آيا ارحم الراحمین ته په دې خبره باندې مینه نه راځي چې زما بنده زما راکړل شوې رڼا په خورا امانتدارۍ سره کاروي؛ په کوم ځای کې چې زه د هغه په لیدلو راضي کېږم، هلته ګوري او په کوم ځای کې چې زه ناراضه کېږم، هلته خپله رڼا نه کاروي. ما ته د راضي کولو لپاره خپلې هیلې قربانوي او خپل زړه زما لپاره خپګان ته سپاري، نو د الله تعالی رحمت هم د داسې زړه خاوند په غېږ کې نیسي او مینه ورسره کوي. د احقر (حقیر بنده) شعر:
مـرے حســرت زدہ دل پر انـہیں یوں پــیـار آتا ہے
کہ جیسے چوم لے ماں چشمِ نم سے اپنے بچے کو
«زما په حسرت وهلي زړه باندې هغه (الله) ته داسې مینه ورځي، لکه یوه مور چې په لمدو سترګو خپل بچی ښکل کړي».
داسې ویران او مات شوي زړه ته الله تعالی ورځي او دغه زړه د خوښیو په باران خړوبوي.
دلِ ویــراں پہ مــیــرا شاہ برســـاتا ہــے آبادی
سمجھ مت میر اُن کی راہ میں مرنے کو بربادی
«زما پاچا (رب) په ویران زړه باندې د ابادۍ باران اوروي، اې میر! د هغه په لاره کې مړ کېدل بربادي مه ګڼه».
زما لومړي شیخ حضرت شاه عبدالغني صاحب رحمة الله علیه فرمايل چې یوې شنې او له پاڼو څخه ډکې ونې ته نژدې که اور بل کړې، نو د هغې تازه پاڼې مړاوې کېږي او بېرته په خورا سختۍ سره شنې او تازه کېږي، کال، دوه کاله وروسته چې کله بېرته اوبه او سره ورکړل شي نو په هغې کې بېرته تازګي راځي، کټ مټ همدا رنګه په زړه کې د ذکر، عبادت او د الله والا خلکو د ملګرتیا له امله چې کوم انوار پیدا شوي وي، که چیرې بنده یوه بد نظري وکړي نو باطن په بشپړ ډول تباه او بربادېږي. په زړه کې بېرته د ایمان خوږوالی او د الله د ذکر د انوارو بېرته راګرځېدل خورا زیات وخت نیسي. د بد نظرۍ دغه تیاره په خورا سختۍ سره لیرې کېږي، د ډیرې توبې، استغفار، ژړا، زارۍ او په بار بار د نظر د ساتنې له اهتمام کولو څخه وروسته بیا زړه ته بېرته ایماني ژوند په برخه کېږي. احقر (حقیر بنده) عرض کوي چې کومې ګناوې چې له موږ څخه نه پرېښودل کېږي، د هغوی وجه دا ده چې موږ له خپل همت او عزم څخه کار نه اخلو، که د ګناه پرېښودل ناممکن وای، نو الله تعالی به دا حکم نه کاوه:
وَذَرُوا ظَاهِرَ الْإِثْمِ وَبَاطِنَهُ ﴿الانعام: ۱۲۰﴾
«او تاسې ظاهري ګناه هم پرېږدئ او باطني ګناه هم پرېږدئ».
دا حکم کول پخپله په دې خبره دلیل دی چې په موږ کې د ګناه د پرېښودلو توان شته؛ ځکه چې الله تعالی هیڅکله داسې حکم نه کوي چې زموږ له طاقت او وس څخه پورته وي:
لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ﴿البقره: ۲۸۶﴾
«الله تعالی په هیڅ نفس باندې د هغه له وس څخه زیات تکلیف (امر) نه کوي».
