سه شنبه, جون 2, 2026
  • Login
بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • د تاریخ درسونه
    • د اسلافو تاریخ
    • اند او پند
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home قد أفلح من تزکی

د حج او عمرې د مشروعیت حکمتونه

طارق سعد by طارق سعد
مې 25, 2026
in قد أفلح من تزکی
0 0
0
د حج او عمرې د مشروعیت حکمتونه

Muslim pilgrims circle the Kaaba as they pray at the Grand Mosque, during the annual haj pilgrimage in the holy city of Mecca, Saudi Arabia July 12, 2022. REUTERS/Mohammed Salem/File Photo

د انسانانو عادت داسې دی، چې يوازې هغو شيانو ته غاړه ږدي چې معقول حکمت او معلومه ګټه ولري او اسلامي شريعت هم له هغو شريعتونو څخه دی چې احکام يې له حکمت او مصلحت څخه ډک دي، خو ځينې داسې احکام هم پکې شته چې الله تعالی يې حکمت له موږ پټ ساتلی او د تشريع راز يې موږ ته نه دی څرګند کړی او فقهاء دې ته «تعبدي احکام» وايي.

الله تعالی چې بندګان په دغو تعبدي احکامو مکلف کړي، مقصد يې دا دی چې د هغوی بشپړ انقياد، عاجزي او د الله تعالی د ارادې پر وړاندې تسليمېدل څرګند شي، تر څو د الله تعالی د رضا او مغفرت مستحقین وګرځي او دا څه لرې خبره نه ده، ځکه موږ هره ورځ د خلکو تر منځ د دې مثالونه وينو؛ مثلا که يو رئیس وغواړي د خپلو مامورینو اخلاص او مينه وازمايي، نو هغوی ته داسې کارونه سپاري چې مقصد يې نه معلومېږي او حقيقت يې هم نه وي روښانه، نو مخلص انسان ړوند اطاعت کوي، خو بل سړی بیا ورڅخه تنګېږي او زړه تنګون ښيي.

کله چې دا حالت څرګند شي، نو مشر هماغه لومړی کس د خپلې پاملرنې، مهربانۍ او شفقت وړ ګرځوي او د دوهم کس نيولو او رټلو فرصت ته ګوري. همداسې (پرته له تشبيه او مثال ورکولو) الله تعالی ځينې داسې احکام مشروع کړي چې ګټه يې له موږ پټه ده، تر څو د ځينو بندګانو بشپړ اطاعت، عاجزي او تسليمېدل څرګند شي او هم د نورو خلکو ناخوښي، تنګون او اعتراض ښکاره شي.

له دغو تعبدي اعمالو څخه حج او عمره هم دي، چې حکمت يې تر ډېره زموږ له نظره پټ دی، که څه هم په حقيقت کې له حکمت څخه خالي نه دي؛ ځکه الله تعالی عبث کار نه کوي، بلکې عبث پرې محال دی. خو هغه عقل چې دين نه دی بند کړی او نه يې د فکر او استنباط مخه نيولې، ځينو داسې شيانو ته رسېدلی چې ګومان کېږي د دغو اعمالو حکمتونه دي.

نو له هغو حکمتونو څخه چې عقل ور رسېدلی دی، ځینې یې په لاندې ډول دي:

لومړی: د نفس دې ته هڅول چې الله تعالی ياد کړي او د هغه د عظمت او جلال پر وړاندې عاجزي اختيار کړي؛ ځکه د الله تعالی د شعائرو ليدل، د تعظيم د نښو لرونکو اعمالو ترسره کول او د الله تعالی د حرمتونو درناوی کول، نفس ته لویه تنبيه ورکوي او د الله تعالی ذکر، د هغه له قدرت څخه وېرې او د هغه د عظمت پر وړاندې خضوع ته یې رابولي او په دې کې سترې ګټې او لوی خيرونه دي.

