هلته چې نړی د ګمراهی او جهالت په فتنو کې غرقه وه، د صفا د غره له سره د «یا صباحاه » نعره وشوه، هر قوم ته جلا جلا غږ وشو او بیا هغوی ټول د عدل دین ته دعوت او د یوه دردناک عذاب څخه ووېرول شول، د عقل خاوندانو له فرصت څخه استفاده وکړه او د اسلام مبارک دین یې قبول کړ، خو هغوی چې بدبخت وو او ظاهراً یې ځانونه د قوم پوهان او عقلمند خلک معرفي کول د خپلې کینې او جهالت اور وخوړل، تر دې چې د ځینو جسدونه د بدر کرغیړنې څاه ته واچول شول او د ځینو نوم او نښان داسې ورک شو چې بیا به هېڅکله پیدا نشي، په دوی کې د ځینو چې نوم پاتې نو د عبرت داستانونه پرې جوړ دي، خلک به د قیامت تر ورځې لعنت پرې وايي او د آخرت په ورځ هم ورته دردناک عذاب په تمه دی، هغه خلکو چې اسلام راوړ، نېک عملونه یې کړل، صبر یې وکړ او په حق سره یې یو بل ته توصیې کولې د هغوی څخه د دنیا غمونه لرې شول، دوی له الله تعالی څخه او الله تعالی له دوی څخه راضي شو، د ویاړونو تاریخونه شول، او د اسلامي امت په تاریخ کې کله هم چې د دوی نوم یادیږي نو دعا ورته کیږي، خلک یې د احسان پوروړي دي او ټول له الله تعالی څخه غواړي چې د حشر په ورځ یې هم له همدغه خلکو سره حشر وکړي ( رضي الله عنهم).
د صحابه کرامو او له هغوی وروسته د نېکو خلکو په مبارکو لاسونو د عربو جزیره فتحه شوه، د فارس او روم انسان خوړونکې او مفسدې امپراطوری نسکورې شوې، خلک د بنده ګانو له بنده ګی خلاص شول او د دنیا له تنګیو د دنیا او آخرت پراخیو ته وه ایستل شول، جهان د صلحې، سوکالۍ او آبادۍ ننداره کوله. یو رب، یو قانون، یو امیر، یو هېواد او یو امت و، نور هېڅ نه وو. هغوی چې لا هم مسلمان شوي نه وو، نو یا خو یې په ټیټ سر جزیه ورکوله او د اسلامي شریعت قوانیونو ته یې غاړه ایښې وه او یا خو دومره بې وسه و، چې د فتنو او ویجاړیو فکر یې هم نه کولو.
خو بیا وروسته چې مسلمان امت د دنیا په ټولولو لګیا شو، له مرګ یې کرکه پیدا شوه، قومونو چې اصلاً یې باید یو بل سره پیژندلي وای، خو دوی له یو بل څخه د زیاتو امکاناتو د ټولولو لپاره حسدونه شروع او د اصولو پر ځای یې په فرعي موضوعاتو پسې دانګل پیل کړل نو دا هر څه سر چپه شول، یا خو به هلاکو راغی او له خراسانه شروع د مصر تر کوڅو به یې نسل وژنه، لوټ، تالان او تیري وکړل؛ یا خو به مسیحي درنده ګانو د اقصی په ښار برید وکړ او په څو ساعتونو کې به یې اویا زره عام مسلمانان له تېغه تېر کړل او یا خو به همدا بې ایمانه وحشیان له یو بل سره په جنګ شول او په لسګونه میلیونه خلک به یې ووژل.
تیارې ورځ په ورځ زیاتېدې تر دې چې نړی یې ټوله لاندې کړه، زور واکي، لوټ، تالان، فحاشي، ظلمونه، وحشتونه او ډول ډول نخرې دي چې هره ورځ یې شاهدان یو، اسلامي ځمکې غصب، مسلمانې خویندې بندیانې، اسلامي مقدسات توهین شوي او اسلامي هېوادونه یرغمل شوي دي.
نو ځکه خو یو ځل بیا د «يا صباحاه» نعره پورته کوو، مسلمانانو ته دعوت ورکوو، د کفارو پر وړاندې د اعداد او تیاري طرف ته یې بولو، د یوې سپینې او مبینې فتحې زیري ورکوو او له وهن، نفاق، په کور کېناستلو او له قربانی څخه د بې فکره کېدو له امله ورته په دنیا او آخرت کې د تاوان خبرداری ورکوو. بت شکن د همدې لپاره دی چې ویده ضمیرونه ویښ کړي، په نسلونو کې د بیدارۍ حس را ژوندی کړي او امت ته وفهموي چې د کړنګ په غاړه دی.
د دې امت ژغورل د یوې ډلې او یوه ملت کار ندی بلکې هر څوک او له هر ملیت څخه باید چې لاس را بډ وهي او د دې امت د سوکالۍ لپاره کار وکړي، د دښمنانو پر وړاندې یې غبرګون وښايي، د له لاسه وتلو ځمکو د راګرځولو لپاره خلک تیار کړي، د امت د مقدساتو د توهین مخنیوی وکړي او له هغوی سره چې تر اوسه یې د دې مقدساتو توهین کړی دی باید چې ورسره حساب وکړي او په آخر کې باید چې ټول او په ټول توان د هغه واجب د قائمولو لپاره را ووځي کوم چې له سلو کلونو څخه زیات وخت کیږي امت یې له خیر څخه محروم دی يعني خلافت.
بت شکن د همدې لپاره دی چې د الله تعالی پاکه ځمکه د سومنات په څېر له ناپاکه مجسمو څخه پاکه کړي، هغوی چې د دې مجسمو عبادت کوي سمې لارې ته را کاږي او هغه مالونه چې د دغه بې ګټې او بې مقصده مجسمې په پښو کې خښ دي را وباسي او د علم ښارونه پرې آباد کړي.
په آخر کې له الله تعالی څخه خیر او برکت غواړو، خپلو هغه مخلصو وروڼو ته چې زمونږ سره یې په دې لوی خیر کې شرکت او مرسته کړې ده د اجر، صبر او ثبات غوښتونکي یو…!
الله تعالی د مونږ له هغه کسانو څخه نه شمېر کوي، چې ټولې هڅې یې ضایع شوې وي او خپله ګمان کوي چې ګواکې زه ډېر ښه روان یم. آمین