اصلي خبره دا ده چې موږ د خپل نفس پلوي او ملاتړ کوو، چې نن سبا ورته خلک د نفس فیور وايي، له همدې امله په دغو ګناهونو یعني د نفس په فیور (تبه) کې مبتلا یو، په داسې حال کې چې نفس زموږ تر ټولو لوی دښمن دی او د دې د دښمنۍ خبر ورکونکی مخبرِ صادق سید الانبیاء صلی الله علیه وسلم دی. چې فرمایي:
إِنَّ أَعْدَى عَدُوِّكَ نَفْسُكَ الَّتِي بَيْنَ جَنْبَيْكَ
«یقینا ستاسې تر ټولو لوی دښمن ستاسې خپل نفس دی چې ستاسې په دواړو ډډو کې دننه دی».
تاسې ووآياست! که ستاسې دښمن تاسې ته مېوه یا خواږه وړاندې کړي، نو آيا تاسې هغه سمدستي قبلوئ که سمدستي درته شک پیدا کېږي چې خدای مه کړه په دې مېوه کې یې کوم زهر نه وي ګډ کړي؟ خو افسوس چې نفس دښمن موږ ته د بد نظرۍ لږ غوندې خوند راښکاره کوي او موږ هغه سمدستي قبلوو، په داسې حال کې چې دا په ظاهره خو خوند وړاندې کوي خو په حقیقت کې د سزا او عذاب بندوبست کوي. له بد نظرۍ وروسته په آخرت کې خو عذاب جلا دی، په دنیا کې هم زړه بې سکونه کېږي، د هغه په یاد کې ځورېږي، خوبونه ورباندې حرامېږي او له الله څخه د لیرې والي په عذاب کې مبتلا کېږي. د بد نظرۍ ګناه خورا لویه احمقانه ګناه ده، ځکه چې هیڅ هم په لاس نه ورځي خو زړه په وړیا توګه په عذاب او تکلیف کې اچول کېږي. تاسې ووآياست! د پردي مال پر لور نظر کول کول احمقانه کار دی که نه؟ په لیدلو سره به هغه شی ترلاسه شي؟ هغه شی خو د ترلاسه کېدو نه دی، نو هغه ته په کتلو سره خپل زړه په تکلیف کې اچول بې وقوفي ده که نه؟ او که فرضاً هغه شی ترلاسه هم شي، نو بیا هم په کې سکون او آرام نشي ترلاسه کېدای؛ ځکه چې د الله تعالی د ناخوښۍ له لارو څخه چې کومه خوښي ترلاسه کېږي، په هغه کې دننه د غم، پریشاني او نا آرامي سلګونه ماران او لړمان وي. الله تعالی ناراضه کول او بیا د زړه د سکون او اطمینان تمه لرل خورا لویه بې وقوفي او حماقت دی، ځکه چې الله د خوښۍ او غم دواړو خالق دی. کوم بنده چې الله خوشحاله ساتي او د الله تعالی د خوشحالولو لپاره له ګناه څخه د ځان ژغورلو غم تېروي، یعني د الله تعالی د خوښۍ لپاره خپل زړه ناخوښه کوي، نو الله تعالی هم د هغه د زړه د خوشحالولو لپاره پرته له ظاهري اسبابو د خوښۍ داسې یو سمندر د هغه په زړه کې جاري کوي چې هره لمحه څپې وهي. داسې خوښي ورته په برخه کوي چې پاچاهانو به په خوب کې هم نه وي لیدلې. او څوک چې الله ناراضه کوي، الله تعالی د هغه ژوند داسې تریخوي چې بېخي بې خونده شي. د حق تعالی ارشاد دی:
وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا ﴿طه: ۱۲۴﴾
«او چا چې زما له ذکر څخه مخ واړاوه، نو یقینا د هغه لپاره به (په دنیا کې) تنګ او تریخ ژوند وي».
کوم خلک چې په مجازي عشق کې مبتلا دي او له دې جاله څخه وتل غواړي خو نشي وتلای، که هغوی دا شپږ کارونه وکړي، نو ان شاء الله نجات به ومومي:
الله تعالی چې کوم همت ورکړی دی، له هغه څخه دې کار واخلي.
له الله تعالی څخه دې د همت د ورکړې دعاګانې وغواړي.
د خداي له خاصو بندګانو بالخصوص له خپل دیني مربي یا دیني مشاور څخه دې د همت د غوښتنې دعاګانې وغواړي.
د الله د ذکر اهتمام دې وکړي.
