سه شنبه, جون 2, 2026
  • Login
بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • د تاریخ درسونه
    • د اسلافو تاریخ
    • اند او پند
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home ابدي ژوندي

د شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور ژوندلیک

د افغانستان اسلامي امارت فرهنګي کمیسون by د افغانستان اسلامي امارت فرهنګي کمیسون
مې 25, 2026
in ابدي ژوندي
0 0
0
د شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور ژوندلیک

د افغانستان اسلامي امارت چې په معاصر دور کې په نړیواله کچه د کفر او استبداد پرخلاف د جهاد او مبارزې یو مستحکم سنګر بلل کیږي تأسیسي قائدین یې لله الحمد په موهوبوي شکل د رهبري او مشرتابه له فوق العاده صلاحیتونو او مهارتونو څخه برخمن وي.

خپله د افغانستان د اسلامي امارت مؤسس مرحوم ملامحمد عمر (مجاهد) رحمه الله د قیادي صلاحیتونو یوه ژوندي مجموعه وه. نوموړي وکړای شول د نړیوال کفر سره د مقابلې په ډګر کې د مسلمانانو د قیادت او رهبري صلاحیتونه په عملي ډول ځینو هغو مجاهدینوته تلقین کړي چې له ده سره په دې لاره کې د الله تعالی د نظام د حاکمیت لپاره ملګري ول.

د نوموړي په قیادت کې عمري جهادې مدرسې ډیر داسې اشخاص تربیه اوروزلي چې هر یو یې دمسلمانانو د قیادت او د عصر په تر ټولو حساسو شرائطو کې د جهادي قیادت پوره وړتیا او صلاحیت لري.

په فکري او جهادي نهضتونو کې هسي هم تر شخصیاتو زیات محوري رول د مذهبي اساساتو وي، هلته هرڅه د جهادي اوفکري انګیزې له مخې تنظیم وي. قرآني ارشادات او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم او خلفاء راشدینو کارنامي د نهضت د لارویانو اساسي تګلاره وي .

د دغو بابصیرته شخصیتونو او د عُمري مدرسي د متانت لرونکو شاګردانو له جملې څخه یو هم د اسلامي امارت دوهم ټاکل شوی زعیم شهید أمیرالمؤمنین ملا اختر محمد (منصور) تقبله الله و چې په عملي ډول یې د اسلامي امارت د قیادت چاري د عالیقدر امیر المؤمنین په حیات کې پیل کړې او د هغه د وفات تر اعلان وروسته د اسلامي امارت د اهل الحل والعقد معتبرو اشخاصو، علماء کرامو ، جهادي مخورو او نورو ملي شخصیتونو لخوا د اسلامي امارت د نوي زعیم په حیث وټاکل شو او بیا یې د شهادت تر شیبې په پوره ایمانداري، متانت او میړانه ددغه ستر کاروان د رهبرۍ درنه وظیفه ترسره کړه.

په لاندې کرښو کې د نوموړي ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه کوو هیله ده چې راسره ویي لولئ.

زوکړه یې:

شهید ملا اختر محمد منصورد الحاج محمدجان زوی، په ۷ ۱۳۴هش ـ ۱۹۶۸ م کال د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په بند تیمور کلي کي زیږیدلی دی.

داچې د نوموړي کورنۍ د خپلې سیمې په کچه یوه متدینه اوعلم دوسته کورنۍ او جناب والد صاحب یې یو علم خوښوونکی شخصیت و، نو د جناب منصور صاحب د سالمې روزنې لپاره یې هغه ته لومړنی انتخاب د دیني زده کړو ترلاسه کول و.

زده کړې یې :

شهید منصور صاحب په اوه کلنۍ کې د خپل والد صاحب په لارښونه د خپلې سیمې ابتدايي مکتب او دخپل کلي مسجدکې ددیني زدکړوشعبي ته شامل کړای شو، داچې پر نوموړي باندې له ماشومتوب څخه د پوهي، ذکاوت او بصیرت علامې ښکاره وې نو د خپل پلار ترڅنګ د استادانو لخوا هم تر خاصې روزنې او پالنې لاندې ونیول شو.

څرنګه چې د نوموړي کورنۍ د هجرت په مهال د بلوچستان اړوند په ګردي ځنګل کمپ کې اوسیده نو دیني زده کړې یې څه موده همدلته او بیا د پنج پای په سیمه کې ترسره کړې. له هغه وروسته کوټې ښار ته لاړ څه وخت په کوټه او وروسته یې د عبدالله خان کراس په سیمه کې په یوه مدرسه کې دیني کتابونه ولوستل. وروسته نوموړی د دیني علومو په تلاش پیښور ته لاړ او هلته یې په کچه ګړۍ او نورو سیمو کې دینی درسونه وویل او وړه دوره یې د پیښور د جلوزو په کمپ کې ولوسته.

هغه مهال چې نوموړی په دیني زده کړو بوخت و د افغانستان سیاسي واک د کمونستانو لاس ته ولوید او افغان مجاهد ولس د هغوی پرخلاف اسلامي پاڅون وکړ.