دوهم: مؤمنانو ته د قيامت د ورځې، د ستر حشر او لوی وحشت يادول؛ ځکه دوی خپل اهل، مال او استوګنځایونه پرېږدي، په يوه ميدان کې راټولېږي، د دنيا له تعلقاتو پرې کېږي، په خپلو ګناهونو پښېمانه وي، او د الله تعالی له رحمته هيله او د هغه له عذابه وېره لري. په دې کې شتمن او غريب، عزتمند او ذليل، نېک او ګناهکار ټول برابر وي، د هر چا يوازينۍ هيله مغفرت وي او مقصد يې يوازې د الرحمن ذات رحمت وي.

دريم: د الله تعالی د رحمت د ترلاسه کولو تر ټولو قوي اسباب برابرول؛ ځکه کله چې د نړۍ له هر ګوټ څخه خلک په يوه ميدان کې راټول شي، زړونه يې په اخلاص سره الله تعالی ته متوجه وي، مخونه يې زارۍ سره شرمنده وي، لاسونه يې د امید لپاره اوچت وي، ژبې يې په تضرع بوختې وي، په ارحم الراحمين ښه ګومان کوي او په هغوی کې نېکان، غوره او مقرب بندګان هم موجود وي، نو الله تعالی د هغوی هيلې نه ضائع کوي، له خپل فضل څخه يې نه محروموي او داسې رحمت ورباندې نازلوي چې ټول پکې رانغاړل کېږي او همداسې فضل ورباندې کوي، چې ټولو ته شامل وي.

څلورم: موحدینو ته د هغه رهبانيت بدله ورکول چې د پخوانيو امتونو ځينو خلکو د الله تعالی د رضا لپاره خپله ايجاد کړی و؛ هغوی له خوندونو او خواهشاتو ځان ساته، له خلکو څخه لرې کېدل او د خالق د محبت لپاره يې د مخلوق له انس څخه لاس اخيست. همداسې د الله تعالی د کور حاجي هم له خوندونو او شهوتونو ځان ساتي، وطن، خپلوان، ښځه او اولاد پرېږدي، د خپل رب د حرم قصد کوي او د هغه عفوې او رضا ته هيله من وي. له همدې امله کله چې له رسول الله ﷺ څخه د رهبانيت او سياحت په اړه وپوښتل شول، ويې فرمايل:

«الله تعالی موږ ته د دې پر ځای جهاد او پر هر لوړ ځای تکبير ويل راکړي دي.» مقصد يې حج و.

پنځم: د نفس ظلم کمول او د هغه سرکشي مهارول؛ ځکه ظلم د نفس له خويونو څخه دی او له ظلم څخه تل منع کول پر نفس سخت وي، خو که نفس په ظلم کې ازاد پرېښودل شي، نو دا د بشري ټولنې لپاره داسې تباهي ده، چې ټولنه یې نه شي برداشت کولای، له همدې امله د الله تعالی له حکمت څخه دا وه چې د حج وختونه او ځایونه يې ډېر محترم وګرځول، څو ثواب پکې زيات او عذاب پکې سخت وي، تر څو انسان په دغو وختونو او ځايونو کې له ظلم او سرغړونې څخه ځان وساتي او عدالت او احسان غوره کړي، چې په نتيجه کې ظلم کم او نفس مهار شي، بلکې کله کله همدا سبب شي چې ځينې خلک، چې الله تعالی توفيق ورکړی وي، په بشپړه توګه له ګناهونو لاس واخلي، او دا د دوو علتونو له امله وي:

لومړی علت: انسان چې کله يو کار په وار وار وکړي، نو هغه يې عادت ګرځي؛ نو که څوک په ځينو وختونو يا ځايونو کې د سخت عذاب له ويرې له جرمونو څخه ځان وساتي، وروسته دا د هغه عادت او طبيعت شي.

