جمعه, اکتوبر 16, 2026
بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • د تاریخ درسونه
    • د اسلافو تاریخ
    • اند او پند
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home زما تګلاره

دا غبار به هېڅکله ورک نشي (دوهمه او آخري برخه)

أنور العولقي by أنور العولقي
اکتوبر 12, 2026
in زما تګلاره
0
دا غبار به هېڅکله ورک نشي

د عقبه بن ابي معیط او نضر بن حارث کیسه:

د بدر په غزا کې د کفارو ٧٠ تنه بندیان ونیول شول او محمد ﷺ وفرمايل: هغوی ټول ماته راولئ، چې زه یو یو وګورم. محمد ﷺ نضر بن حارث ته په ځیر ځیر کتل ، نضر بن حارث چې د رسول الله ﷺ سترګو ته وکتل، یو څه یې ولیدل نو د خپل څنګ ملګري ته یې وویل: غوږ شه! زه وژل کیږم؛ ځکه ما د رسول الله ﷺ په سترګو کې خپل مرګ ولید، هغه بل کس وویل: نه ته ډېر ډار شوی او وېرېدلی یې؛ ځکه مبالغه کوې. نضر وویل: نه داسې نده بلکې ما خپل مرګ د محمد ﷺ په سترګو کې ولید.
وروسته نضر بن حارث، مصعب بن عمیر رضي الله عنه ته غږ کړ او ورته ویې ویل: ورشه! محمد ﷺ ته ووایه، چې ما سره د نورو کسانو په څېر عمل وکړي او داسې عمل دې راسره وکړي، لکه زما د قوم له کوم کس سره یې چې کړی وي، که چېرې هغه غواړي، چې هغوی ووژني، نو ما د هم ووژني او که بښنه ورته کوي، نو ماته د هم بښنه وکړي.
مصعب بن عمير ورته وویل : ته هغه کس یې، چې په رسول الله ﷺ او د الله تعالی په کتاب قرآن کریم پسې دې خبرې کړې دي.
نضر بن حارث هغه څوک و، چې د رسول الله تر څنګ به یې د هغه د سیالۍ او مقابلې لپاره حلقې جوړولې، هغه یو وخت فارس ته د داستانونو د زده کولو لپاره تللی و، کله چې بېرته راغلو، خلکو ته یې وویل: محمد ﷺ تاسو ته داستانونه او افسانې بیانوي، د هغه پر ځای ماته راځئ، له هغه څخه زما ښه داستانونه زده دي.
بیا نضر بن حارث، مصعب ته وویل: خیر مصعبه د محمد ﷺ سره خبرې وکړه.
مصعب بن عمير ورته وویل :آیا ته هغه کس نه یې چې د رسول الله ملګري به دې ځورول؟
په دې وخت کې حضرت محمد ﷺ، علي بن ابي طالب ته وویل: نضر بن حارث اعدام کړئ، په دې سره هغه هم له نورو څخه جلا کړل شو. کله چې دوی واپس مدینې منورې ته تلل، د لارې په اوږدو کې یې نضر بن حارث اعدام کړو او کله چې لږ مخکې ولاړل عقبه بن ابي معیط یې د اعدامولو لپاره حاضر کړ.
عقبه بن ابي معیط وویل: افسوس دي وي پر ما باندې، چې زه له نورو جلا او اعدامېږم! او بیا یې محمد صلی الله علیه وسلم ته وویل:
آیا دلته موجود کسان ستا دښمنان نه دي؟ آیا دلته موجود کسانو تا سره جګړه نه کوله؟ آیا دلته موجود کسان زما د قبیلې (قریشو) څخه ندي؟ نو بیا ولې زه اعدامیږم خو دوی نه؟ رسول الله ﷺ ورته وویل: لعداوتک لله ورسوله! (یعني د الله او د رسول سره د دوښمنی په خاطر!)
هفه وویل اې محمده! ما سره هغه څه وکړه، کوم څه دې چې زما د قوم له خلکو سره کړي وي، که هغوی د اعدام کړي وي ما هم اعدام کړه، که هغوی د آزاد کړي وي، ما هم آزاد کړه او که له هغوی څخه دې د آزادئ په بدل کې پاداش اخیستی وي، له ما یې هم واخله. اې محمده! زما د اولادونو سرپرستي به څوک کوي؟ رسول الله ﷺ وویل:
النار!، قدمه یا عاصم فضرب عنقه!
د دوزخ اور! ای عاصمه دا ونیسه او سر یې ترې پرې کړه!
بیا رسول الله ﷺ وفرمایل:
بئس الرجل کنت! والله ما علمت کافرا بالله و بکتابه و برسوله مؤذیأ لنبیه فأحمد الله الذي هو قتلک و أقر عیني منک.
ته څومره خبیث کس یې، په الله جل جلاله او د هغه په رسول ما ستا غوندې منکر کس نه و لیدلی او زه د الله تعالی ستاینه کوم، چې ته یې ووژلې او ستا په وژلو یې زما سترګې یخې کړې.
دا چې محمد ﷺ دا ډول خلک په بله توګه مجازات کول دا یوه څرګنده خبره ده.
بله کیسه د یوه ړانده کس ده، چې یوه ام ولد یې درلوده، ام ولد هغې وینځې ته ویل کیږي، چې د خپل بادار څخه یې اولاد پیدا شوی وي او د ام ولد په باره کې شریعت ځانګړي قوانین لری. دغه کس د خپلې ام ولد څخه دوه زامن درلودل او دغه ښځې به د محمد ﷺ توهین کولو؛ د هغې بادار به ورته ویل، چې دا کار مه کوه خو هغې به خبره نه منله.
یوه شپه دې ښځې د رسول الله ﷺ سپکاوی کولو، بادار یې خنجر راواخیست او هغه یې په خېټه کې یې پرې ووهله او ووژل شوه.
سهار چې کله دا خبر رسول الله ﷺ ته ورسېد نو هغه خلک راټول کړل او ورته ویې فرمايل: أنشد الله رجل فعل ما فعل لي علیه حق ألا قام (یعني زه د الله په نوم له تاسو څخه پوښتنه کوم، هر چا چې دا کار کړی، ولاړ دې شي!)
هماغه ړوند کس ولاړ شو، د حضرت محمد ﷺ په لور روان او د هغه مخې ته ودرېد، ویې ویل : اې د الله رسوله کوم چا چې دا کار کړی، هغه زه یم.
هغې ستا سپکاوی کولو خو ما ورته وویل، چې له دې کار څخه لاس واخله، خو هغې ونه منله په داسې حال کې چې زه له هغې نه دوه د ملغلرو په څېر اولادونه لرم او هغه زما سره ډیره مهربانه وه خو تېره شپه یې بیا ستا سپکاوی پیل کړ نو ما هم خنجر راواخیست او هغه مې ووژله.
