کله چې متحده عرب امارات د یو هېواد په توګه د نړۍ پر نقشه راڅرګند شو، نو تر هغه وخته پر فلسطین باندې د اسرائیلو له قبضې څخه نږدې د یوې پېړۍ څلورمه برخه (شاوخوا ۲۵ کاله) تېره شوې وه. د ۱۹۶۷ کال د عرب او اسرائیلو په جګړه کې اسرائیلو د لوېدیځې غاړې او غزې په ګډون پر ټول فلسطین او د مصر د سینا پر ټاپووزمه هم ولکه کړې وه. له همدې امله، کله چې په ۱۹۷۱ کال کې دا هېواد له برطانیې څخه خپلواک او رامنځته شو، نو یې د واکمنانو لپاره پر فلسطین د اسرائیلو واکمني د هغو عربي حکومتونو په پرتله چې په خپلو سترګو یې یوه مسلمه عربي خاوره د اسرائیلو تر ولکې لاندې تللې لیدلې وه، زیات یو جغرافيايي واقعیت و. همدا لامل و چې له پیله د دغه هېواد تړاو او تعامل د فلسطین له مسئلې سره یوازې یو رسمي بڼه درلوده او که د فلسطین په ملاتړ یا د اسرائیلو پر ضد یې څه ویلي هم وي، هغه هم یوازې د خپلو سیاسي ګټو لپاره وو. او کله چې یې له اسرائیلو سره اړیکې پیل کړې، نو له اسرائیلو سره په خپله مینه کې یې نور ټول عربي هېوادونه شاته پرېښودل او نن ورځ د متحده عربي اماراتو اړیکې له اسرائیلو سره د نورو ټولو اسلامي هېوادونو په پرتله خورا ژورې او ډېرې نږدې دي.
له لومړۍ قبلې سره د خیانت په داستان کې که څه هم د دغه خائن هېواد رول د نورو حکومتونو په پرتله ناوخته پیل شو، خو دا د فلسطین د خلکو په شا کې د چاقو وهلو او د خپلو اقتصادي او سیاسي ګټو په خاطر پر فلسطین باندې د اسرائیلو د ولکې د ټینګولو لپاره له نورو خائنو حکومتونو سره په لومړۍ لیکه کې پاتې شوی دی. نن ورځ چې کله د متحده عربي اماراتو او اسرائیلو اړیکې په پوره بې شرمۍ سره خپل اوج ته رسېدلې دي، نو په دې پوهېدل خورا اړین دي چې له لومړۍ قبلې سره د دوی د خیانت پیل د ابراهيمي تړونونو له وخته نه دی شوی، بلکې د مال او واک پېروان د دغه هېواد واکمنه کورنۍ د خپلو اقتصادي ګټو په خاطر د خیانت یو اوږد تاریخ لري.
شالید
متحده عرب امارات په اصل کې د دغو لاندې اوو اماراتو: ابوظبۍ، دوبۍ، شارجه، راس الخیمه، عجمان، ام القوین او فجیره، څخه جوړ شوي یو اتحاد نوم دی.
د راس الخیمه او شارجه پر اماراتو باندې د «آل قاسمي» کورنۍ واکمني ده، پر ابوظبۍ د بني یاس د یوې فرعي څانګې «آل نهیان» واکمني ده، پر دوبۍ د بني یاس د بلې فرعي څانګې «آل مکتوم» واکمني ده، پر عجمان د «آل نعیمي» واکمني ده، پر ام القوین د «آل معلا» واکمني ده، په داسې حال کې چې پر فجیره باندې د «آل شرفي» کورنۍ حکومت دی.
د نولسمې پېړۍ په پیل کې د دغو ټولو کورنیو د اقتصاد تکیه د ملغلرو پر سوداګرۍ او کبانو نیولو باندې وه. په دغو کورنیو کې آل قاسمي تر ټولو پیاوړي وو او په خلیج کې د سمندري لارو او سمندري سوداګرۍ ډېری کنټرول د همدې کورنۍ په لاس کې و. د بني یاس دواړې فرعي کورنۍ، آل نهیان او آل مکتوم، له آل قاسمي وروسته له اقتصادي پلوه پیاوړې کورنۍ وې، خو د آل قاسمي له ځواک او قدرت سره یې حسد کاوه او له هغوی سره یې شخړې او جنجالونه روان وو. د عجمان او ام القوین امارات له اقتصادي پلوه کمزوري او د مساحت، نفوس او سرچینو له مخې واړه وو، خو خپل جلا حیثیت یې ساته او دوی تل له پاتې څلورو لویو اماراتو څخه په وېره کې وو چې هسې نه کوم یو یې دوی تېر (هضم) کړي. د فجیره امارت له دغو نورو اماراتو لیرې د عمان خلیج پر غاړه یو کمزوری او کوچنی امارت و، چې ډېری برخه یې غرنۍ او دښتي وه او نفوس او سرچینې یې تر نورو اماراتو هم لږ وې. د نولسمې پېړۍ په پیل کې دا امارت د عمان تر اغېز لاندې و.
د نولسمې پېړۍ په پیل کې، کله چې ایسټ انډیا کمپنۍ په سیمه کې د خپل نفوذ او اثر په زیاتولو پیل وکړ او د هغوی سوداګریزې بېړۍ د خلیج په سیند کې هم راوتلې او تللې، نو آل قاسمي د هغوی پر وړاندې مقاومت پیل کړ او د ایسټ انډیا کمپنۍ پر بېړیو یې بریدونه پیل کړل. په دغه مقاومت کې آل قاسمي نږدې یوازې وو او نورو اماراتو د هغوی ملاتړ نه کاوه، پرته له دې چې کله به پر کومې بحري بېړۍ د برید خبره راغله، نو د آل قاسمي تر مشرۍ لاندې به د نورو اماراتو خلک هم د غنیمت مال د ترلاسه کولو لپاره په برید کې شریک شول.
د متصالحو ساحلي ریاستونو رامنځته کېدل
پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو په پایله کې بريتانیا د دغو اماراتو پر ضد جګړه پیل کړه، خو دا جګړه هم آل قاسمي ته په یوازې ځان ور په غاړه شوه او بل هېڅ امارت د آل قاسمي ننګه ونه کړه، بلکې له بريتانیا سره یې تړونونه لاسلیک کړل. د یوازې پاتې کېدو له امله، آل قاسمي ډېر ژر ماتې وخوړه او په ۱۸۲۰ کال کې دغو اوو اماراتو له بريتانیا سره په خپل جلا جلا حیثیت کې تړون لاسلیک کړ چې د «۱۸۲۰ کال د عمومي سمندري تړون» په نوم یادېږي. د دغه تړون له مخې، دا سیمې «متصالح ساحلي ریاستونه» وبلل شوې. د دغه تړون له مخې، دا ریاستونه مکلف وو چې د بريتانیا د سمندري سوداګرۍ د لارې ساتنه وکړي او په بدل کې به بريتانیا د دغو اماراتو د خوندیتوب مسئولیت پر غاړه اخلي، چې په دې کې دا شرط هم شامل و چې له دغو اماراتو څخه به هېڅ یو امارت پر بل امارت برید نه کوي.
باقاعده بريتانوي ولکه
کله چې د سویس کانال لاره پرانستل شوه او بريتانیا ورباندې واک ترلاسه کړ، نو د خلیج د سوداګریزې لارې اهمیت کم شو او بريتانیا نور د خپلې سمندري لارې د ساتنې اړتیا نه لیدله. په همدې موده کې بريتانیا ته دا ډول خبرونه هم ورسېدل چې دا امارات له بريتانیا څخه د بغاوت پلانونه جوړوي. د دې کار د مخنیوي لپاره، بريتانیا په ۱۸۹۲ کال کې له دغو اماراتو سره بل تړون لاسلیک کړ چې له لارې یې دا امارات په مستقیم ډول د بريتانیا تر ولکې لاندې راغلل. په دغه تړون کې درې ټکي وټاکل شول چې دا امارات:
• له بريتانیا پرته له بل هېڅ ځواک سره هېڅ ډول تړون نه شي کولی او نه هم ورسره کومه اړیکه ساتلی شي.
• د بريتانوي حکومت له اجازې پرته د بل هېڅ حکومت استازي ته په خپله خاوره کې د اوسېدو اجازه نه شي ورکولی.
• له بريتانوي حکومت پرته د خپلې خاورې یو انچ ټوټه هم په هېڅ ډول (که د پلورلو، ګاڼه/ګرو اېښودلو یا هرې بلې لارې وي) د هېڅ کوم بهرني عنصر ولکې ته نه شي سپارلی.