د معصیت له اسبابو یعني ښکلو څېرو څخه دې په قلبي او بدني توګه په پوره ځان ژغورنې سره عمل وکړي.
د کوم الله والا صحبت ته دې تګ راتګ وساتي او له هغه سره دې اصلاحي تعلق ټینګ کړي.
د بد نظرۍ او مجازي عشق د علاج نور تفصیل په راتلونکو پاڼو کې راځي، ان شاء الله تعالی.
بهر حال، که هر ډول بد حالت وي او په زړه کې هر څنګه ناوړه غوښتنې پیدا کېږي، مه ناهیلي کېږئ. دا د محبت ماده خو خورا ښه شی دی، په دې شرط چې استعمال یې سم وي. په کوم انجن کې چې پټرول زیات وي، هغه الوتکه خورا په تېزۍ سره الوتنه کوي؛ په دې شرط چې د هغې مخ سم لور ته وي، که کعبې شریفې ته یې مخه کړه نو په څو دقیقو کې به یې کعبې ته ورسوي، خو که د الوتکې مخ د بتخانې لور ته شو نو په هماغه تېزۍ سره به یې بتخانې ته ورسوي. عشق د پټرول ماده ده، که د کوم الله والا په ملګرتیا او د الله په ډېر ذکر سره د دې مخ سم لور ته و ګرځول شي، نو داسې خلک د الله لاره په هغومره تېزۍ او چټکتیا سره وهي چې د محبت غیر اهل کسان یې په کلونو کلونو کې هم نشي وهلای؛ له همدې امله ځینې رندان او شراب نوشان چې کله د الله لور ته راغلل، نو په یوه آه تر الله تعالی پورې ورسېدل. هغوی چې په کومه تېزۍ سره د مجازي حسن لور ته ځغستل، په هماغه تېزۍ سره چې کله د الله لور ته ور وګرځېدل، نو د هغوی زارۍ، ژړا، پښېمانۍ او د کوم الله والا د برکت له امله د هغوی په زړونو باندې د الوتنې او جذبې داسې یو حالت راغی چې په یوه لمحه کې یې له فرش څخه تر عرش پورې ورسول. د داسې خلکو لپاره د احقر دا شعر دی:
خوب رویوں سے ملا کرتے تھے میر
اب ملا کرتے ہیں اہلِ اللہ سے
مت کرے تحقیر کوئی میر کی
رابطہ رکھتے ہیں اب اللہ سے
«پخوا به میر (مشر) له ښکلو او مجازي محبوبانو سره ملاقات کاوه، خو اوس له الله والا خلکو سره ملاقات کوي. اوس دې هیڅوک د میر سپکاوی نه کوي، ځکه هغه اوس له الله تعالی سره اړیکه لري».
د بد نظرۍ او مجازي عشق د علاج لپاره لارښود (دستور العمل):
اوس په لاندې کرښو کې زه هغه لنډې لارښونې وړاندې کوم چې د احقر په رساله «دستورِ تزکیهٔ نفس» کې لیکل شوی دی، کوم چې له قران، حدیث او د دین د بزرګانو له ارشاداتو څخه اخیستل شوی دی. په دې باندې په عمل کولو سره به ان شاء الله تعالی له بد نظرۍ او مجازي عشق له پخوانیو څخه هم پخوانیو ناروغیو څخه نجات ترلاسه شي. او د یو څه وخت لپاره پر دغو معمولاتو باندې په کلکه پابندۍ کولو سره به ان شاء الله داسې احساس کوئ لکه د آخرت په ځمکه چې روان یاست او جنت او دوزخ په خپلو سترګو وینئ او د دنیا خوندونه او خواهشات به ستاسې په نظر کې خورا سپک درښکاره شي.
