بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلي على رسوله الكريم، أما بعد:
الله رب العالمین جل جلاله د قرآن کریم د سورت توبه کې فرمایي:
قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ (التوبة: ۲۴)
د پورته آیت مفهوم دا دی چې: الله تعالی حضور ﷺ ته په خطاب کې فرمایي چې دغو مسلمانانو ته ووایه: [اې پېغمبره (ص)!] ووايه: «كه ستاسې پلرونه، ستاسې زامن، ستاسې وروڼه، ستاسې ميرمنې، ستاسې خپل خپلوان، ستاسې هغه مالونه چي ګټلي مو دي، ستاسې هغه تجارت چي د هغه په ورانېدو اندېښمن کېږئ او ستاسې د خوښې كورونه؛ تاسي ته له الله او د هغه له پېغمبر او د هغه په لار کې له جهاد څخه ګران وي، نو انتظار وباسئ تر دې پوري چي الله خپله فېصله ستاسې مخي ته راولي. او الله فاسقانو ته لارښوونه نه كوي.»
له الله سره د محبت مفهوم
د الله تعالی جل جلاله محبت دا دی چې د الله له احکامو، د هغه له لارښوونو او د هغه له شعائرو، یعني د هغه له نوم سره له تړلو شیانو سره محبت وشي. الله تعالی په دې دنیا کې داسې نه ښکاري چې انسان ورشي او په غېږه ستړې مشې ورسره وکړي، چې واه! واه! ماشاءلله! زه له تا سره ډېره مینه لرم؛ (الله تعالی له دې خبرې څخه پاک دی.) بلکې له الله تعالی سره محبت دا دی چې هغه شیان خوښ کړل شي چې الله ته خوښ وي. دا خبره په یاد وساتئ! ځکه په دې موضوع کې خلک لویې مغالطې درکوي، دوی وايي چې اصلي شی د الله محبت دی، په نورو شیانو کې څه دي؟ خو پوښتنه دا ده چې موږ د الله محبت څنګه وپېژنو؟ له موږ سره کوم معیار شته؟ معیار دا دی چې د الله له احکامو سره محبت وي، په هغو عمل کول وي او کوم شی چې الله ته محبوب وي هغه موږ ته هم محبوب وي او کوم شی چې الله ته ناخوښه وي هغه موږ ته هم ناپسند وي. همدا له الله تعالی سره محبت دی. په آیت کې “وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ” هم راغلي دي (ددې آیت مفهوم دادی چې که دا مال، اولاد، کور او خپلوان تاسې ته د الله په لار کې له جهاد څخه زیات محبوب وي، نو د الله د عذاب انتظار وکړئ.) جهاد کول د الله او د هغه د رسول ﷺ د محبت غوښتنه ده. هغه څوک چې له خپل رب سره مینه لري او د هغه له رسول ﷺ سره مینه لري، همدا کس کولی شي د الله او د هغه د رسول ﷺ په لار کې له خپل نفس سره جهاد وکړي، او که له دې وروسته کوم ظاهري دښمن خنډ شي، نو له هغه سره به هم جګړه وکړي. که څوک داسې وکړي، نو معلومه شوه چې هغه ته له الله تعالی جل جلاله سره په رښتینې معنی محبت شته او که د وخت په راتلو سره د الله په لار کې جهاد نه کوي، نو معلومه شوه چې له الله تعالی سره د هغه په اړیکه کې کمزوري شته. په هر حال، نن زه یوازې د نبي کریم ﷺ د محبت په اړه خبرې کوم.
د رسول الله ﷺ محبت د ایمان برخه ده
د رسول الله ﷺ محبت د ایمان برخه ده، بلکې دا د ایمان شرط دی. په پورته آیت کې وګورئ چې د الله تعالی جل جلاله له نوم وروسته د چا نوم راغلی؟ د رسول الله ﷺ نوم راغلی دی:
أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ
همدارنګه رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ1
«له تاسې څخه هېڅوک تر هغه وخته پورې مؤمن کېدای نه شي، تر څو چې زه ورته د هغه له پلار، اولاد او ټولو خلکو څخه زیات محبوب نه شم.»
مطلب دا دی چې که دا پلرونه او خپلوان دومره محبوب شي چې د هغوی له امله څوک رسول الله ﷺ ناراضه کړي، یعني د هغه ﷺ پیروي پرېږدي او د هغه طریقه پرېږدي، نو دا معنی لري چې هغه ته تر رسول الله ﷺ زیات دغه شیان محبوب دي (او همدا د تاوان خبره ده.)
