سه شنبه, جون 2, 2026
  • Login
بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • د تاریخ درسونه
    • د اسلافو تاریخ
    • اند او پند
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home طوفان الاقصی

حصار اوابتکار؛ د طوفان زیږنده

محمد طنین by محمد طنین
مې 25, 2026
in طوفان الاقصی
0 0
0
حصار اوابتکار؛ د طوفان زیږنده

په معاصره نړۍ کې د قدرت تله د زور پر اوږو ولاړه ده، هغه ملتونه د بقا حق ترلاسه کولای شي چې د هوښیارۍ تر څنګ یې د قوت ژبه هم زده کړې وي، پر دنیا د ځنګل قانون واکمن دی چې بې دفاع خلک پکې د ښکار حیثیت لري، لکه لابراتوار استفاده ترې کیږي او خپلې ازموینې د بې وزلو پر غوښو او هډونو کوي. هغه ولس چې د علم، صنعت، اقتصاد او دفاع قوت سره یو ځای کړي، د زمانې په هره مقطع کې لکه غر ولاړ وي؛ طوفانونه یې نه شي متزلزل کولای او د دښمن سترګې یې د ځواک پر وړاندې ټیټېږي، خو بې اعداده ملت د وچ لرګي په څېر دی چې هره لمبه یې په اسانۍ ایرې کوي؛ دنیا تل د چمتو انسان درناوی کوي، ځکه د بقا حق هماغه څوک ګټي چې د خپل دین، خپل ژوند، خپل عزت او خپلې خاورې د ساتنې توان ولري.

هغه امت چې د زمانې د طوفانونو په منځ کې بې له ځواک، بې له صنعت، او بې له دفاعي چمتووالي ژوند کوي، د تاریخ پر څپو د وچې پاڼې حیثیت لري، هر باد یې هرې خواته وړي او هر زورور یې د ارادې او عزت پر برخلیک لوبې کوي؛ حربي صنعت یوازې د وسلو جوړولو نوم نه دی، بلکې د بقا، خپلواکۍ، او د ملت د عزت د ساتنې هغه ژور سنګر دی چې تر شا یې د ولسونو راتلونکی خوندي کېږي؛

کله چې د یو هېواد په کارخانو کې فولاد ویلې کیږي، له اوسپنو لمبې پورته کیږي، د علم او تخنیک عقلونه پکې راټول وي او د دفاع او تعروض د پیاوړتیا لپاره پکې مټې رانغاړل شوې وي، نو په حقیقت کې دلته د غلامۍ زنځیرونه ماتیږي.

د غزې کیسه هم همداسې وه؛ هلته چې یرغلګرو صهیونیستانو په میلیونونه مسلمانان چې لوړه فیصدي یې ښځې، ماشومان او بوډاګان وه د 350km مربع په اوږدوالی یو سرخلاصي زندان کې محاصره کړل. د غزې په نوم دې محاصره زندان ته تلونکی او ترې راتلونکی هر فرد او وسیله د غاصبینو تر ډیجیټل څار لاندې وو. زرګونه د عربو د نفتو څاګانې نه توانېدې چې په غزه کې یو شمع بله کړي، مګر همدې څاګانو د غاصبینو تیاره ښارونه لکه ورځ داسې ځلول، د مسلمانانو میلیونونه جریبه ځمکې او کروندې چې په سوډان او مصر کې دي، نه توانېدې چې د غزې یو وږي ماشوم ته یوه مړۍ ډوډۍ ورکړي؛ خو د سبزیو او میوو کاروانونه، پاکې او تازه، میوې به یې تل‌ابیب ته استول کیدې؛

په یوې کوچنۍ ټوټه ځمکه کې، چې نیل، فرات، دجله، د اردن سیند او د یرموک سیند پرې را تاو شوي دي، د امت غوره اولادونه له لوږې او تندې سره لاس او ګریوان وه/دي؛ د دې نه تسخیریدونکې خاورې څو صادقین رجال را پورته شول او د یرغل د دې زنځیرونو د ماتولو هوډ یې وکړ، په رب متعال یې توکل وکړ، په نصرت یې پوره متیقن او یو ابتکارانه پیل یې وکړ دا د حربي صنعت پیلامه وه.