۱) د توبې لمونځ:
یو وخت په یوازیتوب کې وټاکئ، پاک کالي واغوندئ او که عطر پیدا شي نو عطر ووهه، لومړی دوه رکعته نفل لمونځ د توبې په نیت وکړه، بیا د الله تعالی حضور ته ودرېږه او له خپلو ټولو ګناهونو څخه په ښه طریقه سره استغفار وکړه چې: اې الله! له کله راهیسې چې زه بالغ شوی یم، زما له سترګو څخه چې تر اوسه څومره خیانتونه شوي دي، یا مې په سینه کې په ناوړه خیالونو او فکرونو کې څومره ناجایز خوندونه اخیستي دي، یا مې د بدن په اندامونو د ګناهونو څومره حرام خوندونه لوټلي دي؛ اې الله! زه له دې ټولو څخه توبه کوم او بښنه غواړم او دا کلک عزم کوم چې په راتلونکي کې به هیڅکله په ګناه کولو سره تا نه ناراضه کوم. اې الله! که څه هم زما ګناهونه بې شمیره دي خو ستا رحمت زما له ګناهونو څخه ډیر زیات پراخ دی، نو د خپل پراخ رحمت په برکت زما ټول ګناهونه وبښه. اې الله! ته خورا زیات بښونکی او بښنه خوښوونکی ذات یې، نو زما ټولې خطاوې معاف کړه.
۲) د حاجت لمونځ:
بیا دوه رکعته د حاجت د لمانځه په نیت وکړه او دا دعا وکړه چې: زما په ګناهونو باندې د دې تباه شوي ژوند اصلاح وکړه، پر ما رحم وکړه، ما د خپل نفس له غلامۍ څخه خلاص کړه او د خپلې فرمانبردارۍ یو عزتمند ژوند را په برخه کړه، او خپل دومره خوف راته راکړه چې ما ستا له نافرمانیو څخه وژغوري. اې الله! زه له تا څخه یوازې تا غواړم.
کوئی تجھ سے کچھ کوئی کچھ مانگتا ہے
الٰہی! میں تجھ سے طلب گارِ تیرا
جو تو میرا تو سب میرا فلک میرا زمیں میری
اگر اک تو نہیں میرا تو کوئی شے نہیں میری
«څوک له تا څخه یو شی او څوک بل شی غواړي، اې زما الله! زه یوازې له تا څخه تا غواړم. که ته زما شې نو هر څه زما دي، اسمان هم زما دی او ځمکه هم زما ده او که یوازې ته زما نه شې نو بیا هیڅ شی زما نه دی».
۳) د نفي او اثبات ذکر:
بیا درې سوه (۳۰۰) ځله «لَا إِلٰهَ إِلَّا اللهُ» په دې خیال سره ووایه چې په «لَا إِلٰهَ» سره د غیر الله محبت له زړه څخه پاکېږي او په «إِلَّا اللهُ» سره د الله تعالی محبت په زړه کې ننوځي.
۴) د اسمِ ذات ذکر:
یو وخت درې سوه (۳۰۰) ځله «الله، الله» ووایه؛ کله چې په ژبه «الله» وایه نو تصور کوه، چې له ژبې سره یوځای له زړه څخه هم «الله» راوځي او په خورا زیات محبت او دردمن زړه د الله نوم واخله؛ لکه څنګه چې په لیرې والي او فراق کې موږ خپل مور او پلار یادوو، لږ تر لږه باید په همدومره درد او محبت سره د الله تعالی نوم پر ژبه راشي. خو که په زړه کې داسې محبت نه وي معلوم، نو د اهلِ محبت په څېر د محبت نقل کول هم کافي دي. بس د الله د عاشقانو په څېر شکل جوړ کړه او په محبت سره د هغه د نوم اخیستل پیل کړه. د الله نوم خورا لوی نوم دی، کله چې پر ژبه راشي نو له ګټې خالي نه وي، رڼا او نور به خامخا پیدا کېږي.
۵) په ځانګړې طریقه د اسمِ ذات ذکر:
او سل (۱۰۰) ځله نور د اسمِ ذات «الله، الله» ذکر په دې تصور سره وکړه چې زما له هر وېښته څخه «الله» راوځي. له څو ورځو وروسته دا اضافه کړه چې زما له هر وېښته سره یوځای ځمکه، اسمان، ونه، ډبره، سیند، وچه، مرغان، ځناور او په لنډه توګه د کائنات هر ذره په ذکر بوخته ده.
