جمعه, اکتوبر 16, 2026
بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • د تاریخ درسونه
    • د اسلافو تاریخ
    • اند او پند
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home زما تګلاره

صلیبي جګړې (اوله برخه)

إياد أسيد by إياد أسيد
اکتوبر 12, 2026
in زما تګلاره
0
صلیبي جګړې (اوله برخه)

هغه جګړې چې فرانسه کې د کلرمونټ له غونډې یو کال وروسته په ۱۰۹۶م کال د کلیسا پر هڅونه د اروپا یو بې سر او سامانه لښکرو د اسلامي نړۍ د تسخیر او د بیت المقدس د نیولو په تکل پیل کړې صلیبي ګڼل کیږي.
دغو جګړو ته ځکه صلیبي جګړې ویل کیږي چې پدې جګړو کې د برخوال هر سپاهي پر غاړه صلیب راځوړنډ وو، پر کالیو، خولۍ، ډال او توره یې د صلیب نښانونه کښل شوي وو او تر ټولو مهم علت یې دا چې د عیسویت دیني طبقې دا جګړې خلکو ته د خپل دین د مقدسو جګړو او د بیت المقدس د بیرته نیولو په پار ورتلقینولې، دا کړنه یې جهاد، برخوال یې مجاهد، وژل کیدونکی یې شهید او د عیسی مسیح د رضا او خوښۍ لامل ګاڼه.
نوموړو جګړو ۲۰۰ کاله په برکې ونیول؛ چې اته سترې او کوچنۍ جګړې پیښې شوې.
د صلیبي جګړو تاریخ په غرب او اروپایي ولسونو کې د یوې عقیدې بڼه غوره کړې ده چې د زرو کلونو په تېریدو سره لا هم روانې دي، وخت، اسلوب، ډګرونه او مجالونه تغیر شوي مګر هدف لا هم پر خپل ځای پاتې. لکه څرنګه چې الله تعالی جل فرمایي:
وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىٰ يَرُدُّوكُمْ عَنْ دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا ۚ وَمَنْ يَرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَيَمُتْ وووَ كَافِرٌ فَأُولَٰئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۖ وَأُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ. (سورة البقرة:۲۱۷)
او هغوی به له تاسو سره تل په جګړه کې وي، تر دې چې که وس یې ورسېږي تاسو له خپل دین څخه واړوي او له تاسو څخه څوک چې له خپل دینه واوړي او په داسې حال کې مړ شي چې کافر وي، نو د دغو خلکو عملونه په دنیا او آخرت کې ضایع شول؛ او همدوی د اور اوسېدونکي دي، دوی به پکې تل پاتې وي.
بوش د 9/11 له عملیاتو وروسته پر افغانستان د یرغل پر مهال پیل کړل شوې جګړه صلیبي وبلله؛ او امریکایي ولس یې پدې الفاظو مخاطب کړ: تاسو صبور اوسئ او زه هم یو صابر شخص یم؛ همدا رنګه کله چې امریکایي صلیبي کمانډویي ځواکونه د عراق فلوجې ښار ته داخلېدل پخپلو ټانګونو یې صلیبونه را ځړولي وو او دا جګړه یې د صلیبي جګړو امتداد یو نوی پیل وبللو.
د امریکا اوسنی د دفاع وزیر Pete Hegseth چې پخپله مټه Arm یې په عربي الفاظو د کافر د کلیمې Tato او پر سینه د Jerusalem Cross Tato کښلی، دا هغه نښان دی چې صلیبیان یې د بیت المقدس د پاچاهۍ د نښان په توګه کاروي چې ۱۰۹۹ م کال هغه وخت چې صلیبیانو په لومړی صلیبي جګړه کې بیت المقدس ونیوو ورته منسوبوي؛ Pete Hegseth پخپل کتاب American Crusade کې لیکي:
په اوس وخت کې امریکا د خپلو دښمنانو له امریکا څخه ددوی د خطر د دفع کولو لپاره یوې نوې صلیبي جګړې ته اړتیا لري؛ همدارنګه زیاتوي چې موږ اوسني صلیبیان باید د خپلو صلیبي اسلافو هغوی چې 200 کاله مسلسلې یې د اسلام پر خلاف صلیبي جګړې په لار اچولې وې پر لار ولاړ شو او د هغوی په قدم قدم کیږدو او موږ باید خپلې تورې بیا را پورته کړو او زموږ پر وړاندې تر ټولو ستر خطر اسلام دی چې ورسره مواجه یو؛ ددې دین وګړي خپل دین ته تر ټولو زیات ژمن او متعهد دي او اسلام اوسني زمان کې په نړۍکې د یو طوفان په څېر د خپرېدو په حال کې دی چې د مقابلې او مخنیوي لپاره یې موږ معاصرې صلیبي جګړې پیلولو ته اړتیا لرو؛
