قال تعالی:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ. ( سورة محمد:۷)
اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! که تاسو د الله تعالی جل جلاله د دین مرسته وکړئ، هغه جل جلاله به ستاسو مرسته وکړي او ستاسو قدمونه به ثابت او ټینګ وساتي.
هلته په یوې کوچنۍ جغرافیه کې چې د ځمکې پر مخ یې مساحت د نورو هېوادونو د یوې ناحیې هومره هم نه دی، خو د عظمت اندازه یې د غرونو له څوکو لوړه ده، هلته د زمانې تر ټولو ستره حماسه په وینو ولیکل شوه/ کېږي، دا هغه ټوټه خاوره ده چې اته لسیزې تر اشغال او درې لسیزې د محاصرې تورو دېوالونو راچاپېره کړې، د لوږې، تندې، درد او ویر پر لمبو سوځېدلې، خو بیا هم د تسلیمۍ سپین بیرغ یې نه دی پورته کړی، هلته ماشومان د لوبو پر ځای د بمبار د غږونو په منځ کې راستریږي د هغوی د ماشومتوب زمزمې د مرمیو له شرنګ سره ګډې شوې دي، خو عجیبه دا ده چې د ویر او ماتې پر ځای د امید او استقامت ترانې زمزمه کوي، داسې ښکاري لکه د هغوی زړونه چې د غوښې له ټوټې نه، بلکې له فولادو جوړ شوي وي.
هلته یوه مور د خپل زوی پر بې روحه جسد ولاړه وي، سترګې یې له اوښکو ډکې وي، خو شونډې یې د صبر او رضا کلمات وایي، هلته یو ماشوم د خپل پلار په وینو لړلی بدن ویني، خو د ویرې پر ځای د عزت او مقاومت درس اخلي، ګواکې د دې خاورې هره ذره د قربانۍ یو ښوونځی او هره کوڅه یې د استقامت یوه مدرسه ده، کورونه یې نړېدلي دي، دېوالونه یې په خاورو بدل شوي دي، خو ایمان یې لا هم د غرونو په څېر ولاړ دی، کله چې د شپې تیاره د ښار پر کنډوالو خپره شي، د اسمان تر شنه چتر لاندې د قرآن کریم غږونه پورته کېږي؛ داسې احساس کېږي لکه فرښتې چې د کنډوالو تر منځ د الهي کلام نغمې اوري، د دوی لپاره چت نه دی پاتې، خو اسمان یې جومات ګرځېدلی دی، د څښلو اوبه نه لري، خو د الله تعالی ذکر یې زړونه خړوبوي، د ډوډۍ ټوټه نه مومي، خو د یقین او توکل خزانه لري، د نړۍ د مادي معیارونو له مخې شاید دوی بې وسه ښکاره شي، خو د روح، فکر او عزم د ځواک په میدانونو کې دوی د زمانې ستر فاتحان دي، د دې خاورې خلک د تاریخ هغه ژوندي بابونه دي چې لا هم په وینو لیکل کېږي، هغوی نړۍ ته ښودلې چې د انسان ریښتونی ځواک په وسلو، ماڼیو او شتمنیو کې نه وي، بلکې په عقیده، په خپل رب توکل، صبر او استقامت کې نغښتی وي، د دوی زخمونه د درد نښې نه دي، بلکې د عزت مډالونه دي؛ او د دوی اوښکې د کمزورۍ نښه نه، بلکې د قربانۍ سپېڅلې مرغلرې دي.
کله چې تاریخ د دې زمانې پاڼې اړوي، نو د دې کوچنۍ جغرافیې نوم به د مساحت له امله نه، بلکې د ایمان، قربانۍ او نه ماتېدونکي عزم له امله په سرو زرو لیکي، ځکه ځینې جغرافیې د خپلو پولو په اندازه نه، بلکې د خپلو اتلانو د زړونو په اندازه لویې وي او دا خاوره همداسې یوه خاوره ده؛ یوه داسې خاوره چې کنډوالې یې خبرې کوي، وینې یې د جهاد ترانې وایي او د استقامت کیسې یې د نسلونو تر غوږونو رسېږي.