تر 2013م کال پورې په غزه کې د راکټ د یوې مرمۍ قیمت تر پنځه زره ډالرو پورې ورسیده، د غاصبو صهیونیستانو لخوا د یو پلان په اساس دا مرمۍ هم واخیستل او ضایع کړای شوې، غزه محاصره او تر شدید امنیتي څار لاندې راغله؛ کانکریټي دیوال یې ترې راتاو کړ، مصر د رفح په سرحد ستر دیوال را چاپیر کړ؛ او پاتې ساحه یې د سمندر اوبو د عبور مخه نیولې وه؛ هیڅ د نظامي توکو د را واردولو مجال نه موندل کېده، بلاخره مجاهدین دې پایلې ته ورسېدل چې پخپله لاس په کار شي.

تیږې، مچلغوزې، غولکې او لرګي د فلسطیني مسلمانانو د مبارزې لومړني توکي وه، د القسام مجاهدینو خپل حربي صنعت له صفر څخه پیل کړ، لومړی یې د چریکي او استشهادي عملیاتو لپاره د چاودیدونکو توکو، ریموټ کنټرول بمونو او فشاري بمونو په جوړولو پیل وکړ؛ لومړیو کې دوی د اوبو له پایپونو څخه استفاده کوله، د وخت په تیریدو سره دا صنعت ورځ په ورځ پیاوړی کیده تر دې چې الیاسین_105 مرمۍ ته ورسیده؛ تر حصار لاندې غزه کې د قسام حربي صنعت د معاصر تاریخ یو له تر ټولو سري او کامیابو ابتکاراتو څخه وه؛ د قسام د انجینرۍ ټیم پام په لومړی ځل غزه او د غزې په سمندر کې د تېرو جګړو د سترو_سترو ناچاوده توغندیو او بمونو پاتې شونو طرف ته واوښت؛ لومړی یې مکمل تشخیص کړل، بیا یې په منظم ډول خپلو تونلونو او لابراتوارونو ته را انتقال کړل، تر پروسس وروسته یې بارود ترې راوویستل، اوسپنې یې بیا له سره صیقل کړې او داد متعال رب د ښکاره نصرت نښه وه چې په مفته یې خپلې لښکرې له یو داسې نعمته برخمنې کړې؛ چې د تاریخ مسیر یې بدل کړ.

مجاهدین همداسې پر مخ روان وه د لرې ویشتونکو توغندیو له جملې یې په اوایلو کې د ابراهیم المقادمة په نوم M75 توغندي جوړ کړ چې 75 کیلو متره فاصله یې ویشتله. بیا د احمد الجعبري په نوم j80 توغندی جوړ کړای شو چې 80 کیلومتره فاصله ویشتلو وړتیا لري او لومړی ځل یې پر مټ د احمدالجعبري د شهادت د انتقام په تکل تل ابیب پرې وویشت. په 2014م کال کې د الرینتیسي په نوم توغندی چې R_160 کیلو متره فاصله ویشتلی شي جوړ کړ. اتلانو په 2021م کال کې د یحی عیاش په نوم تر ټولو پرمختللی توغندی جوړ کړ چې 250 کیلو متره فاصله ویشتلی شي او د سیف القدس په معرکه کې یې لومړی ځل پر اشغالي سیمو استعمال کړ.

کتائب القسام اتلان د خپل حربي صنعت د پیاوړتیا په برخه کې د زغزوالو وسایطو ضد وسلې د صاروخ الکورنیټ، قذیفة الیاسین او د الوتکو ضد توغندی د SAM_7 په نوم جوړ کړي دي. قذیفة الیاسین_105 د طوفان الأقصی په مبارکو عملیاتو کې د قسام یو له تر ټولو اغیزمنو اسلحو څخه ثابته شوه، د میرکافا نوي نسلونه یې ختم کړل او یرغلګر دېته مجبور شول چې خپل پخواني او له کاره لوېدلي ټانګونه د جګړې لومړیو کرښو ته را وړاندې کړي. د کتائب القسام ابطالو په 2014م کال ددرې ډوله ډرون طیارو د A1A ،A1B او A1C په نوم د جوړلو اعلان وکړ.

