سه شنبه, جون 2, 2026
  • Login
بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • د تاریخ درسونه
    • د اسلافو تاریخ
    • اند او پند
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home افغانستان او امت

په شام کې د جهاد راتلونکی (لومړۍ برخه)

ابو اسامه عبدالعزیز حلاق by ابو اسامه عبدالعزیز حلاق
مې 3, 2026
in افغانستان او امت
0 0
0
په شام کې د جهاد راتلونکی (لومړۍ برخه)

بسمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الحمد لله رب العالمين، ولا عدوان إلا على الظالمين، والصلاة والسلام على رسولنا الأمين، وعلى آله وصحبه أجمعين، أما بعد:

النازعات اداره:

له نن څخه شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې زموږ معززو مجاهدینو وروڼو د شام هیواد سیمې د نصیري حکومت له ولکې څخه آزادې کړې او له حلب، حماة او حمص څخه نیولې تر دمشق، طرطوس، لاذقیې او د سمندر تر ساحلي سیمو پورې اسلامي مرکزونه یې د بشار الاسد له ظالمانه نظام څخه آزاد کړل.

په روانه میاشت کې په شام کې داسې پېښې او پېچلي بدلونونه په ډېرې چټکۍ رامنځته شول چې ډېری مجاهدین او د شام په محاذ کې د ازادۍ له پاره جنګېدونکي کسان یې حیران کړل او د دې مرحلې په درک کولو کې د ګډوډي او تذبذب ښکار شول، چې له امله یې د جهادي او اسلامي فکر او عمل په ډګر کې ګڼې پوښتنې راولاړې شوې او انقلابي بحثونه پیل شول او بیا دا اړینه وګرځېده چې هغه کسان چې د علم، ایمان، جهاد او دعوت الی الله ځانګړنې لري، د مؤمنانو په زړونو کې یقین ټینګ کړي او د هغو کسانو له زړونو څخه چې د اسلام له نصرت سره تړلي دي، ناامیدي او اضطراب لرې کړي، تر څو وکولای شي د شام پر ټوله خاوره د دینِ اسلام د ملاتړ او د شام د معززو خلکو د عزت او ساتنې له پاره ځنډېدلي ګامونه بېرته منظم کړي او دلته له شام څخه زموږ موخه د شام لویه تاریخي سیمه ده؛ یعني له دمشق څخه تر مسجد اقصی او د ټول فلسطین تر خاورې پورې.

د دغو پېښو په اړه د خبرو له پاره موږ د خپل معزز ورور استاد عبدالعزیز الحلاق حفظه الله د کوربتوب کولو ویاړ لرو. استاد عبدالعزیز الحلاق حفظه الله د جهادي، دعوتي او شرعي سیاست په چارو کې مهارت لري، هغه زموږ بلنه ومنله تر څو په دې مکالمه کې ګډون وکړي او په عمومي ډول به په شام او په ځانګړي ډول په سوریه کې، د جهاد او دعوت پر راتلونکي بحث او د نظر تبادله وکړي. همدارنګه به پر هغو مهمو موضوعاتو هم رڼا واچول شي چې دا مهال د مرابطو مجاهدینو ترمنځ او د عامو خلکو په مجلسونو کې پرې تودې خبرې روانې دي. دا مکالمه به عموما د هغو کسانو له پاره ګټوره وي چې له دعوت الی الله او فی سبیل الله جهاد سره لېوالتیا لري او په ځانګړي ډول به د مجاهدینو او داعیانو له پاره اغېزمنه او الهام‌ بښونکې وي. موږ له الله تعالی څخه مرسته او توفیق غواړو.

موږ خپله وینا د خیر له کلمې سره پیلوو: محترم ابو اسامه عبدالعزیز الحلاق صاحب! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، موږ تاسې ته په دې لیدنه کې هرکلی وایو، چې په کې به د شام د دعوتي او جهادي ډګر اړوند تر ټولو مهمې علمي، فکري او منهجي پوښتنې وڅېړو او له هر څه وړاندې، موږ تاسې ته د دې پرېکنده بریا مبارکي وایو او له همدې ځایه له تاسې سره خپله مکالمه پیلوو. نو اې ابو اسامه! موږ تاسې ته د هغې سترې فتحې مبارکي وړاندې کوو چې الله تعالی موږ ته او زموږ امتِ مسلمه ته د جهاد په برکت راکړه. موږ له الله تعالی څخه دعا کوو چې موږ ته د مسجد اقصی او د ټول فلسطین فتحه هم را په برخه کړي، هغه د غاصبو صهیونیستانو له منګولو خلاص کړي او زموږ سترګې پرې یخې کړي. آمین.

استاد عبدالعزیز الحلاق: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته، زما ګرانه وروره! الله تعالی دې تاسې ته برکت درکړي. زه دعاء کوم، چې الله تعالی تاسې ته د دې نېکې بلنې، مېلمه پالنې او ښه ګومان غوره بدله درکړي. رښتیا دا ده چې زه یوازې دومره وینم چې تاسې زما په اړه له اندازې ډېر ښه ګومان کړی دی. نو ځکه زه حق لرم چې ستاسې په اړه د متنبي دا بیت ووایم:

زه دا ټولې ستاینې په رښتینې مینې سره بېرته تاسې ته درګرځوم

ځکه د ستاینې وړ هماغه کسان دي چې دا ځانګړنې په رښتیا په کې موجودې وي

زه تاسې ته د همدې سترې نېکمرغۍ مبارکي وایم، چې الله تعالی د ظالم بشار الاسد د حکومت له پای ته رسېدو سره د شام مسلمانانو او زموږ ټول امتِ مسلمه ته ورکړه. نو ټولې ستاینې یوازې د الله له پاره دي، ځکه د هغه په فضل او کرم سره نېک کارونه سرته رسېږي. موږ د الله له مهربانه ذاته، د عظیم عرش له ربه غواړو چې د خپلو مجاهدینو وروڼو په لاس د شام ټولې سیمې له اشغالګرو طاغوتونو څخه آزادې کړي او د سوریې پر ټوله خاوره په بشپړه او هر اړخیزه فتحه زموږ خوښي پوره کړي.