کله چې د تېلو د موندلو کارونه پیل شول، نو بريتانیا په دغه تړون کې دا زیاتوالی هم راوست چې دا امارات به د بريتانوي حکومت له اجازې پرته له هېڅ بهرني شرکت سره د طبیعي سرچینو د راایستلو تړونونه نه لاسلیک کوي.
د بريتانوي راج پاى
تر ۱۹۶۶ کال پورې د بريتانیا واکمني داسې کمزورې شوې وه چې نور یې نه شو کولی د دغو اماراتو اداره پر مخ بوځي او نه یې هم په دغه سیمه کې د بريتانوي ځواکونو د ساتلو لګښت پوره کولی شو. له همدې امله، لومړی د ۱۹۶۸ کال په جنورۍ کې او بیا په پرېکنده ډول د ۱۹۷۱ کال په مارچ کې بريتانیا له دغو اماراتو سره د خپلو تړونونو د پاى ته رسولو او د هغوی د «متصالح ساحلي ریاستونو» د حیثیت د ختمولو اعلان وکړ. د دغه اعلان له مخې، دا تړونونه د ۱۹۷۱ کال په دسمبر کې پاى ته رسېدونکي وو.
د بريتانیا له دغه اعلان څخه څو ورځې وروسته، د ابوظبۍ امیر شیخ زاید بن سلطان آل نهیان له بريتانويانو وغوښتل چې پر خپلو تړونونو ولاړ پاتې شي او په بدل کې یې وړاندیز وکړ چې په اماراتو کې د بريتانوي ځواکونو د ساتلو ټول لګښتونه به دا امارات په خپله پر غاړه واخلي. خو بريتانیا د دغه وړاندیز له منلو څخه ډډه وکړه. تر دې وروسته، د دغو ټولو اماراتو او د قطر او بحرین شیوخ (په دغو اماراتو کې د امارت مشر ته شیخ ویل کېږي) سره کېناستل او د نوو اماراتو (اووه متصالح ساحلي ریاستونه، قطر او بحرین) د یو ګډ او متحد نظام پر جوړولو غور پیل شو. خو د څو میاشتو له تېرېدو سره سره، د دغه اتحاد د بڼې او تګلارې پر سر د دوی ترمنځ موافقه ونه شوه. بحرین له دغه بهیر څخه جلا شو او د ۱۹۷۱ کال په اګست کې یې خپله خپلواکي اعلان کړه، په داسې حال کې چې قطر د ۱۹۷۱ کال په سپتمبر کې خپله خپلواکي اعلان کړه.
پاتې اوو اماراتو ته د خطر د جديت احساس هغه وخت وشو کله چې د تړون له پای ته رسېدو څخه یوه ورځ وړاندې، ایران د آل قاسمي تر ولکې لاندې ټاپوګانو باندې برید وکړ او د «طنب» ټاپوګان یې ونیول. په داسې حال کې چې د بريتانیا یوه جنګي بېړۍ هم هلته نږدې موجوده وه، خو هغې د ایران د سمندري ځواک د مخنیوي هېڅ هڅه ونه کړه. تر دې وروسته د ایران سمندري ځواک د «ابوموسی» ټاپو لور ته پرمختګ کاوه، چې د شارجه امیر شیخ خالد بن محمد القاسمي له ایران سره تړون لاسلیک کړ او د ابوموسی ټاپو یې ایران ته په کلني ډول د درې میلیونه ډالرو په بدل کې په اجاره ورکړ. بل لور ته، سعودي عربستان هم د ابوظبۍ په پولو کې پر پرتو سیمو باندې د ملکیت دعوه وکړه.
د عربي متحده اماراتو رامنځته کېدل
د تړون له پای ته رسېدو څخه یوه ورځ وروسته، د ۱۹۷۱ کال د دسمبر پر ۲مه، له راس الخیمه پرته نور شپږو ریاستونه سره یوځای شول او د «عربي متحده اماراتو» د رامنځته کېدو اعلان یې وکړ او د ابوظبۍ امیر شیخ زاید بن سلطان آل نهیان د دغه اتحاد مشر وټاکل شو. د ۱۹۷۱ کال د دسمبر پر ۱۰مه، راس الخیمه هم د عربي متحده اماراتو برخه وګرځېده.
دا ټول شالید په مستقیم ډول له اسرائیلو سره د متحده عربي اماراتو د اړیکو سره کوم تړاو نه لري، خو د بیانولو موخه یې دا وه چې که نن ورځ متحده عربي امارات له اسرائیلو سره دومره زیاتې اړیکې پالي او په پوره بې شرمۍ د فلسطین مسئله له پامه غورځوي او یوازې خپلو کورنیو ګټو ته اهمیت ورکوي، نو دا کومه د حیرانتیا خبره نه ده؛ په دغو اماراتو کې د غیرت او ننګ ماده پخوا هم نه وه، که په آل قاسمي کې څه لږه وه هم، هغه هم د نورو اماراتو د بې وفایۍ په پایله کې د ترلاسه شوې ماتې وروسته له منځه لاړه.
شيخ زايد بن سلطان آل نهيان (۱۹۷۱ز تر ۲۰۰۴ز)
شيخ زايد د نورو عربي پاچاهانو په پرتله یو لیبرال واکمن ګڼل کېده. هغه له هماغه پیله خصوصي رسنیو ته د ازاد کار کولو اجازه ورکړه. پر هغوی یوازې دومره بندیز و چې د شیخ زايد او د واکمنې کورنۍ پر ضد به څه نه وايي. ټولو مذهبونو ته اجازه وه چې په ښکاره توګه خپل عبادات ترسره کړي او د جزیرة العرب په پولو کې له شتون سره سره هغوی ته د خپلو عبادت ځایونو د جوړولو پوره اجازه وه. پر دې سربېره، د ښځو په اړه هم هغه د لیبرالو افکارو خاوند و. هغه د خپلې واکمنۍ په پیل کې د «العین پوهنتون» بنسټ کېښود چې هلته د ګډو زده کړو (مخلوط تعلیم) نظام و او دا په ټوله سیمه کې په خپل ډول لومړی پوهنتون و. د دې ترڅنګ، هغه واک ته له رسېدو سره سم په دولتي ادارو کې د کار او دندې دروازې د ښځو پر مخ پرانستلې.
د عرب او اسرائیلو څلورمه جګړه او د تېلو پر صادراتو بندیز
د متحده عربي اماراتو له جوړېدو سره سم، دا هېواد د عربي ټولنې (عرب لیګ) غړی هم شو. له هغه یو څه موده وروسته په ۱۹۷۳ کال کې د عرب او اسرائیلو څلورمه جګړه پیل شوه. د دغې جګړې پر مهال شیخ زاید اسرائیل د عربو دښمن هېواد اعلان کړ. د سعودي عربستان د پاچا شاه فیصل په وړاندیز، د عربي پټرولیم سازمان اوپیک په دغه جګړه کې له اسرائیلو سره د پوره مرستې کونکو دواړو هېوادونو، امریکا او نیدرلینډ باندې د تېلو صادرات بند کړل او د نورو لوېدیځو هېوادونو لپاره یې هم د تېلو بیې څلور چنده زیاتې کړې. شیخ زاید هم د دغه بندیز ملاتړ وکړ او په دې موقع یې وویل چې «عربي تېل تر عربي وینې زیات ارزښتمن نه دي». دا بندیز تر پنځو میاشتو پورې دوام وکړ؛ له هغه وروسته کله چې د امریکا په منځګړیتوب د مصر او اسرائیلو ترمنځ خبرې اترې پیل شوې او اوربند وشو، نو اوپیک دا بندیز بېرته لیرې کړ.
د اسرائیلو په اړه په تګلاره کې د نرمښت پیل
په ۱۹۷۹ کال کې دوې داسې پېښې رامنځته شوې چې په راتلونکي وخت کې د متحده عربي اماراتو په ګډون د ټولو عربي هېوادونو لپاره د اسرائیلو په اړه د دوی په فکر کې د بدلون لامل شوې.
له هغو څخه لومړۍ پېښه د مصر او اسرائیلو د رسمي اړیکو رامنځته کېدل وو، چې په پایله کې یې له عرب لیګ څخه د مصر غړیتوب وځنډول شو، خو د اتیایمې (۸۰) لسیزې تر پایه مصر نه یوازې په عرب لیګ کې خپل غړیتوب بېرته ترلاسه کړ، بلکې د اسرائیلو په اړه یې د عربي هېوادونو د فکر زاویه هم بدله کړه.
