النازعات: د شام د سیمې په دننه او بهر کې زیات شمېر ځوان مجاهدین دا مهال په شام کې د رامنځته شویو بدلونونو له امله مایوسه او د سرګردانۍ ښکار دي. په داسې حال کې چې د دې برعکس، ځینې مجاهدین پر شام باندې د جهادي واکمنۍ بین المللي مقبولیت ته حیران دي، تر دې چې ځینو دا ادعا هم کړې چې د شمال لوېدیځې افریقا او صومالیا د مجاهدینو لپاره د شام د انقلاب او د هغوی د عزتمندو مجاهدینو د غوره کړې لارې پرته بله هېڅ لاره نشته. ستاسې په نظر، د ۲۰۲۴ کال د دسمبر پر ۸مه نېټه له شویو فتحو څخه اغېزمن شوي د شام دننه او بهر مجاهدین باید کوم دریځ غوره کړي چې سم او پر حق وي؟ ستاسې هغوی ته څه مشوره ده؟
استاذ عبدالعزیز الحلاق: د دې ځواب، د الله په فضل سره، په جزوي توګه په تېرو برخو کې ورکړل شوی دی او ما په کې په شام کې د بدلون د پراخوالي، د هغه د بڼې، د هغه د راتلونکي او د الله په مرسته د ترلاسه شوې فتحې د کچې یادونه کړې ده، خو ستاسې د پوښتنې په ځواب کې، زه دلته دا زیاتوم چې سم دریځ، چې زه باوري یم چې هر با شعوره مجاهد یې باید غوره کړي، دا دی چې هغه د داسې قوي نظریاتي، منهجي او شرعي تګلارې پر غوره کولو عقیده ولري، کومه چې الله تعالی د فتحې او بریا د ترلاسه کولو لپاره خوښوي. که چېرې منهج او تګلاره په دې ډول پیاوړې کړای شي، نو تاسې به هېڅ داسې حقیقي رباني مجاهد پیدا نه کړئ چې په کږو لارو د ترلاسه شویو پایلو له سرعت څخه، یا له هغې لارې څخه چې صهیونیستي صلیبي لوېدیځ زموږ لپاره هواره کړې ده، حیران شوی وي.
مایوسي، سرګرداني او حیرانتیا یوازې هغه وخت رامنځته کېږي چې د یو لړزاند مجاهد ذهن په خپل منهج باندې له استقامت څخه محروم شي او بیا د هغه په نزد، د حق منهج او د ناڅاپه پېښو شویو پېښو ترمنځ، یو فکري ټکر پیدا شي. خو بیا هم، تاسې به هېڅکله داسې یو د قرآني تګلارې پوه رباني مجاهد پیدا نه کړئ چې پر خپل منهج او فکري استقامت کلک ولاړ وي او بیا د ناڅاپي پېښو په پایله کې د کومې مایوسۍ، سرګردانۍ یا حیرانتیا تر اغېز لاندې راشي. د دې لامل دا دی چې هغه پر خپل رب توکل او پوخ یقین لري چې له ایماني او شرعي پلوه چې له روا لارو څخه کومې پایلې ترلاسه کېږي، که څه هم د هغو وخت اوږد وي او د هغو د عملي کوونکو شمېر لږ وي او دښمنان د هغو د ناکامولو او له هغو سره د جګړې دسیسې کوي، خو هغه له سنتو سره سم تر ټولو اغېزمنې، له شریعت سره تر ټولو موافقې او د الله رضا ته تر ټولو نژدې لارې دي.
د رباني مجاهد عقیده دا ده چې زموږ نبي ﷺ موږ پر یوه داسې روښانه لاره پرېښي یو، چې شپه یې هم د ورځې په څېر رڼا ده او له هغې څخه یوازې هغه څوک مخ اړوي چې په خپله له حق څخه منحرف وي. زما دا خبره د هغه صحیح حدیث سره سمون خوري چې په کې زموږ نبي ﷺ داسې ارشاد فرمايلی دی:
قَدْ تَرَكْتُكُمْ عَلَى الْبَيْضَاءِ لَيْلُهَا كَنَهَارِهَا لَا يَزِيغُ عَنْهَا بَعْدِي إِلَّا هَالِكٌ، وَمَنْ يَعِشَ مِنْكُمْ، فَسَيَرَى اخْتِلَافًا كَثِيرًا، فَعَلَيْكُمْ بِمَا عَرَفْتُمْ مِنْ سُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ الْمَهْدِيِّينَ1.
«ما تاسې پر یوه داسې پاکه او روښانه لاره پرېښي یئ، چې شپه یې هم د ورځې په څېر روښانه ده، له ما وروسته له دې لارې څخه یوازې هلاک کېدونکی سړی مخ اړوي، له تاسې څخه چې کوم کس له ما وروسته ژوندی پاتې شي هغه به ډېر اختلافات وګوري، نو ځکه زما او زما د هدایت موندونکو خلفاء راشدینو له سنتو څخه چې څه تاسې ته معلوم دي، هغه کلک ونیسئ.»
