اسرائیل د یعقوب علیه السلام نوم دی چې د الله تعالی د بنده او عبدالله په معنی دی، دا چې یهود د نوموړي علیه السلام په اولاده کې رازي نو ځکه یې د بني اسرائیلو په نوم شهرت موندلی؛ یهودیت له یهودا څخه اخیستل شوې کلیمه ده چې یهودا د یعقوب علیه السلام یو زوی ته منسوب نوم دی!
یعقوب علیه السلام د اسحق علیه السلام او اسحق د ابراهیم علیه السلام زوی وه؛
ددوی له جملې یعقوب علیه السلام په کنعان کې زنده ګي غوره کړه، همدلته په عبراني قوم کې په پیغمبرۍ مبعوث او ژبه یې هم عبراني وه.
د یعقوب علیه السلام په اولاده کې یوسف علیه السلام په مصر کې په پیغمبری مبعوث شو، الله تعالی جل جلاله د مصر حکومت او وزارت ورکړ، نوموړي علیه السلام خپله کورنۍ له کنعانه مصر ته راوغوښته او همدلته میشته شول.
بني اسرائیلو په مصر کې د عزت او وقار ژوند درلوده، تعداد یې هم ورځ په ورځ په زیاتیدو وه، د وخت په تیریدو سره په دوی یو داسې وخت راغی چې مصري فرعونیانو بني اسرائیل خپل غلامان او مزدوران وګرزول؛ په همدې وخت کې موسی علیه السلام د دریم رامسس فرعون په زمانه کې وزیږیده چې په همدې کال فرعون د بني اسرائیلو نوي پیدا شوي ماشومان حلالول، الله تعالی موسی علیه السلام د فرعون په کور کې راستر کړ، نوموړی علیه السلام د ځوانۍ په مرحله کې یو قبطي چې له یوه اسرائیلي سره یې دعوه درلوده په سوک وواهه چې ځای پرځای مړ شو.
موسی علیه السلام له مصره د شعیب علیه السلام ځای مدین اوسني اردن ته لاړ، لس کاله یې له شعیب علیه السلام سره تېر کړل نوموړي خپله لور هم ورکړه، مصر ته د بیرته راتګ په وخت کې د سینا په دښته کې د الله تعالی له طرفه وحیې ورته راغله او په پیغمبری مبعوث شو، الله جل جلاله د موسی علیه السلام ورور هارون علیه السلام ته هم پیغمبري ورکړه او د نوموړي مرستندوی یې غوره کړ.
مصر ته له راتګ بعد یو ځل بیا موسی علیه السلام خپل قوم د فرعون له جبر او ظلمونو د ژغورولو په پار له مصره ووت، الله تعالی دوی پر نیل روغ رمټ پورې ویستل او د فرعون لښکر یې پکې غرق کړ (دا فرعون د دریم رامسس زوی من فتاح نومیده)
بني اسرائیل د سینا په دښته کې میشت شول، موسی علیه السلام همدلته طور ته پورته شو او الله تعالی جل جلاله تورات ورکړ، نوموړی علیه السلام په طور کې وه چې سامري خوسکی جوړ خلک یې ورته عبادت ته راوبلل او بني اسرائیلو یې عبادت پیل کړ؛ په همدې د سینا په دښته کې به دوی ته من او سلوا راتلله.
څه زمانه بعد بني اسرائیل د ښاري ژوند، ترکاری، هوګې او پیاز غوښتونکي شول، موسی علیه السلام د الله تعالی په امر جهاد ته راوبلل تر څو فلسطین فتح او دا اباد ښار ونیسي، چې هم به کروندې کوي او هم به د ښاري ژوند خاوندان شي.دوی د موسی علیه السلام خبره ونه منله، موسی علیه السلام ډیر خفه او لدې نافرمانه قومه ناهیلی شو او خپل قوم (بني اسرائیلو)ته یې ښیرا وکړه.
قران کریم دې پیښې ته داسې اشاره کوي:
«فَاذْهَبْ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ» (سورة المائدة: 24)
ویل یې: موږ لدې قوي قوم سره د جګړې توان نلرو، ته او رب دې لاړ شی او لدې خلکو سره وجنګیږي موږ به دلته درته کښینو.
