جمعه, اکتوبر 16, 2026
بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • د تاریخ درسونه
    • د اسلافو تاریخ
    • اند او پند
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home قد أفلح من تزکی

د بدنظرۍ او مجازي عشق زیانونه او ورڅخه د ځان ساتلو طریقه

شاه حکيم محمد اختر by شاه حکيم محمد اختر
سپتمبر 13, 2026
in قد أفلح من تزکی
0

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم أما بعد:
احقر محمد اختر عفا الله تعالی عنه عرض کوي چې په دې زمانه کې د اهلِ تقویٰ، اهلِ دین، اهلِ صلاح او ټولو سالکینو د طریق د تباهۍ او بربادۍ سامان د ښځو له فتنې څخه زیات فتنة الأماره ده او لکه څنګه چې په دغه فتنه کې ظاهري خنډونه کم دي، نو له همدې امله شیطان نفس ډیر ژر په دې فتنه کې مبتلا کوي او د نامحرمو ښځو په لور ډیر ځله د بد نظرۍ تر حده پورې انسان مجرم ګرځوي. او حکیم الامت، مجدد الملت حضرت مولانا شاه اشرف علي صاحب تهانوي رحمة الله علیه لیکل فرمایي:
1. له نامحرمې ښځې یا نارینه (ښکلي تنکي ځوان) سره د هر ډول اړیکې (تعلُّق) ساتل، که هغه د هغه لیدل وي، یا د زړه خوشحالولو لپاره ورسره خبرې کول وي، یا په یوازیتوب کې د هغه په څنګ کې کېناستل وي، یا د هغه د زړه خوشحالولو لپاره خپل لباس ښایسته کول او په خبرو کې نرمي راوستل وي؛ زه په رښتیا سره عرض کوم چې له دې اړیکې څخه چې کومې خرابۍ پیدا کېږي او کوم مصیبتونه مخې ته راځي، هغه زه په لیکنه کې نشم راوستلی.
2. مجازي عشق د الله تعالی عذاب دی؛ لکه څنګه چې په دوزخ کې د مرګ او ژوند په منځ کې انسان پریشانه وي:

لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَىٰ ﴿الاعلیٰ: ۱۳﴾
«نه به په کې مري او نه به ژوندی وي».

همدا رنګه له بد نظرۍ وروسته، انسان په مجازي عشق کې مبتلا کېږي، نو تړپېږي، د سکون له خوب څخه هم محرومېږي، دنیا او دین یې دواړه تباه کېږي او بالاخره په لیونتون (پاګل خانه) کې داخلېږي. په لیونتونونو کې نن سبا په سلو کې نوي (۹۰٪) د مجازي عشق مریضان دي چې د وي سي آر، سینما، تلویزیون او ناولونو په لوستلو سره لیوني شوي دي.
3. له بد نظرۍ وروسته چې څوک په مجازي عشق کې مبتلا شي، که د ګناه نوبت راشي، نو فاعل او مفعول دواړه د تل لپاره ذلیل او خوار ګرځي (یو بل ته به کتلای هم نشي)؛ او لکه څنګه چې یو مهربان پلار غواړي چې زما زوی دې په عزت سره اوسیږي او په هیڅ بد کارۍ کې دې نه ذلیله کېږي، همدا رنګه د الله تعالی غیر محدود رحمت هم همدا غواړي چې زما بندګان دې په هیڅ ذلیل کار سره حقیر او رسوا نشي او له تقویٰ سره دې د عزت ژوند تېر کړي، په حلالو دې اکتفا وکړي او له حرامو دې صبر وکړي. او کله چې د دنیا خلک، د دنیا په خوندونو خپلې سترګې سړوي، نو زما خاص بندګان دې زما په عبادت او زما د ذِکر په خوند خپلې سترګې سړې کړي؛ او دا سړښت د تل لپاره دی، په داسې حال کې چې د دنیا د خلکو سړښت په زرګونو بلاګانو ککړ او فاني دی. د احقر دوه شعرونه دي:

دشمنوں کو عیش آب و گل دیا
دوستوں کو اپنا درد دل دیا
ان کو ساحل پر بھی طغیانی ملی
مجھ کو طوفانوں میں بھی ساحل دیا

«دښمنانو ته یې د اوبو او خاورو عیش ورکړ. دوستانو ته یې د خپل زړه درد ورکړ. هغوی ته په ساحل کې هم د طوفان موجونه ورسېدل. ما ته په طوفانونو کې هم ساحل راکړل شو»

له همدې امله خواجه صاحب رحمة الله علیه فرمایي:

ڈال کر ان پر نگاہ شوق کو
جان آفت میں نہ ڈالی جائے گی
حسن فانی پر اگر تو جائے گا
یہ منقش سانپ ہے ڈس کھائے گا

«د هغوی په لور د شوق نظر په اچولو سره. ځان په مصیبت کې مه اچوه. که په فاني حسن پسې لاړ شې. دا رنګین ښامار به دې وچیچي.»

