جمعه, جولای 17, 2026
بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • د تاریخ درسونه
    • د اسلافو تاریخ
    • اند او پند
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home طوفان الاقصی

د غزې ولس د حال په ژبه

طارق سعد by طارق سعد
جون 30, 2026
in طوفان الاقصی
0
د غزې ولس د حال په ژبه

دا غزه ده! د عزت، شجاعت او د معاصر تاریخ د کربلا غوندې د سرښندنې چيغه! دا یوازې د ځمکې یوه داسې وړه ټوټه نه ده چې په جغرافیه کې محدوده وي، بلکې دا د اسلامي امت د غیرت، د الیاسین –۱۰۵ د راکټونو د غږ او د “رباط” تر ټولو کلکه او نه ماتېدونکې کلا ده. د دې مبارکې ځمکې د سرلوړي ولس حال د الله تعالی د دې مبارک فرمان ښکاره مصداق دی چې فرمایي:

الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ» (ال عمران: ۱۷۳)

هغه كسان چې خلكو (منافقانو) ورته وويل: “ستاسې پر خلاف لویې لښكرې راغونډې شوې دي، له هغو څخه ووېرېږئ .”- نو ددې په اورېدو یې نور هم ايمان پياوړى شو او هغو (مؤمنانو) ځواب ورکړ چې زموږ لپاره خداى كافي دى او هماغه ډېر ښه كار جوړوونكى دى.

کله چې موږ د غزې غږ پورته کوو، موږ د نړۍ د فرعونيانو او غاصبو صهیونیستانو پر وړاندې د هغو حقپالونکو مجاهدینو د وینو قصه بیانوو چې په خپل ایثار او مېړانې یې د معاصرې نړۍ د استکبار غاښونه ور مات کړل او د ازادۍ او کفر ماتولو رښتونې معنی یې ثابته کړه. له کلونو کلونو راهیسې په غزه کې زموږ په غیورو خویندو، وروڼو او تنکیو ماشومانو باندې د کفر او نفاق د نړیوال اتحاد لخوا یو ظالمانه او وحشیانه حصار تپل شوی دی. د دښمن زړونه دومره تور دي چې هغوی زموږ د ملت پر وړاندې له پاکو اوبو، رڼا او درملو نیولې تر هر انساني حقه پورې هر څه بند کړي دي. خو ایا هغوی په دې وتوانېدل چې زموږ د تندې په مټ زموږ عزم مات کړي؟ هېڅکله نه! که څه هم نن زموږ د تنکیو ماشومانو مړي په خاورو کې پراته دي، زموږ میندې او پلرونه د خپلو شهیدانو پر جنازو د “الحمدلله” او د احتساب چغې وهي او زموږ ښوونځي، مقدسات او روغتونونه د دښمن د وحشي بمباریو ښکار کېږي، خو دا ټول دردونه زموږ د جهاد لمبې نورې هم تېزوي. د نړیوالو بې کفایته سازمانونو او د منافقو واکمنانو مړژواندی سکوت د دې خبرې څرګند ثبوت دی چې د نړۍ په مظلومانو د زړه سواندې هېڅوک نشته، پرته له الله تبارک و تعالی او د هغه د مخلصو بندګانو له تورو. دښمن په خپلو مدرنو الوتکو، ټانکونو او جاسوسي شبکو مغرور دی، خو هغوی د ایمان په معجزه، د غزې د تونلونو په اسرارو او د “الله اکبر” په غږ نه پوهېږي. غزه تسلیمي نه پېژني؛ ځکه چې دلته مقاومت او جهاد د یو څو کسانو کار نه دی، بلکې دا یوه سپېڅلې عقیده ده چې د هر غزه وال، د هرې کونډې او د هر یتیم په رګونو کې لکه د وینې غوندې بهېږي. زموږ مېړني مجاهدین نن د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه مبارک حدیث رښتينې نمونه ده چې فرمایي:

«لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي عَلَى الدِّينِ ظَاهِرِينَ، لَعَدُوِّهِمْ قَاهِرِينَ… لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ إِلَّا مَا أَصَابَهُمْ مِنْ لَأْوَاءَ، حَتَّى يَأْتِيَهُمْ أَمْرُ الله وَهُمْ كَذَلِكَ. قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَأَيْنَ هُمْ؟ قَالَ: بِبَيْتِ الْمَقْدِسِ وَأَكْنَافِ بَيْتِ الْمَقْدِسِ».

