سه شنبه, جون 2, 2026
  • Login
بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • د تاریخ درسونه
    • د اسلافو تاریخ
    • اند او پند
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home زما تګلاره

د اوسنیو نړیوالو بدلونونو په رڼا کې، د اسلام راتلونکی

شاهد by شاهد
مې 3, 2026
in زما تګلاره
0 0
0
د اوسنیو نړیوالو بدلونونو په رڼا کې، د اسلام راتلونکی

د اوسنیو نړیوالو بدلونونو په رڼا کې، د اسلام او جهاد راتلونکی پر ګڼو عواملو او پر سمو پرېکړو ولاړ دی، چې مسلمانان، علماء، داعیان او مجاهدین باید دا موضوعات په جديت او مسؤولیت سره خپل کړي.

که موږ دا واقعیت ومنو یا نه، نننۍ نړۍ د بدلون په حال کې ده او د دریم نړیوال جنګ په لور په تیزي سره روانه ده، که ددې له پاره لومړۍ سړې نښې او ګرم چمتوالی له وړاندې نه وای پیل شوی، نو هم دا یو حقیقت دی، چې موږ یې مشاهده کوو، یوازې یوه احتمالي وړاندوینه نه ده، چې په راتلونکي کې به پوره شي. ټولې اشارې، نښې، علامې او حتی سترګې هم ددې حتمي انجام او ټاکل شوي برخلیک په لور اشاره کوي. د لویو تمدنونو ترمنځ سیالي او ټکر پر افق را څرګند شوی دی، په هر لور یې ډول وهل کېږي او وریځ یې کرار کرار پر فضا خپرېږي.

موږ وینو چې وباوې د نړۍ په هر کونج کې خپرېږي، چې په لکونو خلک ورڅخه مري. د اتش فشانونو، زلزلو، سیلابونو او وچکالي په څېر قدرتي آفات را نازلېږي او د لومړنیو جګړو یوه سلسله روانه ده. سوداګریزې لارې بندېږي، د سترو قدرتونو تر منځ تاوتریخوالی او اختلافات پر له پسې زیاتېږي او همدا ستر قدرتونه پر کمزورو باندې د ظلم او ستم له کرښو اوښتي دي. په همدې حال کې د صهیوني او صلیبي غرور او استبداد پر وړاندې اسلامي او نړیواله غوسه مخ په زیاتېدو ده او د اسلامي جهادي تحریک له هرې لومړۍ دستې څخه مثبت غبرګون څرګندېږي. دغه وضعیت د نړیوال اقتصاد پر ثبات منفي اغېز کړی او په ټوله دنیا کې د ګرانیو او اقتصادي بحران سبب شوی دی. که موږ پر دې ټولو عواملو سربېره د لویو شرکتونو، کاروباریانو او تاجرانو تمه، د ناروا ګټو جلبول، د عوامو بې ځایه اسراف او عیاشي او په هر هیواد کې د شتمنو او بېوزلو ترمنځ ټولنیز تقسیم، چېرې چې یوه طبقه بې حده مالداره او بله طبقه بې حده غریبه وي، هم ور اضافه کړو، نو په نتیجه کې یوه ویجاړه نړۍ مخې ته راځي. له دې سره د خلکو باور پر علماوو، مبلغینو، مفکرینو، سیاسي مشرانو او دولتي ادارو ختم شوی دی. اوسني حکومتونه، اخلاقي زوال، الحاد او بې دیني روحانیت له منځه وړي. دې هر څه نړۍ له ټولنیزې، اخلاقي، سیاسي او اقتصادي خرابۍ سره مخ کړې ده. ځکه نو نړۍ د دریمې نړیوالې جګړې پر غاړه ولاړه ده او ملتونه د خپلو ظالمو او فاسدو واکمنانو پر خلاف د بغاوت پر لار ګامونه ږدي. د هر هیواد ولسونه به له خپلو واکمنانو سره جګړه کوي، کومو چې دوی بندیان کړي وو او دوی یې په ذلت، پیغور او پستۍ مبتلا کړي وو.