جهاد او سیاسي مبارزه یې :

په کال ۱۹۷۸م کې په افغانستان باندې د شوروي اشغالګرو تر تیري وروسته افغان مجاهد ولس د هغوی پرخلاف اسلامي مقاومت پیل کړ .جناب منصور صاحب چې هغه مهال اتلس کلن و د یوه تکړه او باشهامته ځوان په توګه دیوه غیرتي مجاهد په حیث یې په شعوري ډول له خپل دین او هیواد څخه د دفاع په غرض د یرغلګرو شورویانو او داخلي کمونستانو په خلاف د وسله وال جهاد لاره ونیوله.نوموړی به د کال په اوږدو کې کله په دیني درسونو بوخت و او چې سبقونه به خلاص شول نو به یې د جهادي جبهو پر خوا مخه کړه.

نوموړی په کال ۱۹۸۵ م كې د جهادي فعالیت لپاره د کندهار ولایت د مشهور جهادي قومندان شهید قاري عزیزالله جبهه دخپل جهادي سنګر په حیث غوره او د پنجوايي ولسوالۍ په پاشمول سیمه کې یې د افغانستان په کچه د مشهور جهادي شخصیت الحاج ملامحمد حسن اخندڅوک چي داسلامي امارت په واکمنۍ کې دریاست الوزرا مرستیال و تر سرپرستي لاندې د شوروي اشغالګرو او داخلي کمونستانو پر خلاف جهادي فعالیت ته دوام ورکړ،د شهیدقاري عزیزالله جبهه دجهادي شخصیت مرحوم مولوي محمدنبي محمدي د حرکت انقلاب اسلامي په تنظیم پوري ملحق وه چي دقاري صاحب تر شهادت وروسته یي دقومندان ملا حاجي محمد اخند په مشرۍ د جهادي شخصیت مولوي محمد یونس خالص په اسلامي حزب کې رسمیت ترلاسه کړ .

محترم منصور صاحب په کندهار کې د شوروي اشغالګرو او د هغوی د داخلي ملاتړو پر خلاف په ډیرو پوځي عملیاتو کې فعاله برخه لرلې اویو ځلې په کال ۱۹۸۷ م کې دکندهارولایت د ژړۍ ولسوالۍ دسنځري په سیمه کې دروسانو په يوه ستراتیژیک مرکز باندي دمخامخ عملیاتو په ترڅ کې په داسي ډول زخمي شو چي بدن یې دیارلس ځایه خوږ و خو الله تعالی ورته شفاورکړه ،دوهم ځل بیا د۱۹۹۷ م کال دمی په میاشت کي داسلامي امارت په واکمني کې د مزار شریف په هوایې ډګر کې زخمي شو او په هغه زخمي حالت کې د مخالفینو لخوا اسیر هم شو.

د طالبانو په اسلامي تحریک کې یې تأسیسي رول

په کال ۱۹۹۲ م په افغانستان کې د کمونستي نظام تر سقوط او د اخلي جګړو پیلیدو وروسته جناب منصور صاحب د خپلې جبهې د نورو مخلصو مجاهدینو په څیر وسله پر ځمکه کیښودله او د واک پرسر دپیل کړل شوي ناروا جګړې په تداوم کې یې د هیچا پلوي و نه کړه.

منصور صاحب چې دا مهال یو نوم وتی مجاهد او د مجاهدینو په منځ کې له ښه شهرت نه برخمن و د یادې سیمې د نورو جهادي شخصیتونو او نظامي قومندانانو لکه مرحوم ملامحمد رباني ، شهید ملامحمد آخند،او شهید ملا بورجان په څیر د خپل عادي ژوند په غوره کولو سره له هرډول تنظیمي فعالیتونو څخه لاس په سر او په ځینو علمي او تربیوي فعالیتونو مصروف شو.

په کال ۱۴۱۵ هجري قمري کال کې چې د امیر المؤمنین ملامحمد عمر مجاهد لخوا د طالبانو اسلامي تحریک تأسیس شو، شهید منصور صاحب دغه مهال په پیښور کې د جلوزو کمپ د هجرت کلي په امینیه مدرسه کې له شیخ الحدیث مولوي شهاب الدین دلاور صاحب او مشهور مدرس مرحوم سید قریش بابا سره سبقونه ویل او ورسره د جنوب غرب حوزې نور هم ډیر طالبان ملګري همدرسه وو. کله چې دوی له راډیوګانو د طالبانو د تحریک د تأسیس خبره واوریده نو تر خپل منځ یې مشوره وکړه چې ددې نوي تحریک د حقیقت معلومولو لپاره باید څو کسان کندهار ته ولیږي. دوی خپله دوه ملګري ملا محمد قاسم اخند او ملا عبدالسلام محبور کندهار ته راولیږل. هغوی د اسلامي تحریک له مشر او چارواکو سره ولیدل او له پوره اطمینان او قناعت وروسته یې خپلو د مدرسې ملګرو ته حال راووړ چې دا واقعا د طالبانو او مجاهدینو تحریک دی.له دې سره ملا اختر محمد منصور او نور ملګري یې را روان شول، په کومه شپه چې دوی بولدک ته راورسیدل طالبانو دتخته پول سیمه نیولې وه او د کندهار پر خوا روان ول.