د مرکې مدیر: محترم استاده! مهرباني وکړئ موږ ته د سوریې (شام) د آزادۍ او فتحې په اړه له خپل نظره وضاحت راکړئ؛ هغه فتحه چې زموږ مخې ته یې د اموي فاتحو قومندانانو د عظمت خاطرې را ژوندۍ کړې. تاسې دا ستره فتحه څنګه ارزوئ او دا زموږ تېر عظمت څومره له ننني شانداره حالت سره تړي؟

استاد عبدالعزیز الحلاق: ګرانه وروره! په دې کې هېڅ شک نشته چې څوک د دې مجرم نصیري حکومت په پای ته رسېدو خوشحال نه وي، د هغه په زړه کې د ایمان ذره هم نشته. همدارنګه په دې کې هم شک نشته چې د «ردع العدوان» د مبارکې معرکې پر مهال زموږ د وروڼو او خویندو د آزادۍ صحنې، د ظالم نصیري طاغوت له واکمنۍ د هېواد خلاصون، د شام پر خاوره د الله د کلمې سربلندي، د شرک او کفر ماتې، د خلکو د ازادۍ او عدالت په فضا کې د ساه اخيستلو فرصت او د دعوت الی الله او د هدایت د رڼا دروازې پرانیستل، موږ پر دې ټولو نعمتونو د الله تعالی بې حده شکر اداء کوو او ټول مسلمانان پرې له زړه خوښي څرګندوي. دا ټول د الله په لاره کې د جهاد له سترو موخو او پایلو څخه دي، چې یوازې د الله په فضل ترلاسه شوي دي او دا نعمتونه د امتِ مسلمه له پاره د جهاد له سترو برکتونو شمېرل کېږي. دې منزل ته د رسېدو له پاره، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د امت ډېرو زامنو برخه واخیسته، شتمنو په خپلو مالونو، علماوو او داعیانو په خپلو دعوتي هڅو، مجاهدینو په خپلو ځانونو او وینو او د مظلوم امت عامو خلکو په خپلو دعاوو، آهونو او زاریو سره تر دې منزله د رسیدو له پاره ونډه واخیسته. دلته باید هېڅکله د غزې مجاهد وروڼه او زموږ د سر تاجونه، د «کتائب القسام» اتلان هېر نه کړو؛ ځکه د الله له مرستې وروسته همدوی وو چې د «طوفان الاقصی» مبارکه معرکه یې پيل کړه او هغه تر ټولو اغېزناک لامل یې رامنځته کړ چې په پایله کې د سوریې د پوځي عملیاتو د قومندانانو په مشرۍ د «ردع العدوان» طوفان راپورته شو. الله دې هغوی ته بریا ورکړي. الله تعالی دې هر هغه چاته چې د دې سترې فتحې په تیاریو کې یې برخه اخیستې، د خیر بدله ورکړي او موږ له الله څخه غواړو چې د خپلو وفادارو بندګانو له پاره د دې فتوحاتو پایلې خوندي وساتي او له ظلم څخه د هېواد او ولس د خلاصون له پاره د في سبیل الله جهاد او د شامي انقلاب د بشپړولو توفیق ورکړي.

خو د دسمبر د اتمې (یعني د دمشق د فتحې) په اړه زما شخصي نظر دا دی، نو زما ګرانه وروره، ماته اجازه راکړئ چې د خلکو له مبالغې سره لږ اختلاف څرګند کړم. زه وېره لرم چې دا زیاتې مبالغې به د سوریې د خلکو شعور او بیداري کمزورې کړي او د دمشق فتحه به له خپل واقعي او حقیقي انداز څخه ډېره لوړه وښيي. بېشکه د نصیري طاغوت له ولکې د دمشق آزادېدل د اهلِ اسلام له پاره ستره بریا ده، خو دا هغه بشپړه او عزتمنده فتحه نه ده چې د اسلام مشران یې هر وخت او هر ځای هیله لري. حقیقت دا دی چې د سوریې خاوره لا هم د نړیوال تسلط او نړیوالې غلامۍ تر بار لاندې ساه اخلي او لا هم د نړیوال نظام د زورواکو تر رحم و کرم لاندې ده او د هماغو نړیوالو بادارانو تر نفوذ لاندې ده چې پخوا یې نصیري طاغوت پر موږ مسلط کړی و او نژدې نیمه پېړۍ یې ساتلی و.

رښتیا دا ده، ګرانه وروره، چې دا فتحه یوه جزوي فتحه ده، نه هغه بشپړه او وروستۍ بریا چې تر هغې وروسته بله بریا نه وي لکه څنګه چې خلکو ګڼلې ده. هر عادل تبصره کونکی پوهېږي چې دا فتحه د خالص جهادي ځواک له لارې نه ده راغلې، بلکې د صلیبي–صهیوني استعماري پروژې او د شرعي جهادي پلان د موقتي همغږۍ په نتیجه کې رامنځته شوې ده. هغوی د خپلې برلاسۍ تر سیوري لاندې مجاهدینو ته دا اسانتیا برابره کړه چې موخه ترلاسه کړي او هغوی یې د یوې ستغې چړې په څېر وکارول تر څو د سیمې نور هغه لوبغاړي کنټرول او مجازات کړي، چې د دوی د سرو کرښو خیال نه ساتي. نړیوال کفر خو بس مجاهدینو ته پر ماڼۍ او څوکۍ د واک تر لاسه کولو زمینه مساعده کړه او د هغه ځمکو د نیولو لاره یې ورته هواره کړه، چې دوی مخکې خپلو غلامانو ته ورکړې وې، خو هغوی د دوی ټاکلو شرائطو ته ژمن پاتې نه شول، نو کله چې مجاهدین واک ته ورسېدل، لوېدیځ د خپلو زړو او ناپاکو لارو په وسیله د هغوی مهارول پیل کړل؛ د ګواښ او تطمیع له لارې یې د هغوی پر عقیدې فشار راووړ، د هغوی ډېری پوځي او ستراتیژیک امکانات او د غنیمت مال یې له تباه کړ، هغوی یې حیران کړل، چې دا په اصل کې د شامي عوامو ملکیت و او د مجاهدینو د کړنو د څار له پاره او د هغوی پر اقداماتو د واک راوستلو له پاره یې په خپله سر پرستي کې د جائیداد د مالک کردار اداء کړ او د خپلو مطلوبو رعایتونو د سطحې اندازه یې ولګوله. اې کاش دوی په همدې بسنه کولای، خو دوی د مجاهدینو سپکاوي ته دوام ورکړ، د هغوی عزت او غیرت ته یې سپکاوی وکړ او هغوی یې د خپلو اصولو او منهج پرېښودو ته اړ کړل، ځکه نو هغوی د دوی خوا ته د جرمني همجنس پرستو طوائفو ښځو یوه ډله ولېږله، چې د مجاهدینو قائد له خپلې عقیدې او اصولو څخه واړوي. کله چې هغه د مجاهدینو تر واکمنۍ لاندې سیمې ته ورسېده، نو هغوی یې له خپلو اصولو څخه اړولو ته وهڅول، پر هغوی یې اقتصادي دروازې وتړلې او اخطار یې ورکړ، چې تر هغه وخته به دوی ته خیرات ور نه کړي، تر څو چې د دوی احکاماتو ته سر ټیټ نه کړي او غوښتنې یې ونه مني. نو موږ په کومه عظیمه فتحه ځان ته فریب ورکوو؟

