جمعه, اکتوبر 16, 2026
بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • د تاریخ درسونه
    • د اسلافو تاریخ
    • اند او پند
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home افغانستان او امت

زموږ شرقي أندلس؛ له یاده وتلی اسلامي هندوستان

محمد طنین by محمد طنین
سپتمبر 14, 2026
in افغانستان او امت
0
زموږ شرقي أندلس؛ له یاده وتلی اسلامي هندوستان

نن د اسلامي امت ډیره کتله خلک او وګړي د أندلس له تاریخه خبر دي، د عروج او زوال صحنې یې په ذهنونو کې لا هم حک شوي دي، ادیبانو، لیکوالانو، علماء کرامو او داعیانو په سلګونو کتابونه د أندلس اړوند تألیف کړي او د 800 کلن اسلامي أندلس هره لویه او کوچنۍ پېښه یې پکې انځور کړې؛ مګر همدا کتله وګړي د اسلامي هندوستان له تاریخه ناخبره دي، هلته د اسلامي حکومتونو او امارتونو، علمي او رغنیزو خدماتو او 800 کلن اسلامي حکومت په اړه هیڅ کومه فکره او انګیزه له ځانه سره نلري. د هند په وچه کې د اتو پېړيو په اوږدو کې د اسلام د تمکين او عروج کیسه، یوازې د يوه سياسي اقتدار بيان نه، بلکې د ارادې، عقيدې او معنويت هغه بې‌سارې ننداره ده چې د هند ټولنیز او کلتوري ستونزمن بنسټونه يې د مدنیت په وریښمین بافت وه اوبدل. هغه وخته چې د توحید هیبتناک اواز د جېلم او ګنګا په سیندونو کې طنین واچاوه، تر هغو چې د ډيلي شاهي خاوره د عدل، عرفان او علم په رڼا منوره شوه، د برصغير دغه اسلامي دوران د روحي او فکري انقلاب د یو طلايي بهير برخه شو؛ په دې معنوي جریان کې غرونه او صحراوې د زهد او تقوا پياوړو پړاوونو تسخیر کړې او د عدل او مساوات بې‌ مثاله ارمانونو په مېليونونو ولسونه د توحيد او ورورګلوۍ په غېږ کې راټول کړل، په شبه قارة الهندیة کې مسلمانانو داسې غوړېدلې او مقتدره ټولنه رامنځته کړه چې انواراتو يې د ټولې ختيځې نړۍ افقونه روښانه کړل. الشیخ ابوالحسن علي الندوي رحمه الله د اسلامي هندوستان اړوند وایي:
مسلمانان هند ته د یو بهرني غاصب په توګه نه، بلکې د دې خاورې د ریښتینو خادمانو په توګه داخل شول، هغوی هند خپل کور او د اوسېدو اصلي مرکز وټاکه او خپله ټوله پوهه، استعداد او سرچینې یې د دې خاورې په ابادۍ او کلتوري بډاینه کې مصرف کړې. نوموړي د مسلمانانو لخوا د اردو ژبې را منځته کول د دې جغرافیې د وګړو لپاره یوه ستره ډالۍ او شهکار بللو، ندوي رحمه الله په فخر سره یادونه کوله چې که څه هم احادیث او معقولات د عربو له سیمو سرچینه اخلي خو د هندوستان خاورې او علمي مراکزو په وروستیو پېړیو کې د نبوي حدیثو تدریس او علمي هڅو ته داسې روحي او علمي خدمت وکړ چې ټوله اسلامي نړۍ یې پوروړې کړه. مسلمانانو پر هندوستان اته پیړۍ حکومت کړی دی؛ په بله اصطلاح ویلی شو چې دا د اسلام شرقي أندلس و!
د أندلس او هندوستان تاریخ تر ډیره یو بل سره ورته والی لري، پر أندلس کې لکه څرنګه چې د ملوک الطوایفي دوره راغلې په هندوستان کې هم راغلې، لکه څرنګه چې أندلس کې مسلمانانو اته پیړۍ حکومت کړی په هندوستان کې هم همدومره حاکمیت کړی.