دا غزه ده؛ د اسلام لومړۍ دفاعي کرښه او نه تسخیریدونکې قلعه!
په غزه کې ټول خلک د ابوبکر او عمر رضی الله عنهما په څېر نه ي؛ او نه هم ټول د عبدالله بن ابی بن سلول په څېر دي.
دې نسل ځانونه د اعداد په ګاڼه سمبال کړل، صبر یې وکړ، جهاد یې وکړ، مقاومت وکړ او د یو داسې تاریخ یې جوړ کې چې معاصر تاریخ پخپله حافظه کې نلرلو. په غزه کې د دې نسل صبر، استقامت، مقاومت دا یوازې د الله تعالی فضل او د نصرت ښکاره مثال وه او دا مدد پرته له الله تعالی څخه په بل چا نه وه تکیه مګر ددوی خپل اعداد او هغه څه وه چې دوی پخپلو فکرونو او لاسونو چمتو کړي وه، چې د الله تعالی په مبارکو ستنو کې ثابته قاعده ده:
ان الامداد یکون علی قدر الاعداد
یعني مرسته او نصرت د اعداد او چمتووالي په اندازه وي.
په غزه کې د یو ماشوم د روزنې دوره د لومړي ټولګي څخه چې روضة الأطفال یا د ماشومانو وړکتونونه بلل کیږي پیلیږي، او دا د راتلونکي اعداد او تربیې اساس وي، اسلامي اخلاق پکې غرس کیږي، د دین مینه، قرباني، ځان ځارونه ورښودل کیږي او دا هغه منهج دی چې شیخ احمد یاسین رحمه الله یې بنسټ ایښی دی، نوموړی رحمه الله وایي:
نحن و عدونا في معركة علي هذا الجيل، فمن كسب هذا الجيل كسب المعركة.
موږ او زموږ دښمن د دې نسل پر سر په جګړه بوخت یو، نو چا چې دا نسل وګاټه، جګړه یې وګټله.
هغه نسل چې احمد یاسین تربیه کړی او منهج یې ورته جوړ کړی وه نن همغوی دا ستر طوفان په لاره اچولی.
د ماشومانو د وړکتونونو له دورې بعد د مساجدو دوره پیلیږي؛ په غزه کې مساجد د یوې محکمې قلعې بڼه لري د نورې نړۍ د مساجدو په څېر نه چې د عادت په اساس اذان او لمونځ پکې وشي او بیا قلف ورواچول شي، په غزه کې مساجد د یوه دولت په معنی ده، اذان او لمونځ پکې کیږي، د علم او معرفت ځای ده، په صحن کې یې اعداد او جګړیز فنون ځوانانو ته ورکول کیږي، تخصصي فکري، اقتصادي او سیاسي دورې پکې کیږي، د ورونو او احبابو د یوځای والي او ملاقاتونو ځایونه دي، هر هغه څوک چې خپل مربوطه مسجد ته ځي نو ځانګړی مسؤلیت لري لکه د یوې کورنۍ غړی داسې تعامل موجود وي او ځوانان تر خپل کور زیات وخت په مسجد کې تیروي، او ځوانان دا خوښوي چې مسجد ته ولاړ شي او خپل زیات وخت پکې تېر کړي، جمعي افطارات پکې ترسره کیږي، د قیام الیل په پار خلک وروسته د ماخوستن لمانځه څخه پکې پاتې کیږي.