له همدې امله، کله چې یو رباني مجاهد په اوسني وخت کې د جهاد په نوم یادېدونکو ډلو لخوا په غوره کړل شویو لارو کې خپل وروڼه په ابهام او سرګردانۍ کې ویني چې په دوی کې کوم یو پر هغې تر ټولو سمې او اغېزمنې لارې روان دی د کومې د ترلاسه کولو لپاره چې دوی وسله پورته کړې وه، نو هغه ته به په خپل منهج کې د کلکوالي او د خپل رب د شریعت او د خپل نبي ﷺ د سنتو د پوهې له امله د دې ځواب اسانه او ساده په لاس ورځي. د تخت او واکمنۍ د ترلاسه کولو په خاطر وسله پورته کول، د دین د اقامې لپاره د اسلحې پورته کولو په څېر نه دي؛ ځکه چې د الله دین خورا ارزښتمن دی او دا د جهادي پګړیو تړونکي هر نابلده او نااهله په لاس نه قائمېږي. همدا رنګه زموږ په زمانه کې، په داسې حال کې چې صهیونیستي صلیبي دښمن او د هغوی متحدینو پر موږ او زموږ پر خاورو داسې برید کړی لکه وږي خلک چې پر ډوډۍ برید کوي، د نبوي منهج پر بنسټ د یو صالح اسلامي نظام رامنځته کول په یوه، دوو یا دریو نسلونو کې ممکن نه دي، بلکې زموږ امت د دغه نظام د جوړښت د بشپړولو، د هغه د ستنو د درولو او تر کومه بریده چې ممکنه وي د هغه د پیاوړتیا لپاره، څو نسلونو ته اړتیا لري. له همدې ځایه دا هم څرګنده شوه چې مخلص جهادي خلک باید نه یوازې د خپل نسل لپاره، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره هم د جهادي لارې د ساتنې هڅه وکړي او د سمې جهادي لارې نښې او د سلیم منهج بنسټونه قائم کړي، خو بیا هم، دا اړینه ده چې په پوره احتیاط سره داسې کاري خلک او داسې رهبري وټاکل شي چې د جهاد بیرغ یو په بل پسې پورته کړي ترڅو امت د هغوی پر پلونو پل کېږدي.
یو ثابت قدمه رباني مجاهد، له حقایقو او پېښو سره په صادقانه چلند کې له سرګردانۍ یا زړه نا زړه توب سره نه مخ کېږي او هغه حق خبره نه پټوي؛ که څه هم غالبه ډله عادله او مهربانه وي او یا هغه یوه پیاوړې ډله وي په داسې حال کې چې هغه په خپله کمزوری او د هغې له مخالفت څخه عاجز وي. له دې ټولو سره سره، هغه د یو قرآني ذهن خاوند وي چې د جهادي خلکو د ډولونو د بربنډولو وړتیا لري، نو ځکه هغه پېژني او پوهېږي چې د جهاد په چوکاټ کې «معذوران» څوک دي او «سستي کونکي»، «ماتې غوښتونکي» څوک دي، «وېروونکي»، «منافقان» او د دوی په څېر د هغوی نور همغږي څوک دي. د دغو خلکو برعکس چې په لوی لاس حق پټوي او د هغه څه لپاره چې ګوري یې، د هغه حقیقت ته جواز جوړوي ترڅو که چېرې ورته حالات سخت شي نو دوی ته له دغه لنډمهاله حالت سره د ګوزارې کولو موکه په لاس ورشي. د داسې لړزاندو خلکو د سرګردانۍ او زړه نا زړه توب څپې به هغوی راپورته او ښي او چپ لوري ته وغورځوي او هغوی به یوه ورځ ځان له هدایت پرته سرګردانه ومومي او دا به وګوري چې هغوی ځانونه په داسې تیاره کې اچولي دي چې په کې خپل قدمونه هم نه شي لیدلی چې چيرته اېښودل کېږي. په داسې حال کې چې د ثابت قدمو او مخلصو مجاهدینو سم دریځ، د قرآن او احادیثو له رښتینو ژمنو، د هغو د پوره کېدو له بشپړ یقین او پر الله او د اخرت پر ورځ باندې د هغوی له ژور ایمان څخه سرچینه اخلي. له دې هر څه سره سره، هغوی په خلکو کې حق قائموي، د هغه اعلان کوي او په هغه باندې عمل کوي.