په راتلونکو څو کلونو کې به جګړې رامنځته شي او نړۍ له جنګونو وروسته د نوې نړۍ حقیقت ته داخلېدونکې ده. کوم خلک چې د راتلونکي له پاره ښه پلان نیسي، هغه به د راتلونکو جنګونو ثمره ترلاسه کوي. دا ټول حالات او حقائق له داعیانو، علماوو او مجاهدینو څخه غوښتنه کوي، چې په ډېر همت، صحیح فهم او سالم شعور سره خپله امادګي روانه وساتي، ځکه راتلونکې جګړې به زموږ تر توقع زیاتې خونرېزې او سختې وي او دا جګړې به د نړۍ نقشه بدله کړي. په داسې حال کې موږ مجاهدینو ته د خپل ګران مسلمان امت د ملاتړ سخت ضرورت دی، چې له موږ سره په دې سفر کې ملګری شي. نن چې موږ کوم شي ته تر هر څه ډیر اړ یو، هغه دادی، چې موږ او زموږ د امت ملتونه پر یوه دریځ او یوه بنیاد ودرېږي، بس دا یو تاریخي فرصت دی چې موږ باید استفاده ورڅخه وکړو. د ختیځ او لویدیځ ترمنځ نړیوال رقابت به دواړه لوري کمزوري کړي او ددې رقابت په سایه کې به ډېر ملتونه د خپلو واکمنانو له جبر او تسلط څخه نجات ومومي، هغه که د انقلاب له لارې وي، که د قتال او جنګ له لارې وي او که د سیاسي تړونونو او هوکړو له لارې وي.

نو له یوې خوا به د نړیوال جهادي دعوت تحریکونه مضبوط شي (کوم چې د دعوت او حهاد له لارې د اسلام لوري ته تبدیلي غواړي) او بل لور ته به بې دینه، قومپرسته او وطني تحریکونه را پورته شي او په راتلونکي کې به ددې دوه ډوله تحریکونو تر منځ سخته مقابله وشي. موږ به په دعوتي، امنیتي او عسکري میدانونو کې په مرحله واره توګه ددې ټولو جاهلي تحریکونو د بې اثره کولو، کمزوري کولو او که ممکنه وي، د ختمولو هڅه کوو. تر کومه حده چې د ملي یووالي او ټولنیز مسئولیت په نوم له سیکولرو حرکتونو سره د اتحاد تړاو دی، نو دا یوه غلطي ده. موږ باید د خپلې ماضي له تجربو او د نورو له تجربو څخه درس واخلو، مثلا کله چې په مصر کې حکومت سقوط وکړ، نو قومپرسته او سیکولرو ډلو له اخوان المسلمین سره غداري وکړه، هغوی ته یې فریب ورکړ او له پوځ سره ملګري شول. په نتیجه کې یې اخوان المسلمین له یوه اعتدال خوښونکي جماعت څخه په یوه ترهګر ګوند بدل شو او د با امنه تبدیلي د ترلاسه کولو له پاره ټولې لارې په بشپړه توګه وتړل شوې. له دې وروسته یوازې په مجاهدینو پورې امیدونه وتړل شول، هغه څوک چې الله تعالی یې په فتحه او نصرت نازوي. پخوانی متل دی، چې په یوه تیکي کې دوې تورې نه ځایېږي، نو موږ باید کله هم پر هغو خلکو باور ونه کړو، کوم خلک چې په خوله د اسلام دعوه کوي، خو بنیاد یې وطني، سیکولر، جمهوري یا قومپرسته وي، ځکه دوی ټول د غرب خدمت کوي او د اسلام او اسلامي نظام دښمنان دي. نو موږ باید له دوی سره هوښیار واوسو او له دوی سره اتحاد نه دی په کار، نه له دوی سره وعده کول په کار دي او نه دوی ته خوندي توب ورکول په کار دي، بلکې د دوی د هڅو د طرز د خامیانو د څرګندولو بیا د هغوی د کمزوري کولو، د هغوی د صفونو ماتولو، د هغوی د یووالي د پاشلو او بالاخره د ختمولو له پاره کار کول په کار دي، تر څو نړیوال اصلاحي، جهادي او دعوتي محاذ قوي شي. بیا له دوی سره داسې سلوک په کار دی، کوم به چې دوی له موږ سره کوي، که چېرې یو وخت د جګړې فیصله د دوی په حق کې وشوه، لکه څنګه چې په مصر کې وشول، خو دا هر څه زموږ د دین د پر عدل ولاړو لارښوونو او زموږ د منهج د عدل خوښوونکي طرز مطابق په کار دي (نه د غلو خوښونکو جاهلانو په څېر). موږ باید خپل صفونه په هغو خلکو قوي کړو، چې پر دین په قوت سره ولاړ دي او موږ د خپل امت او خپلو ملتونو عام افراد تر بدلون وړاندې، د بدلون پر مهال او له بدلون څخه وروسته له خپل ځان سره ملګري کړو، ترڅو موږ اسلام غالب کړو او دین همداسې قائم کړو، لکه څنګه چې یې الله تعالی غواړي او ورباندې راضي کېږي.