بل لور ته، په همدې ۱۹۷۹ کال کې په ایران کې د خمیني انقلاب راغی او خمیني په راتلونکو کلونو کې په ښکاره توګه خپلې ارادې څرګندې کړې چې ایران په عربي هېوادونو کې هم د ورته انقلاب غوښتونکی دی او غواړي د عربي پاچاهیو تختونه نسکور کړي. د دغه ګواښ له امله عربي واکمنان د خپل واک او عیاشیو په اړه اندېښمن شول او له دې امله چې دا عربي ریاستونه له عثماني خلافت څخه تر جلا کېدو وروسته د تل لپاره د نړیوالو قدرتونو غلامان پاتې شوي وو او د هغوی په لاس جوړ شوي وو، نو هغوی خپل خوندیتوب او عافیت هم د امریکا تر سیوري لاندې لیدلو؛ او له دې امله چې د امریکا د خوښۍ لاره له اسرائیلو څخه تېرېږي، نو ځکه دغو هېوادونو هم د اسرائیلو په اړه پر خپلو تګلارو بیا کتنه وکړه.
همدا لامل و چې په اتيايمه (۸۰) لسیزه کې اسرائیلي سوداګر د یو دریم هېواد د پاسپورټ له لارې د سوداګرۍ لپاره د دوبۍ د الماسو بازار ته راتلل او په دې پروسه کې د متحده عربي اماراتو د حکومت لخوا ورسره همکاري کېدله. د دغو سوداګرو تر څنګ د پردې تر شا دیپلوماتیک او د استخباراتو کارکوونکي هم راتلل او د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره یې پټې کتنې کولې. په دې توګه له اتیایمې لسیزې راهیسې د متحده عربي اماراتو او اسرائیلو د حکومتونو او استخباراتي ادارو ترمنځ د پټو اړیکو پیل شوی و.
د خلیج په لومړۍ جګړه کې د متحده عربي اماراتو رول
لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه چې عربي ریاستونو له بريتانیا وروسته امریکا خپل بادار ګرځولی و، نو دا معامله له بريتانیا څخه د ټولو خپلواکو شویو اسلامي هېوادونو سره وه؛ توپیر یې یوازې دا و چې پرمختلونکي غیر عربي هېوادونه د بېلګې په توګه که د پاکستان په څېر هېوادونه د امریکا غلامي کوي، یا د هغې چاپلوسي کوي، یا د امریکا او یا بل چا په ویلو خپل پوځونه تر کوم ښکلي شعار لاندې په اجاره کرايه ورکوي، نو د هغه په بدل کې هغوی د کومې بخششۍ هیله لري. خو د دغو عربي ریاستونو معامله داسې نه ده؛ هغوی یوازې د امریکا غلامان نه دي جوړ شوي، بلکې هغوی امریکا نږدې نږدې خپل خدای جوړ کړی دی؛ هغوی له امریکا څخه د بخششۍ غوښتونکي نه وي، بلکې برعکس خپل مالونه پر امریکا باندې بې دریغه مصرفوي.
د دې بېلګه د ۱۹۹۰ کال د خلیج لومړۍ جګړه ده. د خلیج په لومړۍ جګړه کې امریکا د ۴۲ هېوادونو له پوځونو څخه جوړ یو متحد پوځ رامنځته کړ چې په جګړه کې یې برخه واخیسته. په دغه متحد پوځ کې د متحده عربي اماراتو پوځ هم شامل و. پر دې سربېره، اماراتو ابوظبۍ ته نږدې خپله د «الظفره هوايي اډه» په دایمي ډول امریکا ته وسپارله چې تر نن ورځې پورې له امریکا سره ده او په هر وخت کې ورباندې درې نیم زره امریکایي سرتېري مېشت وي.
د الظفره هوايي اډې ترڅنګ، د خلیج لومړۍ جګړې پر مهال اماراتو امریکا ته د ابوظبۍ د «مینا زاید بندرګاه»، د فجیره د سمندري اډې (نیول بیس)، د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر او د شارجه نړیوال هوايي ډګر د کارولو پوره او خلاصه اجازه ورکړې وه. له دغو څخه هم د مینا زاید بندرګاه او د فجیره سمندري اډه په ۲۰۰۸ کال کې په دایمي توګه امریکا ته وسپارل شوې.
دا خبره یوازې دلته پای ته ونه رسېده، بلکې د خلیج د لومړۍ جګړې ټول لګښت چې شاوخوا یو شپیته (۶۱) ملیارده ډالره کېږي، نږدې ټول یې عربي هېوادونو پر غاړه واخیست چې له هغې جملې څخه شپاړس (۱۶) ملیارده ډالره یوازې متحده عربي اماراتو ورکړل.
د اوسلو د خبرو اترو پردې تر شا پټې کتنې
لکه څنګه چې ټول پوهېږي، اسرائیل که څه هم په اصل کې د بريتانیا ناقانونه اولاد دی او امریکا د زوی په توګه منلی دی، خو بیا هم د هغې تر ټولو ګران او یوازېنی نازولی اولاد دی؛ د هغې د هرې غوښتنې پوره کول او د هغې د ناز او نخرو پورته کول امریکا خپله لومړنۍ او تر ټولو مهمه دنده ګڼي، که څه هم د دې کار لپاره امریکا اړه شي چې د خپلو خلکو له خولې څخه ګوله (ډوډۍ) هم وباسي. له همدې امله، دا ناشونې ده چې یو څوک دې د امریکا پر وړاندې سر ټیټ کړي، د هغې غلام وي او یا د هغې د خوښۍ او رضایت غوښتونکی وي خو له اسرائیلو سره دې دښمني وساتي، د فلسطین له مسئلې سره دې مخلص وي او یا دې لږ تر لږه د وخت په راتلو سره د فلسطین د آرمان په شا کې د چاقو له وهلو څخه ډډه وکړي.
همدا لامل دی چې کله د خلیج له جګړې وروسته امریکا د اسرائیلو او فلسطین د شخړې د حل لپاره په اسپانیا کې د «میډریډ کنفرانس» جوړ کړ، چې په راتلونکو کلونو کې یې په پایله کې د اسرائیلو او فلسطین د ازادۍ غوښتونکي سازمان ترمنځ د اوسلو تړونونه لاسلیک شول، نو د امریکا په غوښتنه او اشاره ټولو عربي هېوادونو تر یوې کچې له اسرائیلو سره د اړیکو پرانیستل پیل کړل.
د اوسلو د تړونونو د خبرو اترو پر مهال، کله چې په واشنگټن کې د اسرائیلو او پی ایل او د پلاوو ترمنځ کتنې کېدلې، نو د هغې پردې تر شا د امریکا په منځګړیتوب د متحده عربي اماراتو او اسرائیلو د پلاوو ترمنځ هم کتنې پیل شوې. په دغو کتنو کې نه یوازې د متقابلې سوداګرۍ پر پراخولو موافقه وشوه، بلکې له همدې ځایه د ایران په ګډون د ګډو دښمنانو پر ضد د پټو اړیکو بنسټ هم کېښودل شو.
د F-16 الوتکو د پېرلو لپاره د «اسرائیلو اجازه»
په ۱۹۹۴ کال کې متحده عربي اماراتو غوښتل له امریکا څخه F-16 جنګي الوتکې وپېري او امریکا هم دې کار ته چمتو وه، خو دواړه هېوادونه په دې وېره کې وو چې «هسې نه اسرائیل خپه شي». کله چې امریکايي چارواکو په واشنګټن کې د اسرائیلو سفارت ته دا خبر ورکړ، نو هلته موجود دیپلومات جیریمي اساکروف (چې وروسته په جرمني کې د اسرائیلو سفیر و) ځواب ورکړ چې هغه غواړي په دې اړه په مستقیم ډول د اماراتو له پلاوي سره خبرې وکړي ترڅو پوه شي چې «امارات دا امریکايي الوتکې د کومې موخې لپاره کارول غواړي». تر دې وروسته د اماراتو د پلاوي او جیریمي اساکروف ترمنځ لیدنه وشوه او اماراتي پلاوي ډاډ ورکړ چې دوی دا الوتکې د ایران د خطر د مخنیوي لپاره پېري. له هغه وروسته د دوی ترمنځ د ایران پر ضد د همکارۍ په اړه تفصیلي خبرې وشوې، چې په پایله کې یې د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه د متحده عربي اماراتو او اسرائیلو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو شریکول پیل شول. له دغې کتنې وروسته، د اسرائیلو لومړي وزیر اسحاق رابین د کلنټن ادارې ته خبر ورکړ چې دوی اماراتو ته د امریکا لخوا د F-16 الوتکو پر پلورلو هیڅ اعتراض نه لري.
