زموږ ژبه باید د مسلمان پر خلاف ونه خوځیږي!

سفیان به حسین رحمه الله وايي چې ما د ایاس بن معاویه رحمه الله په وړاندې د یوه سړي بده یادونه وکړه (غیبت مې وکړ) نو ایاس زما مخ ته په ځیر وکتل او ویې ویل: آیا تا له رومیانو سره جګړه کړې ده؟ ما وویل: نه
هغه وویل: له سند، هند او ترکانو سره د جګړه کړې ده؟
ما وویل: نه
بیا یې وویل: نو رومیان، د سند او هند خلک او ترکان ستا څخه په امن دي خو ستا مسلمان ورور ستا له ژبې څخه خوندي پاتې نشو؟!
البدایة و النهاية لابن کثير

Exit mobile version