هو، د دوی د نسل رباني مجاهدین ښايي هغه څه ترلاسه نه کړي د کوم لپاره چې دوی جهاد کړی و او کېدای شي هغوی ټول د خپلو خوبونو او هیلو له پوره کېدو لیدلو پرته مړه شي، خو په دې کې کوم حرج او زیان نشته؛ ځکه چې موږ یقین لرو هغوی له دوو غوره شیانو څخه یو ضرور ترلاسه کړی دی. د دین د داعیانو او د هغوی د پیروانو لپاره، د اصحاب الاخدود (د خندق والو) کیسه د ایمان داسې یوه نمونه وړاندې کوي چې په کې د هغو خلکو لپاره بشپړه تسلي او یو هراړخیز ډاډ دی چې په دې نړۍ کې یې د خپل زحمت مېوه ونه لیدله یا یې د خپل ایمان تر سیوري لاندې ژوند تېر کړ. د الله تعالی له لوري اجر او ثواب د هر هغه چا لپاره دی چې قرباني ورکوي، نېک وي او صبر کوي. تر هغه ځایه چې زما خپل ځان او د جهاد پر لاره او د حق پر منهج روانو وروڼو ته د نصیحت خبره ده، نو زه وایم چې نن ورځ تر ټولو مهم فرض دا دی چې په کومو خبرو کې چې د خلکو ترمنځ اختلاف راغلی، په هغو کې د حق او سمې لارې لټون وشي او له الله تعالی څخه د هدایت او پر حق لاره د ثابت قدمۍ دعا وغوښتل شي، او بیا په کلکه پر هغې ودرېږو. زه خپلو ټولو وروڼو ته د صبر کولو او د بېړې نه کولو مشوره ورکوم او هغوی ته د زغم، حوصلې، ډاډ او یقین لرلو نصیحت کوم؛ ځکه چې چارې د الله تعالی له سنتو سره سم پرمخ ځي او د هغه قضا او قدر خامخا پلي کېدونکی دی. له همدې امله، دوی ته په کار دي چې انتظار وکړي او ګوري دې چې خدای د خپلو لطیفو پرېکړو په ترڅ کې د هغوی لپاره څه برخلیک ټاکلی دی. څه موده وړاندې، د ۱۹۹۲ کال په اپریل کې د کابل له لومړۍ فتحې وروسته، په ځانګړې توګه د برهان الدین رباني تر مشرۍ لاندې د مجاهدینو د حکومت له جوړېدو وروسته، په افغانستان کې ځوان مجاهدین په ورته سرګردانۍ او لړزانده حالت کې وو. د جهادي ډلو ترمنځ د واک د وېش پر سر اختلافاتو، د هغوی د ذهنونو، تصوراتو او د منهج د کمزورۍ سره سم، دواړه ډوله مجاهدین (مهاجرین او انصار) په خپلو دریځونو او صفونو کې ووېشل. په دې لړ کې تاسې عرب مجاهدین له ګلبدین حکمتیار سره لیدل چې د عبدالرب الرسول سیاف له پلویانو عرب مجاهدینو سره یې جګړه کوله. له حاله بېخبرو، اندېښمنو او زړه نا زړه ځوانانو د اوو جهادي ډلو د مشرانو، په ځانګړې توګه د حکمتیار او سیاف ننګه وکړه. هر یوه د هغه مشر ملاتړ کاوه چې خوښېده یې او هر یو د هغه چا په اړه لیونی و چې ده به «فاتح قائد» ګاڼه. له همدې امله هغوی د فاتحو مشرانو په ملاتړ کې د بې ګناه وینې تویدو په فتنه کې ښکېل شول، سره له دې چې دا فاتحین د دې لایق نه وو چې د دوی د واکمنۍ د بقا لپاره ژوند قربان کړای شي. هغوی د دې انتظار ونه کړ چې خدای د دوی لپاره څه پټ کړي دي؛ ځکه چې د جنګیالي ذهن واکمن او مروج نظام داسې وي چې هغه یوازې هغه څه ویني چې د هغه تر پښو لاندې دي او جنګیالی په هر وخت او ځای کې د سمدستي فتحې لپاره بې صبره وي. نن ورځ، له بده مرغه تاریخ ځان تکراروي. موږ له ځینو څخه اورو چې «القائد الفاتح» په شته مشرانو کې تر ټولو غوره دی، ګواکې د جهاد د خلکو لپاره داسې لیکل شوي چې هغوی باید له تاریخ څخه درس وانخلي او عبرت ترلاسه نه کړي. زما د نصیحت لنډیز دا دی چې د مجاهدینو ترمنځ د تصوراتو د سمولو، د حق منهج د خپرولو او د الله لوري ته د بلنې ترڅنګ، د هغه د شریعت، د هغه د نفاذ د اړتیا او د هغو بدیلونو روښانه کول چې زموږ د اوسني واقعیت لپاره مناسب دي، په دې پړاو کې د رباني مجاهد اصلي کار دی.