د عارضي او حقیقي محبت ترمنځ فرق
یو محبت عارضي وي، چې انسان ته کله ناکله (له الله او د هغه له رسول ﷺ پرته له نورو شیانو لکه مال او اولاد سره) هم پیدا کېږي او یو محبت حقیقي وي چې ورته عقلي محبت هم وایي. د حقیقي او عارضي محبت توپیر د مقابلې په وخت کې څرګندېږي، مثلا که د نبي کریم ﷺ له سنت سره د پلار یا زوی مقابله شي، نو اوس ته کوم ته ترجیح ورکوې؟ همدارنګه که د سنت په مقابل کې کښت راشي، یا د الله د حکم په مقابله کې ځمکه یا دولت راشي. (نو که ته دا شیان په هغه وخت کې قربان نه کړې، نو معلومه شوه چې دا شیان درته زیات محبوب دي او دا د سخت تاوان خبره ده) او که د مقابلې په وخت کې د الله او د هغه د رسول ﷺ د حکم لپاره دا شیان قربان کړې، نو بیا دا شیان زیانمن نه دي.
له رسول الله ﷺ سره د یوه صحابي عشق
یو صحابي و، هغه ته یو وخت لوی فکر پیدا شو چې نبي کریم ﷺ خو به په جنت کې په لوړو درجو کې وي او که موږ ته هم الله جل جلاله جنت راکړي، بیا به هم نبي کریم ﷺ (په لوړو درجو کې) بل چېرې وي او موږ به (په ټیټو درجو کې) بل ځای یو، نو بیا به موږ هغه ﷺ نه شو لیدلی. (دا فکر ورته پیدا شو) په ژړا یې پیل وکړ (هغه فکر کاوه، چې) موږ خو محروم شوو. بس هغه په ژړا ژړا د رسول الله ﷺ د دروازې مخې ته کېناست. کله چې رسول الله ﷺ بهر تشریف راوړ، نو (هغه یې په ژړا ولیدی) نو پوښتنه یې ورڅخه وکړه: څه خبره ده؟ ولې ژاړې؟ هغه عرض وکړ: یا رسول الله! بس دا فکر را لوېدلی دی، چې موږ خو چې (دلته په دنیا کې) یوه ورځ تا ﷺ ونه وینو، نو پر موږ قیامت وي، نو په جنت کې چې ته ﷺ په اعلی درجو کې یې او موږ په ټیټو کې، نو څنګه به دې (هر وخت) وینو؟ رسول الله ﷺ (هغه ته په تسلي ورکولو سره) وفرمایل:
الْمَرْءُ مَعَ مَنْ أَحَبَّ2
«انسان به له هغه چا سره وي چې مینه ورسره لري.»
وروڼو! تاسې وګورئ چې ستاسې محبت له چاسره زیات دی؟ لهذا تاسې له ښو خلکو سره مینه وکړئ! له مجاهدینو سره مینه وکړئ! له مبلغینو سره مینه وکړئ، له علماء کرامو سره مینه وکړئ! ان شاءالله له ټولو سره به ستاسې حشر وي.
له رسول الله ﷺ سره د محبت د پیدا کولو اسباب
له رسول الله ﷺ سره محبت د ایمان شرط دی او د دې د زیاتېدو بېلابېل اسباب دي.
(۱) لومړۍ خبره داده چې د نبي کریم ﷺ پر (مبارکو) سنتو عمل وکړئ. اوس ددې له پاره یوه جذبه هم په کار ده، چې تاسې پر عمل را وپاروي، نو ددې جذبې لپاره باید د نبي کریم ﷺ د سیرت (طیبه) مطالعه کړئ او د هغه ﷺ اخلاق او شمائل ولولئ، په دې سره به د هغه ﷺ اخلاق (مبارک) پر تاسې (خلکو) روښانه شي، په دې سره به تاسې ته پیروي هم نصیب شي او د هغه ﷺ محبت به مو په زړونو کې ځای ونیسي.
(۲) دوهم دا چې د نبي کریم ﷺ لپاره ډېرې دعاګانې وشي، او درود شریف زیات وویل شي، ځکه درود شریف خپله دعا ده، نو باید ډېر وویل شي. د امت لپاره هم دعاوې وکړئ، درود شریف د نبي کریم ﷺ له پاره دعاء ده (نو په کثرت سره د درود شریف اهتمام وکړئ) د امت له پاره هم دعاوې وکړئ، همداراز نور هم اسباب شته، چې له هغو څخه یو دا دی چې د نبي کریم ﷺ له آثارو3 سره محبت وکړئ، ځینې خلک د آثارو په اړه په لویه مغالطه کې مبتلا کېږي.