اتلانو کلونه مخکې د طوفان الأقصی له مبارکو عملیاتو څخه په خانیونس او رفح کې داسې د اعداد مراکز جوړ کړي وه چې د اسرائیلو له میرکافا ټانګونو، کانکریټي دیوالونو، پر اډو د بریدونو، د راکټ ویشتلو، د پاراګلایډر استعمال او د دښمن ارتباطي وسایلو د له منځه وړلو عملي درس او تدریب خپلو مجاهدینو ته ورکول کیده.

پداسې حال کې چې اسرائیلو پر هیڅ هم نه وه خبر او فکر یې کاوه چې نور حماس جګړې ته لیوالتیا نه لري او خپل عادي ژوند ته راګرځیدلي. کتائب القسام د اکتوبر د 7 په سهار 5000 توغندي په څو دقیقو کې پر اشغالي سیمو ور وه اورول؛ چې دوست او دښمن یې دواړه هک حیران کړ. کله چې صهیونیستي رژیم د ټول غرب په ملتیا د لسګونو زرو لښکرو په واسطه پر غزه یرغل وکړ؛ اسرائيلي جنرالانو فکر کاوه چې په یوه اونۍ کې به د غزې جهادي مقاومت له منځه وړي مګر د (115) ورځو له تېریدو وروسته چې د امت جراره ژبه الملثم ابوعبیدة په ژوندۍ بڼه امت ته وینا کوله د اشغالګرو د (1200) ټانګونه او ځمکني جنګي وسايلو د له منځه وړلو مسؤلیت یې په غاړه واخیست، په زرګونو فوځيان یې وژل شوي وښودل، لسګونه زره زخمیان، ړانده او په رواني ناروغیو اخته شویو څخه یې تر ننه شفاخانې او صحي مراکز ډک پاتې دي.

غزة کې یرغلګر له یو داسې نه تصور کیدونکي مقاومت سره مخ شول چې نړۍ ورته هک حیرانه ده. شهید محمد زکي حمد تقبله الله د طوفان الأقصی د عملیاتو د یو کال له تېریدو وروسته په بیت حانون کې د مجاهدینو د چمتووالي چې نوموړی یې رهبر هم وه په اړه پخپل کتاب تحت رایة الطوفان خندق خباب چې د جګړې په جریان کې یې تر ځمکې لاندې غزة کې لیکلای ده چې د نوموړي له شهادت وروسته نشر شو کې لیکي:

موږ به د الله تعالی په فضل او نصرت، په هغو لارو او پرانیستې سیمو او هغه کورونو کې چې د دښمن د استفادې او تګ احتمال به یې زیات وه، چاودیدونکي توکي نصبول، دې کار اونۍ او حتی میاشتو ته اړتیا لرله، ځکه چې خبره یو یا دوه چاودیدونکو توکو پورې محدوده نه وه، بلکې تر شاوخوا دوه سوه توکو پورې به مخکې له دې چې دښمن دې سېمې او د کمین ساحې ته داخل کړو به مو ځای پر ځای کول، د هر چاودېدونکي توکي لپاره به مو پر لاسونو ځمکه کیندله او ځای پر ځای کاوه به مو، بیا به مو یې د لین مسیر جوړاوه چې هغه هم د لښتي په شان کیندنې ته اړتیا لرله، همدوره یې کفایت نه کاوه بلکې د لینونو او ماین له کار کولو به مو هم ځان مطمئن کاوه چې کوم ځای کې خو به لین شکېدلای نه وي، لوڅ نه وي، یا غلط تړل شوی نه وي نو د برق د جریان ازمایښت پکې شرط وه؟!