د مساجدو تر څنګ بل د قران د تحفیظ مراکز دي چې ددې نسل په روزنه کې یې اساسي رول لوبولی ده، په دې مراکزو کې عقیده راسخه کیږي، په غزه کې د الله تعالی کتاب ته ډیر زیات اهتمام کیږي، د حفظ پدې مراکزو کې تنها د قران صفحې او کلمات نه حفظیږي، د قران په فهم او د معانیو فهم ترلاسه کیږي، د قرآن روح تدریسیږي، پدغه ستر طوفان کې یعنې طوفان الاقصی کې چې تر ټولو زیات ثابت قدمه پاتې شول او د میړانې او شجاعت داسې معجزانه کارنامې یې د تاریخ په حافظه کې ثبت کې چې مثال یې نه وه همدا حفاظ کرام وه؛ د دې نسل په تربیه کې داسې وخت نشته چې موږ ورته د فراغت نوم ورکړو، بلکې د عمر په ټولو پړاونو کې برنامې، نصابونه او منهجونه موجود دي چې پدې نسل تطبیقیږي.
د قران د تحفیظ له مراکزو را وروسته په څلورم پړاو کې د طالبۍ دوره ده، په دې پړاو کې چې یو یو شخص د ځوانۍ په درشل یې نوی نوی قدم ایښی وي فردي او اجتماعي دورې او سیمینارونه ورته محیا کیږي، اداري او قیادي هنرونه ور زده کیږي، په غزه کې د هر لمانځه څخه وروسته مربوطه عالم خپلو مقتدیانو او شاګردانو ته درس ورکوي، لدې څخه غیر هرو پنځو او لسو ماشومانو لپاره ځانګړی استاد او مربي موجود وي چې دوی ته روزانه درس ورکوي او روزي یې، نوموړو ماشومانو ته دا درس او تربیه په مساجدو کې تر هر جماعت وروسته ترسره کیږي، چې قرآن، تجوید، نبوي سیرت، سنت او د اسلام په چوکاټ کې د ژوند تېرولو اسلوب ور زده کول کیږي، د قرآن تفسیر ورته کیږي، الاحادیث الاربعون ور زده کول کیږي، همدارنګه محاسبه ورسره کیږي، چې ته د سهار لمانځه جماعت څخه ولې غائب وې؟ پرون درس ته ولې نه وې راغلی؟ چیرته وې؟ وغیره وغیره
همدارنګه په غزه کې د ځانګړو کتابونو د تدریس لپاره بیلابیل مجالس جوړیږي لکه: د صحیح البخاري د شرح مجالس، د شمائل محمدیه، عقیدة طحاوي، ابن کثیر تفسیر، د قرطبي تفسیر دا مجالس دوامداره توګه په ټوله غزه کې تر سره کیږي.
لکه د قسام جرار ویاند شهید القائد ابوعبیدة تقبله الله چې ویل: هغه اسلحې چې موږ یې د طوفان الأقصی په مبارکو عملیاتو کې کاروو هغه اسلحې دي چې پخپلو لاسونو مو جوړې کړې دي، او زموږ تر ټولو ستر صنعت ددې مجاهد او مقاوم انسان صنعت او جوړونه ده چې دا سلاح استعمالوي او ثابت قدمه پاتیږي.
دا ځوان نسل د اوړي په رخصتیو کې همداسې نه پریښودل کیږي چې چشی یې زړه وي هغه به کوي، بلکې د اوړي په رخصتیو کې ځانګړې برنامې، سیمینارونه، دورې او پروګرامونه ورته چمتو کیږي، ځانګړي کمپونه ورته عیاریږي او هر یو کمپ ته د هماغه د محتوای پر اساس نوم ورکړل شوی وي چې لوړ شیوخ یې پر مخ وړي؛ او دا د اعداد یو بیله دوره وي، رمایه او د اسلحو استعمال ور زده کول کیږي، د بدني قوت پر پیاوړتیا یې کار کیږي، موټر چلونه او د ترانسپورت د نورو وسایلو سره بلدتیا ور ښودل کیږي، سلاح د یو غزه وال ځوان روح دی او روح هیڅکله له بدنه نه جدا کیږي مګر په مرګ سره، سلاح د مؤمن د بدن یو جزء ده، د حق د تحقق وسیله ده، موږ له خپلو خاورو، اقصی او بیت المقدس څخه په زور، جبر او د اسلحو پر مټ ویستل شوی یو، او د بیرته تر لاسه کولو لپاره یې موږ هم بالمثل د اسلحو او زور په توسط یې تر لاسه کولای شو او سلاح د خپل عزت، کرامت او برم د راستنولو مرجع ده.