رسول الله ﷺ ورته وفرمايل: ألا فشهدوا أن دمها هدر! (یعني شاهد اوسئ، چې د هغې وینه بې ارزښته ده.)
یعنې د هغې ښځې وینه جبران نه غواړي او قاتل ته به یې هېڅ سزا نه ورکول کیږي. تاسو د دغه کس په خبرو کې لږ فکر وکړئ. ګوری! دغه کس له خپلې وینځې څخه دوه زامن درلودل، هغه هم د ملغلرو په څېر او دا ښځه د هغه سره ډېره مهربانه هم وه. دغه کس چې ړوند هم وو بدون له شکه چې یوې مهربانې ښځې ته یې ضرورت درلود. اما په دې خاطر چې موږ باید تر خپلو ځانونو، کورنیو او هر هغه شي، چې په دې نړی کې شتون لري، رسول الله ﷺ ګران وبولو او مینه ورسره وکړو.
دغه کس چې کوم کار وکړ، هغه یې د رسول الله ﷺ لپاره وکړو؛ دا هغه څه دي چې کله هم د محمد ﷺ د توهین موضوع راشي، نو هر مؤمن یې باید ترسره کړي. او رسول الله ﷺ فرمايلي دي: ” تاسو شاهد اوسئ، چې ددغه کس وینه بې ارزښته یا هدر ده.“
او دې پېښې ته ورته یوه بله پېښه هم واقع شوه، هغه دا چې یو وخت یو سړي د خپلې قبیلې یوه ښځه وژلې وه، نو رسول الله ﷺ وفرمايل: لا ینتطح فیها عیزان (یعني د دې خبرې پر سر به هیڅ جګړه نه کیږي.)
الوقعدي هغه کیسه په لاندې ډول ذکر کړې ده:
اسماء بنت مروان د انصارو له قبیلې څخه یوه شاعره وه، د رسول الله ﷺ او اسلام په ضد یې خبرې کولې او غوښتل یې د خلکو تر منځ فتنه خپره کړي. هغې به ویل، چې دا کس (محمد ﷺ) زموږ له قبیلې څخه نه دی، ولې موږ هغه ته په خپل منځ کې ځای او امن ورکړی او د ځان لپاره مو د سردرد ګرځولی، نو دا کس له خپلو منځو وشړئ.
ګورئ! انصار هغه څوک دي چې د رسول الله ﷺ د هجرت لپاره یې ډیرې ځاني او مالي قربانی ورکړې دي، ډیری یې ووژل شول او د دوی ښار د محاصرې سره مخ شو، خو دوی دا هرڅه د الله تعالی لپاره زغمل؛ ځکه دوی ته انصار(د رسول الله ﷺ مرسته کوونکي) ویل کیږي.
عمیر بن علي، یو ړوند سړی چې د همدې ښځې له کورنۍ څخه و، هغه وویل: د الله په نامه دا وعده درکوم، چې کله حضرت محمد ﷺ بیرته مدینې ته راشي نو دا ښځه به وژنم، په دې وخت کې رسول الله ﷺ په بدر کې و. کله چې حضرت نبي ﷺ مدینې ته راوګرځېد، عمیر بن علي د شپې په نیمایي کې د هغې ښځې کوټې ته ننوت، د ښځې ترڅنګ د هغې ویده ماشومان و او یو ماشوم دې هغې نه شیدې رودلې، عمیر د هغې شاوخوا په لاسونو وکتله او پوه شو، چې یو ماشوم یې په څنګ کې دی، هغه یې ترې لرې کړ، خپله توره راوویسته او هغه یې قتل کړه.
او بیا دی د سهار د لمانځه لپاره لاړ کله چې رسول الله ﷺ لمونځ خلاص کړ ده ته یې وکتل او ورته ویې ویل :
آیا تا د مروان لور وژلې؟
هغه وویل: هو، زما مور او پلار دې له تا قربان وي.
عمیر بن علي اندېښمن شو، لکه غلط کار یې چې کړی وي او باید له رسول الله ﷺ څخه یې اجازه اخیستې وی؛ ځکه رسول الله ﷺ خو ولي الأمر و، یعنې د مسلمانانو امیر او د هغوی د کارونو مسؤل وو.
نو عمیر پوښتنه وکړه : اې د الله رسوله آیا ما غلط کار کړی دی؟
ګورو چې محمد ﷺ څه ورته ویلي؟ آیا هغه دا وویل، چې باید زما اجازه دې اخیستې وی؟ خو نه! رسول الله ﷺ ورته وویل: ددې موضوع په اړه به حتی دوه وزې هم اختلاف ونه کړي.
یعنې دا موضوع دومره روښانه او څرګنده ده چې حیوان به هم اختلاف ښکاره نه کړي، خو اوس موږ وینو چې ددې موضوع اړوند مخالف نظرونه ښکاره کیږي.
پدې باید وپوهیږو چې رسول الله ﷺ ډیر روښانه او واضح ویلي، چې حتی دوه وزې به هم دا روښانه موضوع درک او ددې په باره کې به هیڅ اختلاف ونه کړي. نو چې یو حیوان ددې موضوع څرګندوالی درک کولای او اختلاف نه پکې کوي، څنګه بیا دوه هوښیار انسانان د دې موضوع څرګندوالی نه شي درک کولی او ددې موضوع په اړه اختلاف کوي؟ څنګه امکان لري چې په داسې څرګنده او روښانه مسئله کې اختلاف موجود وي، حال دا چې د علماوو پرې اجماع شوې ده؟
ددې موضوع په اړه به ان شاءالله خبرې کوو.
د کیسې ادامه: رسول الله ﷺ خپلو ترڅنګ کسانو ته وکتل او ویې فرمایل:
أذا احببتم ان تنظروا الی رجل نصر الله ورسوله بالغیب فانظرو الی عمیر ابن علي!
که تاسو غواړئ، چې داسې کس ووینی، چې د الله تعالی او د هغه د رسول لپاره یې بریا راوړې وي او مرسته یې کړې وي، نو عمیر بن علي ته وګورئ!
عمر ابن الخطاب وویل: دې ړانده کس ته وګورئ، چې د الله تعالی د اطاعت لپاره په نیمه شپه وتلی. رسول الله ﷺ وفرمایل :”لا تقل الأعمی ولاکنه البصیر!“ (یعني دغه کس ته ړوند مه وایئ، ځکه دا د بصیرت خاوند دی!)
نن زمانه کې ډیر ړانده شتون لري! نن زمانه کې ډیر ړانده شتون لري!
له دې جملې نه هدف دادی چې که څه هم نن زمانه کې د ډیرو خلکو ظاهري سترګې شته خو د حق په لیدلو کې ړانده دي او دوی دا بصیرت نه لري.
کله چې عمیر راوګرځید خپل ماشومان یې د هغې ښځې له قومیانو سره چې د همدې ښځې د تدفین چارې یې کولې پیدا کړل، نو هغه خلک عمیر ته راغلل او د تهدید په شکل یې ورته وویل: اې عمیره! ته هغه څوک یې چې دا ښځه دې وژلې.
دا خلک جنګیالان وو! د اوس او خزرج له قبیلو څخه و، چې په جنګونو کې وتلې قبیلې دي.