۶) د «أَلَمْ يَعْلَم بِأَنَّ اللَّهَ يَرَىٰ» مراقبه:
بیا د حق تعالی د بصیر او خبیر کېدو مراقبه وکړه؛ یعني څو دقیقې دا تصور وکړه چې حق تعالی ما ویني او زه د هغه حقیقي محبوب په وړاندې ناست یم او دا دعا دې کوه چې: اې الله! دا تصور چې «ته ما وینې» زما په زړه کې کلک کړه ترڅو زه ګناه ونکړم؛ ځکه کله چې هر وخت دا پام وي چې ته ما وینې، نو د ګناه کولو جرئت به ونه شي. او په خپل زړه کې له الله تعالی سره داسې خبرې وکړه چې: اې الله! کله چې ما بد نظري کوله یا مې په کوم وخت کې ګناه کوله، په هغه وخت کې ستا د قدرت او قهر غلبې زه په دغه جرمي حالت کې لیدلم. که په هغه وخت کې ستا دا حکم شوی وای چې: اې ځمکې! څیرې شه او دا نالایقه په ځان کې ډوب کړه، یا دې داسې حکم کړی وای چې ذلیل او خوار شه، ترڅو مخلوق زما د ذلت او رسوایۍ تماشا کړې وای، یا دې زه په هماغه وخت کې په کومه دردناکه ناروغۍ اخته کړی وی، نو زما به څه حال و! خو اې الله! ستا حلم او کرم له ما څخه انتقام وا نه خیست، که نه نو زما تباهي خو یقیني وه.
۷) د مرګ او قبر مراقبه:
له دې وروسته لږ وخت مرګ آياد کړه چې د نړۍ ټول خواخوږي، ښځه، بچیان، خپلوان، نوکران او خدمتګاران او سلام کوونکي واړه پاتې شول. له مرګ وروسته مې کالي په قیچی سره پرې کېږي او له بدنه مې لیرې کېږي، اوس غسل راکوي، اوس کفن راکول کېږي، کوم کور چې موږ خپل ګاڼه، اوس ښځې او بچیانو له هغه کوره په زور بهر کړم. د پنځو حواسو له لارې چې کوم خوندونه دننه رسېدل، هغه ټول معطل شول. په کومو سترګو چې به ښکلو ته کتل کېدل او حرام خوند به یې دننه لېږه، هغه سترګې اوس له لیدلو عاجزې دي. غوږونه د سندرو له اورېدلو او ژبه د شامي کبابو او چرګانو د غوښې د خوند له څکلو بې برخې شول، له مادي عناصرو سره تړلي ټول خوندونه پای ته ورسېدل. اوس که د روح په دننه کې د عبادت او تقوی انوار وي نو هماغه به په کار راځي، که نه نو دا ټول عیش او نوش یو خوب شو.
بیا فکر وکړه! چې اوس په قبر کې څملول کېږم او د تختې له پاسه راباندې اوس خلک خاورې اړوي، د قبر په یوازیتوب کې تر منونو خاورو لاندې پروت یم، دلته اوس هیڅوک راسره نشته، بس کوم نېک عملونه مې چې کړي وو، هماغه به په کار راځي. قبر یا خو د جنت له باغونو څخه یو باغ دی او یا د دوزخ له کندو څخه یوه کنده ده. مرګ په کثرت سره یادول زړه له دنیا څخه مړاوی کوي او د آآخرت د چمتووالي یعني د نېکو اعمالو توفیق د همدې په برکت سره موندل کېږي. په حدیث شریف کې راغلي دي چې د خوندونو شړونکی شی یعني مرګ په کثرت سره یاد کړئ1. نو د مرګ دومره تصور وکړه چې د هغه وحشت په خوند بدل شي، د مؤمن لپاره مرګ په حقیقت کې د حقیقي محبوب (الله) له لوري د ملاقات پیغام دی. له مرګ وروسته د مؤمن لپاره راحت او آرام دی.
