جرمونه لیدلي وي. نو په داسې یوه معرکه کې، د دې لپاره چې خپل صفا صف د یوه باطل لوري د طرفدارۍ له توره وژغورو، هېڅ اړتیا نشته چې د بل مجرم لوري غېږې ته پناه یوسو او یا یې ملاتړ وکړو.
موږ باید سترګې وغړوو او د خپل مؤمنانه فراست له عینکو د پېښو حقائقو ته وګورو، خپلو ځانونو ته دا تلقین ورکړو، چې نه امریکا د الله تعالی رحمت دی او نه هم ایران د اسلام استازی دی، بلکې موږ أهل السنة ددې ځمکې اصلي امت یو؛ موږ د نړیوال کفر پر وړاندې د یوه بېل، حقیقي او بنسټیز لوري په توګه د هویت خاوندان یو. تاریخ او ځمکني حقایق په پوره صراحت شاهدي ورکوي چې د دغو دواړو باطلو (امریکایي او رافضي) محورونو ترمنځ د روان کشمکش له تر ټولو لومړنیو او اساسي انګېزو څخه پخپله زموږ وجود، شتمني او عقیده ده. د دوی د شخړې رښتینې ریښه زموږ پر برخلیک او جغرافیې باندې د استعماري تسلط موندل دی؛ په دغه استخباراتي شطرنج کې یو لوری غواړي زموږ نړیوال بادار شي او د بل اند همدا دی چې هغه د تاریخ په دې جبر کې حق لري موږ خپل غلامان وساتي. نو کله چې د ایران حیثیت او حقیقت څرګند شو، په لبنان کې د حزب الله او په یمن کې د انصار الله (حوثیانو) حقیقت او حیثیت همداسې دی او د هغوی په اړه دریځ او تحلیل پر همدغه اساس نیول په کار دي او پاتې دا خبره چې د حوثي ډلې لخوا د «مرګ پر امریکا» شعارونه او نندارې … نو دا یوازې د عامو مسلمانانو د احساساتو د یرغمل کولو او د امت د ذهنونو د اغوا کولو لپاره یو تمثیل دی، دوی دا کار یوازې او یوازې د خپلو اهدافو او ګټو په خاطر کوي، د مسلمانانو د مصلحت په خاطر یې کله هم نه کوي.
تاریخ زموږ د سترګو پر وړاندې دی؛ هر ځای او هر وخت چې موږ قیام کړی دی او د استعمار او غلامۍ د زنځیرونو د ماتولو لپاره مو ګام پورته کړی، هماغه وخت دوی ټولو خپله خپلمنځي ظاهري دښمني هېره کړې او زموږ پر وړاندې په یوه واحد سنګر کې د یو بل د متمم، همکار او ستراتیژیک ملګري په توګه راڅرګند شوي دي. په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا د یرغل پر مهال د مجاهدینو د نظامي ثقل په نښه کولو کې د تهران استخباراتي او کشفي مرستې، په ۲۰۰۳ کال کې په عراق کې د امریکایي یرغلګرو او رافضي ملیشو ترمنځ د سني ولسونو د ریښو د ایستلو لپاره ښکاره ځمکنۍ او هوايي همغږي، او په شام او یمن کې د اهل سنتو د مجاهد ولس د ځپلو لپاره د هغوی دوه مخی سیاست، د دغه شوم ائتلاف بې رحمه او واضح مثالونه دي. لوېدیځ په شعوري ډول غواړي د ایران او د هغه د نیابتي لښکرو لکه حوثیانو د نفوذ او توغندیزو ګواښونو په واسطه د سیمې سني هېوادونه په یوه داسې دوامداره امنیتي وېره کې وساتي ترڅو هغوی تل د بقا لپاره پر امریکایي دفاعي چتر متکي پاتې شي، خپل مالي ثروت د لوېدیځو وسلو د کارخونو د چلولو لپاره وکاروي او خپله ځمکه د امریکا د دایمي شتون لپاره پلمه جوړه کړي.
د سعودي عربستان په اړه
ننی سعودي عربستان چې د اسلام مبارک دین په کې ظهور وکړ او بیا یې شغلو ټوله نړۍ رڼا کړه، د ظلم او کفر ټغر یې ټول کړ، له جزیرة العرب څخه د افریقا تر دښتو، د بخارا او سمرقند تر واورینو درو او غرونو او د سند او هند تر ځنګلونو او سیندونو پورې یې د الله تعالی دین خپور کړ، متاسفانه نن په کې یو بې دینه حکومت د اقتدار واګې په لاس کې لري. داسې حکومت چې د الله تعالی تر رضا د اسرائیلو او امریکا رضا ورته مهمه ده، د حق ویونکي په کې له هجرت، اعدام او چارماري یا عمري زندان پرته بله لار نه لري. دغه حکومت د اسلامي شریعت د قطعي نصوصو او د اهل السنة والجماعة د اساسي فقهي او عقیدتي قواعدو څخه په ښکاره انحراف کړی دی، ځکه اسلام حکم کوي، چې پر کفري، استعماري او استکباري ځواکونو باندې د مسلمانو حاکمانو تکیه کول او هغوی ته په اسلامي خاوره کې د پرېکړو، مداخلې او پوځي اډو ورکولو حق رسول په کلکه مردود او له دین سره جفا ده. الله جل جلاله په سورة النساء کې فرمایي:
وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا
او الله هېڅکله کافرانو ته پر مؤمنانو باندې د برلاسۍ لاره نه ده کړې.