په بولدک ملا اختر محمد منصور او ورسره ملګرو طالبانو خپل منځي غونډه وکړه تر څو خپل مشر وټاکي په دې طالبانو کې ډیر داسې کسان و چې وروسته په اسلامي امارت کې یې ستر ستر خدمتونه وکړل لکه د نظامي کمیسیون اوسنی مشر صدر محمد ابراهیم،د هلمند ولایت برحال والي ملا عبدالمنان اخند،د کندهار د هوایي ډګر پخوانی مسؤل ملا محمد قاسم اخند،د شینډنډ د میدان پخوانی مسؤل ملاعبدالسلام محبور، د هلمند پخوانی والي ملا محمد نعیم اخند، د زابل پخوانی والي مولوي مطیع الله صاحب ، شهید مولوي احمد جان او نور ډیر مجاهدین او مسؤلین. له سلا مشورو وروسته دوی د خپلو ملګرو له منځه ملا اختر محمد منصور صاحب د خپل مشر په حیث انتخاب کړ او بیا دوی ټولو د هغه تر مشرۍ لاندې په اسلامي تحریک کې شمولیت وکړ او خدمت یې پیل کړ. نوموړي د اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال لاندې وظائف او مسؤلیتونه ترسره کړل.

۱ـ دکندهار ښار له نیولو وروسته نوموړی د کندهار د هوایي ډګر د مسؤل په حیث وټاکل شو.

۲ـ د طالبانو په لاس د کندهار ولایت تر نیول کیدو وروسته په کندهار کي د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعي مسؤلیت ورته وسپارل شو.

۳ـ په کال ۱۹۹۶م کې د پلازمینی کابل ترنیولو وروسته د هوايي چلنداوسیاحت وزیر وټاکل شو .

۴ـ له وزارت سره هم مهاله دمرحوم امیرالمومنین د ځانګړي هدایت او حکم پر اساس د دفاع وزارت مربوط د هوايي مدافعې عمومي قومنداني مسؤلیت هم ورته وسپارل شو.

د افغانستان د هوايي چلند او توریزم وزارت په ساحه کې یې یو زیات شمیر عمراني او رغنیز فعالیتونه تر سره کړي چې په مختصر ډول یې د ځینو تذکر کوو:

هغه مهال چې کابل ښار د اسلامي امارت تر ولکې لاندې راغی په دې ښارکې د هوانوردي وزارت تأسیسات او مربوط ملکیتونه د داخلي جګړو له کبله سخت متضرر شوي ول.دا هغه مهال و چې اسلامي امارت له سختو اقتصادي ستونزو او نړیوالو محدودیتونو سره مخ و خو منصور صاحب په هماغو نامناسبو اقتصادي شرائطو کې لومړی د کابل بین المللي هوايي ډګر او د هغه اړوند تأسیسات ټول له سره ورغول او بیایې د آریانا افغان نړیواله هوايي كرښه د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره په نړیوال سټنډرډ برابره مجهز ه کړه.

د هغه په تعقیب د کندهار، هرات ، ننګرهار، مزار شریف او کندز ولایت هوايي ډګرونه د هرډول ملکي او پوځي الوتنو لپاره اماده او په پرمختللیو وسائلو مجهز کړل دغه راز یې دافغانستان په دننه کې د شپې او ورځې لپاره د داخلي الوتنو سهولت برابر او له کلونو ځنډ وروسته یي په لومړی ځل په زرګونو افغاني حاجیانوته د اریانا افغان هوایي کرښې له لاري حج ته د تللو زمینه مساعده کړه.

محترم ملا اختر محمد منصور چې د اسلامي امارت د ټولې واکمنۍ پرمهال د هوایي چلند وزیر و د خپل وزارت پرمهال یې دافغانستان د ملکي هوايي چلند وزارت داحیاء او پرمخ بیولو په لاره کې ډیرې هلې ځلې وکړي چې غواړو د مشت نمونه خروار په توګه یې دلته مختصر یادښت وکړو.

جناب منصورصاحب دملکي هوایي چلندد ښې رهنمایي اودنړۍ دنورو هیوادونود ترانزیټ پروازونوچي دافغانستان له فضانه به تیریدل په خاطر د (ویست دستگاه) دافغانستان په بین المللي مشهوروهوایې ډګرونو لکه کابل، کندهار، ننګرهار، مزاراوهرات کي ځا ی پر ځای کړه چي اوس یې هم لیدونکي شاهدان دي، اوهغه مهال یې په میلیونونو امریکایې ډالر دبهرنیو الوتکوله تیریدو نه دټکس په ډول دافغانستان بودیجي ته را تلل چي تر اوسه دوام لري. د هغه مهال د افغانستان د هوانوردۍ وزارت اوهوایې مدافعې د یوه راپور له مخې د منصور صاحب د وزارت پرمهال خوا و شا ۴۴ بيلابيلْې ترانسپورتي الوتکې او جنګي چورلکې چې د جګړو پرمهال زیانمنې شوې او له الوتنې لویدلې وې له سره ترمیم او په ملکي هوایي چلند او هوایي ځواک کې د استفادي وړوګرځولې چې لنډ تفصیل یي په لاندې ډول دی .