موږ دا ټول چاودیدونکي توکي، بارود او مرمۍ له کومه ځایه ترلاسه کولې؟

موږ د طوفان الأقصی د مبارکو عملیاتو له یو کار تېریدو وروسته د مهماتو له کمبود او خالي کېدو سره مخ شوو، دغه شمېر چاودېدونکي مواد جوړول، د جوړولو ورکشاپونو او ډېر علم او هڅې ته ضرورت لري، چې دا هر څه پدې جنګي حالت او تونلونو کې محال وه، مګر کله چې الله تعالی په خپلو بندګانو باندې پرانیستل کوي نو هغه یې حیرانوي.

یو ګروپ زموږ د خپلو مجاهدینو ملګرو څخه مأمور کړل شول او دا مسؤلیت ورکړل شو چې د دښمن پاتې شوني راغونډ کړي لکه پر عامو غزه والو او موږ یې چې کوم بمونه راغورځولي وه د دې پاتې شونې او هغه نه چاودیدلې مرمۍ د هغو په راټولولو یې پیل وکړ، ځینو یې بیخي ډیر دروند وزن درلود، ملګرو به د دښمن دا پاتې شونې راټولولې دا مو یو ځای کې را غونډ کړل چې له دښمنه یې ډېره کمه فاصله درلودله، دا ځای د یوې فابریکې په څېر برابر شو چې د نه چاودېدلو توکو څخه د چاودېدونکو موادو تیارول او د توکو د قالبونو جوړول پکې کېدل، موږ همدارنګه د بمبار شویو کورونو څخه د اوسپنې اوږدې اوږې میلې راټولولې او د لاسي قینچی په وسيله به مو دا میلې پرې کړلې دا به مو له یو سانتي متر څخه په کم اوږدوالي قطع کولې تر څو د شږو په توګه په نویو جوړ شویو چاودېدونکو توکو کې یې وکاروو او دا به مو د چاودېدونکو موادو سره ګډول.

ټول دا کارونه د ماشینونو په واسطه نه بلکې پخپلو لاسونو مو کول یعنې د لاسي هڅو محصول وه!

ته کولای شې د دې سخت کار تصور وکړې او د دې ټولو مرحلو وروسته به مو توکي تیاریدل، نصبول به مو او هغه زموږ کمبود به یې پوره کاوه!

د دې لاسي او سیارې فابریکې چارې داسې وې چې هر مجاهد به سهار وختي خپلې دندې ته تیارېده: لومړي مجاهد به یو د اوسپنې لوی سطل پرېکاوه، دوهم به دغه سطل د پرېکولو له ځایه د جوړونې تر ځایه انتقالاوه، درېیم مجاهد به د چاودېدونکو موادو د پخولو او تعقیب مسوول وه، څلورم به د قالبونو برابرولو ته کتل، پنځم به د برق چمتو کولو مسؤل وه او همداسې د هر ملګري مجاهد وظیفه معلومه وه او هر ترکیب به چې جوړ شو موږ به یوه نمونه ترې اخیسته او نږدې په سرحدي سیمه کې به مو یې ازموینه کوله، د نقص او ښه توب معلومولو لپاره، بیا به یا منل کېده او یا به ردیده او بل فورمول به مو په کار اچولو!

آیا څوک باور کولی شي چې د دښمن ټولو کامرو او ټکنالوژۍ سره_سره هم د دې کار څخه بې خبره وه؟!

هو، د الله تعالی حفاظت او پالنه تر هر څه لوړه او غوره ده!

د جګړې اوږدوالي پر مجاهدینو یوه صدمه وارده کړه چې هغه د هر مجاهد د چاودېدونکو توکو د زده کړې سره نا اشنایي وه؛ اکثریت زموږ ملګري مخکې له جګړې له چاودېدونکو توکو سره نه وه بلد، دا یو ځانګړی تخصص دی چې ځانګړي اشخاص ورته روزل شوي وه، خو حالاتو موږ مجبور کړو چې خپل ټول او اکثریت ملګري دې برخې ته داخل کړو؛ او د طوفان الأقصی د عملیاتو یو کال بعد چې اوج مرحله کې وه مو د چاودېدونکو توکو انجینرۍ ډلې منځ ته راوړې؛ او ټول مجاهدین مو په همدې حالت کې وروزل.