زه په بشپړ وضاحت وایم، چې د سوریې مجاهدین چې نن په دمشق کې د حکمراني په منظر نامه کې واکمني کوي او د صهیوني–صلیبي نړیوال تسلط تابع دي، هغه چې دوی ته یې ددې فتحې د حاصلولو فرصت ورکړی دی. او د دمشق د واکمن قیادت خپل ځان پر اسلامي امارت ور قیاسول، نه یوازې ناسم دي، بلکې یوازې فریب ده. د افغانستان یوه رښتینې انقلابي جهادي فتحه وه چې په نتیجه کې یې یو آزاد قوت پیدا شو، داسې ځواک چې په لاسونو کې یې ځنځیرونه نه وو، ځکه هغوی نړیوال نظام په افغاني چکړ کې را ګیر کړ او له ښه ستړي کولو وروسته یې د خپلې خوښې مطابق یو نظام جوړ کړ. زما ګرانه وروره! زه دا خبره نه ردوم، لوېدیځ به مجاهدینو ته یو څه وخت ورکړي چې د «ترهګرۍ ضد جګړې» په ازموینه کې یې وازمويي، ځکه نو هغوی له دوی سره د ځواک دا حاشیه پرېښې ده، چې وګوري، دوی څه کوي؟ او هغوی دا خبره په ښکاره مجاهدینو ته کړې ده، چې: «موږ ستاسې خبرې اورو، خو ستاسې عملونه به ګورو.» او دلته باید مجاهدین په یاد ولري، چې د دوی رب هم همدا خبره ورته کړې ده.

قَالَ مُوْسٰي لِقَوْمِهِ اسْتَعِيْنُوْا بِاللّٰهِ وَاصْبِرُوْا ۚ اِنَّ الْاَرْضَ لِلّٰهِ ڐ يُوْرِثُهَا مَنْ يَّشَاۗءُ مِنْ عِبَادِهٖ ۭوَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِيْنَ؁ قَالُوْٓا اُوْذِيْنَا مِنْ قَبْلِ اَنْ تَاْتِيَنَا وَمِنْۢ بَعْدِ مَا جِئْتَنَا ۭ قَالَ عَسٰي رَبُّكُمْ اَنْ يُّهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَيَسْتَخْلِفَكُمْ فِي الْاَرْضِ فَيَنْظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُوْنَ؀ ۧ

«موسی علیه السلام خپل قوم ته وویل:«له الله څخه مرسته وغواړئ او زغم ولرئ، ځمکه د الله ده، د الله چې چاته خوښه شي، د هغې وارث یې ګرځوي؛ او وروستۍ کامیابي د پرهېزګارانو په برخه ده.» د هغه د قوم خلکو وویل:« ستا له راتګ څخه مخکې هم موږ ځورول کېدو او اوس ستا له راتګ سره هم ځورول کېږو.» هغه ځواب ورکړ: «هغه وخت نژدې دی چې ستاسې رب، ستاسې دښمنان هلاک کړي او تاسې ته په ځمکه کې خلافت درکړي. بیا وګوري چې تاسې څنګه عمل کوئ.»

د مجاهدینو ډله به یقینا د غرب په ازمایشونو او امتحاناتو کې ناکام شي، که مجاهدین پر خپل دین او اصولو ټینګ پاتې شي، نو لوېدیځ به هغوی ته هماغه سور څراغ وښيي چې پخوا یې د هغوی دښمنانو ته ښودلی و او د دوی دښمنانو ته به یو ځل بیا زرغون څراغ ور ښکاره کړي، تر څو د همدې فرقه وارانه جنګ محاذ ته راشي، په کوم کې چې تیر لس کاله ورسره جنګېدل. همدارنګه صهیوني ـ صلیبي اتحاد زموږ مسلمه امت د فرقه‌ يي جګړو کندې ته ورغورځول غواړي، تر څو دوی ته زموږ پر ځمکو د خپلو استعماري پلانونو ترسره کول او زموږ د صلاحیتونو تباه کول اسانه شي او الله تعالی زموږ مرستندوی دی.

د مرکې مدیر: نو شاید ته فکر کوې چې دا فتحه د غزې پر محور د برید کولو له پاره د یوې ډرامې په څېر ده او دا شامي ځوان مجاهدین په سیمه کې د صهیوني ـ صلیبي پلان د قوت له پاره د نړیوالې کرایې پر میدان کار کوي؟

استاد عبدالعزیز الحلاق: نه، زما ګرانه وروره! معاذ الله، الله دې نه کوي چې زه د خپلو مرابطو مجاهدو وروڼو مقام او شان راکم کړم، یا د هغوی پر دین او نیتونو شک وکړم؛ ځکه زه پخپله هم له همدوی څخه یم. ما د «ردع العدوان» په معرکه کې د مجاهدینو له لوري یوازې صداقت، وفاداري او پر دین ځان قربانول لیدلي دي. خو ما ستاسې مخې ته د فتحې انځور هماغسې وړاندې کړی لکه چې په حقیقت کې دی، نه د نويو هلکانو د مبالغو پر بنسټ، نه د احساساتي وروڼو د ډېرو خبرو پر اساس او نه د هغو ځیرکو او دوکه کونکو کسانو د جوړو کړو کیسو له مخې چې غواړي زموږ بیداري او شعور له منځه یوسي، زموږ فکرونه واړوي او موږ د وهمونو او خوبونو په نړۍ کې وساتي، تر څو رښتیا او واقعي حالات زموږ مخې ته څرګند نه شي.