ـــ هغه ۴۴ مختلف النوع الوتکې چې د منصور صاحب د وزارت پرمهال له سره ترمیم او رغول شوي عبارت دي:ترانسپورتي الوتکې:

دری این ۱۲ – څلور این۳۲ – دوه این ۲۶

جنګي الوتکې

اته جیت میګ۲۱ – دری جیت سوM420 – پنځه جیت سو۲۲

هلیکوپتر:

شپږ می ۸ – اته می۳۵ – پنځه ایل ۳۹

له دې علاوه د ملکي ترانسپورت اړوند یوه روسي ساخته ۴۱ ډوله او یوه این۲۴ او د اریانا افغان هوايي شرکت امریکایي بوینګ الوتکې هم په خپل وخت کی په بهرنیو هیوادونوکي ترمیم اود استفادې وړ وګرځیدې. دغه راز یي ۵روسي ساخته ترانسپورتي الوتکي په ازادبازارکې خریداري او د افغانستان هوایي خدماتو ته وسپارلې .

په دې یوشمیرترمیم شویو اوخریداري شویوالوتکو سربیره هغه مهال افغانستان نورې هم په لسګونو روغې جنګي، ترانسپورتي الوتکې او چورلکې درلودې چې د یوه بشپړ هوایي ځواک رول یي درلود او د فعالیت ښه بیلګه یې په کندز او ځینو نورو لري پرتو سیمو کې دمجاهدینو دمحاصره ځواکونواو مختلفو لري پرتومقدموجبهو او جنګي خطونوته دوام داره اکمال او هوایې مرسته بللای شواوهم دهیواد لویو ښارونو او له هیواده بهرته په منظم ډول دمسافر وړونکو الوتکو الوتنې جاري وې. خو دامریکایانو په یرغل او دهوایي ډګرونو په بمبارولو سره دغه ملي شتمني په یومخیز ډول تباه او له منځه ولاړه محترم ملا اخترمحمد منصور د اسلامي امارت د واكمني په مهال د جنرال مالک د غدارۍ له كبله په شمال کې څه باندي شپږ میاشتي بندي شو خو وروسته د الله تعالی په فضل هغه وخت بیرته ژوندی راخلاص شوچي جنرال مالک د جنرال دوستم په بیرته را څرګندیدوسره له فاریابه وتښتیده اوله بندیخانو څخه یې بندیانو ته د وتلو زمینه مساعده شوه .

د امریکایانو د یرغل په خلاف وسله وال مقاومت

په ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر په اوومه نیټه په افغانستان باندې د امریکا تر یرغل وروسته محترم منصور صاحب د هغوی په خلاف مسلح جهاد پیل کړ.

د امریکا په ضد د نوموړي د جهاد یو د یاد وړ مرحله د کندهار د هوایي ډګر په شاوخوا کې د امریکایي بمبار په مقابل کې مقاومت او د امریکا له ګوډاګیانو سره مخامخ جنګونه دي چې اوږده موده یې دوام وکړ.د یادونې وړ ده چې امریکایانو خپل لومړنۍ یرغل او بمبار هم د کندهار له هوایي ډګر څخه پیل کړ. په لومړي ځل یې د هوایي ډګر په ساحه کې د پیچور په نوم د مدافع هوایي دستګاه وویشتله وروسته یې د مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمرمجاهد کور دغه راز د هوایي ډګر رادار، ځغاست لیکه او د هوایي ډګر په ساحه کې د شهید منصور صاحب کور او په خاص ډول دده د اوسیدلو اطاق یې په نښه کړ. خو دا چې هلته څوک موجود نه ول چاته تلفات ونه رسیدل.

وروسته چې د پلازمینې کابل په شمول له ډیر ولایاتو څخه مجاهدینو عقب نشیني وکړه د کندهار په ولایت کې تر یوې میاشتې پورې بیا هم مقاومت روان و. په دې مهال د ګل اغا شیرزي په مشرۍ د امریکا ګوډاګیانو د ارغسان د پله له خوا مسلسلې حملې کولې او دامریکایي الوتکو بمبار هم روان و منصور او ملګرو یې تر وروستۍ شیبې پورې مقاومت وکړ او بیا بیا یې ددښمن تعرضونه په شا وتمبول.

منصور صاحب دغه مهال چې د امریکایانو سخت بمبار روان و تر هغه وخته چې د اسلامي امارت مشرانو له کندهار ښار څخه د وتلو پریکړه کوله همیشه دمیدان په شاوخوا کې اوسیده او ددښمن په خلاف یې مقاومت ته ادامه ورکوله.مولوي مطیع الله صاحب وایي دغه وخت ورته د امریکایانو او ګل اغا شیرزي لخوا یو چا خط راووړ چې منصور صاحب ته یې په کې لیکلي وچې: نور راشه تسلیم شه، سر به دې په امن وي او کنه زموږ زور نلري او له شکست سره به مخامخ شې. منصور صاحب د دښمن استازي ته وویل چې ورشه ورته ووایه چې څه زور لرئ ټول وکاروئ، زما د تسلیمۍ فکر مه کوئ او نه به هم کله تسلیم شم.خپل وس کوئ او خپل وس به کوم.