د حضرت مفتي صاحب دامت برکاتهم العالیه د عمرې سفر یوه په زړه پورې او عبرتناکه واقعه
زه تاسې ته یو واقعه بیانوم، یو ځل داسې وشول چې د الله تعالی په توفیق زه د عمرې اداء کولو لپاره ولاړم، د عمرې په وختونو کې په غار حرا کې ګڼه ګوڼه کمه وي، بیا د ګرمۍ په موسم کې خو هېڅ ګڼه ګوڼه نه وي. هغه د دوبي موسم و، د ماسپښین له لمانځه وروسته ماته دا خیال راغی چې زه غار حرا ته ولاړ شم، ځکه (ما فکر وکړ چې) دا داسې وخت دی چې هلته به هېڅوک نه وي (ځکه ګرمي ده). بله دا چې زه به ژر بېرته د مازدیګر لمانځه ته مسجد حرام ته راشم. نو زه ولاړم، په ډېر مشکل سره ورسېدم، لاره ډېره خرابه وه، خو په لاره کې ماته دا خیال راتلی چې اې الله! تا د نبي کریم ﷺ په زړه کې څومره محبت او څومره عشق ایښی و، (هغه وخت لارې د نن په نسبت ډېرې خرابې وې، بیا هم رسول الله ﷺ دې غار ته تشریف راووړ). اوس خو لارې جوړې شوې دي. او بیا (مې دا فکر وکړ) چې موږ له حرم مکي څخه تر دې ځایه (د غره تر لمنې) پورې په موټر کې راغلي یو، (بیا هم موږ ته دومره مشقت رسیږي)، حال دا چې نبي کریم ﷺ به له خپل (مبارک) کور څخه په پښو تشریف راووړ، په داسې حال کې چې (د هغه ﷺ له کور څخه ددې غره تر لمنې پورې خپله یو اوږد سفر دی)، بیا د غره له لمنې څخه تر غار حرا پورې یو بل سفر دی او دا مې هم سوچ وکړ چې نبي کریم ﷺ به دلته څو څو اونۍ، دیرش دیرش ورځې، شل شل ورځې تېرولې او یوازې څو خرماوې او د خوراک وچ شیان به ورسره و، دا څنګه عشق و د الله، چې هغه ﷺ د الله په محبت کې داسې ورک شوی و. څومره حیران و د الله په عشق کې، د الله په عشق کې څومره مینه ورته پیدا شوې وه. دا تصور ماته راغی، وګورئ! که زه پر غره نه وای تللی، نو دا تصور به نه وای راته پیدا شوی. نو له همدې امله باید له دې شیانو څخه شرکي اعمال ونه شي، بلکې له دې څخه باید عبرت واخیستل شي.
د رسول الله ﷺ له آثارو سره د سعودي د حکومت نا مناسبه پالیسي
کله چې زه د غره سر ته ورسېدم، په هر حال په ډېرې سختۍ سره ورسېدم، الله تعالی جل جلاله خپل فضل وکړ، چې زه یې هلته ورسولم، نو ما ولیدل چې هلته یو کیبن لګېدلی و، په دې کیبن کې حکومت ځینې کسان مقرر کړي وو تر څو هغوی (راتلونکو خلکو) ته دا وښيي چې غره ته راتلل بدعت دي، دوی د خلکو ذهنونه جوړوي، اوس ښايي لږ دا کار کوي، مخکې ډېر سخت وو اوس هغوی ته هم دا فکر پیدا شوی چې دا خبره داسې نه ده، ځکه خلکو وار په وار هغوی پوه کړي دي، دا خبره تر هغو رسېدلې ده او علماوو هغوی ته ویلي دي چې خلک ستاسې په اړه شکایت کوي. بهر حال کله چې موږ هلته کیبن ته ورسېدو، نو هغوی د خپل معمول له مخې ماته هم وویل چې ته غره ته راغلی یې؟ په غرونو کې څه دي؟ او غرونو ته تلل مشروع نه دي، بلکې بدعت دی. ما له هغوی څخه وپوښتل چې دا ولې بدعت دی؟ ماته د بدعت تعریف وکړئ چې دا ولې بدعت دی؟ هغه وویل چې که څوک ووايي چې غرونو ته تلل ثواب لري، نو بیا بدعت دی. ما ورته وویل دا خبره پرېږدئ، ځکه دا د نیت موضوع ده، څوک نیت کوي او څوک نه کوي، ایا هغه کسان چې غرونو ته ځي بدعت کوي؟ کوه طور هم یو غر دی، حضرت موسی علیه السلام هلته تلی، هغه هم غر و، خو الله تعالی هغه غره ته عزت ورکړ او په هماغه ځای کې یې حضرت موسی علیه السلام ته نبوت عطاء کړ.