عمیر دوی ته وویل : هو زه تاسو ټولو ته د مبارزې بلنه درکوم، ټول له یو او بل سره راټول شئ او که چېرته تاسې داسې خبرې وکړې، لکه هغې ښځې چې کولې، نو زه به هماغه چلند درسره کوم او تر هغو به درسره جنګیږم، چې تاسو ټول ونه وژنم او یا زه مړ نه شم.
ددې عمل نتیجه څه وه؟ آیا دې عمل خلک له اسلام څخه لرې کړل؟
دا واقعه خو د حضرت محمد ﷺ د هجرت څخه لږ موده وروسته او د بدر له غزا وروسته پېښه شوه، په هغه وخت کې ټول انصار مسلمانان شوي نه وو. ځکه دغه ډول کړنې د دې سبب کېدلی شوی، چې خلک له اسلام اوښتي وی. او عمیر بن علي هغوی ته وویل، چې زه به هر هغه څوک ووژنم، چې زما مخې ته ودریږي!
خو نه! په حقیقت کې بل څه پېښ شول، الوقعدي وایي: دا په حقیقت کې هغه عمل و، چې اسلام یې ړ خلکو په منځ کې مستحکم کړ؛ ځکه ځینو کسانو چې د نورو خلکو له وېرې یې خپل اسلام پټولو، کله چې دوی دا د اسلام ریښتنی قوت ولید، نو خپل ایمانونه یې ښکاره کړل.
موږ له دې او له دې څخه مخکې کیسو څخه کوم شیان زده کولی شو؟
په یوه کار کې د امیر څخه اجازه اخیستل دا هغه موضوع ده چې ډیری خلک پرې غږیږي.
زه له تاسو څخه دا پوښتنه کوم، یو څوک چې ستا په کور حمله کوي او غواړي تا ووژني، په اړه یې رسول الله ﷺ څه ویلې؟
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
هر هغه څوک چې د خپل مال په ساتنه کې ووژل شي، شهید دی؛ هر هغه څوک چې د خپل ژوند په ساتلو کې ووژل شي، شهید دی؛ هر هغه څوک چې د خپلې عقیدې د ساتلو لپاره ووژل شي شهید دی، هر هغه څوک چې د خپلې کورنی د ساتلو لپاره ووژل شي، شهید دی.
زه مطمئن یم چې ټولو به دا حدیث اوریدلی وي.
نو که چېرې یو څوک ستا کور ته راشي او غواړي حمله درباندې وکړي او اسلحه یې ستا سر ته د وژلو په نیت نیولې وي، که ته غواړې د هغه مقابله وکړې نو دا په فقه کې د دفع الصائل په نامه یوه روښانه موضوع ده.
نو آیا ته به د مقابلې لپاره له امیر څخه اجازه اخلې؟
د مثال په توګه: یو چا ستا پر سر اسلحه کیښوده او غواړي تا ووژني، نو ته به تلیفون را اخلې او د ولسمشری ماڼۍ پادشاه ته به زنګ وهې، پادشاه سره د خبرو لپاره به ته لومړی د ډیرو مسؤلینو او ادارو څخه تېرېږي او بیا کله چې ستا زنګ پادشاه ته ورسیږي، نو ته به ورته وایې، چې بادشاه صاحب بښنه غواړم، یو کس غواړي ما ووژني. آیا ته دا اجازه راکوې، چې د ځان دفاع وکړم؟
نو آیا دا منطقي شو؟
ته چې د ځان د دفاع لپاره د مسجد له امام څخه اجازه نه اخلې، نو آیا د رسول الله ﷺ د دفاع او ساتنې لپاره له امام څخه اجازه اخلې؟
دغه کس چې ولاړو او د بني خطمه د قبیلې ښځه یې ووژله، نو آیا ده هغه وخت چې رسول الله ﷺ ژوندی و اجازه یې ترې واخیستله؟
نه! اجازه یې وا نخیستله!
او دغه ړوند کس چې د خپلو اولادونو مور یې ووژله، آیا هغه له رسول الله ﷺ څخه مخکې له مخکې اجازه درلودله؟
نه! هغه اجازه نه درلودله!
دوی به چې کله دا ډول عمل ترسره کړو رسول الله ﷺ به یې ستاینه کوله، نو په دې ډول موضوع کې د امیرانو او امامانو اجازه هېڅ ضرور نده؛ ځکه د رسول الله ﷺ مقام او منزلت د امامانو او امیرانو څخه ډیر لوړ دی.
نو د رسول الله ﷺ د عزت او مقام د دفاع لپاره ولې باید د یو حاکم یا امام اجازه شرط وګرځول شي؟
او دا هغه موضوع ده، چې د هر حاکم یا امام له مقامه څخه لوړه ده.
وروڼو او خویندو! دا په یاد ولرئ، چې موږ د چا اړوند خبرې کوو؟ موږ خو دې رسول الله ﷺ په اړه خبرې کوو. نو تاسو د محمد ﷺ د عزت د ساتلو په خاطر د هیچا اجازې ته اړتیا نه لری او هغه تردې د ډېر لوړ مقام څښتن دی. رسول الله ﷺ هغه څوک دی چې الله تعالی ملایکې او د هغه پیروان پرې درود وایي.
رسول الله ﷺ ځانګړی مقام لري او په شریعت کې د هغه صلی الله علیه وسلم لپاره ځینې ځانګړي احکام شته له همدې امله په ځینو مسئلو کې هغه ﷺ د نورو خلکو په څېر نه ګڼل کېږي.
دا هغه موضوع ده، چې باید روښانه شي او ددې موضوع د ښې روښانتیا لپاره د بني بکر قبیلې د یو شاعر کیسه راوړو:
بنې بکر د قریشو متحدین وو، په دې قبیله کې یو شاعر شتون درلود، چې په رسول الله ﷺ پسې یې بدې خبرې کولې؛ د خزاعه قبیلې څخه یو کس هغه شاعر په سر ووهلو او زخمي شو. که څه هم د خزاعه قبیله مشرکه وه، خو د حدیبې په صلحه کې خزاعه د رسول الله ﷺ سره د اتحاد یا یوځای والي تړون کړی و؛ همدا رنګه بنوبکر له قریشو سره د ملګرتیا تړون کړی درلود.
وروسته بیا دوی رسول الله ﷺ ته د خبرو لپاره یو پلاوی ور ولېږلو او رسول الله ﷺ ته یې دا واقعه بیان کړه، رسول الله ﷺ ورته وویل: د هغه وینه هدر ده، هغه ووژنئ!
او کله چې مکه مکرمه فتحه شوه او بني بکر مسلمانان شول، نوفل بن معاویه رسول الله ﷺ ته د هغه شاعر د موضوع په باره کې د خبرو کولو لپاره راغلو.
نوفل بن معاویه څوک ده؟
نوفل بن معاویه هغه څوک ده چې د رسول الله ﷺ او مسلمانانو سره یې خیانت کړی و او دا هغه کس دی، چې د خزاعه قبیلې کسان یې چې د محمد ﷺ متحدین و د حرم په منځ کې وژلي وو.