مولوي مطیع الله وایي منصور صاحب د کندهار په دفاعي خط کې تر وروستۍ شیبې د مقاومت اراده درلوده یو وخت ورته یوه ملګري وویل چې له میدان څخه به مهمات او درنې مرمۍ دریګ او میوند خواته انتقال کړو. ده ورته وویل چې له هغه ځایه یې بیا نه شو راوړلی تر څو چې یو همدلته به یې مصرفوو.

ملا عزیز الرحمن هم د منصور صاحب اړوند د همدې وخت یوه خاطره ذکر کوي او وایي: په همدې سخت وخت کې چې د افغانستان ډیرې سیمې داسلامي امارت له واکه وتلې وې او یوازې کندهار ښار پاته و او سخت بمبار هم شروع وو یوه ورځ ورسره له ترنک پله تر ښار پورې په موټر کې ملګری وم نو یې همدا مذاکره کوله چې: حالات ډیر سخت دي، خو باید زموږ عزم متزلزل نه کړي،دا د الله تعالی تقدیر دی چې کله سړی پاچا وي او کله بیا ګدا شي.دا هر څه د بندګانو دازمویلو لپاره کیږي نو موږ باید خپله عقیده او عزم ونه بایلو او له دین سره خپل تعهد وساتو.

خو کله چې د اسلامي امارت مجاهدینو له کندهار ښار څخه د وتلو پریکړه وکړه منصور صاحب هم په هماغه وروستۍ ورځ له کندهار ښار څخه ووت او د میوند ولسوالۍ بند تیمور ته لاړ او د امریکایي یرغل په خلاف یې له سره د جهادي مقاومت د تداوم هڅې پیل کړې.

د محترم منصور صاحب په جهادي ژوند کې د امریکا په ضد د جهاد مرحله د ده لپاره له سختو آزمایښتونو او چیلنجونو ډکه دوره وه .دغه وخت نوموړي ته د مرحوم امیر المؤمنین لخوا د اسلامي امارت د رهبري شوری پر عضویت سربیره د کندهار ولایت جهادي مسؤلیت هم وسپارل شو.

دا مهال د کندهار ولایت د افغانستان د نورو ولایتونو په څیر د امریکایانو خلاف جهاد کې یو تکړه ، او ماهر جهادي مسؤل ته اړتیالرله ؛ ځکه امریکایانو د ټول جنوب لویدیځ زون په سطحه جنګي پلانونه له همدې ولایت څخه د مجاهدینو په خلاف طرح کول او همدا لامل و چې تر هلمند وروسته د ټول زون په کچه په کندهار ولایت کې زیات شمیر امریکايي، کاناډایي او نور بهرني یرغلګر ځای پرځای او تر بګرام وروسته لویه مرکزي اډه یې هم د کندهار ولایت په هوايي ډګرکې فعاله کړه.

خومنصور صاحب دخپل جهادي بصیرت له مخې په کندهار ولایت کې د ټولو موجودو خارجي یرغلګرو پرخلاف داسې جهادي پلانونه طرح کړل چې د هغوی د وخت مشهور پوځي جنرالان او نظامي ماهرین یې له مخنیوي او مقابلې څخه عاجز ول.

په کال ۲۰۰۳ م او ۲۰۰۸ م کې د کندهار ولایت د مرکز ي محبس د مجاهدینو په لاس دوه ځلې په حیرانوونکې توګه ماتیدل چې له مخې یې په دواړه ځلي مجموعا تر یونیم زر زیات اسیر مجاهدین د دښمن له اسارت څخه راخلاص کړای شول هم د منصور صاحب د مسؤلیت په مهال تر سره شول.دغه راز د کندهار ښار ته څیرمه سیمو سربیره په جنوبي او شمالي ولسوالیو کې د جهادي قیام پیل او اطرافي سیمو ددښمن له واکه ایستل،په کندهار ښار کې د چریکي ښاري جګړې تداوم،د دښمن په مراکزو د سترو استشهادي عملیاتو ترسره کیدل او ډیرې نورې جهادي کارنامې هغه څه دي چې د شهید منصور صاحب د مسؤلیت په مهال یې په کندهار ولایت کې صورت موندلی.

د اسلامي امارت د نائب په توګه

چي کله په۲۰۰۷ م کال کې داسلامي امارت پخوانی مرستیال الحاج ملا عبیدالله اخند د پاکستاني حکومت لخوا اسیر شونومرحوم عالیقدرامیرالمؤمنین رحمه الله ، ملا اختر محمد منصورداسلامي امارت له بل مرستیال محترم ملا برادراخند سره داسلامي امارت ددوهم مرستیال په حیث وټاکه او دا هدایت یې هم ورته وکړ چي کندهار ډیر مهم دی دهغه ولایت مشرتوب به هم نه پریږدي او دواړه دندي به پرمخ وړي.

په کال ۲۰۱۰ میلادي کې هغه مهال چې د اسلامي امارت یو مرستیال الحاج ملاعبید الله اخند د پاکستاني ځواکونو په اسارت کې شهید او بل مرستیال یې ملاعبدالغني برادر د امریکايي او پاکستاني مشترکو قواوو لخوا په پاکستان کې اسیر کړای شو امیر المؤ منین ملامحمد عمر (مجاهد ) محترم منصور صاحب د اسلامي امارت د مرستیال او د امارت د ټولو چارو د عمومي مسؤل په توګه وټاکه .