مولانا اسعد الله صاحب د مظاهر العلوم سهارنپور محدث او د حضرت حکیم الامت مجدد الملت حضرت تهانوي رحمة الله علیه خلیفه فرمایي:

عشقِ بتاں میں اسعدؔ کرتے ہو فکرِ راحت
دوزخ میں ڈھونڈتے ہو جنت کی خواب گاہیں
«په مجازي عشق کې اسعده، ته د راحت فکر کوې؛ په دوزخ کې د جنت د خوب ځایونه لټوې»

پر فاني حسن باندې مرشد مولانا شاه ابرار الحق صاحب دامت برکاتهم په خانقاه ګلشنِ اقبال کې دا شعر اورولی و:

دورِ نشاط چل گیا گردشِ جام ہو چکی
ساقیا گلعذار کی ترکی تمـــام ہو چکی
«د نشاط دور تېر شو، د جامونو د ګرځېدو مجلس پای ته ورسېد؛ اې ساقي! د ګل غوندې مخ لرونکي مړاوی کېدل او زوړوالی بشپړ شو»

احقر محمد اختر عفا الله تعالی عنه عرض کوي چې په بد نظرۍ باندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښرا شته:

لَعَنَ اللهُ النَّاظِرَ وَالْمَنْظُورَ إِلَيْهِ
«الله تعالی لعنت فرمایلی دی په بد نظري کونکي او په هغه چا چې د بد نظرۍ بلنه ورکوي (یعني بې پردې ګرځي) باندې هم».

د اولیاوو له ښرا څخه وېرېدونکي باید د سید الانبیاء صلی الله علیه وسلم له ښرا څخه ووېریږي، الله تعالی دې زموږ د ټولو ساتنه وکړي.
د څو ورځو د حسن جادو په څېر سړی داسې لیونی کوي چې بیا یې په لږو ورځو کې د مخ جغرافیه بدله شي او په زوړوالي کې خو یې نقشه په عجیبه توګه بدلیږي. د احقر د همدې فناءِ حسن پر موضوع دا شعر دی:

ادھر جـــغرافیہ بدلا ادھر تاریخ بھی بدلی
نہ اُن کی ہسٹری باقی نہ میری مسٹری باقی
«دلته جغرافیه بدله شوه، هلته تاریخ هم بدل شو؛ نه د هغوی هسټري (تاریخچه) پاتې شوه او نه زما مسټري پاتې شوه».

یو پخوانی شعر رایاد شو:

کسی خاکی پہ مت کر خاک اپنی زندگانی کــو
جوانی کر فدا اس پر کہ جس نے دی جوانی کو
«پر کوم خاورین (مخ) باندې ژوند مه قربانوه؛ ځواني پر هغه چا قربان کړه چا چې دا ځواني درکړې ده».

له دې خطرناک مرض څخه د څومره ځوانانو ژوند تباه شو. د احقر اشعار:

سنبھل کر رکھ قدم اے دل! بہارِ حسنِ فانی میں
ہزاروں کشتیوں کا خون ہے بحرِ جوانی میں
وہ جوانانِ چمن اور ان کا ظالم بانکپن
دیکھتے ہی دیکھتے سب ہو گئے دشت و دمـن
«اې زړه په هوښیاري باندې ګام واخله! د فاني حسن په بهار کې؛ د ځوانۍ په سمندر کې د زرګونو کښتیو خون دی. هغه د چمن ځوانان او د هغوی ظالمه ښکلا او نخرې. په لیدو لیدو کې دا هر څه د دښتې او بیابان په څېر شول»

د بد نظرۍ په اړه چې کوم ایت نازل شوی دی لکه:

إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ ﴿النور: ۳۰﴾
«یقینا الله تعالی ستاسې له ټولو کړنو (او بدو کتنو) څخه پوره باخبره دی.