بني اسرائیل په همدې د سینا دښته کې ۴۰ کاله سرګردانه ګرځېدل تر دې چې په دوی کې یو بل نسل را لوی شو؛
دې نافرمانه قوم همدلته د خوسکي عبادت، جهاد نه کول، د الهي نعمتونو ناشکري، بې صبري، شکایات او د پیغمبرانو علیهم السلام په تکذیب لاس پورې کړ.
موسی او هارون علیهم السلام په همدې سینا دښته کې وفات شول.
له موسی علیه السلام بعد یوشع بن نون علیه السلام په پیغمبری مبعوث شو،۴۰کاله تیر شوي وه، بني اسرائیل د همدې پیغمبر تر قیادت لاندې د اردن له لارې فلسطین ته ننوتل، لکه څرنګه چې دوی ۱۲طایفې وې او په ۱۲برخو یې دا سیمه وویشله.
پر دوی لسګونه کلونه همداسې تیریدل د پاچاهي نظام پکې نه وه، تر دې چې د شاول په نوم یو کس چې قران کریم طالوت یاد کړی ده د دوی د رهبرۍ واګي په لاس کې واخیستې، نوموړي د بني اسرائیلو لومړی پاچا ګڼل کیږي، د همدې پاچا په وخت کې داوود علیه السلام هم اوسیده چې د طالوت د لښکر یو پوځي و.
په یوه جګړه کې داوود علیه السلام جالوت وواژه، الله تعالی پاچاهي او نبوت دواړه ورکړل، داوود علیه السلام ۴۰کاله پاچاهي وکړه، وروسته یې زوی سلیمان علیه السلام د بني اسرائیلو پاچا شو د چا حاکمیت چې ټوله نړۍ په بر کې نیوله.
سلیمانعلیه السلام بیت المقدس خپل پایتخت وټاکه او هلته یې یو مسجد جوړ کړ چې وروسته د هیکل سلیماني په نوم وپېژندل شو.
په بني اسرائیلو کې یو صندوق وه چې له موسی علیه السلام څخه ورته پاتې وه پدې صندوق کې د موسی امساء، د تورات نخسې او همداسې د نورو پیغمبرانو یادګارونه او اثار خوندي وه، په ډیر احترام او درنه سترګه ورته کتل کیدل، په جګړو کې به یې له ځانه سره ووړ، او الله تعالی به د همدې په سبب فتح او نصرت ورپه برخه کاوه؛ قران یې په اړه وایي:
وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ آيَةَ مُلْكِهِ أَنْ يَأْتِيَكُمُ التَّابُوتُ فِيهِ سَكِينَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَبَقِيَّةٌ مِّمَّا تَرَكَ آلُ مُوسَىٰ وَآلُ هَارُونَ تَحْمِلُهُ الْمَلَائِكَةُ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ.(البقرة: 248)
پردې سربېره د هغوی پیغمبر هغو ته دا هم وښودله چې: «د خدای له لوري د باچا په توګه د هغه د ټاکل کېدو نښانه دا ده چې د هغه په زمانه کې به هغه صندوق تاسو ته بیا راشي چې په هغه کې ستاسې د رب له لوري ستاسې لپاره د ډاډ ګېرنې وسایل دي، چې په هغه کې د موسی علیه السلام او هارون علیه السلام د کورنۍ موروثي مقدسات دي؛ او هغه چې پرښتو خوندي ساتلی دی، که تاسو مؤمنان یاست نو دا ستاسو لپاره ډېره لویه نښانه ده.