او نبي کریم ﷺ خپله دلته راتلی، څو څو اونۍ به پاتې کېدی، نو ایا نبي کریم ﷺ بدعت کاوه؟ په دې خبره هغه عرب له ما سره لږ بحث وکړ او ویې ویل چې دا خو له نبوت څخه مخکې و. ما ورته وویل که تر نبوت مخکې و، نو نبوت ورته له کومه ځایه ورکړل شوه؟ هغه کوم ځای و چې نبي کریم ﷺ ته نبوت ورکړل شوه؟ همدا ځای و. ایا د بدعت په کولو سره نبوتونه ورکول کېږي؟ او دا خبره هم سمه نه ده چې له نبوت وروسته نبي کریم ﷺ بیا حرا ته نه دی راغلی، بلکې د سیرت او تاریخ په کتابونو کې دا وضاحت شته چې نبي کریم ﷺ له بعثت وروسته هم غار حرا ته راتلی. بهر حال بیا ما هغوی ته وویل چې زه له تاسې او ستاسې له حکومت څخه یو شکایت لرم، او په دې شکایت کې زه یوازې نه یم، بلکې ډېر علماء کرام هم دا شکایت لري چې ستاسې حکومت د رسول الله ﷺ آثار له منځه وړي. هغوی وویل چې په آثارو کې څه دي؟
ما وویل چې په آثارو کې الله تعالی ډېر څه ایښي دي. هغوی وویل چې د نبي کریم ﷺ کمیس د عبدالله بن اُبي منافق سره ښخ شو، خو هغه کمیس هغه ته هېڅ ګټه ونه رسوله، دا پوښتنه په حقیقت کې سمه وه، زه غواړم تاسې ته پوره خبره وړاندې کړم تر څو تاسې پوه شئ چې خلک څنګه څنګه غلط فهمۍ خپروي او موږ څنګه له لارې څخه اړول کېږو، هغوی ته هم همدا سبق ور زده شوی و نو ځکه یې دا پوښتنه وکړه. ما هغوی ته وویل که د عبدالله بن اُبي سره د دې کمیس محبت وای، نو الله تعالی به ورته کومه لاره پیدا کړې وای، همدا محبت به یې د نجات سبب شوی وای، خو هغه ته د نبي کریم ﷺ له کمیس سره بغض و او له بغض څخه رحمتونه نه راځي، رحمتونه له محبت څخه راځي. زه دا نه وایم چې په خپله په دې شیانو کې کوم کمال شته، بلکې د دې شیانو محبت د الله رحمت راجلبوي، یعنې د نېکو خلکو محبت د رحمت سبب ګرځي.
عقیده او عقیدت دواړه سم وساتئ
له همدې امله زه تاسې ته وایم چې عقیده هم سمه وساتئ او عقیدت هم سم وساتئ. په دې دواړو کې نن سبا افراط او تفریط شته. ما په خپلو تصانیفو کې الحمد لله ددې هڅه کړې ده چې خلک له افراط او تفریط څخه وژغورل شي. هغه کتابونه دي، تاسې یې حتماً له ځان سره یوسئ. له هغو څخه یو کتاب ( د الله تعالی د ذکر فضائل او مسائل»، یو کتاب عقیده او عقیدت دی، دغه راز «د ایمان هینداره» ده. په دې ټولو کتابونو کې دا مضامین موجود دي، او له دغو تصانیفو څخه به تاسې ته له افراط او تفریط څخه پاکه عقیده در په لاس درشي، چې په هغې سره به تاسې په اعتدال سره پر دین روان شئ. بهر حال! په هغه وخت کې ما نوې نوې عقیده او عقیدت لیکلې وه. کله چې انسان نوی کوم کتاب لیکي، نو هغه وخت ډېرې خبرې د هغه په ذهن کې موجودې وي، نو ځکه هغه مهال ماته ځینې خبرې یادې وې. ما هغه ته وویل: زه له تا دا پوښتنه کول غواړم چې ایا د نبي کریم ﷺ محبت مطلوب دی که نه؟ هغه وویل: مطلوب دی. ما وویل: که د نبي کریم ﷺ محبت مطلوب دی، نو زه له تا بله پوښتنه کوم: که فرضاً ستا زوی لس کاله مخکې وفات شوی وي، بیا لس کاله وروسته ته او ستا مېرمن یو صندوق خلاص کړئ، چې له هغه څخه د هغه کالي راووځي، نو کله چې کالي مخې ته راشي، تاسې دواړه (مېړه او ښځه) به وژاړئ، که داسې پېښه درسره وشي، نو ایا ژاړئ؟ هغه وویل: هو، ژاړو. ما وویل: اوس ولې ژاړئ؟ حال دا چې هغه نن نه دی مړ شوی، بلکې لس کاله مخکې مړ شوی دی، نو نن ژړا څه معنی لري؟ هغه وویل: اوس موږ ته را یاد شو. ما وویل: د محبت لمبه بله شوه، احساسات را وپارېدل. ما وویل: همدا شی (یعني د نښې په لیدلو سره د صاحبِ نښې یادول) محبت راپاروي او همدارنګه ما هغوی ته وویل چې د نبي کریم ﷺ مبارک نوکان صحابه کرامو ساتلي وو او ستاسې په وړاندې یې ساتلي وو. تاسې د حدیث کتابونه مطالعه کړئ، په هغو کې دا خبره موجوده ده4، همدارنګه دا خبرې هم دي چې صحابه کرامو د نبي کریم ﷺ وېښتان ساتلي وو. بلکې صحابه کرامو5 به داسې کول چې کله به نبي کریم ﷺ اودس کاوه، نو په بخاري شریف کې روایت دی چې صحابه کرامو به د هغه ﷺ د اوداسه اوبه پر ځمکه نه پرېښودې، چې چا ته به کوم څاڅکی ورسېده، هغه به یې پر خپل بدن موښلو او که چا ته به کوم څاڅکی نه رسېده، نو هغه به د بل هغه کس له لاسه خپل ځان لمدوه چې د رسول الله ﷺ د اوبو لندوالی به ورباندې و او همدارنګه د حج په موقع6 دا هم ثابت دي چې نبي کریم ﷺ خپل مبارک وېښتان یو صحابي ته ورکړل او ویې فرمایل چې دا په صحابه کرامو کې تقسیم کړه! نبي کریم ﷺ مال او دولت نه دی تقسیم کړی، بلکې خپل مبارک وېښتان یې تقسیم کړل. نو صحابه کرامو او تابعینو7 رحمهم الله تعالی به ویل: که له موږ سره د رسول الله ﷺ یو وېښته هم وي، دا موږ ته له دنیا او له هغه څه څخه چې په دنیا کې دي ډېر غوره دی8. نو نبي کریم ﷺ دا وېښتان ولې تقسیم کړل؟ بالاخره د هغه (کیبن والا عرب ملګري) په زړه کې دا خبره کښېنسته چې رښتیا هم آثار ډېر مهم دي. ما ورته وویل: آثار بدعات نه دي. په قرآن کریم کې دا خبره راغلې ده چې کله الله تعالی جل جلاله د وخت د نبي په وسیله طالوت د بنی اسرائیلو لپاره پاچا، امیر او قومندان وټاکه، تر څو هغوی د هغه تر مشرۍ لاندې د الله له دښمنانو سره جګړه وکړي، نو بنی اسرائیلو له خپل نبي څخه د تابوت نښه وغوښته. نو هغه نبي هغوی ته وویل چې هغه تابوت چې له تاسې څخه بل لوري ته تللی و، فرښتې به یې بېرته درته راوړي. په هغه تابوت کې د آل موسی علیه السلام تبرکات دي (لکه عصا، پګړۍ او نور شیان)، او په هغو تبرکاتو کې ستاسې لپاره سکینه ده، د الله تعالی له لوري.
الله تعالی فرمایي:
فِيهِ سَكِينَةٌ مِّنْ رَبِّكُمْ (البقرة: ۲۴۸)
«په هغه کې ستاسې د رب له لوري سکون (او برکت) دی.»
بهر حال! هغه ملګری ډېر خوشحال شو، له ما سره یې ملګرتیا وکړه او د غار حرا په لور یې راته لارښوونه وکړه. کله چې زه غار ته ورسېدم، نو ما ولیدل چې یو ځای په عربي لیکل شوي دي: “لا تجوز الصلاة” (دلته لمونځ کول جایز نه دي). چا د “لا” کلمه ورڅخه پاکه کړې وه، نو ژباړه یې داسې شوې وه چې: دلته لمونځ کول جایز دي. بیا کله چې زه د غار دننه لاړم، نو ما نفل لمونځ وکړ. مخ ته حرم شریف و (اوس خو هلته ابادي شوې ده، خو هغه وخت دومره ابادي نه وه، نو د حرم شریف منارې ډېرې ښکارېدلې. د نبي کریم ﷺ په زمانه کې خو یوازې بیت الله ښکارېده). غرض دا چې ډېر سکون مې احساس کړ. کله چې زه بېرته راکښته شوم، نو ما هغه (د کیبن والا کسانو) ته وویل: تاسې دلته لیکلي دي چې دلته لمونځ کول جایز نه دي، او یوه د نر زوی د “لا” کلمه پاکه کړې ده، دا تاسې ولې لیکلي دي؟ هغه وویل: دلته خو لمونځ جایز نه دی. ما وپوښتل: ولې جایز نه دی؟ حال دا چې څو ځایونه (داسې) دي چې هلته لمونځ کول شرعا جایز نه دي، په هغو کې یو هدیره ده، ځکه چې په هدیره کې په لمونځ کولو کې دا اشتباه ده، چې په شرک کې مبتلا نه شي، قبر ته سجده ونه کړي، ځکه په هدیره کې لمونځ نه دی جائز او همدارنګه حمام او هر هغه ځای چې ناپاک وي لکه کثافات. نو دا غار حرا له دې ځایونو څخه کوم یو دی؟ حقیقت دا دی چې دا له هغو ممنوعه ځایونو څخه نه دی، نو دلته خو لمونځ کول جایز دي. هغه وویل: خلک به ووایي چې دلته نبي کریم ﷺ عبادت کړی یا لمونځ کړی، نو موږ به یې هم وکړو. ما وویل: دا خو لا ډېره ښه خبره ده، په دې کې څه عیب دی؟ د حج ځایونه وګورئ، دا ټول تبرکات دي. په حج کې بل څه نشته، په صفا او مروه کې منډه وهل زموږ د مور حضرت هاجرې رضی الله عنها منډه ده، همدا راز ذبح کول، شیطانان ویشتل، وقوف عرفات … غرض دا چې دا ټول یو تاریخ لري او دا ټول آثار دي. مؤمنان له دې ټولو څخه توحید اخلي او فکر کوي چې زموږ اسلافو څنګه د الله په لار کې منډې وهلې، د مال قرباني یې ورکړه، د زوی قرباني یې ورکړه، نو دا ټول شیان زموږ لپاره نمونې دي. دا آثار ټول له توحید څخه ډک دي، حج خو اصلا له آثارو څخه جوړ دی.