د ۱۹۹۰م په لسیزه کې (د جهادي مشرانو) د شوری په مجالسو کې له مهمو موضوعاتو څخه یوه موضوع دا وه، چې د امریکا نرم ځواک زموږ د امت د ملتونو په منځ کې اثر و رسوخ پیدا کوي او ډېروي یې او امریکا به د خپل دغه نرم طاقت په وسیله د راتلونکو نسلونو پر امیدونو واک تر لاسه کړي. هغه وخت د مجاهدینو دا یقین و، چې زموږ راتلونکي نسلونه به کله هم دا حقیقت درک نه کړي، چې صهیوني غرب په اصل کې د مسلمه امت دښمن دی، بلکې زموږ نسلونه به د دوی غلامان او ایجنټان جوړ شي. نو پر داعیانو او مجاهدینو باندې لازمه وه، چې خپل دغه نسلونه له غفلته را ویښ کړي. هغه وخت د دعوت او جهاد تحریک د خواله رسنیو پر محاذ او سیاسي محاذ باندې له سختو حملو سره مخ وو، په داسې حال کې چې له مجاهدینو سره نه هغه ادارې وې، نه وسائل، کوم چې له دښمن او د هغوی له ځایي غلامو حکومتونو سره وو، چې دوی تر عوامو خلکو پورې خپل دعوت ورباندې ورسوي. په ټولو میدانونو کې د مجاهدینو ټول ذرائع او وسائل محدود شوي وو او که څه هم د اسلامي بیدارۍ څپه زیاتېده، خو د عامه رایې د تشکیل اسباب د مجاهدینو په لاس کې نه وو. هغه مهال د دښمنانو د بندولو او د خپل امت د راویښولو یوازینۍ لاره جهاد وه او په همدې تناظر کې یو مسلم حقیقت و، چې د افغانستان جهاد د الله عزوجل له توفیق وروسته له غفلت څخه د امت د ویښتابه له تر ټولو مهمو عواملو څخه یو و. نو په دې کې هیڅ شک نشته چې افغانستان په اوسني دور کې د مسلمه امت د لومړي صف د مجاهدو او سرتیرو د ډلې په بنسټ اېښودلو کې قوي زمینه مساعده کړه. هغه وخت له امریکا او صهیوني صلیبي غرب سره د تنازع له ترټولو مهمو مقاصدو څخه یو دا و، چې موږ خپلو نویو نسلونو ته ددې تنازع حقیقت واضح کړو او هغوی ته شعور ورکړو او را ویښ یې کړو. نو د الله تعالی په فضل او کرم سره او د هغه په عنایت سره القاعده تنظیم په دې کې بریالی شو چې د امریکا نرم طاقت له صحنې ایسته کړي او د هغې سخت طاقت د جګړې میدان ته را کش کړي. دا ویښتابه یوازې تر مسلمه امت پورې محدوده نشوه، بلکې د هغه تر سرحدونو ور ها خوا په نورو هیوادونو کې هم خپره شوه، تر دې چې څو کاله وړاندې یوه لوړ پوړي چینایي چارواکي وویل:«القاعده چین او روس دواړو ته د ترقي، نوې آبادۍ او په نړیوال برلاسي ځواک کې د شمول له پاره کافي فرصت برابر کړی دی، ځکه دوی غرب له خپل ځان سره په سخته جګړه کې بوخت ساتلی دی.» دا بیان ددې وړ دی، چې غور او فکر ورباندې وشي. خو مجاهدین وایي، چې:«القاعده مسلمانان د نړیوال تصمیم نیولو له پاره د جګړې او مقابلې میدان ته د دوهم ځل له پاره راوستي دي.» دا جمله زموږ له پاره او زموږ د امت له پاره بې حده معنی لري. او ان شاء الله څو لسیزې به لا نه وي تېرې شوې چې غرب به په نړیوال تصمیم نیولو کې خپل مقام وبایلي. یقینا نن لوېدیځ په هره کچه ناکام شوی دی. هغه نړۍ ته داسې کوم فکري نظام یا بدیل تمدن وړاندې نه کړ چې انسانیت ته معنا ورکړي او د ژوند دوام تضمین کړي، بلکې د ځان‌ غوښتنې، د نړۍ د شتمنیو د حرص او شهوت بازار یې ګرم کړ. هغه د انسانیت او روحانیت ویجاړۍ ته لاره هواره کړه، طبیعي سرچینې یې ضایع کړې، ځمکه یې ککړه کړه او لا هم له انساني عنصر او انسانیت سره خطرناکې تجربې روانې ساتي. له همدې امله، اړینه ده چې لوېدیځ د سیاسي سیالۍ له ډګر څخه وایستل شي او د نړیوال تصمیم نیولو له مرکز څخه لرې کړل شي، تر څو د اسلام د دوو مهمو ډګرونو، یعنې دعوت او جهاد لپاره لاره هواره شي.