څه موده وروسته بني اسرائیل په خپل منځي اختلافاتو کې ښکېل شول او په دوه برخو شمالي او جنوبي اسرائیلي حکومتونو باندې وویشل شول، چې د بابل اوسني موصل حاکم بخت نصر 586ق م پر فلسطین حمله وکړله او د یهودو قتل عام یې پیل کړ، هیکل سلیماني یې ونړاوه، ښارونو او کلیو ته یې اور واچاوه، ځوانان یې اکثریت ووژل او پاتې ښځې، ماشومان او بوډاګان یې له ځانه سره د اسیرانو او غلامانو په حیث بابل ته یوړل؛ پنځوس کاله یهودو په بابل کې د غلامۍ او اسارت ژوند تېر کړ تر څو په 539 ق م کې فارسي پاچا کوروش بابل ونیوه او نوموړي یهودو ته اجازه ورکړه چې بیرته خپلو ځایونو ته ولاړ شي؛ لدې بعد یهود د یوناني او رومي امپراطوریو تر چتر لاندې پرې پیړۍ پیړۍ تېرې شوې؛ او د نړۍ مختلفو سیمو ته وکوچېدل او مېشته شول، له میلاد نه مخکې او وروسته، یهودان د سوداګرۍ او سیاسي بېثباتۍ له امله عربستان ته هم کډه شول، او په مختلفو سیمو کې یې ژوند کول غوره کړل چې مدینه او خیبر یې د زیات شهرت لرونکي دي!
یهود د نړۍ تر ټولو پست فطرته، مکار او فریبکار نسل دی، په رګونو کې یې د وینو پر ځای حسد او کینه موجونه وهي، د تاریخ په اوږدو کې یې تل ملتونه سره پاشلي.
په قرآن کریم کې تر ټولو ډیر یاد شوی قوم همدا یهود دي، ځکه همدوی د خپلو پیغبرانو تر ټولو ډیره دښمني کړې، روایتونو کې راځي چې دوی په یوه ورځ کې تر اویا تنو پیغمبران په شهادت رسولي، قران کریم دې پیښې ته داسې اشاره کوي:
وَیَقْتُلُونَ النَّبِیِّینَ بِغَیْرِ الْحَقِّ
همدې یهودو له الله جل جلاله او ملایکو سره دښمني کړې، زموږ له رسول صل الله علیه وسلم سره یې تر ټولو ډیره دښمني کړې تر دې حده چې د رسول صلی الله علیه وسلم د شهیدولو پلان یې هم جوړ کړی وه، په غوښه کې زهر همدوی ورکړل، همدوی وه چې همیش به یې د مکې مشرکین او نور قومونه د مسلمانانو په ضد راپارول.
همدا یهود دي چې نعوذبالله من ذالک د عیسی علیه السلام د شهیدولو دعوه لري؛ همدا یهود وه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مخکې یې سلګونه کلونه اوس او خزرج قبیلې سره وجنګولې.
کله چې رسول صلی الله علیه وسلم له مدینې منورې وشړل، د خپل مبارک وفات په وخت کې یې په یوه مناسبهموقع کې له جزیرة العرب څخه ددوی د ویستلو وصیت وکړ، (مشرکان یې یاد کړي) چې بیا فاروق اعظم رضی الله عنه دا وصیت عملي او عربي خاوره یې ددوی له ناولو قدمونو پاکه کړله.
د تاریخ په اوږدو کې به همیشه دوی ځانونه له خلکو لوړ ګڼل او غیر یهودو ته یې د حیواناتو او خپلو غلامانو خطاب کاوه، په چل، فریب، دوکې، سودي کاروبار، دروغ، د ملتونو تر منځ د نفاق تخم شیندل او جنګول یې روزمره کاروبار وه؛ د همدې صفتونو د درلودلو په اساس د نړۍ خلکو یې هم په وژلو او شړلو لاس پورې کړ.
یهود په نړۍ کې وپاشل شول، د اردن، شام شاوخوا، روسیې، اندلس او اروپا ته وکوچیدل، ځانګړې خاوره او هېواد یې نلرلو، هر چیرته چې به دوی وه هلته به فتنې وې، سودي کاروبار به وه، مکر چل او دروغ خو یې د ژوند یوه برخه ګرزیدلې وه، ملتونه به یې یو دبل په مقابل کې راپارول، کله به یې یو ملت حمایه کاوه او کله بل، خپل تجارت یې پرې روان ساتلی وه، دا چې یهود د مکارۍ تر څنګ ډیر هوښیار هم دي نو په هره زمانه کې صنعتي ځواک او تجارت ددوی په لاس کې وي، چې پر واسطه یې ملتونه جنګول، د فرانسې د انقلاب تر شا هم د همدوی لاس وه.