النازعات: ځینې خلک وايي چې دا فتحه او بریا، په هر لحاظ، د دغه غوره کړل شوي منهج د سموالي نښه ده؛ د بېلګې په توګه: پر وروڼو جهادي ډلو باندې د غلبې موندلو د جواز له مخې، له ګاونډیو هېوادونو سره د اتحاد او له هغوی سره د افراطي او سختدریځو عناصرو پر ضد د همکارۍ د جواز له مخې، د صلیبیانو لخوا د ترهګرۍ په لیست کې له شاملو ډلو سره د «اړیکو پرې کولو» د جواز له مخې او له صهیونیستي صلیبي تسلط سره په چلند کې د عقلانیت له مخې، په لنډه توګه په هر لحاظ دا د دغه منهج د سموالي نښه ده. نو له دې امله چې دا فتحه او بریا له همدې منهج څخه ترلاسه شوې ده، باید په نورو ډګرونو او جبهو کې هم د ورته پایلو د ترلاسه کولو لپاره عملي کړای شي. ایا تاسې له دغه وړاندیز سره موافق یاست؟
استاذ عبدالعزیز الحلاق: ګرانه وروره! زه باوري یم چې دا وړاندیز زموږ د ډېرو ځوانانو او د شام په خاوره کې زموږ د مجاهدینو وروڼو ترمنځ د منهجي اضطراب او فکری خرابوالي یو څرګندونه ده. ما په خپل مخکیني ځواب کې په بشپړ ډول د همدې مفهوم د بیانولو اراده درلوده کله چې ما په کږو لارو د ترلاسه شویو پایلو له سرعت څخه د رامنځته شوې صدمې له امله د فکري ټکر د مسئلې یادونه وکړه، په ځانګړې توګه هغه پایلې چې د بېړنیو سیاسي حالاتو په رامنځته کېدو سره مخې ته راځي. کله چې صهیونیستي صلیبي اراده زموږ له شرعي جهادي ارادې سره ملګرې شي، او بیا نړیوال کفر دا وګوري چې د خپلو نورو لویو ګټو په خاطر باید مجاهدینو ته د هغوی د ځینو اهدافو د ترلاسه کولو موقع ورکړي، نو تر هغه وروسته دلته د ناڅاپه رامنځته شویو پېښو ترمنځ ټکر او بدلون راځي، کوم چې د هغه پر ټولو پخوانیو دایمي او ثابتو چارو کې شک پيدا کوي.
خو له چا سره چې قرآني ذهن وي، له هغه سره داسې یوه منهجي او فکري دفاعي قوه او رباني ځیرکتیا وي چې په مرسته یې پېښې چاڼولی شي، د هغو ترمنځ توپیر کولی شي او د هغو رازونه په روښانه توګه بربنډولی شي. هره فتحه او بریا د منهج او لارې د سموالي نښه نه وي. الله تعالی په خپل کتاب کې زموږ لپاره یوه لویه بېلګه وړاندې کړې ده، موږ ته په کار دي چې پرې پوه شو او په فهم او شعور سره یې احاطه کړو، دا د قارون بېلګه ده. الله تعالی فرمايلي دي:
اِنَّ قَارُوْنَ كَانَ مِنْ قَوْمِ مُوْسٰي فَبَغٰى عَلَيْهِمْ ۠ وَاٰتَيْنٰهُ مِنَ الْكُنُوْزِ مَآ اِنَّ مَفَاتِحَهٗ لَتَنُوْۗاُ بِالْعُصْبَةِ اُولِي الْقُوَّةِ ۤ اِذْ قَالَ لَهٗ قَوْمُهٗ لَا تَفْرَحْ اِنَّ اللّٰهَ لَا يُحِبُّ الْفَرِحِيْنَ وَابْتَغِ فِيْمَآ اٰتٰىكَ اللّٰهُ الدَّارَ الْاٰخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيْبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَاَحْسِنْ كَمَآ اَحْسَنَ اللّٰهُ اِلَيْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْاَرْضِ ۭ اِنَّ اللّٰهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِيْنَ (سورۃ القصص: ۷۶، ۷۷)
«بېشکه قارون د موسی له قوم څخه و، نو پر هغوی یې تېری وکړ او موږ هغه ته دومره خزانې ورکړې وې چې د هغو د کیلي ګانو پورته کول د یوې ډلې قوي کسانو لپاره هم سخت وو. کله چې هغه ته خپل قوم وویل: غرور مه کوه، ځکه چې الله مغرور خلک نه خوښوي. او په هغه څه کې چې الله تاته درکړي دي، د اخرت کور ولټوه او له نړۍ څخه هم خپله برخه مه هېروه او داسې نېکي وکړه لکه څنګه چې الله له تا سره نېکي کړې ده او په ځمکه کې د فساد غوښتونکی مه کېږه، ځکه چې الله فساد کونکي نه خوښوي.»
نو غور وکړئ چې د قارون لومړنی تړاو او نسبت څنګه و، بیا یې پر وړاندې د هغه سرکشي وګورئ، بیا پر هغو خزانو او بریاوو غور وکړئ چې الله تعالی هغه ته د خپل قوم او وروڼو پر وړاندې له سرکشۍ سره سره د ازمېښت او فتنې په توګه ورکړې وې. د خپل قوم له لوري د هغه پر سرکشۍ د انکار او د هغوی لخوا ورته پر شوې نصیحت او هدایت غور وکړئ. نن څومره ډېر خلک دي چې نصیحت او هدایت له پامه غورځوي!