همدارنګه زیاتوي چې موږ معاصر امریکایي صلیبیان باید له اسرائیلو سره د مرستې په توسط د اسلام مخنیوی وکړو؛ او اسرائیل زموږ یو جز دی او ددوی د ستر لښکر نصرت پر موږ واجب ده.
همدارنګه نتنیاهو پخپلو مذکراتو چې د BIBI تر سرلیک لاندې کتاب کې یې را غونډ وایي:
موږ د یهودو په توګه ثابته کړه چې موږ له صلیبیانو څخه پدې کار کې وړاندې والی او بریالیتوب تر لاسه کړ چې پر خپله دې خاوره مو یعنې فلسطین مو تمسک وکړ او خپل حق مو ترلاسه کړ ” یعنې مسلمانان مو له فلسطین شړلو ته مجبور او فلسطین مو ونیوو”
نن ورځ پر غزه د صهیوصلیبي لښکرو یرغل هوبهو هماغه ددوی تېر تاریخ یعنې صلیبي جګړو ژوندی مثال دی.
لکه څرنکه چې د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوو خبري مجلس کې د شهید قائد یحیی سنوار تقبله الله د شهادت اړوند وویل چې موږ پدې عصر کې د یو بل صلاح الدین ایوبي د راتګ مخه ونیوله او بیا د فلسطین له لاسه د وتلو د ترخې تجربې د تکرار مخنیوی مو وکړ.
نو پر همدې اساس پر اسلامي امت د صهیو صلیبي اوسنیو یرغلونو د ماهیت، اهدافو، عواملو او پلانونو د پووېدو لپاره اړینه ده تر څو ددوی د شرم او عار هغه پخوانۍ صفحې پسې راوسپړو.
د صلیبي جګړو له پیل مخکې اروپا کې درې طبقې خلک اوسیدل:
حاکمه طبقه: چې پاچاهان، حاکمه کورنۍ، وزیران او فیوډالان پکې شامل وو.
دیني طبقه: د پاپ، راهبانو، کشیشانو، اسقفانو او سر اسقفانو څخه تشکیل شوې طبقه وو.
عام ولس: دهقانان، غلامان او مزدوران د اروپا او د دریمې طبقې ستره مجموعه وو. حاکمې کورنۍ داسې انګیرله چې الله تعالی همدوی د پاچاهۍ لپاره پیدا کړي او دا ځانګړنه نورو انسانانو ته نده ورکړل شوې، همدوی د سلطنت حقدار دي او د دیني طبقې پر مټ به یې پر خلکو د خپل حاکمیت مشروعیت مانه.
دینې طبقې ځانونه پر ځمکه د الله تعالی استازي ګڼل، د ګناهونو بښل، د یو څیز حلالوالی او حراموالی هم د کلیسا د خوښې مطابق تر سره کیدل.
یعنې حاکمې طبقې به د کلیسا پر مټ په خلکو خپل مشروعیت مانه او کلیسا به د حاکمې طبقې پر مټ له عام ولس مالونه راټولول، پدې لړ کې یو بل ته محتاج وو.
یوازې عام وګړي ووو چې نیم ژوندي ساتل شوي وو، ټول کال به یې په ځمکو کې خواري او هلې ځلې وکړې؛ د حاصل په وخت کې به نیم دولت د مالیې په نوم او نیم به کلیسا د عشر او زکات په نومونو ترې وړل، دومره به ورته پاتې شول چې تر راتلونکي کاله پرې نیم ژوندي پاتې شي.
د کلیسا د واکمنۍ پر مهال په علم او پوهې کلک بندیز وو هیچا نشوای کولای چې یو شی اختراع یا هم علمي څیړنه او تحقیق وکړي.
که به یو څوک داسې راپیدا شو چې د ستورو او فضاء په اړه څیړنه او نظریه وړاندې کړي، راهبانو به راونیو چې د ځمکې کارونه دې خلاص کړل او اوس په اسمانونو کې غږیږې نو وبه یې واژه.
د قسطنطین په وخت کې د کلیسا مشر اعلان وکړ چې موږ وروسته له مسیح څخه هیڅ پوهې او علم ته اړتیا نه لرو، هماغه وو چې د پوهانو په وژلو او سوځولو یې پیل وکړ.
یو مسیحي لیکوال لیکي: د کلیسا د واکمنی پر مهال هیڅ داسې مسیحي نه موندل کیده چې په خپل مرګ دې مړ شوی وي. د مخکښ لیکوال جان ویلیم ډریپر John w Draper په وینا کلیسا د خپلې واکمنی پر مهال له ۱۴۱۸م څخه تر ۱۸۱۸م کاله درې لکه څلورویشت زره ۳۲۴۰۰۰ پوهان وژلي دي چې له جملې څخه 32000 یې ژوندي په اور سوځولي، هغه چې په غارونو او سمڅو کې څومره وژل شوي د هغو تعداد معلوم ندی. دا د غرب هغه اصلي څېره ده چې نن د بشریت د حقوقو نعرې ووي او ځاونونه د انسانیت محسنین ګڼي هغه څه یې چې په اسلامي نړۍ کې وکړل راتلونکي کې به یې ولولۍ.