د څېړنیز مرکز بنسټ اېښودل او د هغه د پردې تر شا د یهودي لابي د اماراتو سفر
په همدې ۱۹۹۴ کال کې، د متحده عربي اماراتو اوسني مشر او د هغه وخت د اماراتي ځواکونو د درستیزوال (چیف آف سټاف) محمد بن زاید په ابوظبۍ کې د یو څېړنیز مرکز Emirates Center for Strategic Studies and Research (ECSSR)بنسټ کېښود. که څه هم په رسمي ډول د دغې ادارې د جوړېدو موخه د ملي، سیمه ییزو او نړیوالو مسائلو په اړه څېړنه او د ستراتیژیکو تحلیلونو وړاندې کول ښودل شوي وو چې له لارې یې متحده عربي امارات خپله تګلاره وټاکي، خو د دغه ښکاره هدف تر شا اصلي موخه د دغه پلیټ فارم تر پردې لاندې اماراتو ته د اسرائیلي پلاوو راغوښتل او له هغوی سره خبرې اترې کول وو.
د دغې ادارې له جوړېدو څخه لږه موده وروسته، محمد بن زاید د همدې ادارې د پلیټ فارم له لارې په امریکا کې د یهودي لابي بااغېزه کسان اماراتو ته راوبلل او ورسره یې تفصیلي لیدنه وکړه. په دغه کتنه کې هغه خپله دا هیله یو ځل بیا څرګنده کړه چې هغه د ایران پر ضد له اسرائیلو سره د اتحاد غوښتونکی دی. په همدې ناسته کې محمد بن زاید ویلي وو:
«زه دا تصور کولی شم چې موږ له اسرائیلو سره یوځای د ایران پر ضد په ګډو سنګرونو کې جګړه کوو.»
په نومبر ۲۰۰۴ز کال کې د شیخ زاید بن سلطان آل نهیان تر مړینې پورې په راتلونکو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې کوم ښکاره بدلون رانغی او د هغوی پټې سوداګریزې اړیکې، د استخباراتي معلوماتو شریکول او پټې کتنې په همدې ډول روانې وې.
خلیفه بن زاید آل نهیان (۲۰۰۴ز تر ۲۰۲۲ز)
په ۲۰۰۴ز کال کې د زاید بن سلطان آل نهیان له مړینې وروسته د هغه زوی خلیفه بن زاید آل نهیان د متحده عربي اماراتو مشر شو، چې تر هغه وروسته له اسرائیلو سره د اماراتو په اړیکو کې ښکاره بدلونونه رامنځته کېدل پیل شول.
د لبنان دویمه جګړه ۲۰۰۶ز
په ۲۰۰۶ز کال کې کله چې د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ د لبنان دویمه جګړه پېښه شوه، نو متحده عربي اماراتو په ښکاره ډول د حزب الله غندنه وکړه او هغه یې د جګړې مسئول وباله. متحده عربي اماراتو له سعودي عربستان، مصر، اردن، کویټ، عراق، فلسطیني ادارې او بحرین سره په ګډه یو بیان خپور کړ چې په کې یې د حزب الله اقدامات نامناسب، غیر مسئولانه او د عربي ګټو پر ضد وبلل. پر دې سربېره، په دغه بیان کې حزب الله د سیمې د ثبات لپاره یو ګواښ معرفي شو. متحده عربي اماراتو په دغه بیان کې وویل چې د حزب الله اقداماتو ټوله عربي سیمه له بېځایه خطر سره مخ کړې ده او دا یې هم وویل چې د اسرائیلو د تېري اصلي مسئول په خپله حزب الله دی.
د ویکي لیکس اسناد: په ۲۰۰۷ ز کال کې له امریکايي پلاوي سره د محمد بن زاید لیدنه
د ویکي لیکس لخوا په افشا شویو مشهورو امریکايي پټو دیپلوماتیکو اسنادو کې، یو سند د امریکايي چارواکو او د هغه وخت د وليعهد محمد بن زاید ترمنځ د پټې کتنې په اړه دی.
دا پټه لیدنه د ۲۰۰۷ ز کال د جنورۍ پر ۲۲مه په ابوظبۍ کې وشوه، چې په امریکايي پلاوي کې د سیاسي چارو معین نیکولس برنز او د منځني ختیځ لپاره د امریکا سفیر جیمز جیفري شامل وو، په داسې حال کې چې د اماراتو له لوري د اماراتو وليعهد محمد بن زاید آل نهیان او د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان په کې ګډون درلود.
د ایران په اړه:
خبرې اترې محمد بن زاید د تهران د خپل سفر د راپور په ورکولو سره پیل کړې او ویې ویل چې ده ته «دا خبره خورا خندونکې او عجیبه ښکاره شوه چې په ایران کې ډېری خلک په دې باور دي چې امریکا له ایران سره جګړه غواړي». پر ایران د لګول شویو بندیزونو په اړه نیکولس برنز وپوښتل چې: «آیا ایران ته سم پیغام رسېدلی او آیا هغوی ځان یوازې احساسوي؟» پر دې محمد بن زاید وویل: «تر ډېره بریده هو، خو لا تر اوسه کار نه دی بشپړ شوی. زه داسې نه ګڼم چې ایران دې اوس هم ځان بشپړ یوازې احساس کړي». محمد بن زاید زیاته کړه چې هغه «ډېر خوښ شو چې فرانسې تهران ته خپل سفر لغوه کړ؛ په ګاونډ کې د منځني ختیځ د کوم هېواد د کوم وزیر سفر کول یو څه دي او د کوم اروپايي هېواد د استازي سفر کول بالکل بېله خبره ده». نیکولس برنز دا نظر څرګند کړ که په ایران کې د رفسنجاني حکومت واک ته ورسېږي، نو هغوی د اټومي هوکړې لاسلیکولو ته چمتو کېدای شي، د دې په ځواب کې محمد بن زاید وویل: «دا توپیر نه کوي چې خلک په خپلو رایو سره څوک د هېواد د چلولو لپاره ټاکي، ایران غواړي د سیمې زبرځواک شي او اټومي وسلې غواړي او تر هغه وخته به ارام نه کښېني تر څو چې اټومي وړتیا او صلاحیت یې نه وي ترلاسه کړی». محمد بن زاید دا هم زیاته کړه چې هغه غواړي «له ایران سره ژر تر ژره نښته وشي او په دې کار کې باید ځنډ ونه شي».
بیا یې سمدستي وضاحت ورکړ او ویې ویل: «زما د خبرې معنی خامخا دا نه ده چې پوځونه دې کوز کړای شي (پوځي مداخله دې وشي)». د محمد بن زاید په وینا، امریکا ایران ته هومره سخت پیغام نه لېږي څومره چې پکار دی او ویې ویل چې د ایران پر ضد «د سختو ګامونو پورته کول خورا اړین دي؛ ډېری ایرانیان شمالي کوریا ته تګ راتګ کوي او په پای کې به موږ ته دا خبر راځي چې ایران اټومي ازموینې ترسره کړې دي». نیکولس برنز د دې په ځواب کې وویل چې اسرائیلیان هم پدې مسئله کې له تاسې سره موافق دي، خو سره له دې چې موږ پر ایران د فشار زیاتولو اړتیا لرو، امریکا جګړه نه غواړي، که څه هم موږ باید ایران دې ته قانع کړو چې خپل فکر بدل کړي. د دې په ځواب کې محمد بن زاید وویل:
«لوېدیځ به یوازې هغه وخت کوم ګام پورته کړي کله چې شهاب توغندي وتوغول شي او هغوی ته خطر احساس شي، خو د خلیج هېوادونه ایران ته د یو دایمي خطر په توګه ګوري. او زه داسې نه انګېرم چې ایران به له تاسې سره خبرې اترې وکړي. تاسې باید داسې یو چا ته چیلنج ورنه کړئ چې د له لاسه ورکولو لپاره څه نه لري.»