یهودو فلسطین ته د تګ په پار زیاته دلچسپي درلوده، ځکه دوی پر دې عقیده لري چې هر کله مو اقصی ونړوله او پر ځای مو هیکل سلیماني جوړ کړ، هغه وخت به پر نړۍ زموږ راج او پاچاهي پیلیږي، د همدې هدف د تحقق په پار همدا اوس یې په سلګونو پټ سازمانونه او ماسوني ادارې په کار بوختې دي، فکري روزنه او زمین سازي ورته کوي، نسلونه روزي، د نړۍ سترې کمپنۍ په مستقیم او غیر مستقم ډول تر واک لاندې راوستلي، د مسجد اقصی لاندې یې ستر ستر تونلونه ویستلي، د نړۍ پر اقتصاد واکمن دي، ددوی په نظر دوی خپل هدف ته ډیر نژدې شوي دي، نو شپه او ورځ په کار او هڅو بوخت دي.
اندلس یا نننۍ هسپانیه چې د مسلمانانو په جنت یادېده، هغه اندلس چې مسلمانانو د ۸۰۰ کلونو حاکمیت په دوران کې داسې رغولی وه چې نن هم معماران ورته ګوته په غاښ دي، هغه اندلس چې د قرطبې او غرناطې د ممبرو ملکوتي انګازو یې اروپا لړزوله، د قرطبي، ابن فرناس او ابوالقاسم الزهراوي په څیر علماوو د نړۍ بڼه بدله کړې وه!
په جنتي اندلس کې د اسلام اته سوه کلن لمر په ډوبیدو وه، د امت وروستی مورچل هم د صلیب لاسته لویدلای وه، د اندلس له سترو ښارونو په میلیونونو مسلمانان اسلامي خاورو ته را مهاجر شول، په زور له اسلامه اړول، اولادونه ترې ستنول، تعذیبول او نور رنګارنګ مظالم د فاتحو صلیبیانو پیشه ګرزیدلې وه، د صلیب له دې ظلم او زور څخه یهود هم په امن کې نه شول پاتې، هماغه وه چې یهودو هم ددوی له ظلمونو عثماني خلافت ته مخه کړه؛
لکه څرنګه چې یهود کسب کاره خلک وه او د عثمانیانو هم د دوی پر مظلومیت زړه وخوږیده نو یې د خلافت اروپایي خوا سالونیک ښار کې دوی ته د اوسیدو اجازه ورکړ، دوی همدلته د سالونیک ښار کې خپلې مدرسې جوړې، ترکي ژبه یې زده او یو داسې نسل پکې رالوی شو چې په ترکي او هسپانوي دواړو ژبو او فرهنګ پوهیدل، د وخت په تیریدو سره یهود د اسلامي قلمرو په ستراتیژیکو نقطو کې ځای پرځای شول لکه د خلافت مرکز، فلسطین او د شام نورې ساحې.شبتای زیپي:
د عثماني خلافت تر چتر لاندې یهودو کې یو ماشوم پیدا شو، ډیر ځیرک او پوه وه، لومړی یې خپل دین یهودیت زده کړ او پدې لار کې یې ستر پرمختګ وکړ، دا ماشوم شبتای زیپي نومیده؛ په یهودو کې د ډومنه د ډلې بڼسټګر “شبتای زیپي” چې کله را ستر شو نو یې ددې دعوه وکړه چې هغه د ۱۷م پیړۍ مسیح دی او خلک یې پر ځان باور او ایمان ته راوبلل!
یهودو کې یوه نظریه عامه شوې وه چې په ۱۶۴۸م کال کې به مسیح راښکته کیږي او د یهودو مشري به کوي، فلسطین به یې مرکز وي او پر ټوله نړۍ به یې واکمني وي، شبتای په لومړیو کې یهود خپل طرف ته راوبلل د خوږې ژبې او پوهې په درلودلو سره به ډلې_ډلې یهود ورته راتلل، (د یهودو خطبه او د خلیفه نوم؟ ) له خطبې یې د خلیفه نوم لرې کړ او پرځای یې په خپل نوم [ سلطان السلاطین ] خطبه ورکول پیل کړل، عثماني خلافت دده له پټو کړنو او حربو خبر شو نو یې د نیولو امر ورکړ او ویې نیوه، شبتای اډریانوپل محکمې ته حاضر کړای شو، او دقاضي مخې ته ودرول شو، ورته یې وویل چې ته ددې دعوه لرې چې عیسی مسیح یې نو موږ له تا کالي باسو او لوڅ لغړ دې دروو او زموږ تیز غیشی ویشتونکی به غیشی درباندې ګذار کړي که ولږیدې نو دروغجن یې او که نه نو خپله معجزه به موږ ته وښایې او غشی به درباندې ونه لګیږي!