[ د صلیبي جګړو لاملونه ]

د اروپا په داخل کې حالات او عوامل

دیني لامل: مسیحیانو فلسطین خپله خاوره ګڼله، داسې چې همدلته عیسی”علیه السلام” تولد، ستر او په پیغمبرۍ مبعوث شوی ده، پدې فکر چې دلته زموږ مقدس اماکین دي او دا زموږ خاوره ده چې مسلمانانو اشغال کړې، پدې اساس زموږ دیني مسؤلیت جوړیږي چې لدې وحشي کافرانو “مسلمانانو” خپلې خاورې بیرته ونیسو؛
دیني طبقې چې په رأس کې پاپ اوربان وو له همدې حربې په استفادې ولسونه پدې جګړو کې برخه اخیستو ته هڅول، پر مسلمانانو به یې په درواغو رنګا رنګ درواغ تړل چې ګواکې په فلسطین کې زموږ مسیحي ورونو سره مسلمانان لکه حیوانات داسې چلند کوي، کلیساوې یې بندې او ویجاړې کړي، په مختلفو بهانو یې بندخونو او د تورو تمبو شاته کلونه کلونه اچوي، ښځې، ماشومان او سپین ږیري مو په امن ندي، نو پر تاسو د خپلو هغو مظلومو ورونو نصرت واجب دی، که غواړئ چې د عیسی مسیح د خوښی سبب او جنت ته د داخلېدو وړ وګرزی نو پدې جګړو کې برخه واخلئ.
سیاسی لامل: صلیبیانو غوښتل د فلسطین په نیولو سره د اسلامي نړۍ په زړه کې یو مسیحي دولت جوړ کړي او له همدې نقطې څخه په استفادې د نورې اسلامي نړۍ د اشغال د رهبرۍ د یو مستحکم سنګر په توګه ترې استفاده وکړي.
اقتصادي لامل: اروپا کې لوږه وو، ځمکه غرنۍ او کورنۍ جګړو د میلیونونو وګړو ژوند اخیستی وو. غرب کې یو قانون وو کله به چې پلار مړ شو په میراث ترې پاتې ټول مال او ځمکې به د مشر زوی ملکیت کرځیدلې، پاتې ورونه ترې محروم وو، همدې پاتې ورونو به بیا په بدمعاشۍ لاس پورې کړ، کوچنۍ کوچنۍ لښکرې به یې جوړولې، چې چور، تالان، قتلونه او غلاوې یې روزمره کاروبار وو، دا ډلې به یې شوالیه بللې. پاپ دوهم اوربان شوالیه ډلو ته په صلیبي جګړو کې د ګډون په پار اعلان وکړ چې دلته هر رنګ ناوړه اعمال ترسره کوی نو ولې اسلامي نړۍ ته نه ځئ؟ چې هر څومره ځمکې، مالونه او ښځې غواړی هلته یې ځانونو ته پیدا کړئ؛ پر همدې اساس شوالیه وو بیا لدې جګړو سره ډیره دلچسپي وښوده او د صلیبي لښکرو زیاته برخه همدوی تشکیل کړه. پاپ بل اعلان وکړ: هر غلام چې صلیبي جګړو کې برخه واخیسته هغه ازاد دی، اسلامي نړۍ کې ځانته کورونه جوړ کړئ، څومره مال چې مو خوښه وي چور یې کړئ، په مفتوحه ساحو کې هر شی ستاسو ملکیت دی، هر څه مو چې زړه وي کوی یې.
ځانته بهرنۍ دښمن پیدا کول : اروپایانو پخپلو منځو کې په سلګونه کلونه جګړې کړې وې ، میلیونونه وګړي یې یو له بله وژلي ؛ نو دیني طبقې یې پر دې فکر وکړ تر څو یو بهرنۍ دښمن پیدا کړي، یو به له اروپا څخه د خپل منځي جګړو ټغر ټول او هم به اسلامې نړۍ فتح کړو.
نفوسو ډیروالی: د اروپا ځمکې اکثره برخه غرونو نیولې، یخ او واورین اقلیم لري او ورځ په ورځ یې نفوس په ډیرېدو چې د اروپایانو لپاره یې بسنه نکوله هماغه چې اسلامي نړۍ یې د یو بدیل په توګه وموندله او یو وحشي او بې سر او سامانه لښکر یې یې پر لور راوکوچېده دا هغه خارجي لاملونه چې اسلامي نړۍ د اروپا د وحشي لښکرو د یرغل هدف وګرزېده!
د اسلامي امت اوسنی ځوان نسل، مبارزین، د فکر او قلم څښتنان او د حق لارې مجاهدین باید د صلیبي جګړو له تاریخ سره اشنا وي؛ ځکه دا یوازې د تورو، کلاګانو او وینو کیسه نه بلکې د امت د حافظې هغه ژور زخم او روښانه درس دی چې پکې د ازمېښت تیاره هم شته او د مېړانې څرک هم، د تاریخ په هغو پاڼو کې چې د بیت‌المقدس پر منارو د لوګيو دوخړې راخورې وې، د مسلمانانو د درد، یووالي، کمزورۍ او بېرته راپاڅېدو انځورونه هم پکې خوندي دي، دا د داسې زمانې روایت دی چې حق د واکمنۍ له غرور سره مخامخ ودرېد او د ایمان، صبر او قربانۍ ژبه یې د طوفانونو تر غږه هم لوړه وساتله، خو تاریخ که د پرون په قبرستان کې بند پاتې شي، نو یوازې د خاطرو دوړه ګرځي؛ د صلیبي جګړو پاتې برخه باید د نن د سترګو په رڼا ولوستل شي، د زمانې میدانونه بدل شوي، د جګړې وسایل بدل شوي، او د نفوذ لارې له تورو او نیزو تر فکر، رسنیو، اقتصاد، فرهنګ او معلوماتو رسېدلې دي، زموږ د نسل دنده داده چې د تاریخ هره پېښه په عمیق فکر او د زړه په غوږنو مطالعه او واوري ، د هغې له بریاوو الهام واخلي او له تېروتنو یې عبرت زده کړي، ځوان دې د خپلو نیکونو له شجاعت څخه همت واخلي، د خپلو اسلافو په پلونو دې پل کیږدي، د جهاد په میدانونو کې دې د ثابت قدمه پاتې کېدو جوهر په ځانونو کې راوټوکوي، د صبر او زغم هنر دې زده کړي، شهادت ته دې یو پر بل وړاندې والی وکړی، د خپلو مظلومو مسلمانانو ورونو نصرت ته دې لاسونه ور اوږده کړي، د نن د ژبې، قلم، پوهې او اخلاقو په وسلو دې خپل پیغام تر نړۍ ورسوي، هغه ملت ژوندی وي چې خپل تاریخ په یاد وساتي، خو په تاریخ کې بند نه شي؛ له تېرو ویاړونو الهام او مشعل واخلي او د سبا لپاره لاره جوړه او پرې روښانه کړي، زموږ ځوانان دې د فکر سنګرونه اباد کړي، د علم مشعلونه دې بل وساتي او د حق، جهاد، هجرت، شهادت، استشهاد، عدالت او کرامت غږونه دې په داسې ژبه پورته کړي چې د زمانې تر ټولو کلک دېوالونه هم ولړزوي.