د دیموکراسۍ او ټاکنو په اړه:
له هغه وروسته موضوع په متحده عربي اماراتو کې د ازادو ټاکنو د ترسره کېدو لور ته لاړه. د دې په ځواب کې محمد بن زاید وویل چې امریکا په فلسطین کې د ازادو ټاکنو په پایله کې د حماس د ګټلو له لیدلو وروسته هم ولې په منځني ختیځ کې د ټاکنو ملاتړ کوي؟ د هغه په وینا، که موږ سوله غواړو، نو هغه د ټاکنو د دودولو او ترویج ورکولو قایل نه دی. هغه وویل:
«منځنی ختیځ کالیفورنیا نه دی. د سپتمبر له یوولسمې وروسته نړۍ کې، په هر اسلامي هېواد کې به تاسې ته ورته پایلې مخې ته راشي … د منځني ختیځ خلک به د خپل زړه غږ اوري او په پراخه کچه به د الاخوان المسلمون، حزب الله او حماس په څېر جهادیانو ته رایې ورکړي. د دغه وضعیت د ښه کولو لپاره زده کړو او تعلیم ته اړتیا ده. او د دې پروسې لپاره له پنځه ویشتو څخه تر پنځوسو کلونو پورې وخت لګېدای شي ترڅو دا کلتوري تمایل او رجحان بدل کړای شي. د ابوظبۍ په لوېدیځه برخه کې د اماراتو حکومت له ۲۶۲ تش په نامه «طالباني قرآني مدرسو» څخه ۸۰ سلنه تړلې دي. دا هغه مدرسې دي چې په هغو کې د خپلو زامنو له استولو څخه هېڅ اماراتی انکار نه کوي.»
د دې په ځواب کې نیکولس برنز وویل چې ټول امریکايي حکومتونه دیموکراسۍ ته ترویج او پراختیا ورکوي خو په بېلابېلو هېوادونو کې یې تګلاره توپیر لري. هغه وویل چې امریکا هېوادونو ته تفصیلي کاري نقشه نه غواړي ورکړي، بلکې دا هېوادونه باید د دیموکراتیک راتلونکي په لور خپله لاره په خپله پیدا کړي.
د دې په ځواب کې محمد بن زاید وویل:
«په منځني ختیځ کې د ازادو ټاکنو معنی به دا وي چې امریکا به په ورځني ډول د ۱۷ میلیونه بېرله تېلو د ترلاسه کولو لپاره کومه بله سیمه لټوي.»
هغه زیاته کړه چې په عراق کې د ټاکنو پایلې ویجاړونکې وې. په پایله کې یې اسلامي بنسټپالنې او د ایران تر ملاتړ لاندې جهادیانو وده وکړه. هغه دا هم وویل چې هغه «د متحده عربي اماراتو په اړه اندېښمن نه دی، د ایرانیانو لپاره دلته د پښو اېښودل خورا ګران دي، خو موږ به د لبنان او فلسطین په څېر عربي هېوادونه د ایران په لاس له لاسه ورکړو. شکر دی په مصر کې حسني مبارک شته، چې د آل نهیان کورنی ملګری دی. خو که په مصر کې ازادې ټاکنې وشي، هغوی به الاخوان المسلمون وټاکي.» د محمد بن زاید په وینا، درې واړه داسې لوی اسلامي هېوادونه شته چې دا خطر په کې شتون لري: مصر، سعودي عربستان او پاکستان.
محمد بن زاید زیاته کړه چې هېواد ټاکنو ته د چمتو کولو او د دې جوګه کولو لپاره لا لږ تر لږه شلو کلونو ته اړتیا ده. د هېواد حال دا دی چې زموږ د وسله والو ځواکونو له شپېته زره پوځیانو څخه به پنځوس یا ۸۰ سلنه داسې وي چې له مکې څخه د کوم سپېڅلي سړي غږ ته به سمدستي لبیک ووایي. هغه دا هم زیاته کړه چې که زه اوس پر ځینو موضوعاتو په ښکاره خبرې پیل کړم، نو زما خپل خلک به ما سنګسار کړي. هغه وویل چې موږ د دغې مسئلې پر تعلیمي اړخ کار کوو او د دولتي تعلیمي ادارو خصوصي کول کوو او زموږ هدف دا دی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې دلته له تش په نامه «طالباني قرآني مدرسو» څخه یوه هم پاتې نه شي.
د حماس او حزب الله په اړه
د حماس په اړه د خبرو پر مهال محمد بن زاید وویل چې تر څو چې حماس شتون لري سوله نه شي قائمېدلی، او د حزب الله په اړه یې وویل چې دا ډله خورا خطرناکه ده او اسرائیلو ته یې ډېر زیان رسولی دی. پر دې نیکولس برنز وویل چې دا موضوع باید د خلیج د همکارۍ شورا په غونډه کې راپورته شي ترڅو د ایران او حزب الله په څېر د توندلارو ډلو د مهارولو لپاره په ګډه کار وشي او محمد بن زاید په ځواب کې وویل چې امارات یوازې د بحرینیانو، سعوديانو او اردنیانو پر وړاندې په ښکاره خبرې کولی شي.
د امریکايي یهودي سازمانونو د مشرانو د ابوظبۍ د سفر په اړه:
نیکولس برنز په پای کې په امریکا کې د لویو یهودي سازمانونو د مشرانو د یو پلاوي د ابوظبۍ د سفر په اړه وپوښتل، نو د محمد بن زاید سلاکار یوسف العتیبه وویل چې دا سفر باید فی الحال وځنډول شي؛ ځکه په دې وروستیو کې په مشهورې امریکايي یهودي اونیزې ورځپاڼې «دي فارورډ» کې مارک پیرل مین د دغه سفر په اړه لیکلي دي چې له امله یې امنیتي اندېښنې پیدا شوې دي. یوسف العتیبه زیاته کړه چې دغه پلاوي دا ګام د متحده عربي اماراتو د هغې مشورې خلاف اخیستی دی چې ویلي یې وو دا سفر باید پټ وساتل شي او تبلیغات ورته ونه شي. پر دې نیکولس برنز وویل چې ما په اسرائیلو کې د دغې ډلې له خلکو سره لیدلي و او هغوی د دغه سفر په اړه ډېر خوښ وو او زیاته یې کړه چې هغه خوښ دی چې دا سفر یوازې ځنډول شوی دی، لغوه شوی نه دی. چې پر دې محمد بن زاید د متحده عربي اماراتو د مذهبي روادارۍ د تګلارو وضاحت وکړ او په پای کې یې وویل:
«متحده عربي امارات اسرائیلو ته د یو دښمن په توګه نه ګوري.»
د ایران او امریکا د احتمالي اټومي هوکړې پر وړاندې ګډ دریځ
د ۲۰۰۹ ز کال په جنورۍ کې کله چې اوباما د امریکا ولسمشر شو، نو سمدستي وروسته یې ایران ته د خبرو اترو بلنه ورکړه. تر دې وروسته په امریکا کې د اسرائیلو سفیر سیلای میرېډور او په امریکا کې د اماراتو سفیر یوسف العتیبه د منځني ختیځ لپاره د امریکايي حکومت له مشاور ډینس راس سره لیدنه وکړه، چې هلته دواړو سفیرانو په ګډه غوښتنه وکړه چې امریکا باید د ایران د اټومي پروګرام او په سیمه (عراق، لبنان او فلسطین) کې د هغه د مداخلې پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي. په دغه لیدنه کې وویل شول چې د ایران اټومي وړتیا نه یوازې د اسرائیلو، بلکې د ټول خلیج ثبات له خطر سره مخ کوي. دا لومړی ځل و چې اسرائیلو او متحده عربي اماراتو په دې ډول په ښکاره او ګډه توګه یو دریځ غوره کړ.
په دوبۍ ټینس ټورنمنټ کې د اسرائیلي لوبغاړي ګډون
په ۲۰۰۹ ز کال کې د دوبۍ ټینس چیمپینشپ پر مهال، متحده عربي اماراتو اسرائیلي ټینس لوبغاړي اینډي رام ته په ټورنمنټ کې د ګډون اجازه د یوې ځانګړې ویزې په بڼه ورکړه. دا په تاریخ کې لومړی ځل و چې یو اسرائیلی لوبغاړی په متحده عربي اماراتو کې د لوبېدلو لپاره داخل شو.
د اسرائیلي وزیر په مشرۍ د اسرائیلي پلاوي ابوظبۍ ته راتګ
د ۲۰۱۰ ز کال په جنورۍ کې متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د نړیوالې نوې کېدونکې انرژۍ ادارېRENA) ) د مرکزي دفتر د جوړېدو کنفرانس جوړ کړ. او په دغه کنفرانس کې اسرائیلي پلاوي ته هم بلنه ورکړل شوې وه. د دغه اسرائیلي پلاوي مشري د ملي بنسټونو په چارو کې د اسرائیلو وزیر اوزي لینډاو کوله، په داسې حال کې چې په دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت او د انرژۍ له برخې سره تړلي افسران هم شامل وو. دا لومړی ځل و چې د اسرائیلو کوم حکومتي پلاوي، په ځانګړې توګه داسې یو پلاوی چې مشري یې یوه اسرائیلي وزیر کوله، د متحده عربي اماراتو رسمي سفر وکړ.