د احقر شعر دی چې:

جو کرتا ہے تو چھپ کے اہل جِہاں سے
کـوئی دیــکھتا ہـے تجـھے آسماں سے
«ته چې څه پټ د نړۍ له خلکو څخه کوې. یو څوک دې له اسمان څخه ویني»

حق تعالی د بد نظرۍ فعل او عمل ولې په «صنعت» سره تعبیر کړی دی؟ په دې کې څه حکمت دی؟ خبره دا ده چې بد نظري کونکی په خپل زړه کې د هغه معشوق لپاره د خپلو مختلفو هیلو انځور جوړوي. په خیال پلو کې یې کله ښکلوي، کله یې له سینې سره لګوي او داسې نور. له همدې امله د دغو مختلفو صنعتونو څخه د باخبره کولو لپاره حق تعالی په دې آیت کې ذکر فرمایلی دی، لکه څنګه چې علامه الوسي سید محمود بغدادي (مفتي بغداد) رحمة الله علیه په خپل تفسیر روح المعاني کې د دې په تفسیر کې څلور عنوانونه داسې لیکي:
إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ
1. بِإِجَالَةِ النَّظَرِ: ستاسې له نظر ګرځولو او بد نظرۍ کولو څخه الله تعالی باخبره دی.
2. بِاسْتِعْمَالِ سَائِرِ الْحَوَاسِ: بد نظري کونکی د پنځو حواسو له لارې د حرام خوند اخیستلو هڅه پیلوي، الله تعالی د هغه له هر حرکت څخه باخبره دی، یعني له لیدلو (باصره)، اورېدلو (سامعه)، څکللو (ذایقه)، لمس کولو (لامسه)، او بویولو (شامه) څخه؛ د هر قوت له استعمال څخه خدای خبردار دی.
3. بِتَحْرِيكِ الْجَوَارِحِ: او الله تعالی د بد نظري کونکي د ټولو اندامونو له حرکتونو څخه باخبره دی، یعني د مجازي محبوب د ترلاسه کولو لپاره دا لاس او پښې او نور ټول اندامونه چې په کومه توګه کاروي، دا هر څه خدای ویني او پرې باخبره دی.
4. بِمَا يَقْصِدُونَ بِذٰلِكَ: او د بد نظرۍ کونکي له هغه وروستي مقصد څخه چې بد فعلي ده، هم الله باخبره دی. په دې جمله خبریه کې جمله انشائیه پټه ده، یعني سخته سزا به ورکول کېږي او سخت عذاب به ورکول کېږي. احقر ته په ټول ژوند کې په خورا زیات شمیر د بد نظرۍ او مجازي عشق ناروغان ورغلي دي او ټولو همدا ویلي چې ژوند تریخ دی، خوب نشته، بې ارامي ده، د مرګ هیله ده، د ځان وژنې فکرونه دي، صحت خراب دی، په زړه کې وېره ده، زړه او دماغ کمزوري دي او په هیڅ کار کې زړه نه لګېږي. ما تل همدا عرض کړی دی چې مجازي عشق او غیر الله ته د زړه ورکولو همدا عذاب دی، او احقر دا شعر د دې ډول پریشان حاله خلکو په خدمت کې وړاندې کوي:

هتھوڑے دل پہ ہیں مغز و دماغ میں کھونٹےبتــاؤ عــشقِ مــجازی کــے مزے کیا لوٹے
«په زړه باندې د څټکونو ګزارونه دي او په مغزو او دماغ کې مېخونه ټکوهل کېږي؛ نو ووایه چې د مجازي عشق له خوندونو دې څه ترلاسه کړل؟

د مجازي عشق د اصلاح په لړ کې د احقر څو شعرونه ملاحظه کړئ:

نہیں علاج کوئی ذوقِ حسن بینی کا
مگر یہی کہ بچا آنکھ بیٹھ گوشے میں
اگر ضرور نکلنا ہو تجھ کو سوئے چمن
تو باہتمامِ حفاظتِ نظر ہو توشے میں
ان کا چراغِ حسن بجھایا بھی بجھ گئے
بلبل ہے چشمِ نم گـلِ افسـردہ دیـکھ کـر
«د ښکلا لیدو او حسن پرستۍ د دغه شوق هیڅ بل علاج نشته، پرته له دې چې انسان خپله سترګه وژغوري او په یو ګوښه ځای کې کښېني. او که کله د باغ او چمن لوري ته وتل اړین وي، نو بیا پکار ده چې د سترګو او نظر ساتنه دې د لارې یوازنۍ توښه وي. د هغوی د ظاهري ښکلا او حسن څراغونه مړه شول؛ اوس بلبل د هغه مړاوي ګل په لیدلو په نمجنو سترګو ناست دی».