ګرانه وروره! سره له دې چې مجاهدین پر دمشق واکمن دي او د سوریې نژدې پر نیمایي خاوره واک لري، خو دا باید هېر نه کړو چې په حقیقت کې دوی لا هم د اشغالګرو د تسلط تر سیوري لاندې دي. پر مجاهدینو او د شام پر ولس لا هم سیاسي، کلتوري او اقتصادي قبضه مسلطه ده او د دې بې‌شمېره شواهد شته. رښتیا دا ده چې هغه اموي فتوحات چې تاسې یې یادونه وکړه او د دمشق له فتحې سره مو پرتله کړل، د اسلامي برلاسۍ او تفوق په زمانه کې ترسره شوي وو. هغه فتوحات نه د نړیوال کفر د سردارانو په اجازه، رضایت او اسانتیا رامنځته شوي وو او نه د مجاهدینو د ستایلو وړ شرعي ارادې د کفارو له کرکجنې او لعنتي ارادې سره د یو ځای کېدو پایله وه.

تاسې د خپل رب په نوم راته ووایئ آیا د تاریخ په کوم ځای کې دا لیکل شوي چې کوم اموي خلیفه یا وزیر د روم پاچا هرقل ته د ځواک او خوشحالۍ له هیلو سره د مبارکۍ او برکتونو پیغام لېږلی وي؟

سربېره پر دې، د بني‌امیه دورې ته د ستنېدو او هغوی د اسلامي تاریخ تر ټولو لوړ مثال او غوره بېلګه ګرځولو شعار د جمهورو علماوو په نزد د غور وړ دی. موږ ته خو د خلفای راشدینِ مهديینو د سنتو د پیروي امر شوی دی، نه د اموي خلفاوو؛ او له موږ سره د منهاج النبوة پر لور د ستنېدو وعده شوې ده، نه د بني‌ امیه د منهاج پر لور.

د مرکې مدیر: سمه ده، خو ابو اسامه! ستاسې ځینو خبرو زه حېران کړم؛ داسې ښکاري چې تاسې د دې فتحې، یا د هغې د طریقې او انداز په اړه ځینې تحفظات لرئ. ستاسې له خبرو داسې هم څرګندېږي چې د شام د نوې ادارې چلند د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره تاسې ته د قناعت وړ نه دی؛ که خبره برعکس ده؟ ستاسې د نوې شامي ادارې په اړه تحفظات څه دي او پر څه یې نیوکه کوئ؟ هغوی د هغو لویو هېوادونو پر وړاندې څه کولی شي چې په شام کې د خپلو ګټو په لټه کې دي؟

استاد عبدالعزیز الحلاق: ګوره ګرانه وروره! کله چې موږ د سوریې اوسنی انځور، د هغه حقیقت او د ۲۰۲۴م کال د پای پېښې او پایلې ارزوو، نو هغه څه چې په سوریه کې شوي، د څو مهمو تاریخي ښارونو له آزادۍ پرته بل څه نه دي؛ چې تر ټولو مهم یې پلازمېنه دمشق ده، چیرې چې د اسلام د مجاهدینو د ډلو واک دی. زما په شخصي اند، دا کچه آزادي «پریکنده فتح» او «رښتینې بریا» بلل یوازې د یوې هیله‌ بښونکې استعارې په توګه منل کېدای شي، چې موږ هیله لرو الله تعالی به یې د امتِ مسلمه او د اهلِ شام له پاره بشپړه کړي. خو هغه حقیقت چې باید په سمو ټکو تنظیم شي او شرعي موافقت یې په علمي، فقهي، شرعي او منطقي ډول بیان شي دا دی، چې شام (سوریه) تر اوسه فتحه شوی نه دی او څه چې شوي یوازې د څو مهمو ښارونو آزادي ده. دا د مجاهدینو او انقلابیانو پر غاړه د ټولو وجایبو له ډلې یوازې د ځینو ادا کول دي. د علم او بصیرت خاوندان باید د نړیوال کفر د امامانو له لوري مسلط شوي داخلي ایجنټ (بشار الاسد) د پرځولو په خوشحالۍ کې ړانده نه شي، باید بې‌وختې پرېکړې ونه کړي، او د انقلاب د پای، د شامي جهاد د دورې د ختمېدو او د دولت جوړونې د پیل په اعلان کې بیړه ونه کړي؛ ځکه دا د جهاد او انقلاب پر بلېدونکو سکرو د یخو اوبو تویولو ته ورته دي. هر منصف او هوښیار انسان پوهېږي چې د سوریې فقهي او واقعي حقیقت دا تاییدوي چې دا خاوره لا هم تر قبضې لاندې ده او یرغلګر دښمن لا تر اوسه ترې نه دی شړل شوی او صهیوني–صلیبي قبضه لا هم د سوریې پر ډېرو سیمو واکمنه ده.

سربېره پر دې، د بیدارې او امانتدارې رهبرۍ دنده ده چې خپلو انقلابي خلکو او مجاهدو سرتېرو ته له واقعیت سره سم انځور وړاندې کړي؛ هغوی ته ووایي چې د شام پر خاوره د بهرنیو اشغالګرو یوه پېچلې ګډه قبضه وه، چې مخکې یې د شتمنیو د وېش له پاره د بشار الاسد په نوم د یو داخلي ایجنټ پر منلو اتفاق کړی و او کله چې انقلابیانو په ۲۰۱۱م کال کې پاڅون وکړ، نو همدغو اشغالګرو خپله صهیوني–صلیبي، امریکايي–روسي جګړه پیل کړه او هر یوه خپل متحدین راوستل، تر څو د شامي نفوذ او شتمنیو وېش تنظیم کړي. بیا چې په اوکراین کې د دغو لویو هېوادونو ترمنځ جګړه ونښته او اختلافات ژور شول، الله تعالی د هغوی په زړونو کې درز واچاوه، تر دې چې دا اختلافات د ځمکې پر مخ خپل وروستي حد ته ورسېدل، په ځانګړي ډول د شام پر خاوره. له دې وروسته د اکتوبر اوومه راغله؛ یعني د «طوفان الاقصی» مبارک عملیات، چې ډېر هغه تړونونه یې ونړول چې دوی پرې مخکې موافق شوي وو. د همدې شخړو او جګړو په فضا کې د «ردع العدوان» مبارکه معرکه پیل شوه او شامي مجاهدینو تر ټولو کوچنی طاغوت، بشار الاسد، له بېخه راوپرځاوه، که څه هم هغه د شامي مسلمانانو پر وړاندې تر ټولو ظالم و، خو حقیقت دا دی چې د اهلِ شام او د ټول امتِ مسلمه له پاره تر ټولو لوی مجرم او خطر یوازې بشار الاسد نه و. تر دې دمه سوریه یوازې له تر ټولو کمزوري بهرني اشغالګر، یعني ایران، څخه آزاده شوې ده؛ خو لوی بهرني اشغالګر لا هم پر شامي خاوره ناست دي او نفوذ یې سره وېشلی دی. نو امانتداره رهبري باید خپل ولس او سرتېري د ټولو چارو له سمې زاویې خبر کړي، د حالاتو او پایلو حقیقت روښانه کړي او د شام پر وړاندې د اشغالګرو ګواښونه که د صهیوني–صلیبي جګړې معاصر باداران وي او که د هغوی سیمه‌ییز ایجنټان بې له وېرې څرګند کړي.