اوس بیا احمق ټرمپ راڅرګند شوی دی، چې په هر میدان کې د نړیوالو بدلونونو بهیر لا چټک کړي.

په کور دننه هغه په دې خیال کې ژوند کوي چې باید د امریکا لومړی پاچا شي، له همدې امله تمه کېږي چې راتلونکې ټاکنې په یوه یا بله پلمه لغوه کړي یا د واک ساتلو لپاره اساسي قانون بدل کړي. د الله په اراده، دا باج اخیستونکی او زورواکی به خپله امریکا کورنۍ جګړې او داخلي شخړو ته ټېل وهي، چې دا به د امریکا نړیوال نفوذ او سیاسي برلاسي کمزورې کړي. د نتنیاهو حالت هم همداسې دی؛ هغه هم هڅه کوي د یهودو پاچا شي. کله چې یو ملت دننه تجزیه شي او داخلي شخړې پکې زیاتې شي، د هغه د ژغورلو لپاره اکثره جګړې بهر ته اړول کېږي، په ځانګړي ډول هغه ملتونه چې هدف یې ګټه وي، نه دین او عقیده. همدا تګلاره هغوی زموږ او نورو ملتونو پر وړاندې له پېړیو راهیسې کارولې ده، موږ د الله په فضل سره او له اسلام سره د تړاو په خاطر بچ شوو، خو مادورو او لاتیني امریکا واکمنان چې د دیني او روحاني تشې ښکار دي، ناکام شول.

په نړیواله کچه ټرمپ له خپلو اتحادیانو سره د ځواک تصور د هغه له دوو اړخونو «نرم» او «سخت» څخه را وایست او پر ګواښ، فشار او زور ولاړ سیاست ته داخل شو. هغه مادورو وتښتاوه او د هغه تر شا د موجودو لاتینې امریکا مشرانو ته یې ګواښونه وکړل، عربي باچاهانو ته یې په متکبرانه انداز وویل چې «موږ وړیا د هیچا ساتنه نه کوو، پیسې ورکړئ». دا چلند یوازې د اسلامي هیوادونو پر واکمنو یا د امریکا پر کمزورو هېوادونو محدود نه شو، بلکې اروپا، ناټو او حتی اوکراین ته هم ورسېد، کوم چې د روسانو پر وړاندې د اروپا او غرب لومړی دفاعي خط دی. د (امریکا بیا ستره جوړه کړئ» او د «امریکا تر ټولو لومړی» شعارونه د الله په حکم سره د غرب بشپړ زوال ته د حقیقت جامه ور اغوندي.