د موساد په لاس په دوبۍ کې د حماس د مشر شهادت
تر دغه سفر درې ورځې وروسته، اسرائیلي موساد د حماس یو مهم مشر او د قسام څانګې له بنسټ اېښودونکو غړو څخه یو غړی محمود المبحوح د دوبۍ په یوه هوټل کې شهید کړ. د راپورونو له مخې، په دغه کار کې په دوبۍ کې د موساد ۲۹ غړو برخه اخیستې وه، چې د بريتانیا، آیرلنډ، فرانسې، جرمني، آسترالیا او نورو اروپايي هېوادونو په پاسپورتونو دوبۍ ته راغلي وو. د دغه اقدام له امله متحده عربي امارات له یو ستونزمن حالت سره مخ شول، چې په پایله کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د لنډ وخت لپاره ترینګلې شوې.
خو په ۲۰۱۱ز کال کې د عرب پسرلي پیل کېدو دواړه هېوادونه بېرته سره نږدې کړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي همکاري او د استخباراتي معلوماتو شریکول لا زیات شول.
له اماراتي وزیر خارجه سره د نتن یاهو لیدنه
په ۲۰۱۲ز کال کې د اسرائیلو لومړي وزیر نتن یاهو د اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان سره پټه لیدنه وکړه. دا لیدنه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې پر مهال وشوه، کله چې دواړه مشران په نیویارک کې وو. دا لیدنه داسې پټه ساتل شوې وه چې د «لوئر رجنسي هوټل» کې د نتن یاهو په ځانګړي سوېټ (خونه) کې ترسره شوه؛ د لیدنې لپاره د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید او په امریکا کې د اماراتو سفیر یوسف العتیبه د هوټل زیرزمیني پارکینګ ته ننوتل او له هغه ځایه د ځانګړي خدماتي لېفټ له لارې پورته ورسېدل. په دغه لیدنه کې له نتن یاهو سره د هغه د ملي امنیت مشاور یعقوب امیدرور او پوځي سکرتر تورن جنرال جوهانن لاکر هم شتون درلود. پدې لیدنه کې دواړو مشرانو د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې پر ګډې کاري تګلارې هوکړه وکړه.
اماراتو په هوايي لاره کې د اسرائیلي بېپيلوټه الوتکو د الوتنې اجازه
په ۲۰۱۳ ز کال کې متحده عربي اماراتو په پټه توګه د اسرائیلو هوايي ځواک ته اجازه ورکړه چې خپلې بېپيلوټه الوتکې د اماراتو په هوايي حدودو کې والوزوي، ترڅو اسرائیل وکولی شي د ایران د اټومي تاسیساتو، د توغندیو د ازموینو او د هغوی د بحري بېړیو څارنه وکړي. په دې کار سره اسرائیل د دې جوګه شو چې په مستقیم ډول د ایران خاورې ته له ننوتلو پرته، د اماراتو له حدودو څخه په خوندي توګه د ایران جاسوسي وکړي.
محمد بن زاید آل نهیان (۲۰۱۴ز تر ۲۰۲۲ز – ۲۰۲۲ز تر اوسه)
په جنوري ۲۰۱۴ز کال کې خلیفه بن زاید آل نهیان د زړه د حملې ښکار شو چې تر هغه وروسته هغه د هېواد له چارو لیرې شو. له هغه وخته د خلیفه بن زاید تر مړینې پورې، وليعهد محمد بن زاید په عملي توګه د متحده عربي اماراتو واکمن و. د محمد بن زاید لخوا د واک د چارو په لاس کې اخیستلو سره سم له اسرائیلو سره د متحده عربي اماراتو په اړیکو کې خورا ګړندیتوب راغی.
د محمد بن زاید د دورې مهمې پېښې
د محمد بن زاید لخوا د حکومت په لاس کې اخیستلو سره سم د اسرائیلو او اماراتو اړیکې په داسې چټکۍ سره وړاندې لاړې چې پخوا به په کلونو کې په کې کوم پرمختګ کېده، خو اوس په کال کې څو ځله مهم پرمختګونه رامنځته کېدل چې بالاخره د ابراهامي تړونونو لامل شول. د دغې مودي مهمې پېښې په لاندې ډول دي:
تر ۲۰۱۴ز کال پورې د اسرائیلو او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سوداګرۍ حجم په کلني ډول یو ملیارده ډالرو ته رسېدلی و، چې پنځوس سلنه یې د دفاعي ټکنالوژۍ په برخه کې و. دا ټوله سوداګري د امریکايي او اروپايي هېوادونو په مرسته کېدله ترڅو مستقیمه سوداګري پټه وساتل شي.
په همدې ۲۰۱۴ز کال کې د ابوظبۍ چارواکو په پټه توګه د اسرائیلو د کرنې مشاور اسحاق آیالون ابوظبۍ ته راوباله، ترڅو د اسرائیلي ټکنالوژۍ په مرسته د سبزیو د کښت لپاره د ګرین هاوسونو (شنو خونو) د جوړولو روزنه ورکړي.
په دغه کال کې د تل ابیب او ابوظبۍ ترمنځ یوې شخصي جېټ الوتکې په اونۍ کې دوه ځله الوتنې کولې. دا الوتنې د پټو سوداګریزو پلاوو او د اسرائیلي حکومتي پلاوو د تګ راتګ لپاره چلول کېدې.
په همدې کال کې متحده عربي اماراتو له اسرائیلو څخه د ایران د جاسوسۍ او څارنې لپاره بېپيلوټه الوتکې او جاسوسي وسایل وپېرل. په ډرون الوتکو کې «هیرون ټي پي» او «آربیټر تري» ډرون شامل وو، په داسې حال کې چې د جاسوسۍ په وسایلو کې د «فالکن آيي» د څارنې سیستم هم شامل و چې په ۲۰۱۵ز کال کې په ابوظبۍ کې نصب کړای شو. دا په لویه کچه د څارنېMass Surveillance) ) یو سیستم دی چې د خلکو د څارنې او د څېرې پېژندنېFacial Recognition) ) په څېر وړتیاوې لري. پر دې سربېره، د الکترونیکي جګړې او استخباراتي سیستمونه هم وپېرل شول چې له ډرون الوتکو سره کارول کېږي او د سګنالونو د استخباراتو Signals Intelligence) ) او د توغندیو په تعقیبولو کې کار ورکوي.
په همدې کال کې متحده عربي اماراتو له اسرائیلي شرکتNSO Group»» څخه د «پیګاسس» په نوم یو جاسوسي اپلیکیشن (سپایویر) هم وپېره، چې د موبایل فونونو د جاسوسۍ لپاره کارول کېږي. متحده عربي اماراتو دا اپلیکیشن د خپلو مخالفینو، د بشري حقونو د فعالانو او د خبریالانو د څارنې لپاره وکاراوه.
په همدې ۲۰۱۴ز کال کې پر غزه باندې د اسرائیلو لخوا له تپل شوې پنځوس ورځنۍ جګړې وروسته، له متحده عربي اماراتو څخه د پنځوسو ډاکټرانو یو ټیم غزې ته ورسېد، چې مصر ورته د تلو اجازه ورکړه؛ سره له دې چې تر دې وړاندې مصر هېڅ یو طبي ټیم ته غزې ته د تلو اجازه نه ورکوله. دا کسان په غزه کې د یوه صحرايي روغتون د جوړولو په نوم راغلي وو، خو ناڅاپه یې یوه ورځ خپل ټول وسایل او سامانونه پرېښودل او له غزې څخه لاړل. په غزه کې د حماس د امنیتي ځواکونو په وینا، دا ټول کسان چې د ډاکټرانو په جامه کې راغلي وو، په اصل کې د متحده عربي اماراتو لخوا د اسرائیلو لپاره د جاسوسۍ په موخه راغلي وو او د دوی هدف د القسام څانګې په اړه د معلوماتو راټولول او د هغوی د توغندیو توغولو د ځایونو موندل وو. له دغو «ډاکټرانو» څخه ځینې یې د متحده عربي اماراتو د مرکزي استخباراتي ادارې لوړپوړي افسران هم وو.
په ۲۰۱۵ز کال کې هم د اسرائیلو او اماراتو ترمنځ د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې او د ایران پر ضد د امنیتي همکارۍ څو پټ تړونونه لاسلیک شول.
