پنجشنبه, اگست 27, 2026
بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • د تاریخ درسونه
    • د اسلافو تاریخ
    • اند او پند
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home زما تګلاره

رښتینی امریکايي

سیلاب خان by سیلاب خان
اگست 2, 2026
in زما تګلاره
0
رښتینی امریکايي

ډونالډ ټرمپ یو ریښتینی امریکایی دی، په یو امریکايي کې چې څومره «ځانګړتیاوې» موندل کېدای شي، هغه ټولې په ده کې موندل کېږي. د خبرو کولو انداز، اوسېدل، ټولنیز ژوند، مالي چارې، نظریه، تګ راتګ… په لنډه توګه، ټرمپ په هر لحاظ امریکایي دی. که موږ په ټرمپ پوه شو، نو پدې «نوي» قوم یعني امریکایانو هم پوهېدلی شو، په ځانګړې توګه د دوی پر واکمنې طبقې باندې. هغه څه چې نړۍ ورته ساده او رښتونی (Straight (forward وايي، د هغه لپاره اصلي اصطلاح «خوله ور/توند ژبی» ده. سوداګر نه د غریب زبېښونکی پانګوال. په ځان باوري نه متکبر. له حالاتو سره مقابله کوونکی نه د عکس العمل ښکار… reactionary.
په لومړیو کې چې کوم خلک امریکا ته راغلل، نو په امریکا کې له ډېرو ستونزو سره مخ شول، له دغو ستونزو څخه یوه قدرت یا طبعیت و. حالات سخت وو، موسم سخت و، اوبه او هوا موافقه نه وه او په دې توګه «امریکایی انسان» دغه طبعیت خپل دښمن وګاڼه او پر وړاندې یې جګړه وکړه او د ژوند تر پایه ورسره په جګړه کې وو. دغو ستونزو هغه د اسانتیا غوښتونکی کړ، داسې اسانتیا چې هیڅ حد نلري، داسې اسانتیا چې د ترلاسه کولو لپاره یې هر کار روا او هر عمل حلال دی. دغه «امریکایي انسان» اسانتیاوې او هوساینې له شتمنۍ سره تړلې ولیدلې او د دغې شتمنۍ په لټه کې یې خپل ټول ژوند بایلود. د پیل امریکایان (سره له دې چې وروسته امریکایان وبلل شول)، د بریتانیا د امپراتورۍ هغه اتباع وو چې ډېری یې غله، شکوونکي او مجرمین وو. د دغو کار لپاره راوستل شویو خلکو څخه اکثره یې له زندانونو څخه را ایستل شوي او راوستل شوي وو او همدا جنایتکاره خلک بیا د دې نړۍ د راتلونکي یوه لویه برخه وګرځېدل.
د امریکا ارزښتونه څه دي؟
د دوی یو لوی «ارزښت» ازادي ده. دلته د ازادۍ معنی بې حده ازادي ده. داسې ازادي چې هیڅ قید پکې نشته.
څو کاله مخکې کله چې په کراچۍ کې د «عورت مارچ» په نوم د ځینو «څارویو» منډيي جوړه شوه په هغه منډيي کې یادې شوې موضوعګانې او د هغوی بڼې د امریکایي ازادۍ غوښتنه وه. دا د امریکایانو «ارزښت» دی چې کله، هرڅوک، هرچېرته، او څنګه چې وغواړي راتلی شي. د جامو هیڅ قید نشته، که تاسې غواړئ په دریشي او بوټانو (Suited-booted) کې د غاړې تڼۍ بنده کړئ، نېکټايي ورباندې وتړئ او لاندې بوټان په پښو کړئ، یا که لوڅ او لغړ په کوم ځای کې ګرځئ دا ستاسې حق دی، چې تاسو پکېآزاد یاست.
دا د امریکایانو عادت دی چې هر ډول اصول تر پښو لاندې کوي، ارزښتونه ورته هیڅ اهمیت نلري او په شخصي، کورني او ټولنیز ژوند کې ورته اخلاق هېڅ ارزښت نلري. پرته له دې چې هغوی کومه دفتري دنده ولري، یا یې چېرې پیسې ښکېلې وي او یا هم کومه بله سوداګریزه معامله وي. د امریکایانو په منځ کې د اصولو یوه یا دوه بېلګې د لوبې له ډګر څخه وګورئ.
«فوټبال» لوبه څنګه کوي… یعني په لاس که په پښو؟ تاسې به هم ووایئ چې دا څومره ماشومانه پوښتنه ده. په حقیقت کې کله چې فوټبال امریکا ته ورسېد، نو د لوبېدو لپاره په لاس کې پورته کړل شو. دغه راز د ګول تر بریده د رسولو لپاره، په لاسونو کې نیول شوی او منډې ورسره ووهل شوې. د بلې ډلې لوبغاړي چې کله وغوښتل د خپل «ګول» دفاع وکړي، نو په منډه راغی، خپله اوږه یې په زوره د بال لرونکي په سینه کې ووهله، توپ یې ترې واخیست او وتښتېد …. هو، دې ته وايي «امریکایي فوټبال»! وروسته بیا فکر وشو چې دا بال یعني توپ ولې ګرد دی؟ نو هغه یې پچق کړ، کوږ وږ او یو څه اوږدغړی یې ترې جوړ کړ او ویې ویل چې دا ”امریکایي فټبال“ دی.
څنګه چې په انځور کې د انسانانو بڼې په ډاګه نه دي، نو د لوستونکو د خوند اخیستلو لپاره دا انځور ایښودل شوی دی، ویې ګورئ او خوند ترې واخلئ او دا هم فکر وکړئ چې دا فوټبال دی که کوټ‌ بال (وهل ټکول) او که رېسلینګ؟ له هغه ځایه چې د رېسلینګ یادونه وشوه، نو تاسې به خامخا په یوټیوب کې د ډونلډ ټرمپ هغه ویډیو لیدلې وي چې په هغې کې هغه د خپل «ملاتړ شوي» پہلوان په مقابل پهلوان باندې غصه کېږي او بیا څه…… بس نېغ رېنګ ته ورلوېږي…… او د بل په وهلو ډبولو سره په بې اصولي سره په ریسلنګ کې د هغه کار تماموي!