شبتای یو ځل وډار شو او په زاریو یې پیل وکړ چې دا خلکو ما پورې دروغ تړلي، ما هیڅ هم ندي کړي، د خلیفه یو طبیب چې همدلته موجود وه اصل کې یهودی وه خو ځان یې مسلمان ښوده په هسپانوي ژبه شبتای ته وویل چې اوس خو مسلمانان تا وژني نو ته ځان د درواغو مسلمان وښیه او ځان له مرګه خلاص کړه، شبتای دستي وویل چې زه مسلمانیږم او یهود هم اسلام ته رابولم، کلیمه یې وویله او نوم یې هم محمد عزیز افندي ته بدل کړ، نو اسلامي محکمې هم برأت ورکړ!
په ښکاره یې خپلو پیروانو ته ویل چې ماته خدای وویل چې مسلمان شه او اسلام بر حق دین دی، پخپلو پیروانو به په درواغو اسلامي نومونه ایښودل، خو په پټه یې هماغه مخکینی عقیده پالـله او یو ځل یې بیا یهود په ځان راټول کړل په ښکاره به یې د اسلام_اسلام نارې وهلې خو په پټه یې صهیونيت او خپلو ګټو ته کار کاوه، د خپل ماسوني دین پیروي یې کوله، یهود یې د اسلام پر ضد روزل او ددوی د اتحاد، یوالي او فلسطین د نیولو هیلې به یې په زړه کې له ځانه سره ساتلې!
خپلو پیروانو ته به یې ویل چې [ زما مثال د موسی”علیه السلام” غوندې دی چې یوه موده د فرعون په کور کې وه] لکه څرنګه چې زه د اسلامي خلافت لاندې ژوند کوم او په همدې طریقو یې یوه لویه ډله یهود پرځان را مات کړي وه.
په پای کې د خلافت پوځیانو د دوهم ځل لپاره د قوري چشمه په نوم کلیسا کې پداسې حال کې ونیوه، چې له نجونو سره شراب څښل او فحاشي بوخت وه! یوځل بیا اسلامي محکمې ته وړاندې کړای شو، شیخ الاسلام پدې حکمت یې بیا د وژلو اجازه ورنکړه چې پیروان به یې وایي چې ګواکې اسمان ته پورته کړای شوی ده، بلاخره د عثماني خلافت له قلمرو البانیا ته وشړل شو او پنځه کاله بعد پخپل مرګ مړ شو.
شبتای هغه لومړنۍ یهودی ګڼل کیږي چاچې فلسطین ته د اسرائیلو د راستنیدو زیری ورکړ!
ډومنه یهود:
ډومنه کلیمه د ترکیې ژبې څخه اخیستل شوې د بیرته راګرزیدو او مرتد کیدو په معنی سره ده، ددې ډلې بڼسټګر همدا شبتای زیپي دی، دا ډله د تعداد له نظره کمه خو ډیره خطرناکه وه، له همدې امله به د ډومنه کلیمه ورته کاریدله چې په ظاهره به یې ځانونه مسلمانان او داعیان معرفي کول خو په پټه به یې خپل یهودیت پاله، په همدې طریقه یې ځانونه خلافت کې، پوځ، اداراتو او حتی خلیفه ته رسولي وه.