او کله چې دا حالت د هغه کافرانو ملګرو، چې د بني بکر څخه وو ولید؛ نو ورته ویې ویل: د خدای څخه وویریږه، چې د حرم منځ کې خلک وژنې!
نوفل بن معاویه وویل: نن هېڅ خدای نشته، نن مو انتقام واخلئ؛ خدای هېر کړئ او انتقام واخلئ.
دا هغه کس دی، چې د رسول الله ﷺ سره یې خیانت کړی و، د هغه ﷺ متحدین او ملګري چې د خزاعه قبیلې څخه و، د حرم په منځ کې قتل کړي وو او نن دی د هغه شاعر د موضوع په باره کې د رسول الله ﷺ سره د خبرو کولو لپاره راغلی ده.
نو د چا جرم غټ ده د نوفل که د هغه شاعر جرم؟
دا معلومه خبره ده، څه چې نوفل ترسره کړي و، هغه خطرناک وو؛ خو له دې سره سره رسول الله ﷺ هغه بښلی هم و. سربېره پر دې هغه رسول الله ﷺ ته راغلی او د هغه شاعر د موضوع اړوند خبرې کول غواړي، محمد ﷺ ته یې وویل: ای د الله رسوله د خزاعه قبیلې د هغه شاعر په اړه له حده ډېر زیاتوالی کړی و، نو اوس هغه شاعر غواړي مسلمان شي او په خپلو تېرو کارونو توبه وباسي. رسول الله ﷺ د هغه توبه قبوله کړه.
وروڼو او خويندو! ما تاسې ته د صدر اسلام کیسې وړاندې کړې، نو راځئ! وګورو چې علمأ کرام ددې په اړه څه وایي؟
وروڼو او خویندو! زه به تاسې ته د علماوو خبرې په لنډ ډول بیان کړم او هر هغه څوک چې غواړي دغه موضوعګانې په تفصیلي بڼه وګوري دا دوه کتابونه دې مطالعه کړي.
لومړی کتاب چې غواړم در معرفي یې کړم الصارم المسلول علی شاتم الرسول (د رسول الله ﷺ په سپکاوي کوونکي ویستلې توره باندې) چې د شیخ الاسلام ابن تیمیه په واسطه لیکل شوی او ددې کتاب موضوع ټوله د رسول الله ﷺ په خلاف سپکاوی یا توهین باندې خبرې کوې.
دوهم کتاب د قاضي عیاض المالکي دی، چې د (الشِّفَاءُ بِتَعْرِيفِ حُقُوقِ الْمُصْطَفَی) په نوم دی، که څه هم دا رسول الله ﷺ په اړه لیکل شوی، خو په وروستی برخه کې یې د سپکاوي او توهین په باره کې هم خبرې کړې.
موږ به د ابن تیمیه څخه شروع وکړو چې هغه څه ویلي دي، ابن تیمیه وایي: هر هغه څوک چې د رسول الله ﷺ توهین کوي، برابره خبره ده، که هغه مسلمان او یا کافر وي، باید ووژل شي. او دا د اکثرو علماوو نظر دی!
ابن مُنظر وایي: زموږ د علماوو اجماع ده، چې که څوک د رسول الله ﷺ توهین کوي، باید اعدام شي.
دا د امام ابو حنیفه، امام مالک، امام احمد امام شافعي، اسحاق او اللَیث نظرهم دی.
د امام ابو حنیفه رحمة الله عليه نظر دا دی، چې که کوم مسلمان او یا غیر مسلمان د حضرت محمد ﷺ توهین وکړي، باید اعدام شي، خو له دې ډلې څخه یې ذمي خارج کړي دي.
ذمي هغه څوک دی، چې مسلمانانو ته جزیه ورکوي. نو هغه وایي: ذمیان به نه وژل کیږي، ځکه هغوی له اوله کافران وو او کفر تر دې لوی جرم دی. د مسلمان او محرب په اړه د ټولو علماوو نظر یو دی، خو د ذمیانو په اړه د نظر اختلافات شته او دا د کمو علماوو نظر دی.
بیا ابن تیمیه د جزیاتو شرح کوي او وایي: که چېرې ذمي د رسول الله ﷺ خلاف خبرې کولې، نو د هغه تړون له منځه ځي او هغه هم باید اعدام شي.
په الشفاء کتاب کې قاضي عیاض راوړي، چې د امام مالک رحمه الله په مذهب کې که څوک د رسول الله ﷺ سپکاوی وکړي، هغه به پرته له کوم اخطار ورکولو څخه وژل کیږي.
ابن عتاب وایي: د قرآن کریم او نبوي سنتو ارشادات په دې دلالت کوي، چې څوک دا هڅه وکړي چې رسول الله ﷺ ته زیان ورسوي یا سپکاوی ورته وکړي، نو هغه که هر څومره کوچنی شی هم وي، باید ووژل شي.
همدا رنګه امام مالک رحمه الله وایي: که یو څوک داسې ووایي، چې د رسول الله ﷺ دکمه (تڼی) خیرنه یا چټله ده هغه باید اعدام کړل شي؛ که هرڅومره کوچني خبره وه نو دا کس باید اعدام کړل شي.
بیا قاضي عیاض وایي: دا د علماوو اجماع ده او موږ ددې خلاف کوم بل نظر نه پیژنو.
وروڼو او خويندو! تاسو هر یو د فقهې اصول ویلي، نو آیا پدې پوهیږی چې اجماع حجت دی؟
اجماع : کله چې د نړۍ علماء د یوې موضوع په اړه د نظر توافق ولري.
قرآن کریم او نبوي سنت چې کوم شرعي حجت لري، اجماع یې هم لري؛ ځکه رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
(لا تجتمع أمتی علی ضلالة) [ مسند احمد/۲۵۹۶۶]
زما امت به پر ګمراهۍ اتفاق ونه کړي.
امام مالک رحمه الله وایي : مسلمان او کافر باید بدون له کوم توپیر څخه ووژل شي.
الواقدي یوه واقعه بیانوي:
خلیفه هارون الرشید، امام مالک رحمه الله ته د یو کس کیسه بیان کړه، چې د رسول الله ﷺ توهین یې کړی و، او د عراق علماوو دا فتوا ورکړې وه، چې هغه کس دې په دُرَّو ووهل شي . امام مالک سخت غوصه شو او هارون الرشيد ته یې وویل : امیر المؤمنینه! څنګه به دا امت نجات پیدا کړي، کله چې یې پیغمبر ته سپکاوی کیږي. هر هغه چا چې د رسول الله ﷺ سپکاوی کړی باید اعدام شي! او هر هغه چا چې د رسول الله ﷺ د ملګرو(صحابه کرامو) ته توهین کړی، هغه باید په دُرَّه ووهل شي.