همدا زار په نړیواله کچه له خپلو مخالفینو او حریفانو سره ټرمپ په ښکاره ډول هغه څه وکړل چې امریکا پخوا په پټه کول. هغه د نړۍ پر کره هر چاته اخطار ورکوي، له هر هغه ملت څخه حق السکوت اخلي، چې د مقابلې توان یې کمزوی وي، تش په نوم نړیوال قانون او ملګري ملتونه یې د تباهۍ کندې ته رسولي دي، د زور او طاقت واکمني او د ځنګله د قانون اصول بیا را ژوندي کوي. هغه د وینزویلا واکمن مادورو د هغه د پوځ او ساتونکو له منځه وتښتاوه او بیا یې کیوبا، ایران او نورو هیوادونو ته هم ګوتڅنډنه وکړه. ټرمپ په رښتیا د ځنګله قانون نافذوي او په بشپړ ډول د استعماري غنډه ګردي په لار روان دی. کومو خلکو چې استعماري دور نه و لیدلی، هغه نن د حقیقي استعماري لوټمار څېره ویني. ټولې نړۍ ته، خپلو ملګرو او کارکونکو ته، خبریالانو ته، حتی خپل خاندان ته د ټرمپ د ورځنيو اخطارونو حساب کول هم مشکل دی. هغه باچاهي خوښوي او یوه بې لګامه واکمني غواړي. هر څوک چې له خپلو اهدافو څخه د یو څه ترلاسه کول غواړي، هغه باید د ټرمپ خوشامد او چاپلوسي وکړي او ملاتړ یې وکړي، تر څو د نوبل جائزه ترلاسه کړي، خو هغه دا څنګه ترلاسه کولای شي، په داسې حال کې سهار او ماښام نړۍ ته ګواښونه کوي، د لاتیني امریکا له کمزور هیوادونو پر وړاندې طاقت استعمالوي، له خلیجي ریاستونو څخه پیسې زبېښي او د خپل دفاع وزارت نوم د جنګ په وزارت بدلوي، جنګ که کورنی وي او که بهرنی، تر څو ټول دده د خوښې تابع شي. هغه یو داسې احمق دی، چې اطاعت یې کېږي، د هر دور د ظالمو واکمنانو په څېر.

او بل لور ته چین چې په نړیوال میدان کې د امریکا تر ټولو ستر حریف دی، هغه خپله پالیسي تعقیبوي او هدف یې دادی چې د نړۍ ټول ځواکونه کمزوري کړل شي، که مادي وي که روحاني. ځکه نو کمزوري نور پسې کمزوري کوي، له ټولو سره مالي مرسته کوي، له ټولو سره د ټولو خلاف اتحاد جوړوي او دنیا ته ددې تاثر ورکولو هڅه کوي، چې دوی یوازې یوه تجارتي کارخونه نه ده، بلکې یو داسې ملت دی، چې د نړۍ د قیادت کولو او د هغه له پاره د انتظام کولو په هڅه کې دی. خو دا یې له ترلاسه کولو څخه لرې ده او دا خواهش به یې پوره نه شي، ځکه په ځان خوښونه اخته دی، د یوه واکمن لوړ امیدونه دوهم محتاط واکمن له منځه وړي او د هغه له رواني کمزوري څخه د نجات یوازینۍ لاره داده، چې هغه پر الله تعالی باندې ایمان راوړي او د هغه پر وړاندې د تسلیمۍ سر ټیټ کړي.

موږ تصدیق کوو او واضحوو یې، چې نه یوازې چین بلکې روسیه، ایران او ترکیه او د دوی په څېر ډېر زیات هیوادونه یا ډلې چې د غرب مخالفت کوي، که څه هم یوازې تر ظاهري اندازې پورې له موږ سره اتحاد نه شي کولای. بلکې هغوی زموږ له هڅو او جهاد څخه د فایده اخیستو هڅه کوي، خو موږ په دې مرحله کې له دوی سره په هیڅ ټکر کې تر هغه وخته ځان نه داخلوو، تر څو دوی پیل ونه کړي. ددې برعکس دا هیوادونه چې د راتلونکي د حالاتو اندازه وکړي، نو خامخا به زموږ د مخالفینو او زموږ د صفونو د تقسیمونکو ملاتړ وکړي. امکان لري، چې في الحال په دوی کې ځینې مرسته هم وکړي، خو له بخل، احتیاط او محتاط انداز سره. دومره چې موږ (د دوی په فکر) ژوندي ورباندې پاتې شو او له غرب سره زموږ روان ټکر روان پاتې شي، تر څو غرب کمزوری کړل شي. په داسې حال کې چې د دوی دا مرسته موږ ته په راتلونکي کې د هیچا د مقابلې توان نه راکوي، ځکه نو موږ باید نه پر دوی تکیه وکړو او نه انحصار. بلکې موږ باید اوسنۍ او راتلونکې معرکې په حکمت، بصیرت، شعور او پر الله تعالی په کامل توکل سره مخته یوسو او د خپل مسلمان امت پر عامو خلکو او پر خپل دین په قوت سره ولاړو د امت زامنو باندې اعتماد وکړو.

