سه شنبه, جون 2, 2026
  • Login
بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • د تاریخ درسونه
    • د اسلافو تاریخ
    • اند او پند
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home سرمقالې

يا صباحاه…! (د بت شکن په څپو؛ د صفاء غونډۍ له سره د پورته کېدونکې نعرې انګازه)

اول ګل زاهد by اول ګل زاهد
مې 3, 2026
in سرمقالې
0 0
0
يا صباحاه…! (د بت شکن په څپو؛ د صفاء غونډۍ له سره د پورته کېدونکې نعرې انګازه)

هلته چې نړی د ګمراهی او جهالت په فتنو کې غرقه وه، د صفا د غره له سره د «یا صباحاه1» نعره وشوه، هر قوم ته جلا جلا غږ وشو او بیا هغوی ټول د عدل دین ته دعوت او د یوه دردناک عذاب څخه ووېرول شول، د عقل خاوندانو له فرصت څخه استفاده وکړه او د اسلام مبارک دین یې قبول کړ، نېک عملونه یې کول، صبر یې وکړ او په حق سره یې یو بل ته توصیې کولې، په بدل کې الله له هغوی څخه د دنیا غمونه لرې کړل، دوی له الله تعالی څخه او الله تعالی له دوی څخه راضي شو، د ویاړونو تاریخونه شول، او د اسلامي امت په تاریخ کې کله هم چې د دوی نوم یادیږي نو دعا ورته کیږي، خلک یې د احسان پوروړي دي او ټول له الله تعالی څخه غواړي چې د قیامت په ورځ یې هم له همدغه خلکو سره حشر وکړي (رضي الله عنهم).

خو هغوی چې بدبخت وو او ظاهراً یې ځانونه د قوم پوهان او عقلمند خلک معرفي کول د خپلې کینې او جهالت اور وخوړل، تر دې چې د ځینو جسدونه د بدر کرغیړنې څاه ته واچول شول او د ځینو نوم او نښان داسې ورک شو چې بیا به هېڅکله پیدا نشي، په دوی کې د ځینو چې نوم پاتې نو د عبرت داستانونه پرې جوړ دي، خلک به د قیامت تر ورځې لعنت پرې وايي او د آخرت په ورځ هم ورته دردناک عذاب په تمه دی.

د صحابه کرامو او له هغوی وروسته د نېکو خلکو په مبارکو لاسونو د عربو جزیره فتحه شوه، د فارس او روم انسان خوړونکې او مفسدې امپراطوری نسکورې شوې، خلک د بنده ګانو له بنده ګی خلاص شول او د دنیا له تنګیو د دنیا او آخرت پراخیو ته وه ایستل شول، جهان د صلحې، سوکالۍ او آبادۍ ننداره کوله. یو رب، یو قانون، یو امیر، یو هېواد او یو امت و، نور هېڅ نه وو. هغوی چې لا هم مسلمان شوي نه وو، نو یا خو یې په ټیټ سر جزیه ورکوله او د اسلامي شریعت قوانیونو ته یې غاړه ایښې وه او یا خو دومره بې وسه و، چې د فتنو او ویجاړیو فکر یې هم نه کولو.

له هغه کسانو څخه چې مسلمان امت ته یې زیات افتخارونه راوړي او نړی یې د عدل او استقامت شاهده وه یو هم بت شکن سلطان محمود غزنوي رحمه الله دی.

د مشهورو تاریخ لیکونکو لکه تاج الدین سبکي، ابن خلکان، ابن کثیر، ابن خلدون، ابن الاثیر، عبدالحی الحنبلي … کتابونه د دې ګواهي ورکوي چې بت شکن سلطان رحمه الله د عدل او تقوا نمونه وه، د امت په وحدت او سرلوړی کې یې ډېرې هلې ځلې کړې دي او د جهاد په مټ یې د اسلام بیرغ تر لرې لرې ځایونو رسولی دی. د هغه د عدل په اړه تاج الدین سبکي لیکي چې له عمر بن عبدالعزیز رحمه الله وروسته په نړی کې څلور کسان داسې دي چې په عدالت کې پنځم نلري، چې له هغوی څخه یو سلطان بت شکن رحمه الله دی2.

سلطان رحمه الله له عباسي خلیفه سره وعده کړې وه چې هر کال به د هند په طرف غزا کوي او همداسې یې کول، ابو الحسن عبد الغافر الفارسي لیکي چې هغه ډېر جدي، نېک بخت، با برکته، د خپلو خلکو لپاره صادق او د الله تعالی د کلمې د لوړولو لپاره هڅاند شخص وو، هر کال به په سفر او جهاد بوخت و او هېڅ کال یې له جهاد او فتوحاتو څخه خالي نه وو.3

د سلطان محمود غزنوي رحمه الله په څېر شخصیتونه وو چې د هند په طرف د عدل دین خپور شو او له هماغه وخت څخه وروسته د هند یا برصغیر د علم او اسلامي دعوت یو له مهمو مرکزونو څخه بلل کیږي.

دا ټول د اسلام، اتحاد، تدبر، تفکر، علم او جهاد له برکته وو او تر هغه وخته یې دوام پیدا کړ تر کومه چې مسلمانانو د الله په کتاب، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په سنتونو، د خلفاء الراشیدینو او نورو نېکو رهبرانو په رسۍ خپلې منګولې لګولې وې.