[په پورته انځور کې تاسې لوبغاړي د فوټبال لوبېدو پر مهال لیدلی شئ. دا لوبه لوبغاړي د هیلمټ (Helmet) او د اوږو د ساتنې کېټ Shoulder Safety Kit په اغوستلو سره لوبوي. په دې انځور کې تاسې امریکایي فوټبال هم لیدلی شئ چې نسواري رنګ لري او د لوبغاړي په دریشۍ باندې د لیکل شوي ۹۰ نمبر لاندې ښکاري.]

خیر، موږ د لوبو بله بېلګه بیانوو. «کرکټ» څنګه لوبوي؟ خیر، کوم افغانی، پاکستانی، بنګله دېشي یا هندوستانی دی چې د دې لوبې له بنسټیزو اصولو خبر نه وي؟! خو دا لوبه چې کله امریکا ته ورسېده، نو د بېټ پر ځای ترې ډنډه جوړه شوه او د بال کولو یا توپ غورځولو لپاره د لاس څرخول نه، بلکې وارونکي بال (وټا بال) ته بنسټیز اصل وویل شو. اوس بېټ لرونکي بېټ وڅرخوله او بال یې وواهه، بال نه پوهېږو، چېرته لاړ دوی د منډو جوړول پیل کړل. د دې لوبې نوم یې «بیس بال» کېښود، یعني «امریکایي کرکټ»! هو، په دې انځور کې لوبغاړی بال غورځوي!

[امریکایي کرکټر د بال غورځولو پر مهال!]