صهیو_صلیبي نړۍ نن د عربي نړۍ د میلیونونو مجهزو پوځونو څخه د مچ د وزر هومره هم د ویرې احساس نکوي، مګر د حماس له اسلحو په ویره کې دي؛ خوبونه یې ورته تښتولي ،د مقاومت خالي سلاح کول د ټرمپ د صفقة القرن معاهدې په اولویاتو کې شامل دي؛ د نتنیاهو د خبرو سرټکی وي، د اسرائیل الکبرای د جوړیدو پلان لپاره یې تر ټولو ستر خنډ بولي، دوی پدې طریقه غواړي چې مسلمانان لومړی بې اسلحې او بیا یې لکه پسونه ذبح کړي چې دا بریالی تجربه یې په بوسنیا کې پر مسلمانانو ازمویلې ده.

هغه ملتونه چې غواړي د نړۍ پر سیاسي افق یې د ځواکمنو ملتونو تر څنګ بیرغونه د قوت په باد ورپېږي، دا مقام د تصادف له لارې نشي تر لاسه کولای؛ بلکې د دې عظمت تر شا به د لسیزو ستړې شپو، د پوهنتونونو خاموش لابراتوارونو، د فولادو لمبو او د هغو ذهنونو نه ستړې کېدونکې مبارزې ته اوږه ورکوي چې د سبا واکمني د علم او صنعت په ژبه تعبیروي؛

پر دې به ځان پوهوي چې د نړۍ د بقا قانون د رحم پر بنسټ نه، بلکې د قوت پر تله چلېږي؛ نو ځکه به د خپلو ملتونو تر ټولو تیز او ځیرک عقلونه د حربي صنعت سنګرونو ته رابولي، چې همدلته د فکر له عمقه توغندي وزېږوي، د محاسباتو له کرښو جنګي الوتکې پورته کړي او د تخنیک له جالونو داسې دفاعي کلاوې جوړې کړي چې د نړۍ د سیاست مسیر بدل کړي.

هغه وخت موږ بیرته خپل برم ته د ستندو وړتیا په ځانونو کې پیدا کولای شو؛ چې د حربي صنعت په ژبه خبرې وکولای شو او د قدرت په لاسلیک پرېکړې وکړو؛ د سمندرونو له تلونو نیولې د فضا تر تیارو پورې خپل نفوذ وغځوو، نړۍ د هغو خلکو ده چې د سبا د طوفان غږ له لرې اوري او د راتلونکې جګړې لپاره نن خپل سنګرونه جوړوي؛ ځکه تاریخ تل د چمتو ملتونو په لاس لیکل شوی، نه د غافلو قومونو په اوښکو.

اسلحې جوړې کړئ، ذخیره یې کړئ، د استفادې مهارتونه یې زده کړئ، راتلونکی زموږ او د اسلامي امت دی، نو چمتو شئ!

مأخذونه:

۱– د أقصی قضیه او د حماس مبارزه.

۲– تحت رایة الطوفان خندق خباب.

۳– الناطق العسکري شهید ابوعبیدة حذیفة الکحلوت تقبله الله

۴– ما خفي اعظم، الجزیرہ

❊❊❊❊

Previous Post

د علماوو غوښې مسمومې دي!

Next Post

د شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور ژوندلیک

اړوند مطالب

طوفان الاقصی

د عصر معجزه! تر ځمکې لاندې غزه!

مې 3, 2026
د نقاب پوش تر شا…!
طوفان الاقصی

د نقاب پوش تر شا…!

مې 3, 2026
Next Post
د شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور ژوندلیک

د شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور ژوندلیک

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Go to mobile version