په غزه کې مسلمانې میندې او خویندې:
د طوفان الأقصی د مبارکو عملیاتو په جریان کې لسکونه او سلګونه داسې میندې مو ولیدې چې هرې یوې 6 او 8 خپل زامن شهیدان ورکړي او پر وړاندې یې ټوټې_ټوټې او شیندل شوي پراته وي، نوموړې یې خپله غوښې راټولوي او په کفن کې یې را یو ځای کوي؛ مګر آه یې هم له خولې نه وزي، د الله تعالی حمد او ثنا وایي، شکر د خپل رب ادا کوي، نورو ته وایي چې زما د اولادونو د شهادتونو مبارکي راکړئ او له خپله ربه یې د شفاعت د ذریعې غوښتونکې وي.
د دې هر څه تر شا څه دي، چې یوه مور دومره سترې قربانۍ کې د ایثار او صبر یو سمبول وګرځیده؟!
خلک فکر کوي چې الله تعالی یې په زړونو کې صبر اچولی، بالکل دا د صبر ثمره ده، بلکې تر شا یې باید اعداد او روزنې ته فکر وشي چې دا صبر د څه په بدل کې الله تعالی دوی ته عطاء کړی ده؟!
ښځې لپاره په غزه کې د نرانو په څیر تفصیلي او مکملې برنامې او نصابونه چمتو کړای شوي دي او د هغه پر اساس روزل کیږي، مسلمانې داعیانې او روزونکې خویندې د غزې ښځې روزي، د قران زده کړه، حفظ، تفسیر، تجوید، سیرت النبي، فقه الاسلامي، احکام المرء، اسلامي فکر او اسلامي روح پکې اچول کیږي.
په غزه کې ښځه یوه اسلامی ښځه وي، خپل حجاب او جلباب مراعتوي، دوی ته دا ورتلقینیږي چې خپل اولادونه د اعداد او جهاد میدانونو ته واستوي، او په جهاد او اعداد کې د مصروفیت له امله د خپل میړه په نه شتون کې صبر ور ښودل کیږي، دا ورته ویل کیږي چې د مجاهد ښځه له مجاهد سره په جهاد کې شریکه ده همدارنګه په شهادت کې ورسره شریکه ده، همدا رنګه د شهید او مجاهد مور هم همداسې ورسره شریکې دي.
په غزه کې دا عار دی چې یو ځوان دې مسلمان وي او مجاهد دې نه وي، مسجد ته دې ځي مګر د اعداد مراکز ترې پاتې وي، د غزې اسلامي پوهنتون هم د دې نسل په چمتو کولو کې کلیدي رول اداء کړی، دې پوهنتون غزه یوه اسلامي او ثقافي غزه کړله، او همدا اسلامي پوهنتون د یرغلګرو په لومړنیو اهدافو کې وه، بمبار یې کړ، بمونه یې پرې راوه اورول، محاصره یې کړ، ویې سواځاوه او د طوفان الأقصی اکثریت او تقریباً ټول شهیدان د همدې اسلامي پوهنتون محصلین او فارغین وه لکه القائد الکبیر محمد الضیف، القائد ابوعبیدة او په سلګونو نور …
ددې پوهنتون او جامعې ځوانانو ته لوړ اهداف او هیلې ور تلقینیږي، د امت غم، د مقدساتو د ساتنې او ژغورنې فکر، د خپلو خاورو د بیرته نیولو، د اسلامي نظام او حکومت د اقامې، د خپلو بندیانو ورونو او خویندو د ازادی او د اقصی د ژغورنې فکرونه یې په اهدافو کې شاملیږي.