«زما د امت یوه ډله به تل پر دین باندې ثابته وي، پر خپلو دښمنانو به غلبه لرونکې وي … هر څوک چې د دوی مخالفت وکړي، دوی ته زیان نه شي رسولی، پرته له هغې تنګسې او سختۍ څخه چې دوی ته به رسیږي، تر هغه چې د الله امر راشي او دوی به په همدې حال وي. ورته وويل شول: اې د الله رسوله! دوی چیرته دي؟ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په بیت المقدس کې او د بیت المقدس په شاوخوا (اکنافو) کې.»

هغوی نن د غزې په ځمکنۍ غېږ کې د ټول اسلامي امت د کبر او لوړتیا ساتونکي دي. موږ نړۍ ته وښودله چې کله په زړونو کې د شهادت شوق او د ایمان رڼا وي، نو بیا د دښمن تر ټولو پرمختللې وسلې او زغروال ګاډي هم د مجاهد له خوا د هډوکو ماتونکې او نږدې فاصلې (نقطة الصفر) څخه په نښه او په ایرو بدلېږي.دا قربانۍ، دا د زلمیو بهېدلې وینې او د بې ګناه ماشومانو فریادونه به هېڅکله بې ځایه لاړ نه شي. زموږ د هر شهید وینه د هغه مبارک سهار لپاره رڼا ده چې د بریا تکبیرونه به د اقصی جومات په انګړ کې انګازې وکړي. تاریخ به زموږ دا کلابندي، زموږ لوږه او زموږ مظلومیت ولیکي، خو د هغه ترڅنګ به زموږ د سرلوړۍ، د غاړې نه ټیټولو او زموږ د شمشاد په څېر ولاړ د ارمان داستان هم تر ابده پورې ژوندی ساتي. ترڅو چې زموږ په رګونو کې د وینې وروستی څاڅکی وي، موږ به د الله تعالی د دې وعدې پر اساس مبارزه کوو چې فرمایي:

« وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ» (ال عمران: ۱۳۹)

بې زړه کېږئ مه، اندېښمن کېږئ مه. همدا تاسې برلاسي ياست، كه تاسې مؤمنان اوسئ.

موږ د حق د اعلاء او د کفر د ذلت لپاره خپلې غزا ته دوام ورکوو.موږ د خپل رب جل جلاله پر بریا پوره باوري یو، د سپېڅلې ازادۍ سپېدې را نږدې دي او زموږ د غاصبو دښمنانو د تېښتې او ذلت ورځ را رسیدونکې ده.

وإنه لجهاد.. نصرٌ أو استشهاد!

❊❊❊❊

Previous Post

دښمن پېژندنه (ایلومیناتي او فرماسونري تنظیمونه)

Next Post

رسم شوي سرحدونه

اړوند مطالب

د مجاهد پیغام (د ابوعبیده د وروستي پیغام پښتو ژباړه)
طوفان الاقصی

د مجاهد پیغام (د ابوعبیده د وروستي پیغام پښتو ژباړه)

جون 30, 2026
حصار اوابتکار؛ د طوفان زیږنده
طوفان الاقصی

حصار اوابتکار؛ د طوفان زیږنده

مې 25, 2026
طوفان الاقصی

د عصر معجزه! تر ځمکې لاندې غزه!

جون 6, 2026
د نقاب پوش تر شا…!
طوفان الاقصی

د نقاب پوش تر شا…!

مې 3, 2026
Next Post
رسم شوي سرحدونه

رسم شوي سرحدونه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Go to mobile version