د امریکایي ملت جګړه خورا خوښه ده، خو یو شرط ورسره شته، چې مخالف باید تش لاس (بې وسلې) وي. بیا نو دوی داسې سخته جګړه کوي چې د تاریخ میړني او اتلان یې په وړاندې لاس په نامه په ادب ولاړ وي.
په امریکا کې د بدکارۍ د پراختیا لپاره کار کوونکي خلک، په خورا اخلاص او ډاډ (په حقیقت کې په بې شرمۍ او بې غیرتۍ) سره وايي چې موږ پلانکي پلانکي کارونه (چې دلته نشي لیکل کېدی)، د فحش کیسو لیکل او داسې نور، ځکه کوو چې موږ واړه واړه ماشومان لرو او د هغوی خېټه باید (په حلاله توګه) مړه کړو. د بدکارۍ دغه هیجان او طوفان ته که نوم ورکړئ نو امریکا ورته ویلی شئ. هلته د dream partner یا د خوب د ملګري نظریه همدا هیجان دی. د نرانو لپاره مثالي شخصیت ون ډیزل او ډوین جانسن دي (چې په «ډی راک» هم مشهور دی) ، چې لوی لوی عضلات muscles پیسې او د مقابل (ښځینه) جنس د خوشحاله کولو لپاره سپورټي موټر او داسې نور شیان ولري. په داسې حال کې چې ښځه چې څومره هم بې حیا/بدکاره وي او څومره چې نارینه ځان ته جلب کړي، هغومره مثالي ګڼل کېږي.
آدم یحیی غدن رحمه الله د امریکا د تعلیمي نظام په اړه لیکي: «په دې کې هېڅ شک نشته چې ښوونځي… په ځانګړې توګه د امریکا دولتي ښوونځي… د ماشومانو د ذهن، اخلاقو، عادتونو او چلند، ارزښتونو او روغتیا د خرابوالي اصلي لامل دي. الحاد، بدکاري، شهوت پرستي، نشه يي توکي، واړه او لوی جرمونه، ناروغۍ او داسې نور هر هغه شر چې تاسې یې په اړه فکر کولی شئ… دا ټول شرونه به تاسې په ښوونځیو کې ومومئ، که تاسې د دې شري ښوونکو زده کوونکي یاست او یا دوی هغه کسان وي چې مسؤولیت یې تاسې ته درس ورکول دي. تاسې باید هېر نه کړئ چې دا هماغه د امریکا تعلیمي نظام دی چې پیزا ته د سبزي رنګ ورکوي، انسانان او بیزوګانې د یوه نسل مخلوق ګڼي او له واده بهر جنسي اړیکې د منلو وړ بولي، په دې شرط چې خوندي وي.»
د امریکايي ذهانت په اړه سید قطب رحمه الله لیکي: «یوه ورځ موږ د پوهنتون په یوه کافيټیریا کې پر مېز ناست وو او ډوډۍ مو خوړله، ما ځینې امریکایان ولیدل چې پر هندواڼه یې مالګه شیندله. زه به ډېری وخت پر امریکایانو باندې طنز او ټوکو کولو ته چمتو وم. ما په یوه مصنوعي معصومیت سره هغوی مخاطب کړل او ومې ویل: «زه تاسې ګورم چې پر هندواڼه مالګه شیندئ؟» په هغوی کې یوه وویل: «هو، آیا تاسې په مصر کې داسې نه کوئ؟». ما وویل: «نه! موږ خو پرې تور مرچ شیندو!» یوې محصلې چې پوره حیرانه شوې وه او شک ورته پیدا شوی و، ویې پوښتل: «له (تورو مرچو) سره (د هندوانې خوند) څنګه وي؟». ما وویل: «تاسې یې په خپله تجربه کړئ!». هغې وڅکله او په تائید سره یې وویل: «دا خو ډېره خوندوره ده!». په دې توګه نورو ټولو هم د هغې پیروي وکړه.
بله ورځ کله چې د هندواڼې خوړلو وخت و، په کافيټیریا کې کابو هماغه ټول خلک موجود وو چې تېر ځل پر مېز په ډوډۍ خوړلو کې شریک وو، نو ما وویل: «په مصر کې زموږ څخه ځینې خلک د تورو مرچو پر ځای پر هندواڼې بوره هم اچوي او خوري یې». په هغوی کې یوه سمدستي تجربه کړه او ویې ویل: «دا څومره خوندوره ده!!»، او نورو ټولو هم د هغه پیروي وکړه.»
د امریکایانو د وېښتانو د سټایل په اړه به څه ووایو؟! په دې کې خو په خپله ټرمپ د پوره بېلګې په توګه شتون لري. زیړ رنګ، Yellow colour… هو، هغه خپل وېښتان زیړ رنګوي. په دې خبره باندې څه تبصره وکړو؟
داسې هم نه ده چې په امریکایانو کې هیڅ صفت نه موندل کېږي. که چېرې هغوی پرته له کوم صفت څخه وای، نو نن به یې په نړۍ کې دا «هر څنګه چې وي» مقام نه و ترلاسه کړی. خو د هغوی صفات انساني، ټولنیز او اخلاقي نه دي، بلکې د زیات تولید او د پانګې ترلاسه کول دي. د امریکایانو خصلتونه د دماغ د کارولو، شهوت او د لاس تر کارولو پورې تړلي دي، چې یوازې سمدستي او دنیوي نه، بلکې ظاهري پایله ولري. دا قوم د ذوق او عقل په څېر له صفاتو سره هیڅ تړاو نلري.

❊❊❊❊

Previous Post

د نېکو عملونو سره سره بیا هم له الله تعالی څخه وېره

Next Post

یو کلنه پاچاهي او د راتلونکي تیاري (لنډه کیسه)

اړوند مطالب

که سپوږمۍ شوله ناوخته، لاره نه رانه ورکیږي
زما تګلاره

که سپوږمۍ شوله ناوخته، لاره نه رانه ورکیږي

اگست 2, 2026
په جګړه کې د ایډیالوژۍ اهمیت او د الله تعالی د حاکمیت لپاره د جګړې ستراتیژیکه اړتیا
زما تګلاره

په جګړه کې د ایډیالوژۍ اهمیت او د الله تعالی د حاکمیت لپاره د جګړې ستراتیژیکه اړتیا

اگست 2, 2026
نهایت د دې حسین دی، ابتدا یې اسماعيل
زما تګلاره

نهایت د دې حسین دی، ابتدا یې اسماعيل

جون 30, 2026
رسم شوي سرحدونه
زما تګلاره

رسم شوي سرحدونه

جون 30, 2026
دښمن پېژندنه (ایلومیناتي او فرماسونري تنظیمونه)
زما تګلاره

دښمن پېژندنه (ایلومیناتي او فرماسونري تنظیمونه)

جون 30, 2026
د اسلامي تمدن په غوړېدنه کې د نظامي هڅو او علومو ارزښت
زما تګلاره

د اسلامي تمدن په غوړېدنه کې د نظامي هڅو او علومو ارزښت

جون 30, 2026
Next Post
یو کلنه پاچاهي او د راتلونکي تیاري (لنډه کیسه)

یو کلنه پاچاهي او د راتلونکي تیاري (لنډه کیسه)

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Go to mobile version