ددې جامعې نخبه شاګردانو لپاره هر کال پروګرامونه چمتو کیږي، جایزې ورکول کیږي، د مقاومت مشران او رهبران ورته رازي او دا ځوانان تشویقوي، چې خپله شیخ احمد یاسین رحمه الله به پخپل ویلچر کې ورته راتللو او ځوانان به یې تشویقول او ورته مخاطب به وه چې همدا تاسو به اقصی او بیت المقدس ازادوئ، او تاسو به بیرته خپلې خاورې خپلو خلکو ته ورستنوی.
ددې نسل د روزنې او بریا یو بل راز دادی چې دوی پخپلو سترګو خپل قیادت، استاد، شیخ او مربي ویني چې تر ټولو مخکې او د جګړې په لومړي خط کې د شهادت لوړ مقام ته رسیږي؛ دوی د یو داسې چا تر لاس لاندې روزل کیږي چې د درس او تدریس له خاتمې بعد د اعداد او جهاد لومړیو کرښو کې همدوی موجود وي؛ دکتور الشیخ نذار ریان رحمه الله د اوسني عصر یو ستر عالم او پروفیسور وه، په بخاري شرح هم لیکلې او همدارنګه یې زیات کتابونه نن د نړۍ په مختلفو پوهنتونونو کې تدریسیږي یوه ورځ خپلو شاګردانو ته درس ورکولو چې یو شاګرد یې راغی او ورته یې وویل چې یهود له فلانکي حدودو څخه را تېر شول، دکتور نذار ریان خپلو شاګردانو ته وویل کتابونه بندوی چې پرې ورزو، لومړی یې خپل ټوپک او چانټه راواخیست او بیا یې شاګردانو؛ نوموړی مخکې او شاګردان ور پسې د دښمن مقابلې ته ولاړل او له نورو مجاهدینو سره اوږه په اوږه ولاړ وه؛ او پر همدې ځای کې وایي چې ویډیویي کلیپ یې هم موجود دی:
ودعنا الــمحابر والاقلام
و ترکنا الاهل والزوجات
و خرجنا لدم والشهادة
دا هغه رهبري وه چې د طوفان نسل یې وروزه.
دا هر څه پدې معنی نه چې د غزې نسل نه تکراریدونکی ده او هر یو فرد کې یې الله تعالی داسې خارق العاده کارونه ایښي چې د امت په نورو خلکو کې نشته، مګر نه داسې نه ده، هغوی د پیدایښت له ورځې تر ځوانۍ او د عمر تر اخره په تربیت کې داخل وي، زحمتونه ګالي، لوږې او تندې زغمي، د خپلو اقراباوو شهادتونه، زخمونه او زندانونه یې عزمونه پاخه کړي، د غزې یو مجاهد د خپل کوچنیوالي د قرآن د حفظ کیسه کوي:
«موږ به چې په یو مسجد کې قرآن حفظاوه زموږ شیخ به یو نفر په دروازه کې درولی وه تر څو که د تلاشی په پار پوځیان راشي نو دستي موږ ته احوال راکړي، کله به چې د تفتیش پوځیان راغلل په دروازه کې ولاړ ماشوم به دستي زموږ شیخ ته احوال ورکړ چې پوځیان راغلل، موږ به دستي حفظ بند کړ، استاد به مو حمام کې پټ شو او موږ ته به یې د فوټبال ټوپ راکړ تر څو ځان پدې مصروف کړو، چې پوځیانو به موږ پر لوبو ولیدو بیرته به ولاړل او استاد به مو له حمام راووت بیا به مو د قرآن حفظ پیل کړ.»
موږ باید زده کړه ورڅخه وکړو، د همدوی نصاب او د روزنې تګلاره پخپلو نسلونو عملي کړو، هله به بیا د یو همداسې نسل شاهدان اوسو لکه نن چې یې غزه ده.
که چیرې موږ د خپلو نسلونو له روزنې لاس په سر شولو او په تربیه کې یې پاتې راغلو نو زموږ نسلونه به زموږ دښمنان زموږ پر وړاندې کاروي چې دا تجربې مخکې او اوس هم امت له ځانه سره لري.
❊❊❊❊