الله تعالی فرمایي:
فِيهِ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ (آل عمران: ۹۷)
«په هغه کې ښکاره نښې دي.»
او د لمانځه په اړه فرمایي:
وَاتَّخِذُوا مِنْ مَّقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى (البقرة: ۱۲۵)
«او د مقام ابراهیم څخه د لمانځه ځای ونیسئ.»
مقام ابراهیم ولې الله تعالی ځانګړی کړ؟ الله تعالی کولای شول داسې وفرمایي چې بیت الله ونیسئ (او مقام ابراهیم پرېږدئ، ولې شرک کوئ) خو الله تعالی داسې ونه فرمایل، بلکې د مقام ابراهیم د لمانځه ځای جوړولو حکم یې ورکړ، ځکه دا د هغه ځای ځانګړتیا ده چې حضرت ابراهیم علیه السلام هلته ودانۍ کړې ده او هلته یې لمونځ کړی دی. (بیا دا هم باید په پام کې ونیول شي) چې د نبي کریم ﷺ حضور ته یو صحابي راغی او عرض یې وکړ: یا رسول الله! زه په خپل کور کې د لمانځه یو ځای جوړوم (دا هم سنت دی چې په کور کې د نوافلو لپاره یو ځای وي، پخوا به خلکو په کورونو کې داسې ځایونه جوړول، دا د صحابه کرامو له زمانې څخه را روان دي). هغه صحابي عرض وکړ چې زه غواړم په خپل کور کې یو ځای د لمانځه لپاره ځانګړی کړم، تاسې هلته تشریف راوړئ او نفل لمونځ وکړئ تر څو زما لپاره د برکت سبب شي. نو رسول الله ﷺ عین د هغه د خواهش مطابق له هغه صحابي سره کور ته لاړ9، (هلته چې ورسېدی) ویې پوښتل چې ته کوم ځای د لمانځه لپاره ټاکې؟ هغه وویل دا ځای (او یوې کونج ته یې اشاره وکړه) نو رسول الله ﷺ هلته تشریف یووړ، ځینې صحابه هم هلته حاضر وو، نو هغوی د رسول الله ﷺ په اقتدا (هلته) نفل لمونځ وکړ، له لمانځه وروسته رسول الله ﷺ دعا وکړه، بیا هماغه ځای هغه صحابي د خپل لمانځه لپاره ځانګړی کړ. که دا کار ناجایز او بدعت وای، نو رسول الله ﷺ به ورته ویلي وای چې دا ناجایز دی (چې زه یو ځای لمونځ وکړم او بیا ته پر هغه ځای د برکت په خاطر لمونځ کوې) او ورته به یې ویلي وای چې هر ځای چې غواړې لمونځ وکړه ( د برکت وغیره هیڅ ضرورت نشته، خو هغه ﷺ د داسې فرمایلو پر ځای د هغه دعوت قبول کړ او د هغه د خواهش عین مطابق یې د هغه په کور کې لمونځ وکړ. نو له دې څخه ښکاري، چې د رسول الله ﷺ آثار د برکت، رحمت او نجات باعث دي.) حضرت ام سلیم رضی الله عنها به د نبي کریم ﷺ مبارک خوله راټولوله، کله چې رسول الله ﷺ خبر شو، نو ترې ویې پوښتل چې ته زما خوله ولې راټولوې؟ هغې عرض وکړ: یا رسول الله! موږ دا په خپلو عطر کې ګډوو، خپل عطر پرې خوشبویه کوو او د برکت لپاره یې پر خپلو ماشومانو لګوو. 10(رسول الله ﷺ دا خبرې واورېدې او چوپ پاتې شو) حال دا چې که دا کار شرک وای نو رسول الله ﷺ به هېڅکله چوپ نه وای پاتې شوی، بلکې سخت انکار او ملامتي به یې پرې کړې وه، خو رسول الله ﷺ پرې هېڅ نکیر ونه کړ، له دې څخه معلومه شوه چې د رسول الله ﷺ آثار له صحیح عقیدې سره د برکت سبب دي.) بهر حال زه دا وایم چې تاسې حضرات د نبي کریم ﷺ د محبت د زیاتولو کوشش کړئ، ځکه څومره چې دا محبت زیات شي، هومره به تاسې الله تعالی جل جلاله ته نږدې شئ او د رسول الله ﷺ پیروي به درته نصیب شي. البته دا خبره باید په یاد ولرئ چې د آثارو عبادت ونه شي (لکه څنګه چې ځینې جاهل او معاندین خلک کوي) او دا عقیده ونه ساتل شي چې دا (آثار) پخپله ګټه یا زیان رسوي، بلکې ګټه او زیان یوازې د الله تعالی له لوري دی. خو دا هم یو حقیقت دی چې الله تعالی رب العالمین نبي کریم ﷺ (داسې کامل او د ښو صفاتو جامع) ګرځولی و، (ځکه یو اصل دی) چې څوک ښه عطر جوړوي، نو هغه ورته ښه بوتل هم جوړوي، لنډه دا چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم هر څه متبرک دي.