تر کومه ځایه چې ستاسې د دویمې پوښتنې تړاو دی نو زما په اند د مجاهدینو مشرتابه کولای شي د هغو صهیوني–صلیبي هېوادونو پر وړاندې چې د شام د خاورې طمعه لري، ګڼ ګامونه واخلي. تر ټولو لومړی باید له خپل ولس، سرتېرو او امت سره رښتیني وي؛ په ښکاره ووایي چې موږ لا هم پر شامي خاوره له ستر اشغال سره مخ یو او دا چې د اسلامي حکومت د نسکورولو داخلي او بهرنۍ دسیسې شته؛ داسې کسان هم شته چې د مجاهدینو د جهادي لاسته راوړنو د غلا هیله لري. جهادي انقلاب لا ژوندی دی او تود دی؛ د هغه لمبې او سکاره به تر هغه بلېږي چې د سوریې وروستۍ ټوټه هم د صهیوني–صلیبي جګړې له وروستي بهرني اشغالګر او داخلي ایجنټ څخه آزاده نه شي. د نوې شامي ادارې له پاره اړینه ده چې خپلو عوامو، سپاهیانو،عربو او اسلامي امت ته حقایق روښانه کړي او په ډاګه ووایي، چې موږ تر اوسه یوازې د ظلم لومړی خول لرې کړی دی؛ کوم چې په حقیقت کې د تر ټولو سترې ناروغۍ نښه ده، خو د شام په سیمه کې تر ټولو ستره جګړه پر دې ځمکه صهیوني–صلیبي قبضه ده، هغه څوک چې خپل ایجنټان ټاکي او د شامي ولس پر سینه یې کښېنوي. الله ښه پوهېږي.

د مرکې مدیر: سمه ده! ما چې د سوریې د حقیقت په اړه ستاسې له مایوسه کونکي نظر څخه څه زده کړل، هغه دادی چې د انقلاب د ختمېدو اعلان کول یوه انقلابي تېروتنه او د شامي ولس له پاره ګمراه کوونکې پرېکړه ده. خو آیا تاسې فکر نه کوئ چې نوی مشرتابه له دې سخت واقعي وضعیته خبره ده، خو غواړي د سیمې د متکبرو او اشغالګرو هېوادونو خطر تر خپله وسه د شامي ولس پر وړاندې بې ‌اغېزې کړي؟ آیا دا له سیاسي پلوه معقوله نه ده چې د کمزورۍ په دې سیوري کې او تر سختو فشارونو لاندې، اداره منظمه کړي او هممهاله لوی ځواکونه وغولوي؟

استاد عبدالعزیز الحلاق: زه هېڅ مایوس نه یم، زما ګرانه وروره! په الله قسم، زه د یوه محتاط انسان په څېر هیله‌ مند یم؛ خو غواړم چې زه او زما وروڼه په نوي مشرتابه کې له ځان، له خپل ولس او له وفادارو مجاهد سرتېرو سره رښتیني واوسو. ولې د انقلاب د ختم اعلان کوئ حال دا چې اړتیاوې یې لا نه دي پوره شوې؟ ولې د جهاد د پای دعوه کوئ حال دا چې د هغه مسئولیتونه لا پر ځای دي؟ دا د شرعي، فقهي، انقلابي او سیاسي تلې له مخې ستره تېروتنه ده. په دې کار سره دوی د مبارک انقلاب پر لمبو یخې اوبه شیندي او د جهادي غیرت اور پخپله وژني، سره له دې چې ویني لوېدیځ د ورکړل شویو امتیازونو له امله خوشحال دی او ستاینه یې کوي!

دا هېڅکله روا نه ده، او باید هېڅکله د داسې لارو هڅه ونه شي چې له سیاسي او شرعي پلوه ناسمې وي؛ دا لارې کولی شي دوی، مجاهدین او ټول انقلاب د تباهۍ کندې ته ټېل وهي.

زما ګرانه وروره! که دوی رښتینې او پریکنده فتحه غواړي، باید ظالمانو ته په ښکاره «نه» ووایي او ورته ووایي: تاسې زموږ پر خاوره اشغال کونکي یاست، او زموږ ولس به دا غاصبانه قبضه او متکبرانه سرپرستي ونه مني.

او هو هغوی کولی شي د پاتې اشغال شوې شامي خاورې د آزادولو له پاره خپله جهادي او انقلابي مبارزه لنډ مهاله وځنډوي تر څو ساه واخلي او صفونه منظم کړي؛ خو بیا هم باید له ولس، سرتېرو او امت سره رښتیني پاتې شي. له دې وروسته، د اوسني ضعف تر سیوري لاندې، د اشغالګرو سره دا دریځ نیول سم دي چې موږ ستاسې له قبضې سره مخ یو. یا به اشغالګر له دیپلوماتیکو او سیاسي لارو شامي خاوره پرېږدي او یا به د مجاهدینو مشرتابه اعلان وکړي چې د اسماني او ځمکنیو قوانینو له مخې به له هرې مشروع لارې مقاومت کوي او که هر څومره وخت ونیسي، خپله انقلابي او جهادي مبارزه به بېرته پیلوي تر څو د خپلې خاورې وروستۍ ذره هم له هر اشغالګر او ایجنټ څخه آزاده کړي.