فتح:

لومړی ځل د أمیر المؤمنین عمر فاروق رضي الله عنه د خلافت په دوران کې مسلمانو تجارانو د اسلام مبارکې وړانګې له ځانه سره تدریجً هند ته یوړې؛ بیا د أموي خلافت دور کې په ۷۱۲ م کال ۱۷ کلن محمد بن قاسم رحمه الله چې د عراق د والي حجاج بن یوسف الثقفي وراره وه په عسکري فتح پیل وکړ. تاریخونه لیکي چې حجاج لدې مخکې او پر دې لښکر باندې 60 میلیونه درهم ولګول تر څو سند فتح، له بحري غلو د مسلمانو تجارانو د مالونو د لوټنو بدله واخلي، اسلام تر هغه ولسونو ورسوي، او د داهر غرور ونړوي؛ محمد بن قاسم رحمه الله د اسلام د لښکرو پر مټ هندوستان ته ننوت د راجه داهر لښکرو ته په ماتې ورکولو سره یې د سند اوسني پاکستان ساحه د اسلام په جغرافیه کې داخله کړه؛ او دا د اسلام لومړۍ لښکرې وې چې هند ته ننوتې او محمد بن قاسم د سند لومړنۍ فاتح وګرزېده. شاعر ددې ځوان فاتح اړوند وایي:

إنَّ السَّماحَةَ وَالمُروءَةَ وَالنَّدى
لِمُحَمَّدِ بنِ القاسِمِ بنِ مُحَمَّدِ
سادَ الرِّجالَ وَلَمْ تَخُطَّ لِحْيَتُهُ
وَقادَ الجُيوشَ لِسَبْعَ عَشْرَةَ حَجَّةً
يا قُرْبَ ذلِكَ سُؤْدُدًا مِنْ مَوْلِدِ!

سخاوت، لوړ همت او بښنه د محمد بن قاسم بن محمد ځانګړنې وې. هغه پر خلکو هغه مهال مشر شو، چې لا یې ږیره هم نه وه راشنه شوې. او د اوولس کلنۍ په عمر یې د لښکرو مشري وکړه. څومره نږدې وه دا ستر عزت او سیادت د هغه د زېږېدو له ورځې سره!

