له صهیونستي تولیداتو سره پریکون وکړئ!

مشهور متل دی چې وايي، اوبو وړی د اوبو په سر پروت ځګ ته هم لاس اچوي چې ګوندې بچ شي، ریښتیا هم مونږ ټول داسې خړو اوبو په مخه کړي یو چې نه پوهیږو څنګه ځان وژغورو؟! شرایط داسې شوي دي چې د مادي اسبابو په لحاظ خو انسان ته یوازې ناهیلي پاتې کیږي، او ناهیلي له دې امله ده چې په هغه امت باندې چې د یو بدن حیثیت لري ډېر سخت مشکلات راغلي دي، خو د خلاصون لپاره یې هېڅ وس نشته، د وخت فرعون او ظالم د خپل زر او زور ټولې پخوانۍ پولې نړولې دي، مسلمان امت د اوبو هغه بې وزنه ځګ ته ورته شوی دی چې نه یې څوک په حقیقي رنګ پوهیږي او نه ورباندې کوم لوښی ډکېدای شي، یوازې یو شی چې انسان ته ډاډ او اطمینان ورکوي هغه د الله تعالی یو سنت دی.

د الله تعالی سنت دا دی چې د وخت جابر او ظالم د ټولو خلکو په مخ کې په یو ډېر واړه او بې وسه څیز باندې ماتوي او د نورو لپاره یې عبرت ګرځوي، کېدای شي دا کوچنی څیز یوه غوماشه وي، کېدای شي یوه کوچنۍ مرغۍ وي، کېدای شي یو بې ځانه سمندر وي او یا هم د بدر میدان ته راغلي دوه تنه تنکي ځوانان وي چې د ابوجهل په لټون بوخت دي. همدا خبرې دي چې انسان هیله من کیږي چې کېدای شي د زر او زور، ظلم او جبر په دې زمانه کې به یا نن یا سبا یوه معجزه ښکاره کیږي، د وخت د نمرود په بدن به یوه غوماشه ننوزي او یا خو به د شپې راوتلی او ډار اخیستی موسی د الله تعالی په مرسته له دې امله د سمندر په غاړه ګرځي چې د فرعون ډوبېدو ته پیلامه جوړه کړي.

هر څوک تر خپل وس او توان پورې مسؤول دی، الله تعالی زمونږ نیتونو او هڅو ته ګوري، الله تعالی هېچا ته د هغه د بد نیت له امله سزا نه ورکوي تر هغه وخته چې بد عمل یې نه وي کړی او برعکس په ښه نیت باندې اجر ورکوي اګر که ښه عمل یې تراوسه کړی هم نه وي.

دلته زمونږ هدف دا دی چې له نن وروسته یو ښه نیت وکړو، هڅه شروع کړو د امت د خلاصون او د ظالم د ظلم بندولو لپاره یوه مقدمه جوړه کړو، کېدای شي دا هڅې او نیتونه به باعث شي چې د ظلم او تورتم زولنې ماتېدل پیل کړي او یا همدا نیتونو او کوچنۍ هڅې په هغه ورځ د ځان د خلاصون لپاره د دلیل په توګه رواړو په کومه ورځ چې انسان ته نور هېڅ ګټه نکوي، پرته له هغو چې مخکې یې کړي وي. له نن ورځې څخه مونږ غواړو چې د صهیونستي مالونو او تولیداتو سره پریکون اعلان کړو، او پر ځای یې د خپلو اسلامي هېوادونو مالونه او تولیدات استفاده کړو.

ولې باید پریکون وکړو؟

له دیني اړخه مال د امتحان وسیله ده، الله تعالی فرمايي:

وَاعْلَمُوْٓا اَنَّمَآ اَمْوَالُكُمْ وَاَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ ۙ وَّاَنَّ اللّٰهَ عِنْدَهٗٓ اَجْرٌ عَظِيْمٌ (الانفال: ۲۸)

او وپوهیږئ چې ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه په حقیقت کې د آزمیښت وسایل دي، او له الله سره د اجر ورکولو لپاره ډېر څه دي.

نو کله چې مال د امتحان وسیله وي او انسان ورباندې امتحان کیږي، باید چې متوجې شي چې د الله تعالی ورکړی مال چېرې مصرفوي، مهمه نده چې په میلیونونو مصرف وي یا د یوې روپی مصرف وي، مهمه دا ده چې آیا په غلطه لاره مصرفیږي یا په سمه لاره؟ بیا دلته خو دا هم مهمه ده چې آیا دا پیسې خو به هغه صهیونستانو ته نه ورځي چې شپه او ورځ یې یوه کړې ده او د مسلمانانو پر ضد راوتلي دي، نه د زر لاره پریږدي او نه د زور، په هر ډول چې مسلمان امت ذلیل کیږي دوی یې هڅې کوي او په هر ډول چې مسلمان امت ته تاوان رسیږي دوی هماغه لاره انتخابوي. د مسلمانانو د زیرمو لوټل او د هغوی په سر او مال تجارت کړل خو د صهیونستانو د ورځنیو چارو یوه مهمه برخه جوړوي.