بیا الله تعالی بیان کړه چې قارون په خپل فکر، عقل او هنر کې څنګه ظالم و او کله چې هغه د خپل قوم مخې ته په پوره رنګ او ځلا کې راووت نو څومره مغرور او متکبر و او خلک د هغه د بریاوو په اړه د دریځ نیولو په ترڅ کې په دوو ډلو ووېشل شول؛ د پخې عقیدې خاوندان ثابت قدمه خلک او دنیا پرست لړزاندي.
قَالَ اِنَّمَآ اُوْتِيْتُهٗ عَلٰي عِلْمٍ عِنْدِيْ ۭ اَوَلَمْ يَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ قَدْ اَهْلَكَ مِنْ قَبْلِهٖ مِنَ الْقُرُوْنِ مَنْ هُوَ اَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَّاَكْثَرُ جَمْعًا ۭ وَلَا يُسْـَٔــلُ عَنْ ذُنُوْبِهِمُ الْمُجْرِمُوْنَ فَخَـــرَجَ عَلٰي قَوْمِهٖ فِيْ زِيْنَتِهٖ ۭ قَالَ الَّذِيْنَ يُرِيْدُوْنَ الْحَيٰوةَ الدُّنْيَا يٰلَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَآ اُوْتِيَ قَارُوْنُ ۙ اِنَّهٗ لَذُوْ حَظٍّ عَظِيْمٍ وَقَالَ الَّذِيْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللّٰهِ خَيْرٌ لِّمَنْ اٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ۚ وَلَا يُلَقّٰىهَآ اِلَّا الصّٰبِرُوْنَ (سورۃ القصص: ۷۸، ۷۹، ۸۰)
«(قارون) وویل: دا (مال) ما ته زما د خپلې پوهې په زور راکړل شوی دی. ایا هغه نه پوهېده چې الله له ده څخه وړاندې په هغو نسلونو کې داسې کسان هلاک کړي وو چې له ده څخه په قوت کې خورا سخت او په ډله (جمعیت) کې خورا ډېر وو؟ او له مجرمانو څخه د هغوی د ګناهونو په اړه (د سزا ورکولو پر مهال) پوښتنه نه کېږي. نو (یوه ورځ) قارون په خپل تمثیلي رنګ او زینت کې خپل قوم ته راووت؛ هغو کسانو چې د دنیا د ژوند غوښتونکي وو، وویل: کاش زموږ لپاره هم داسې (مال او متاع) وای لکه قارون ته چې ورکړل شوی دی، بېشکه هغه د لویې برخې خاوند دی. او هغو کسانو ته چې علم ورکړل شوی و، هغوی وویل: پر تاسې افسوس! د هغو کسانو لپاره چې ایمان یې راوړی او نېک عمل یې کړی، د الله ثواب خورا غوره دی او دا (ثواب) یوازې صبر کونکو ته ورکول کېږي.»
بیا الله تعالی له دې ټولې فتحې، بریا او ځواک وروسته د قارون د انجام یادونه وکړه، هغه وخت د هغه پیروان او ملاتړي په اوبو کې د مالګې په څېر ویلي شول، نو په هغه ورځ به د ماتې خوړلو خلکو حیثیت څه وي؟
فَخَسَفْنَا بِهٖ وَبِدَارِهِ الْاَرْضَ ۣ فَمَا كَانَ لَهٗ مِنْ فِئَةٍ يَّنْصُرُوْنَهٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ۤ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُنْتَصِرِيْنَ وَاَصْبَحَ الَّذِيْنَ تَمَـــنَّوْا مَكَانَهٗ بِالْاَمْسِ يَقُوْلُوْنَ وَيْكَاَنَّ اللّٰهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَّشَاۗءُ مِنْ عِبَادِهٖ وَيَقْدِرُ ۚ لَوْلَآ اَنْ مَّنَّ اللّٰهُ عَلَيْنَا لَخَسَفَ بِنَا ۭوَيْكَاَنَّهٗ لَا يُفْلِحُ الْكٰفِرُوْنَ (سورۃ القصص: ۸۱، ۸۲)
«نو موږ قارون او د هغه کور په ځمکه کې ډوب کړل، نو له الله پرته داسې کومه ډله نه وه چې د هغه مرسته وکړي او نه په خپله د غچ اخیستلو جوګه و. او هغو کسانو چې پرون د هغه د رتبې او ځای هيله کوله، ګهیځ مهال یې ویل: هېښنده ده! الله له خپلو بندګانو څخه د هر چا لپاره چې وغواړي روزي پراخوي او (د چا لپاره چې وغواړي) تنګوي یې. که چېرې الله پر موږ احسان نه وای کړی، نو موږ به یې هم (په ځمکه کې) غرق کړي وو. هېښنده ده! بېشکه چې کافران نجات نه مومي.»