وروسته په ۱۰۲۵م کال د ساماني لړۍ حاکم او د امت ستر فاتح سلطان محمود غزنوي رحمه الله د محمد بن قاسم رحمه الله پاتې کار بشپړ کړ؛ د محمود بن سبکتګین لقب یمین الدولة وه؛ نوموړی یو مجاهد او بطل شخصیت وه، خپله هم د علم او عرفان څښتن او له فقهاوو سره یې ژورې اړیکې لرې، تر دې چې ځینې مؤرخین یې له عمر بن خطاب رضي الله عنه سره تشبیه کوي، او دوهم عمر یې بولې د فتوحاتو د توسع په مجال کې؛ محمود عزنوي رحمه الله لومړنۍ او اول فاتح وه چې هند یې له شماله تر مرکزه فتح کړ؛ نوموړي 17 ځلې پر هند د اسلام د مبارک دین د خپراوي په پار لویې او کوچنۍ حملې وکړې د سومنات نړول یې د اسلام په زرین تاریخ کې د ویاړونو په باب کې ثبت او د بت شکن په لقب کښل شوي.
له غزنویانو وروسته غوریانو په هند کې خپلو فتوحاتو ته ادامه ورکړه، د یو مستقل حکومت په رامنځته کېدو چې مرکز یې ډهلي وه او حاکم یې قطب الدین ایبک وه بریالي شول.له غوریانو وروسته په هندوستان کې د سلاطینو دوره پیل شوه، او په ډهلي کې ۵ بېلا بېلې اسلامي سلسلو واکمني وکړه:
سلطنت مملوک، خلجي سلسله چې د سلطان علاء الدین خلجي په وخت کې د هندوستان جنوبي او مرکزي برخې هم فتح شوې او د مغلو تحرکات یې له خاورې ووېستل.
تغلق سلسله چې د محمد بن تغلق په دوره کې نږدې ټوله نيمه وچه له شماله تر جنوبه د اسلام تر بيرغ لاندې راغله.
ساداتو سلسله، لودي سلسله چې د بهلول لودي او ابراهیم لودي لخوا پر مخ وړل کېده.
لدې بعد د هندوستان د اسلامي تاريخ تر ټولو مقتدره او د برم دوره د مغولو واکمني وه:
ظهیرالدین محمد بابر ۱۵۲۶م: ابراهیم لودي ته په ماتې ورکولو سره د مغولي امپراتورۍ بنسټ کښېښود.
جلال الدین اکبر: مغولي امپراتوري خورا پراخه کړه او له سیمه ییزو نژادونو سره یې متقابل پيوند رامنځته کړ.
اورنګزیب عالمګیر ۱۶۵۸ – ۱۷۰۷ م: د هند تاریخ د پام وړ او مجاهد پاچا وه، هغه په وخت کې تقریباً ټول هند شمال، جنوب، ختیځ او لوېدیځ تر یوه اسلامي تحکیم لاندې راغی، فقهی مجموعه فتاوی عالمګیري هم د ده په امر ترتیب شوه.
د نږدې اتو پېړيو (له ۱۲۰۶م تر ۱۸۵۷م) په اوږدو کې، د هندوستان په شبه القاره کې د اسلامي واکمنۍ دورې د دغې سیمې په سیاست، اقتصاد، کلتور، شريعت، علم او انکشاف کې ژور او نه هېرېدونکي بدلونونه رامنځته کړل. مسلمانو حاکمانو په ځانګړي ډول د ډهلي سلاطینو او وروسته مغولو د هند وېشل شوي ریاستونه او باجګيري تر یوه مرکزي بیرغ او قانون لاندې راټولې کړې.
د ځمکو او محصولاتو د منظمې سروې دقیق نظام جوړ شو چې د عصري مالي سیستم بنسټ وګرځېد؛ د شرعي او قانوني سیستم د تطبیق لپاره قاضیان او محکمې رامنځته شوې، تر ټولو لوی علمي او حقوقي اثر فتاوی عالمګیري وه چې د اورنګزیب عالمګیر په امر د سلګونو علماء کرامو له خوا مرتب شو او د قضايي سیستم مرجع شوه.
د کابل او پېښور له لارې تر بنګال پورې له ۲۵۰۰ کیلومترو زیات سړک جوړ کړای شو، د دغه سړک په اوږدو کې هر څو میله وروسته کاروان سرایونه، څاه ګانې، جوماتونه او پوسټ خانې جوړې شوې.
د پوسټ او استخباراتو منظم نظام د ډاک چوکۍ په نوم د ګړندي پُسټ او خبر رسونې سیستم رامنځته شو چې په آسونو او پياده قاصدانو به مکتوبونه لېږدول کېدل.
مسلمانانو د نړۍ له ټولو ښکلو او بې ساري معماریو څخه ځینې شاهکارونه په هند کې ودان کړل:
لکه تاج محل چې د نړۍ له اوو عجائبو څخه ګڼل کیږي، د قطب منار، سره کلا Red Fort، د ډهلي او لاهور باچاهۍ جوماتونه او د شالیمار باغونه.
مسلمانانو فارسي، عربي، تورکي او ځايي ولسي ژبو هندي، سنسکرېټ ترمنځ د ګډ اړیکو له لارې د اردو په نوم یوه بډایه نړیواله ژبه رامنځته کړه.
په ډهلي، اګره، جونپور او لاهور کې سترې مدرسې او عظيم کتابتونونه لکه د خدا بخش کتاب خانه جوړه شوه چې زرګونه نادره خطي نسخې پکې ساتل کېدې.
د لودي، سوري او دراني دورو په لړ کې د پښتو او فارسي ادب روزنه وشوه او ګڼو پښتنو پوهانو په هند کې علمي آثار ولیکل.
د مغولي امپراتورۍ په ځانګړي ډول د شاه جهان او اورنګزیب په دوره کې هندوستان د نړۍ د ټول ناخالص تولید شاوخوا ۲۵ سلنه تولیدوله. شیر شاه سوري لومړی ځل د سپینو زرو “روپۍ Rupiya سکه ضرب کړه، چې تر اوسه د هند، پاکستان، نیپال او سریلانکا د رسمي اسعارو نوم دی.
د ټوکرانو لکه ململ، شال، سوري، د اوسپنې کارۍ، تورې جوړونې صنعت، توغندیو او د ښایسته لاسي صنایعو انحصار له هندوستان سره و او له اروپا تر منځنۍ اسیا پورې صادرېدل. د خوړو په فرهنګ کې مسلمانانو بې ساري اختراعات وکړل لکه بریاني، کباب، نان، او مختلف پرمختللي متوع خواړه یې رامنځته کړل. د مسلمانو ډاکترانو له خوا ستر روغتونونه شفاخانې جوړې شوې چې د غرېب او غني وړیا درملنه پکې کېده.
د سوای جې سنگھ او مسلمانو منجمینو په همکارۍ د سټلایټ په څېر د سیارو کتلو لپاره مشهورې کتنځایونه «جنتر منتر» جوړ شول. پر هندوستان د اسلام د تحکیم په زمانه کې یې وګړي د نړۍ تر ټولو شتمن خلک وه.
دا یوازې د ځمکو نیول او د خپل حاکمیت حدود پراخول نه وه بلکې د اسلام خپراوی او خلک له تیارو راویستل وه، د علم او تمدن خپراوی وه؛ او خلک د بنده ګانو له عباداته د بنده ګانو د رب عبادت ته رابلل وه!
پر هند د اسلام د تحکیم په زمانه کې هندوانو ته مکمل خپل حقوق حاصل وه، پر چا جبر او زور نه وه، دیني ازادي یې لرله او خپلې عبادتخانې او مندرونه یې خلاص وه، په ازادانه ډول او بغیر له خنډه څخه یې کرنه، مالداري او تجارت پر مخ وړ.علامه اقبال رحمه الله په هند کې د اسلام د عروج اړوند وایي:

کُنّا جِبالاً فِی الجِبالِ وَ فِي البِحارِ بَحّاراً
جَلَّلَنا فِی الأَرضِ صَوْتُ الأَذانِ كَبَّاراً
لَمْ نَخْشَ الطُّغاةَ ولا العَتاةَ ولا الكُفّاراً
کُنّا نَسْجُدُ لِلّهِ وَ كُنّا لَهُ أَبْراراً

موږ په غرونو کې غرونه وو، او په سمندرونو کې تکړه بېړۍ چلوونکي. د اذان ستر او لوړ غږ زموږ نوم په ټوله ځمکه خپور کړی و. نه مو له ظالمانو، نه له زورواکو، او نه له کافرانو وېره لرله. موږ یوازې الله ته سجده کوله، او د هغه نېک او صالح بندګان وو.

په اسلامي هندوستان کې د مسلمانانو د زوال ترخه:

1۷مه او 18مه م پیړۍ د برتانیوي امپراطورۍ د عروج پېړۍ وې؛ برتانیوي استعمار پر نړۍ د خپل راج چلولو خوبونه لیدل یوه داسې امپراطوري یې جوړه کړې وه چې لمر پکې نه ډوبیده، ددې امپراطورۍ د لا پراختیا په تکل یې غوښتل د هندوستان یعنې اوسني (پاکستان، بنګله دیش او هند) په نیولو پر افغانستان او ټول منځني ختیځ واکمنان شي ترڅو د نړۍ د تجارت، سیاست او نفتي موادو زیرمې د دوی په کنټرول کې راشي.
هماغه وه چې برتانیوي کمپنۍ 1600 م كال كې د یوې وړوکې قافلې په شکل د هندوستان سورات بندر کې لومړنۍ تجارتي اډه جوړه کړه او یو ښار ته د تجارت په پار داخله شوه، دا چې هندي خاوره د خوړو په رانګا رنګ مسالو جوړولو او استعمال کې مشهوره وه، هماغه وه چې لومړۍ یې د خوراکي مسالو، مالوچو او وریښمو تجارت پیل کړ، له هندي تجارانو به یې مالونه په لوړ قیمت اخیستل او له اروپا څخه راوړي اموال په یې په ټیټه بیه پرې پلورل، د وخت په تېریدو هندي تجارانو څو چنده ګټه وکړه، برتانوي کمپنۍ هندي تجارانو ته ویل چې تاسو ترخه شیان او خوراک ډیر خوښوی او موږ یې نشو خوړلای، موږ له خوږو شیانو سره عادت یو او ستاسو له غذا سره دلچسپي نه لرو نو که د یو هوټل اجازه راکړی؛ موږ ته به زموږ خواړه پکې چمتو کیږي؛ د هوټل جوړولو اجازه ورکړل شوه!
بیا یې ورته ویل چې زموږ په شان خواړه تاسو نشی پخولای که اجازه راکړی خپل اشپزان موږ له ځانه سره راولو، هغوی به موږ ته پخلی کوي او تاسو به هم اروپایي خواړه زده او مزه یې وڅکی؛ دا غوښتنه یې هم ومنل شوه. د وخت په تېریدو سره برتانیوي کمپنۍ بیا هندي حکامو ته وویل چې موږ او زموږ کارکوونکي زرګونه کیلو متره له خپل کور او اولادونو لرې دلته میاشتې او کلونه ستاسو خدمت کوو، که اجازه راکړی چې خپل اولادونه او کورنۍ هم راولو؟
د کورونو راوستلو اجازه ورکړل شوه او د کور جوړولو لپاره یې ځمکې هم له هندوانو څخه په څو چنده لوړ قیمت وپیرلې، بیا یې یو پر بل پسې خپلو اولادونو ته د درس په خاطر د مکاتبو د جوړولو غوښتنې وکړې، له برتانیې یې بهترین استادان او بهترین نصاب د تدریس لپاره راووړ. داچې برتانویانو ځانونه اهل کتاب ګڼل، د کلیسا جوړولو غوښتنه یې وکړه او کلیساوې یې ورغولې. برتانویانو هغه هندوانو ته چې له دوی سره یې تجارت کاوه وویل خپل اولادونه مو زموږ مکتبونو ته راولیږی، چې په لوړ معیار تعلیم وکړي، د وخت په تیریدو سره دغه ماشوم په ژبه او قواره هندي خو فکراً انګریز شو.
دغې کمپنۍ څه موده وروسته لویې لویې ځمکې واخیستې، فابریکې او فارمونه یې پکې جوړ کړل، خپل دهقانان یې راوستل. د خپلو مشکلاتو د حل په پار یې محکمې جوړې او خپل قاضیان یې پکې وګومارل چې به نتیجه کې یې یو ښارګوټۍ جوړ کړ.
د خپل امنیت او شتمنیو د ساتلو په پار یې د د خپلو عسکرو د راوستلو غوښتنه وکړه، دا اجازه هم ورکړل شوه چې د ځان لپاره یې یو وړوکی پوځ هم جوړ کړ.