کله چې هارون الرشید دا خبره واورېدله، نو هغه فقهاء یې راوغښتل کومو چې غلطه فتوا ورکړې وه او ورته ویې ویل: په رسول الله ﷺ او صحابه کرامو پسې خبرې کول فرق لري. که چیرې څوک د رسول الله ﷺ توهین وکړي، نو هغه باید اعدام شي او که څوک د صحابه کرامو توهین وکړي، هغه باید په دٌرو ووهل شي.
اوس د قاضي عیاض نظر ته غوږ ونیسئ! دا کیسه موږ ته د امام مالک رحمة الله زیاتو ملګرو، شاګردانو او هغو کسانو چې د هغه په اړه یې کتابونه لیکلي دي، روایت کړې ده. زه د هغو عراقي علماوو هېڅ نښې نه لرم، چا چې هارون الرشید ته داسې فتوا ورکړې وه؛ ځکه موږ خو د عراق د علماوو نظر مخکې واورېد، چې هغه کس چې د رسول الله ﷺ توهین وکړي باید اعدام شي.
بیا هغه ددې حالت لپاره داسې توجیه وړاندې کړه او ویې ویل: کیدای شي دا هغه تش په نوم علماء وي او علم یې نه وي کړی، چې اصلاً علماء نه ورته ویل کیږي او یا هغه کسان وي، چې خپل خواهشات یې پاللي وي، موږ یې باید په فتوا باور ونه کړو. همدا ر نګه د نظر اختلافات موجود دي او موضوع کاملاً روښانه نه ده، چې آیا دې کس د رسول الله ﷺ سپکاوی کړی او کنه؟
دا یوه مجهوله موضوع ده! او یا به خلیفه دغه موضوع امام مالک ته مجهوله بیان کړې وي او یا به داسې شوي وي، چې هغه کس به د ریښتیا هم د رسول الله ﷺ سپکاوی کړی وي خو بیا به یې توبه ویستلي وي؛ ځکه د علماوو دا اجماع ده، چې څوک د حضرت رسول الله ﷺ سپکاوی وکړي هغه باید ووژل شي.
وروڼو او خویندو! کله چې ما ددې موضوع په باره کې تحقیق کولو، د ډېرو قوي، قوي فتواوو سره مخ شوم، دا ډېره عجیبه ده چې بعضې کسان د الله د دوښمنانو د خوشحاله کولو لپاره دا ډول عملونه سرته رسوي او ځانونه تر کومه حده ستړي کوي. الله تعالی فرمایلي:
فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِمْ يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ ؀(سورة الماعدة:۵۲)
ته به هغه کسان وګورې چې په زړونو کې یې ناروغي ده او د دوی (کافرانو او یهودانو) لوري ته منډې وهي (له دوی سره ملګرتیا کوي) او وايي: موږ وېرېږو چې هسې نه کوم مصیبت (یا د زمانې بدلون) را باندې راشي.
هغوی منافقین دي ، په خپلو زړونو کې وېره لري او هغوی ډاریږي چې که موږ ځانونه ښکاره کړو نو یو مصیبت به راته پیښ شي؛ ځکه هغوی د الله د دښمنانو نه تر الله تعالی ډېر وېرېږي.
کله چې مسلمانان د ډنمارک له هغه ګستاخانه عمل څخه خبر شول، په ناڅاپي او د معمول په توګه د نړۍ ټول مسلمانان کوڅو او سرکونو ته راووتل؛ ځکه دوی غوسه شوي وو، دوی ساده مسلمانان وو او د رسول الله ﷺ سره یې په زړه کې مینه درلوده او دا د دوی فطرت وو.
هغوی عالمان نه وو، بلکې د رسول الله ﷺ سره یې مینه درلوده، هغوی کوڅو ته راووتل او مظاهره یې وکړه. که چېرته موږ ددغو مظاهرو په موافقت یا مخالفت او ګټو یا تاوانونو بحث کوو، باید دا هم واضح کړو، چې هغه کوم احساس وو چې دوی یې اړ کړل چې کوڅو او واټونو ته راووځي؟
هرو مرو به مو ځواب دا وي، چې دا د محمد ﷺ سره د دوی فطري مینه وه، چې دهغوی بیرغونه وسېځل او د هغوی د کړنو مخالفت یې وکړ.
په نني عصر کې ځینو علماوو ددې مسئلې اړوند خلکو ته د هغوی مسؤلیت او د شریعت حکم په واضح ډول ندی بیان کړی.
الله تعالی فرمایي:
لِتُبَيِّنَهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُ (سورة ال عمران:۱۸۷)
ترڅو یې خلکو ته بیان کړئ او پټ یې نه کړئ.
یعنې د علماوو مسؤلیت دا دی چې هغوی خلکو ته شیان ښکاره کړي، نه دا چې پټ یې کړي، خو هغوی په حقیقت کې خلک ګېچ (ګډوډ) کړل، ددې پر ځاى چې د الله تعالی حکم یې ورته بیان کړی وی؛ هغوی خلک د مظاهرو له امله وغندل، هغوی خلک د بیرغونو د سوځولو له امله وغندل، هغوی خلک کوڅو ته د راوتلو له امله وغندل او بعضې خو بیا بیخي لرې ولاړل او خلک یې د ډنمارکي محصولاتو د بایکاټ یا نه کارولو له امله وغندل؛ هغوی ویل، چې د ډنمارکي محصولاتو بایکاټ زموږ او د هغوی ترمنځ د اړیکو د جوړولو لپاره مناسب نه دي او باید له هغوی سره اړیکې ښې کړو، پلونه جوړ کړو او واټنونه کم کړو.
د الله تعالی حکم چېرته؟ ولې دا حکم خلکو ته واضح نشو؟
چې چېرته ریښتیا نشې ویلئ، نو بیا چوپ پاتې شه!
(مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلْيَقُلْ خَيْرًا أَوْ لِيَصْمُتْ) [ صحیح البخاري او صحیح المسلم]
که څوک په الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان لري نو باید حقه او ښه خبره وکړي یا د چوپ پاتې شي.
موږ داسې خلک وینو چې د عالمانو جامې یې اغوستې او خلک دوکه کوي او ورته وایي، چې دا او هغه کارونه باید ونه کړل شي او هغوی خلک په خپلو کړنو ملامتوي چې تاسو ولې داسې وکړل؟
خلکو څه وکړل ؟
هغوی راووتل د ډنمارکي رسنۍ خلاف یې تظاهرات وکړل او ویې غوښتل چې ډنمارکي محصولات بند او بایکاټ ورسره وکړي. زما مطلب دا دی چې دا ډول کارونه د ګاندي د پیروانو لپاره ډېر مناسب دي، نه د محمد ﷺ د پیروانو لپاره.
محمد ﷺ به فرمایل:
(أنا نبی لمرحمه و أنا نبی الملحمة) [بیهقي /۳۲۲ مخ]