تر کومه حده چې زموږ پر اسلامي نړۍ قابضو هیوادونو ته د دوکې ورکولو د امکان په اړه ستا سوال دی، نو زما په ناچیز نظر دا تصور زموږ د متکبرو دښمنانو د حقیقت په اړه له تر ټولو ساده ‌لوحو اسلامي انګېرنو څخه دی. زما وروره! دا هېوادونه خیریه بنسټونه یا دعوتي ډلې نه دي، چې مسلمانان یې وغولوي او داسې یې وځلوي، لکه څنګه چې یې ځیني خلک خوب ویني او وهم او ګمان کوي. دا هغه ظالم دولتونه دي چې زموږ غوښې یې خوړلې دي، زموږ وینې یې څښلې دي لوی شوي او زموږ ښځې او ماشومان یې قتل کړي دي را ستر شوي دي او لا هم وده کوي. دا جګړه خوښونکي هیوادونه دي، چې ورانول او جنګ خوښوي. دوی په تباهي کې مهارت لري او د دوی خونړی تاریخ ددې خبرې شاهد دی چې دوی استعماري ځواکونه دي، چې خپلو دښمنانو ته د ماتې ورکولو او سر پېچلو صلاحیت لري. تر دې پورې چې د مسابقتي انساني تهذیبونو د تباه کولو مهارت هم لري او هر څوک چې د دوی په اړه ساده تصور ولري، پایله به یې دا وي چې د هغوی د غلامانو غلام، د ایجنټانو ایجنټ او د ګوډاګیانو ګوډاګی به شي.

زما ګرانه وروره! موږ له هغو سلطنتونو سره مخ یو چې په میلیونونو انسانان یې وژلي دي. که زموږ له منځه کوم مسلمان د هغوی تر رحم و کرم لاندې پر خپل ځان د مسلطې بین المللي ورورولي په احسان سره واک ته ورسېږي، هغوی به ورته د ساه اخیستلو یا د صفونو د بیا تنظیم له پاره یوه شېبه وخت هم ورنه کړي؛ بلکې هغوی خو زموږ پر وړاندې د دسيسو او لوبو په چمتو کولو بوخت دي او موږ به هماغه دایرې ته ورننوځو چې بشار الاسد په کې نیمه پېړۍ ژوند وکړ او له بده مرغه بیا به د مجاهدینو هغه مشران لټوو چې په مینه او ویره یې ولمانځي او ورته عاجزي وښيي.

د مرکې مدیر: محترم استاد عبدالعزیز الحلاق! راځئ د موضوع ژورو ته ننوځو. ستاسې په اند، د دمشق د آزادۍ له نژدې دوو میاشتو وروسته، چې په ټوله سیمه کې په عمومي ډول او په ځانګړي ډول په سوریه کې کوم اثرات راڅرګند شوي، د هغوی په رڼا کې تاسې په شام کې کوم خطرونه وینئ؟

استاد عبدالعزیز الحلاق: په ټوله سیمه کې او په ځانګړي ډول په سوریه کې تر ټولو لوی خطر صهیوني–صلیبي خطر دی. دا خطر له نصیري خطر سره هیڅ ډول د پرتله کېدو وړ نه دی، هغه خطر چې مخکې یې بشار الاسد استازیتوب کاوه. شامي انقلابیان په دې ګومان پاڅېدلي وو چې په سوریه کې یوازینی خطر محلي نصیري حکومت او د هغه متحدین دي، خو اوس پرې دا خبره روښانه شوې چې صهیوني–صلیبي دښمن له هرې خوا لکه د پنجو په شان پر هغوی کلکه محاصره راوستې ده.

لومړی او تر ټولو مهم خطر اسرائیلي–صهیوني خطر دی، چې د «سیمې د بادار» په نوم پېژندل کېږي. دا معلومه ده چې هغه د جنوبي سوریې د سیمو په ګډون د ستر شام پر مهمو برخو ولکه ټینګه کړې ده. دا نیونه لا هم د جنوب له لوري پراخېږي. موږ باید دا هم هېر نه کړو چې په درعا، قنیطره او سویدا کې د خائنانو ډېر ملاتړي او مرستندویان شته، چې په کې د ځینو سني ډلو، دروزي فرقې او نورو اړوند کسان شامل دي. دا خطر د ټول ستر شام له پاره تر ټولو لوی خطر بلل کېږي. اسرائیل هېڅکله د خپلو موخو او هیلو له څرګندولو ستړی شوی نه دی او له هرې شونې لارې او وسیلې یې دا موخې په ښکاره بیان کړې دي. هغه نقشې چې صهیوني پوځیانو پر خپلو اوږو ځړولې وې، د دې پاروونکو نښو په سمندر کې یوازې یو څاڅکی دی. د دې خطر تر ټولو خطرناک اړخ د «احمد العودة» په مشرۍ د عربي–صهیوني ځواکونو خطر دی. همدغه کس لومړی څوک و چې دمشق ته داخل شو او د واک نسکورولو ادعا یې وکړه، په داسې حال کې چې تر هغه وخته لا هیئة تحریر الشام حمص هم په بشپړه توګه نه و آزاد کړی. وروسته له دې هغه له قومندان احمد الشرع (پخوانی جولاني) سره په فور سیزن هوټل کې له خپل عجیبه او نادر ملاقات وروسته د دمشق له صحنې ورکېږي، خو بیا وروسته د سوریې په سیاسي او پوځي ډګر کې تر ټولو مخکښه څېره ګرځي. موږ باید دا هم هېر نه کړو چې کوم خطر مو په لیبیا کې د حفتر او په سوډان کې د حمیدتي له خوا ولید، هماغه ډول خطر دلته هم شته. احمد العودة د «شام حمیدتي» او «د سوریې حفتر» دی، ځکه چې هغه د متحده عربي اماراتو، اردن او د سیمې د نورو انقلاب ضد هېوادونو بشپړ ملاتړ لري. تر دې هم خطرناکه دا ده چې هغه په یوه وخت کې د روسیې او امریکا ملاتړ هم لري، چې دا خپله یوه عجیبه او د اندېښنې وړ خبره ده. د دمشق له آزادۍ سمدستي وروسته، ګاونډیو هېوادونو د دوی له پاره د روزنې، جلب و جذب او وسلو دروازې پرانیستې دي. نو آیا موږ د جنوب له لوري د انقلاب د رد پر څنډه ولاړ یو؟