دا ښکلي چې نن پر ځمکه باندې ګرځي راګرځي، یوه ورځ په قبرونو کې خاوره کېدونکي دي. له مرګ وروسته چې کله قبر خلاص کړې او وګورې، نو صرف خاوره به په نظر درځي. که له دې خاورې وپوښتې چې اې خاورې! ستا کومه برخه مخ و او کومه برخه وېښتان وو، کومه برخه سترګې وې؟ نو هلته به یوازې خاوره ومومې، نه به یې شې پېژندلی چې کومه خاوره سترګه وه، کومه پزه وه او کوم یو مخ و. الله تعالی د ازموینې لپاره دا مېشتې خاورې داسې ښایسته او رنګینې کړي دي چې وګوري څوک پر دې ښکلا باندې مري او څوک د پیغمبر پر حکم باندې ځان قربانوي. که دا نقش او نګار او ځلا پر خاوره باندې نه وای، نو بیا خو ازموینه نه کېدله، له همدې امله په دې ښکلا باندې دوکه مه خورئ، د سلوک ډیر سالکین له دې څخه دوکه شول، تباه شول او تر الله تعالی پورې ونه رسېدل. زما شعر دی:
میر مارے گئے ڈسٹمپر سے
ورنہ مٹی کی حقیقت کیا تھی
«میر د ظاهري رنګ او ښکلا له امله مړ شو، ګني د خاورې اصل حقیقت څه و؟»
نو ځکه له داسې فاني ځلا سره څه زړه تړل، د فناءِ حسن په اړه د احقر څو شعرونه ملاحظه کړئ:

کسی گلفام کو کفنا رہا ہوں
جنازہ حسن کا دفنا رہا ہوں
لگانا دل کا ان فانی بتوں سے
عبث ہے، دل کو یہ سمجھا رہا ہوں
شیریں لبی کے ساتھ وہ شیریں دہن بھی تھا
آغوشِ موت میں وہی زیرِ کفن بھی تھا

«د یو ګل غوندې ښکلي ته کفن ورکوم؛ د حسن او ښکلا جنازه ښخوم. له دې فاني بتانو سره د زړه تړل بې ځایه دي، خپل زړه ته همدا خبره ورښیم. له خوږو شونډو سره هغه خوږه خوله هم وه؛ نن د مرګ په غېږ کې تر کفن لاندې ده».

بلکې له مرګ څخه مخکې، د وخت په تېرېدو سره کله چې له مخ څخه ښکلا لاړه شي او د پوزې نقشه او جغرافیه بدله شي او:

کمر جھک کے مثلِ کمانی ہوئی
کوئی نانا ہوا، کوئی نانی ہوئی
ان کے بالوں پہ غالب سفیدی ہوئی
کوئی دادا ہوا، کوئی دادی ہوئی

« ملا کږه شوه لکه د لیندۍ په څېر، څوک نیکه شو او څوک نیا شوه؛ د دوی پر وېښتانو سپینوالی غالب شو، څوک نیکه شو او څوک نیا شوه».

نو د عشق جنازه هم وځي او مجازي عاشقان په خپلو لاسونو د خپل عشق جنازه ښخوي او په نهایت حسرت او پښېمانۍ سره تښتي. په دې حقیقت باندې د احقر دوه شعرونه:

ان کے چہرے پہ کچڑی داڑھی کا
ایک دن تم تماشا دیکھو گے
میر اس دن جنازہ اُلفت کا
اپنے ہاتھوں سے دفن کر دو گے

« یوه ورځ به ته د دوی پر مخ د ګډوډې (سپینې او تورې) ږیرې ننداره او تماشا وګورې. اې میره! په هغه ورځ به د مینې او الفت جنازه په خپلو لاسونو ښخه کړې».