دا هغه مهال و چې د اوباما لخوا افغانستان ته ۳۰۰۰۰ نوي اضافي ځواکونه را لیږل شوي او په افغانستان کې جهادي مقاومت له سترو ننګونو سره مخ و .ځکه د یرغلګرو تر یولک زیات په تر ټولو پرمخ تللیو وسلو مجهز خارجي ځواکونه د سلګونه زره داخلي پوځیانو ترڅنګ له مجاهدینو سره د هیواد په ګوټ ګوټ کې په جګړو ښکیل ول.

له یوې خوا د نهایت حساسو امنیتي شرائطو له وجې د مقاومت د پوځي رهبري لپاره د اسلامي امارت امیر ملامحمد عمر (مجاهد) راڅرګندیدل ناشونی کار ګڼل کیده له بلې خوا په جهادي جبهه کې د پوځي او اداري قیادت تشه هغه څه ول چې دمقاومت پله یې په بشپړه توګه د دښمن په لور درنوله.

په مجاهدینو باندې پر پوځي فشار سربیره د دښمن لخوا نور سیاسي او تبلیغاتي فشارونو هم ډیر زیات شوي او د مقاومت په سنګرو کې یې ډیر شمیر جهادي چارواکي په شهادت رسیدلي ول اوګڼ شمیر مشران مسئولین اسیران ول .

په دغسي یو حساس وضعیت کې د مرحوم امیر المؤمنین ملامحمد عمر (مجاهد) لخوا د صلیبي یرغلګرو په وړاندې د مجاهدینودسمبالښت مسؤلیت د محترم منصور صاحب په غاړه ور واچول شو. محترم منصور صاحب عملا وکړای شول چې دالله تعالی په نصرت اودرهبري شوری په مرسته د مقاومت په تر ټولو حساسو شیبو کې هغه په داسې ډول رهبري کړي چې مجاهدین په هیڅ ډول د عملي قیادت تشه احساس نه کړي .

هماغه و چې ۲۰۱۰م کال په افغانستان کې د صلیبي ځواکونو لپاره د هغوی په خپل اعتراف تر ټولو خونړی کال ثابت او مجاهدینو وکړای شول تر بل هروخت په همدي کال کې ډیر موثر او کاري ګوزارونه پر دښمن ترسره او په ترڅ کې یې خپله د دښمن په اعتراف ۷۷۰ تنه خارجي یرغلګر و وژني.

همدا راز مجاهدینو د منصورصاحب په قیادت کې وکړای شول چي له دښمن نه ډیري پراخي سیمي فتحه او منظمه اسلامي اداره پکې رامنځ ته کړي .

د امیر المؤمنین ملامحمدعمر (مجاهد) تر وفات وروسته

د ۱۳۹۲ هجري شمسي کال د ثور د میاشتې په څلورمه نیټه چي کله امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد وفات شو نو داسلامي امارت د رهبري شوری یو شمیر غړیو، جیدوعلماء کرامو ، په تیرو دوولسو کلنو کې د مرحوم ملا محمدعمر (مجاهد) د ځانګړي قاصداو د نوموړي دائمي ملګروکوم چي د وفات تر وخته له نوموړي سره یوځای اوسیدل ټولو له منصور صاحب سره بیعت وکړ او نوموړی یې د اسلامي امارت د امیر په حیث تعین کړ

دا چې ۲۰۱۳ کال د صلیبي اشغالګرو او له هغو سره مقاومت کوونکو مجاهدینو ترمنځ د مقابلې او زور آزمویلو وروستی کال و نو د اسلامي امارت د رهبري شورا مهمو قیادي اعضاوو اویوشمیرشیوخو علماءکرامو دا پریکړه وکړه چې اوس مهال د امریکاپه مشرۍ د صلیبي اشغال د زور ازمو یلو وروستۍ شیبې دي او ۲۰۱۴م برخلیک ټاکونکی کال چي اشغال ګرو د خپلو ځواکونو د پرشاتګ لپاره د وروستي کال په حیث تعین کړی په مخ کې دی نو د جهادي مصلحت او علماء کرامو د موافقې له مخې به دا غوره وي چي د مرحوم امیرالمؤ منین د وفات خبره دي له همدغو محدودوکسانو پرته بل چاته ښکاره نشي .

هماغه و چي دا اساسي راز په ډیر خارق العادته ډول د خاص جهادي مصلحت پر اساس د ۲۰۱۵ کال د جولای د میاشتې تر ۳۰ نیټې پوري پټ وساتل شو.

د اسلامي امارت د منتخب امیر په توګه

کله چې د ۱۴۳۶ هجري قمري کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۴ نیټه چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د جولای د میاشتې له ۳۰ نیټې سره سمون خوري د اسلامي امارت د رهبري شوری له لوري د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله وفات رسما اعلان شو.

منصور صاحب د مجاهدینو د لاښه اطمنان په خاطر د رهبري شوری غړواوعلماء کرامو ته د خپل برخلیک او د نوي زعیم د ټاکلوپه اړه اختیار ورکړ او داخبره یې ورته وکړه چي تاسو چي کوم شخص د زعیم په حیث غوره كوئ زما پري خوښه او موافقه ده .