دلته، هر مؤمن باید د دغه لوی قرآني تمثیل په پای کې پر بیان شوي الهي نصیحت باندې غور وکړي؛ ځکه چې په دې کې د الله د سنتو او خدایي قانون بیان دی چې هېڅکله به بدل او تغییر نه شي:
تِلْكَ الدَّارُ الْاٰخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِيْنَ لَا يُرِيْدُوْنَ عُلُوًّا فِي الْاَرْضِ وَلَا فَسَادًا ۭ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِيْنَ مَنْ جَاۗءَ بِالْحَـسَـنَةِ فَلَهٗ خَيْرٌ مِّنْهَا ۚ وَمَنْ جَاۗءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى الَّذِيْنَ عَمِلُوا السَّيِّاٰتِ اِلَّا مَا كَانُوْا يَعْمَلُوْنَ (سورۃ القصص: ۸۳، ۸۴)
«دا د اخرت کور موږ د هغو کسانو لپاره ګرځولی دی چې په ځمکه کې د لويي (ظلم) او فساد اراده نه لري، او د کار پای د پرهېزګارانو په ګټه ده. هر څوک چې نېکي راوړي، د هغه لپاره له هغې څخه غوره (بدله) ده او څوک چې بدي راوړي، نو د بدو کارونو کونکو ته به د هغوی د هغو اعمالو هومره بدله ورکول کېږي چې دوی به کول.»
النازعات: محترم ابو اسامه! اوس بېرته هغې موضوع ته راګرځو چې موږ په تېره برخه کې په بېړنۍ او لنډه توګه پرې خبرې کړې وې، چې هغه د «طوفان الاقصی» د ملګرو او د «ردع العدوان» د ملګرو ترمنځ د ادغام موضوع ده. ایا تاسې داسې انګېرئ چې دا توافق او ادغام په نژدې راتلونکي کې ممکن دی، په ځانګړې توګه د حماس د مشر اسامه حمدان له دیرو ښو او د ستاینې وړ څرګندونو وروسته؟ او هغه کومې تګلارې دي چې له لارې یې دا جهادي توافق او ادغام په لوی شام کې رامنځته کېدای شي؟
استاذ عبدالعزیز الحلاق: هو! زه باوري یم چې دا ممکن دی او د کېدو چانس یې خورا ډېر دی، خو یوازې په دې شرط چې دواړه ډلې د خلافت علي منهاج النبوة د هدف ترلاسه کولو لپاره د امت ګټو او د هغوی هیلو ته لومړیتوب ورکړي. د دې کار لپاره د اړیکو د پلونو جوړولو او د ورورولۍ د ناستو برابرولو ته اړتیا ده، ترڅو په پوره ادب او نرمۍ سره د دغه واقعیت ارزونه وشي او پر هغو مسایلو بحث وشي چې د دغه ادغام لپاره لاره هوارولی شي او د اسلامي امت لپاره یو ستراتیژیک عمق او وفادار متحد ثابتېدای شي او ورسره په څنګ کې په نېکۍ او تقوا کې پراخه همکاري وي. خو که چېرې دا لومړنی بنسټ ترلاسه نه شي، زه داسې نه ګڼم چې زموږ هیلې او خوبونه دې پوره شي، په ځانګړې توګه په نژدې او لیرې ختیځ او لوېدیځ کې د رامنځته شوي قطبیت (پولرایزیشن) په شتون کې. نو نن ورځ، ختیځ محور د خپل ایراني متحد له لارې هڅه کوي چې د خپل کمپ په دننه کې د «طوفان الاقصی» ملګري تر خپل کنټرول لاندې وساتي، که څه هم یوازې په رسمي او نمایشي توګه وي. په داسې حال کې چې لوېدیځ محور د خپل ترکي متحد او د هغه د کوچني ورور «قطر» له لارې هڅه کوي چې د خپل کمپ په دننه کې د «ردع العدوان» ملګري تر خپل کنټرول لاندې وساتي؛ په ځانګړې توګه له دې امله چې له هغوی سره د ختیځ کمپ پر ضد داسې نېزې شته، لکه د حزب اسلامي ترکستان زموږ مجاهدین وروڼه او د روسیې له پولې سره د تړلو اسلامي هېوادونو (چیچنیا، داغستان او داسې نورو) زموږ مجاهدین وروڼه. له همدې امله، صهیونیستي صلیبي لوېدیځ غواړي ترکستاني او چیچني مجاهدین په شام کې د یو څه وخت لپاره خوندي وساتي، ترڅو که موقع برابره شي نو له دغو مجاهدینو څخه د چین او روسیې په شا کې د چاقو وهلو په څېر کار واخلي. نو له همدې امله د «طوفان الاقصی» او «ردع العدوان» معمارانو او مجاهدینو وروڼو ته پکار ده چې له دې څخه ځان وژغوري چې د ختیځ یا لوېدیځ تر کنټرول لاندې راشي او د هغوی د پلانونو برخه وګرځي. هغوی باید له ختیځ او لوېدیځ دواړو محورونو څخه په یو ډول خپلې اړیکې پرې کړي او له هند او پاکستان څخه نیولې تر مالي او په شمال لوېدیځه افریقا کې تر اسلامي مغرب پورې، د اسلامي جهادي محور د ترلاسه کولو لپاره باید له خپل اسلامي امت، د هغه له عظیمو خلکو او د هغه له مخکښ جهادي لښکر یعنې مخلصو مجاهدینو سره نژدې او ټینګې اړیکې جوړې کړي. موږ له الله تعالی څخه دعا کوو چې هغوی هېڅکله په سخت ټکر او کورنۍ جګړه کې ونه ګورو. موږ له الله تعالی څخه دعا کوو چې دا دواړې ډلې او موږ ټول له ښکاره او پټو فتنو څخه وساتي، او موږ او هغوی ته په صفونو کې یووالی او د توحید د کلمې تر سیوري لاندې اتفاق راعطا کړي او خپاره او پراګنده خلک سره راټول کړي؛ ځکه چې یوازې هغه د دې چارې نګران او پر هر څه قادر دی.