دوهم خطر امریکایي–صهیوني–صلیبي خطر دی، چې د خپلو عربي او کردي اجنټانو له لارې یې د سوریې د خاورې پر ځینو برخو ولکه ټینګه کړې ده. د سالم ترکي العنتري په مشرۍ ازاد سوریایي پوځ (فري سیرین آرمي) د امریکایي–صهیوني–صلیبي جګړې له عربي اجنټانو څخه دی. د دوی مرکز د امریکا د «التنف» پوځي اډه ده، چې د سوریې، عراق او اردن ترمنځ په مثلثي سیمه کې موقعیت لري. که څه هم دا ځواکونه دا مهال د نوې ادارې او نوې سوریایي اردو برخه ګرځېدلي، خو په حقیقت کې دا هماغه «صحوات» دي، چې په ۲۰۰۸ کال کې په عراق کې د امریکایي جنرال پیټریاس له خوا جوړ شوي وو. دا د سیمې په کچه د صحواتو د پروژې غځونه ده او په سوریه کې د امریکایي پوځ مخکښې جګړه ییزې دستې ګڼل کېږي، چې شمېر یې له لسو زرو اوښتی او وسلې او بشپړه روزنه یې د امریکا د دفاع وزارت تر څار لاندې ترسره کېږي. تر کومه ځایه چې د امریکایي–صهیوني–صلیبي جګړې د کردي اجنټانو تړاو دی، هغوی د سوریایي دیموکراتیک ځواکونو (SDF یا قسد) په نوم پېژندل کېږي، چې مشري یې ظالم مجرم «مظلوم عبدي» کوي. دا بې‌ دینه ډله د شام له تر ټولو بدو کافرانو څخه ده او د اسلام او اهل اسلام پر وړاندې تر ټولو سخته کرکه لري. د دوی په سیمو کې د قرآن کریم حفظ کول منع دي او د اسلام له نښو او شعایرو څخه ډېرو ته اجازه نه ورکول کېږي. په دوی کې داسې کسان هم شته چې لا تر اوسه د اور، لمر او سپوږمۍ عبادت کوي. په شام کې له دغو ملحدو کردانو او نصیري رافضیانو څخه لوی کافران نشته او نه هم داسې څوک شته چې تر دوی ډېر له اسلام او مسلمانانو سره دښمني ولري. دا ډلې د سوریې پر هغو پراخو سیمو واکمنې دي چې ستراتیژیک اهمیت لري او له اقتصادي پلوه خورا مهمې دي، ځکه چې د تورو سرو زرو، یعني د سوریې د تېلو زېرمې په کې شته. دوی د خپلو سیمو دننه د امریکایي اډو ساتنه تر خپلې ساتنې هم ډېره مهمه بولي. د مجاهدینو له خوا د دمشق تر آزادۍ وروسته، هغوی په دې وروستیو کې امریکایي پوځي اډې نمبر ۲۹ او ۳۰ هم جوړې کړې دي، چې دا د دې خبرې څرګند ثبوت دی چې دوی لا هم د سوریې د خاورې پر ځینو برخو خپل اشغال ساتلی او حتی نوې سوریایي اداره هم دې ته اړ باسي چې دا حالت ومني.

دریم خطر روسي–صلیبي او د هغوی د دودیزو متحدینو خطر دی، هغه ځواکونه چې نژدې نیمه پېړۍ یې د دمشق پر صحنه واکمني کړې ده. دا مهال دوی د لاذقیې په غرونو او ساحلي سیمو کې پوځي اډې او کلکې کلاوې جوړوي. هغوی یو داسې فرقه‌ يي ولسي روایت لري چې پالنه یې کوي او دا وړتیاوې یې د ادلب، عفرین او د شمالي شام له هغو خلکو ډېرې دي چې د انقلاب د تېرو دیارلسو کلونو پر مهال یې د شامي انقلابیانو ملاتړ کاوه. دوی د ایران، روسیې، لبنان، یمن او نورو له خوا پراخ مالي ملاتړ ترلاسه کړی او په نژدې راتلونکې کې دا احتمال شته چې موږ به د دوی د تخریبي فعالیتونو لوی پراخوالی ووینو. ځکه چې دوی اوس د خپلو لیکو د تنظیم او د نصیري انقلابي جوړښت د بیا رغونې په حال کې دي. په طرطوس کې د روسیې د حمیمیم اډې پاتې کېدل او د طرطوس بندرونه د دې خطر د ځواک، بقا او ثبات تر ټولو ستر لامل دی1.

څلورم خطر داعشي–صهیوني خطر دی، هغه خطر چې جوړ شوی، ساتل کېږي او روزل کېږي. د داعش د ودې له پاره ځانګړي فارمونه جوړ شوي دي. له تېرو لسو کلونو راهیسې سختې صهیوني–صلیبي هڅې روانې دي، څو د داعش جنګیالي د فکري ګمراهۍ له چوکاټه وباسي او د مزدورۍ په چوکاټ کې یې داخل کړي. او که کوم داعشي یوازې پر خپلې خارجي ګمراهۍ ټینګ پاتې شي او د مزدورۍ چوکاټ ته له داخلېدو انکار وکړي، نو د هغه ساتونکي او ملاتړي یې د شام په بادیه، تدمر او د حمص په شاوخوا سیمو کې له منځه وړي، تر څو د مزدور داعش جبهه د ګمراه داعش پر جبهه برلاسي پاتې شي. دا خطر د شام د اهل سنتو د پروژې له پاره د زهري خنجر په څېر دی. هېڅ مبالغه نه ده که ووایو چې دا خطر هم د پورته یادو شویو خطرونو څخه کم نه دی، بلکې دا د جهادي صفونو ترمنځ د لا ډېرې دښمنۍ د پیدا کولو وړتیا لري. همدا لامل دی چې صهیوني–صلیبي کمپونه لا هم د دوی پالنه کوي، هغوی تر خپلو سترګو لاندې لویوي، تر څو د امت مسلمه پر وړاندې د کرکې عوامل پیاوړي کړي او د اهل سنتو پر وړاندې د بغض او دښمنۍ ریښې لا ژورې کړي. ژر به موږ ووینو او واورو چې صهیوني–صلیبي دوزخیان به شپیلکونه ووهي او خپلو داعشي سپیو ته به اشاره کوي، تر څو د شام د اهل سنتو د مجاهدینو د غوښو د ښکار له منظرو څخه خوند واخلي. موږ له الله تعالی څخه سلامتي او عافیت غواړو. د نړیوالې صهیوني–صلیبي جګړې له پاره د داعش د خدمت او د یوې فعالې وسیلې کېدو تر ټولو رښتینې بېلګه هغه ده چې امت مسلمه په افغانستان کې ولیده او لا یې هم ویني. هغوی د امریکا او د سیمې د امریکایي اجنټانو ملاتړ درلود او لا یې هم لري. کله به چې مجاهدین په یوه سیمه کې د هغوی له منځه وړلو ته نژدې شول، نو کافرو پوځونو به سمدستي حرکت کاوه، د الوتکو له لارې به یې مرسته ورسره کوله او له مخکې جوړو شویو کمپونو ته به یې لېږدول، تر څو یې پالنه وکړي، نسل یې وروزي او مناسبه فکري غذا ورکړي او اوس چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له خوا د داعش کمپونه له منځه وړل شوي، نو په پاکستان او تاجکستان کې د هغوی د روزنې بندوبست شوی او ځینو ګاونډیو هېوادونو ته امر شوی چې د دوی معسکرونه خپلو سیمو ته ولېږدوي، تر څو د اړتیا پر مهال د اسلامي شریعت د پلان پر ضد وکارول شي او په دې توګه صهیوني–صلیبي پلان بشپړ کړي.