هماغه و چې د افغانستان د اسلامي امارت د رهبري شوری اعضاوو، د مشائخو او مخورو علماء کرامو په ګډون یوې غونډې چې د اهل الحل و العقد له اعتبار څخه برخمن ول د محترم منصور صاحب له حضور اوموجودیت پرته تر اوږدو بحثونو ، مصلحت سنجولو او مشورو وروسته نوموړی د اسلامي امارت د نوي امیر په حیث وټاکه .

د اسلامي امارت د امیر په توګه د محترم ملا اختر محمد (منصور) له ټاکل کیدو سره سم د اسلامي امارت د رهبري شورا غړیو، داسلامي امارت دټولو کمیسونونو مشرانو د قضاء او محاکمو عمومي مسؤلینو نظامي قومندانانو او د افغانستان د ۳۴ ولایتونو جهادي مسؤلینو، د نظامي کمیسیونونو مشرانو، د هیواد علمي،ملي ، جهادي، سیاسي او فرهنګي شخصیتونو او د اسلامي امارت ټولو وسله والو ځواکونو او ملکي چارواکو په یوه غږ د اسلامي امارت له نوي امیر منصور صاحب سره بیعت اعلان کړ. دغو ټولو پوځي او ملکي لوريو او د هیواد ملي شخصیتونو خپل بیعتونه په صوتي او کتابتي بڼه د افغانستان د اسلامي امارت نشراتي څانګي ته ولیږل چې وروسته د هغوی لخوا د اسلامي امارت په مرکزي ویب پاڼې الاماره ویب سایټ کې هم نشر شول.

د نوي امیر په توګه تقرر یې د شریعت له نظره

علماء کرام او اسلامي سیاست پوهان په اسلام کې د زعیم دانتخاب لپاره تر ټولو سمه او غوره لاره د شوری یا اهل الحل والعقد لخوا څخه ټاکنه بولي د اهل الحل والعقد اطلاق په هغه ټولي کیږي چې په علم، تجربې او هوښیارۍ لرونکو اشخاصو باندې مشتمل وي او معمولا د یوې شوری اطلاق ورباندې کیدلی شي.

د خلفاء راشدینو د ټاکل کیدو له بیلابیلو طریقو څخه په عمومي استنباط د شوری له لارې د زعیم ټاکلوته دری مرحلې معلومې شوي دي،چې لومړۍ دترشیح مرحله ، دوهمه د انتخاب او دریمه د بیعت مرحله ده. ترشیح یا د مشرۍ لپاره نوماند کیدل به خپله د هغه کس لخوا څخه نه وي څوک چې زعیم ټاکل کیږي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

إنا والله لا نولي هذا العمل أحدا سأله , أو أحدا حرص عليه (متفق عليه) (اخرجه البخارى (۷۱۴۹) ومسلم (۱۷۳۳ )

ژباړه : په والله چې موږ به هغه څوک په دې( د مشرۍ په کار ) ونه ټاکو کوم چې خپله یې غواړي او یا یې حرص لري.

نو ترشیح به د بل چا لخوا یا د یوه تن وي لکه عمرفاروق رضی الله عنه چې د ابوبکر صدیق رضی الله عنه لاس ونیو او د زعامت لپاره یي وړاندې کړاو بیا صحابه کرامو د امام په حیث انتخاب کړ او یا به د ډیرو کسانو وي لکه عمرفاروق رضی الله عنه چې له شهادت وړاندې څو صحابه د خلافت لپاره ونومول او د هغو له منځه حضرت عثمان رضی الله عنه وټاکل شو.

ملا اختر محمد منصور صاحب هیڅکله ځان په خپله د مشرۍ لپاره نه دی نوماند کړی، بلکې نوموړی په لومړنۍ غونډه کې هم د مشرۍ لپاره د یوازیني کاندید په حیث د شورا لخوا نوماند شو او په دوهمه غونډه کې یي هم صراحتا شوری ته وویل چې زه د مشرۍ غوښتونکی نه یم بلکې د یوه مأمور په حیث خدمت مې زړه غواړي، خو شوری نوموړی د زعامت د یوازیني وړ کس په حیث نوماند کړ، وروسته له اوږدو بحثونو نوموړی د همدې شوری لخوا چې په علماء کرامو،شیوخو او د اسلامي امارت د رهبري شوری په غړو مشتمله وه چې ټول د علم او جهادي تجربې خاوندان دي لخوا د زعیم په حیث انتخاب او ورپسې لومړی د شوری غړو ورسره بیعت وکړ او وروسته نورو مسئولینواو عامو مجاهدینو او مؤمنینو ورسره د بیعت لړۍ پيل کړه.

په دې توګه ویلی شو چې د نوموړي انتخاب په بشپړه شرعي طریقه ترسره شو چې له همدې امله د هیواد له ساره او اوږده څخه په نورو لکونوانسانانو سربیره سلګونو د قرآن او احادیثو مشائخو د نوموړي زعامت قبول کړ ، شرعي یي وباله او بیعتونه یي ورسره وکړل.