النازعات: محترم استاذ! موږ له تاسې سره د مرکو د دې لړۍ په دغه وروستۍ برخه کې د وروستۍ پوښتنې په درشل کې یو. ښايي زه په دې وخت کې ستاسې د هیلو او توقعاتو په اړه وپوښتم چې په نژدې راتلونکي کې به په شام او په ټولیزه توګه په لوی شام کې څه پېښ شي؟ ایا تاسې په غزه کې د جګړې د بېرته راګرځېدو تمه لرئ، په ځانګړې توګه د روژې په میاشت کې؟ او په غزه کې زموږ د وروڼو د ملاتړ لپاره د شام په دریځ کې د کوم ډول بدلون راتلل اړین دي؟ او په دې اړه د امت د نورو مجاهدینو مسئولیت څه دی؟
استاذ عبدالعزیز الحلاق: والله ګرانه وروره! زه باوري یم چې دا غزه به زموږ لپاره، د ټولو مجاهدینو لپاره، زموږ د ټول اسلامي ملت لپاره او په حقیقت کې د ټول بشریت لپاره یو سخت ازمېښت وي. هو! زه داسې انګېرم چې جګړه به په غزه کې نه یوازې بېرته راګرځي، بلکې تر پخوا به په خورا ډېر شدت سره بېرته راستنه شي2. له الله تعالی څخه دعا کوم چې په غزه او فلسطین کې زموږ خلک ثابت قدمه وساتي او ټولو مجاهدینو ته په ځان او مال سره د هغوی د مرستې کولو توفیق ور په برخه کړي. په دې کې هېڅ شک نشته چې زه په رښتیا هم هیله لرم چې د شام خاوره د جګړې له دایرې څخه بهر پاتې شي ترڅو ځان بېرته ورغوي؛ ځکه چې فلسطین د یو داسې پیاوړي، همغږي، اسلامي او جهادي شام اړتیا لري چې د هغه ملاتړی وي. خو بیا هم، زه وینم چې د غزې په اړه، الله تعالی غواړي زموږ او د هر چا ازمېښت وکړي او وګوري چې موږ څه کوو. حقیقت دا دی زه داسې احساسوم لکه په دې وخت کې چې الله تعالی د سورۃ الانفال دا ایتونه په ځانګړې توګه زموږ لپاره نازل کړي وي:
وَاِذْ يَعِدُكُمُ اللّٰهُ اِحْدَى الطَّاۗىِٕفَتَيْنِ اَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّوْنَ اَنَّ غَيْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُوْنُ لَكُمْ وَيُرِيْدُ اللّٰهُ اَنْ يُّحِقَّ الْحَقَّ بِكَلِمٰتِهٖ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكٰفِرِيْنَ لِيُحِقَّ الْحَقَّ وَيُبْطِلَ الْبَاطِلَ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُوْنَ (سورۃ الانفال:۷، ۸)
«او (هغه وخت یاد کړئ) کله چې الله له تاسې سره وعده کوله چې د (ابوسفیان او ابوجهل له) دوو ډلو څخه به یوه ډله خامخا ستاسې په برخه شي او تاسې غوښتل چې هغه بې شوکته او بې وسلې کاروان ستاسې لاس ته درشي، په داسې حال کې چې الله غوښتل په خپلو خبرو او فرمانونو سره حق ثابت او قائم کړي او د کافرانو جرړې وباسي. ترڅو حق، حق کړي او باطل، باطل کړي؛ که څه هم مجرمان یې ناخوښه وګڼي.»