پنځم خطر د سیکولرې ترکیې خطر دی؛ هغه چې په «ناټو کې د ارتداد د مشرتابه» په توګه پېژندل کېږي. دا یو داسې خطر دی چې لا هم د شمالي شام له وضعیت او هلته د ترکیې له پوځي اډو سره ټینګه اړیکه لري. موږ باید دا هېر نه کړو چې ترکیه اوس په ظاهره د سوریې د سرپرست لاس او د هغې د شا څښتنه ګرځېدلې ده او د شام له پاره د صهیوني–صلیبي پولیس د رول لوبوي. پر شام د ترکیې نفوذ به په فکري، ټولنیز، سیاسي او پوځي ډګرونو کې له حده واوړي. همدارنګه باید دا هم هېر نه کړو چې د «آزاد سوریایي پوځ» او «وطني پوځ» په څېر تر بېلابېلو نومونو لاندې زرګونه سوریایي جنګیالي د ترکیې تر واک او اغېز لاندې دي. د سیکولرې ترکیې د پلان د خطر حقیقت دا دی چې دا هېواد د مسلمانانو پر ضد په صهیوني–صلیبي جګړو کې نه یوازې یو باوري اجنټ دی، بلکې د صهیوني–صلیبي اتحاد، یعني ناټو، یو اساسي غړی هم دی او د مسلمانانو پر لور تر ټولو پیاوړی او تر ټولو بد غشی ګڼل کېږي. دې پلان په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د اشغال پر مهال هم بریدونه او پوځي ماموریتونه ترسره کړي دي. ترکیې د کمزورو مسلمانانو له وینې او غوښې څخه دومره استفاده کړې چې ځان یې پرې موړ کړی دی؛ که هغه په افغانستان کې زموږ د مسلمان وروڼو وینه او غوښه وه او که د سوریې پر پوله د ترکیې د جاندرما ځواکونو له خوا زموږ د هغو سوریایي وروڼو او خویندو وینه وه چې د پناه غوښتنې هیله یې لرله. همدارنګه، لکه څنګه چې نن ورځ موږ له انسانیت څخه تشه ترکیه وینو چې په مالي، صومالیه او د افریقې په ساحلي سیمو کې د بېوزلو او کمزورو مسلمانانو وینه تویوي دا هر څه یو هوښیار انسان دې ته اړ باسي چې په نژدې راتلونکي کې په سوریه کې د مسلمانانو د وینې په اړه د ترکي پلانونو پر وړاندې جدي شکونه او اندېښنې ولري2.

زما په اند همدا پنځه محاذونه د شام د راتلونکي پر وړاندې تر ټولو خطرناک محاذونه دي. له دې پرته نور داخلي او بهرني خطرونه هم شته، خو دا مهال د همدې سختو او بنسټیزو خطرونو یادونه بسنه کوي.

د مرکې مدیر: موږ ستاسې پر دغو ګټورو خبرو د الله تعالی شکر ادا کوو، ځکه تاسې زموږ پام هغو خطرونو ته واړاوه چې موږ اټکل نه کاوه چې دومره به لوی، پراخ او له یو بل سره تړلي او پېچلي وي. زه له تاسې څخه مننه کوم چې تاسې دا موضوعات په داسې بڼه راټول او بیان کړل چې څارونکو ته د شام د اوسني واقعیت درک اسانه شي.

(ادامه لري، ان شاء الله)


1 له یوې میاشتې څخه هم لږ وخت تېر شو چې د محترم استاد دا اندېښنه سمه ثابته شوه او د دې مکالمې د اردو ژباړې تر خپرېدو پورې، دغه خطر خپل تخریبي فعالیتونه پیل کړي دي.

2 له یوې میاشتې څخه هم لږ وخت تېر شو چې د محترم استاد دا اندېښنه هم پر ځای ثابته شوه او د دې مکالمې د اردو ژباړې تر خپرېدو پورې، د سوریې د تدمر هوايي اډه (T4) ترکیې ته سپارل شوې ده.

Previous Post

له فتحې وروسته زموږ مسئولیت څه دی؟

Next Post

د عصر معجزه! تر ځمکې لاندې غزه!

اړوند مطالب

د علماوو غوښې مسمومې دي!
افغانستان او امت

د علماوو غوښې مسمومې دي!

مې 25, 2026
په شام کې د جهاد راتلونکی (دوهمه برخه)
افغانستان او امت

په شام کې د جهاد راتلونکی (دوهمه برخه)

مې 25, 2026
په افریقا کې د جهادي مسیر ګړندی بهیر
افغانستان او امت

په افریقا کې د جهادي مسیر ګړندی بهیر

مې 25, 2026
له فتحې وروسته زموږ مسئولیت څه دی؟
افغانستان او امت

له فتحې وروسته زموږ مسئولیت څه دی؟

مې 3, 2026
له صهیونستي تولیداتو سره پریکون  وکړئ!
افغانستان او امت

له صهیونستي تولیداتو سره پریکون وکړئ!

مې 3, 2026
Next Post

د عصر معجزه! تر ځمکې لاندې غزه!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Go to mobile version