د شخصیت په اړه یې

د افغانستان د اسلامي امارت دوهم زعیم امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد (منصور) د اسلامي امارت په تأسیسي غړیو کې یو خورا مدبر، مؤثر او مسلط شخصیت ګڼل کیدو.نوموړی په موهوبوي شکل د قیادت او رهبرۍ له ځانګړو مشخصاتو څخه برخمن و .تقوی، اخلاص، جهادي بصیرت، سیاسي درایت او د کارونو په عملي کولو کې اداري نظم او جرأت یې کاري مشخصات و .

شهید ملا اخترمحمد منصور صاحب د اسلامي امارت د اړونده جهادي فعالیتونو په تعقیب او تنفیذ کې د خپل جهادي رهنما مرحوم ملامحمد عمر (مجاهد) نقش قدم روان و، د جهادي اهدافو تحقق، له خارجي اشغال څخه د هیواد خپلواکي او په هغه کې د شرعي نظام ټینګښت یې د جهاد او مبارزي اساسي هدف و، د( وامرهم شوری بینهم) په اساس په کارونو کې د ملګرو سالمې مشورې په غورسره اوريدل، اهل کار کسانوته مسؤلیت سپارل او تر مسؤلیت سپارلو وروسته ورباندې پوره اعتماد کول،مسؤلو کسانوته تل پر ولس باندې د ترحم او خواخوږي سپارښتنه کول د نوموړي ښکاره مشخصات و .

پردې خبره یې ډیر ترکیز درلود( چي اسلامي امارت دټولو افغانانو ګډ کورده نو همداسي باید ټول خپل ځان پکي وویني )

د شهیدمنصور صاحب د شخصیت په اړه دده نږدې ملګري وایي چې نوموړی متواضع، مخلص او جرأتمن شخصیت و. له بیت المال سره یې احتیاط کاوو. ساده ژوند یې خوښ و. د نوموړي ملګری ملا عبدالباقي اخند وایي چې د امارت د واکمنۍ په وخت چې وزیر و لیدلی یې دی چې تر ولایاتو پورې به یې د لین په عادي موټرو کې سفر کاوو. نوموړی وایي په شل کلنه ملګرتیا کې یې د منصور صاحب کومه بده خبره او تر خه وینا نه په یادیږي. له خپلو تحت الامر کسانو سره یې د یوه ملګري په حیث چلند کاوو.

ملا نور احمد اغا چې د منصور صاحب له نږدې کسانو څخه و وایي چې منصور صاحب ډیر متوکل سړی و او سره له دې چې ډیر خطرات ورته متوجه نوموړی به همیشه پیدا کیدلای شوای. دده په خبره د معاونیت او امارت په ټوله موده کې یوازې دوه ورځې داسې شوي چې له مجاهدینو سره د منصور صاحب رابطه پرې شوي وي او د احتیاط په خاطر یې ځان غائب کړی وي. نور به هر وخت د ځانګړو استازو په توسط له ده سره د مجاهدینو رابطه کیدلای شوای او لازم هدایات یې ورکولای شوای.

د شهید منصور صاحب زوی ملافتح الله وایي چې منصور صاحب ورته همیشه په علم او استعداد لوړولو باندې تاکید کاوو او ویل به یې چې د ښه خدمت لپاره لومړی ښه استعداد ضرور دی او د هر دیني خدمت لپاره د علم زده کړه شرط بلل کیږي.نوموړی وایي چې منصور صاحب له شهادت نه یوه نیمه میاشت مخکې یوه ورځ وویل چې د ژوند تر تولو ستر ارمان مې پاک او مخلصانه شهادت دی.

فکري او مذهبي لید لوری یې

محترم ملا اختر محمد منصور په مذهبي لحاظ د اهل سنت والجماعت پلوی او د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله د مذهب مقلد و .د وخت او زمان د سیاسي جریاناتو په نزاکت ښه بلد و.

له نوموړي سره د مخامخ کیدو پرمهال سړي د ده سنجیده ګي، وقار او متانت ښه درک کولای شوای، سادګي او بي تکلفي یې د ژوند ځانګړې مشخصه وه .

د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم او خلفاء راشدینو د سیرت له مطالعې سره یې خاصه دلچسپي درلوده، همیشه یې له خپلو ټولو جهادي او اداري بوختیاووسره سره رسنۍ په ډیر دقت تعقیبولې، جهادي لیکوالانو او د امارت فرهنګي اونشراتي کارکوونکوته یې د هغوي په نشراتي فعالیتونو کې خاصې مشوري او ځانګړې توصیې ورکولې .

شهادت یې

بالاخره د حق د لارې دغه مخلص او فداکار مجاهد چې د اسلامي امارت د زعیم په حیث د ټاکل کیدو یي لا کال نه و پوره شوی د امریکا د بي پیلوټه الوتکې په برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید چې د نوموړي د شهادت او نوي زعیم د ټاکل کیدو اعلان د اسلامي امارت لخوا په اعلامیه سره وشو.

Previous Post

حصار اوابتکار؛ د طوفان زیږنده

اړوند مطالب

ابدي ژوندي

د جهاد مجسم انځور؛ شهید ملا محمد ادریس ابو یوسف رحمه الله

مې 5, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Go to mobile version