د مبارک او مُبارِک ترمنځ فرق په یاد ولرئ!
یو دی مُبارِک (برکت ورکوونکی) او بل دی مبارک (برکت ورکړل شوی)، په دواړو کې فرق دی. مُبارِک یعني برکت ورکوونکی یوازې الله تعالی دی. مبارک هغه شیان دي چې برکت ورکړل شوی دی، یعني با برکته شیان، داسې ویلای شو، چې مبارِک خالق دی او مبارَک مخلوق. په قران کریم کې راځي:
بِبَكَّةَ مُبَارَكًا (آل عمران: ۹۶)
«هغه (بیت الله) په مکه کې ده او برکت والا ده.»
که څوک ووایي چې یو شی خپله برکت ورکوي، نو دا شرک دی او دی په شرک کې مبتلا دی او که ووایي چې الله تعالی پکې برکت ایښی دی او دا مبارک دی، نو په دې کې هېڅ ستونزه نشته، ځکه ډېر شیان دي چې الله تعالی برکت پکې ایښی دی لکه اختر مبارک او داسې نور.
1 أخرجه البخارى ج ا ص کتاب الایمان باب حب الرسول من الايمان ومسلم ج اص ۴۹ کتاب الایمان : باب وجوب محبة رسول وفي رواية احب اليه من اهله وماله والناس اجمعين . رواه النسائي كتاب الايمان وشرائعه باب علامة الايمان.
2 اخرجه البخارى ج ۲ ص ا ٩١ كتاب الأدب : باب علامة الحب في الله. ومسلم ج ۲ ص ۳۳۲ كتاب البر والصلة. وأخرجه البخاري ومسلم من حديث انس الله ان أعرابيا قال الرسول الله متى الساعة؟ قال له رسول الله ما أعددت ؟ قال حب الله ورسوله قال انت مع من أحببت .
3د اثر لغوي معنی ده : البقیة من الشیء. او دلته له آثارو څخه مراد تبرکات او نشانات دي.
4 عَن عبد الله بن زَيْدٍ وَهُوَ صاحِبُ الاذانِ إِنَّهُ شَهدَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَسَلم عند المَنْحَرِ وَرَجُلٌ مِنْ قَرَيْشٍ وَهُو يَقْسِمُ أَضَاحِي فَلَمْ يُصِبُهُ شَيْءٌ وَلا صَاحِبَهُ، فَحَلَقَ رسول الله ﷺ رَأسَهُ فِي تَوْبِهِ فَأَعْطَاهُ مِنْهُ وَقَسَمَ مِنْهُ عَلَى رِجَالٍ وَقَلَّمَ أَظْفَارَهُ فَأَعْطَى صَاحِبَهُ قَالَ وَإِنَّ شَعَرَهُ عِندنا لمخضوب بالحناء والكم: اخرجه نيل الأوطارج ا باب في ان الأدمى لا ينجس بالموت الخ.
5 عن عثمن بن عبد الله بنِ مَوْهَبٍ قَال دَخَلْتُ على أم سلمة فاخرجت الينا شعراً مِن شعر النبي ﷺ مَخُضُوبًا وقال لنا ابو نُعَيْم حَدَثَنا نصير بن الأَشْعَتْ عَن ابن موهب أن أم سلمة ارتُه شعر النبي ﷺ أحمر . رواه البخاری ج ۲ ص ۸۷۵ کتاب اللباس باب مايذكر في الشيب.