له صهیونستي تولیداتو سره په پریکون کې تر هر څه مهم دا دی چې مونږ دا نیت وکړو چې دا صهیونستي تولیدات دي، صهیونستان (یهود، نصارا او نور کفار) د الله تعالی دښمنان دي، له بله پلوه زمونږ د ولاء او براء په معیار کې د الله تعالی دښمن زمونږ دښمن او د الله دوست زمونږ دوست حسابیږي، نو د خپل ایماني غیرت له مخې مونږ ته لازمه نده چې له دې څخه استفاده وکړو او یقینا چې کله د الله لپاره له یو څه څخه ځان ساتو نو دې سره ایمان بشپړیږي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

مَن أحبَّ للَّهِ وأبغضَ للَّهِ، وأعطى للَّهِ ومنعَ للَّهِ فقدِ استَكْملَ الإيمانَ. (رواه ابو داود)

چا چې د الله لپاره محبت وکړ او د الله لپاره یې نفرت وکړ، د الله لپاره یې (یو څه) ورکړل او د الله لپاره یې (یو څه) ورنکړل، نو په حقیقت کې هغه خپل ایمان بشپړ کړ.

کله چې مونږ دا ومنو چې د ظالمو او غاصبو صهیونستانو د مالونو مصرف کول او په خپلو ګټل شوو پیسو د هغوی تجارت یا برانډ ته وده ورکول په حقیقت کې له خپلو هغو مظلومو، وږو او تږو وروڼو سره خیانت دی، کوم چې د همدغه ظالمانو له لاسه دې حالت ته رسېدلي دي، باید چې په ټول توان سره هغه صهیونستي تولیدات وپیژنو کوم چې زمونږ په هېواد کې لاهم خرڅیږي او تجارت یې روان دی، بیا باید د هغوی بدیل پیدا کړو او د خلکو ترمنځ یې مشهوره کړو چې د صهیونستي تولیداتو پرځای د خپل وطن تولیداتو ته زیات ارزښت ورکړي او په دې ډول زمونږ پاک هېواد له صهیونستي تولیداتو څخه هم پاک کړو. یادونه باید وکړو چې د اسلامي نړی په منځ کې افغانستان او په ټوله کې د پښتنو سیمې تراوسه دې برخې ته هېڅ متوجې ندي او ډېر کم کار یې ورته کړی دی، برعکس د نورې نړی د با احساسه مسلمانانو د پریکون له امله په ډېرو هېوادونو لکه سعودي عربستان، اندونیزیا، مالیزیا، پاکستان، ترکیه او نورو هېوادونو کې صهیونستي شرکتونو په میلونونه ډالره تاوان کړی دی او له دغه هېوادونو د خپلو ناپاکو نماینده ګیو ایستلو ته اړ شوي دي.

د مثال په ډول له هغه وروسته چې د مک ډونالډز (McDonald’s) په نوم د خوراکي موادو لوی صهیونستي شرکت د طوفان الاقصی د عملیاتو په لومړیو ورځو کې اعلان وکړ چې اسرائیلي اشغالګرو او د هغوی جنګېدونکو عسکرو ته به په وړیا ډول خپل خوراکي محصولات ورکوي، نو په نړی کې د مسلمانانو له سخت غبرګون سره مخ شو او په ترکیه، اندونیزیا او مالیزیا کې یې په لسګونه څانګې وتړل شوې.

له پریکون وروسته دغه شرکت ته د پام وړ زیانونه ورسېدل، د بي بي سي د یوه راپور له مخې چې د ۲۰۲۴ کال د فبروري په ۵ مه نېټه نشر شو، ښودل شوي وو، چې د تېر په پرتله د مک ډونالډز شرکت خرڅلاو کې د پام وړ کموالی راغلی دی او دا کموالی په منځني ختیځ، اندونیزیا او مالیزیا کې تر نورو زیات او د پام وړ وو، نه یوازې په اسلامي هېوادونو کې بلکې په غیر اسلامي هېوادونو کې هم خلکو پریکون کړی وو چې د ځینو رسنیو لکه، د ایران انګلیسي ژبي «پرس تلویزون»، د «نیونیوز» په نوم رسنی او د ځینو نورو خبري ویب سایټونو د ناتائید شوو راپورونو له مخې چې د ۲۰۲۵ کال د جنوري د میاشتې په ۲۱ مه نېټه نشر شول، پکې ویل شوي وو چې د مسلمانانو د پریکون له امله د «McDonald’s» شرکت لږ تر لږه ۷ میلیارده ډالر زیان کړی دی.

دلته مونږ د مثال په ډول د «مک ډونالډز» شرکت نوم راوړو، خو حقیقت دا دی چې د نړی اکثره لوی شرکتونو چې د خپل تجارت یوه لویه برخه یې په اسلامي خاورو کې روانه ده، د صهونستانو په ځانګړې توګه د اسرائیلو اشغالګرو سره پوره همکاري لري، د مثال په ډول کولای شو د الجزیرې شبکې یوه تحقیقي راپور ته اشاره وکړو چې پکې یې د ۲۱۲ شرکتونو څېړنه کړې ده.