زه د رحمت پیغمبر یم او زه دې جګړې پیغمبر یم
رسول الله ﷺ فرمایلي:
بعثت بالسیف بین یدي الساعة حتی یبعد الله وحده) [صحیح الجامي/۲۸۳۱]
د قیامت له ورځې مخکې په تورې سره مبعوث شوی یم تو څو د یو الله تعالی عبادت وشي.
رسول الله ﷺ فرمایلي:
امرت أن اقاتل الناس [ صحیح البخاري او مسلم]
ماته امر شوی، چې د خلکو سره جګړه وکړم.
قریشو ته یې داسې ویلي :
جئتكم بالذبح [مسند احمد/۷۰۳۶]
زه تاسو ته له ذبح یا وژنې سره راغلی یم!
موږ د رسول الله ﷺ پیروان یو، نه ده ګاندي او موږ باید پوه شو چې له چا سره معامله کوو، موږ باید د رسول الله ﷺ په طریقه معامله ورسره وکړو. ګورئ! دا د محمد ﷺ سپکاوی دی.
خو وروسته حالات تر دې هم خراب شول، یو سویډني کس چې لارس ویلس نومیدو رسول الله ﷺ یې په ډېره ناوړه توګه رسم کړو. نعوذ بالله
دا د یو چا لپاره ډېره سخته ده، چې دا خبرې په خوله راوړي.
هغه کس رسول الله ﷺ د یوه سپي په شکل کې رسم کړ، نَعُوذُ بِاللَّهِ مِنْ ذَلِكَ.
او بیا یوه ډله سپک او رزیل خلک راځي، د هغه چا په اړه فتوا ورکوي، چا چې هغه تهدید کړی و. ددې پرځای چې د کفر خلاف وغږیږي او خلکو ته وښایي چې د شریعت حکم څه ده؟ دوی راوتلي، چې مسلمانان ملامت کړې!1
د علم رول او علماوو مسؤلیت څه شو؟ انسان باید دا مسؤلیت احساس کړي، چې ما علم ترلاسه کړی دا باید نورو ته ورسوم، د حق او شریعت خبره او حکم نورو ته بیان کړم او که داسې نشي کولای، بیا دې د عالم جامې له خپل تن څخه وباسي او کور دې کښېني.
موږ د الله د رسول ﷺ سره معامله لرو!
محمد بن مسلمه خلکو ته وویل: کله چې ما د هغه سر ونیو، نو تاسو د خپلو تورو ګذارونه پرې وکړئ، خو نن ورځ موږ هېڅ محمد بن مسلمه نه لرو!
موږ باید د رسول الله ﷺ دفاع په خپلو ځانونو، شتمنیو او هر هغه څه چې موږ یې لرو، پرې وکړو؛ دا زموږ مسؤلیت او وظیفه ده!
موږ د هغه علماوو په باره کې هغه څه وایو، چې قاضي عیاض ویلي: هغوی یا علم نه درلود، یا د خپلو خواهشاتو تابع ګرځېدلي وو، ځکه د هغو علماوو فتوا نه منو.
ابن تیمیه وایي: دا واجبه او لازمه ده، چې څوک د رسول الله ﷺ توهین یا سپکاوی وکړي، هغه باید ووژل شي.
که چیرې په سیرت کې داسې بېلګې شتون ولري، چې د هغوی په اړه د سزا یا وژلو یادونه نه وي شوې، هغوی وروسته توبه ایستلې او اسلام ته داخل شوي وو او د دې لپاره دا دلیل نشي کیدلی چې د سپکاوي حکم ساقط شوی و.
ابن تیمیه وایي: د محمد ﷺ توهین له نورو جرمونو څخه لوی جرم دی. له همدې امله یې سزا هم له نورو جرمونو څخه لویه ده.
کله چې یو کافر د مسلمانانو سره جګړه کوي، رسول الله ﷺ ته بریا راوړل او د کافر وینه تویول، یو له ډېرو غوره او نېکوعملونو څخه دی، ددغه عمل د کولو لپاره باید بیړه وشي او دا جهاد في سبیل الله دی.
کله به چې یهود د رسول الله ﷺ لیدلو ته راتلل، پرځای ددې چې السلام علیکم ووایي،دوی به السام علیکم (مرګ دي وي پر تا باندې) ویل.
عایشې رضی الله عنها د هغوی توهین وکړ، نو رسول الله ﷺ هغې ته وویل:
(أن الله یحب الرفق في کل شیء) [بخاري]
بېشکه چې الله تعالی هر کار کې نرمي خوښوي.
او بیا یې ورته وویل چې نور د هغوی توهین مه کوه. موږ باید له دې ډول خلکو سره څه ډول چلند وکړو؟
نو ابن تیمیه او قاضي عیاض په دې اړه خپل نظر څرګند کړی دی.
قاضي عیاض وایي: دا د اسلام د پیل وختونه وو، دا او دې ته ورته حدیثونه د اسلام د پیل دي؛ خو چې کله دا حکم نازل شو، چې هغوی باید ونه بښل شي، نو بیا دا احادیث منسوخ شول.
ابن تیمیه وایي: لومړی دا چې دا خبرې یو واضح او ښکاره توهین نه وو، بلکې داسې توهین و، چې هېڅوک به نه پرې پوهیدل. دویم دا چې رسول الله ﷺ کولی شي هغوی وبښي خو موږ نه شو کولی، او دا د رسول الله ﷺ حق ده، چې هغوی بښي او که نه؛ ځکه زیان رسول الله ﷺ ته اوښتی وو، نو ده د بښلو او نه بښلو حق درلود. اما موږ دا حق نه لرو.
د مثال په توګه: یو څوک زما څخه پیسې غلا کوي، او ته هغه بښې دا بښنه کله ستا مربوط کېږي، ته څنګه کولی شي هغه وبښې په داسې حال کې چې زه هغه څوک یم چې بښنه کولی شم.
نو ځکه دا موضوع هم په رسول الله ﷺ پورې اړوند ده چې آیا بښي یې یا نه؟
نو کله چې رسول الله ﷺ رحلت وکړ بیا نو موږ هیڅ حق او اختیار نه لرو چې یو څوک وبښو یا نه بلکې موږ خپل دښمنان بښلی شو، خو د رسول الله ﷺ توهین کوونکي بیا په هیڅ صورت نه بښل کیږي.
بله موضوع داده چې کافران د الله تعالی توهین کوي او وایي چې الله تعالی یو زوی د عیسي علیه السلام په نوم لري، چې دا تر هغه بل لوی جرم ده.
ابن تیمیه وایي: دوی چې کله دا خبره کوي د توهین په توګه یې نه کوي، بلکې دوی پدې ایمان لري او ډیر صادقانه ایمان پرې لري. کله چې دوی دا خبره کوي، د توهین اراده نه لري؛ خو کله چې د رسول الله ﷺ په اړه خبرې کوي، نو دوی دا اراده لري چې مسلمانانو او اسلام ته ضرر ورسوي او دغه دوه شیان فرق لري.
د پای څو مهمې نقطې :