بیا به یې د نورو ښارونو هندي وګړو ته ویل چې زموږ په راتګ سره دغه ښار څومره پرمختګ وکړ، شتمن شول، اولادونه یې زموږ په مکاتبو کې د نړۍ له بهترینو استادانو بهترین نصاب لولي؛ که غواړی چې تاسو هم د هغوی په شان هوسا ژوند ولری، له موږ سره تجارت پیل کړی، ځمکې مو په لوړ قیمت راباندې وپلوری، مکاتب او روغتونونه به درته جوړ کړو، پرمختللی زراعت به دروښایو، پر همدې ترتیب یې یو پر بل پسې ښارونو کې فعالیتونه پیل کړل، په ۱۷۵۷م کال همدې کمپنۍ د ټول هند د استعمار زمینه مساعده کړې وه؛ د هند په ټولو ښارونو کې یې نفوذ درلوده، په لکونو هندوان یې د ځان تابع کړي وه، معاشات یې ورکول، تجارت یې ورسره کاوه او همدا رنکه یې مزدوران وه، په هند کې یې د ځان پر نفع ذهنیت جوړ کړ، نصاب او ژبه یې انګلیسي کړه، د معاش او وظیفې لپاره معیار انګلیسي وګرزول شوه هماغه وه چې هر پلار پخپل زوی انګلیسي مکتب ویل پیل کړل تر څو راتلونکې کې د وظیفې او معاش څښتن شي، پدې ترتیب برتانیوي کمپنۍ مخکې لدې چې انګریزان پر هندوستان نظامي یرغل وکړي مکمل خنډونه له منځه وړي وه؛ او په ۱۷۵۷م کال دې کمپنۍ خپلو لښکرو ته پر هندوستان د نظامي یرغل امر ورکړ، او له ناچیزه مقاومت وروسته مکمل هند د برتانیوي امپراطورۍ منګولو ته ولوېده ، ټول هندوستان یې مستعمره کړ، خپلې لښکرې یې راوستې، پر هند یوه توره دوره پیل شوه.190 څخه تر 200 کلونو پورې هند د انګلیستان مستعمره پاتې شو داد مظالمو او لوټماریو یوه توره دوره ده!
له ۱۷۶۵ څخه تر ۱۹۳۸ پورې برتانویانو شاوخوا ۴۵ ټریلیونه ډالر له هند څخه لوټ کړل او خپل هېواد ته یې منتقل کړل. رابرټ کلایو چې د هندي ځواکونو مشر وه د خپل ځان لپاره د اوس په ارزښت ۷-9 میلیارده پونډه د هند له خزانو څخه غلا کړل او بیا یې انګلیستان کې ځمکې پرې واخیستې، کلیساوې او کتابتونونه یې پرې ورغول. دا یو سیسټماټیکه غلا وه چې تدریجً او د وخت په فاصلې سره تر سره کېده!
بله مشهوره غلا هغه د کوه نور الماس دی چې نن هم د برتانیې د ملکې په تاج کې ټومبل شوی ده د ټیپو سلطان له خزانې ولوټه، همدارنګه لوټل شوي جواهرات، طلایي مجسمې او وریښم نن هم په برتانیوي موزیمونو کې موجود دي، د رسمي شمیرنو له مخې یولک هندي اثار نن د برتانیې په موزیمونو کې موجود دي!
په غیر مستقیم لوټمارۍ کې د صنعتونو تباهي وه، برتانیوي استعمار د هند د هغه عصر تر ټولو مشهور د نساجي صنعت ونړاوه، د هندي وګړو مالونه به یې په زور په ارزانه اخیستل او برتانیوي مالونه به یې په جبر په لوړه بیه پرې خرڅول، د هندي کسب کارانو ګوتې به یې پرې کولې چې نور کار ونه کړای شي او غریب پاتې شي!
د هند د پنبې، چای او افیون مکملې پیسې به برتانیې ته روانې وې په پایله کې یې هغه وخت د هند وګړي د نړۍ تر ټولو فقیر خلک کړل پداسې حال کې چې مخکې لدوی د نړۍ د لسو سترو اقتصادي قوتونو له جملې څخه وه.
د انساني جنایتونو په لړۍ کې له 1880 څخه تر 1920م پورې 165 میلیونه هندیان د قحطۍ، جګړو او ددوی د تدریجي نسل وژنو د پلان په اساس ووژل شول، چې تر 80 میلیونه تنها له قحطۍ وژل شوي دي، برتانویانو تنها یولک هندیان په توپونو پورې وتړل او فیر یې کړل؛ دوی د خپلو هندوانو په لاس هند مستعمره کړی وه 260000 زره هندي عسکر لرل، هر چېرته به یې داسې بورډونه لګولي وه چې د هندي او سپي حیثیت یو شان ده!
هند په 19۴۷م کال ازادي واخیسته او برتانویانو له وتلو وروسته دوی خپل ځای ناستي هغه روزل شوي هندوان پریښودل چې پخپل قالب کې یې د همدې ورځو لپاره چمتو کړي وه، دا ظاهراً ازادي وه مګر قانون، ژبه، کلتور،.رسم او رواج یې هماغه انګریزي پاله، مسلمانان د استعمار پدې 200 کلن بهیر کې هم د انقلابونو سرلاري وه، جهادونه به یې ځای ځای کول او د هندوستان په ازادی کې تهدابي رول د مسلمانانو وه مګر تحکیم ته پرینښودل شول او اته سوه کلن اسلامي هندوستان له برتانیوي استعمار وروسته بت پرستو هندوانو ته په لاس ورکړل شو. او تر ننه هند کې مسلمانان محکوم پاتې شول!