په راپور کې ښکاري چې د ۲۱۲ شرکتونو له منځه ۱۸۴ شرکتونو د طوفان الاقصی مبارک عملیات غندلي، ۶۲ شرکتونو په ښکاره ویلي دي چې له اسرائیلو سره ولاړ دي، ۳۵ شرکتونو په ښکاره توګه اسرائیلیانو ته مرستې ورکړې دي، او ۲۶ شرکتونه داسې دي چې دواړه لورو ته یعني هم اسرائیلیانو ته مرستې لیږي هم د غزې خلکو ته (یادونه باید وکړو چې ټولو ته معلومه ده چې د غزې او یا په ټوله کې د فلسطین خلکو ته مرستې له دې امله نشو رسېدای چې صهیونستانو اکثره وخت د هغوی لارې تړلې وې، نو دواړو لورو ته له مرستې څخه زیاته ګټه اسرائیلیانو ته رسېدلې ده.) د دغه ۲۱۲ شرکتونو له منځه یوازې درې شرکتونه داسې دي چې یوازې فلسطینیانو ته یې مرستې لیږلې دي. لدې راپور ښکاري چې زمونږ په پیسو پړسېدلي شرکتونه خپلې پانګې د چا په ګټه مصرفوي؟

دا چې د نورې نړی قومونه د صهیونستانو د ظلمونو، وحشتونو او شیطاني کړنو له امله د هغوی له تولیداتو سره پریکون اعلانوي او نه غواړي د خپل جیب په پیسو د صهونستانو تجارت ته لا وده او شهرت ورکړي نو افغانان خو تر ټولو مخکې باید دا کار وکړي، که د نورو قومونو لس فیصده خلک پریکون کوي د افغانانو ۹۰ سلنه خلک باید پریکون وکړي، ځکه چې لومړی خو افغانان د خپل غیرت او اسلامي اخوت او همدردی له مخې خورا ښه مخینه او خورا ښه نوم لري، نو د خپلو وروڼو سره د همدردی لپاره تر ټولو کم کار دا دی چې حداقل زمونږ پیسې د هغو خلکو لاس ته ونه لویږي کوم چې له اسلامي اندلس څخه شروع د جنوبي آسیا او سلیمان ټاپوګانو تر لرې پرتو سیمو پورې د مونږ د مسلمانو وروڼو په قتل عام کې ښکېل دي او له بل پلوه له تېرو څه باندې سلو کلونو راهیسې د افغانانو هېواد د همدغه صهیونستانو، د هغوی د ملاتړو، متحدینو او غلامانو له لاسه کړيږي. نو باید چې مونږ تر نورو خلکو او قومونو زیات متوجې وو او د صهیونستي تولیداتو پرځای د خپل هېواد یا نورو اسلامي هېوادونو تولیدات واخلو او د هغه د کیفیت او کمیت په ښه کولو کې خپل ونډه واخلو.

په وروستیو کې یو ځل بیا یادونه کوو چې د صهونستي تولیداتو سره پریکون او د هغه نه اخیستل زمونږ اسلامي، ایماني، اخلاقي او انساني وجیبه ده، د هغوی پر ځای باید د خپل هېواد او د نورو هېوادونو بدیل وپیژنو او هغوی ته شهرت، وده او اولیت ورکړو، زمونږ ګران هېواد د نورو قومونو په پرتله د پریکون له اړخه وروسته پاتې دی، په داسې حال کې چې د خپل نوم او غیرت له مخې باید تر ټولو مخکې وای. په هغه جهان کې چې د دنیوي اسبابو له مخې مونږ ته یوازې ناهیلي پاتې ده نه باید خپلې دا هڅې کوچنی او بې اغیزې وګڼو، ځکه چې د الله جابر او فرعون ته یو بې وسه موسی لیږي، د وخت نمرود په یوه غوماشه هلاکوي او د وخت ابوجهل د دوه تنو تنکي ځوانانو په عقابي پنجو کې ښکېل کوي او د خپل غرور، شهرت او ځواک په اوج کې یې د نورو لپاره عبرت ګرځوي.

په راتلونکو صفحو کې زمونږ په ګران هېواد کې د خرڅېدونکو صهیونستي تولیداتو لېست خپریږي ترڅو زمونږ ګران هېواد وال هغوی وپیژني او له اخیستلو څخه یې ډډه وکړي. الله تعالی د مونږ ته همت راکړي چې لږ تر لږه خپلې ګټل شوې پیسې په خپلو وطني تولیداتو او يا په هغو تولیداتو ورکړو چې په اسلامي هېوادونو کې تولیدیږي او د دین، امت او مظلومانو د ملاتړ لپاره له صهیونستي تولیداتو سره پریکون وکړو. آمین
دا لېست زمونږ په مجله کې شته دی! (د ۱۴۰۵ کال د ثور میاشتې ګڼې ته مراجعه وکړئ!)

 

Exit mobile version