نو جګړه بېرته غزې ته ګرځي او که نه، په دې کې هېڅ شک نشته چې په دواړو حالتونو کې، د علماوو او فقهاوو اجماع ده چې د غزې د شریفو خلکو ملاتړ او مرسته کول او د تېري کونکي غاصب صهیونیستي دښمن د په شا تمبولو په جګړه کې له هغوی سره ګډون کول، پر هر مسلمان باندې د هغه د وس او توان هومره فرض عین دی. تر هغه ځایه چې په شام پورې اړه لري، دا فرض عین تر نورو ډېر پر دغه خاوره باندې پلي کېږي؛ ځکه چې د هغې پر سویلي سیمو هم همدغه صهیونیستي دښمن ولکه کړې ده. پر دې سربېره، نن ورځ هغوی له صهیونیستانو سره په سرحدي اتصال کې راغلي دي، نو ځکه په هېڅ صورت د تېري کونکو صهیونیستانو پر ضد د جګړې پرېښودل روا نه دي. دا د هغوی فرض دی چې له الله څخه مرسته وغواړي، د هغه پړی په کلکه ونیسي او په خپل ټول ځواک او مسئولیت سره جګړه وکړي. هغوی باید پوه شي چې د امت ځوانان به له هغوی سره او د هغوی تر شا ولاړ وي. له الله تعالی څخه دعا ده چې د هغوی په واسطه فتحه نصیب کړي او هغوی د متقي مجاهدینو امامان وګرځوي. تر هغه ځایه چې د امت د نورو مجاهدینو مسئولیت دی، نو د هغوی فرض دا دی چې په ټوله نړۍ کې صهیونیستان او د هغوی امریکایي متحدین په نښه کړي؛ ځکه چې د فلسطین د مسئلې حل له «نړیوال جهاد» پرته بل چېرته نشته او دا د امت راتلونکی برخلیک دی او د نړیوال کفر له سرخېل (امریکا) سره له جګړې پرته بله هېڅ چاره نشته ترڅو د اسرائیلو د مرستې او ملاتړ شریان پرې کړای شي. تر هغه وروسته به د جهاد خلک، یهودان له ټولې شامي سیمې څخه وباسي او بیا به موږ ان شاء الله، د خپل ګران نبي ﷺ د اسراء او معراج ځای فتحه کړو او مسجد اقصی او بندیان به د صهیونیستانو له منګولو ازاد کړو. له همدې امله موږ له الله تعالی څخه دعا کوو چې موږ او زموږ د امت ځوانانو ته په ټوله نړۍ کې د صهیونیستانو او صلیبیانو د په نښه کولو توفیق راعطا کړي، زموږ غشي پر هدف ووهي او الله په خپله د سمې لارې لارښوونکی دی.
النازعات: بارک الله معزز استاذ عبدالعزیز! او الله تعالی د موږ ته د وخت راکولو په خاطر ستاسې د دې مهربانۍ او سخاوت پوره اجر درکړي. له الله تعالی څخه دعا ده چې دا مرکه ګټوره وګرځوي او په دې کې زموږ او د ټولو مسلمانو ځوانانو لپاره هدایت، نصیحت او لارښوونه شامله کړي. زه له تاسې څخه بښنه هم غواړم چې په بې تکلفه پوښتنو کې مې یو څه بې باکي وښودله، خو الله ښه پوهېږي چې د دې کار موخه زموږ د حالاتو، زموږ د نظریاتو او زموږ د مروجه افکارو په اړه په پوره صراحت او د واقعیت په اړه په ښکاره توګه د خبرو اترو پیاوړي کول وو. په هر حال، د الله شکر دی چې تاسې موږ ته د دې مرکې کولو موکه راکړه او زه د ځان او ستاسې لپاره د لا زیاتې بریا او هدایت دعا کوم. امین.
استاذ عبدالعزیز الحلاق: داسې نه ده ګرانه وروره! په اصل کې له الله تعالی وروسته ستاسې مننه چې ما ته مو له تاسې سره د خبرو کولو او ستاسې د پوښتنو په وسیله د افکارو د څرګندولو موکه راکړه. بارک الله، الله تعالی دې ستاسې د ښه ګومان او مېلمه پالنې پوره اجر درکړي.
له دې سره سره، زه د «النازعات ادارې» له خپلو معززو وروڼو څخه هم مننه کوم چې په امت کې د بېدارۍ راوستلو، په مسلمانو ځوانانو کې د نېکۍ خپرولو او د سم منهج لوري ته د هغوی په بللو کې یې هېڅ هڅه نه ده سپمولې. زه له لوی او برتر خداى، د عظیم عرش له مالک څخه دعا کوم چې دغه ویل شوې خبرې زموږ په حق کې حجت وګرځوي، نه زموږ پر ضد او ما او تاسې په دې دین کې په پوره اخلاص سره د کار کونکو په ډله کې شامل کړي او موږ او تاسې له خپلو نېکو بندګانو څخه وګرځوي.
وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين
❊❊❊❊