❊❊❊❊

Previous Post

په شام کې د جهاد راتلونکی (پنځمه برخه)

Next Post

د شام خاوره: دا هماغه سهار نه دی، د کوم چې موږ انتظار کاوه!

اړوند مطالب

زه کابل ابادېدونکی وینم
افغانستان او امت

زه کابل ابادېدونکی وینم (دوهمه برخه)

اکتوبر 12, 2026
د شطرنج د لوبې برخه نه یو، بلکې موږ جلا یو!
افغانستان او امت

د شطرنج د لوبې برخه نه یو، بلکې موږ جلا یو!

اکتوبر 12, 2026
په شام کې د جهاد راتلونکی (شپږمه او وروستۍ برخه)
افغانستان او امت

په شام کې د جهاد راتلونکی (شپږمه او وروستۍ برخه)

اکتوبر 12, 2026
اسراۍيل الکبری (له نیله تر فراته لیدل شوی صهیونستي خوب)
افغانستان او امت

اسراۍيل الکبری (له نیله تر فراته لیدل شوی صهیونستي خوب)

اکتوبر 12, 2026
د شام خاوره: دا هماغه سهار نه دی، د کوم چې موږ انتظار کاوه!
افغانستان او امت

د شام خاوره: دا هماغه سهار نه دی، د کوم چې موږ انتظار کاوه!

سپتمبر 14, 2026
په شام کې د جهاد راتلونکی (پنځمه برخه)
افغانستان او امت

په شام کې د جهاد راتلونکی (پنځمه برخه)

سپتمبر 14, 2026
Next Post
د شام خاوره: دا هماغه سهار نه دی، د کوم چې موږ انتظار کاوه!

د شام خاوره: دا هماغه سهار نه دی، د کوم چې موږ انتظار کاوه!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Go to mobile version