آخري عثماني خلیفه سلطان عبدالحمیدثاني”رح” او یهودي رهبر ډاکتر تیودر هرتزل
د۱۸۹۷م او ۱۹۰۰م کلونو په شاوخوا کې یو اتریش الاصله یهودی د ډاکتر تیودر ترهزل په نوم راپیداشو، لومړی یې د یهودي دولت په نوم یو کتاب ولیکه. تیودر هرتزل د صهیونیزم بڼسټ ایښودونکی بلل کیږي، دی لومړنی سړی وه چې یهود یې د نړۍ له کونج_کونج راټول او فلسطین ته په راتګ او یهودي دولت جوړونې قانع کړل، نوموړي د اسلامي امت او عثماني خلافت پر ضد خطرناکه پلانونه طرحه کړل، پټ سازمانونه یې جوړ او یهود یې متحد او یوې جغرافیې په راټولولو قانع کړل.
لکه څرنګه چې یهود د نړۍ په ګوټ_ګوټ کې په پاشل شوې بڼه اوسیدل، واحده جغرافیه او سیمه یې نلرله ډاکتر تیودر هرتزل د نړۍ په ګوټ_ګوټ کې د یهودو په مشرانو وګرځېده او هغوی یې فلسطین ته په راتګ او هلته د یوه یهودي دولت په جوړولو قانع کړل.
ددې هدف د تحقق په لار کې د فرانسې، انګلیس او روس په شان ممالکو د مرستې وعدې ورسره وکړې، وروسته هرتزل پدې فکر کې شو چې د مسلمانانو خلیفه سلطان عبدالحمید “رح” سره وویني.
لومړی هرتزل اخري عثماني خلیفه سلطان عبدالحمید ثاني”رح” ته د نیولنسکي په په لاس چې د ډومنه یهودو له ډلې وه او د سلطان “رح” سره یې نېږدې اړیکې درلودې خط ولیږه، چې د فلسطین غوښتنه یې پکې کړې وه.
په خط کې دا هم لیکل شوي وه چې موږ به شل میلیونه ترکي لیرې عثماني خلافت ته ورکړو دوه میلیونه د فلسطین د بیې په توګه او پاتې د قرضونو د خلاصون لپاره. سلطان عبدالحمید رح د نیولنسکي ته داسې ځواب ورکړ: خپل ملګري هرتزل ته ووایه چې پدې موضوع به نورې خبرې نه کیږي، ځکه ددې مقدسې ځمکې له یوې لویشتې هم لاس په سر کیدای نشم، دا زما ملکیت نده بلکې زما د ملت ملکیت ده، ددې ځمکې په خاطر زموږ پلرونو او نیکونو جګړې کړي او پخپلو وینو یې خړوبه کړې، یهود دې خپلې میلیونونه روپی له ځانه سره کیږدي، کله چې زما هېواد ټوټې_ټوټې شي نو هغوی ته به فلسطین له کوم عوض پرته ترلاسه شي، ولې ددې هېواد ټوټه_ټوټه کولو لپاره اړینه ده چې لومړی زموږ وجود ذرې_ذرې شي، البته موږ به په ژوند ځان ذرې_ذرې کولو ته ورنکړو!
کله چې تیودر هرتزل لدې لیک نامیده شو نو یې له خلیفه سره خپله د ملاقات تکل وکړ او دا ملاقات د خلافت په دربار کې پټو ډومنه یهودو چې ځانونه مسلمانان ښودل ورته برابر کړ.
دا یو داسې وخت وه چې عثماني خلافت له سترو ننګونو سره مخ وه، اقتصادي مشکلات وه، نړیواله جګړه پیښیدونکې وه، عثماني بحري ځواک کمزوری شوی وه، خلافت قرضداره وه، له اروپایې صلیبیانو سره سترې_سترې جګړې روانې وې او اسلامي نړۍ د پاشل کیدو په حال کې وه.
ډاکتر تیودر هرتزل چې کله د خلافت دربار ته ننوت دا چې ډیره خوږه ژبه درلوده لومړی یې د عثماني خلافت او خلیفه پر وصف پیل وکړ، بیا یې خلیفه ته ویل چې قرضونه به مو در خلاص کړو، قرضونه به درکړو، پوهنتونونه به درته جوړ کړو، خپل تکړه او نخبه استادان به ستاسو په خدمت کې حاضر کړو، بحري ځواک به مو پیاوړی کړو، د اسلحو صنعت به در زده کړو او داسې ډیر نور پیشنهادات یې ورته وکړل.