۸) د حشر او نشر مراقبه:
بیا څو دقیقې دا تصور وکړه چې د حشر میدان قائم دی او زه د الله تعالی په وړاندې د حساب لپاره ولاړ یم او الله تعالی فرمایي چې: اې بې حیا بنده! آيا تا ته شرم درنغی چې موږ دې پرېښودلو او د غیرو لور ته دې نظر وکړ او د یوه مړکېدونکې لاش په لور مایل شوې؟ آيا پر تا باندې زموږ همدا حق و؟، آيا موږ ته د دې لپاره پیدا کړی وې چې له غیرو سره زړه وتړې او موږ یاد نکړې؟ آيا موږ تا ته په سترګو کې رڼا د دې لپاره درکړې وه چې هغه په حرام موقع کې وکاروې؟ اې بې حیا! زما درکړل شوې سترګې، غوږونه او زړه دې زما په نافرمانۍ کې وکارول او هیڅ شرم دې ونکړ. بیا فکر وکړه چې د مجرم لپاره حکم کېږي چې:
خُذُوهُ ﴿الحاقة: ۳۰﴾
«دا (نالایقه) ونیسئ!»
فَغُلُّوهُ ﴿الحاقة: ۳۰﴾
«او په ځنځیرونو کې یې وتړئ!»
ثُمَّ الْجَحِيمَ صَلُّوهُ ﴿الحاقة: ۳۱﴾
«بیا یې په دوزخ کې وغورځوئ!»
له دې وروسته ښه وژاړه او له الله تعالی څخه بښنه وغواړه، د اعمالو د اصلاح او د ښې خاتمې دعا وکړه او د حق تعالی له غضب څخه پناه وغواړه.
۹) د دوزخ د عذاب مراقبه:
بیا د دوزخ د عذاب په دې ډول مراقبه وکړه چې دوزخ په دغه وخت کې زما د سترګو په وړاندې دی او له الله تعالی سره داسې خبرې وکړه چې: اې الله! دا د دوزخ بل شوی اور دی:
نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ ﴿الهمزة: ۶﴾
«د الله تعالی بل کړی شوی اور دی».
او اې الله! د دې اور درد به تر زړونو پورې رسېږي:
الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ ﴿الهمزة: ۷﴾
«هغه چې پر زړونو باندې غلبه کوي (خیژي)».
إِنَّهَا عَلَيْهِم مُّؤْصَدَةٌ ﴿الهمزة: ۸﴾
«یقینا هغه پر دوی باندې بند کړی شوی دی».
فِي عَمَدٍ مُّمَدَّدَةٍ ﴿الهمزة: ۹﴾
«په اوږدو او غځول شویو ستنو کې».
او اې الله! دوزخیان به د اور د سرو ستنو ترمنځ بند وي او اې الله! کله چې د هغوی پوستکي وسوځي او سکاره شي، نو ته د هغوی پوستکي په نویو پوستکو بدلوې، ترڅو هغوی ته د عذاب او درد احساس زیات شي:
كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُم بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا ﴿النساء: ۵۶﴾
«کله چې د دوی پوستکي وسوځي، موږ هغه په نورو پوستکو بدلوو».
او اې الله! کله چې هغوی وږي شي، نو هغوی ته د زقوم اغزن ترخې ونې د خوړلو لپاره ورکول کېږي او دا به هم نه وي چې هغوی د اغزو د تکلیف له امله له خوړلو انکار وکړای شي، بلکې هغوی مجبور دي چې خپلې ګېډې پرې ډکې کړي:
لَآكِلُونَ مِن شَجَرٍ مِّن زَقُّومٍ فَمَالِئُونَ مِنْهَا الْبُطُونَ ﴿الواقعة: ۵۲ – ۵۳﴾
«خامخا خوړونکي یاست د زقوم له ونې څخه، پس له هغه څخه د ګېډو ډکوونکي یاست».
او اې الله! کله چې هغوی تږي شي، نو تاسې ورته ایشېدلې اوبه ورکوئ او هغوی له دې څخه هم انکار نشي کولی، بلکې داسې به یې څښي لکه تږی اوښ چې اوبه څښي:
فَشَارِبُونَ عَلَيْهِ مِنَ الْحَمِيمِ فَشَارِبُونَ شُرْبَ الْهِيمِ ﴿الواقعة: ۵۴ – ۵۵﴾
«پس پر هغه باندې څښونکي یاست له جوشېدلو اوبو څخه، پس څښونکي یاست لکه د تږو اوښانو څښل».