متحده عربي اماراتو په یمن کې د حوثیانو پر ضد د سعودي د ایتلاف مشري وکړه او په دې کې د اسرائیلو له بېپيلوټه الوتکو او د څارنې له ټکنالوژۍ څخه کار واخیستل شو، په داسې حال کې چې پر دې سربېره اسرائیلو په پټه توګه د حوثیانو پر ضد استخباراتي همکاري هم چمتو کړه.
په نومبر ۲۰۱۵ز کال کې اسرائیلو په ابوظبۍ کې د نړیوالې نوي کېدونکې انرژۍ ادارېIRENA) ) په مرکزي دفتر کې خپل لومړی دیپلوماتیک دفتر پرانست. دا دفتر په پټه توګه د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې او د ایران ضد استخباراتي معلوماتو د شریکولو په یو پلیټ فارم بدل شو. دا په متحده عربي اماراتو کې د اسرائیلو د رسمي شتون پیل و.
د ۲۰۱۶ ز کال په اګسټ کې د امریکا په نیواډا آیالت کې د اسرائیلو د هوايي ځواک او د متحده عربي اماراتو د هوايي ځواک لخوا ګډ د «ریډ فلیګ»Red Flag) ) په نوم تمریناتي مشقونه ترسره شول. په دغو مشقونو کې د اسپانیا او پاکستان پیلوټانو هم ګډون کړی و. دا تمرینات پټ ساتل شوي وو.
په ۲۰۱۷ ز کال کې د متحده عربي اماراتو او اسرائیلو هوايي ځواکونو د یونان په کوربه توب د «Iniohos 2017 » په نوم په ګډو پوځي تمریناتو کې برخه واخیسته. دا لومړی ځل و چې د دواړو هېوادونو هوايي ځواکونه په یو ډول تمریناتو کې په ښکاره توګه ولیدل شول. په دغو مشقونو کې د متحده عربي اماراتو، اسرائیلو او کوربه هېواد یونان سربېره امریکا او اېټالیا هم ګډون کړی و. دا ګډ پوځي تمرینات په غیر مستقیم ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ ښکارندوی وو.
د ۲۰۱۸ ز کال په مارچ کې په امریکا کې د متحده عربي اماراتو سفیر یوسف العتیبه او په امریکا کې د بحرین له سفیر سره د اسرائیلو لومړي وزیر نتن یاهو لیدنه وکړه. د دغې لیدنې موخه هم د ایران پر ضد د دریو واړو هېوادونو دوه اړخیزه همکاري ښودل کېږي. پر دې سربېره، د ۲۰۱۸ ز کال په اکتوبر کې په امریکا کې د اماراتو له سفیر یوسف العتیبه سره د اسرائیلو سفیر رون ډیمر هم لیدنه وکړه.
دا لیدنه د امریکا د ملي امنیت د یهودي بنسټ (Jewish Institute for National Security of America) په کلنۍ ماښامنۍ کې وشوه.
د ۲۰۱۸ ز کال په سېپتمبر کې متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د اسرائیلو او ترکیې ترمنځ د منځګړي رول ولوباوه او د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ یې د یوې پټې لیدنې زمینه برابره کړه. د دغې لیدنې موخه د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب د دواړو هېوادونو د اړیکو بېرته رغول وو.
په همدې ۲۰۱۸ ز کال د اکتوبر په میاشت کې د اسرائیلو د کلتور او سپورت ښځینه وزیرې میري ریګیف په ابوظبۍ کې د جودو د سیالیو لیدو په موخه له اماراتو څخه لیدنه وکړه. د دغه سفر پر مهال هغه د شیخ زاید جامع جومات د لیدو لپاره هم لاړه. د دغو جودو سیالیو وروسته په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې د اسرائیلو ملي سرود وغږول شو.
په ۲۰۱۸ ز کال کې د اسرائیلو لومړي وزیر نتن یاهو د متحده عربي اماراتو پټ سفر وکړ او له محمد بن زاید سره یې لیدنه وکړه. په دغې لیدنه کې له نتن یاهو سره د موساد مشر یوسي کوهن هم ملګری و.
د ۲۰۱۹ ز کال په جنورۍ کې متحده عربي اماراتو د فوټبال د اسیا د ملتونو جام کوربه توب وکړ. د دغه ټورنمنټ پر مهال متحده عربي اماراتو د اسرائیلو یو رسنیز چینل ته د ژوندي خبري پوښښ اجازه ورکړه.
د ۲۰۱۹ ز کال په اپریل کې متحده عربي اماراتو د «دوبۍ ایکسپو ۲۰۲۰» چمتووالی او تنظیم وکړ او په هغه کې اسرائیلو ته په رسمي ډول بلنه ورکړل شوه. دا لومړی ځل و چې په دولتي کچه اسرائیلو ته له کومې بهانې پرته، په مستقیم ډول متحده عربي اماراتو ته د راتلو بلنه ورکړل شوه.
په همدې کال کې د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید له اسرائیلو سره امنیتي همکاري او پوځي اتحاد په رسمي ډول وپېژانده او ویې مانه.
د ۲۰۱۹ ز کال په دسمبر کې په سپینه ماڼۍ کې د امریکا، اسرائیلو او متحده عربي اماراتو د چارواکو ترمنځ لیدنه وشوه، چې په کې د ایران پر ضد د دریو واړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر زیاتولو موافقه وشوه. په دغه لیدنه کې د اسرائیلو د ملي امنیت مشاور میر بین شبات او په امریکا کې د متحده عربي اماراتو سفیر یوسف العتیبه ګډون کړی و.
د ۲۰۲۰ ز کال د اګسټ پر ۱۳مه د امریکا په منځګړیتوب متحده عربي اماراتو او اسرائیلو د اړیکو د بېرته رغولو د تړون اعلان وکړ، چې د ابراهامي تړونونو په نوم یادېږي.
د ۲۰۲۰ ز کال د سپتمبر پر ۱۵مه په سپینه ماڼۍ کې دغه تړون لاسلیک شو، چې تر هغه وروسته متحده عربي امارات له مصر او اردن څخه وروسته دریم عربي هېواد شو چې اسرائیل په رسمیت پېژني.
تر دې وروسته، د ۲۰۲۱ ز کال په جنورۍ کې اسرائیلو په ابوظبۍ کې خپل سفارت پرانست، چې د هغه د پرانستلو لپاره د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر یایر لاپیډ متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ، په داسې حال کې چې متحده عربي اماراتو په تل ابیب کې خپل سفارت د ۲۰۲۱ ز کال په می میاشت کې پرانست.
له ابراهامي تړونونو وروسته په ابوظبۍ کې د «ابراهامي کورنۍ کور» پرانستل شو، چې په کې یو جومات، یوه کلیسا او د یهودانو یو سیناګوګ یوځای څنګ په څنګ جوړ شوي دي.
د ۲۰۲۰ ز کال په نومبر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو رسمي لړۍ پیل شوه. کوم سوداګریز تړونونه چې پخوا په پټه توګه روان وو، د هغو په ګډون نویو سوداګریزو تړونونو ته رسمي بڼه ورکړل شوه او پر دې سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ د وګړو د تګ راتګ لپاره د وېزې په تګلاره کې نرمښت راوستل شو.
د دغو سوداګریزو تړونونو په پایله کې د اسرائیلو او متحده عربي اماراتو ترمنځ سوداګري تر ۲۰۲۳ ز کال پورې ۳ ملیارده ډالرو ته ورسېده. په داسې حال کې چې اماراتو په راتلونکو لسو کلونو کې په اسرائیلو کې د لسو ملیارده ډالرو د پانګونې اعلان وکړ.
له دغه تړون څخه وروسته په یوه کال کې دوه سوه زره اسرائیلي وګړي د سیاحت لپاره متحده عربي اماراتو ته راغلل.
کومه امنیتي همکاري او د استخباراتي معلوماتو شریکول چې له کلونو راهیسې په پټه توګه روان وو، په ۲۰۲۰ ز کال کې هغو ته هم رسمي بڼه ورکړل شوه او اعلان یې وشو.
د ۲۰۲۱ ز کال په دسمبر کې د اسرائیلو لومړي وزیر نفتالي بینیټ متحده عربي اماراتو ته خپل لومړی رسمي دولتي سفر وکړ او له محمد بن زاید سره یې وکتل.
د ۲۰۲۲ ز کال د مې پر ۱۳مه خلیفه بن زاید آل نهیان د ۷۳ کلونو په عمر مړ شو، چې تر هغه وروسته محمد بن زاید آل نهیان په رسمي ډول د هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ۲۰۲۲ ز کال د مې پر ۳۱مه د اسرائیلو او اماراتو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تړون لاسلیک شو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شپږ نوي (۹۶) سلنه محصولاتو پر سوداګرۍ محصول ختم کړای شو.