6 عَنْ عَوْنِ بنِ ابی جُحَيْفَه آن آبَاهُ رَأَى رَسُول الله ﷺ فِي قُبةٍ حَمْراً مِن آدَمٍ ورايتُ بِلَالًا أَخرج وضوء فرايتُ النَّاسَ يتَدِرُون ذلك الوَضُوفَ من أصاب مِنْهُ شَيئًا تمسح به ومن لَمْ يُصِب مِنْه أَخَذَ مِن بَلَلٍ يَد صاحبه ثم رايت بلالا اخرج عنزة فركزهَا فَخَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ فِي حِلةٍ حَمْراء مشمراً فصلى الى العَنَزَةِ بالنَّاسِ رَكْعَتَيْن ورايت الناس والدواب يمرون بين يدى العنزة. رواه مسلم ج ا ص ۹۶ | كتاب الصلوة باب سترة المصلى والندب الى الصلوة الى السترة وفي روايةٍ قَالَ أَبُو مُوسى دعا النبى بِقَدَحٍ فِيهِ مَاءً فَغَسَلَ يَدَيْهِ وَوَجْهِهِ فِيهِ وَمِجَّ فِيهِ ثُمَّ قَالَ لَهُمَا إِشْرِ بامِنه وافرغا على وُجُوهِكُما ونحور كما . رواه البخارى ج ا ص ٣٤ كتاب الوضو باب استعمال فضل وضوء الناس.
7 عن انس الله ان رسول الله رمى جمرة العقبة يوم النحر ثم رجع الى منزله بمنى فدعا بذبح فَذَبح ثُمَّ دَعا بالخلاق اسمه معمر ابن عبد الله العدوى) فَاخَذَ بِشقَ رَاسِهِ الْأَيمَنِ فَحَلقه فجعل يقسم بَيْن مَن يَلِيهِ الشَّعرة والشعرتين ثمَّ أَخَذ بِشَقِ رَاسِهِ الْايَسِرِ فَخَلَقَهُ ثُم قَالَ ههنا ابو طلحة فدفعه إلى ابى طلحة . رواه ابوداؤد ج ۱ ص ۲۷۲ کتاب المناسک باب الحلق والتقصير.
8 اعن ابن سيرين قال قلت لعبيدة عندنا من شعر النبي أَصَبْنَاه من قبل أنس أو من قبل اهل اني فقال لان تكون عندى شعرة منه أَحَبُّ الى من الدنيا وما فيها . رواه البخاري ج ا ص ۲۹ كتاب الوضؤباب الماء الذى يُغْسَلُ به شعر الانسان.
9 عن ابن شهاب قَالَ أَخْبَرَنِي مُمَّد بن الرَّبِيعِ الأَنصَارِى أَن عتبان بن مَالِكَ وَهُو مِن أَصْحَابِ رَسُولِ اللَّهِ مِمَّنْ شَهِدَ بدرًا من الانصارانه الى رسول الله فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَد انكرتُ بصرى وأنا أُصَلَّى لِقَومِي فاذا كانت الامطارسال الوَادِى الَّذِى بَيْنِي وَبَيْنَهُم لَم أَسْتَطِعْ أَنْ آتِي مسجدهُمْ فَاصِلَّى بِهِمْ وَوددت يا رسول الله انك تاتینی فتصلى في بيتي فاتخِذه مُصَلَّى قَالَ فَقَالَ لَهُ رَسُولُ الله سافعل إن شاء الله تعالى قَالَ عِتَبانُ فَعَدا على رَسُول الله ﷺ وابو بكر حين ارتفع النهارُ فَاسْتَاذَنَ رسول الله ﷺ فَاذَنتُ لَه فلم يجلِسُ حِيْن دَخلَ الْبَيتَ ثُمَّ قَالَ أَيْن تُحِبُّ ان أصَلِّي مِن بيتك قال فاشرت له الى ناحية من البَيْتِ فَقَامَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ فَكَبَّرَ فَقُمْنَا فَصَلَّى ركعتين ثمَّ سَلَّم الخ ) حدیث شریف اوږد دی) رواه البخاری ج ا ص ٢٠ كتاب الصلوة باب المساجد في البيوت.
10 عن انس بن مالك قال كان النبي يدخل بيت ام سليم فينام على فراشها وليست فيه قال فجاء ذات يوم فنام على فراشها فاتت فقيل لها هذا النبي نائم في بيتك على فراشک قال فجاءت وقد عرق واستنقع عرقه على قطعة اديم على الفراش ففتحت عتيدتها فجعلت تنشف ذلك العرق فتعصره في قواريرها ففزع النبي فقال ما تصنعين يا ام سليم فقالت يا رسول الله نرجو بركته لصبياننا قال أصبت. وفي رواية عن انس بن مالک قال دخل علينا النبي فقال عندنا فعرق وجاءت امي بقارورة فجعلت تسلت العرق فيها فاستيقظ النبي ﷺ فقال يا ام سليم ما هذا الذي تصنعين قالت هذا عر قك نجعله فى طيبنا وهو من اطيب الطيب. رواه مسلم ج ۲ ص۲۵۷ کتاب الفضائل باب طيب عرقة النبي ﷺ والتبرك به.