پر اسلامي هیوادونو د مسلطو عربو او غیر عربو واکمنو د مسئولیتونو په اړه مو نظر څه دی؟ پر واک د پاتې کېدو له پاره به دوی پر کومو احکاماتو عمل وکړي؟

پر اسلامي هیوادونو مسلطو عربو او غیر عربو طاغوتي واکمنانو باندې لازمه ده، چې خپله ځمکه دښمنانو ته د سپارلو او راتلونکو اشغالونو له پاره اماده کړي، خپل ملتونه د ناکامو زرعي او اقتصادي پالیسیو په وسیله په نور فقر او غربت کې ښکېل کړي، تر څو عوام پر له پسې په بحرانونو کې مبتلا وساتي او د مایوسي ښکار یې کړي. دوی باید د رزق او روزي لارې تنګې کړي او ټولنیز فساد رامنځته کړي، تر څو نکاح او واده د موندلو وړ نه وي او د خواهشاتو تکمیل په بې حیایي او فحاشي سره وشي، همداسې کورنی وحدت له منځه یوسي. د عوامو د کمزوري کولو له پاره هغوی باید له وسلو څخه محروم شي او د جنګ اختیار باید د یوې داسې طبقې (پوځ) په لاس کې وي، چې د حکم او اطاعت له پاره روزل شوي وي، نه د فکر او انتخاب له پاره. صنعتونه باید یوازې پر لګښت باندې ولاړ وي، ترقي یافته نه وي، تر څو ملت د غرب تابع واوسي، د هغه د ټکنالوژي محتاج او د هغه له نرم ځواک څخه په رعب کې شي او د هغه وړاندې شوي نظریات په اساني سره قبول کړي. هغوی باید دیني مدرسې، د تعلیم او تربیې نظام او اسلامي عدالتي ادارې تباه کړي، تر څو جهالت عام شي او شرعي مرجعیت له دوی څخه واخیستل شي. دې واکمنانو ته دا حکم شوی دی، چې کوم افراد د قیادت وړ جوړېدای شي، هغوی دې تر پخېدو وړاندې ختم کړل شي، تر څو تجربه ضائع شي، ملتونه بې رهبره شي او عمارت بې اساسه پاتې شي. داسې باید هیڅ مرجع پاتې نه شي، نه کوم طاقت دفاع وکړي، نه کوم قلم علم خپور کړي، نه کومه ژبه د شعور جګړه وکړي او چاپیریال باید له فقر او احتیاج څخه ډک پاتې شي، ټولنه په ګمراهي او ناپوهي کې غرقه شي، پرته له کوم رهبر څخه.

همداسې د سلطنتونو او هیوادونو غاړې پېچل کېږي او عوام یې دار ته خېژول کېږي. د مسلسلو حملو پر وړاندې یې زموږ د پلرونو او نیکونو له غیرته ډک غبرګون څخه نن د دښمنانو جامعه پالیسي څرګنده شوې ده. نوي ابادېدونکي طاقتونه ووتل، خو شاته یې خپل پاتې شوني پرېښودل، تر څو هغوی هغه کارونه تر سره کړي، چې دوی خپله په کې ناکامه وو. نو د اسلام پر وړاندې جنګ اعلان شوی دی، خو پر اسلامي ځمکو د زور په وسیله اشغال کول یوه ناکامه تجربه ثابته شوې ده، نو دوی ته به پر اسلامي ځمکو غلبه نه حاصلیږي. خو د دوی غلامانو له خپلو مبلغینو او د رسنیو له ترجمانانو سره یو ځای د مسلمانانو له خپل دین څخه اړولو ته ملاتړلې ده، تر دې چې وطنپرستي هم کمزورې کوي او د غیرت د له منځه وړلو او د تاریخ مسخه کولو پوره کوشش کوي.