لکه څرنګه چې فلسطین ستاسو د خلافت یوه برخه ده، تاسو دومره وکړی چې په فلسطین کې لږ ځمکه په موږ وپلورئ! لومړي قدم کې عبدالحمید “رح” کرار ورته ناست وه او دده یهودي خبرې او پیشنهادات یې اوریدل، هرتزل اول کې فکر وکړ چې د اسلام ستر خلیفه یې په خپل دام کې ښکیل کړ، وروسته پوه شو چې مکمل اسرار یې راڅخه وویستل! دا چې سلطان عبدالحمید ثاني “رح” دا مکارې ګیدړې (یهود) ډیر ښه پیژندل، ددوی له اهدافو باخبر وه، د امت یو غمخوار او د اسلام په روح یو پوه شخص وه، هرتزل یې له خپل درباره وشاړه، ویې راټه او ددوی دا پشنهادونه یې کلک رد کړل.
عبدالحمید ثاني “رح” د بیت المقدس په اړه داسې وویل: موږ ولې القدس پریږدو، دا ځمکه د تل لپاره زموږ ملکیت پاتې شوې، او د تل لپاره به زموږ ملکیت وي، دا سپیڅلی ښار زموږ دی، زموږ په اسلامي خاوره کې پروت دی او اړینه ده چې القدس به د تل لپاره زموږ وي!\
بیا چې هرتزل بیرته اروپا ته لاړ خلیفه ته یې یو بل خط راولیږه چې پکې لیکلي یې وه: له ما سره ددې بدې رویې او سلوک بیه به د خپل په نړیدو درته تمامه شي!
یهود دې نتیجې ته ورسیدل چې د اسلام ددې باتور بچي په شتون کې فلسطین تر لاسه کول یو خوب او خیال دی، هماغه وه چې یهودو دا ځل د عثماني خلافت په نړولو پیل وکړ. د نولسمې پیړۍ په دویمه نیمایي کې د عثماني ملت په لوستو ځوانانو کې د فرانسې د انقلاب له افکارو بشپړ اغیزمن شوي وه د کوم په پایله کې چې جمهوری حکومت رامنځته شوی وه، دغو ځوانانو د جمیعت الاتحاد والترقي په نوم یو حرکت پیل کړ چې یهودو یې پوره ملاتړ کاوه او دا حرکت یې لوړو پوړیو ته ورساوه، چې هدف یې د خلافت لغوه او د جمهوریت راوستل وه، دا حرکت د یهودي او ماسوني سازمانونو د لاس اله وه او پر مټ یې وکولای شول چې خلیفه استعفا ته اړ کړي او خلافت یې راوپرځاوه، خلیفه یې له کورنۍ سره له ترکیې وشاړه او ټول مال یې ترې راوګرزاوه.
سلطان عبدالحمید ثاني رحمه الله وروسته له ګوښه کیدو خپل استاد او لوی بزرګ شیخ ابوالشامات “رح” ته لیکي:
دې اتحادیانو له ما په زور وغوښتل چې زه د فلسطین پاکه خاوره کې د یهودانو لپاره ملي دولت جوړول ورسره ومنم، ما کلک انکار وکړ، په پای کې دوی ماته د “۱۵۰” میلیونه انګریزی سرو زرو لیرو د راکړې وړاندیز وکړ، دا وړاندیز مې هم ونه مانه او غوڅ ځواب مې ورکړ؛ که د ټولې نړۍ په اندازه سره زر هم راکړې نو بیا هم دا نه درسره منم.
ما د له دیرش کلونو زیات د اسلامي امت خدمت کړی دی، زه به هیڅکله د مسلمانانو تاریخ تور نکړم، زما لدې ځواب بعد دوی زما په ګوښه کولو سلا شول، راغلل او ماته یې وویل چې ما به د سلانیک په لور استوي، ما هغه وروستی ذمه واري ومنله، زه له الله تعالی څخه ددې شکر باسم چې د هغه په توفیق مې اسلامی نړۍ پدې تلپاتي شرم یعنې [د فلسطین په خاوره د یهودي دولت جوړولو منظوري] ککړه نکړه، په کوم چې خلکو زه اړ ایستلم.