او دا به د قیامت په ورځ د هغوی مېلمستیا وي:
هٰذَا نُزُلُهُمْ يَوْمَ الدِّينِ ﴿الواقعة: ۵۶﴾
«دا د جزا په ورځ د دوی مېلمستیا ده».
او اې الله! کله چې هغوی ته ایشېدلې اوبه ورکول کېږي، نو د هغوی کولمې به ټوټې ټوټې شي او د غایطه موادو له لارې به بهر راووځي:
وَسُقُوا مَاءً حَمِيمًا فَقَطَّعَ أَمْعَاءَهُمْ ﴿محمد: ۱۵﴾
«او دوی ته به جوشېدلې اوبه ورکول کېږي، پس د دوی کولمې به ټوټې ټوټې کړي».
او اې الله! دا دوزخیان به د اور او د دغو ایشېدلو اوبو ترمنځ چکر وهي:
يَطُوفُونَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ حَمِيمٍ آنٍ ﴿الرحمن: ۴۴﴾
«دوی به د هغه (دوزخ) او د نهایت ګرمو اوبو ترمنځ ګرځي».
او اې الله! کله چې هغوی وژاړي، نو د اوښکو پر ځای به په وینو وژاړي او کله چې د سخت تکلیف له امله د تېښتې هڅه وکړي، نو بېرته به دوزخ ته وغورځول شي:
كُلَّمَا أَرَادُوا أَن يَخْرُجُوا مِنْهَا مِنْ غَمٍّ أُعِيدُوا فِيهَا ﴿الحج: ۲۲﴾
«کله چې دوی وغواړي چې له هغه (دوزخ) څخه د غم له امله ووځي، بېرته به پکې واچول شي».
او اې الله! کله چې هغوی له هر پلوه بې وسه شي او ستاسې له حضور څخه د فریاد اجازه وغواړي، نو تاسې به ورته ووایئ:
قَالَ اخْسَئُوا فِيهَا وَلَا تُكَلِّمُونِ ﴿المؤمنون: ۱۰۸﴾
«(الله به) ووایي: په همدې کې ذلیل پاتې شئ او له ما سره خبرې مه کوئ».
اې الله! د دنیا د یوې سکروټې تودوخه موږ نشو زغملای، نو د دوزخ د اور تودوخه چې (اویا ۷۰) چنده له دې اور څخه زیاته ده، څنګه به یې وزغملای شو؟ اې الله! زما اعمال خو د دوزخ لائق دي، خو زه ستا له رحمت څخه فریاد کوم چې ما ته د دوزخ له دردناک عذاب څخه نجات مقدر کړه. دلته تر رسېدو وروسته دا دعا درې ځله په خورا عاجزۍ او ژړا سره تکرار کړه. که چا ته ژړا نه ورتلله، نو د ژړېدونکي غوندې بڼه دې غوره کړي. په دغو معمولاتو باندې په دوامداره پابندۍ سره به په تدریجي توګه په ایمان کې پرمختګ راځي او یوه ورځ به داسې راشي چې ګواکې دوزخ ستاسې د سترګو په وړاندې دی او بیا به د هیڅ نافرمانۍ او ګناه کولو جرات او همت ان شاء الله تعالی پاتې نشي.