لومړی : د محمد ﷺ سپکاوی کول هغه ته هېڅ زیان نه رسوي، رسول الله ﷺ هغه پاک او مبارک شخص دی چې نوم یې محمد ( ډېرستایل شوی کس) او بل په یو وخت، په ټوله نړۍ کې دا آواز د آذان پر وخت پورته کیږي چې اشهد ان لا اله الا الله محمد رسول الله. ملائکې رسول الله ﷺ ته وایي، چې صلی الله علی سیدنا محمد او الله تعالی په حضرت محمد ﷺ درود وایي او په قرآن کریم کې فرمایي:
إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ ( سورة الاحزاب:۵۶)
الله او د هغه ملائکې پر حضرت محمد ﷺ درود وایي.
همدا راز د رسول الله ﷺ امتیان په ټوله نړۍ کې شتون لري، هغوی هم پر حضرت محمد ﷺ درود وایي. نو که دغه شریر خلک د حضرت محمد ﷺ په ضد خبرې وکړي، هغه ته هېڅ زیان نه رسوي، مګر دا زموږ تاوان ده او موږ ته ضرر رسوي.
دا زموږ له طرفه یوه ګناه ده، چې د رسول الله ﷺ په ضد خبر وکوو یا هغوی ته اجازه ورکوو، نو موږ هغه کسان یو چې تاواني شوي یو او موږ باید اندښمن واوسو.
دوهمه نقطه : که څه هم ددې اوریدل به موږ سخت غوصه کړي، خو دا د کافرانو د نږدې ماتې نښه ده.
ځکه ابن تیمیه وایي: ډېرو ریښتینو مجاهدینو، فقهاوو او مسلمانانو ډیری له خپلو تجروبو څخه وایي، کله به چې هم دوی په شام کې عیسویان په ښارونو کې محاصره کړي وو نو دغې محاصرې به یوه میاشت یا تر دې زیات دوام وکړ، خو کومه نتیجه به یې نه ورکوله؛ کله چې به موږ داسې شوو چې ویل مو نور تسلیم کیږو او یا ځو، نو د دې کلا یا ښار خلکو به د حضرت رسول الله ﷺ توهین شروع کړو نو کلا یا ښار به موږ ته په لاس راتلو حتی دوه یا درې ورځو کې به په زوره ښار نیول کیدلو.
نو کله چې موږ د کافرانو نه د رسول الله ﷺ سپکاوی اورېدل، نو دا به مو د ځان لپاره د بریا زیرۍ ګڼلو؛ ځکه کله به چې کومې کلا یا ښار د محمد ﷺ توهین کولو، که څه هم زموږ زړونه به د کرکې او غوصې څخه ډک شول خو دا به موږ د نژدې فتح زیرۍ ګڼلو.
او د الکوثر سورت ددې ایت معنا ده : إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ
ستا هماغه دُښمن په خپله بې نسبه دى (د هر خیر څخه پرې کړل شوی دی) .
نو الله تعالی به د رسول الله ﷺ دښمنان د خیر څخه پرې کړي نو دغه کارونه چې اوس واقع کیږي یو له بدترینو کارونو یا عملونو څخه دي او د رسول الله ﷺ د سپکاوي نښې نښانې دي. په حقیقت کې دا ښايي، چې زموږ په تاریخ کې به تر ټولو بد حالت وي؛ ځکه چې دا په ډنمارک کې له یوې ورځپاڼې څخه پیل شو او بیا ډیری حکومتونو او ورځپاڼو د بیان د ازادۍ په پلمه د هغې ملاتړ وکړ او بیا وروسته د سوېډني کارتونونو پېښه رامنځته شوه، چې رسول الله ﷺ یې په خورا بد شکل سره د توهین په خاطر رسم کړی و، چې موږ هیڅکله هم نه وو لیدلي یا اوریدلي.
اوس د الله تعالی د کتاب قرآن کریم د بې عزتۍ مسئله ده، چې موږ هېڅکله د هغې په اړه داسې نه و اورېدلي لکه د تشناب د کاغذ په توګه کارول او د هدف ویشتلو د تمرین لپاره پرې ډزې کول! نو هغه څه چې اوس پیښیږي ، که څه هم د هر مسلمان د سختې غصې سبب کیږي، مګر دا باید د دې کفر د پای او بربادۍ نښه هم وي.
وروستی ټکی، وروڼو او خویندو! موږ د یو امت او مسلمانانو په توګه باید هیڅکله دا هېر نه کړو، چې د مسلمانانو په خلاف د شپږمې صلیبي جګړې پر مهال کله چې صلیبیانو په ۶۱۵ هجري کال کې د مصر د دمیات پر ښار برید وکړ او هغه یې ونیوه، د ایوبي د کورنۍ امیر محمد کامل په منصوره کې له هغوی سره جنګېده. ویل کیږي، چې د صلیبیانو په منځ کې یو داسې سړی و چې هره ورځ به بیرون ته راوتلو او د مسلمانانو په مخ کې به یې رسول الله ﷺ ته په خورا بده توګه سپکاوی کاوه او دا د هغه د هرې ورځې کار و!
د مسلمانانو امیر محمد کامل یوازې همدا هیله لرله، چې که دغه سړی د هغه لاس ته ورشي، ویي نیسي او د هغه مخ په خپله حافظه کې ثبت کړي .
لس کاله وروسته صلیبي جګړه ناکامه شوه او هغوی لاړل، مګر دغه سړي په شام کې د مسلمانانو پر ضد جګړې ته ادامه ورکړه او الحمدالله هغه د مسلمانانو لاس ته ولوېد او امیر محمد کامل هغه له لسو کلونو وروسته هم پیژندلی و!
موږ د لسو کلونو وروسته پېښې په اړه خبرې کوو! نو امیر محمد کامل دغه سړی مدینې منورې ته واستاوه او د مدینې امیر ته یې امر وکړ، چې هغه د جمعې په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکې روضې (قبر) مخې ته حلال کړي. لس کاله تیر شول خو هیر نه شول!
نو وروڼو او خویندو! موږ له الله جل جلاله څخه غواړو چې زموږ په منځ کې داسې نارینه او ښځې راپورته کړي، لکه څنګه چې الله فرمایي:
يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ (سورة الماعده/۵۴)
د الله په لار کښي به جد وجهد وکړي او د هیڅ ملامتوونكي له پړې اچولو څخه ونه وېریږي.
څوک به کافران په دې پوه کړي، چې زموږ د محبوب رسول الله ﷺ په وړاندې د دغه ډول کفر او سپکاوي په کولو سره، هغوی په حقیقت کې د مچیو په ځاله کې لاس وهل دي.
او د (جهاد) دا غبار به هېڅکله ورک نشي!