پر دې اساس، د ملي امنیت یا دښمن د وېرې په نوم د پردیو استعماري اهدافو لپاره د خاورې پرانیستل، په جزیرة العرب کې امریکایي ځواکونو ته د تلپاتې پوځي قرارګاوو ورکول او له هغوی سره د ذلت ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دغه صریح، نه بدلېدونکي او قطعي حکم څخه ښکاره بغاوت او غاړه غړول دي چې فرمایي:
«أخرجوا المشركين من جزيرة العرب».
مشرکان له جزیرة العرب څخه وباسئ
که د دغو حاکمانو پر تندي د «خادم الحرمین» په څېر نمایشي او سیاسي لقبونه هم ووهل شي، دا القاب او کلمې هېڅکله د هغوی د مشرۍ پر دغو سترو شرعي انحرافاتو د مشروعیت پرده نه شي اچولی؛ ځکه چې الله جل جلاله دا حقیقت د تاریخ تر پایه د ایمان شرط ګرځولی او فرمایي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ (سورة المائدة :۵۷)
اې د ایمان خاوندانو! له هغو کسانو څخه چې تر تاسې مخکې کتاب ورکړل شوی او هم له کافرانو څخه هغه کسان خپل دوستان مه نیسئ چې له تاسې دین په ټوکو او لوبو نیسي، او له الله څخه ووېرېږئ که مؤمنان یاست.
نو څه باید وکړو؟
نو ای د امت ځوانانو، علماوو او مجاهدینو!
په کار ده چې سترګې پرانیستې وساتو او له بصیرت څخه کار واخلو. د اهل السنة والجماعة صف په ټوله نړۍ کې قوي کړو او هدف مو دا وي، چې د کفر اصلي جرړې او ریښې کمزورې کړو، د کفر د مار سر ووهو، پرې یې کړو او په هره لار چې ممکنه وي، د ملة الکفر سرلاري کمزوري، بې وسه او بالاخره له منځه یوسو، پر موږ فرض او لازمه ده چې د دغو دواړو، امریکایي او رافضي، لورو له غلامۍ، فکري اسارت او شوم نفوذ څخه په بشپړه توګه آزاد او مستقل او پر خپل سپیڅلي شریعت مستقیم شو. موږ باید یوازې او یوازې د امت د عزت او د اسلام د نفاذ لپاره ودرېږو، موږ باید د یوه باطل پر وړاندې د بل باطل په لاس کې وسله نه شو، ځکه د یوې دښمنۍ له امله د بل په خیمو کې شاملېدل او مزدوران کېدل تر ټولو بده ناپوهي او د خپل دین او امت د تاریخ سپکاوی دی. موږ یوازې هغه مهال د خپل مطلوب فرض په ادا کولو کې بریالي کېدای شو، کله چې د دین او مبارزې مهم مبادي او بنسټیز اصول ــ یعني اخلاص او اخلاق، د شریعت بې قید او شرطه پیروي او د هغه برلاسي او د موالات او معادات اصل ــ د خپل دعوت، فکري تحریک او جهادي مبارزې لاره او اصلي غایه او هدف وګرځوو.
خالق سبحانه و تعالی هېڅکله احساساتي، منحرف او پردیپال خلک د خپل دین د غلبې او حاکمیت لپاره نه کاروي، بلکې هغه ذات د سورة المائدة په ۵۴ ایت کې د دغه سپېڅلي صف د اهل حق د پېژندنې نښې بیان کړې دي؛ او فرمایي چې: هغوی د مؤمنانو په منځ کې په پوره عاجزۍ او نرمۍ چلند کوي، د کافرانو پر وړاندې سخت، درانده او د فولاد په څېر پاخه ولاړ وي، د الله په لاره کې په خلوص سره جهاد کوي او د پردیو یا ملامتګرو له ملامتۍ، تبلیغاتو او رسنیزو پروپاګندونو څخه د ذرې په اندازه وېره او باک نه لري.
الله تعالی یوازې د داسې کسانو په لاس او قربانۍ خپل دین عزتمندوي او د خپلو بندګانو په زړونو کې ورته ځای ورکوي، چې په خپلو خبرو او کړنو، ویناوو او کردار او خپله بلنه او جهاد کې یوازې د الله تعالی د دین خالص او له هر ډول شرکي ککړتیاوو پاک بیرغ پورته کړي؛ بیا د هغه د کلمې د لوړوالي لپاره په پوره مېړانه سره ډګر ته راووځي او خپل ځان، مال او هر څه د خپل معبود په وړاندې قربان کړي. الله تعالی دې موږ په خپلو همدغو مخلصو او د حق د لارې په بیداره او مجاهدو بندګانو کې شامل کړي.
آمین ثم آمین
❊❊❊❊