د اوسنیو نړیوالو بدلونونو په رڼا کې، د اسلام او جهاد راتلونکی پر ګڼو عواملو او پر سمو پرېکړو ولاړ دی، چې مسلمانان، علماء، داعیان او مجاهدین باید دا موضوعات په جديت او مسؤولیت سره خپل کړي. د چمتو والي اسباب، سمه پلان جوړونه، په تعلیمي، عسکري، دعوتي، سیاسي او بالاخره ټولو محاذونو کې سنجیده عمل، دا هغه عناصر دي، چې ان شاءالله دا روڼ مستقبل به طی کړي. هر هغه څوک چې د اسلام له پاره کار کوي، هغه باید خپل کردار او مقام وپېژني، د هغه مطابق باید خپل ځان تیار کړي او ټول باید د نیکي، تقوا او یو له بل سره د مرستې له لارې سره متحد شي، له دې سره سره له رباني علماوو او مخلصو داعیانو سره مشوره هم لازمه ده او د امت په ځوانانو کې سم شعور خپرول ضروري دی، تر څو قافله سم لوري ته پر مخ لاړه شي. تر دې وړاندې، همدا مهال او له دې وروسته هم اصل تکیه له «کتاب الله» او «سنت رسول الله» سره تړاو، پر هغو قائم پاتې کېدل او د هغوی دفاع کول دي. کامیابي په حقیقت کې د هغه چا له پاره ده، چې له الله سره وي او الله له خپلو مخلصو انصارو سره دی.

الله تعالی فرمایي:

يٰٓاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا كُوْنُوْٓا اَنْصَارَ اللّٰهِ كَمَا قَالَ عِيْسَى ابْنُ مَرْيَمَ لِلْحَوَارِيّٖنَ مَنْ اَنْصَارِيْٓ اِلَى اللّٰهِ ۭ قَالَ الْحَــوَارِيُّوْنَ نَحْنُ اَنْصَارُ اللّٰهِ فَاٰمَنَتْ طَّاۗىِٕفَةٌ مِّنْۢ بَنِيْٓ اِسْرَاۗءِيْلَ وَكَفَرَتْ طَّاۗىِٕفَةٌ ۚ فَاَيَّدْنَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا عَلٰي عَدُوِّهِمْ فَاَصْبَحُوْا ظٰهِرِيْنَ 14؀ۧ (سورة الصف: ۱۴)

«اې مؤمنانو! د الله د دین مرسته کوونکي شئ، لکه څنګه چې عیسی بن مریم علیه السلام حواریونو ته وویل: څوک دي چې د الله لوري ته زما مرسته کونکي څوک دي؟ او حواریونو ځواب ورکړی و: موږ د الله مرسته کوونکي یو. په هغه وخت کې د بني اسرائیلو یوې ډلې ایمان راوړ او بلې ډلې انکار وکړ، نو موږ هغه مؤمنان د خپلو دښمنانو پر وړاندې قوي کړل، او هغوی بریالي شول.»

Previous Post

د نقاب پوش تر شا…!

Next Post

له فتحې وروسته زموږ مسئولیت څه دی؟

اړوند مطالب

نوې نړۍ زیږي او زوړ نظام مري!
زما تګلاره

نوې نړۍ زیږي او زوړ نظام مري!

مې 25, 2026
دښمن پیژندنه (صهیونېزم اوماسونیت)
زما تګلاره

دښمن پیژندنه (صهیونېزم اوماسونیت)

مې 25, 2026
له کفارو څخه د برائت قرآني عقیده
زما تګلاره

له کفارو څخه د برائت قرآني عقیده

مې 25, 2026
دښمن پیژندنه (یهود)
زما تګلاره

دښمن پیژندنه (یهود)

مې 3, 2026
Next Post
له فتحې وروسته زموږ مسئولیت څه دی؟

له فتحې وروسته زموږ مسئولیت څه دی؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Go to mobile version