دوهم علت: هوښيار انسان خپل عمل نه خرابوي او هغه څه کوي چې له فساد څخه یې وساتي؛ او مؤمن په دې پوهېږي، چې ګناه نېکي له منځه وړي، او الله تعالی له دې څخه منعه کړې ده، په دې قول سره:

«اې مؤمنانو! خپلې صدقې په منت او اذيت سره مه باطلوئ.»

نو کله چې انسان په کوم وخت يا ځای کې د زيات ثواب په نيت عبادت وکړي، بیا هڅه کوي هغه په ګناه خراب نه کړي او له بديو ځان وساتي. دا کار د انسان د ګناهونو د پرېښودو او له معصيتونو څخه د لرې پاتې کېدو لامل ګرځي.

شپږم: د سفر سختۍ، له وطنه لرې والی او د راحتونو پرېښودل انسان ته د الله تعالی نعمتونه ور په يادوي؛ لکه د کور آرام، له وطن سره انس، او د اهل و عيال محبت، نو په دې توګه انسان د الله تعالی د شکر ادا کولو ته متوجه کېږي.

اووم: په زړونو کې د شفقت او رحم پيدا کول؛ ځکه حاجيان د سفر په مهال د سختيو، غربت او ستړياوو تجربه کوي، نو د لارې پر مسافرو او غريبو خلکو زړه سواندي پيدا کوي، د هغوی مرسته کوي او د هغوی اړتياوې پوره کوي، چې په دې سره د مسلمانانو تر منځ مينه، الفت او متقابل ملاتړ ټينګېږي او په اسانۍ او سختۍ کې وروڼه سره جوړېږي.

اتم: د ټولو مسلمانانو تر منځ د يووالي او مرستې فضا رامنځته کول؛ ځکه په دغه حرم شريف کې د نړۍ له هرې خوا مسلمانان په يوه وخت راټولېږي، دين، مقصد او فکر يې يو وي، يو د بل وروڼه وي او يو پر بل مهربان وي. دوی که و غواړي او یا الله تعالی وغواړي، کولی شي د نړۍ د هر کونج د مسلمانانو له حالاتو څخه ځانونه خبرولای شي او يو بل ته ګټورې مشورې ورکولای شي، مرسته او همکاري سره تبادله کولای شي او يو د بل ملاتړ کولای شي. په دې توګه د هغوی کلمه سره يوه کېږي، ځواک يې قوي کېږي او د هر هغه چا پر وړاندې يو موټی کېږي چې د هغوی د ضرر اراده ولري.

پر دې سربېره، د حج سفر انسان ته نوې پېژندګلوۍ، مادي او معنوي ګټې هم ور په برخه کوي. ځينې خلک د تجارت له لارې داسې ګټې ترلاسه کوي چې په خپل وطن کې يې نه شي موندلی او شريعت تجارت نه دی منع کړی، تر څو چې اصلي نيت حج وي او تجارت تبعا ورسره راشي. همدارنګه کېدای شي يو ناروغ د هوا د بدلون، د نويو سيمو او دريابونو د ليدلو له امله روغ شي او سفر د هغه غم او وحشت هم کم کړي چې د خپلوانو، مېرمنې يا اولاد د مرګ له امله ورباندې راغلی وي.

❊❊❊❊

Previous Post

پر عمل د دوام برکتونه

Next Post

له کفارو څخه د برائت قرآني عقیده

اړوند مطالب

پر عمل د دوام برکتونه
قد أفلح من تزکی

پر عمل د دوام برکتونه

مې 25, 2026
د الله تعالی او د هغه د رسول ﷺ محبت پر ټولو محبتونو غالب کړئ
قد أفلح من تزکی

د الله تعالی او د هغه د رسول ﷺ محبت پر ټولو محبتونو غالب کړئ

مې 3, 2026
Next Post
له کفارو څخه د برائت قرآني عقیده

له کفارو څخه د برائت قرآني عقیده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Go to mobile version