له همدې امله د محبت وړ یوازې د الله تعالی ذات دی چې د هغه حسن او جمال ته هیڅکله زوال نشته، بلکې هر لمحه د هغه یو نوی شان دی:
﴿كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ﴾ (الرحمن: ۲۹)
«هغه هره ورځ (په هر وخت کې) په یو نوي شان کې دی».
د حق تعالی له ذات څخه د هغه د صفاتو جلاوالی او انفصال محال دی. بر عکس یې د نړۍ د ښکلو کسانو حسن هره لمحه د زوال په لور روان دی. دا جسدونه په قبرونو کې د ښکته کېدونکو دي، تور وېښتان په سپینو بدلېدونکي دي، ملاوې کړوپېدونکې دي، له سترګو څخه چرک او اوبه بهیدونکې دي، له مخونو څخه د رڼا او ځلا لوګی پورته کېدونکی دی، نو چیرته خپل ژوند ضایع کوئ! د احقر څو شعرونه ملاحظه کړئ:

آج کچھ ہیں کل اور کچھ ہوں گے
حسنِ فانی سے دل لگانا کیا
میر مرنا کسی گلفام پر
خاک ڈالو گے انہیں اجسام پر

«نن یو ډول دي او سبا به بل ډول وي؛ له فاني حسن او ښکلا سره زړه تړل څه معنی؟ په هیڅ یو ګل غوندې ښکلي باندې مه مړ کېږه؛ په همدغو جسدونو او بدنونو به بالاخره خاورې اړوې».

ښامار چې لاړ شي نو خپله لاره کرښه پرېږدي، خو د حسن د ښامار لاره په دې توګه له منځه ځي چې د حسن نښې او اثار کټ مټ هم نه پاتې کېږي؛ په دغه وخت کې مجازي عاشقان حیران پاتې کېږي او افسوس کوي.
حسـنِ رفــتہ کا تــماشا دیــکھ کر
عشق کے ہاتھوں کے طوطے اڑ گئے
«د تېر شوي او له منځه تللي حسن نندارې ته په کتلو سره، د عشق د دعوه دارانو د لاسونو طوطیان والوتل».
که د ښکلو څېرو پای او انجام سترګو ته مخامخ وي، نو بیا مجاهده اسانه کېږي.
د احقر یو بل شعر دی:
ان کے پچپن کو ان کے بچپن سے
پہـلے ســوچو تـو دل نہیں دو گے
«د هغوی د ماشومتوب په اړه د دوی تر ماشومتوب وړاندې فکر وکړه، بیا به هېڅکله خپل زړه ورنه کړې».
او د حسن د فاني کېدو دا مراقبه خو د نفس د تسلي لپاره ده، ترڅو نفس د داسې عارضي او فاني شي په لور میلان ونه کړي. خو د حسن د فاني کېدو له امله له ګناه څخه ځان ژغورل، دا خو د بندګۍ خورا ټیټه کچه ده؛ د دې معنی خو دا شوه چې که د دې ښکلو کسانو حسن فاني نه وای، نو معاذ الله موږ به ورسره زړه لګاوه! له لومړي سر څخه د عبودیت او بندګۍ تر ټولو لوړه کچه دا ده چې موږ داسې ووایو: اې الله! ستا محبت، ستا عظمت او ستا هغه احسانات چې پر موږ یې لرې، د هغوی حق خو دا دی چې که تر قیامت پورې پر دغو ښکلو کسانو باندې زوال هم رانشي او د هغوی د حسن رڼا او ځلا همدا هسې پاتې وي، نو بیا به هم موږ د هغوی په لور د نظر پورته کولو جرات ونکړو؛ ځکه چې په کومه خوښۍ سره چې ته ناخوښه کېږې او ستا د ناخوښۍ له لارو څخه چې کومه خوښي ترلاسه کېږي، هغه خو لعنتي خوښي ده. زما همدا شعر دی:
ہم ایسی لذتوں کو قابــلِ لعنت سمجھتے ہیں
کہ جن سے رب مرا اے دوستو ناراض ہوتا ہے
«اې دوستانو! موږ داسې خوندونو ته د لعنت وړ وایو، چې له امله یې زما رب، ناراضه کېږي».
او د ګناه په لږ ساعت خوند کې په زرګونو تکلیفونه او په زرګونو پټ غمونه دي، د ګناه اراده او هڅه کول له حق تعالی څخه د لیرې والي پیل دی او د عذاب د نقطې پیل دی، چې له هغې وروسته په زړه کې د آرام او سکون خوب هم نشي راتلای.
عشقِ مجازی کا آغازِ برباد دیکھا
انجام کا یا اللہ کیا حـال ہوا ہوگا
«د مجازي عشق د بربادۍ پیل مې ولید، یا الله د دې د پای به څه حال شوی وي».
له همدې امله چې په زړه کې مردار راغی، نو زړه مردار شو. دا ښکلي کسان یوه ورځ مړي کېدونکي دي، دا وخت که څه هم ژوندي دي خو څرنګه چې حادث او فاني دي؛ له همدې امله کله چې دا په زړه کې راشي نو د حدوث او فنا اثرات به ورسره یوځای راځي. په داسې زړه کې له الله تعالی سره د تعلق خوند او خوږوالی نشي پاتې کېدای. د بېلګې په توګه په یو خونه کې تاسې خواړه خورئ، خوندور خواړه دي، په دغه وخت کې په همدې خونه کې یو جنازه راوړل شي او کېښودل شي، نو تاسې ووایاست! ایا اوس به خواړه خوند وکړي؟ همدا رنګه کله چې په زړه کې مردار راغی، نو له الله تعالی سره د تعلق خوند نشي پاتې کیدای. الله تعالی داسې زړه ته نه راځي چې په هغه کې د غیر الله بدبویي او غلاظت وي. حضرت مولانا شاه محمد احمد صاحب رحمة الله علیه فرمایي:

نہ کوئی راہ پا جائے نہ کوئی غیر آ جائے
حریمِ دل کا احمد اپنے ہر دم پاسباں رہنا
«ترڅو هیڅوک لاره پیدا نکړي او هیڅ غیر (الله) رانشي، اې احمده! د خپل زړه د حرم هر وخت ساتونکی اوسه».

له همدې امله د الله والا خلک هر وخت د خپل زړه څارنه کوي چې نفس له کوم ځای څخه د حرامو خوند غلا نکړي، ځکه هغوی داسې څېرې نژدې کېدو ته هم نه پرېږدي چې له امله یې د احتیاط اړتیا وي. له دې امله نفس ته لږ غوندې غم رسیږي، خو د دې غم په برکت د هغوی زړه هر وخت مست، خوشحاله او د حق تعالی د نژدېوالي په شرف مشرف وي. د احقر شعر دی:

مرے ایامِ غـم بـھـی عید رہے
ان سے کچھ فاصلہ مفید رہے
«زما د غم ورځې هم اختر وې، له هغوی څخه لږ غوندې فاصله ګټوره وه».

کله چې لمر ختلو ته نژدې شي، نو د ختیځ ټول افق سور ګرځي. دا د دې نښه وي چې لمر راختونکی دی. همدا رنګه کوم کس چې د خپلو حرامو هیلو په وژلو سره د خپل زړه افق سور کړي، د هغه په زړه کې د حق تعالی د نژدېوالي لمر راخېژي. د احقر څو شعرونه دي:

وہ سرخیاں کہ خونِ تمنا کہیں جسے
بنتی ہیں شفق میں مطلعِ خورشیدِ قرب کی
میرا انجامِ الفت میر تم بھی دیکھتے جانا
مری ویرانیاں آباد ہیں خونِ تمنا سے
مگر خونِ تمنا سے جو بنتی ہے شفق احمر
انہیں آفاق سے دل میں طلوعِ خورشیدِ حق ہوگا
«هغه سره رنګونه چې د هیلو او غوښتنو د قربانولو په نوم یادېږي، په شفق کې د قرب او نژدېوالي د لمر د راختلو ځای ګرځي. زما د محبت پای ته ته هم ګوره، زما دا ویرانۍ د هیلو په قرباني کولو سره ابادې دي. خو د هیلو د قربانولو له امله چې کوم سور شفق جوړېږي، له همدغو افقونو څخه به په زړه کې د حق لمر راوخېژي».

