طوفان الأقصی (شعر)

د دیـن بـرم او عظـمت در څخه هېر دی
ځوانه پاڅه حقیقت درڅـخه هېـر دی

د اقصی د خور مـظلومې چیغې حس کړه
بیا جهاد دی ولـې نیـت در څخه هېر دی

بیا خالد د ستر طوفـــان مخې ته وزي!
بیا قیام د خپل أمت در څخه هــېر دی ؟

د دې ښار په خاورو غوښې ماغـزه ګډ دي
د دې ښار پرون حالـت در څخه هـېر دی؟

د غزې غــزا ته ویــښ زلمي په کار دي
د غزې غــزا ته سَــت در څخه هېر دی؟

د حالاتـو صــفــحې اړه وې لګــیا يې
لا تحلیــل کړې قضاوت در څخه هېر دی

”بت شکن“ به بيا د وخت صلاح الدين شي
نن که هر څو یې همــت درڅخه هېر دی

مولوي جلال «بت شکن»
د بت شکن مجلې له شپږمې ګڼې څخه اخیستل شوی

Exit mobile version