خو بیا وروسته چې مسلمان امت د دنیا په ټولولو لګیا شو، له مرګ یې کرکه پیدا شوه، قومونو چې اصلاً یې باید یو بل سره پیژندلي وای، خو دوی له یو بل څخه د زیاتو امکاناتو د ټولولو لپاره حسدونه شروع او د اصولو پر ځای یې په فرعي موضوعاتو پسې دانګل پیل کړل نو دا هر څه سر چپه شول، یا خو به هلاکو راغی او له خراسانه شروع د مصر تر کوڅو به یې نسل وژنه، لوټ، تالان او تیري وکړل؛ یا خو به مسیحي درنده ګانو د اقصی په ښار برید وکړ او په څو ساعتونو کې به یې اویا زره عام مسلمانان له تېغه تېر کړل او یا خو به همدا بې ایمانه وحشیان له یو بل سره په جنګ شول او په لسګونه میلیونه خلک به یې ووژل.

تیارې ورځ په ورځ زیاتېدې تر دې چې نړی یې ټوله لاندې کړه، زور واکي، لوټ، تالان، فحاشي، ظلمونه، وحشتونه او ډول ډول نخرې دي چې هره ورځ یې شاهدان یو، اسلامي ځمکې غصب، مسلمانې خویندې بندیانې، اسلامي مقدسات توهین شوي او اسلامي هېوادونه یرغمل شوي دي.

نو ځکه خو یو ځل بیا د «يا صباحاه» نعره پورته کوو، مسلمانانو ته دعوت ورکوو، د کفارو پر وړاندې د اعداد او تیاري طرف ته یې بولو، د یوې سپینې او مبینې فتحې زیري ورکوو او له وهن، نفاق، په کور کېناستلو او له قربانی څخه د بې فکره کېدو له امله ورته په دنیا او آخرت کې د تاوان خبرداری ورکوو. بت شکن د همدې لپاره دی چې ویده ضمیرونه ویښ کړي، په نسلونو کې د بیدارۍ حس را ژوندی کړي او امت ته وفهموي چې د ګړنګ په غاړه دی.

د دې امت ژغورل د یوې ډلې او یوه ملت کار ندی بلکې هر څوک او له هر ملیت څخه باید چې لاس را بډ وهي او د دې امت د سوکالۍ لپاره کار وکړي، د دښمنانو پر وړاندې یې غبرګون وښايي، د له لاسه وتلو ځمکو د راګرځولو لپاره خلک تیار کړي، د امت د مقدساتو د توهین مخنیوی وکړي او له هغوی سره چې تر اوسه یې د دې مقدساتو توهین کړی دی باید چې ورسره حساب وکړي او په آخر کې باید چې ټول او په ټول توان د هغه واجب د قائمولو لپاره را ووځي کوم چې له سلو کلونو څخه زیات وخت کیږي امت یې له خیر څخه محروم دی يعني خلافت.

بت شکن د همدې لپاره دی چې د الله تعالی پاکه ځمکه د سومنات په څېر له ناپاکه مجسمو څخه پاکه کړي، هغوی چې د دې مجسمو عبادت کوي سمې لارې ته را کاږي او هغه مالونه چې د دغه بې ګټې او بې مقصده مجسمې په پښو کې خښ دي را وباسي او د علم ښارونه پرې آباد کړي.

په آخر کې له الله تعالی څخه خیر او برکت غواړو، خپلو هغه مخلصو وروڼو ته چې زمونږ سره یې په دې لوی خیر کې شرکت او مرسته کړې ده د اجر، صبر او ثبات غوښتونکي یو…!

الله تعالی د مونږ له هغه کسانو څخه نه شمېر کوي، چې ټولې هڅې یې ضایع شوې وي او خپله ګمان کوي چې ګواکې زه ډېر ښه روان یم. آمین


1 «يا صباحاه» یا «ای سهاره» دا هغه نعره ده چې حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خپل ښکاره دعوت په لومړی ورځ د صفا د غونډی په سر پورته کړه، دا نعره لکه د اوس وخت د خطر زنګ ته ورته وه، او خلک به یې له یوې لویې واقعې څخه خبرول، نبي کریم صلی الله علیه وسلم هم په همدې نعره خلک راټول کړل او هغوی ته دعوت ورکړ او د الله تعالی له عذاب څخه یې ووېرول.

د نورو معلوماتو لپاره د سیرت النبي کتابونو ته مراجعه وکړۍ!

2 الطبقات الشافعیة الکبری

3 السیاق لتاریخ نیسابور، د امام ذهبي په حواله

Next Post

له صهیونستي تولیداتو سره پریکون وکړئ!

اړوند مطالب

لکه حاجیان؛ راځئ د شیطان ترڅنګ، شیطاني خواص او اشخاص هم په کاڼو وولو!
سرمقالې

لکه حاجیان؛ راځئ د شیطان ترڅنګ، شیطاني خواص او اشخاص هم په کاڼو وولو!

مې 25, 2026
Next Post
له صهیونستي تولیداتو سره پریکون  وکړئ!

له صهیونستي تولیداتو سره پریکون وکړئ!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Go to mobile version