برعکس کوم خلک چې د نظر ساتنه نه کوي، هغوی بالاخره په مجازي عشق کې مبتلا کېږي او بربادېږي او د هغوی په دنیا کې داسې سخته پریشاني او عذاب وي چې هغه پخپله مجازي عاشق احساسوي. او بالاخره ډیر خلک د مرګ پر مهال د الله تعالی د نوم پر ځای د خپل معشوق نوم اخلي او کلمه نه ورته په برخه کېږي، له همدې امله مشائخ کرامو فرمایلي دي چې د سالک لپاره له ښځو او بې ږیرې هلکانو سره ناسته پاسته او مېلمستیا، زهرِ قاتل دی. شیطان چې کله د ګمراهۍ له هرې لارې څخه ناهیلی شي، نو دا هڅه کوي، چې صوفیان د ښځو او هلکانو په فتنه کې واچوي. د هغه دا داسې لویه وسله ده چې د ده په دغه چال کې څوک راشي، د هغه لاره په بشپړ ډول بندېږي؛ ځکه چې له نورو ګناهونو څخه له الله تعالی څخه هغومره لیرې والی نه راځي، څومره چې له دې ګناه څخه راځي. د بېلګې په توګه که چا په درواغو، غیبت یا د جماعت د لمانځه په پرېښودلو سره له الله تعالی څخه مثلا د څلوېښت درجو په اندازه د زړه انحراف وکړ، نو کله چې توبه وباسي، زړه یې بېرته د الله لور ته متوجه کېږي. خو که څوک د یوې ښکلې څېرې په عشق کې مبتلا شي، نو د زړه انحراف یې له الله څخه یو سلو اتیا (۱۸۰) درجې وي. د زړه قبله په بشپړ ډول بدلېږي. که هغه په لمونځ کې ولاړ وي، نو هماغه ښکلی مخ ورته مخامخ وي، که تلاوت کوي نو هغه ورته مخامخ وي، او که ذکر کوي نو هماغه څېره یې تر سترګو کېږي. د زړه مخ له الله تعالی څخه وګرځي او د یوه خوسا کېدونکي او سړېدونکي لاش په څېر شي. الله تعالی له بنده څخه د بلې هیڅ ګناه له امله دومره زیات نه لیرې کېږي، څومره چې د مجازي عشق له امله ورڅخه لیرې کېږي. ښکاري چې د کومې مرغۍ ښکار کول غواړي، د هغې په وزرونو باندې ژاولې لګوي، چې له امله یې هغه نشي الوتلی او په اسانۍ یې ښکار کوي؛ کټ مټ همدا رنګه شیطان چې کله وګوري یو سالک په خورا تېزۍ سره د الله په لاره کې پرمختګ کوي، له هرې ګناه څخه ځان ساتي، نو هغه په کومه ښکلې څېره کې مبتلا کوي او د الله تعالی له نژدېوالي څخه یې په بشپړ ډول محروموي.
له همدې امله، که هر څومره ښکلې څېره مخې ته راشي، هیڅکله ورته د سترګو له کونج څخه هم مه ګورئ. په هغه وخت کې نابینا شئ، په سترګو کې د رڼا لرلو سره سره له رڼا څخه لاس په سر شئ. د احقر شعر دی:

جـب آگــئے وہ ســامنے نابـیـنا بن گئے
جب ہٹ گئے وہ سامنے سے بینا بن گئے
«کله چې هغوی مخې ته راغلل نو موږ نابینا شوو، او کله چې هغوی له مخې لیرې شول نو بېرته بینا شوو».

(نورې برخې په راتلونکو ګڼو کې، ان شاء الله)

❊❊❊❊

Previous Post

بت شکن مجله، سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

Next Post

نشنلېزم؛ د اسلامي امت د واحد جسد رژونې سرطاني غده

اړوند مطالب

قد أفلح من تزکی

د بدنظرۍ او مجازي عشق زیانونه او ورڅخه د ځان ساتلو طریقه (دوهمه برخه)

اکتوبر 13, 2026
د ژبې له بد کارولو او بدګمانۍ څخه ځان وساتئ!
قد أفلح من تزکی

د ژبې له بد کارولو او بدګمانۍ څخه ځان وساتئ!

اگست 2, 2026
وېره د انسان لپاره ګټوره ده
قد أفلح من تزکی

وېره د انسان لپاره ګټوره ده

جون 30, 2026
د حج او عمرې د مشروعیت حکمتونه
قد أفلح من تزکی

د حج او عمرې د مشروعیت حکمتونه

مې 25, 2026
پر عمل د دوام برکتونه
قد أفلح من تزکی

پر عمل د دوام برکتونه

مې 25, 2026
د الله تعالی او د هغه د رسول ﷺ محبت پر ټولو محبتونو غالب کړئ
قد أفلح من تزکی

د الله تعالی او د هغه د رسول ﷺ محبت پر ټولو محبتونو غالب کړئ

مې 3, 2026
Next Post
نشنلېزم؛ د اسلامي امت د واحد جسد رژونې سرطاني غده

نشنلېزم؛ د اسلامي امت د واحد جسد رژونې سرطاني غده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Go to mobile version