د ۲۰۲۲ ز کال په جنورۍ کې د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرټزوګ اماراتو ته خپل لومړی رسمي سفر وکړ او له محمد بن زاید سره یې وکتل.
د ۲۰۲۳ ز کال په فبرورۍ کې په ابوظبۍ کې د «موسی بن میمون» کنیسې (سیناګوګ) پرانسته وشوه.
د غزې په اوسنۍ جګړه کې د متحده عربي اماراتو رول
لوژستیکي ملاتړ
په غزه کې د جګړې له پیل وروسته، کله چې په سره سمندرګي کې حوثیانو پر اسرائیلي او امریکايي بېړیو بریدونه پیل کړل، نو متحده عربي اماراتو د اسرائیلو د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره ځمکنۍ لاره برابره کړه. له هند او لرې ختیځ هېوادونو څخه راتلونکي سوداګریز توکي به لومړی د دوبۍ بندر ته رسېدل، چې وروسته به له هغه ځایه له ځمکنۍ لارې په لاریو کې له سعودي عربستان او اردن څخه په تېرېدو اسرائیلو ته رسول کېدل. همدغه طریقه د اسرائیلو د سوداګریزو توکو د صادراتو لپاره هم کارول کېدله. په دې طریقې سره له دغو هېوادونو سره د اسرائیلو د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په لګښتونو کې ۸۰ سلنه کموالی راغی.
د ځمکنۍ لارې ترڅنګ، متحده عربي اماراتو د دغې جګړې پر مهال اسرائیلو ته د هوايي کارګو ملاتړ هم چمتو کړ او په دې جګړه کې امارات د اسرائیلو ستراتیژیک هوايي مرکز و. د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه تر نومبر ۲۰۲۴ز کال پورې د تل ابیب او دوبۍ ترمنځ ۲۳۳ کارګو الوتنو سفر کړی، چې له هغې جملې څخه ۱۴۹ الوتنې له دوبۍ څخه تل ابیب ته تلونکې وې. دا الوتنې د اسرائیلو د لوژستیکي او پوځي اړتیاوو، په ځانګړې توګه د وسلو د لېږد رالېږد لپاره چلول کېدې.
د جګړې پر مهال په سوداګرۍ کې زیاتوالی
د غزې د جګړې پر مهال د اسرائیلو او متحده عربي اماراتو ترمنځ سوداګري نه یوازې دا چې په عادي توګه روانه وه، بلکې په کې زیاتوالی هم راغی. د یوه راپور له مخې، په ۲۰۲۴ز کال کې د ۲۰۲۳ز کال د جګړې له پیل کېدو وړاندې دورې په پرتله د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګرۍ کې یوولس سلنه زیاتوالی راغلی.
د حماس ضد وسلهوالو ډلو تمویل
د سکای نیوز د یوه راپور له مخې، د غزې د جګړې پر مهال په غزه کې څلور وسله والې ډلې رامنځته کړای شوې ترڅو د حماس پر ضد داخلي جګړه پیل کړي. په داسې حال کې چې د دغو ډلو پوځي روزنه د اسرائیلو لخوا شوې وه، د دغو ګروپونو ټول مالي لګښتونه بیا متحده عربي اماراتو پر غاړه اخیستي وو.
د لوېدیځې غاړې په اړه له خپل دریځ څخه پر شا کېدل
د ابراهامي تړون د لاسلیکولو پر مهال متحده عربي اماراتو د اسرائیلو د په رسمیت پېژندلو لپاره دا شرط ایښی و چې اسرائیل به لوېدیځه غاړه د خپلې خاورې برخه نه ګرځوي. کله چې د ۲۰۲۵ ز کال په اګسټ کې د اسرائیلو د مالیې وزیر بېزالیل سموتریچ د یوه داسې یهودي مېشت ځای د جوړولو اعلان وکړ چې لوېدیځه غاړه به ووېشي او ختیځ بیت المقدس به په بشپړ ډول له لوېدیځې غاړې څخه جلا کړي، چې له امله به یې د فلسطیني هېواد رامنځته کېدل ناشوني شي او ورسره سموتریچ دا هم وویل چې لوېدیځه غاړه د اسرائیلو د برخې ګرځولو لپاره نقشې چمتو شوې دي؛ نو په ځواب کې یې متحده عربي اماراتو اسرائیلو ته خبرداری ورکړ چې د لوېدیځې غاړې تړلو الحاق یوه سره کرښه ده او که اسرائیلو داسې وکړل، نو دا به د اړیکو د عادي کولو تړون ته «سخت زیان» ورسوي. خو د ۲۰۲۵ ز کال په اکتوبر کې کله چې د اسرائیلو پارلمان د لوېدیځې غاړې د اسرائیلو د برخې ګرځولو پرېکړه لیک تصویب کړ، نو متحده عربي اماراتو په خورا بې شرمۍ سره وویل چې که اسرائیل داسې وکړي هم، بیا به هم له اسرائیلو سره زموږ اړیکې پاى ته ونه رسېږي.
پایله
بالاخره له لومړۍ قبلې سره د خیانت د دغې کیسې بل شخصیت هم بربنډ شو. د هر هغه خائن داستان چې لولئ، داسې ښکاري چې له دې څخه لوی خیانت به بل چا نه وي کړی؛ زموږ له لومړۍ قبلې سره، زموږ له دریم حرم سره، د نړۍ له دریم تر ټولو سپېڅلي ځای سره، د خپلو مسلمانو وروڼو له وینې سره، او له بې ګناه ښځو او ماشومانو سره به بل هېڅوک د داسې لوی غدر او خیانت مرتکب شوی نه وي. خو حقیقت دا دی چې پر اسلامي هېوادونو تپل شوي دا خائن واکمنان د خپلو بادارانو د خوښولو لپاره او د خپلو دوه روپیو (ناڅیزو) شخصي ګټو لپاره په بل هېواد کې د خپلو مسلمانو وروڼو خو څه، چې د خپل هېواد خلک هم بېدریغه وژلی شي او د تاریخ په اوږدو کې یې دا کار کړی دی. د دوی په نظر کې د خپلو ګټو پرته بل هېڅ شی د درناوي او حرمت وړ نه دی؛ نه زموږ مقدسات، نه د مسلمان د وینې حرمت او نه هم د پاک لمنو مسلمانو خوېندو عزت، د دوی لپاره دا هر څه بې معنی دي. که د دوی لپاره څه معنی لري، هغه یوازې واک او دبدبه ده او د هغې د ژغورلو لپاره هغوی له هرې پولې تېرېدای شي.
خو ازمېښت د دغو تپل شویو خائنانو تر ولکې لاندې د اوسېدونکو زموږ د خلکو دی. موږ ټول د خپلو محدودو شخصي ګټو په خاطر غلي یو؛ څوک د خپل کاروبار لپاره، څوک د خپلې مېرمنې او ماشومانو د راتلونکي لپاره او څوک د دیني مصلحت په نوم د خپلو مدرسو، ډلو او سازمانونو لپاره. چا ځان ته د «اجتماعي مصلحت» یا «سترې ګټې» پلمه او دوکه ورکړې ده او کله چې ضمیر یو څه زیاته ملامتیا وکړي، نو څوک په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د اعتراض او غندنې د یوې لیکنې په خپرولو سره خپل ضمیر ویده کوي چې ګواکې موږ د خپلې برخې کار وکړ او تر دې زیات زموږ په وس کې څه نشته. خو آیا موږ تر دې پرېکړې وړاندې چې زموږ په وس کې څه نشته، خپل ګرېوان ته کتلي دي؟ له ځانه مو دا پوښتنه کړې ده چې آیا موږ تر خپلې وروستۍ پولې پورې هر څه ازمایلي دي؟ د خپل ټول ځواک او توان په کارولو سره مو هغه څه چې له موږ څخه کېدل، ترسره کړي دي او له هغi وروسته دغه پایلې ته رسېدلي یو چې نور زموږ په وس کې څه نشته؟ یا دا چې تر دې وړاندې مو د خپلې بېحسۍ، ځان غوښتنې او نفع پرسۍ د پټولو لپاره دا بهانه جوړه کړې او کښېنستلي یو؟
موږ ټول باید له ځانه دا پوښتنه وکړو! آیا موږ په رښتیا هم بېوسه یو او که له لومړۍ قبلې سره د خیانت د کیسې له کرکټرونو څخه یو بل خائن کرکټر یو؟
❊❊❊❊