❊❊❊❊

Previous Post

زه کابل ابادېدونکی وینم (دوهمه برخه)

Next Post

بت شکن مجله، میزان ۱۴۰۵ هـ.ش

اړوند مطالب

په موږ یوازې همدومره فرض ده
زما تګلاره

په موږ یوازې همدومره فرض ده

اکتوبر 15, 2026
دا غبار به هېڅکله ورک نشي
زما تګلاره

دا غبار به هېڅکله ورک نشي (دوهمه او آخري برخه)

اکتوبر 12, 2026
د جهاد او استشهاد په لار مزل، د امت د ټولو ستونزو حل
زما تګلاره

د جهاد او استشهاد په لار مزل، د امت د ټولو ستونزو حل

سپتمبر 13, 2026
نشنلېزم؛ د اسلامي امت د واحد جسد رژونې سرطاني غده
زما تګلاره

نشنلېزم؛ د اسلامي امت د واحد جسد رژونې سرطاني غده

سپتمبر 13, 2026
دا غبار به هېڅکله ورک نشي
زما تګلاره

دا غبار به هېڅکله ورک نشي

سپتمبر 13, 2026
رښتینی امریکايي
زما تګلاره

رښتینی امریکايي

اگست 2, 2026
Next Post
بت شکن مجله، میزان ۱۴۰۵ هـ.ش

بت شکن مجله، میزان ۱۴۰۵ هـ.ش

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Go to mobile version