❊❊❊❊

Previous Post

جنت او أقصی دواړه؛ د تورو تر سیوري لاندې دي!

Next Post

په شام کې د جهاد راتلونکی (شپږمه او وروستۍ برخه)

اړوند مطالب

په موږ یوازې همدومره فرض ده
زما تګلاره

په موږ یوازې همدومره فرض ده

اکتوبر 15, 2026
صلیبي جګړې (اوله برخه)
زما تګلاره

صلیبي جګړې (اوله برخه)

اکتوبر 12, 2026
د جهاد او استشهاد په لار مزل، د امت د ټولو ستونزو حل
زما تګلاره

د جهاد او استشهاد په لار مزل، د امت د ټولو ستونزو حل

سپتمبر 13, 2026
نشنلېزم؛ د اسلامي امت د واحد جسد رژونې سرطاني غده
زما تګلاره

نشنلېزم؛ د اسلامي امت د واحد جسد رژونې سرطاني غده

سپتمبر 13, 2026
دا غبار به هېڅکله ورک نشي
زما تګلاره

دا غبار به هېڅکله ورک نشي

سپتمبر 13, 2026
رښتینی امریکايي
زما تګلاره

رښتینی امریکايي

اگست 2, 2026
Next Post
په شام کې د جهاد راتلونکی (شپږمه او وروستۍ برخه)

په شام کې د جهاد راتلونکی (شپږمه او وروستۍ برخه)

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Go to mobile version