حضرت ابوهریرة رضي الله عنه د خپلې ناروغۍ پرمهال وژړل، خلکو ترې وپوښتل چې «ای ابوهریره! څشی د ژړوي؟»
هغه وفرمایل: «زه ستاسو په دنیا نه ژاړم، بلکې د خپل اوږده سفر او کمې توښې له امله ژاړم، زه په داسې یوه لوړه لاره ولاړ یم، چې پای یې یا جنت ته او یا دوزخ ته رسیږي او زه نه پوهیږم چې کوم لوري ته به بوتلل شم؟»
طبقات الکبری، ابن سعد