۱۰) د الهي انعامونو مراقبه:
له دې وروسته د الله تعالی د پیرزوینو او انعامونو دا ډول مراقبه وکړه او د حق تعالی حضور ته داسې عرض وکړه چې: اې الله! له تا څخه زما روح زما د وجود غوښتنه نه وه کړې، ستا کرم ماته پرته له سوال څخه وجود راکړ، بیا زما روح دا غوښتنه هم نه وه کړې چې ته ماته انساني قالب راکړه، ستا په کرم او لطف زه برته له سواله د خنزیر او سپي په قالب کې نه کړم پیدا، بلکې د اشرف المخلوقات قالب یې راکړ. یعني زه دې انسان پیدا کړم. بیا اې زما الله! که تا زه د کوم مشرک او کافر په کور کې پیدا کړی وی، نو زه به په څومره لوی تاوان او بربادۍ کې وم، که څه هم ماته به هلته صدارت او پاچاهي هم په لاس راغلې وه، خو د کفر او شرک له امله به زما حالت له ځناورو هم بدتر و. خو تا زه په خپل کرم سره پرته زما له غوښتنې په یو مسلمانه کورنۍ کې پیدا کړم او ماته دې د ایمان غوندې داسې لویه شتمني او دولت راکړ چې د کائنات ټولې خزانې او انعامونه یې په وړاندې بېخي ارزښت نلري، دا هر څه تا ماته پرته له غوښتنې راکړل. اې الله! کله چې ستا په کرم سره پرته له غوښتنې دومره لوی انعامونه راته ورسېدل، نو غوښتونکي به څنګه محروم کړې؟
میرے کریم سے گر قطرہ کسی نے مانگا
دریا بہا دیے ہیں دُرّ بے بہا دیے ہیں
«زما له کریم (رب) څخه که چا یو څاڅکی هم غوښتی دی، نو هغه د سیندونو د بهولو ترڅنګ قیمتي ملغلرې ور په برخه کړې دي».
اې الله! زه ستا د رحمت، د دغو بې غوښتنې انعامونو او پیرزوینو په واسطه ستا له ذات څخه غوښتنه کوم او ستا په فضل سره د خپل ځان اصلاح او د نفس پاکوالی غواړم، ترڅو تر مرګ پورې ستا له نافرمانیو څخه خوندي پاتې شم.
اې الله! بیا تا زه په یو ښه کور کې پیدا کړم او له خپلو نېکو بندګانو سره دې مینه را په برخه کړه او د دین په لاره کې دې د عمل توفیق راکړ، که نه نو که ستا لارښوونه نه وای، نو په مسلمانه کورنۍ کې د پیدا کېدو سره سره به هم د ډیرو خلکو په څېر بې دينه، دهري او ګمراه وم. او اې الله! دا یوازې ستا کرم دی چې له الله والا خلکو سره ماته د تعلق قائمولو توفیق نصیب شو او له اهلِ حق سره مې تعلق شو، که نه نو که زما تعلق له کوم بې دينه نادان سره شوې وای، نو نن به زه په لویه ګمراهۍ کې مبتلا وم. اې الله! په دنیا کې تا د صالحینو ملګرتیا راکړې ده، د خپل کرم په خاطر په آخرت کې هم ماته د صالحینو ملګرتیا راکړه او خپل ایمان راسره مل کړه. اې الله! له ما څخه چې څومره ګناهونه وشول او ستا قاهر قدرت زه په دغه وخت کې لیدم، خو تا د خپلې عفو او حلم په لمن کې زما دا ګناهونه پټ کړل او زه دې رسوا نه کړم. اې الله! زما په لکونو ځانونه دې ستا له دې حلم څخه قربان شي، ګنې که نن زما د ګناهونو پردې پورته شي او ته مې خلکو ته رسوا کړې، نو خلک به ما خپل څنګ ته هم پرېنږدي. اې الله! د خپل کرم له امله زما خاتمه په ایمان مقدره کړه، اې الله! د خپل فضل له امله په لومړیو کې جنت ته ننوتل زما په برخه کړه. په لنډه توګه، د هر یوه انعام په اړه فکر وکړه چې الله تعالی مال، دولت، عزت، ابرو، صحت او عافیت درکړی دی او د زړه له کومي د الله شکر ادا کړه او په پای کې د الله تعالی په وړاندې دا عرض وکړه چې: اې الله! ستا احسانونه او انعامونه بې شمیره او بې کچې دي، چې زه د ټولو یادول هم نشم کولی. اې الله! په دغه وخت کې مې چې څومره احسانونه یاد شول او کوم چې پاتې دي، زه د کائنات د هرې ذرې د ژبې او د خپل بدن د هر وېښته په اندازه ستاسې شکر ادا کوم. بس اې الله! د خپل کرم په خاطر زما د نفس د پاکوالي فیصله وکړه.
❊❊❊❊
